د هغۀ وژل ولې اړين و ؟—ډاکټر سميع الدين ارمان

دا ليکنه شريکه کړئ

د امريکا د براون پوهنتون د تهامس جے واټسن سکول اف انټرنېشنل اېنډ پبلک افېئرز د يوې پروژې چې د کاسټس اف وار/د جنګ قيمتونه نوم لري مطابق امريکا د کال دوه زره يو نه تر د کال دوه زره يويشتم پورې په افغانستان کښې په جنګ $2.313 ټريلين ډالرې لګولې دي. عجيبه خبره دا ده چې دې لګښت کښې دوي افغانستان سره سره د پاکستان ساحو کښې شوي اپرېشنونه هم شماري. دا هغه خرچ دى چې په دې د سود تناسب شامل نۀ دى او څۀ نورې لازمي خرچې هم د دې نه علاوه دي. د ناين الېون نه پس د دغه لازمي نور خرڅونو سره د ياد رقم کچه پينځۀ اشاريه اتۀ ټريلينه ډالره ته رسيږي. د نامعلومو خرڅونو شمېره چې هم ورسره شامله کړو نو دا رسا اتۀ ټرېلينه ډالره جوړېږي. د نېټو فورسز د خپلو خدمتونو مد کښې د کال دوه زره اووم نه تر د کال دوه زره يويشتم پورې درې اشاريه څلور بلينه ډالره لګولې دي. په دې کښې غټه خرچه د افغان نېشنل ارمي لپاره د جوړ شوي ټرسټ فنډ برخه وه. اوس هم د دغه پوهنتون د شمېرو مطابق د مرګونو قطار لږ ننداره کوو.

“The Costs of War Project also estimates that 243,000 people have died as a direct result of this war. These figures do not include deaths caused by disease, loss of access to food, water, infrastructure, and/or other indirect consequences of the war.”

په دې دوه لاکهه او درې څلوېښت زره مړو کښې يو لاک شپږاويا زره دوي افغانيان شمار کړي او اووۀ شپېتۀ زره ئې پاکستانيان شمار کړي. په دې کښې دوه زره درې سوه څليريشت امريکني عسکر، څۀ د پاسه څلور زره امريکني کنټرېکټرز شامل دي. د پاکستان اووۀ اتيا صحافيان او د افغانستان څلور اويا صحافيان هم د دې شمېر برخه دي. په دې مرګونو کښې د افغانستان د عام اولس د مرګونو شمېره شپږڅلوېښت زره نه پورته ده، دا رنګ هم دې جنګ کښې د پاکستان د عام اولس د مرګونو برخه پکښې څليريشت زره نه زياته ده.

)ټېبل (1

يو مهم سوال دا هم دے چې دې لګښتونو کښې دوي د افغانستان سره د پاکستان شمېره ولې کوي؟ کۀ د جنګ د اغېز لازمي اوختون له وجې ئې کوي يا د بدنام ترين جواز “کولېټرل ډېمج” تر لاندې ئې کوي نو د ايران او تاجکستان حساب پکښې ولې نۀ کوي؟ دا د جنګي اقتصاد د ډرامې د عسکري تهېټر حرکيات په ګوته کوي. هغه دسيسې او تزويراتي ژورتيا چې زمونږ په منطقه کښې ورته د مذهبي امرتعبدي سکښتي ګنډلې کيدۀ او باچاخان او ولي خان ورته امورِسياست وئېلو باندې تاکيد کولو اوس د امريکا معتبرو ادارو او معتبرو وګړيو سره سره زمونږ د وطن سياستمدارانو او عسکرو هم ورته د فساد، فتنه او خوارجو افېشل نومونه ورکړل! د ولي خان او اسفنديار ولي خان دا د کاڼي کرښې په شان خبره چې د پښتونخوا او پاکستان امن او بې امني د افغانستان د امن او بې امنۍ سره فطري تړلي دي، نه هېڅ يو صاحبِ عدل وګړى انکار نۀ شي کولى! د افغان جنګ هر مستند اواز او تحرير د دوي د فطانت ګواهۍ ورکوي. بل دغه د مرګونو او ډالرو شمېرې تر دې ډېرې زياتې دي. دوي پخپله وائي چې ټپيان او بلواسطه متاثرين د دې نه علاوه دي او تړلې نامعلومې خرچې او وسلې د دې نه علاوه دي! په دغه ټېبل کښې دا د “کنټرکټرز” نومې خانه په خپل کومي کښې بلها نامعلوم عناصر پټوي. هم دغه شان خانې نن هم دې جنګي اقتصاد ته د دوام درباريتوب په نخرو ترسره کوي.

مولانا خان زېب د دې جنګي اقتصاد په شا د موجودو لوبغاړو، پاليسيو او مفکورو نه خبر وۀ. د دوي په رګ رګ کښې ناست وۀ. په دغه ډرامه چې لا دوام لري ئې ټول اولس خبرولو نو د هغۀ وژل به اړين نۀ وۀ؟

پاکستان کښې د سوېلي پښتونخوا نه پس د خېبر پښتونخوا صوبه د وسايلو په کچ مالدارترينه صوبه ده. دا مالداري په بېلابېلتوب کښې هم لاساري ده. دلته د metallic and non-metallic minerals نه علاو د غميو متعدد کانونه او درنګونه دي. ماربل، ګرېنايټ، زمرد، ياقوت، limestone, phosphates, gypsum, soapstone نه علاوه نور بلها معدنيات په دې خاوره کښې پراتۀ دي ٢. د صوبې په سوېل کښې مو د Iron Ore د دوه سوه مليونو ټنونو خزانې خوندي دي. په سوات کښې صرف د شموزو په ليکه کښې د 15.888 مليونه کېرټه زمرد متوقع دي. دلته د نورو داسې ليکو په شمول د زمردو د کانونو وايه پنځوس کلوميټره نه اوړي. د نړۍ په کچ چې کوم لس ملکونه تر ټولو زيات کرومايټ پېدا کوي پښتونخوا په هغې کښې يوه ده. د معتبرو شمېرو مطابق دلته څلورنيم ميليونه ټنه د کرومايټ خوندي خانې دي. نوښار، صوابۍ، کرک او ټانک کښې د سرو د درنګونو جوت امکانات دي.٣

زمونږ په صوبه کښې هغه نور متوقع معدنيات چې د ټنونو په مقدار قوي ساينسي امکانات لري خو دريافت کولو لره ئې پروژې پکار دي هغه دا دي.gold, tungsten, silver, platinum, nickel, copper, lead, zinc, antimony, and molybdenum

د خېبر پښتونخوا د کال دوه زره پينځيشتم د شمارياتو مطابق سږکال د معدنياتو مد کښې درې چنده اضافه شوې ده. هم په دې کال کښې د معدنياتو محصولات پينځۀ اشاريه څلور بليونه روپو ته رسيدلې دى. د وزيراعلى د وېنا مطابق د دې مد د مالکانه حقونو د امدن کچ د پينځنيم بليونو نه دولس بليونه روپو ته اغوښتې دى٤. دا رنګ په شلګونو نور قدرتي وسائل د دې منطقې په خاوره کښې خوندي دي چې مولانا خان زېب خپل کتاب شتمنه پښتونخوا کښې خوندي کړي دي. هغۀ په دې اولسي پوهه خوروله چې د دې خزانو مالکان څوک دي؟ د دې واک چا سره دى؟ دا په ائين او قانون د چا دي؟ د دې ارزښت څۀ دى؟ د دې سيمې ته کومه برخه ملاوېږي او ملاوېدل پکار دي؟ د دې تخمينه څومره ده؟ دا د دې سيمې د څو څو نسلونو ژوند ژواک سياله کولې شي کۀ د دې مبني بر عدل تقسيم کار وشي؟ د دې لپاره لاره ګودر کومه يوه ده؟ دې کښې خنډان کوم کوم دي؟ تر دې دمه ئې واک د چا سره دى؟ د دې واک د مستقل پلي کولو لپاره دروني او بېروني کومې دسيسې روانې دي؟ ظاهره ده دا واړۀ ګناهونه نۀ دي! کومه کومه ګناه کښې د معاف کولو وۀ؟ ګواښ کونکيو خو ورته خپله غاړه خلاصه کړې وه چې يا کلى اولس پرېږده او يا پارټي پرېږده نو هغه يو ته هم تيار نۀ وۀ!

باجوړ کښې اولسي سياست او شعوري کچه پورته کول وړه ګناه نۀ ده. دا هغه مرکز دى چې د لوئې لوبې په دې تېرو څلورو لسيزو کښې ورته غېرمعمولي حېثيت ترلاسه دى. د دې لاملونو کښې جغرافيائي موقعيت، د هغه جوړه کړې شوې تزويراتي ژورتيا زړې اثاثې، د کنټرول واګې او د سوداګرۍ د بېلابېلو اختيارونو ترلاسه کېدۀ دي. د دې حېثيت نه نوره ډېره ژور پوهې لره کۀ د فخر کاکاخېل کتاب “جنګنامه: طالب سے داعش اور گلگت سے گوادر تک گریٹ گیم کی کہانی” په ځيرکتنه وګورو نو د باجوړ مرکزيت په اسانه مدرک کولې شو. د دې مرکز زړو اثاثو کښې هغه سکښتي چې ما ورته پورته اشارات وکړل، مولانا چېلنج کول. د مذهبي توضيحاتو هغه ورژن چې د سياسي او اقتصادي مفاداتو جګړې ته به ئې د امرتعبدي جامې اغوستلې مولانا د دې حقيقت څرګندولو. هغۀ جولاني، حولاني او کرماني په کمال علمي مهارت سره رد کول. هغۀ د ابن تېميه ابن قيم او ابن جوزي سره د اختلاف لپاره استدلال هم لرلو او سليقه هم ورتله. هغۀ د سياق و سباق د ساينس سره د انطباق د ساينس نه هم باخبره وۀ. د فتوې د اداره جاتي پکاروَنې نه هم باخبره وۀ چې په کوم کوم دور کښې کوم کوم دربار د دې انسټيټيوټ نه سياسي مفادات ترلاسه کړي دي. هغه د فقهې او سيرت د علمي څانګو په مغز پوهه وۀ. هغۀ د سيرت نه غښتلې رهنمايي د فقهې د انتظامي پابندۍ په توره نۀ حلاوله. د شريعت او سياست د مقاصدو په ځانګړنو بيخي رسا رسا پوهه وۀ. په دې پړاو کښې د اولس د بې لارې کولو هره مخه دۀ نيوله. د صلح کل يو داسې مجسم روح وۀ چې د فخر افغان باچاخان بابا هغه ياد ئې په کرمه کښې تازه کړو کوم چې بابا د افغانستان د شيعه سني فساداتو ختمولو کښې يا د هند د ګجرات د فساداتو په ختمولو کښې د تاريخ وياړمنه برخه جوړه کړې ده. مولانا هم او باچاخاني هم؟ دا ګناه د معاف کولو نۀ ده، دې خو د مولانا ترخوي، مولانا عنايت الله، مولانا اسرائيل او مولانا شاکرالله احيا کوي! دې د تورلالي کاکا نوم اخلي، دې د مولانا ازاد، مولانا عبېدالله سندهي، حضرت مدني، حفظ الرحمان سيوهاروي ذکر کوي. دا خو ټول “باغيان” وو په ډېرو پکښې فتوې هم لګېدلې وې! بايد دې اووژل شي!

بله نۀ معاف کېدونکې ګناه د مولانا خان زېب دا وه چې دۀ سياست ته عبادت وئېلو. نو سياست خو کوچري ده، غلا ده منافقت دى، سوداګري ده، ګڼکپي ده، بدمعاشي ده. دا د سپينې جامې کار خو نۀ دى. سياست خو دهوکې ته وائي! زمونږ د روزمرې برخه ده چې غټ ګڼکپ ته وايو هغه غټ سياستدان دے! دلته ډېر ستر ستر شاعران دا وائي چې

میرے وطن کی سیاست کا حال مت پوچھو

گری ہوئی ہے طوائف تماش بینوں میں

ګويا سياست بدنام، طوائف بدنامه او تماش بين نېکنامه! مولانا خان زېب د دې ټولو حقيقتونو نه منکر وۀ! دا انکار د معاف کولو وۀ؟

تۀ ګوره کنه دۀ باجوړ غوندې علاقه کښې د جينکو لپاره کالجونه غوښتل! دۀ د فن او هنر بډائنه وئېله. ټپې به ئې کولې او ليکلى نو دا د يو مولانا سره ښائي څۀ! مړه د لېونو سره به په زمکه کېښناستو. مشاعرې به ئې بيلې کولې، په سوونو درونو به لکه هردرى ګرځېدو. د دې مطلب دا دى چې نمودنمائش هم پکښې ډېر زيات وۀ!

هغه ټولنه چرته چې د قلم په ځائى ټوپک د انسان وياړ ګڼلي شي. چرته چې د غېرت په نوم قتل کلتوري جواز لري. چرته چې ښځه يا د کور او يا د ګور وي. چرته چې جنګ د مړانې پېمانه وي. تشدد د مردانګۍ علامت وي. تربورولۍ د دشمنۍ صورت په وياړ خپل کړي وي. چرته چې معافۍ ته کمزوري وئېل کيږي. چرته چې عدم تشدد ته سوچه بېغرتي وئېل کيږي. عدم تشدد د هندوانو تقليد منلې کيږي او تشدد ته بېځايه سپېځلتيا بخښلې کيږي مولانا خان زېب هلته د عدم تشدد وکالت کولو. او خلقو د دۀ وکالت منل پېل کړي وو. دا ډېره خطرناکه خبره وه.

هغه د تاريخ يو ماهر استاذ هم وۀ. د باجوړ تاريخ کښې به د شين کوټ کلي د کېسکټ نه څومره باجوړيان خبر وي؟ د منندر باچا دلته تېر شوى واک او ژوند نه څومره خلق خبر دي؟ د دې خاورې دخروشتي ژبې د اثارياتو په ذخيره به څومره وګړي خبردار وي؟ دې خاورې کوم کوم ناتارونه ليدلي؟ کوم کوم مشاهيرو ته ئې غېږه پرانستې ده؟ دا د ماقبل مسيح دورونو ګواه زمکه په خپله سينه کښې کوم کوم رازونه لري؟ په دې ټولو کۀ د ګوتو په شمار څوک خبر وۀ نو مولانا خان زېب په دې کښې يو وۀ. دۀ په هغه دور کښې چې سائنس د خپلې خودسرۍ په زور او واک تمامي علمياتي منهجونه او معراجونه خپل غلامان ګڼي د ارټ ادب کلتور او تاريخ شمله جيګه ساتلى ده. د افسوس او بدبختۍ خبره دا ده چې پښتنو داسې ډېر غمي د خاورو سره خاورې کړي دي. د پردو دسيسو او خپلو جهالتونو وهلي دې بدبخته قام چرې هم کوم خپل اتل او خېرخوا په ژوند اونۀ نازولو. دا څومره ړنده دووسي ده چې ستا د ريښتينولۍ لپاره ستا علم، عمل، کردار، تاريخواله او مړانه ټول ناکافي دي. دلته به سر ورکوى نو ستا د اخلاص به اعتراف کيږي. دا کومه پېمانه ده! د دې ستر جهالت نه به مونږ کله راوځو! ريشتيا خو دا ده چې ما ته اوس سر ورکول هم د اخلاص لپاره ناکافي ښکاري ځکه د مولانا خانزېب د لارې ملګرو څومره سرونه ورکړل خو دا قام نۀ پوهېږي؟ ما به په دې خبره اکثر د مولانا خان زېب سره بحث کوو خو هغۀ نۀ منله چې قام ګرم دى! هغۀ وئېل دا قام پوهول غواړي. دا ښکېل دى. دا مظلوم دى. دا په نفسياتي توګه مات کړى شوى دى. دغه ماتې ګنډل غواړي. نو ما به ورته وېل چې مولانا نور به څومره وخت او قربانۍ غواړي؟ دۀ به وېل د قامونو د عروج او زوال نه خو تۀ زما نه زيات خبرداره ئى مړه! حوصله لويه ساته، مزل لا ډېر دى. کردان په کوم ځائى دي او ترکان چرته دي؟ يمنيان کوم ځائى دي او أل سعود چرته دي؟ شام دړې وړې دى او قطر کوېت نۀ دى دړې وړې! يوه ورځ به لکه د چينيانو زمونږ اجتماعي شعور هم مونږ ته د راکړې جمع شويو پېغورونو ادراک وکړي. زۀ چې کله هم مايوسه شوى يم دغه وژل شوي سړي ما ته ستره حوصله راکړې ده. په ما کښې ئې د نوي توان او ځواک زېږولو به يو داسې هڅه وکړه چې ما به ځان راټول محسوس کړو. يو ثبات به مې بياموند. اوس راته ځان د انساني طبيعت د مجبورۍ له مخه داسې يتيم يتيم ښکاري.

 

حوالې

1:https://watson.brown.edu/costsofwar/figures/2021/human-and-budgetary-costs-date-us-war-afghanistan-2001-2022

2:https://gandharagems.com/blogs/blog/pakistan-s-gemstones-minerals-an-overview

3:https://kpboit.gov.pk/mines-mineral/

4:https://tribune.com.pk/story/2532143/province-sees-200-surge-in-mineral-royalties

ماخذات

  1. شتمنه پښتونخوا، مولانا خان زېب
  2. باجوړ د تاريخ په رڼا کښې، مولانا خان زېب

 

 

نورې ليکنې۔۔۔