نن د ملي شهيد مولانا خانزیب صېب رور په پاڅون کښې یوه ډيره مهمه خبره ښکاره کړه، هغه وویل، چې خانزیب صېب ته هم دا پیغام ورکړل شوی و، ” چې ګوند پرېږده، نو ژوندی به پاتې شې!”همدغه پیغام پخوا فضل حميد داوړ ته هم ورکړل شوی و، “که ګوند پرېږدې، بچ به پاتی شی!” خو نه فضل رحیم داوړ خپل ګوند پرېښود، او نه مولانا خانزیب صېب! نو اوس پوښتنه دا ده؟ چې ولې دا ډول پیغامونه یوازې عوامي نیشنل ګوند ته راځي؟ .په دې وطن کې خو نور هوم ډېر خلک سیاست کوي، خو ولې همېشه د عوامي نشنل ګوند سیاستوال ټارګټ کيږي؟ ۔ځواب ډېر صاف، ساده او ژور دی!! عوامي نیشنل ګوند خو نه پاکستان پر نوم سیاست کوي، نه د مذهب په نوم، او نه د څوکۍ یا اقتدار لپاره! ځکه چې عوامي نشنل ګوند سیاست نه د ریاست د بقا لپاره کوي، نه د اسلام په نوم جذباتي سوداګري کوي، او نه د څوکۍ یا اقتدار له پاره مصلحت کوې، دا ګوند هغه سیاست کوي چې د ولسواکۍ، امن، د خپل اختیار، د ترهګرۍ ضد، د پښتونخوا خودمختارۍ، او د باچاخاني فکري اثاثې دوام لپاره کوي، دا سیاست د قربانیو، د اصولو، او د شعوري مبارزې سیاست دی، نه کې د وقتي، جذباتو، یا کرسیو لپاره سیاست ۔ دا ګوند د ولسواکۍ، د امن، د ترهګرۍ پر ضد، د «خپلې خاورې خپل اختیار»، د انتها پسندي ضد، او د پښتونخوا د خودمختارۍ لپاره سیاست کوي، د باچاخان او ولي خان له فکره راوتلی دا ګوند، که هرڅومره په شعوري یا غیر شعوري توګه وځپل شو، خو په خپل دریځ، بیانیه او اصولو ولاړ پاتې شو/دې ۔ داسې سیاسي موقفونه، چې د قام له ویښتابه، د خلکو له شعوره، او د جمهوريت له بنسټونو سره تړاو لري، همیشه د پنځم جنريشن وارپير تر مصنوعي فضا او بيانيو لاندې وي/ټارګټ کيږي، ځکه دا جګړه د ټوپک نه وي، بلکې فکري، شعوري، نفسیاتي جګړه وي، همداسې خو دا ټول خاموش پیغامونه، دا پر قربانیانو پروپاګنډی، د بیانیې وژنه، دا هر څه تصادفي نه وي، دا یو شعوري، مسلسل، او خاموش یرغل وي ۔د سیاستوال د وژلو هدف یوازې جسم نه وي، بلکې بیانیه یې وژل وي، د فکر ریښې پرېکول وي، د ولس حافظه پاکول وي، ځکه خو کله چې یو سیاستوال د امن او ولسواکۍ لپاره شهید شي، نو هغه یا “خاموش شهید” ګرځول کېږي، یا پرې دروغجنه پروپاګنده کېږي ۔ دا ټولې هغه خبري دي چې د پښتون ولس شعور یې “هېجک” کړی دی، پښتون ته چا د دین په نوم دروغ وویل، چا د پاکستان په نوم، چا د نوي پاکستان په چُغو، او له بده مرغه ولس د دغو جذباتي، لنډمهاله، او سازشي بیانیو ښکار شو، نو هوم په دغه لړ کښې سیاست ځای کنځلو ونیوله، د اخلاقو ځای بغض او تعصب، «عين تر دې چې د امن غوښتنه خلکو ته یو ثانوي، غیرضروري موضوع ښکاره شوه ۔او همدلته ظلم دا دی چې چا چې د امن او سوکالۍ لپاره خپل سرونه قربان کړل، هغوی هېر کړل شول، هغوی پسې نوې پروپاګندې جوړې شوې، او د دوی سپېڅلې مبارزه یې د دروغو بیانیو تر سیوري لاندې پټه کړه ۔ خو د عوامي نیشنل ګوند دریځ پرون هم “امن، خپله خاوره، خپل اختیار” و، او نن هم په همدغه ځای کلک ولاړ دي! که څوک د دې ګوند په آیین یا بیانیه کې تضاد راوباسي، موږ تیار یو چې وغږېږو پرې ۔خو که د چا فکري معیار دومره ټیټ وي، چې اصول ورته تضاد ښکاري، نو هغوی ته خو هر څه ګډ وډ ښکاري بيا اسې هوم، ځکه دا ګوند د یوې کرسۍ دپاره نه، بلکې د نسلونو د فکري بیدارۍ او سیاسي ویښتابی لپاره قرباني ورکړې/ورکوي ۔که د عوامي نیشنل ګوند بیانیه، ایین، او فکر درک کول غواړيۍتاسو، نو د قبایلي ذهنیت او د عمرانزم له تنګه فریمورکه نه به لګ راوتل غواړي!!! ۔د شهید مولانا خانزیب او فضل حميد داوړ قرباني يواځې د يو «فرد» نه وه/دا، دا د فکر، د تحریک، د شعوري سياست، د مصنوعي سياسي سطحيت په ضد د اصل او ريښتوني سياست دپاره ورکړی قرباني داادا همدا کاروان دی، دا همدا قافله ده، چې له باچاخانه راپیل شوې، له ولي خانه تېرې شوې، او نن د خانزیب، اېمل، او د زرګونه وفادارو ملګرو تر سیوري لاندې روانه ده!! ۔ دا قافله زخمي ده، خو لاهم ژوندۍ ده، دا د سولهییز سنګر قافله ده، نه کی د انتقام، او دا قافله به همداسې روانه وي، تر څو چې یو تن هم پاتې وي، هوم دا بابا فکر په ژوندی وي!!! مبارزه به هوم دغه سې دومداره وي!!! «تل دی وي پښتون ولي »
پۀ دوو لارو کښي توپير – تحرير: مولانا وحيد الدين خان – ژباړه: پروفېسر نور احمد فطرت اچکزے
سعودي باچا فېصل بن عبدالعزيز (1905-1975) ډېر لوے حکمران ؤ. پۀ ټول عالم اسلام کښې دۀ ته زبردست مقبوليت ترلاسه ؤ. دۀ به وئيل چې