پۀ پاکستان کښې د قومیتونو مسئله )دوېمه/ اخرۍ برخه( – نور الامین یوسفزے

 

نن چې څوک دا خبره کوي چې څوک “دو قومي نظريه” نۀ مني هغه دې د پاکستان جغرافيې نه وځي نو هم دغه خلق دغه نظريه د ستر شاعر او مفکر علامه محمد اقبال سره تړي او حال دا دے چې هم علامه محمد اقبال دې لړکښې وائي:

ايک هون مسلم حرم کى پاسبان کے لئے

نيل کے ساحل سے لے کر تاب خاک کاشغر

د علامه اقبال د شاعرۍ او نثرى ليکونو نه دا خبره راجوتېږي چې هغه د وطني قوميت او جغرافيائي حدونو خلاف ؤ، ځکه خو وائي چې:

اړتى پهرتى تهین هزارون بلبلين ګلشن مين

جى مين کيا آئى که پابند نشيمن هوگئین

جسټس جاويد اقبال پۀ خپل کتاب “زنده رود” کښې د علامه صاحب د اېډورډ تهامسن پۀ نوم د يو خط حواله هم ورکړې ده او چوهدري رحمت علي هم پۀ خپل کتاب (The Father Land of Pakistan) کښې ليکي چې سر محمد اقبال پۀ اله اباد کښې د بېل رياست غوښتنه نۀ وه کړې بلکې هندوستان کښې دننه د يو مسلم يونټ غوښتنه ئې کړې وه. علامه صاحب پۀ خپل دغه خط کښې دا هم وائي چې د پاکستان دا مسئله د کېمبرج پوهنتون مسئله ده چې پېش کوونکي ئې چوهدري رحمت علي، اسلم خټک، يو د ځناورو ډاکټر عنايت الله خان او د قانون زده کوونکے صاحبزاده طارق وو. علامه صاحب وائي چې زۀ خو د وطني قوميت خلاف يم، زۀ خو د پان اسلامزم منونکے يم )کوم چې پۀ اصل کښې د جمال الدين افغاني نظريه وه(.

اوس کۀ د دوي د خيال مطابق د هندوستان وېش د دغه نظريې مطابق شوے دے نو بيا خو چې کله پاکستان جوړ شو نو پکار دي چې د يو اسلامي ملک سره ئې هم پوله نۀ وے. افغانستان، ايران او د نړۍ هر اسلامي ملک اوسېدونکي د دې رياست هم اوسېدونکي يا شهري (Citizen) وي ځکه چې پۀ نړۍ کښې څوک هم چرته کليمه وائي هغه به د دې ملک برخه وي نو بيا خو د افغانستان اوسېدونکے مسلمان هم بايد چې دلته بې د وېزې او اجازت نه ځي راځي او پۀ خپله خوښه پۀ کښې اوسي. کله چې روس پۀ افغانستان کښې د افغان د هاغه وخت د حکومت پۀ مرسته راننوت نو چې کوم افغانان پاکستان ته راغلل، هغوي ته هم د خپل ضرورت تر مخه د پاکستان د هغه وخت واکدارانو مهاجر او ځان ته انصار ووې. اوس چې کله مونږ اسلامي تاريخ ګورو نو د هغې تر مخه دغه مهاجر دا حق لري چې د پاکستان د رياست اختيار هم تر لاسه کړي ځکه چې مدينې ته چې کوم مهاجر د مکې نه راغلي وو، هغوي پۀ مدينه کښې د اسلام وړومبے رياست جوړ کړو او بيا ئې اختيار هم د حضور صلي الله علېه وسلم نه پس هم د مکې قرېشو ته پاتې شو. تر دې چې د حضور نبي کريم صلي الله علېه وسلم مزار مبارک هم پۀ مدينه کښې دے. خو پۀ اصل کښې لکه څنګه چې دوي پۀ ابتداء کښې د اسلام نوم استعمال کړو او بيا چې کله ورته د خدائي خدمتګارو مشر درې شرطونه وړاندې کړل چې پۀ پاکستان کښې وړو قامونو له قانوني تحفظ ورکړئ، دلته د پېرنګي قانون ختم کړئ او د قران پاک قانون نافذ کړئ د کوم پۀ بنياد چې تاسو دا ملک جوړ کړے دے او دا پېرنګے زر تر زره وباسئ نو د دغه پښتون مصلح او مبارز دغه درې واړه شرطونه دوي ونۀ منل. ځکه نو نن ضرورت د دې خبرې دے چې کۀ دا ملک پۀ حقيقت کښې د رښتيا پۀ بنياد څوک چلول غواړي نو پکار دا دي چې پۀ دې کښې د ابادو ټولو تاريخي قامونو قامي تشخص ومنلے شي او د دوي يوه شريکه ورورولي جوړه کړې شي او پۀ ګاونډي هېوادونو کښې چې د دغه قوم کوم عزيزان دي، هم د دوي پۀ ذريعه دغه ګاونډي هېوادونو سره د ګاونډ ګېرۍ يوه مضبوطه رشته سازه کړې شي او دا څۀ ناشونې نۀ ده.

نن دې د پاکستان واکداران دافغانستان او پاکستان د اولس تر منځه د مضبوط تماس د پاره د شاعرانو، وکيلانو، قبائيلو، تاجرانو او طالب علمانو شريک تنظيمونه ساز کړي. بيا دې د دغه تنظيمونو تر منځه د راشه درشه يوه سلسله پېل کړې شي. دغه د اولس تر منځه رابطه او تماس کۀ درې څلور مياشتې پۀ مثبت طريقه جاري وساتلے شو نو د دواړو هېوادونو به داسې مضبوطه ورورولي سازه شي چې نندارې به ئې کېږي خو د دې د پاره د مثبت سوچ ضرورت دے. پاکستان کښې چې خلق ساهو قوميت د اسلام ضد ګڼي، دا خلق هډو د دغه افاقي دين د روح نه خبر نۀ دي. وائي چې يو ځل پۀ يو ديني محفل کښې يو روايتي ملا صاحب تقرير وکړو او د اسلام دائره ئې تر رنګ، نسل، جغرافيې او لباس پورې را تنګه کړه. پۀ دغه محفل کښې نوموړے خدائي خدمتګار او ډېر ستر عالم دين مولانا ترخوي صاحب هم موجود ؤ. کله چې د هغۀ وار پرې راغے نو پۀ يوه جمله کښې ئې د ذکر شوي ملا صاحب خبره دوړه کړه – وې “کۀ اسلام چرې افاقي دين ؤ نو بيا به ئې د ژبې او جغرافيې وغېره څۀ کار نۀ وي.” اسلام خو د قوم څۀ چې د قبيلې د شناخت خبره هم کړې ده او انسانانو ته ئې تاکيد کړے دے چې دا ستاسو شناخت دے، دا مۀ هېروئ! د کوم قوميت خبره چې خدائي خدمتګار کوي، د هغې مفکر د خوشحال بابا نه پس حضرت باچا خان دے او هغۀ قوميت د مينې او انسان دوستۍ پۀ غېږه کښې ورکړے دے ځکه چې هغه خدائي خدمتګار دے او داسې د خپل قام سره مينه د هر انسان د ايمان برخه ده. اوس کۀ څوک ما ته دا خبره کوي چې ځان ته افغان مۀ وايه، دا قوم پرستي ده نو بيا دا راته ولې وائي چې ځان ته پاکستانے وايه او قومي ژبه دې اردو ګڼه!!! دا خو هم قوم پرستي ده – بيا خو دې لکه د علامه اقبال او سېد جمال الدين افغاني وائي چې ځان ته مسلمان وايه! نۀ پاکستانے، نۀ ايرانے او نۀ عربے – او خپله ژبه عربي ګڼه، دا نورې ژبې لساني دښمني پېدا کوي؛ خو دا به څومره غېر فطري او غېر انساني خبره وي ځکه چې دا ټولې ژبې د خداے پاک د قدرت نخښې دي. دا د قامونو د شناخت، تاريخ او فرهنګ امانت ګرې دي. پښتون کۀ خداے هم پېژني نو پۀ پښتو ئې پېژني او دا د نفسياتو پوهان هم وائي چې کله يو ماشوم ته پۀ خپله مورنۍ ژبه زدکړه ورکړې شي نو د هغۀ نه حقيقي عالم جوړېدے شي – مطلب دا چې د خپل قام، خپلې خاورې سره مينه لرل د دين د روح مطابق او ورسره سمه ده. د مذهب غلطه تشريح دا مسئلې را پېدا کوي. هر چا ته معلومه ده چې پۀ پاکستان کښې پۀ زرګونو خلق داسې شته چې د پاکستان سره سره د نورو هېوادونو شهريت هم لري. پۀ دغه خلقو کښې ځينې خلق پۀ ډېرو اهمو څوکیو هم ناست دي او د پاکستان رياست هغه خلق سوچه پاکستانيان ګڼي، حالانکې هغو کښې اکثريت د غېر مسلمو د هېوادونو شهريت لري نو کۀ څوک پاکستانے هډو د خپلې وینې يا مينې او تاريخ پۀ اساس ځان ته ‘افغان’ وائي او دا هم مني چې زۀ د پاکستاني شهريت لرم او دا مې ملک دے نو دې کښې څۀ قباحت دے؟ دا د پښتنو سره دومره حساسيت او د دوي لپاره دومره قدغنونه ولې؟

حال دا دے چې نن هم زمونږ د زمکو پۀ کهاتو کښې قوم ‘افغان’ ليکلے دے او علامه محمد اقبال خو دا خبره هم پۀ شعر کښې او هم پۀ نثر کښې پۀ ډېر ښۀ ډول واضحه کړې ده. د هغۀ د افغان شناسۍ دا حال دے چې هم ئې د کال 1933ز نه پس پۀ ټوله شاعرۍ کښې دغه اثر ښکاري. هم ئې دافغان پۀ موضوع لېکچرې ورکړې دي او هغه کۀ يو خوا د ملت اسلاميه خبره کوي نو بل خوا افغانانو ته هم ‘ملت’ وائي. مطلب ئې هم دا دے چې د دوي نسلي او تاريخي نومونه ګڼ شمېر دي خو د دوي قامي او ملي نوم هم دغه يو دے او هغه دے ‘افغان’ – ځکه خو هغه وائي کنه چې:

آسيا يک پېکرِ آب وگل است

ملت افغان درآن پيکردل است

د اقبال د افغان شناسۍ پۀ حواله به چرته بيا پۀ تفصيل سره ليکل وکړو خو دلته مدعا دا ده چې اقبال غوندې مفکر هم بيا بيا د افغان ملت خبره کوي او ښاغلے ګل باچا الفت هم وائي چې افغان ملت دے او چرته چرته هم چې دنيا کښې پښتانۀ اباد دي، د اسلام پۀ سپېځلي دين او پښتونولۍ کښې يو بل سره کلک تړلي دي؛ پښتو ئې د ژوند يوه قاعده او نظام دے چې د اسلام روحاني او ايماني تصور ورله دغه اړخ مضبوط کړے او بشپړ کړے دے نو چې څوک دوي ‘حکيم الامت’ ګڼي نو کم از کم د هغۀ خبره خو دې واوري کنه! هسې نۀ چې د هغۀ روح پۀ قبر کښې دا فرياد وکړي چې:

کۀ مې هر څومره پۀ زوره ژړا وکړه

خو مجلس ؤ همه کوڼ پرې اثر نۀ شو

فضل حق شېدا

ځکه نو زۀ د خپل ملک دې واکدارانو ته دا وايم چې ضرورت د دې خبرې دے چې تاسو مثبت سوچ پېدا کړئ، مثبت رويه خپله کړئ، افغانان خپل وروڼه وګڼئ او د زور او زر د پاليسۍ پۀ ځاے د مينې، عدم تشدد او ورورولۍ پاليسي اختيار کړئ او دا کار د اولسونو تر منځه پۀ رابطو ډېر پۀ ښۀ طريقه کېدے شي لکه د شاعرانو، اديبانو، تاجرانو، وکيلانو، استاذانو، ډاکټرانو او قبائيلو تر منځه د دواړو هېوادونو رابطه به د اولس تر منځه غلط فهمۍ لرې او د مينې محبت رشته به مضبوطه کړي. انشاء الله!

 

دا هم ولولئ

خوب وينم عالمه (افسانه) – نورالامين يوسفزے

دا د سپرلي اخرنۍ ورځې شپې دي. دا يو لوے پراخه باغ دے چې پۀ …