اداريه

دا ليکنه شريکه کړئ

 

يا به دا بې ننګه ملک باغ عدن کړم

يا به کړم د پښتنو کوڅې ويجاړې (غني خان)

هر چا وليدل، هر چا واورېدل، هر چا محسوس کړل خو ۔۔۔۔۔۔ [نور به د مينې قيصه چا کوله        خو يا به ما او يا به تا کوله]۔ مولانا خانزېب قتل کړې شو (هغۀ ته شهيد وئيل به د هغوي د قول سره زياتے شي ځکه چې هغۀ خپله وئيل چې ” پۀ شهيد ټکي کښې زمونږ نه قاتل ورک شي“) ۔د مولانا خانزېب سره د امن سپين بېرغ هم پۀ وينو سُور شو۔ سپين بېرغ ټول انسانان د امن علامت ګڼي ۔ پۀ دغه بېرغ ډز پېغمبري اصول د پښو د لاندې شو ۔ خو هغه مُليان چې د ترخ يو جېب ئې د فتوو نه ډک وي هغوي د (صُمّم بُکْم عُمْی فَھُمْ لَا یَرْجِعُوْن) نه کار واخستو۔ پۀ دوه پنځوست زره مدرسو کښې پۀ يوه کښې هم مذمتي بيان جاري نۀ شو۔ سړکونو ته هغوي کله هم قام له نه راوځي ۔ ولې چې د هغوي د مشرانو پۀ مازغو کښې د قام اصطلاح شرک انسټال شوې ده د هغوي ذهني سطح خو نن هم پۀ دغه ولاړه ده چې پرون د دير يو ماشوم پۀ تته ژبه وئيل: ]”تاري“ صېب وائي چې تاسو تافران ئې ”ستول“ ته ولي ځئ[ ۔ جوماتونو کښې خو هر مونځ پسې فضايل اعمال بيانېږي د پنجاب د رېونډ د سوداګرو د دوکاندارو د پاره ارادې ليکلې کېږي ولې چې پۀ تشه اراده هم نېکي د دوي عقيده ده ۔ د الله لار کښې وتل څومره افضل عمل دے ۔ خو دغه لاره چاته چا سمه کړه ۔۔۔؟ ۔

د پښتونخوا اولس چې د مېډيائي چېنلو پۀ وجه د تېرو پينځلس کلونو نه hypnotize کړې شوے دے ۔ دغه چېنلونو پۀ دغه ورځ مهم خبرونه څۀ چلول ۔؟ مونږ ګيله کوو چې پنجابي مېډيا زمونږ مړي ته جانبحق ولې ليکي ؟ زۀ وايم پۀ دې جانبحق هم شکر پکار دے ۔ د هغوي کنټرول (يعنې واګې) خپله يرغمال دي ۔ پښتانۀ لا خو شکر دے خپل يو چېنل هم نۀ لري خو کۀ مستقبل کښې ئې لرل د دې چېنلو د ازادۍ د پاره به هم يو مهم چلول غواړي ۔ لحاظه دغه قيصه او دغه ګيله دې پۀ دغه ځاے ختمه وي چې پنجاب مونږ سره پۀ مېډيا مور د مېرې کوي ۔

رياست چرته ولاړ دے ؟ هغه جنګ چې د تېرو څو کلونو نه مولانا خانزېب او د مولاناخانزېب ګوند عوامي نېشنل پارټۍ چغې وهلې چې جنګي خچرو باندې افغانستان سقوط شو اوس يو ځل بيا پښتونخوا ته راوا ړولي شول ۔ يو بل جنګ ته لام تړلے کېږي ۔ د پېښور هائي کورټ کښې چې د اېمل ولي خان له خوا کوم کېس جمع شوے ؤ پۀ ځاے د دې چې جج صاحب دا مسئله سيريس اخستې وه خو دلته بيا هم هغه خبره ده يو تحريک به د دې عدالتونو د ازادۍ د پاره هم چلول پکار وي ۔ اېمل خان سره ټوپک او ټوپکمار خو نشته چې دغه څلوېښت ذره کسانو ته مخې ته ودرېږي خو هم دغه د اختجاج او دغه د پاکستاني ادارو پارلمنټ او عدالت لاره ده ۔ خو هلته چې خبره وړاندې شي نو صرف دا خبره چې (کون هے اېمل ولي خان) باندې ختمه شي ۔ د پښتنو مړينه د پښتنو قربانۍ نن هم د (کتا مار مهم) برخه ده او پرون هم وه ۔

د مولانا خانزېب سره پۀ ګاډي کښې د پښتون مجلې پۀ هغه ټائيټل (چې د پښتونخوا نقشه پکښې وېنو خوړلې ده) باندې د مولانا خانزېب وينې راغلې ۔ دغه وينو د پښتون مجلې دغه زيړبخښن ټائيټل غلط يا نيمګړے وګرځوۀ ۔ زمونږ خيال و چې پۀ پښتونخوا وېنۀ اخته دي ۔ هغه وېنه د وزير اعلی هاوس د شل روپو يوه دانه بسکټ قام ته پۀ شل زره روپۍ حسابوي، هغه وېنۀ د دوه زره روپو د يو کېک قيمت پۀ دوه لکهـه روپۍ حسابوي ۔ خو د مولانا خانزېب وينه چې پۀ ټائيټل توې شوه نو د پښتون ادارې ته ئې ووئيل چې تاسو ډېرې وړې خبرې راخلئ ۔ پۀ پښتونخوا وېنۀ نۀ دي اخته بلکې وينه پرې اخته ده ۔ د پښتونخوا د وسايلو شوکمار هر هغه وجود پۀ ډز ولي څوک چې د پښتونخوا وطن او د دې وسايلو خبره کوي ۔ دا خبره هډو د بابړې نه رانيسو نه ۔ ځکه چې د Hypnotize قام ياداشت د 2018 يا د 2013 نه اخوا کار نۀ کوي ۔ دا به ډېره نزدې راونيسو چې کله پراجيکټ سونامي، حقيقي ازادي، نيا پاکستان غوندې پراجيکټونه لانچ کېدل نو مقصد ئې صرف دغه و چې پۀ دې سيمه کښې صرف او صرف د (عوامي نېشنل پارټۍ) وجود ختم کړي ۔ څومره ګوزارونه پۀ دې پارټۍ ونۀ شول، څومره الزامونه پۀ دې پارټۍ پورې نۀ شول ؟۔ فضل حميد داوړ پۀ دې مړ کېدو چې عوامي نېشنل پارټي پرېږده ځکه وزيرستان کښې د قام پۀ قيصه هم دغه يو ډله وه ۔ د سوات د وقار خان کورنۍ او د بلور کورنۍ سره څۀ وشول ۔ بس دغه ټکے چې عوامي نېشنل پارټي پرېږده نو معاف ۔ د ميا افتخار يک يو زوے پۀ څۀ مړ شو ؟ هغۀ ته پۀ هر اليکشن کښې هم دغه وېنا وي چې عوامي نېشنل پارټي پرېږده نو چې څومره سيټونه غواړې درکوو۔ هم دغه دهمکي د باجوړ مولانا خانزېب ته وه او هم دغه دهمکي زلمي نثار باز ته هم ده ۔ مولانا خانزېب خو ورته پۀ سپينو ټکو کښې وئيلي وو چې نۀ خو د باچاخان د لارې نه اوړم، نۀ د قام لمن پرېږدم او نۀ د پښتونخوا د شتمنۍ د تبليغ نه قلارېږم ۔ پۀ مولاناخانزېب د ډز کونکي اخري ټکي هم دغه وو (چرته دې هغه قام چې راشي او تا اوس بچ کړي) ۔ دغه ډز کونکي دا احساس نۀ لرو چې پۀ دې قام کښې خو زۀ هم راځم ۔ زۀ ولې دا عمل کوم ؟ ۔ خو بيا هم قام راغئ مولانا خانزېب ئې خاورو ته وسپارو او د هغۀ فکر ئې چم چم، کوڅه کوڅه، در در او هرې درشلې ته ورسوۀ ۔ پښتانۀ کۀ هيڅ ونۀ شول خو دا ئې وپېژندل چې پښتونخوا شتمنه ده ۔ د مولانا خانزېب کتاب شتمنه پښتونخوا هره شپه زر دانې کتاب خرڅېږي ۔ پښتانۀ ئې لکه چې هم د دغه ډز کونکي د خبرې پۀ ضد کښې اخلي ۔ اوس خو هغه د غني خان خبره شوه:

”هغې وې مينه يو ګل دے او تازه وي اوس فنا شي

ما وې يو ګل چې مړاوے سل ګلونه ترې پېدا شي“

مولاناخانزېب يو ګل و پۀ لکهونو ترې پېدا شول ۔ خو اوس هم دغه سوال مهم دے چې د دې خاورې دښمنانو ته هر رنګه پارټي او هر رنګه جنډه قبوله ده خو د 1948ء نه راواخلې تر ننه پورې رياست دغه پارټي او د دغه پارټۍ افکار قبولولو ته تيار نۀ دي ۔ هر چا ته هم دا وئيل چې عوامي نېشنل پارټي پرېږده نو سيټونه درکوو بله څۀ معنه لري ؟ ۔

د پښتنو پۀ خاوره يو جنګ هم هغسې روان دے ۔ دا د وسايلو پۀ شتمن وطن باندې لُوټ تالان روان دے ۔ بهانه به ئې جنګ وي، وينه به د پښتون توئېږي، کور به د پښتون ړنګېږي او کډوال کېږي به هم پښتون خو وسايل به ئې بل څوک وړي ۔ پۀ دې مينځ کښې د باچاخان او د ولي خان ارمان و چې د پښتنو ترمينځه دې راښکلې شوې کرښې ختمې شي ۔ پۀ دغه لړ کښې پۀ اويا کلن تاريخ کښې يوه لويه کارنامه دغه شوې وه چې فاټا د خېبرپښتونخوا برخه شوې وه او دغسې د دې اختيار هم د اتلسم ترميم د لارې لاس ته راغلے و۔ کله چې ډونلډټرمپ اراده څرګنده کړه چې د پاکستان (پښتونخوا) وسايلو کښې دلچسپي اخلو ۔ نو د منرل اېنډ مائنز پۀ نوم باندې يو بل صوبې ته راغئ ولې د عوامي نېشنل ګوند پۀ چيغه باندې دغه بل ته بند ووهلے شو او دغسې دغه لاره بنده شوه ۔ اوس يو خوا کۀ رياست لګيا دے پۀ اتلسم ترميم حمله کوي نو بلخوا واپس غواړي چې فاټا بيا يو داسې بفرزون وګرځوي چې اختيار ئې نېغ پۀ نېغه اسلام اباد ته لاړ شي او دغه پۀ غرونو کښې موجود وسايل پۀ قانوني توګه پۀ اسانه وچت کړې شي ۔ پۀ دې لړ کښې ځنې قبايلي مشران، سياسي مشران او مولانا فضل الرحمان بايد د تاريخ برخه وګرځي چې خامخا فاټا يو ځل بيا تورو تيارو ته بيائي ۔ داسې هم نه ده چې فاټا کښې ګوندې رڼا راغلې ده خو د رڼا چې کوم امېد ښکاري د هغې مخه نيول کېږې ۔ پۀ دې لړ کښې وفاقي حکومت يوه داسې جرګه هم جوړه کړه چې پکښې د پښتونخوا د صوبې کوم قامپرست سړے نشته ۔ دغه جرګه به اول جرګه سسټم بحالوي او بيا به د قبايلي (ملکانو) سره کښېني او هم د دغه جرګې پۀ وساطت به د وطن شتمنۍ د رشوت، کمېشن او ټوپک پۀ زور د جرګې له خوا منظورېږي ۔ ولې عوامي نېشنل پارټي نن هم لکه د نور کله پۀ شان پۀ يوازې سر دغه هر غلا غلطۍ ته مخې ته ولاړه ده ۔

کۀ پۀ خپلو وينو نۀ وم لمبېدلے

پۀ ما مۀ پلتوئ د جمات غاړې

نورې ليکنې۔۔۔