راجه ګیرا څوک و؟—عمران ازاد (ګمنام کوهستانے)

دا ليکنه شريکه کړئ

راجه ګیرا د سوات اخرنے غېرمسلم راجه و۔ د هغه په اړه دلته سخت اختلاف روان دے۔ ګوجر وایې چې راجه ګیرا ګوجر و او د هندو شاهي ګوجرانو واکمني وه۔ خو په سوات او دیر کښې مېشت داردیک قبایل دعوه کوي چې راجه ګیرا داردیک و۔ دا پوښتنه چې راجه ګیرا څوک و، ګوجر و که داردیک، د دې د پوهېدو لپاره ضروري ده چې د دواړو قومونو تېر تاریخ وڅېړو۔ لومړی به هڅه وکړو چې د سوات د داردیک خلکو په اړه پوه شو چې هغوي څوک دي۔ په سوات او دیر کښې مېشت هندو-آریایي داردیک خلک، چې  ګاوُري او توروالي ژبې وایې، دا دعوه کوي چې دوي د دې سیمې اصلي اوسېدونکي دي او د دوی پلرونه نیکونه د راجه ګیرا له نسله وو۔ د ګاوُري سپین‌ ږیرو په وینا، د یولسمې میلادي پېړۍ په مهال چې د محمود غزنوي لښکر په سوات برید وکړو، راجه ګیرا د محمود غزنوي د سپه ‌سالار پیر خوشحال په وړاندې کلک مزاحمت وکړو، خو ماتې یې وخوړه۔ د راجه ګیرا له ماتې وروسته د داردیک قبایلو مرکز هم ړنګ شو، نو هغوي  شمال ته خواره شول؛ هر چا چې چېرته پناه وموندله هماغه لور ته لاړل۔ د جګړې له ماتې وروسته، راجه ګیرا هم له خپل اهل و عیال سره د پنجکوړې غرونو ته روان شو۔ د ګاوُري مشرانو په وینا، راجه ګیرا په لاره وفات شو، خو د هغه  ځوي بیریا یا بیرا له خپلو خلکو سره دیر کوهستان ته ورسېدو او هلته یې د پیود کلي په سر یوه قلا جوړه کړه، چې له همدې امله د کلي نوم بریکوټ (د بیر قلا) کېښودل شو۔ په 1912م کال کښې دیر کوهستان ته راغلي لېفټننټ کرنل اېس۔ اېچ۔ ګاډفري، د بریکوټ د دې مشهور کلي او د بیرا یا بیریا د قلا په اړه په خپل مشهوره سفرنامه  (A summer exploration in the panjkora Kohistan)  کښې څه داسې ذکر کړې ده۔

“Barikot is reached in an hour from Biar۔ It is situated on a high cliff on the left bank of the river, spanned by the usual strong cantilever bridge۔ These bridges caused some surprise to many of us۔ The cantilever principle was applied in the East long before it was adopted in the construction of the Forth bridge۔ But few of us thought the far north in India could show specimens of work which would compare so favourably with those of the Pathan۔ The Kohistan’s skill seems to show they are superior mechanics to the men whose ancestors deprived them of the lands they claim in the south۔ Above the terrace-built village a steep path leads up a cliff to the remains of an old fort۔ This, the villagers state, was held by their ancestor, Beria, a Kafir or unbeliever in Islam, who came from upper Swat when his village, Barikot, there was destroyed by the invading army of the Mohammedans eight generations ago۔ This story is confirmed by the traditions of the Yousafzai who now hold Barikot, in upper Swat, and who gave me a similar account when I visited them۔ The site of this old fort, of which the trace is plainly visible, occupies an exactly similar position to that of the now deserted houses and forts on the Malakand and Digger passes which connect lower Swat and Peshawar territory۔ Those houses and forts the Yousafzais of Swat can only now account for by saying that they were built by ” Kafirs,” and they closely resemble the many similar ruins in the Talash and Dushkhel valleys of Dir۔  There can be little doubt that the Kohistan is are the lineal descendants of the earlier inhabitants of the lower valleys in Swat and Dir, and it is noticeable that the Dashui Kohistan is still claim the Dushkhel country of Dir, now in possession of the Yousafzai, as part of their ancestral property”

د بیرا یا بیریا د دې قلا نخښې نن هم په بریکوټ کلي کښې لیدل کېږي، چې ځائې خلک یې “ډهیري” یا “بیرداد ډب” بولې د یولسمې میلادي پېړۍ د محمود غزنوي لښکر یوازې د لوټمار لپاره راغلے و، ځکه نو زر بېرته لاړ۔ د لښکر له تلو وروسته، ځائي خلکو نوے دین پرېښودو او بیا یې په خپلو پخوانیو مذهبونو عمل شروع کړو۔ د دې خبرې تر ټولو ستر ثبوت هغه جومات دے چې د محمود غزنوي په وخت کښې جوړ شوے و، خو وروسته جومات پاتې نۀ شو او د وخت په تېرېدو وران شو، چې نخښې یې نن هم لیدل کېږي۔ په پنځلسمه پېړۍ کښې، کله چې پښتانه راغلل او د ګبري واکمني پائي ته ورسېده، چې د ګاوُري مشران یې خپل هم‌ نسل او هم‌ قوم بولي، نو ډېر ګاوُري قبایل د شمال درو ته د خپلو خپلوانو کره لاړل۔ کله چې له داردیک قبایلو میداني سیمې واخیستل شوې، پښتنو د ګوجرانو په مرسته پپ هغه ګاوُري او توروالي قبایلو بریدونه شروع کړل چې د سوات او دیر په غرنیو سیمو کښې مېشت وو او په خپلو پخوانیو مذهبي دودونو یې عمل کاوه۔ پښتانه له ځایې داردیک قبایلو سره ډېر پخوا نۀ  وو ګډ شوي، نو د سیمې په اړه یې معلومات لږ وو۔ هغوي د شمال غرونو کښې اوسېدونکو ته د “کوهستاني” نوم ورکړو، یعنې د غرونو اوسېدونکي۔ پښتنو د ګوجر قبایل، چې په اوړي کښې یې په دیر او سوات په غرونو څرځایونو کښې خپل مالونه ساتل، له ځان سره یو کړل او په دې سیمو یې بریدونه شروع کړل۔ ګوجر قبایل چې اوړی یې په کوهستان او ژمی یې د ملاکنډ نه لاندې میداني سیمو کښې تېراوو د سیمې له هرې برخې او د ځایې خلکو د حاله ښۀ خبر وو۔د داردیک سپین‌ ږیرو په وینا، ځایي قبایلو د ګوجر او پښتنو د لښکرو په وړاندې کلک مزاحمت وکړو، خو د دښمن د ډېر شمېر په وړاندې ونۀ  درېدلای شول۔ ورو ورو بېلابېلو داردیک قبایلو نوے دین او نوې پېژندنه ومنله۔ په هغه وخت کښې د مسلمانېدو سره د قومونو او قبیلو نومونه هم بدلېدل، ځکه زاړه نومونه داردیک او د “کافرانو” نومونه ګڼل کېدل۔ د ګاوُري  اولسي قیصو له مخې، کله چې د آخوند سالاک په نوم د یو پښتون مشر لښکر په بریکوټ (دیر کوهستان) برید وکړو، ځایې داردیک قبایلو کلک مزاحمت وکړو خو ماتې یې وخوړه۔ په دې جګړه کې د بیرا لور “راني” سینه په غشي ولګېده او مړه شوه۔ د مشرانو په وینا، آخوند سالاک د راني په مرګ ډېر خفه  شو او هغه غازي ته یې بد دعا اوکړه چې غشے  یې ویشتے  و، ځکه هغه غوښتل راني مسلمانه کړي او نکاح ورسره وکړي۔ د دیر کوهستان د بریکوټ اوسېدونکي بیریاخېل، کچس‌خېل، لاموتي کینور قبایل، او همدارنګه په کالام کښې د کهېس دادا له نسله کهیسور، او د توروالي قبایلو پورې تړلي ګرین قبایل، راجه ګیرا او بیریا خپل نیکونه بولي او له چترال، ګلګت، انډس، سوات، کنړ او نورستان پورې مېشت داردیک-نورستاني قبایل خپل هم ‌نسل ګڼي۔ د تاریخپوهانو په وینا، د هندو-آریایي داردیک ژبو ویونکي خلک د “سرخ ‌پوش” او “سیا‌ه‌ پوش کافرانو” په نومونو هم یاد شوي دي۔ د دیر د پخوانۍ ژبې نوم “ګوري” و۔ په رِګ وید کښې د پنجکوړې سیند ته “ګوري” ویل شوي دي۔ دا نۀ  ده معلومه چې دا نوم د نننیو ګاوُري قبایلو له امله ایښودل شوې که د سیند له امله خلکو ته دا نوم ورکړل شوے، خو دا سیند او دلته مېشت داردیک خلک په همدې نوم پېژندل کېدل۔ پنجکوړه هم د پنځو ګاوُري قبایلو له امله پنجکوړه بلل کېږي، نۀ د پنځو سیندونو له امله۔ دا پنځه قبایل رام‌کوړ، راج‌کوړ، امان‌کوړ (بیلور)، جې‌کوړ او مامت‌کوړ دي، چې نن هم د دیر کوهستان له راجکوټ څخه تر دیر خاص، او همدارنګه په کالام او چترال کښې د پنجکوړې سیند دواړو غاړو ته مېشت دي۔ کله چې سکندر له دې سیمې تېرېږي، د “ګورای” په نوم له یوه قبیلې سره مخ کېږي۔ د محمود غزنوي د لښکر په مهال، ځایې داردیک قبایل مقابله کوي۔ کله چې یوسفزي راځي، هغوي هم له ځایي داردیک قبایلو لکه ګاوُري او ګبري سره جګړې کوي، چې “کافران” یا “سپین ‌پوش کافران” بلل کېدل۔ په داسې حال کښې پوښتنه راپورته کېږي چې که ګوجر د دې سیمې اصلي خلک وي، نو څنګه؟ ولې د دیر او سوات په پخوانیو کتابونو کښې د هغوی یادونه نشته ؟ ګوجر قبایلو کله او په کومو جګړو کې له دښمنانو سره مقابله کړې؟ که د دیر تر ټولو پخوانۍ ژبه “ګوري” ده، نو ولې “ګوجري” نۀ ده؟ که د هندو شاهي ګوجر امپراتوري وه، نو ناڅاپه داسې څه وشول چې دا دومره ځواکمن قوم په خپل هېواد کې له ملکیتي حقونو بې‌برخې شو؟ ګوجر قبایلو کله او په کومو جګړو کښې له ملکیتي حقونو بې ‌برخې شو؟ که راجه ګیرا ګوجر و، نو د هغه نسل اوس چېرته مېشت دے  او له کومه وخته؟ ولې د تاریخ زده‌کوونکو ته د سوات او دیر په پخواني تاریخ کښې د ګوجر یادونه نۀ موندل کېږي؟ کله چې اسلام دلته راغے، نو دلته سرخ او سیا‌ه‌پوش کافران اوسېدل، چې د نننیو کلاشه یا کافرستاني مذهبونو او همدارنګه د بودیزم له پیروانو سره ورته والے لري۔ د لرغوني تاریخ نه تر نوې څېړنې پورې، دا څرګنده ده چې ننني داردیک قبایل د پخوانیو بودایي او سرخ ‌سیا‌ه‌ پوش کافر قبایلو پاتې شوني دي، چې زرګونه کاله راهیسې په دې شمالي سیمو کښې اوسېږي۔ د شمال په درو کښې د ګندهارا د هدیرې تمدن (چې په اصل کې داردیک تمدن دے ) او د ډبرو لیکنې د دې تر ټولو لوے ثبوت دے۔ که ګوجر د دې سیمې اصلي خلک وي، نو ولې یې کومه داسې نخښه نۀ ده پرېښې؟ نن چې مونږ ګورو، هر ځایې چې ګوجر مېشت دي، یا یې ځمکه اخیستې ده او یا یې کوم پاچا، والي، نواب یا خان د سیاسي یا مذهبي ګټې لپاره څه موده وړاندې هلته مېشت کړي دي۔ که ګوجر دلته اصلي خلک وي، نو څنګه؟ مونږ چې د تاریخ د مطالعې خلک یو،چې دا ومنو چې راجه ګیرا ګوجر و نو څنګه؟ زه په دې هم بشپړ باور نۀ لرم چې راجه ګیرا ګاوُري و۔ دلته هر څوک ځان سپېڅلے او د پاچاهانو له نسله بولي، نو د سم او ناسم توپیر کول ګران دي۔ خو د لرغوني تاریخ نه تر اوسنۍ څېړنې او لرغون ‌پېژندنې شواهدو پورې، دا خبره روښانه ده چې ننني داردیک خلک، چې نړۍ یې د “کوهستاني” په نوم پېژني، د دې سیمې اصلي اوسېدونکي دي۔ نو دا ویل چې راجه ګیرا ګاوُري و، تر اوسه له وخته مخکې خبره ده، خو د هغه د داردیک توب په اړه هېڅ شک نشته۔ یادونه: هغه ملګري چې د سوات او دیر له تاریخ سره لېوالتیا لري، پوهېږي چې دلته په داسې پوښتنو بندیز لګېدلے۔ د دوي په وینا، دا ډول پوښتنې په سیمه کښې ژبني او نسلي تعصب ته وده ورکوي۔ د ملګرو خبره په خپل ځایې سمه ده، خو د خپل تېر تاریخ د پېژندلو تنده دې ته اړ ایستلم چې دا پوښتنې راپورته کړم۔ که نه، نو باور وکړئ، د تاریخ د یو عادي زده‌کوونکي په توګه زما عقیده دا ده چې د نړۍ ټول انسانان برابر دي، هېڅوک په بل برتري نۀ لري، مونږ ټول برابر یو او شمال زموږ ګډ کور دے ۔ملګرو! تاریخ د عقیدې په څېر سپېڅلے نۀ پکښې د لوړې او ټیټې امکان شته۔ که له تاسو څخه څوک له مونږ سره اختلاف لري، مهرباني وکړئ خپله رایه وړاندې کړئ، خو د مستندو دلایلو په رڼا کښې۔ که ستاسو سره داسې شواهد وي چې زمونږ دا دعوه ردوي، نو مهرباني وکړئ هغه وړاندې کړئ، څو مونږ حق ته ورسېږو۔ زمونږ موخه د داردیک یا بل کوم قوم ستاینه نۀ ده، بلکې د دې سیمې د اصلي تاریخ پېژندل دي ۔

 

نورې ليکنې۔۔۔