افسانه (درمن)—کلثوم زېب

دا ليکنه شريکه کړئ

” واه څومره ښکلے ماحول دے ـ ـ ـ دنګ دنګ غرونه، شینکے،  دنګې شنې ونې او رنګ په رنګ ګلونه، سم جنت دے ـ ـ ـ  یار تۀ د دې جنتي کلي  نه هر وختې په منډه يې ؟ ” ـ ـ ـ خوشحال  پۀ یو عجیبه انداز سبکتګین ته ووې ـ ـ ـ  خو سبکتګين خاموشه د غر وېخ کښې د دنګو ونو منځ کښې پۀ  مخصوص مرکز سترګې خښې کړې وې  ـ ـ هسې خو به هغه په ښار کښې  شور جوړ کړے وۀ ـ بس هر وختې به ئې کړتې کولې ، خو نن د هغۀ پۀ  مخ یو عجیبه  تاثر خور وۀ ـ ـ ـ بېخي غلے وۀ ـ ـ ـ خوشحال زړۀ کښې ووې  ـ ـ ـ  ” کېدے شي چې د نیکۀ مرګ  سره ئې زړۀ ته غم کوز شوے وي ـ ـ ـ  هغه د لګ ساعت د پاره یو اړخ ته شو او سبکتګین ئې یواځې پرېښودو ـ ـ ـ د ښو او پوهه ملګرو هم دغه خاصیت وي چې یو بل ته لار ورکوي ـ ـ ـ  خوشحال پۀ مزه مزه بې خیالۍ کښې یو اړخ ته روان شو ـ ـ ـ ـ  د ګلونو په  ورشو هغه پۀ  خپلو خیالونو کښې ورک د سبکتګین نه ډېر لرې لاړو ـ ـ ـ دواړو ته هېڅ پته او نه لګیده ـ ـ ـ نۀ یو خبر شو او نۀ بل ـ ـ ـ هم دغه وخت وۀ چې ګلاب کاکا د غویانو سره راښکاره شو او چې هغۀ سبک یواځې  ولیدو نو پۀ منډه د هغۀ خواته راغلو ـ ـ ۔ ” کشر خان تۀ دلته یواځې څه کوې؟ او هغه خوشحال بچے درنه څه شو؟ ـ ـ کاکا په یو ساه دوه تپوسونه وکړل ـ ـ ـ  سبکتګین لکه چې د غرق خوب نه راویخ شوے وي ـ”ګلاب کاکا!  تۀ؟  او هغه خوشحال څۀ شو؟ ۔ دغه تپوس خو ما ستا نه وکړو چې یواځې ولې ناست ئې، ملګرے دې څه شو؟ ” اوهو کاکا! زۀ خو په خپلو سوچونو کښې داسې  غرق وم  هډو خبر نۀ شوم چې پۀ کومه لاړو ، الله خبر دا هلک چرته لاړو؟ ” اوس خو دواړو سره فکر شو، کاکا قلبه اودروله او د سبک سره د خوشحال په لټون شو ـ ـ ـ دلته چاپېره شینکے وۀ ـ ونې بوټي،  مارغان  او ډېرې ونې، سم ځنګل وۀ ـ ـ ـ دوه قدمونه  وړاندې به  د  روستو  پته نه لګېده چې  څوک شته او که نۀ ـ ـ ـ دا خو ښه وه چې دوي لګ وړاندې لاړل نو ګل میر کاکا د خوشحال سره راروان وۀ ـ ـ “چرته تلے وې هلکه!  پۀ ما خو دې مرګونه تېر کړل ـ هسې بې تپوسه غېب شوې ـ دلته خو ګورې پته نه لګي ـ پلار  له به می درله څه جواب ورکولو ـ” ـ ـ ـ سبک په یو ساه هغه ته تقریر اوکړو ـ “زه مړه ته خو لاړې مراقبه کښې او زۀ  دې یواځې پرېښودم نو ما به څه کول خود به تلم ”  ـ ـ ـ هغه په مصنوعي غصه کښې سبک ته مخ راواړو ـ ـ ـ ـ ”  سوري یار بیا به خیال ساتم ـ بس لګ جذباتي شوم او هډو په ځان پوهه نۀ شوم ـ  دا خو ښه  وه چې ګلاب کاکا راغلو او اواز ئې رابندې اوکو  ،ګنې ته به الله مه که په کومه تلې او زه به دلته اودۀ ناست وم ـ ” ـ ـ ـ سبک خپله غلطي اومنله  ـ  ـ ـ ـ  ” او دے مو  د کوم ځائے نه راوستو؟  ـ ـ هغۀ ګل میر کاکا ته اوکتل ـ ـ ـ ـ ” کشر خان! دے خو روان وۀ د لالو دي پټو پلو دا خو ښۀ وه چې زه مخې له ورغلم ګنې اوس به لا بل شرم جوړ وۀ “ـ ـ ـ ګل میر کاکا سخت ویرېدلے وۀ ـ ـ ـ ـ ـ “ځه شکر دے ـ بلا وه برکت ئې نه وۀ  ګنې څه بۀ کېدل ” ـ ـ ـ  سبک د خوشحال مخ ته اوکتل  لکه چې ځان په پته پوهول  غواړي خو سبک ځان ناغرضه کړو ـ ـ ـ “ځه چې ځو نور نه کښېنو  هسې هم د ماښام خړه خورېږي ـ ” ـ ـ ـ ـ ټول هم د هغوي حجرې ته روان شو ـ ـ ـ خوشحال ته هېڅ پته نۀ وه خو بیا هم د دوي د خبرو نه ورته اندازه ولګیده چې خبره ډیره ښۀ نۀ ده ـ ـ ـ ـ  هغه په خاموشۍ سره روان وۀ ـ ـ ـ ـ ګل میر، ګلاب کاکا او سبکتګین خپلو کښې د فصل او د موسم خبرې کولې ـ ـ ـ خو خوشحال  په زړه کښې کلکه اراده کړې وه چې د سبک یا ګلاب کاکا نه به تپوس ضرور کوي چې د دښمنۍ دا قیصه څۀ ده؟ ـ ـ ـ  ماخام خړه کښې هغوي په حجره رادننه شو ـ ـ د سبک وروڼه او پلار په حجره کښې ناست وو ـ پلار ئې د کټ منځ کښې بالښت ته ډډه وهلې وه ـ ـ ـ  د خوا وشا هم ګڼ شمېر  کسان ناست وو ـ ـ ـ  د چایو دور چلېدو ـ ـ ـ هلکانو سلام واچوۀ ـ ـ  په ګډ شریکه ټولو جواب ورکړو ـ ـ”هلکه سبکه ! تا  ملګري ته خپل باغونه وښودل که نه؟  څه مېوه دانه او ښۀ  بد مو وخوړل؟  ـ ـ ـ هغۀ په غور سره د دواړو جائزه اخسته ـ ـ سبک ورته لږ فکرمند ښکاره شو ـ ـ ـ “نه جي بابا! زما غلطي وه چې په سوچونو کښې غرق لاړم او خوشحال د لالو دې پټو پلو مخه کړې وه ـ دا خو ښۀ وه ګل میر کاکا او ګلاب کاکا راغلۀ او مونږ دواړه بچ شو” ـ ـ ـ ـ مشر خان یوه شېبه غلے و بیا ئې لګ په سختۍ سره سبک ته اوې ” بچو زرها ځله مې پوهه کړې چې عادتونه دې سم که ـ ـ دا  کلے دے ـ  دښمنۍ دي تربګنۍ دي ـ هیڅوک په چا ترس نۀ کوي ـ هسې خو هوښیارانو نۀ دي وئیلي چې ” ځان ساتلے ښۀ دے بل ته مه وایه چې غل ئې ” ـ ـ خپل خیال به پۀ خپله ساتئ ټیک ده کنه؟  ـ ـ ـ مشر خان په ډېر امید سره خپل کشر زوي ته وکتل ـ ـ “ښه جي بابا بیا به خیال ساتم ـ ”  مشر خان موسکے شو ـ ـ ـ ماسختن شو،  ډوډۍ اوخوړې شوه او ټول د قهوې څښلو نه پس په خپل خپل کټ پرېوتل ـ ـ د سبک دې په حجره پهره ولاړه وه د شپې د سوکۍ ښه کلک انتظام شوے وۀ ـ په وړومبي ځل د خوشحال زړۀ ودرزېدو ـ یو وخت خو هغه سوچ وکړو چې  دلته  راتګ د هغه غلطي خو نه ده ؟  ـ ـ ـ په دغه سوچونو کښې هغه څه وخت سترګې پټې کړې پوهه نشو ـ ـ شپه خداے په خېر سره تېره کړه ـ سحر وختي د خوشحال سترګې وغوړیدې  ـ ـ هغه د سحر مونځ په وخت کړے وۀ ـ دوباره ئې  مخ لاس ووینځل د حجرې  باغ ته دننه شو ـ ـ د لګ ساعت د پاره د هغۀ ټولې ویرې ترهې ختمې  شوې ـ د باغ ښکلا یو په دوه وه ـ داسې کومه مېوه وه چې باغ کښې نۀ وه ـ سحر سبا د مرغو ثنا، د پرپرکو الوت، د ګلونو خوشبوي،  یو عجیبه غوندې ماحول وۀ ـ ـ ـ ـ مالي کاکا بوټو ته اوبۀ ورکولے ـ ـ ـ هغه رو رو د مالي خوا ته لاړو ـ ـ ” ښه چارې کاکا!  ” ـ ـ ـ  خوشحال ډیر په مینه مالي باندې سلام واچوۀ ـ ـ ـ ـ ” په خېر بچو راځه راځه چې څه میوې دانې اوخورې ـ اوګوره چې څه دې خوښ وي او شوکوه ” ـ خوشحال د مڼې یوه دانه وشوکوله ـ لاسو کښې اومږله او چق ئې ترینه واخستو ـ ـ “اوهو کاکا دا خو ډیر اعلی ده خوږه او پسته ډېر  خوند ئې وکړو ـ ما خو داسې مڼه خپل عمر کښې نه ده خوړلې ” ـ ـ ـ مالي کاکا په خندا شو ـ ” نو دا ته کوم د  کُرنو زمانو ئې خو پرونے بچے ئې کنه تا لا څۀ لیدلي دي ” ـ ـ ـ  او هغه ته بیا پرونۍ واقعه یاده شوه ـ” کاکا یو تپوس درنه اوکم خفه کېږې خو به نه؟  ـ ـ ـ مالي کاکا خوشحال ته مخ راواړو ـ ـ ـ ” نه بچو د خفګان پکښې څۀ دي ـ شل وارې خو تپوس اوکه ـ ”  خوشحال هغه ته پرونۍ واقعه بیان کړه ـ ” کاکا زۀ سوچ کوم داسې  به څۀ شوي وي چې دلته سخته پهره ده او دوي د ځان ډېر خیال ساتي؟  ” ـ ـ ـ هغه تپوس خو اوکو خو  فکر مند هم شو ـ په زړه کښې اوې چې ”  هسې نه مالي کاکا راته حال او نه وائي  او بد او نه ګڼي ـ ” ـ ـ ـ مالي کاکا هغۀ ته اوکتل ـ ” نه بچو دا خو ټوله دنیا خبر ده  ـ  ډېر وخت کېږي مشر خان لا ځلمے وۀ ـ د لالو دي خان الله دې اوبښي د مشر خان نزدې دوست وۀ ـ ـ ـ د ګلاب کاکا پلار په درمن کښې غنم وباسل،  ماشومان راجمع وو،  ماته اوس هم یاد دي چې د خان کور کښې لاوڼ پوخ وۀ، د چرګانو دیګونه باندې وو ـ په تنور ډوډۍ پخېدې ـ ټول ډېر خوشحاله وو ـ د ګلاب کاکا  پلار تور کاکا غویانو باندې جغ تړلے وۀ ماشومان نمبر په نمبر په ډک  ختل او سورلي ئې خوړه ـ ـ دروزه مېده کیده او غنم ترینه وتل ـ ټول ډېر خوشحاله وو ځکه چې د کلي مشران یو ځاے ناست وو ـ خندا خوشحالي وه ـ د کال دا ورځې به خلکو مدام یادولې ـ د کلي رورولي،  دود دستور ټولو پالل ـ ـ ـ  خپل پردي ټول جمع وو  په دغه ګڼه ګوڼه کښې  دغه وخت خداے خبر څۀ وشو وړومبۍ غلطي چا وکړه چې یو غوبل شو ـ ـ ـ  څوک هم خبر نۀ شو چې کوم یو کس په کوم حمله وکړه ـ او په څه ئې وکړه ـ ـ ـ شور شو،  غوبل شو،  نفسا نفسي شوه ـ هر چاسره د خپل سر بچ کولو غم شو ـ وړومبي خو په ډانګونو یو بل ښۀ وټکولو سُوک سپېړه وشوه او بیا خبره ټوپکو ته لاړه ـ ـ نۀ  تور ګناه او نه سپین ګناه او تباهي وشوه ـ چاپېره غوبل جوړ و ـ  چې د چا په چا لاس بر شو هغه سر وخوړو ـ  مشران او کشران ډب ډېري پراتۀ وو ـ  ـ ـ هغه درمن چې غنم پکښې په دروزه کښې پټ پراته وو د وینو سرۀ شو ـ د خفګان خبره خو دا وه چې غل معلوم نه شو ـ چا دا هر څه اوکړل او ولې او په کوم غرض ئې وکړل ـ خو بس وینې توې شوې ـ ـ ـ ـ  د سبکتګین دي دا دریم نسل دے خو دښمني ختمه نۀ شوه ـ دا تا چې د کوم ځاے خبره کوله چې کشر خان ورته سوچ اوړلے وۀ ـ دا هم هغه درمن دے چې هیڅوک ورته نۀ ځي نۀ د لالو دي مشران کشران راځي او نۀ مشر خان دي څوک ځي ـ ـ ـ ـ  او رښتیا خبره خو داده که د یو بل د ټبر په غلطۍ څوک مخې له ور هم شي نو بیا ترې ډز وباسي ـ ـ ـ هډو بله خبره نۀ وي پکښې ـ دا خو ستا الله اوربشې ډېرې کړې وې چې ګل میر له په مخه ورغلې ـ ته خو لا میلمه ئې دغه خلک خو په څاروو او نوکرانو مزدورانو هم ایله نۀ کوي ـ ـ ـ دغه درمن  د دښمنۍ داسې مرکز شو چې اوس ترینه ټول کلے او قبیله  ډډه کوي ـ ”  مالي کاکا خپله خبره ختمه کړه ـ خوشحال یو شېبه باغ ، بوټو او میوؤ ته اوکتل ـ دې لوے خانۍ ته ئې اوکتل او د سبکتګین په داسې ژؤند ورله ډېر افسوس ورغلو ـ هغه خو دلته د ډېرو ورځو تېرولو په نیت راغلے وۀ خو اوس ئې بس د سبک پاسېدو ته سترګې وې چې څۀ وخت به هغه راپاسي او  دے به پښې اوباسي ـ ـ ـ خوشحال چې چاے اوڅښلې نو د هیچا خبره ئې او نه منله اجازت ئې واغستو او په ګاډي  کښې کښېناستو ـ ـ ګاډي له ئې پښه ورکړه او په شا ئې هم ونه کتل ـ ـ ـ  خو چې کله په هغه لاره تېریدو چرته چې خونړې درمن د لرې ښکارېدو نو یو نظر ئې ضرور اوکتل او د هغه ټول بدن اوبوږنیدو ـ ـ ـ ـ په خلۀ ئې ناساپه د سبک د پاره دعا خوره شوه ـ

“سبکه!  الله دې مل شه ملګریه

نورې ليکنې۔۔۔