‘هم داسې به بلېږي د بابا د فکر شمع’ (قامي فکر) – ‘پښتون’

 

د عوامي نېشنل پارټۍ خېبر پښتونخوا د صدر اېمل ولي خان پۀ ښونه او غوښتنه د “قامي فکر” پۀ عنوان د تربیتي ناستو لړۍ پېل شوې ده. د “قامي فکر” پۀ اړه به د عوامي نېشنل پارټۍ ضلعي تنظیمونه، مختلفې څانګې لکه پي اېس اېف، اېن وائي او، ملګري وکیلان، ملګري لیکوالان، ملګري ډاکټران د تپو، یونین کونسلونو، تحصیلونو او ضلعو پۀ کچ پۀ مختلفو موضوعاتو تربیتي ناستې کوي. دې ناستو د پاره به وېنا وال د ‘باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر’ باچا خان مرکز لۀ خوا استول کېږي. ‘پښتون’ به هڅه کوي چې د دغه ناستو خلاصه هره میاشت پۀ خپلو پاڼو کښې ځاے کړي.

یویشتم نومبر

الباسط ماډل سکول، اتمانخېل، ضلع اورکزئ

د نېشنل یوتهـ ارګنائزېشن اورکزئ ضلعې لۀ خوا “د قامي فکري تړون امکانات” تر سر خط لاندې سټډي سرکل وشو. وېنا وال ممتاز اورکزے او حیات روغانے وو. د قامي فکري تړون د پاره پۀ بنیادي اجزاء د خبرو نه پس حیات روغاني ووئیل چې دا جنت وطن پۀ مونږ باندې د ملک او مذهب پۀ نامه اور کړے شوے دے. قامي فکر دا دے چې مونږ د قبیلوي، مسلکي او نورو سماجي وېشونو نه راوځو او پۀ حېث د یو پښتون حالاتو ته یو غږ یو ګام ودرېږو. یو وخت ؤ چې دې سیمو کښې سیاست ته لار نۀ ورکړې کېده. پۀ وړومبۍ دستوره سازه اسمبلۍ کښې د باچا خان بابا لۀ خوا د پښتنو د ماتې شوې جغرافیې د یو کولو او دلته د سیاسي عمل د پاره د لار سپړدلو د مطالبې نه پس نن مونږ وینو چې د خپل حق خبره هم کولې شو، غوښتنه هم او خپل حقونه اخستلو د پاره احتجاج هم کولے شو. باید مونږ هغه زاړۀ د پولټیکلۍ نفسیات د خپلو مزغو نه وکاږو. هغۀ زیاته کړه چې د دې وطن خاوره، سیلۍ، اونې، غنې، مېوې، غرونه، کاڼي، سیندونه او ورشوګانې د ځائي خلقو فطري ملکیت دے او د قبیلو پۀ ځاے د یو قام پۀ حېث د ملکیت تر لاسه کولو د پاره سیاسي عمل کښې شریک ګډون ضروري دے. هغۀ ووئيل، د پلوسین پۀ خاوره د وزیرو او خوئیداد خېلو بدي د سلو کلونو نه اوړېدلې ده او درنې وسلې ئې پۀ یو بل جګړو کښې ډزولې دي خو یو څوک هم یوه لوېشت د خپل ځاے نه وروستو شوي نۀ دي – اخر ولې دا وشول چې د باجوړ نه د وزیرستانونو پورې پۀ لکهونو خلقو کډې واخستې او پلرني ټاټوبي، ودان کورونه، ابادې استانې، ښېرازه پټي او روان روزګارونه ئې پرېښودل او اٰئي ډي پیز شول؟ ځکه چې دغه وخت دا سالارزي، ماموند، مومند، اورکزي، مسید، وزیر او داوړ وو؛ دوي کۀ د ‘پښتون’ پۀ نوم یو شوي وو نو نۀ به غېر ریاستي عناصرو بې ځایه کولے شول او نۀ به ریاستي عناصرو کډې ور پۀ سر کولې شوې. د فکري قامي تړون امکاناتو د پاره دا کېدے شي چې تاسو د باچا خان مرکز نه خپرېدونکې ‘پښتون’ مجله، ‘شهباز’ ورځپاڼه، د ‘امن ټي وي’ خپرونې، ‘غږ’ راډیو او نورې د سوشل میډیا پاڼې ګورئ او خپل خیالات هم د دغه ځایه نورو پښتنو ته رسوئ.

ممتاز اورکزي خپلو خبرو کښې ووې، کۀ څوک دلته راځي او مونږ بچ کوي نو د څۀ نه مو بچ کوي؟ دغه بلا چا راوستې وه؟ مونږ کښې هېڅ خوبي نشته خو زمونږ د خاورې وسیلو او معدنیاتو ته چل دے. “فکري تړون” د پاره وړومبۍ خبره “تنظیم” دے او دا خبره به بیا یو تن نۀ کوي، بلکې قام به ئې کوي. تۀ به راځې د باچا خان فکر به خپلوې، د عوامي نېشنل پارټۍ ممبر به جوړېږې نو هله به دې بلا نه خلاصېږې. ستاسو د معدنیاتو د لوټلو پۀ ضد وړومبے اواز د باچا خان کړوسي اېمل ولي خان اوچت کړے او د سي اېم هاوس مخې ته د باچا خان پارټۍ عوامي نېشنل پارټۍ پرلت وهلے دے او ستاسو پۀ دولت ستاسو حق د پاره جدوجهد کوي. تاسو نه چې چا ووټ اخستے، هغوي نۀ اواز اوچت کړے او نۀ ئې احتجاج کړے.

درې ویشتم نومبر

باچا خان مرکز، پېښور

د باچا خان ایجوکېشن فا‌ؤنډیشن راجوړ کړے شوے یو کم څلوېښتم (39) سټډي سرکل باچا خان مرکز پېښور کښې تر سره شو.

‎وېناوالو او ګډون والو پۀ درې ویشتم نومبر باچا خان فېلوز د پاره باچا خان مرکز کښې د باچا خان ایجوکېشن فاونډېشن لۀ غاړې راجوړ کړی شوي یو کم څلوېښتم (39) میاشتیني سټډي سرکل کښې ووې چې د انساني نوع پۀ حساب ښځې او سړي برابر دي او صنفي رول ټولنې جوړ کړے دے. دوي دا خبره پۀ ‌‌‌‌‌‌ډاګه چې د غېر منصفانه صنفي رول لۀ کبله د ټولنې او انسانیت پرمختګ شل شوے دے. دغه بندېزونه د کلچر، مذهبیت او سرمایه دارانه مارکیټ لۀ خوا لګولے شوي دي.

‎وېناوالو او ګډونوالو دا خبره زیاته کړه چې د نولس سوه دېرشم او څلوېښتم لسیزو کښې خدائي تحریک ښځو سره د غېر انساني سلوک، غېر منصفانه صنفي رول او استعماریت پۀ ضد مبارزه پېل کړه او د دې د پاره ئې د پښتونولۍ نوې تشریح وکړه. د غېرت او ننګ نه ئې تشدد او قبائیلیت وویستو او دا ئې د ازادۍ، خپلواکۍ او تخلیق سره وتړلو. وېناوالو او ګډونوالو دې لړ کښې خدائي خدمتګاره الف جانه خټکه د نرواکۍ پۀ ضد د خدائي خدمتګار د مبارزې علامت وګرځوله. وېناوالو زیاته کړه چې د الف جانې خټکې نظمونه او مضامین کوم چې د باچا خان ‘پښتون’ مجله کښې پۀ باقاعده طور چاپ کېدل، پۀ ښځو د روایتي، مذهبي، ټولنیز او سیاسي بندېزونو پۀ ضد یو توانمند اواز وګرځېدو او پۀ پښتنه ټولنه کښې ئې لوے بدلون راوستو.

‎د باچا خان فېلوز د دې میاشتیني سټډي سرکل عنوان ‌ؤ ‘خدائي خدمتګار تحریک، فیمننزم او الف جانه خټکه’.

‌سټډي سرکل کښې د پېښور، چارسدې، مردان، صوابۍ، نوښار، ملاکنډ، دیر، سوات، شانګلې، هنګو، کرمې، خېبر، مومند او باجوړ ضلعو ځوانانو ګڼ شمېر کښې ګډون وکړو. ‌‌‌‌‌‌ډاکټر ثمینه اپریدۍ او خان زمان کاکړ پۀ موضوع تفصیلي وېنا وکړه او ګډونوالو ازاد بحث کښې د موضوع بېلابېل اړخونه څرګند کړل. حیات روغاني او خادم حسېن د بحث پایله بیان کړه او دغسې دغه سټډي سرکل تر سره شو.

څلیریشتم نومبر

باړه قمبر اباد، خېبر ضلع

د ‘ملګري لیکوالان’ خېبر ضلعې لۀ خوا د خېبر پښتونخوا تعلیمي ادارو کښې د تاریخي او ادبي نصاب دننه د غلطیو او فکري مغالطو پۀ اړه علمي ناسته وشوه. د غوندې وېناوال ډاکټر سهېل خان ؤ.

ښاغلي خپله وېنا کښې ووئیل چې زمونږ نصاب د ادبي او تاریخي تېروتنو نه برجق دے چې لرې کول ئې ډېر ضروري دي. دلته د تعلیمي بورډ کار صرف امتحانانو اخستل نۀ دي بلکې وخت پۀ وخت پۀ تعلیمي نصاب نظرثاني کول هم دي. ماشومانو ته چې نصاب کښې څۀ ښودلے کېږي، دا ډېر زاړۀ، غېر متوازن او د ځانه جوړ دي. اوس نوي تحقیقونه او علمي انکشافونه شوي دي. د نوي دور معلومات او انکشافات ماشومانو ته ښودل او هغوي پرې پوهول د تعلیم بنیادي نکته ده.

موجود نصاب داسې ښکاري چې د یو تعصب لاندې د پښتون قام، پښتو ادب، تاریخ او ثقافت سره نابلده خلقو جوړ کړے دے. پۀ دې لړ کښې باید منظم کوشش وشي او نصاب کښې د خاورې، د اولس، د ادب، د تاریخ او د قامي مسئلو او وسیلو پۀ اړه معلومات شامل کړے شي. کۀ داسې و نۀ شي نو یو بل ډګري یافته بې علمه نسل به تیار شي چې دې قام ته به اوږد مهاله نقصان ورسوي.

اووۀ ویشتم نومبر

پېښور پوهنتون

پۀ پېښور پوهنتون کښې د پښتون سټوډنټس فيډرېشن د سيوري لاندې پۀ “افغانستان کښې د فلسفيانه روايت تاريخ او ارتقاء” پۀ سرخط وېناوال طلال بېدار اصلزي تفصيلې خبرې وکړې. دوي پۀ اول کښې د سټډي سرکل پۀ ارزښت او اهميت د پښتون اېس اېف داسې قسمه غونډو ته هر کلے وکړو. بيا ئې د خپل سرخط سره سم د فلسفې پۀ پېژندګلو مفصل بحث وکړو. دې سره سره ئې د فلسفې په بېلا بېلو روایتونو خصوصاً مشرقي او مغربي روايتونوهم خبره وکړه. بيا ئې د تاريخي افغانستان پۀ فلسفيانه روايت او بخښنو (contribution) هم ژوره رڼا واچوله. داسې دوي دا بخښنې د افغانستان فلسفيانه ورکړې پۀ دوو برخو ووېشلې. يو د اسلام نه وړاندې بل د اسلام نه پس. دې سره سم ئې د تاريخي افغانستان پۀ جغرافيائي سرحدونو هم بشپړه رڼا واچوله او د افغانستان د فلسفيانو پۀ کار او زيار هم خبره وشوه.

لوستونکي کولے شي چې پۀ دغه موضوع د ښاغلي بېدار بشپړه مقاله د “پښتون” د اګست 2019 پۀ ځانګړې ګڼه کښې ولولي.

Top of Form

Bottom of Form

دېرشم نومبر

د خیالي سیند غاړه، چارسده

د نېشنل یوتهـ ارګنائزېشن چارسدې لۀ خوا د “قامي فکر بنیادي سوالونه” تر سرلیک لاندې یوه ناسته وشوه. وېناوال حیات روغانے ؤ. دې ناسته کښې د “قامي فکر” مختلف اړخونو باندې د خبرو کولو نه پس د ګډونوالو د هاغه سوالونو ځوابونه هم ورکړے شول چې د قامي فکر د مختلف اجزاء یعني ژبې، جغرافیې او سیاست پۀ اړه د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ دریځ او موقف خبرې وشوې.

د اوږد بحث او سوالونو ځوابونو د مرحلې نه پس دا سیمینار پۀ دې نکته را ټول شو چې پاکستان کښې د سیاست د پاره مونږ پۀ دې نۀ خلاصېږو چې مونږ دې مسلمانان یو یا پاکستانیان یو. د جناح صاحب د خور فاطمه جناح نه د مولانا فضل الرحمان پورې یو اوږد فهرست زمونږ مخې ته دے. زمونږ د خلاصون لاره دا ده چې مونږ دې سیاسي یو، منظم دې یو او نېشنلیان دې یو.

 

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …