د سنځاوۍ د لېويز سرتېرو د وژنې پېښې د رياست د امنيتي او استخباراتي ادارو کردار تر پوښتنې لاندې راوستی دی! – اصغر خان اڅکزے

@AsgharAchakzaii

(د مارچ پۀ شلمه د بلوچستان پۀ سنځاوۍ کښې د ترهګرۍ پۀ يوه پېښه کښې د لېويزو شپږ سر تېري ووژل شول. د پېښې پۀ درېمه ورځ د عوامي نېشنل ګوند ايالتي مشر او پۀ بلوچستان اسمبلۍ کښې د ګوند پارلېماني ليډر اصغر خان اڅکزی د شهيدانو لۀ کورنيو سره د غمرازۍ د پاره سنځاوۍ ته تللی وو او هلته ئې يو پرېس کانفرنس ته وېنا کړې وه. لۀ اردو څخه مو هغه مهمه وېنا پښتو ته ژباړلې او دلته مو پۀ “پښتون” کښې چاپ ته سپارلې ده.)

وړمه ورځ چې دلته پۀ سنځاوۍ کښې زمونږ د لېويزو شپږ سرتېري چې د دې وطن ساتندويان وو پۀ کومه بې دردۍ سره قتل کړل شول، مونږ د هغوي لۀ کورنيو سره د غمرازۍ د پاره نن دلته راغلي يو.

لۀ ما سره د ګوند مرکزي جوائنټ سېکرتر عبدالمالک پانيزی، د پښتون سټوډنټس فيډرېشن صوبائي صدر ملک انعام کاکړ، د ګوند د مرکزي کمېټۍ غړی جاوېد خان کاکړ او نور ملګري دلته راغلي دي. لۀ مونږ سره دلته د ګوند نور مشران لکه سردار احسان الله دومړ صاحب، سردار فريدالله دومړ صاحب او حاجي امان الله اکا هم تشريف لري.

د پرونۍ پېښې چې پۀ څومره سختو ټکو کښې غندنه وکړو نو کمه به وي خو بنيادي خبره دا ده چې زمونږ پۀ وطن کښې دا ډول دردوونکې پېښه پۀ اول ځل نۀ ده شوې، مونږ پۀ پرله پسې توګه لۀ داسې پېښو سره مخامخ يو او لۀ دې څخه مهمې پوښتنې راولاړېږي.

يوه پوښتنه دا ده چې کله د دې ټولنې ساتندويان خوندي نۀ وي نو بيا به پر دې خاوره اوسېدونکي غېر وسلوال، سوله ايز او خواريکښ خلق خپل تحفظ څۀ ډول يقيني ګرځوي؟

بله مهمه پوښتنه چې زمونږ پۀ شان سياسي کارکنانو ته احساسېږي، هغه دا ده چې د دې ډول پېښو غندنه مونږ ټول کوو خو د دې ملک سيکورټي ادارې د داسې پېښو غندنه ولې نۀ شي کولې؟ دا سوال ځواب غواړي چې د خلقو او سيکورټي ادارو تر منځ واټن يا کرکه ولې زياتېږي؟ پرون چې دلته پۀ سنځاوۍ کښې پۀ زرګونو خلق د احتجاج د پاره راغونډ شوي وو، پۀ هغوي کښې هېڅ چا ته هم پۀ غوږ کښې کومه نعره نۀ وه وراچول شوې، هغه نعرې خلقو پۀ خپله وهلې؛ دا کرکه ولې زياتېږي او د دې پايلې به څۀ وي؟

مونږ خو چې سنځاوۍ ته راغلو نو تر دې حده مو واورېدل چې دلته د لېويزو د شهيدانو سرتېرو کورنيو د سيکورټي ادارو خلق پاتا او دعا ته هم نۀ دي پرېيښي.

يقيناً داسې يو تاثر لټېږي چې کوم “ښۀ طالبان” دي، د هغوی پۀ ذريعه زمونږ افغان وطن بربادوي او چې کوم “بد طالبان” دي د هغوي پۀ ذريعه زمونږ دا وطن بربادوي. د دې “ښو طالبانو” او “بدو طالبانو” تصور نۀ يواځې مونږ پۀ دې ملک کښې دننه پر يو او بل بې باوره کړي يو بلکې د دې لۀ کبله د دنيا جهان ګوتې هم پر پاکستاني رياست باندې پورته کېږي.

مونږ داسې فکر کوو چې د پلواما تر پېښه مخکښې پر ترهګرو تنظيمونو بندېز لګول پکار وو چې د هندوستان پۀ شمول چا هم پر مونږ ګوته نۀ وای پورته کړې.

پر پاکستان الزام ولګول شو چې پۀ نړیواله منډۍ کښې د اټومي توکو پۀ کاروبار کښې ککړ دی. اول انکار وشو ، نړۍ ته د باورو ورکولو د پاره هر ځای ته لاړو خو پینځلس ورځې يا يوه مياشت پس د اېټم بم خالق عبدالقدير خان د خلقو پۀ وړاندې راوستل شو او هغۀ اعتراف وکړ چې هو! دا کار ما کړی دی.

ايا دا کار قدير خان پۀ يواځې سر کړی وو؟

هم دغسې پۀ 1978 کښې پۀ ګاونډي افغانستان کښې يوه پېښه وشوه؛ پاکستان د افغانستان د حکومت ټول مخالفين دلته راغونډ کړل، د جهاد نوم ئې ورکړ، د ټولې نړۍ ترهګر او فراريان ئې دلته د پښتنو پۀ وطن کښې ځای پر ځای کړل، زمونږ د ګوند مشرانو دوي ته بيا بيا ووئيل چې خدای ته وګورئ دا کار مۀ کوئ، د دې پايلې به ښې نۀ وي؛ کوم وطن ته چې تاسو نن اور لګول غواړئ، سبا به هم دغه اور تاسو پۀ خپلو منګولو کښې اخلي، چا څه ووئيل چا څۀ خو نن څلوېښت کاله پس خلق دې نتجې ته رسي چې دا پۀ حقيقت کښې مونږ نن د پرون د غلطو پاليسيو سزا خورو.

مونږ د بلوچستان پښتانۀ نن داسې احساسوو چې کوم جنګ چې زمونږ قبائلي سيمې تر ستونې تېرې کړې، کوم جنګ چې زمونږ خېبر پښتونخوا تباه و برباد کړه، هغه جنګ نن زمونږ (جنوبي پښتونخوا) تر دروازې پورې رارسېدلی دی. پۀ قلعه سېف الله کښې لۀ لېويز رسالداره نيولې د څلور لېويز سرتېرو د د وژنې تر پېښې پورې، پۀ پښين کښې پېښې، پۀ بوري کښې پرله پسې پېښې او بيا پرون دا د سنځاوۍ پېښه – خو پۀ دې ټول صورتحال کښې يوه خبره دا د اندېښنې وړ ده چې خلق او سيکورټي ادارې پر يوه پاڼه نۀ دي؛ مونږ يو او بل ته د شک پۀ سترګه ګورو. د سيکورټي ادارو دا فرض جوړېږي چې خلقو ته دا باور ورکړي چې دوي به دې ترهګرو ته ځان رسوي او دا به پۀ هر صورت لۀ منځه وړي خو کۀ هم داسې پېښې پۀ تسلسل سره روانې وي او هم داسې شکونه او بې باورۍ غوړېږي نو د دې پايله به اخر څۀ راوځي؟

د اتم اګست 2016ز تر پېښه مخکښې څو ځله دا هڅه شوې وه چې د بلوچستان وکيلان لۀ منځه يوسي. يو وار ئې بېرسټر امان الله اڅکزی وواژۀ او د هغۀ پۀ جنازه کښې دا پلان شوې وه چې د اتم اګست پۀ ډول پېښه به کوي، چې هلته کامياب نۀ شول نو بيا ئې يو بل وکيل چې علوي نومېدۀ، د هغۀ پۀ جنازه کښې ئې هم دا پلان درلود خو چې هلته ئې هم بريا پۀ برخه نۀ شوه نو اخر ئې بلال کاسی قتل کړ او د هغۀ پر مړي چې وکيلان سره راغونډ شول نو هغوي ئې پر اتم اګست پۀ انتهائي بې دردۍ سره لۀ منځه يوړل. نو چې کله يو ترهګر قوت دومره لوی نېټ ورک ولري چې د درو پرله پسې پېښو وروسته د اتم اګست پۀ شان پېښه کولو کښې بريالي کېږي نو بيا به سوالونه خامخا راپورته کېږي. دا پۀ اربونو روپۍ چې دلته پر دې سيکورټي او استخباراتي ادارو خرڅېږي، دا بيا د څۀ شي ادارې دي؟ دا ادارې د ترهګرو تر نېټ ورک پورې ځان نۀ شي رسولی خو زما غوندې يو سياسي کارکن تر موبائل فون پورې ځان رسولی شي. خلق خو به سوال کوي. پۀ ځانګړې توګه زمونږ پۀ بلوچستان کښې چې کوم اخراجات د سيکورټي پۀ برخه کښې کېږي نو بيا به سيکورټي ادارې د دې ځای خلقو ته خامخا ځواب ورکوي، دوي جوابده دي.

مونږ چې نن پۀ سنځاوۍ کښې پۀ شهيدانو لېويز سرتېرو کښې د چا پاتا ته هم تللي يو نو پۀ هر پاتا کښې مو د چا د پلار، ورور، يا زوي لۀ خولې دا اورېدلي دي چې مونږ لۀ پینځلس شلو ورځو څخه دا محسوسول چې د داسې کومې پېښې تياري روانه ده؛ څوک وائي چې پۀ دوو فورنر ګاډو کښې مو د شپې پر دومره بجې خلق وليدل، څوک وائي چې سهار درې بجې مو وليدل، تر دې حده لا وئيل کېږي چې پینځلس شل ورځې مخکښې د اينټليجنس رپورټ پر بنياد دا اطلاع هم ورکول شوې وه، مونږ تر دې حده هم اورېدلي دي چې لۀ دې شهيدانو څخه زياترو خپل ډيپارټمنټ ته دا رپورټ هم ورکړی دی چې مونږ ته کالز راځي خو د دې باوجود پر دې تاڼه دا لېويز والا داسې وساتل شول چې لۀ هغوي سره وسله هم نۀ وه – اول خو پکار وه چې حکومت د دوي سيکورټي ته پاملرنه کړې وای، پوره وسله ئې ورکړې وای خو نۀ وسله ورکړل شوه او نۀ د سيکورټي مسؤولو خلقو ته د اطلاع ورکولو برڅېره څۀ وکړل شول، بيا پېښه وشوه او لۀ پېښې وروسته تر نن پورې څوک و هم نۀ نيول شو.

مونږ وينو چې نن هم زمونږ ګېر چاپېره زمونږ پۀ ښارونو کښې، زمونږ پر سړکونو خلق د تورو ښيښو پۀ ګاډو کښې ګرځي، لۀ هم دغه طريقه کار سره کوم طريقه کار چې ئې پۀ سنځاوۍ کښې خپل کړ. دا جنګ چې پۀ کومه توګه لۀ يوه ځايه بل ځای ته انتقالېږي نو بيا به تحريکونه سر راپورته کوي، د خلقو د صبر پياله چې ډکه شي بيا به څڅېږي، د خلقو نازولي چې مسلسل پۀ داسې جبر ورځنې تروړل کېږي، بيا به خلق سوالونه څۀ چې د هر ډول قدم پۀ پورته کولو کښې کوم باک نۀ کوي.

لکه ما مخکښې ووئيل چې ما اورېدلي دي چې دلته خلق اوس د امنيتي ځواکونو مسؤول افسران دعا (لاسنيوي) ته لا هم نۀ راپرېږدي، دا زمونږ پۀ رواياتو کښې نۀ وو، زمونږ پاتا ته دښمن لا هم راتللی شو، داسې خو نۀ ده چې زمونږ او د دوي پۀ منځ کښې کرکه د دښمنۍ تر حد هم اوس اوښتې ده؟ دا خبره خو ډېره اسانه ده او مونږ ئې لۀ مودو اورو، دا بيان لکه پۀ پرېس کښې چاپ پروت وي چې پۀ دغه پېښه کښې پلانی ککړ دی او پۀ هغه کښې پلانی؛ کۀ د دښمن ايجنسۍ ستا تر کوره پورې رسېږي نو تاسو چرته ياست؟ کۀ مونږ دا و هم منو چې دا د دښمنانو نېټ ورک دی خو چې د يو دښمن ايجنسۍ زمونږ تر کوره پورې رارسېږي، نو دلته چې ځانونه د دې رياست د تحفظ مسؤولين ګڼي، هغوي بيا چرته دي؟

بله خبره دا ده چې پر داسې پېښو چې پۀ زرګونو خلق راغونډېږي او احتجاج کوي، ايا د هر يوۀ کس پۀ غوږ کښې ور اچول شوي دي چې تۀ به دا وايې او هغه به دا؟ يو څۀ خو شته، يو واټن خو شته. يوه بد اعتمادي خو زياتېږي. کۀ بې باوري نۀ وای نو د خلقو پر ژبو به دا خبرې نۀ وای.

دې ټولو ټکو ته پۀ کتلو سره مونږ دا غوښتنه کوو چې زمونږ وطن دې نور د ترهګرۍ لۀ ژامو څخه راويستل شي ګنې پۀ مستقبل کښې به د دې د خطرناکو پايلو مخ ته څوک هم ټينګ نۀ شي.

مونږ اوس يو داسې قام يو چې پۀ مونږ کښې به څوک هم داسې نۀ وي چې د پلار، زوي، ورور، ورارۀ، عزيز يا کليوال پۀ وينو لړلې جنازه به ئې نۀ وي پورته کړې. خدای مۀ کړه چې د دې جنازو پۀ پورته کولو پورته کولو سبا کوم بل ځای ته سره ورسېږو.

دا مونږ ته هم پته ده او تاسو ته هم چې څۀ زمونږ د انتظاميې يا صوبائي حکومت پۀ وس کښې دي او څۀ نۀ. د سنځاوۍ غوندې پېښو پۀ حقله چې خبره کوو نو د دې مخنيوی د رياست د هغو ادارو پۀ وس دی چې ځان د دې ملک لۀ سرحداتو سره سره د ملک د داخلي چارو مسؤولين هم ګڼي او پۀ دې لړ کښې پۀ کهربونو روپۍ وړي. پر هم دغو ادارو ټوله ذمه واري راځي او دا ادارې تر صوبائي حکومت نۀ بلکې تر مرکزي حکومت لاندې دي.

کۀ دا ادارې پۀ سنجيدګۍ سره ګامونه واخلي نو منټ څۀ چې پۀ سيکنډ کښې مونږ لۀ دغو حالاتو څخه راويستلی شي. دا د حکومت او يا زمونږ غوندې سياسي کارکنانو پۀ وس کښې نۀ ده، دا کار چې د چا پۀ وس دی يا ئې څوک مسؤول دی، پر هغوي مونږ د اسمبلۍ پر فلور خبره کړې ده، کۀ سيکورټي ادارې پۀ خپل مسؤوليت پوره کولو کښې ناکامه شوې دي نو پارلېمان ته دې ځواب ووائي. مونږ عوامي نېشنل ګوند د بوري پر پېښه پۀ اسمبلۍ کښې تحريکِ التواء پېش کړی ؤ او پر دې پېښه به هم پر 25م يا 26م مارچ د اسمبلۍ پر فلور پۀ څرګنده خبره کوو.

مونږ د قلعه سېف الله د يو مېړني لېويز رسالدار او نورو مېړنيو لېويز ځوانانو د وژنې د پېښې، د پښين او بوري د پېښو د شهيدانو لۀ کورنيو سره د مرستې هڅه کړې وه، پۀ سنځاوۍ کښې چې دا کوم لېويز سرتېري شهيدان شوي دي، پۀ هغوي کښې د ډېر زيات افسوس وړ شهادت د پینځو خوېندو د يواځيني ورور دی؛ پلار ئې هم مړ دی، يوه مور او پینځۀ خوېندې ئې پر کور پاته دي، د دوي د ډاډګيرنې او تسلۍ د پاره به مونږ د حکومت پۀ توګه تر هره حده پورې د تللو هڅه کوو. مننه

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …