هغه یواځې یو عالم نه وۀ، بلکښې یو تحرک وۀ هغه یواځې یو سیاستدان نه وۀ، بلکښې یو نظریه وه هغه یواځې یو فرد نه وۀ، بلکښې د پښتني ملي مزاحمت یوه استعاره وه ۔ د باجوړ د دیني او قبیلوي فضا کښې زېږيدلے دا زلمے مولانا خان زېب د ناوګۍ تحصیل د “شایخان” څانګې سره تړون لرلو. هغه د روایت او نوښت یو ښائسته امتزاج وۀ. یو خوا د دۀ پښه د مدرسې له فرش سره تړلې وهاو بل خوا ته یې سترګې د باجوړ نه تر کابله او د خېبر نه تر اسلامآباده پورې د سیاست منظرنامه په ژور نظر څارله. لومړۍ زده کړې یې د ګورنمنټ هائي سکول ناوګۍ کښې حاصلې کړي، او دیني زده کړې یې د یوې معتبرې مدرسې نه حاصلې کړې، چرته چې یې په ۱۹۹۹ کال کې د “درس نظامي” دوره پوره کړه. د هغۀ استاد شیخالحدیث مولانا حسن جان شهید وو ، هغه د دۀ فکري او روحاني لارښود هم وو. نرم خوی، زغم، متانت او د علم ډوستي د هغۀ د شخصیت پیژندنه جوړه شوې وه. مولانا خان زیب یوازې د منبر او محراب شخصیت نه وۀ ، بلکښې د قلم یو مبارز هم وۀ. د پښتو ادب په نړۍ کښې د هغۀ نامه په ډېر درناوي سره یادېږي. د هغۀ شاهکار تألیف “باجوړ د تاریخ په رڼا کښې” د باجوړ یو مستند تاریخي کتاب دے، چې پکښې قبیله، زمکه، مبارزه، سیاست، دین او کلتور سره يو ځاے کوي. دا اثر د “پښتو تاریخي نثر” د پاره یوه بنيادي حواله ګڼل کېږي. بل اثر یې “شتمنه پښتونخوا” نومېږي، چې پکښې د پښتونخوا کلتوري، طبیعي، ژبني او تمدني ارزښتونو باندې يوه ژوره مطالعه ده. هغه به په “روزنامه شهباز”، “پښتون میګزین” او “ټرایبل نیوز” کښې په داسې موضوعاتو لیکل کول چې شدت خوښۍ ، تعلیمي زوال، د مورنۍ ژبې ارزښت، او قبائيلي ستونزو باندې ژورې تبصرې کړي دي .مولانا خان زیب د اسلام هغه اعتدالي او د علمي تعبیر حمايتي وۀ چې د امت د وحدت، عدل او پرمختګ لارښوونه کوي. هغه به تل هغه کسان نه خوښول چې دین د سیاسي اهدافو د پاره استعمالوي، خو دین یې د سیاست نه هم نه بېلولو.په خپلو خطبو کښې به یې د قرآن آیاتونه او د رسول الله ﷺ سیرت د بنیاد په توګه بيانولو، او د شدت خوښۍ، ترهګرۍ نه د نفرت کولو د پاره به يې علمي دلائل وړاندې کول . د هغه د یو مشهور تقرير نه دا جمله ډېره مشهوره شوې او یادیږي: “موږ به د دین په نامه وینې بهېدلو ته چوپ نه پاتې کېږو. رسول الله ﷺ د فتح مکې په ورځ د وینې دروازه بنده کړې وه، موږ به دا دروازه بیا نه پرانیزو .” مولانا خان زېب د خپل سیاسي سفر پیل د عوامي نیشنل ګوند (ANP) نه کړے وۀ . ANP د عدم تشدد، د پښتنو قامپالنې، او جمهوري پارټي ده . نو داسې حال کښې د یو دیني عالم شامېلېدل یو تاریخي او مهم پرمختګ وو.هغه د ANP د “علماء کمېټۍ سیکرټري وو او د دې ګوند دیني بیانیې ته یې یو معتدل او علمي تقويت ورکړو. د هغه خطبې، سیمينارونه، او عامې وېناګانې د دین او سیاست ترمنځ د اعتدال د پل کار کولو.په ۲۰۲۴م کې د NA-8 (باجوړ) ضمني انتخاباتو کښې ولاړ وو، چې د پښتنو د جهالت د وجې يې بائېللې وه په الېکشن کښې د هغه نعره وه ۔”علم، امن او اتفاق — دا د خان زیب پیغام دے!” ۔ مولانا خان زیب د خېبرپښتونخوا په کچه د شدت خوښۍ، د بې ګناه اولس اوچتول او غائب کول، او د ټارګټي قتلونو په ضد د “امن پاڅون” یا د سولې لاریونونه شروع کړي وو ، چې پکښې دیني عالمانو، سټوډنټانو ، مېرمنو او عام خلکو ګډون کولو. هغه به وئیل: “چې امن نه وي، نه دین پاتې کېږي، نه قام، نه نسل او نه کلتور.” ۔ د دۀ تقريرونه ، دسوشل میډیا کلېپونه او جلسې د اولس د شعوري بیدارۍ وسیله ګرځېدلې وې. هغه به وئیل: “موږ به له توپک سره نه، بلکې د قلم او امن سره مبارزه کوو. ځکه زموږ توپک ماشومان یتیموي، او جوماتونه ویرانوي”۔ د مولانا خان زېب وروستۍ وینا په ټکټاک، یوټیوب او فېسبوک کښې زرګونه ځله شئير شوه، چرته چې یې ووئيل: “زۀ پوهېږم چې زما د پاره خطرې شته، خو که چپ پاتې شوم، نو زما په شان خلک بیا ولې ژوند وکړي؟”۔ په ۱۰ جولای ۲۰۲۵، کله چې هغه د باجوړ د شندئ موړ (خار) په سیمه کې د امن مارچ په تیارۍ کښې مصروف وۀ ، دوه موټرسایکلسوارو وسلهوالو پرې ډزې وکړې او هغه یې شهید کړو. د هغه ساتونکے يعني ګارډ او يو ملګرے هم د دې برید سره شهیدان شول.عوامي نېشنل ګوند درې ورځې د سوګ اعلان وکړو، د ګوند دفترونو باندې تور بیرغونه وځړندول شول. اېمل ولي خان او میا افتخار حسین دا قتل د ریاستي ناکامي وګرځول.عامو خلکو، سیاسي او سماجي خلکو احتجاجونه وکړل، او په سوشل میډیا کښې “#شهید_مولانا_خان_زیب” ټاپ ټرېنډ شو ۔ سنېټر راجه ناصر عباس ووئیل: “دا قتل د یوې مفکورې، یوې مبارزې، او د سولې د پیغام قتل دے.”د مولانا خان زیب شهادت یو ستر فکري سوال راپورته کوي ۔ایا زموږ په ټولنه کښې د علم، دین، امن او سیاست د یو ځاے کولو شخصیتونو ته ځاے پاتې دے؟۔ایا دا دود جوړ شوی چې د امن غوښتونکي به هر ځل په نښه کېږي؟۔او ایا دولت دا غږونه ژوندي ساتل غواړي، که یې ختمول غواړي؟۔ مولانا خان زیب شهید موږ ته دا په ګوته کوي چې د علم سفر یوازینے وي، خو دا څراغ زرګونه زړونه روښانه کوي. د هغه شهادت یو لوے نقصان دے، خو فکري میراث یې کتابونه، خطبې، تقريرونه او عملي مبارزه د پښتني نسل، علماوو، او علم حاصلوونکو د پاره یوه روښانه لاره ده.”هغه لاړو، خو یو عهد یې پرېښودو د سولې، استقامت، او د علم د رڼا عهد .”
حوالې
۱. Wikipedia: Maulana Khan Zeb
۲. Northern Post: Who was Maulana Khan Zeb?
۳. Khyber News: ANP Leader Assassinated
۴. Geo News YouTube: د مولانا خان زیب شهید راپور
۵. Facebook & TikTok: [د جمعې خطبې او وروستي کلېپونه[