د ارواښاد طاهر اپريدي ژوند او خدمات – اقرار اپريدے

طاهر اپريدے چې خپل نوم ئې ترکستان ؤ د مير اکبر خان کره پۀ څلورمه جنورۍ کال۱۹۳۹ء د چارشنبې پۀ ورځ پۀ دره ادم خېل کښې (حسن خېل سب ډويژن) بوړه،بوړه کښې د سېري ژواکے اؤ پۀ ژواکو کښې په سوکړه کلي کښې پېدا شو، د نيکه نوم ئې وزير ګل اؤ د غور نيکۀ نوم ئې عباس خان ؤ.

طاهر اپريدي باقاعده ليک لوست نۀ ؤ کړے خو ولې ادبي قدقامت ئې دومره دے چې ډېر تکړه تکړه ليکوالان هم ورته ګوته پۀ خولۀ دي.

طاهر اپريدي بۀ اول اول کښې شاعري کوله چې د طاهر اثر تخلص بۀ ئې استعمالو، بيا ئې ورو ورو خپله توجه پښتو افسانې ته راوګرځوله اؤ ځان له ئې پۀ پښتنه معاشره کښې يو ځانګړے نوم پېدا کړو اؤ د طاهر اثر نه پۀ طاهر اپريدي مشهور شو.

طاهر اپريدي پۀ خپل ليک کښې د قبائيلي معاشرې پۀ زړۀ پورې عکاسي کړې ده ۔ د پښتنو ژوند ژواک دود دستور، غم ښادي، حجره جومات، کلي بانډې، دشمني تربګني لنډه دا چې پۀ هره موضوع ئې ليکل کړي دي چې زما پۀ خيال لا تراوسه پۀ قبائيلي سيمه کښې داسې ليکوال نشته چې زۀ ئې د طاهر اريدي جوګه وګڼم چې دومره ډېر ليک ئې کړے وي.

پۀ کال ۲۰۱۰ء کښې د روژې پۀ مياشت کښې پرې فالج اټېک وکړو خو ولې بيا ئې هم کار پرې نۀ ښودو اؤ د ژبې اؤ ادب سرڅڼه ئې کوله چې پۀ بيمار ځان ئې ليک لوست کولو چې بيا روستو د ليک کولو نه پرېوتو ځکه چې لاس بۀ ئې رپېدل اؤ لوسته ئې کولې شوه.

طاهر اپريدي پۀ کال ۱۹۶۱ء کښې کراچۍ ته لاړو، هلته بۀ ئې ګاډي وينځل بيا ډرائيور شو او د وخت سره سره ئې د خپل ترۀ زوي رضاخان سره د “ار کے ټرانسپورټ” پۀ نوم يوه کمپني جوړه کړه چې اوس ئې هم تر پيځويشتو دېرشو پورې ګاډي چلېږي.

پۀ کال ۱۹۵۲ء کښې ئې د خپل ترۀ حاجي شېر مير لور سره وادۀ وکړو خو ولې هيڅ اولاد ئې ونۀ شو. خو پۀ دې طاهر اپريدے خفه نۀ ؤ چې زما اولاد نشته بلکې هغۀ پۀ خپله دا خبره کوله چې ما د شلو نه زيات کتابونه اؤ پۀ سوونو کردارونه تخليق کړي دي اؤ دا ماته د بچو نه کم نۀ ښکاري.

طاهر اپريدے اول پۀ بوړه کښې وسېدو بيا پۀ کال۱۹۶۲-۱۹۶۳ء کښې ئې شرېکېرې ته کډه يوړه اؤ هلته اباد شو چې نن سبا هم پۀ شېر مير کلي يادېږي.

پۀ کال ۱۹۷۳ء کښې ئې کراچۍ ته کډه يوړه چې پۀ ګلشن اقبال بي بلاک ۲۴۶/۶ نمبر بنګله کښې ئې خپل ژوند کولو.

طاهر اپريدي وړومبنۍ افسانه پۀ کال ۱۹۶۰/۱۹۶۱ کښې وليکله چې “تانه پۀ غم کښې کمه نۀ يم” نومېده او د ولي محمد طوفان پۀ ادارت کښې پۀ “غنچه “نومې رساله کښې چاپ شوه.

دوېمه افسانه ئې د کليزې پۀ نوم وليکله چې پۀ بانګ حرم اخبار کښې چاپ شوه.

پۀ کال ۱۹۹۰ء کښې ئې “جرس ادبي جرګه”جوړه کړه چې ډېر نوموړي ليکوالان ئې پېدا کړل چې ژبې او ادب له ئې ډېر کار وکړو چې زما د تحقيق د مخه تر اوسه پورې د جرس ادبي جرګې د سورې لاندې تر۴۶ پورې کتابونه چاپ شوي دي. اؤ لا تر اوسه خپل کار جاري ساتي.

طاهر اپريدي به وئيل چې زما خپل خيال دا دے چې يؤ سړے يو نيم کار کولے شي نو زۀ ئې ولې نه شم کولے هم د دغه خودۍ اؤ انا پۀ برکت ئې پۀ کال اکتوبر،دسمبر ۱۹۹۰ء کښې ئې د “جرس پښتو”پۀ نوم وړومبنۍ ګڼه وويسته. ياده دې وي چې دا سلسله وارې ګڼې پۀ کتابي شکل کښې وې چې ټولې شپږ ګڼې دي، بيا ئې ډېکلېريشن واخستو اؤ د ډېکلېرېشن نه پس ئې وړومبنۍ ګڼه اپرېل،جون ۱۹۹۲ء کښې وويسته.

پۀ جولائي،ستمبر ۱۹۹۲ء کښې ئې خصوصي غزل نمبر جاري کړو چې د غزل پۀ حواله پکښې ۲۱ مقالې اؤ د ۱۸۰ شاعرانو انتخاب کلامونه وړاندې کړے شوي دي چې دلته ئې پۀ دې لنډ تنګ وخت کښې ذکر کول مناسب نۀ ګڼم.

ياده دې وي چې غزل نمبر دې نه وړاندې پۀ کال جولائي/اګست ۱۹۵۹ء کښې “قند” هم جاري کړے وو خو ولې د جرس د غزل نمبر معيار ډېر ښۀ دے.

جنوري ۲۰۰۱ء مارچ ۲۰۰۲ء کښې ئې د ۱۴۳۲ صفحو ضحيم “نظم نمبر” جاري کړو چې ټولې ۸۵ مقالې لري اؤ د ۳۴۹ شاعرانو انتخاب کلامونه ئې پۀ خپله لمن کښې ځاے کړي دي چې د نظم پۀ حواله پۀ کښې ګټور معلومات دي.

اپرېل،جولائې کښې ۲۰۰۳ء کښې جرس د مالي مشکلاتو له وجې خپل مزل جاري ونۀ ساتلے شو ځکه چې طاهر اپريدي پۀ يوه مرکه کښې وې

“چې جرس ديارلس کاله مزل وکړو خو ولې ممبرشپ ئې تر سلو هم نۀ ؤ رسېدلے چاته چې بۀ مې رساله ورکړه نو دعا به ئې وکړه اؤ پۀ دعاګانو رسالې نه چلېږي”.

خو ولې بيا په اګست ۲۰۰۳ء اپرېل ۲۰۰۴ء کښې يوه ګڼه رحمان بونېري وويسته چې دې نه پس بيا د جرس کړنګا خاموشه شوه. ځنې ليکوالانو دغه ترتيب غلط ښودلے دے ،پۀ هغې بۀ بيا خبره وکړو خو دومره ده چې طاهر اپريدي ټولې ۵۳ ګڼې وېستلې دي اؤ بيا د جرس غږ خاموشه شو.

د طاهر اپريدي د “جرس”غږ د بيا راژوندي کولو د پاره استاد اصف صميم اؤ نعمت الله صديقي وپارېدل اؤ پۀ کال ۲۰۱۷ء مېلادي کال ئې د “جرس” په نوم يوه ګڼه وويسته اؤ د جرس غږ يو ځل بيا پۀ لر وبر هېواد کښې وکړنګېدو، مونږ خوشاله شو چې د طاهر اپريدي فکر يو وار بيا ژوندے شوخو ولې د استاد اصف صميم اؤ نعمت الله صديقي د ذاتي اختلاف د وجې دغه سلسله ځاے پۀ ځاے ودرېده.

دعا بۀ کوو چې پښتنو کښې دې داسې څوک خداے پېدا کړي چې جرس يو ځل بيا د لر و بر هېواد پۀ غرونو اؤ رغونو کښې وکړنګوي، امين.

۱۹۷۰ء کښې جرس نه علاوه طاهر اپريدي پۀ “عدل” مجله کښې هم د مرستيال مدير پۀ حېث کار کړے دے.

دې نه علاوه ئې پۀ “پلوشه”مجله کښې هم دوه مياشتې کار کړے دے.

۱۹۷۱ء کښي ئې د افسانو وړومبنۍ مجموعه ” د محلونو خوا کښې”چاپ شوه.

۱۹۷۶ء کښې ئې “پاڼې پاڼې”د افسانو دوېمه مجموعه چاپ شوه.

۱۹۸۲ء کښې ئې “ديدن”د اردو د افسانودرېمه مجموعه چاپ شوه.

۱۹۸۷ء کښې ئې “لاره کښې ماښام”د افسانو څلورمه مجموعه چاپ شوه.

۱۹۹۸ء کښې ئې “بيا هغه ماښام دے”د افسانوپينځمه مجموعه چاپ شوه.

۲۰۰۲ء کښې ئې “نور خوبونه نۀ وينم”د افسانو شپږمه مجموعه چاپ شوه.

۲۰۰۴ء کښې ئې “پۀ زنځير تړلے خوب”چې دا هم د افسانو اوومه مجموعه ده چاپ شوه.

۲۰۰۸ء کښې ئې “د څو لحظو لويه قيصه”پۀ نوم د افسانو اتمه مجموعه چاپ کړه.

۲۰۱۰ء کښې ئې “موده پس اشنا راغلے” بله د افسانو نهمه مجموعه چاپ کړه.

۲۰۱۳ء کښې ئې “تاسره خبرې”لسمه د افسانو مجموعه چاپ کړه.

دې نه علاوه طاهر افريدي نورې هم ډېرې افسانې ليکلې دي چې وخت پۀ وخت پۀ مختلفو اخبارونو اؤ رسالو کښې چاپ شوې دي.

طاهر افريدي د پښتو افسانې داسې ځانګړے نوم دے چې پۀ خپل وخت کښې ئې ټوله توجه افسانې ته ګرځولې وه چې پۀ کل وقتي افسانه نګار سره سره د علامتي افسانې امام هم وګرځېدو.کۀ چرته د پښتو افسانې تاريخ رقم کېږي د طاهر اپريدي نوم بۀ پۀ کښې خامخا وي.

دې نه علاوه طاهر اپريدي پۀ ناول هم طبع ازمائي کړې ده چې يوه ناول ئې پښتو کښې يو اردو کښې او يوه ناولټ ئې بل هم پۀ پښتو کښې ليکلے دے چې دلته ئې مختصر ذکر کول غواړم.

۲۰۰۹ء کښې ئې پۀ اردو ژبه کښې “تيري انکهين خوبصورت هے”وليکلو چې پۀ دې ناول کښې ئې د پښتون معاشرې ژوند اؤ پښتنو ته د ورپېښو حالاتو ترجماني کړې ده.(ياده دې وي دغه ناول بارکوال مياخېل د “شين سترګې”پۀ نوم تېر کال پښتو ته وژباړۀ. ۲۰۰۰ء کښې ئې “کاڼوکښې رګونه” ناول وليکو چې د قبائيلي معاشرې ژوند، دود دستور اؤ کليوال ماحول جوته عکاسي پکښې شوې ده. (ياده دې وي چې دغه ناول پروفېسر اسيرمنګل صېب پۀ کال ۲۰۰۴ ء کښې د اردو ترجمې “کهساروں کے يه لوگ” پۀ نوم ژباړلے دے.

۲۰۱۱ء کښې ئې د “تربوزک”پۀ نوم يؤ (ناولټ) وليکلو چې د ۹/۱۱ د خونړۍ پېښې نه پس پۀ پښتنه سيمې څۀ تېر شول، پۀ دې اړه پۀ کښې ښۀ بشپړه معلومات پراتۀ دي او د حالاتو مکمله عکاسي پۀ کښې شوې ده.

طاهر اپريدي افسانې اؤ ناول نه علاوه پۀ رپورتاژ هم کار کړے دے چې تراوسه پورې ئې درې رپورتاژونه چاپ کړي ي ۔

۱۹۹۵ء کښې ئې “جانان مې قطر ته روان دے”د جرس ادبي جرګې له خوا خپور کړو، پۀ دې رپورتاژ کښې د دوحه قطر د سفر ټول حال احوال دے چې څۀ ئې ليدلي هم هغه ئې ليکلي، ډير ګټور رپورتاژ دے.

۲۰۰۵ء کښې ئې “لاړ شه پېښور ته”رپورتاژ چاپ شو، پۀ دې رپورتاژ کښې د کوئټې د ادبي غورځنګ د يو سيمينار ذ کر دے ،دوېم رپورتاژ”اسلام اباد مخه کښې”درېم لاړ شه پيښور ته”چې د پښتو عالمي کنونشن پۀ باره کښې خبره کړي ده کوم چې پۀ کال ۲۰۰۵ء کښې د پښتو ادبي چمن ټل د سورې لاندې راجوړ کړے شوے ؤ.

۲۰۰۶ء کښې ئې درېم رپورتاژ”ځئ چې ځو کابل ته”وليکلو چې د اجمل خټک بابا د اتيايمې کليزې پۀ وياړ کابل کښې لمانځلے شوے ؤ، د هغې سفر روداد ئې پکښې په مکمله توګه خوندي کړے دے.

طاهر اپريدي د نوموړي افسانه نګار سره سره يؤ ښۀ سفرنامه نګار هم دے چې تراوسه ئې دوه سفر نامې ليکلې دي چې بشپړه معلومات لري.

۱۹۷۹ء کښې طاهر اپريدے سنګاپور ته سفر کوي اؤ بيا پۀ جون ۱۹۸۵ء کښې د “سفر پۀ خېر”پۀ نوم خپله سفرنامه چاپ کوي چې د سنګاپور د خلقو ژوند،ښارونه، د سېل ځايونه او داسې پسې ځه پۀ ځانګړي ډول ښودلي دي.

۱۹۸۷ء کښې د لندن اؤ مصر پۀ سفر ځي چې د دې پۀ رڼا کښې “سفر مدام سفر”سفرنامه ليکي “سفر مدام سفر” چاپ نېټه نۀ لري خو د سليم راز صېب د تحقيق مطابق اؤ طاهر اپريدي د ياداشتو په رڼا کښې دا کال ۱۹۸۹-۱۹۹۰ ء ښودلے شوےدے.

دې نه علاوه طاهر اپريدي دوه ډرامګۍ هم ليکلې دي چې يوه د “رنځ ورله راشه”پۀ نوم ده چې پۀ “رڼا” مجله ۱۹۷۶ مخ ۳۳-۳۶ کښې چاپ شوې ده اؤ بله ډرامګۍ ئې د “بدنامه” پۀ نوم پۀ “پاڼې پاڼې”افسانو مجموعه کښې پۀ اخره کښې چاپ شوې ده.

۱۹۹۴ء کښې “ګوتې قلم ته پۀ ژړا شوې” د حمزه بابا خطونه دي چې طاهر اپريدي مرتب کړي دي ۔ ټول ۹۴ خطونه دي اؤ پۀ ۱۹۶ مخونو باندې خور کتاب دے.

۲۰۰۹ء کښې ئې د “جرس ادبي جرګې”رودادونه “زۀ تنقيد خو به کومه” پۀ نوم مرتب کړل چې ټول ۲۷ رودادونه دي چې وصال مومند،ظفر کريمي،اؤ ننګيال يوسفزي ليکلي دي.

دسمبر ۲۰۱۹ ء کښې ئې “ادبي پاڼې”پۀ نوم يو کتاب “پښتو اکېډمۍ کوټې بلوچستان” چاپ کړو چې مختلف مضامين او خاکې پۀ کښې شاملې دي.

د طاهر اپريدي والد محترم حاجي مير اکبر پۀ کال ۱۹۹۱ء کښې د سلو کالو پۀ عمر کښې د زړۀ د دورې له وجې وفات شو اؤ د کلي پۀ هديره کښې پۀ شېر مير کلي کښې خاورو ته وسپارلے شو.

پۀ کال ۱۹۹۹ء کښې ئې مور پۀ خپل مرګ پۀ کراچۍ کښې وفات شوه او د شېرمير کلي پۀ هديره کښې خاورو ته وسپارلې شوه.

په کال اپرېل ۲۰۱۹ء کښې ئې کورودانه د ګل پۀ ورځ د شوګر د ناروغۍ له کبله وفات شوه او هغه هم د شېر مير کلي پۀ هديره کښې خاورو ته وسپارلې شوه. اؤ هم دغسې طاهر اپريدے د ژوند پۀ اخري وختونو کښې بېخي ځان له يوازې پاتې شو.

اوس د وړوکي اختر نه پس د طاهر اريدي صحت ورو ورو پۀ خرابېدو شو عن چې تر هسپتال ورسېدو اؤ بيا ورته کرونا هم وشوه چې د لس پينځلسو ورځو د ناروغۍ نه پس پۀ کراچۍ سول هسپتال کښې د هفتې پۀ ورځ ماښام پۀ ۵ جون کال ۲۰۲۱ء ئې د دوو اتيا کالوپه عمر کښې د دې نړۍ نه سترګې پټې کړې. ماسخوتن ئې پۀ کراچۍ کښې جنازه وشوه اؤ سحر پۀ اووۀ بجې د کراچۍ د هوائي ډګر نه د اسلام اباد پۀ لور راروان شول. اتۀ نيمې بجې خواؤشاه ئې د اسلام اباد پۀ هوائي ډګر کوز کړو اؤ بيا ئې پۀ اېمبولېنس کښې خپل ابائي وطن شريکېره شېر مير کلي ته روان کړو.

دوه نيمې بجې ئې د جنازې وخت ټاکلے ؤ خو چونکې يوه جنازه ئې شوې وه نو دوېمه جنازه ئې ونۀ شوه اؤ بيا ئې په درې بجې دغه ستر افسانه نګار د خپلې کورودانې سره خوا کښې خاورو ته وسپارو.

پۀ جنازه کښې ډاکټر نصرالله جان وزير، ډاکټر زبېر حسرت،ډاکټر محب وزير، ډاکټر شېرزمان سيماب، ډاکټر دانش بېټني، داود جان مومند،مصور قرېشي، طاهر بونيرے، نورالبصر بصر،سليم بنګش، شېرولي خان اورکزے، وزير بادشاه جانان، پروفېسر محمد عمران، پروفېسر اسير منګل، نوشاد بهار،طاهر زمان غازي خېل،سراج اپريدے،اؤ نورو ليکوالانو ګډون وکړو ۔ کۀ د چا نوم رانه پۀ هېره کښې پاتې وي نو بخښنه غواړم.

طاهر افريدے مړ نۀ دے هغه بۀ د خپل کار اؤ زيار پۀ زور تل د پښتنو پۀ زړونو او ذهنونو کښې ژوندے وي.

پۀ ګور ئې نور شه، ياد ئې تلپاتې

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …