د سيد امير خسرو باچا او سيد خسرو پروېز باچا د ژوند قيصه – سعيد احمد شاهي

سيد اميرخسرو باچا چې د پلار نوم ئې سيداسماعيل باچا ؤ، پۀ کال ١٨٩٢ز پۀ بابړه کښې زېږېدلے ؤ. د زوي نوم ئې سيد خسرو پروېزباچا دے. دے هم پۀ بابړه کښې پۀ کال ١٩٢٧ کښې پېدا شوے ؤ. د ننني مضمون موضوع هم د دوي د پلار او زوي د ژوند د حالاتو او پۀ پښتون قامي تحريک “انجمن اصلاح الافاغنه”،خدائي خدمتګارتحريک، پښتون سټوډنټس فېډريشن او پښتون زلمي تحريک کښې د دوي کردار سره تعلق لري.

د سيد اميرخسرو باچا تعلق پۀ بابړه کښې اباد د سيدانو کورنۍ سره دے او د دوي پلار نيکۀ ډېر صاحب حېثيت خلق وو. د هرچند مندڼي، بابړه او خواو شا علاقو کښې ئې جائيداد لرلو. د دوي يو ورور سيد شيرين خسرو او يوه خور وه . خو دے د ټولو نه مشر ؤ. د خپل پلار او ترونو سره به ئې د خپل جائيداد زمينداري کوله. د دوي ترۀ سيد مهدي باچا ؤ اوسخر ئې هم ؤ. د انګرېزانو پۀ وخت کښې پۀ پېښور کښې انرېري مجسټريټ ؤ او د خان صېب خطاب ورته د انګرېز د طرف نه ملاو شوے ؤ. سيد مهدي شاه باچا ډېر تعلق داره سړے ؤ. د پښتنو د ټولې سيمې عزت دارو خلقو سره ئې ذاتي تعلق ؤ. د دوي تعلق د باچاخان پلار بهرام بابا سره هم ډېر نزدې ؤ. د تحريک نه مخکښې او وروستو چې به کله هم باچاخان بابړې ته راغلو نو سيد مهدي شاه باچا ته به ئې “دادا” نوم د مينې او تعظيم نه اخستو.

سيد اميرخسرو باچا تربيت زيات تر د خپل پلار نه علاوه د دوي ترۀ سيد مهدي شاه باچا پۀ لاسو کښې شوے دے. او دے ئې دومره خوښ ؤ او زړۀ ته نزدې ساتلے ؤ چې کله ځوان شولو نو د خپل زړۀ ټکړه يعنې خپله لور ئې دۀ ته پۀ نکاح کښې ورکړه.

دوي له الله پاک ډېر دولت او لوے زړۀ ورکړے ؤ. او د خپلې علاقې او خواو شا سيمې د خلقو به ئې هر قسم امداد کولو او پۀ فلاحي کارونو کښې به ئې برخه اخستله. دوي به ډېر ساده ژوند تېرولو او ساده خوراکونه به ئې کول. کله چې حاجي صېب ترنګزو فضل واحد او باچاخان د اسلاميه مدرسو بنياد ايښودلو نو پۀ هغې کښې هم ورسره دوي ډېر مالي امداد کړے ؤ. هره مياشت به ئې پۀ دغه مدرسو کښې تعليم زده کوونکو د پاره امداد ورکولو. د اسلاميه کالج پېښور چې کله بنياد ايښودل کېدو نو دوي ورله مخکښې نه د سپينو زرو نه جوړ شوي (ټاټکي او کرنډۍ) پۀ خپل ذاتي خرچ جوړ کړي وو. چې اوس هم د دوي اولاد سره موجود دي. او څنګه چې مونږ ته معلومه ده چې د اسلاميه کالج پېښور بنياد پۀ ١٩١٥ز کښې حاجي صېب ترنګزو ايښے ؤ. حاجي صېب ته د دغې تقريب دعوت سيد مهدي شاه ورکړے ؤ. پېښور ته ئې پۀ خپل ذاتي سورلۍ کښې را وستے ؤ. دغه وخت د صوبه سرحد وزيراعلٰي صاحبزاده عبدالقيوم خان ؤ چې د انګرېزانو د حکومت وفادار ؤ. ولې پښتون قوم او وطن سره ئې هم پۀ خپل زړۀ کښې مينه او همدردي لرله. او دۀ به اکثر د انګرېز چې څۀ حکمت عملي وه هغه به دۀ پټ پۀ پټه باندې پښتنو مشرانو ته رسوله. او هغوي به ئې د مخکښې نه خبردار کول چې خپل غم پۀ وخت باندې وکړئ. د اسلاميه کالج د بنياد پۀ موقع هغوي حاجي صېب هم خبر کړلو چې پېرنګے د هغوي د ګرفتارۍ اراده لري. د دې تقريب نه پس حاجي صېب نېغ پۀ نېغه بونېر او وروستو د سوات پۀ لاره د باجوړ او مومندوعلاقې لکړو ته لاړو او هلته تر مرګه پورې دېره ؤ.

کله چې باچاخان داسلاميه مدرسو هغه کار کوم چې هغوي د حاجي صېب ترنګزو پۀ مرسته شروع کړے ؤ جاري وساتلو. هم پۀ دغه جرم پېرنګي پۀ ١٩١٩ز کښې د اتمانزو نه ګرفتار کړو. څۀ موده پس بيا د جېل نه واپس راغلو. د ازاد اسلاميه مدرسې پۀ نوم ئې بيا د تعليمي مدرسوکار شروع کولو نه علاوه د پښتون قوم د اصلاح کار هم شروع کړو. دوي د هندوستان مختلفو سيمو ته لاړل او هلته ئې د کانګرس پارټۍ پۀ جلسو کښې هم ناسته د يو عام وګړي پۀ حېثيت وکړه. باچاخان دين اسلام سره ډېره بې کچه مينه لرله او خلافت تحريک سره ئې هم ډېر نزدې ؤ. او پۀ باقاعدګۍ سره به د خلافت تحريک غونډو کښې شرکت کولو.

پۀ ١٩٣٠ز کښې د رولټ اېکټ لاندې پۀ نحقۍ تاڼه کښې ګرفتار شو او رسالپور ته ئې ولېږلو. د هغۀ ځاے نه د چارسدې اسسټنټ کمشنر قلي خان بيا د درېو کالو د پاره د دفعه ٤٠، ٤١ لاندې قېد کړلو او د ګجرات جېل ته ئې ولېږلو. چرته کښې چې د هغوي ملاقات د خدائي خدمتګارو نه علاوه د تحريک خلافت او کانګرس غړو سره وشو. د فخر افغان بابا پۀ سوچ او فکر کښې وسعت هم دغه جېل کښې انجيل او نورو ډېرو کتابونو لوستلو او د هغې پۀ معنٰي او مطلب سره پوهېدو سره سره راغلو. باچاخان پۀ خپل دين او اسلام باندې ډېر مئين ؤ. او پۀ يو صورت کښې ئې هم د خپل دين او مذهب نه لرې والے نۀ شو برداشت کولے. هم دغه وجه وه چې کله دوي ته د انګرېزد طرف خور شوے سازش د چال خبر ملاو شولو دکوم ترمخه چې هغوي خدائي خدمتګار تحريک باندې د باليشويکه کوم چې پۀ روس کښې د لېنن انقلاب راوستے ؤ. نو هغوي سره د ملګرتيا يا کومک اخستو الزام لګولے ؤ. او کوشش ئې دا ؤ چې پۀ هره لار وي او هره طريقه وي خدائي خدمتګار تحريک ختم کړي.

کله چې باچاخان د انګرېز ددې سازش نه خبر شو نو پۀ دې مجبور شو چې د خپل تحريک خدائي خدمتګار الحاق د هندوستان يو غټ ګوند سره ارو مرو وکړي نو هغوي خپل ملګري اول د مسلم ليګ مشرانو له ولېږل او د هغوي نه پس ئې جمعيت العلمائے هند او پۀ اخرکښې ال انډين کانګرس مشرانو ته ولېږل او بيا د کانګرس ګوند سره د الحاق نه پس د ګاندهي جي،وائس راے هند او د صوبه سرحد ګورنر سره ملاقات وشولو. د دغې ملاقات پۀ نتيجه کښې صوبه سرحد کښې ټول هندوستان پۀ شان د مراعاتو اعلان وشو. باچاخان هم د زندان نه بهر راووتلو. پۀ تاريخ کښې دغه معاهده د ګاندهي جي ارون پېکټ پۀ نامه يادېږي.

د امير خسرو باچا د ژوند قيصه بيانولو سره سره د هندوستان د چاپېرچل حالات بيانول ضروري ځکه مې وګڼل چې لوستونکيو ته پته ولګي چې سيد اميرخسرو باچا ولې وخت پۀ وخت خپل جدوجهد کښې اوړېدلے را وړېدلے او د هغوي مقصد او مرام صرف او صرف د خپل کلي او قام د اوسېدونکيو حفاظت او پرمختګ ؤ.

سيد اميرخسرو باچا د خدائي خدمتګارانو نه چې کوم جائيدادونه انګرېز ضبط کړي او بيا وروستو نيلام کړي وو هغه به دوي پۀ نيلام کښې د انګرېز نه واخستل او کله چې به حالات سازګار شول نو هغه جائيداد به ئې بيا هم هغه کسانو او خدائي خدمتګارانو ته واپس کړل . کۀ د چا به د پېسو وس او طاقت کېدو نو د نيلامۍ قيمت به ئې دوي ته ورکړو او کۀ د چا به نۀ کېدو نو دوي به ورله هغه جائيداد بغېر د څۀ قيمت نه خالص د الله رضا د پاره واپس کړلو.

کله چې عبدالغني خان د “پښتون زلمي” تحريک بنياد کېښودلو، د هغې پۀ باني مشرانو کښې هم سيد امير خسرو باچا شامل ؤ. او د ټولې چارسدې سالار هم سيد امير خسرو باچا ؤ. دوي سره نائب سالار انځرګل ؤ او ملګرو کښې ورسره د بابړې او د تحريک مشهور خدائي خدمتګاران سيد محمد فصيح باچا او احمدکاکا شامل وو. دوي به باقاعده پرېډ کولواو دوي ته بالکل پۀ فوځي انداز کښې ټرېننګ ورکړے شوے ؤ.

کله چې ګاندهي جي پۀ ١٩٣٨ز کښې د صوبه سرحد پۀ دوره راغلو نو د پېښور نه علاوه د سردرياب مرکز عاليه او اتمانزو سره سره ئې د بابړې دوره هم کړې وه. د دغې دورې پۀ موقع د جلسه ګاه او مېلمنو د حفاظت ذمه واري د پښتون زلمي پۀ اوږو باندې وه. د جلسې منتظمينو ته اطلاع ملاؤ شوې وه چې هغه کسان کوم چې مخکښې پۀ خدائي خدمتګارتحريک کښې غړي وو او بيا کانګرس سره د الحاق پۀ بهانه د تحريک نه خفه شوي وو او پۀ دغه ورځو کښې د مسلم ليګ سره ملګري شوي وو. د پښتون قامي تحريک خلاف به ئې سازشونه کول. هغوي دا پروګرام جوړ کړے ؤ چې د ګاندهي جي پۀ جلوس به سره د وسلو حمله کوو کله چې د دې سازش خبر “پښتون زلمي تحريک” ته ملاو شو نو اميرخسرو باچا د ځان سره څلوېښت پنځوس کسان د پښتون زلمي واخستل او د جلوس پۀ لار کښې ځاے پۀ ځاے ودرېدل. او د ګاندهي جي جلوس چې پۀ خېريت سره پنډال ته ورسېدو او پۀ پرامن طريقه ګاندهي جي تقرير وکړو او بيا پۀ خېر خېريت سره خپل مخکښې منزل ته لاړو خو د جلوس پۀ موقع دغه کسانو خپل پوره پوره وس کړے ؤ او عن د کاڼو ګزارونه ئې هم پۀ دغه جلوس باندې کړي وو. ولې د ګاندهي جي او د هغوي ملګرو نزدې پۀ يو صورت کښې هم د “پښتون زلمي” د سيد امير خسروباچا پۀ مشرۍ کښې نۀ وو پريښودلي.کله چې فخر افغان باچاخان بابا د ځاے د کمېدو له کبله دا فېصله وکړه چې مرکز عاليه دې د اتمانزو نه سردرياب ته يوړل شي کومې د پاره چې محمد اسرار عرف ښۀ خان او د هغوي سخر بابا ځمکه وقف کړې وه .د دغه مرکز ابادۍ د پاره سيد اميرخسرو باچا خپلو همسايو او نوکرانو ته حکم وکړو چې زما پۀ جائيداد کښې څومره ونې ولاړې دي هغه ټولې پرې کړئ او سردرياب مرکز ته ئې يوسئ. چرته چې دغه ونې د څپر د پاسه د چهت کښې استعمال کړې شوې او پۀ دغه څپر کښې به هر وخت پۀ سلګونو خلق ناست وو او د تحريک د پاره به ئې کارونه کول. دوي پۀ بابړه کښې يو سکول هم پرانستے ؤ کوم چې وېړيا سکول ؤ او ماشومانو ته ئې به مفت تعليم ورکولو.

پۀ ١٢ اګست ١٩٤٨ز کښې قيوم خان پۀ بابړه کښې پۀ بې ګناه خدائي خدمتګارو او عام اولس باندې ګولۍ وچلولې، د دې عمل له کبله د اووۀ سوه نه زيات کسان شهيدان او ژوبل شول. وروستو ئې د پړانګو او بابړې کور پۀ کور چاپې ووهلې او د دغه ځايونو د اوسېدونکو دکورونو بې عزتۍ نه علاوه د دغې ځاے اوسېدونکيو سره هم ډېره بدسلوکۍ ئې کړې وې. هم پۀ دغه سلسله کښې د اميرخسرو باچا پۀ کور باندې هم چاپه وهلې شوې وه او د کور د بې عزتۍ کولونه علاوه ئې ترې نه ذاتي وسله هم ضبط کړې وه. سيد امير خسرو باچا ئې تاڼې ته بوتلے ؤ. چرته نه چې هغه د خپل ذاتي تعلق او اثر و رسوخ له وجې راخلاص شو او قيمتي وسله ترې نه ضبط کړې شوه.

سيد امير خسرو باچا پۀ اپرېل ١٩٦٢ز کښې د خپلې ذاتي دښمنۍ له کبله يو رشته دار قتل کړواو قبر ئې هم د خپل ترۀ وقف شوي جومات کښې نمرخاتۀ ګوټ کښې دے . دې جومات سره به هم دوي ډېر امداد نه علاوه دجومات هرقسمه ضرورت پوره کولو.

سيد اميرخسرو پروېزباچا د ژوند واقعات:

سيد خسرو پروېز باچا هم دخپل پلار پۀ نقش قدم باندې تلے ؤ. او ډېر پۀ سادګۍ سره ئې خپل ژوند تېر کړے ؤ. دوي خپل بنيادي تعليم اول پۀ پېښور کښې او کله چې بيا عام اولس د پاره پۀ بابړه کښې وړومبے سکول د دوي پلار جوړ کړو نو بيا پۀ هغه سکول کښې ئې نور تعليم حاصل کړو. دا پرائمري سکول پۀ بابړه او خواو شا علاقو کښې وړومبنے او ځانګړے سکول ؤ چې د لرې لرې علاقو نه به ورته خلقو خپل بچي د زده کړې د پاره را لېږل.

دلته د تعليم مکمل کېدو نه وروستو بيا د چارسدې هائي سکول ته لاړو او هلته ئې لسم پاس کړو. د هائي سکول د تعليم دوران کښې دوي د پروفېسر جهانزېب نياز سره يوځاے پۀ وړومبي ځل د پښتون سټوډنټس فېډريشن بنياد ايښودلے ؤ. چې وړومبنے صدر ئې جهانزېب نياز غوره کړے شوے ؤ. دوي خپل تعليم مخکښې هم جاري وساتلو خو دوي سره يوه واقعه وشوله چې د يو رشته دار د قتل پۀ الزام کښې دے سره د خپلو تربورانوګرفتار کړے شو او جېل ته ئې بوتلو خو پۀ جېل کښې هم دوي خپل د تعليم سلسله جاري وساتله. او پۀ باقاعدګۍ سره ئې امتحانونه پاس کړي وو. کله چې دوي پۀ دغه مقدمه کښې بري شول نو تحريک سره ئې خپلې هلې ځلې بيا شروع کړې او ډېر پۀ جوش وجذبې سره به ئې کارکولو. (دا واقعه د مهدي شاه باچا ده)

د خپل پلار پۀ شان د دوي هم ذاتي تعلق د چارسدې او ټولې پښتنې سيمې خلقو سره ؤ. او ډېر زيات ملګري او همدرد خلق ئې پۀ خپل دوستانو کښې لرل. دوي پۀ خپل کور کښې د مولانا ابوالکلام ازاد، مولانا حسېن احمد مدني او مولانا عبېدالله سندهي او نورو ممبرانو باندې مشتمل کمېټۍ مېلمستيا هم پۀ هغه وخت کښې کړې وه کله چې دغه د هند د ازادۍ تحريک مجاهدينو باندې پۀ صوبه سرحد کښې بندېز ؤ. دوي دغې کمېټۍ ته نۀ صرف خپل ځاے ورکړے ؤ بلکې هغوي ئې پۀ خپل کور کښې دېره کړي هم وو. او تر هغې ئې د هغوي د حفاظت بندوبست هم کړے ؤ ترڅو چې هغوي خپله د چارسدې دوره مکمل کړې نۀ وه.

کله چې د هندوستان د تقسيم اعلان وشو او هندوستان او پاکستان پۀ نامه دوه جدا جدا هېوادونه د نړۍ پۀ نقشه جوړ شول. پۀ دغه موقع ډېر هندوان او مسلمانان پۀ دې کار مجبورکړے شول چې هغوي دې د اوسېدو د پاره د خپل مذهب پۀ معيار ملک غوره کړي. نو پۀ دغه موقع د نړۍ ټولو نه لوے هجرت شوے ؤ. هندوان به هندوستان ته او مسلمانان ئې پاکستان ته پۀ تلو مجبورکړل .

د سيد خسرو پروېز باچا يو ملګرے ؤ چې نامه ئې سېټهـ رام سرن وه. دے د پېشې پۀ لحاظ زرګر او ډېر لوے کاروبار ئې لرلو. د دۀ پېښور اندشهر بازار کښې کاروبار او کور ؤ. پۀ مختلفو موقعو دغه سېټهـ رام سرن امير خسرو باچا ته ډېر څيزونه ډالۍ کړي وو. چې پۀ کښې ( د بلئيرډ لوبې) يومېز، بالخت هم شامل ؤ. پۀ دغه تخت او د هغې پۀ تاريخي اهميت يوځانګړے مضمون پۀ تفصيل سره مخکښې به د لوستونکيو د نظر نه تېر شوے وي. سېټهـ رام سرن چې کله د پېښور نه هندوستان ته پۀ کډه تلو نو پۀ قيصه خوانۍ کښې دوکانونه او د منډهۍ کاغذونه او چابيانې ئې سيد امير خسرو باچا ته ورکړې وې او د خپل کور ذاتي د استعمال سامانونه چې پۀ کښې دوه کټونه او يو د سټيلو المارۍ شامل وه.

د کور د ذاتي استعمال هغه پالنګونه او المارۍ سيد اميرخسرو باچا خپل کور ته راوړل، کوم ځاے کښې چې هغه تر نن ساعته موجود دي. ولې هغه دوکانونه او منډهۍ ئې د اوقاف محکمې ته حواله کړي وو. ځکه چې هغه يو قامي امانت ؤ. د سيد خسرو پرويز باچا هغه سېټهـ رام سرن سره ډېر ژور تعلق ؤ. چې د تقسيم نه وروستو تر ډېره مودې پورې د هندوستان او پاکستان ترمېنځه هر قسم تعلقات بند وو. او د دې ملک اوسېدونکيوته اجازت نۀ وه چې يو بل سره څۀ قسمه رابطه وساتي. پۀ وړومبي ځل تعلقاتو پۀ ښۀ کېدو امکان پېدا شو. او د سيد خسرو پروېز باچا يو ملګرے پۀ هغه وفد کښې شامل ؤ چې د هندوستان او دهلي پۀ دوره تللے ؤ. د هغۀ ملګري ملاقات هلته پۀ چاندني چوک کښې سېټهـ رام سرن سره وشو. سېټهـ رام سرن پۀ چاندني چوک دهلي کښې استوګن ؤ او خپل کارو بار ئې هلته شروع کړے ؤ. د سيد خسرو باچا ملګري نه ئې د هغه حال احوال خبر ورکولو نه پس ورته هغۀ ووئيل چې د خسرو پروېز باچا وادۀ نېټه اېښودل شوې ده. نو سېټهـ ډېر خوشحاله شو او د خپل اړخ نه ئې د وادۀ جوړه ډالۍ کولو اراده ظاهره کړه کومه چې څو ورځې وروستو د سفارتخانو د اجازت اخستونه پس د واهګه پولې پۀ لار باندې سيد خسرو پروېز باچا ته را ورسېدله.

سيد خسرو پروېز باچا ډېر ښۀ خوئي خصلت لرلو او ماشومانو سره به ماشوم، ځوانانوسره ځوان او بوډا ګانو سره به ئې د ځان نه بوډا جوړ کړے ؤ. يعنې د هر عمر مطابق به ئې ورسره ګپ شپ او خبرې اترې کولې. او د خپل اړخ نه ئې دا کوشش کولو چې د چا زړۀ ازار نۀ کړي او نۀ ترې څوک خفه شي.

د ١٢ اګست ١٩٤٨ز د بابړې د خونړۍ پېښې پۀ لړکښې چې به کله هم دغونډې يا جلسې تابيا کېدله څو ورځې مخکښې به د لرو لرو علاقو نه خلق بابړې ته راتلل کوم چې به دوي پۀ حجره کښې دېره او د هغوي مېلمستيا به ئې پۀ روڼ تندي سره کوله. د هغوي د پاره د خوراک انتظام به ئې د خپل جېب او ذاتي پنګې نه کولو او دغه سلسله دوي تر مرګه يعني ٢٠٠١ز پورې جاري وه.

د ١٩٧٠ز انتخاباتوکښې خان عبدالولي خان د قومي او صوبائي نشستونو نه ولاړ ؤ او دواړه نشستونه ئې پۀ ګڼ شمېر ووټونو ګټلي وو. هغوي د قانون مطابق د صوبائي نشست نه استعفٰي ورکړله نو د ګوند الېکشن کمېټۍ بيا دغه ټکټ سيدخسرو باچا ته پېش کړو. د کوم نه چې هغوي د شکريې ادا کولو سره انکار وکړو. او بيا وروستو دغه ټکټ شېردل خان ته ورکړے شو او هغوي پۀ يو لوے اکثريت دغه نشست وګټلو او د صوبائي اسمبلۍ غړے شو.

د ډي پي ار پۀ موقع سيد خسرو پروېز باچا د افغانستان او جلال اباد ته به هره مياشت تللو کوم ځاے کښې چې هغوي د باچاخان پۀ خدمت کښې حاضر شوي وو. او د مخکښې د پاره ئې ترې نه لائحه عمل او زدکړه کړې وه. د جلا وطنۍ پۀ دوران کښې د خان عبدالولي خان ذاتي جائيداد او ځمکو ټولې مسئلې د سيد خسرو پروېزباچا ته حواله وې او د ضبطګۍ چې څومره اپيل او د کېسونو هلې ځلې به ټول پۀ ټوله دوي کولې.

د حېدر اباد سازش کېس پۀ سلسله کښې پۀ باچاخان، خان عبدالولي خان، خان عبدالغني خان او دوي ټوله کورنۍ پۀ جېل وو او پۀ دوي باندې مقدمې چلېدلې نو د پښتون قومي تحريک مخ پۀ وړاندې بوتلو د پاره هېڅوک بهر پۀ مېدان کښې موجود نۀ وو. نو سيد خسرو پروېز باچا او سيد الياس باچا پۀ چوک يادګار پېښور کښې پۀ جلسه کښې مشرانو ته دا تجويز وړاندې کړو چې د تحريک مشري دې مور بي بي بېګم نسيم ولي خان ته پۀ حواله کړے شي. څوک چې به د تحريک مشري ډېره پۀ ښۀ طريقه وکړي ځکه چې د هغوي ټول تربيت پۀ سياسي کورنۍ کښې شوے دے او د تحريک د ټولو حالاتو نه کۀ پخواني او کۀ اوسني ښۀ خبر ده. کومې سره چې هلته موجود ټولو مشرانو اتفاق وکړو او څۀ موده وروستو ورته عملي شکل ورکړے شو.

سيد خسرو پروېز باچا مور بي بي ته دا تجويز هم پېش کړے ؤ چې د زنانو تنظيم د دې وخت د تقاضې مطابق پکار دے او د زنانو غونډو د پاره ئې خپل کور پېش کړلو. دغې تجويز ته لږې ورځې وروستو عملي شکل ورکړے شو. او وړومبنے د زنانو عظيم الشان جلسه د سيد خسرو باچا پۀ کورکښې وشوه . چې پۀ کښې د سيد خسرو پروېز باچا کور واله صوبائي صدره او د سيد فصيح باچا مشره لور جنرل سېکتره غوره کړې شوه. او دغه شان د پښتون قامي تحريک کښې پۀ هلوځلو کښې پۀ تاريخ کښې پۀ وړومبي ځل د زنانو د کردار ابتدا وشوله. مېرمن ياسمين ميرمحمدخان او مس پروين د تنظيم فعاله غړې وې. چې ډېر محنت سره به ئې کار کولو.

سيد اميرخسرو باچا د پارټۍ پۀ مختلفو عهدو باندې هم د قام خدمت کړے دے . دے د خپلې تپې صدر پۀ هغه ورځو کښې پاتې شوے ؤ پۀ کومو ورځو کښې چې چارسده پۀ صرف دوه تپو باندې مشتمل وه. يعنې تپه چارسده او تپه پړانګ دے د تپه پړانګ صدر ؤ. او د دوي علاقه ترد ډهېري زرداد پورې وه. او بل اړخ ته دوابه او اګره علاقو پورې وه. او د دې دواړو کلوترمېنځه چې څومره کلي هم اباد دي دغه ټوله علاقه کښې به دوي د پارټۍ او تنظيم کارکولو ذمه وار وو. او د دغو ځايونو خلق به دوي دګوند او تحريک د روانو چارو نه هر وخت خبر ساتل. د تپې د صدارت نه علاوه هغه د صوبائي کونسل غړے هم پاتې شوے ؤ. او پۀ دغه موقع ئې هم د تحريک اوګوند د پاره خپل کردار ډېر پۀ ښۀ طريقه سره ادا کړے ؤ.

دے پۀ کال ٢٠٠١ز کښې د ٧٤ کالو پۀ عمر کښې وفات شو او د وفات نه وروستو بيا پۀ خپله ابائي مقبره چارسده کښې دفن کړے شو. د دۀ پۀ وارثانو کښې دوه ځامن سيد شاه فخر عالم ،سيد محمد عالم باچا او درې لوڼه شاملې دي. او هغوي د ګوند سره معمولي خفګان راغلے دے خو بيا هم د بل ګوند اړخ ته نۀ دي تلي بلکې اوس هم ټولې همدردۍ د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ خپلو زړونوکښې لري. بايد چې د دوي د پخلا کولو پۀ لړکښې دې د ګوند د مشرانو د اړخ نه سنجيده کوشش وشي چې دا کورنۍ يو ځل بيا د پښتون قامي تحريک تسلسل عوامي نېشنل ګوند کښې د قام خدمت کښې خپل کردار ادا کړي.

راوي:

سيد شاه فخرعالم اوسيد محمد عالم

لټون او سمون: سعيد احمد شاهي

مرستيال: سيدفضل امين او سيد حمزه شاه بابړه

ذاتي ډائري: سيد خسرو پروېز

حواله: د تحريک ازادي او باچا خان از فارغ بخاري

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …