باچا خان بابا پۀ هزاره کښې – ګلاب ناصر يوسفزے

د فخرِ افغان بابا د تلين پۀ حواله د مشاورتي کمېټۍ غونډه کښې دا وړانديز مخې ته راغلو چې د باچا خان د ژوند څلور مهمې برخې چې يوه برخه ئې پښتونخوا کښې، دوېمه برخه افغانستان کښې، درېمه هندوستان کښې او څلورمه برخه جېلونو کښې تېره شوې ده، د مختلفو کتابونو، ورځپاڼو، مجلو، ويډيويائي، صوتي او صوري مأخذونو څخه دې د دې باقاعده دستاوېز جوړ کړے شي.

دې ګڼه کښې د دغه وړانديز سره اړونده درې ليکنې شاملې کړې شوې. د “باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر” لۀ خوا د دې تابيا کېږي چې دا مهم او تاريخي کار د يو ځانګړي پراجېکټ پۀ شکل کښې تر سره کړے شي. د “پښتون” لوستونکي کولے شي، مختلفو سيمو کښې د بابا د دورو پۀ حواله يادونه او خاطرې باچا خان مرکز کښې “باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر” يا “پښتون” مجلې ته راولېږي.

پرهرونه مې تازه بيا د ځيګر شو

سوې کريکې مې بيا لاړې تر اسمانه

ما د سوي زړۀ داغونه تا له راوړل

د کليزې پۀ وزر ستا، فخرِ افغانه!

بابا سحر وختي د پېښور نه پۀ رېل ګاډي کښې روان شو. سحر وختي چې ګاډے شاه ډهېري ته ورسېدو نو پۀ سټېشن کښې ورته حکيم عبدالسلام صاحب ولاړ ؤ. بابا پۀ سټېشن کښې کوز شو او بل ګاډي کښې کښېناستو. د هري پور سټېشن ته چې ورسېدو، هلته ورته خلق د استقبال د پاره راغلي وو. بابا د ګاډي نه کوز شو او د خپلې ډبې پۀ دروازه کښې ولاړ ؤ، د خلقو سلامي ئې واخسته او ګاډے روان شو. دوي د پکلۍ پۀ دوره باندې وو. چې مخکښې لاړو نو يو موټر پۀ سړک ولاړ ؤ چې سرخ پوش پۀ کښې ناست وو. بابا چې دا وليدل نو ډېر خوشحاله شو چې شکر دے دلته هم خدائي خدمتګار شته. بابا پۀ حوېلو سټېشن کښې د ګاډي نه کوز شو او هغه موټر را ورسېدو او دوي پکلۍ ته روان شو. يوه لارۍ ورسره بله وه چې پکلۍ کښې د بابا نور ملګري او ډول باجو واله ناست وو. دوي پۀ لار روان وو چې د هزارې ډپټي کمشنر اپ کينسن چې خبر شو نو سم خفه شو او غلام رباني وکيل ته ئې ووې چې د باچاخان خلاف پۀ لاره کښې ودرېږئ او د دوي خلاف نعرې ووهئ او تورې جنډې پۀ لاسونو کښې ونيسئ. بابا به چې کله پۀ دې لاره تللو او کلي به راتلل، هغوي ته به ئې د خدائي خدمتګارو د تحريک خبره کوله. اخر کښې بابا اېبټ اباد ته ورسېدلو او خلق ورته پۀ بازار کښې ولاړ وو، ډېر تود هرکلے ئې ورله وکړو. چې مانسهرې ته نزدې شو نو عبدالقيوم خان سواتے چې وکيل ؤ او د بابا سره يو ځاے قېد ؤ، سفيدو کلي کښې نورو مشرانو سره د بابا هرکلي ته ولاړ ؤ. چې هر کله مانسهرې ته ورسېدل نو غلام رباني د حکومت پۀ وېنا د ځان سره نور کسان ملګري کړي وو او تورې جنډې ئې پۀ لاسونو کښې نيولې وې. هر کله چې د بابا قافله پکلۍ ته ورسېدله او د بفې خلق دوه ميله لرې نه د بابا سلام ته راغلي وو، دوي بفې ته ماښام ورسېدل.

د بفې خلقو د سيند پۀ غاړه يو ښۀ ځاے کښې دېره کړل او دغه ځاے ډېر ښۀ ؤ. د بفې خلق چې د تورو جنډو نه خبر شول نو ډېر خفه شو. د تورو جنډو پۀ وجه ورسره د خلقو همدردي نوره هم زياته شوه او د دې علاقې خلق سبا له پۀ جلسه کښې شريک شول. د بفې جرګې او خدائي خدمتګارو د جلسې ښۀ انتظام کړے ؤ. بابا د تورو جنډو پۀ وجه ډېر خفه ؤ خو خلقو ته ئې ووئيل چې پۀ سياست کښې خفګان نۀ دے پکار. جلسې ته د پکلۍ، بفې او د نورو علاقو مشرانو تقريرونه وکړل. جلسه ډېره پۀ کاميابۍ سره ختمه شوه.

ماښام يو خدائي خدمتګار حاجي فقير خان هم د پېښور نه را ورسېدلو. سبا له د بابا سره پۀ دغه علاقه کښې ځاے پۀ ځاے وګرځېدو او خلقو سره ئې ملاقاتونه وکړل. حاجي فقير خان د دغې علاقې خان او خدائي خدمتګار ؤ. حکومت ډېر کوشش وکړو چې د خدائي خدمتګارو جلسې او جلوسونه ناکامه کړي، خو د پکلۍ خلقو ډېر پۀ غېرت او نرتوب سره دغه جلسې کاميابې کړې.

اخري جلسه دوي پۀ ډوډيالو کښې وکړه. د دې ځاے ننګيالي پښتانۀ ډېر پۀ ګرم جوشۍ سره پۀ تحريک کښې شامل شول. څومره چې حکومت د دوي مخالفت کولو نو دومره به خلق پۀ دې تحريک کښې شاملېدل . بيا د مانسهرې نه سفېدو ته لاړل او هلته ئې د جلسې اعلان وکړو. د سفېدو پۀ کلي کښې عبدالقيوم خان او غلام رسول خان چې د بابا د جېل ملګري وو، هغوي سره ئې شپه تېره کړه او سبا له ئې پۀ سفېدو کښې ډېره درنه جلسه وکړله. د هزارې کمشنر د مانسهرې انسپکټر پۀ بابا پسې ولېږلو او خط ئې ورله ورکړے ؤ چې ډپټي کمشنر د پوليسو کپتان مانسهرې ته راغلے دے او دوي ته وائي چې د مانسهرې نه وځئ او دلته جلسې جلوسونه مۀ کوئ او خلقو ته د ازادۍ او خودمختارۍ خبرې مۀ کوئ، خلق پۀ خدائي خدمتګار تحريک کښې مۀ شاملوئ ګنې دې نه به فساد جوړ شي. بابا ورته ووئيل چې زمونږ تحريک د امن محبت تحريک دے، مونږ پۀ خلقو کښې اتفاق، اتحاد، ورورولي، مينه، محبت، قام پرستي او مذهبي روايات قائموو، د خپل ملک خدمت کوو او زمونږ تحريک د عدم تشدد تحريک دے، مونږ تشدد نۀ کوو، کۀ څوک مونږ سره تشدد کوي نو مونږ بيا هم تشدد نۀ کوو؛ ځکه چې زمونږ تحريک د تشدد نه پاک دے. دوي پۀ خپله جلسه کښې د خدائي خدمتګارۍ حقيقت بيان کړو. بابا ووئيل چې خداے ته د خدمت څۀ ضرورت نشته، د هغۀ خدمت د هغۀ د مخلوق خدمت دے. دا ملک مونږ له خداے را کړے دے، د دې د پاره چې زمونږ بچي اباد شي، تعليم وکړي ديني او دنياوي، ځوانان کاروباري شي، د زمکې خاوندان زمينداري پۀ خپله کوي؛ ملک زمونږ دے او اختيار ئې د بل دے، زمونږ بچي وږي تږي او بربنډ ګرځي، زمونږ پۀ وطن نور خلق مزې کوي او مونږ د غلامۍ ژوند کوو. غلامي لعنت دے او مونږ د دې لعنت نه ځان خلاصوو او دا به هله وشي چې مونږ کښې قاموالے، ورورولي، اتفاق، اتحاد او مينه محبت پېدا شي. د نن دنيا د قامولۍ دنيا ده او تاسو ګورئ چې چا کښې قاموالے، ورورولي او اتفاق وي، هغه خلق اباد وي. پۀ کومو قومونو کښې چې تربګني او دښمني وي او بې اتفاقي وي، هغه قوم تل برباد وي. پۀ دې خبرو سوچ وکړئ چې کۀ دا فائده زما وي نو مۀ ئې کوئ او کۀ ستاسو او ستاسو د قام فائده وي نو بيا ئې وکړئ. دا ستاسو د دنيا او اخرت ګټه ده او عمل پرې وکړئ! تاسو به اباد شئ، ستاسو بچي به اباد شي، قام او ملک به اباد شي.

دې جلسې له ډېر معززين راغلي وو. دوي د پکلۍ مانسهرې نه رخصت شول. حکيم عبدالسلام صاحب د بابا سره ملګرے ؤ او نور خدائي خدمتګار هم وو. پۀ لاره پېدل روان وو. پۀ لاره کښې به چې کوم کلي راتلل، دوي به ورته تلل او د خپل تحريک او د ازادۍ، خودمختارۍ، قام والۍ، اتفاق او اتحاد خبرې به ئې ورته کولې. هر کله چې اېبټ اباد ته نزدې شول نو د پوليسو يو افسر بابا ته راغے او ورته ئې ووئيل چې دلته دفعه 144 ده؛ پۀ جلسه ، جلوس او ګڼه ګوڼه پابندي ده. زۀ ډپټى کمشنر را لېږلے يم چې دوي د دې نه منع کړه. بابا ورته ووئيل چې کۀ تا سره سرکاري حکم نامه وي نو مونږ له ئې را کړه چې خلق پرې عمل وکړي. مونږ فساد نۀ خوښوو، مونږ پر امن خلق يو، مونږ خپل تحريک پۀ پُر امن طريقې سره جاري ساتو. پوليس افسر بابا ته ووئيل چې ما سره حکم نامه نشته دے. بابا اېبټ اباد ته د نعمت الله خان پۀ دعوت شپې له راغلے ؤ او سبا د جمعې پۀ ورځ ئې پۀ جومات کښې خپل تقرير وکړو. خلق ئې د تحريک د مقصد نه خبر کړل. جامعه مسجد ته د بهر علاقو نه ډېر خلق راغلي وو. دومره خلق جمع شوي وو چې د پنجې د ايښودو ځاے نۀ ؤ.

سبا بابا د اېبټ اباد نه هري پور ته را روان شو. د حوېلو پۀ سټېشن او سراے صالح کښې ورته ډېر خلق جمع شوي وو. د هري پور خلق د ښار نه بهر د بابا پۀ انتظار ولاړ وو. د “فخر افغان زنده باد”، “انقلاب زنده باد”، “خدائي خدمتګار” چغې ئې وهلې. بابا پۀ بازارونو کښې وګرځېدو، د خلقو شکريه ئې ادا کړه. يو خدائي خدمتګار محمد اکبر قرېشي بابا سره د هري پور نه ملګرے شو او کلابټ ته روان شول. کلابټ د اباسين دې غاړې ته او صوابۍ پۀ بله غاړه ده. د يوسفزو قام دے. د دغه ځاے خان خان زمان خان د بابا يو خاص ملګرے ؤ او صاحبزاده فضل الرحمان هم پۀ دغه ځاے کښې د دوي ملګري او پۀ تحريک کښې شامل شو. ټولو خدائي خدمتګارو له ئې ښه مېلمستيا وکړه. د کلابټ د خان د ترۀ زوي د حکومت پۀ وېنا د بابا د قافلې مخالفت کولو او د خدائي خدمتګارو جلسه ئې نۀ پرېښودله خو د کلابټ د يوسفزو د وجې نه د کلابټ د خان د ترۀ زوے وېريدو او لاره ئې پرېښوده. دغه ځاے کښې خدائي خدمتګارو د بابا پۀ مشرۍ کښې کاميابه جلسه وکړه. د هزارې ډپټي کمشنر د دې کاميابې جلسې نه وروستو د دفعه 144 حکم جاري کړو. بابا او خدائي خدمتګار د کلابټ نه را روان شول. د هري پور کرنل صاحب د بابا او د خدائي خدمتګارو ډېر مخلص او غېرتي ملګرے ؤ. د اباسين سيند پۀ غاړه د خدائي خدمتګارو سره پۀ دې غرونو را روان ؤ، د مشواڼي قوم علاقې ته را ورسېدو. مشواڼي قوم ټول پۀ اتفاق سره خبرې ته را جمع شول او پۀ تحريک کښې شامل شول. حکيم عبدالسلام صاحب او د هزارې نور کارکنان د دغه ځاے نه واپس لاړل. بابا چې کله د مشواڼي قوم د علاقې نه واپس شو نو يو پوليس افسر بابا ته دفعه 144 وښودله. بابا ورته ووئيل، دا ما ته واوروه! هغه د خدائي خدمتګارو نه وېريدو او حکم نامه ئې نۀ شوه اورولې. بيا ترې نه حکم نامه بابا پۀ خپل لاس کښې واخستله او خلقو ته ئې واوروله. دوي ته ليکلے شوي وو چې د هزارې نه وځئ او دلته جلسې جلوسونو باندې پابندي ده. بابا د خدائي خدمتګارو سره چچ ته راغلو، هلته ئې خپله جلسه وکړه. چې جلسه ختمه شوله، خلق رخصت شول، بابا د چچ نه غرغشتو ته راغلو. پۀ غرغشتو کښې ئې شپه وکړله او سحر د هغۀ ځاے نه صوابۍ ته لاړو. پۀ صوابۍ کښې ئې خلقو سره ملاقاتونه وکړل او واپس پېښور ته راغلو. ]”زما ژوند او جدوجهد” کښې اووۀ څلوېښت ځله د “هزارې” ذکر راغلے دے[.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …