باران چې هلته وشي دلته کښې هوا سړه شي – رحمت شاه قرېشي

مونږ د افغانستان امن، خوشحالۍ او ترقۍ ته ځکه د نړۍ امن وايو چې نن تاسو د نړۍ حال او تاريخ وګورئ او خپل ګرېوان کښې سر ښکته کړئ نو دا خبره به درته روښانه نمر غوندې ښکاره شي چې د افغانستان امن د نړۍ امن دے. اوس کۀ ډېر خلق دا وائي چې افغانستان يو ځانله ملک دے نو د نړۍ امن،خوشحالۍ او ترقۍ سره ئې څۀ کار دے . يا د افغانستان بدامنۍ سره د نړۍ ملکونو او اولسونو څۀ کار دے. نو دا به د دوي کم عقلي وي او يا به ئې بدنيتي وي ځکه چې دوي وليدل او بلکې ويني چې پۀ افغانستان کښې هر ملک خپله خپله برخه ده او لا ئې پۀ دې ملک زړۀ سوړ شوے نۀ دے. او د هر اسلامي ملک او غېر اسلامي حکمرانانو خپل خپل فوځيان او نور مالي او ځاني خدمت د خپلو مفادو د پاره پۀ دې جنتي خاوره داسې غوبل جوړ کړے ؤ او لا هم دے. دې غوبل او بربادۍ ته دوام ورکوي او پۀ قسم قسم خبرو او طريقو پۀ افغانستان کښې ځان ساتي او بيا ځان ترې وباسي. د مغرب نه تر مشرق پورې او د شمال نه تر جنوب پورې داسې ملک او بادشاه نشته چې د افغانستان جنګ کښې ئې لاس نۀ وي او د دې ملک پۀ خرابۍ کښې حصه دار نۀ وي . د امريکې نه تر روس پورې، د ايران تر هندوستان پورې، د پاکستان نه تر سعودي عربستان پورې، چين، جاپان، جرمن، لندن بلکې مخ پۀ زمکه داسې ملک او اولس پاتې نۀ دے چې دوي سره د خپل ځان غم نۀ وي ….

ځکه چې هريو پۀ خپلو کښې يو بل ته غلۀ دي او وائي چې هله کۀ دا زورور پۀ مونږ راغلل نو بيا به مونږ څۀ کوو. څوک پۀ کښې د مذهب دعوي دار شول، څوک پۀ کښې د امن ټهېکداران شول، څوک د اهل کتاب ملګري شول چا سره د سپر پاور فکر شو چې هغه سپرپاور ختم شي او زۀ سپر پاور شم. ډېرو پۀ کښې د ډالرو او ريالونو ټهېکه واخسته او ځان ئې د دنيا د خلقو د خندا کړو چې تر نن ورځې پورې خلق د دوي د مفادو جنګ اوجهاد ته د خپلو خپلو مفادو پۀ سترګو ګوري. د افغانستان امن ته ځکه د نړۍ امن وائي چې سعودي عرب د خپل مشر د امريکې خوشحالولو دپاره افغانستان کښې اسلامي نظام دپاره ډول وغږولو چې افغانستان کښې يو لوے ظالم حکمران ناست دے او روس دلته د کفر اډه جوړوي نو مونږ اهل کتاب يعنې امريکې سره د اسلام د پاره کار کوو او افغانستان نه يو داسې اسلامي ملک جوړوو چې دنيا ورته حېرانه وي.

بل طرف ته امريکه پۀ جامو کښې نۀ ځائيږي چې کۀ خېروي يو کور دوه ځاے تاوان کېږي او ما ته به پۀ کښې خېروي. بل طرفته سعودي عرب خوشحالوي او اسامه بن لادن ئې پۀ سکرين جوړ کړو او دې کښې ئې دوه فائدې ګڼلې چې يو خوا به امريکه زمونږ مستقل ملګرې شي او بل طرف ته به دا عذاب زمونږ له وطن بهر شي خو دلته لوے سوال دا کېدونکے دے چې افغانستان خو د دنيا جوړېدو سره يو ازاد اسلامي ملک ؤ او د چاغلام نۀ ؤ نو نن دا مفاد پرست پۀ کومه خولۀ وائي چې دلته اسلامي نظام جوړوو خو خېر د امريکې پۀ ټهېکه کښې هر چا او هر ملک خپل پوځونه، ځانونه، مالونه او ملکونه ښۀ پۀ خلاص مټ استعمال کړل او هر چا د يو بل نه خپل بدل واخستو چې خپل مفاد حاصل کړي. امريکه خپل او داسې ګاونډي ملکونو خپل. خو تاوان د چا وشو هغه نن پۀ خپله خولۀ فرياد کوي چې زما پۀ لکهونو فوځيان مړۀ شول ، پۀ لکهونو عام خلق مړۀ شول، پۀ کهربونو مالي تاوان مو وشو. ملک برباد شو، د دنيا د ترقۍ نه پاتې شو. او مونږ نه غلطي وشوه چې مونږ پۀ پردي جنګ کښې شامل شو. امريکه يو لوے ظالم ملک او ظالم خياله وطن دے او د امريکې خپل مفاد وو او مونږ نور د امريکې غلامي نۀ کوو. نو دې خلقو ته دا خبره سل کاله مخکښې فخر افغان باچاخان بابا کړې وه چې اے د خداے تعالي بندګانو خيال کوئ چې پردي جنګ کښې شامل نۀ شئ او دا جهاد به سبا ستاسو د پاره د ځاني او مالي زيان لوے سبب وي . دا ده دوو ملکونو مفادو جنګ دے . بيا د بابا نه پس پۀ پښتون قام مئين خان عبدالولي خان پۀ هرځاے او هر وخت وکړه چې خداے د پاره پردي جنګ کښې شاملېدل د هرچا تاوان وي .خو خصوصاً د افغانستان او پاکستان خو به تر ډېره وخته ځاني او مالي تاوان کېږي او تاسو چې د بل کور ته اور ورته کوئ هغه به ستاسو کور ته ګلونه نۀ دروړي. او بيا دا خبره تر نن وخت پورې د باچاخان بابا خاندان او قام پرستو ملګرو خپله کړې ده خو چا دې ته نۀ کتل او هر چا پۀ دې مفاد پرست کار کښې داسې ځان شامل کړے ؤ چې نۀ ئې بازار ته کتل، نۀ ئې اسلامي مدرسو ته کتل، نۀ ئې جومات ته کتل، او نۀ ئې غم ښادۍ ته کتل خو ځانونه ئې جنت ته رسول. خو چې کله ريالونه او ډالرې بندې شوې او مريکې چې دې ټولو خلقو نه خپل ځان بل طرف ته کړو او دوي ته ئې د دښمن پۀ سترګو وکتل نو هر چا ژړا او فرياد شروع کړو او ډېر ملکونه خو ئې پۀ کښې غلامان کړل او تر نن ورځ پورې د ملک خوند شته او نۀ د خلقو او د امريکې خولې ته ناست دي. هغه اسلامي ملکونه چې افغانستان کښې ئې د کفر ختمولو ډول په غاړه ؤ هغه ملکونو کښې نن بت خانې، سېنماګانې او نور داسې ځايونه جوړ کړل چې اسلامي دنيا خو پرېږده چې غېر اسلامي دنيا ورته حېرانه ده او د خپل ملک واک نۀ لري. مونږ کۀ نن د افغانستان موجوده حالاتو ته نظر وکړو نو هر چا خپل خپل فرياد شروع کړے دے چې مونږ دافغانستان پۀ دې جنګ کښې نۀ يو او امريکه خپل مفاد حاصلول او زمونږ ډېر لوے تاوان وشو او مونږ غواړو چې پۀ نړۍ کښې دې امن راشي او ګاونډي ملکونه دې پۀ خپلو کښې ښۀ سلوک کوي او تجارتي او ترقياتى کارونو کښې د يو بل سره امداد کوي. مونږ پۀ دې کار کښې دهوکه شو او مونږ خپل پوځونه دافغانستان نه واپس کوو او افغانستان اولس دې خپل جمهوري حکومت جوړکړي او د افغانستان امن سره د ګاونډي او نړۍ ټولو ملکونو امن تړلے دے . خو ځينې ملکونه پۀ دې کښې مخلص نۀ دي او وائي چې نه افغانستان کښې دې مخلوط حکومت جوړ شي او دلته طالبان هم يو وجود لري او د دوي هم د دې ملک پۀ ابادۍ او ازادۍ کښې ډېر لوے لاس دے او هلته يو اسلامي نظام پکار دے نو کۀ يو جمهوري ملک کښې داسې د تنظيمونو حکومت جوړول وي نو بيا خو سعودي عرب ته ډېر ضرورت دے چې يو خو اسامه بن لادن ډېر لوے جدوجهد وکړو اسلامي نظام دپاره او بل پۀ سعودي عرب کښې هسې هم اسلامي قانون ډانچه شته او زياته خبره چې کومه هغه دا ده چې هلته امريکې او هندوستان ټول کار روزګار خپل کړے دے. او بله فائده به دا وشي چې د فلسطين مسلمانانو ته به هم فائده وشي او بل طرف ته به پاکستان پۀ لاره د دوي پۀ محنت کشمير ازاد شي. مونږ وايو چې کۀ دا مخلصي له نورو ملکونو سره وشي نو ډېره به ښۀ وي صرف افغانستان کښې نه هر چرته دامن او اسلامي نظام ضروري دے خو داسې اسلامي نظام چې تر قيامت پورې وي. چرته يو ملک يا پۀ يو کس پورې تړلے نۀ وي. نو نن هغه ټول ملکونه اولسونه وائي چې د افغانستان جنګ د چا جنګ نۀ ؤ، د دې دوؤ ملکونو جنګ ؤ. او د نړۍ امن د افغانستان امن سره داسې تړلے دے لکه يو وجود سره چې ساه تړلې وي او يو وجود او يوه وينه وي. الله دې پۀ افغانستان کښې داسې امن راولي چې تر عمر عمر پورې خوشحالي او ترقي وکړي. امين

دا هم ولولئ

د بابا کاروان او د بابړې شهيدان – رحمت شاه قرېشي

د پښتون قام تاريخ د پښتون اولس سره سم پۀ زرګونو کاله زوړتاريخ لري او …