احمد شاه ابدالي د پاني پت د مېدان زمرے – خالد خان مومند

احمد خان چې نړۍ ئې د احمد شاه ابدالي او احمد شاه دراني پۀ نومونو پېژني او د پښتنو درنې قبيلې دراني سره تعلق لري، د پلار نوم ئې زمان خان د ے. زمان خان د افغانستان نه ملتان ته راغلے ؤ او هم دغلته پۀ ملتان کښې ئې د يوې زنانه سره وادۀ کړے ؤ. هم دغه زنانه د احمد شاه ابدالي مور وه. احمد شاه ابدالي چې کله ځوان شو نو د افغانستان پۀ فوځ کښې بهرتي شو ځکه چې د دۀ پلار زمان خان هم د افغانستان د فوځ يو لښکر سره ملتان ته راغلے ؤ. احمد شاه د نادر شاه پۀ فوځ کښې د خپلې مړانې، هنر، قابليت او صلاحيت پۀ زور د ترقۍ نه پس د بادشاه نادر شاه پۀ فوځ کښې د سپه سالار پۀ څوکۍ وټاکلے شو. کله چې قزلباشو نادر شاه باچا پۀ خپله خېمه کښې ووژلو نو د افغانانو مشرانو لويه جرګه راوبللې شوه چې پۀ کښې د هغه وخت لوے لوے خانان او سرداران محبت خان پوپلزے، نور محمد خان غلجي، نصر الله او حاجي جمال خان بارکزے او داسې يو شمېر نور مهم مشران شامل وو. پۀ دغه کښې يو احمد خان هم وو چې پۀ خاموشۍ سره يې جائزه اخستله او يو اړخ ته ناست ؤ ځکه چې پۀ جرګه کښې د هغۀ د قبيلې د خلقو شمېر ډېر لږ ؤ. د نهه ورځو تېرېدو او د مشرانو د ډېرو خبرو اترو نه پس جرګې څۀ فېصله ونۀ کړه خو پۀ دغه وخت کښې يومشر صابر شاه پاڅېدو او د احمد خان ابدالي نوم يې د جرګې مشرانو ته وړاندې کړو او وې وئيل چې د دومره زيات بحث څۀ فائده؟ خداے پاک احمد ستاسو د ټولو نه زيات لوے سړے پېدا کړے دے. پۀ ټولو افغانو کورنيو کښې د دۀ کورنۍ د ټولو نه ښه کورنۍ ده. نيکۀ دولت خان او پلار زمان خان ئې پۀ هرات حکومت کړے دے نو د خداے لپاره احمد خان خپل نوے بادشاه ومنئ. د خپلو نه پس صابر شاه د غنم يو وږے د احمد خان پۀ پټکي کښې ولګولو او وې وئيل چې د نن نه پس احمد شاه د ټول افغان ملت بادشاه دے. هم دغه رنګ کال 1747 ز کښې دغه جرګې د 25 کالو پۀ عمر کښې احمد شاه نوے حکمران وټاکلو. پۀ دغه جرګه کښې غلجي، ابدالي، ازبک، تاجک، بلوچ او هزاره قبيلې شريکې وې.د پښتنو مختلفې قبيلې چې د يو بل سره به هر وخت نښتې وې، احمد خان هغه خپل منځ کښې يو ځاے کړلې اود يو قام پۀ شکل کښې پېرلو سره ئې د نورو د غلامۍ نه خلاصې کړلې او پۀ وړومبي ځل ئې د يو ازاد او خودمختار ملک افغانستان بنياد کېښودو۔ د احمد شاه ابدالي حکومت او واک د اټک نه تر کابله، کوېټه،مستونګ ، سبي، جېکب اباد، شکارپور، سندهـ، پشين، ډېره اسماعيل خان،ضلع لورالائي او د پنجاب پۀ سيموخپور شوے ؤ. هغۀ د خپل حکومت څۀ مهمې چارې د ځان سره وساتلې، نظم و نسق يې د هغوي د سردارانو پۀ لاس پرېښود ځکه چې د يو شاعر ،عالم او اديب پۀ حېث ئې د خپل قام پۀ تاريخ، پرېوتو پاڅېدو، جنګونو او تربګنو، سختيو او کشالو ژور نظر لرلو. يو ځل د نيشاپور پۀ محاصره کښې د احمد شاه ابدالي د سپايانو حالت ډېر خراب شو نو هغوي پۀ شاهي خزانه لاس واچولو چې خزانچي د دغه خبرې شکايت احمد شا دراني ته وکړلو.احمد شاه دراني خزانچي ته پۀ سخته لهجه کښې ووئيل چې کم عقله، تا ته دا پته نشته چې زۀ هم پۀ هغوي کښې يو يم. او د هغوي پۀ متفقه فېصله او د هغوي د تورو پۀ زور زۀ دې منصب ته رارسېدلے يم. احمد شاه ابدالي پۀ دغه وخت دا هم ووئيل چې زۀ خپل سپايان پۀ خپل دولت کښې حصه دار ګڼم.

پۀ هندوستان د حملې کولو نه وړاندې د هغه ځاے سياسي او سماجي پس منظر کۀ احمد شاه دراني ته لاره هواره کړې وه نو د مغلو سلطنت هم پۀ زوال ؤ. د هندوستان مختلف حکمرانان چې د قوميت د تصور سره بلد نۀ وو خپل منځ کښې نخښتي وو. او مغربي قامونه د نوي علوم او ټيکنالوجي پۀ مرسته پۀ براعظم اېشيا او افريقه باندې تېزۍ سره بريدونه کول. د مغربي سامراج د حکومت او قبضې کولو نه مخکښې شاه ولي الله هم د دې سيمې او خلقو پۀ حالت زار د غم څرګندونه کړې وه. د امراؤ طبقه پۀ خپل عېش وعشرت کښې ډوبه وه. د هغوي نه دا طمع نۀ شوه کېدے چې د راتلونکو حالاتو مقابله وکړي. شاه ولي الله د خپل تحريک پۀ ذريعه امرا او سلاطين پوهه کړل چې خطره ستاسو سر ته راروانه ده. هغۀ د مغربي سامراجونو پۀ ځاے د هندوستان د نوي طاقت سر راپورته کېدو احساس ورکړلو. د هغه د تحريک بنيادي مقصد د مسلمانانو مذهبي اصلاح کول وو. هغه پۀ هر حالت کښې پۀ هندوستان کښې د مسلمانانو اقتدار مستحکم کول غوښتل. د شاه ولي الله د خپل فکر د انداز او د هغۀ د سياسي بصيرت پۀ نظر کښې د مغربي طاقتونو او انګرېزانو نه زياته خطرناکه او حېرانونکې ستونزه د مرهټيانو د قوت د راپورته کېدلو وه. د شاه ولي الله پۀ تحريک احمد شاه ابدالي د مغل سلطنت بچ کولو لپاره هندوستان ته لاړو. د پاني پت د درېم جنګ پۀ ذريعه احمد شاه ابدالي د مرهټيانو قوت له ماتې ورکړه. او پۀ نورو څۀ سيمو کښې يې د مغل اقتدار له هم ماتې ورکړه. احمد شاه ابدالي له د حملې يعنې د بريد کولو دعوت ورکول څۀ نوې خبره نۀ وه بلکې د دې نه وړاندې د مغل سلطنت باني ظهير الدين بابر ته هم پۀ هندوستان د حملې کولو دعوت ورکړے شوے ؤ.د پاني پت د جنګ مېدان د احمد شاه دراني د فوجي اډې نه کم از کم يو زر ميله لرې ؤ.احمد شاه ابدالي د خپل وخت يو تکړه اېشيائي جرنېل ؤ. هغۀ دنن نه تقريباً 260 کاله وړاندې پۀ 14 جنورۍ کال 1761 کښې د پاني پت جنګ مرهټيانو له شکست ورکړو. د هغه د بريا موندلو اصل راز د حالاتو مطابق قدم پورته کول وو. کوم چې يو تجربه کار کمانډر او هوښيار جرنېل کولے شي. پۀ عامه توګه دا جنګ د دنيا فېصله کونکي جنګونو کښې شمارلے کېږي. او د دې جنګ سره شمالي هندوستان هم د مرهټيانو نه بچ شو.1762-66 ترمنځ د احمد شاه د اخري درېو بريدونو مقصد خودسره سيکهان پۀ قابو کښې راوستل وو. سيکهانو پۀ خپلو هڅو کښې بريا ونۀ موندله، سيهکانو د جماعتونو بې حرمتي کړې وه او د هغې بدل اخستو لپاره پۀ امرتسر کښې د سيکهانو دربار تباه کړے شو. خو احمد شاه ابدالي زيات وخت لپاره پۀ هندوستان کښې پاتې کېدے نۀ شو. د هغۀ بدن هم د کمزورې کېدو پۀ مخ روان ؤ. پۀ 1772 کښې د ګرمۍ پۀ موسم کښې د کېنسر پۀ رنځ اخته شو او د سلېمان غرونو کښې خپل محل ته لاړو. دا ځاے د قندهار نه څۀ 90 ميله لرې پروت دے. د حاذق طبيبانو نه يې علاج پېل کړے ؤ خو د مر ګ يو ورځ ټاکلې شوې ده او دا ستر او د حکمت پۀ کاليو منور بادشاه د جمعې پۀ شپه پۀ 23م اکتوبر 1772 وفات شو.او پۀ قندهار کښې خاورو ته وسپارلے شو او چې کله هغه پۀ اخري ځل کابل ته واپس شو نو د هغې نه وروستو سيکهان هم پۀ کاميابۍ سره مخکښې لاړل. زمونږ د ملک بعضې دانشورارنو اور تاريخ ليکوالو د پښتنو د دې لوے ليډر او فاتح پۀ خپلو ليکونو کښې د ډاکو ثابت کولو هم ناکامه هڅه کړې ده. تر دې پورې چې هغوي ته دا پته وه چې کوم سړے د يو قام هيرو او فاتح وي نو هغه د مخالف قوم لپاره ډاکو، قاتل او ظالم پۀ نوم پېژندلے شي. لکه څنګه چې محمود غزنوي ګڼ خلق د بت شکن پۀ نوم پېژني او د هغه پۀ کارنامو وياړ کوي. خو بل اړخ ته د سندهـ ځينې دانشوران او تاريخ ليکونکيو پۀ نظر کښې هغه يو ډاکو ؤ چې د سندهـ تهذيب او ثقافت يې تباه کړے ؤ خو بلخوا راجه داهر خپل هيرو ګڼي. هم دغسې زمونږ تاريخي او نصابي کتابونو کښې اورنګزېب عالمګير ته د اسلام بادشاه هم وئيلے شوے دے. خو د اورنګزېب اصل کردار او چلند پۀ اړه د خوشحال خان خټک او د رحمان بابا شاعرۍ نه علاوه د پښتنو د نورو تاريخي کتابونو کتنه هم پکاره ده. رنجيت سنګهـ د پنجابي قام لپاره د هيرو درجه لري خو د پښتنو پۀ نظر کښې هغه يو ظالم او د پښتنو دشمن ؤ.

د دغه جنګ اثر د انډيا او افغانستان سره سره پۀ نورو هېوادونو هم شوے ؤ. د دغه جنګ پۀ اړه پۀ پاني پت بالي ووډ يعنې انډيا يو فلم هم جوړ کړے دے چې د پاني پت پۀ نوم سره تېر کال پۀ سېنما ګانو کښې ښودلے شوے ؤ. پۀ دې فلم کښې د احمد شاه ابدالي کردار ډېر پۀ منفي توګه دنيا ته د ښودلو کوښښ شوے دے . د احمد شاه ابدالي کردار پۀ دې فلم کښې سنجے دت ته ورکړے شوے دے. دغه فلم انډيا جوړ کړے او د هغوي ليکوالانو ليکلے دے او زیاتره پۀ کښې هم د هغوي اداکارانو کار کړے دے نو بس خپله خوښه ئې کړې ده او احمد شاه ابدالي ئې د يو ظالم انسان پۀ شکل کښې پېش کړے دے او بيا هم د دې له کبله چې چرته هم افغانان او پښتانۀ دي هغوي پۀ دې اړه د خواشينۍ څرګندونه کړې ده چې د احمد شاه بابا کردار سره پۀ کښې ظلم شوے دے. خو بلخوا فلم کښې د برصغير او وسطي اېشيا د تاريخ يو فېصله کن موړ نه موضوع جوړه کړې شوې نو پۀ دې اړه دا يو مهم فلم دے خو بيا هم پکښې د ځينې حقيقتونو خيال پکښې نۀ دے ساتلے شوے لکه احمد شاه بابا ته پۀ افغانستان کښې د بابائے قوم مقام ورکړے شوے دے خو فلم کښې دغه پله هېڅ پام نۀ دے ګرځولے شوے۔

خوشحال بابا وائي چې!

يا به سر د خپل ورمېږ پۀ وينو رنګ کړم

يا به ښکل کړم دغه ستــا شونډې ملوکې

سر د خپل ورمېږ پۀ وينو رنګ کول ډېر ګران وي خو احمد شاه بابا دغه هر څۀ نه تېر ؤ. هغۀ د تاريخ لوے لوے جنګونه کړي وو.خو جنوري 1761 کښې د دلي سره نزدې د پاني پت د مېدان جنګ د يو سپه سالار اور د بادشاه پۀ توګه د احمد شاه ابدالي بابا د ژوند د ټولو نه لوے جنګ ؤ.ځکه د هغۀ بادشاهت پۀ شمال کښې د وسطي اېشيا د امو د سيند نه جنوب کښې د بحر هند پورې خپور ؤ. عبد الباري جهاني د احمد شاه ابدالي پۀ دور کښې د افغانستان موجوده قامي ترانه هم وليکله. هغه ليکي چې د افغانستان د پنځۀ زره کاله اوږد تاريخ کښې مونږ ته د احمد شاه بابا په شان حکمران نۀ دے ترلاسه شوے.د احمد شاه دراني نيکۀ دولت خان او پلار زمان خان د هرات حکمرانان پاتې شوي وو او د مشر ورور ذوالفقار خان حکمراني يې هم ليدلې وه او هغۀ سره يو ځاے پۀ جنګونو کښې هم شريک شوے ؤ نو پۀ دې وجه او هم دغسې ماحول کښې احمد شاه ابدالي جوړېدل هم ګران نۀ وو۔

احمدشاه ابدالي سره لۀ دې چې پۀ سیاسي او فوجي چارو کښې يې ټول ژوند تېر شوے دے، بیا يې هم پۀ ادبي برخه کښې د خپلې ژبې سره مينه ښودلې او د زړۀ غږ ئې د شعر پۀ ژبه ټول پښتون قام ته پرېيښے دے. احمد شاه بابا ليکې چې ۔ ۔

ستا د عشق له وینو ډک شول ځیګرونه

ستا په لاره کې بائیلي ځلمي سرونه

تاته راشمه زړګے زما فارغ شي

بې له تا مې اندېښنې د زړه مارونه

که هر څۀ مې د دنیا ملکونه ډېر شي

زما به هېر نه شي دا ستا ښکلي باغونه

د ډیلي تخت هېرومه چې را یاد کړم

زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه

د رقیب د ژوند متاع به تار په تار کړم

چې په تورو پښتانه کا ګزارونه

د فرید او د حمید دور به بیا شي

چې زۀ وکاندم پر هر لوري تاختونه

که تمامه دنیا یو خوا، تۀ بل خوا ئې

زما خوښ دي ستا خالي تش ډګرونه

احمد شاه به دغه ستا قدر هېر نه کا

که ونیسي د تمام جهان ملکونه

***

نن بیا هسې د ګلزار په ننداره ځم

چې لۀ یاره سره خوښ هم کناره ځم

چې د هند د ملکو فتحه مې روزي شوه

نور ایران لره په توغ په نغاره ځم

پر دا کړي داد د خداے نه شې پښېمانه

تر نګین مې ایران لاندې شاهانه ځم

معشوقې د ایران ډېرې ترکې شوخې

خداے چې راکړي ترکې هند ته دوباره ځم

زۀ تسخیر د ولایت د خداے پۀ داد کـــــــړم

په مدد د حبیب هره خوا تـــــــــــــــــــــــازه ځم

چې زما د ولایت فتحه روزي شـــــــــــــــــــــوه

تروه به څه د یار له نازه کنــــــــــــــــــــــــاره ځم

احمد شاه دنیا فاني ګڼم چې نشته

دنیا پاته له ایمانه به سره ځم

حوالې:

https://www.bbc.com/urdu/regional-50646319

https://jang.com.pk/news/659593-ahmad-shah-abdali

احمد شاہ ابدالی، پاکستان اور افغانستان : قسط اول —- ارشد خان

نن د معاصر افغانستان بنسټګر، احمد شاه بابا د زوکړې ورځ ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *