خوشحال خان خټک (1613-1689) د پښتون تاریخ هغه دور اندېش لیکونکے دے، د چا ډېرې خبرې چې څۀ د پاسه درې سوه کاله پس د بلها بدلونونو باوجود د جدید علومو په پېمانو سمې خېژې ـ کۀ بیخي سمې ؤ نۀ خېژې هم ئې لوستونکے د مشاهدې/تجربې/نظر ته بغېر لۀ داده نۀ پاتې کیږي ـ په دغه لړ کښې د هغه د قصیدې دا شعر مې څو ځایونو کښې ولیدو:
په هغه کلي کښې خونه مېشته مۀ کړه..
چې دریاب ئې په جنوب په شمال غر…
چې ملګري ئې تر خپل فهمه بېلابېل وضاحتونه کوي ـ د اوبو، غر او بیا دغلته د اباد کلي/ځاے د جغرافیائي تړون او ارزښت په اړه خپل نظرونه وړاندې کوي ـ خو زۀ وایم چې خوشحال خټک هم د دغه قصیدې په ورپسې شعر کښې دا خبره سپینه کړې ده چې ولې دلته مۀ اوسېږه، هغۀ وائي:
ګرد غبار، غارمۀ، چېقړ، هوا بد بویه..
رنځ علت وبا پېدا کاندي* اکثر
یعنې خوشحال وائي چې په هغه کلي کښې مۀ مېشته/پاتې/ کېږه، استوګنه مۀ کوه چرته چې یو اړخ ته غر او بل ته اوبۀ وي ـ بیا د دې د نقصاناتو ذکر کوي، چې دلته به سیلۍ، طوفانونه راځي، غارمۀ به بې ترتیبه وي کله سېوا کله کم، ځایونه به نمل وي، خټې/چېقړې به جوړیږي او دې سره سره به هوا هم بد بویه وي، چې د بیماریانو سبب به جوړیږي ـ د غارمو، هوا یا موسمونو بې ترتیبي او بیا دغلته خور لوند چاپېریال چې اوسیدونکي څنګه متاثره کوي هغه تذکره کوي ـدا د خوشحال نظر ؤ، چې واضح ئې وړاندې کړے دے ـ خو دې شعر ته کۀ مونږ په سائنسي نظر ګورو نو هم مفاهیم ورکوي او کۀ د جغرافیه پوهنې (ماحولیاتي جغرافیې ځینې نورو څانګو) مثال ئې ګڼو هم په کښې ډېر څۀ دي ـ هغه داسې چې په غر د ورځ په وخت تېز نمر لګي، دغلته د تودوخې درجه سېوا وي، هلته چلیدونکي هواګانې ګرمې وي، او دا سائنسي حقیقت دے چې ګرمه هوا سپکه وي، بره طرف ته ځي ـ خو دغلته جوړېدونکي تودوخه/Temprature لاندې راځي ـ ځکه چې زیاته تودوخه د کمې اړخ ته راځي، کوم ته چې په سائنسي اصطلاح کښې کنوکشن وائي-
)The process by which heat flows from the region of higher temperature to the region of lower temperature by actual movement of material particles is called convection(
بل اړخ ته د اوبو خوا او شا ته په هوا کښې نمي ډېره سېوا وي ـ
(Weather near the sea is more humid)
د هوا نمي چې زیاته شي نو هم د ډېرې ګرمۍ او حبس سبب جوړیږي ـ
)High humidity can aggravate sensations of drowsiness and fatigue. – It can also lead to hyperthermia, a condition in which you overheat because your body is unable to expel heat properly. This makes high humidity even more dangerous than high heat alone(
د موسمیاتو پوهان د دېرش نه تر شپېته في.صده پورې نمي سمه خیال کوي خو د دغې نه سېوا د نقصان سبب ګڼي ـ ځکه چې دا د موسمي سختۍ سره سره بدني ناروغۍ لګوي، په هوا کښې د ضرر رسوونکي جراثیمو اضافه کیږي، چې له کبله ئې د ساه او څرمنې ناروغۍ انسانانو ته لګېدې شي ـدې نه علاوه انسان په معتدله آب و هوا کښې ژوند ته په ښۀ طریقه دوام ورکولے شي ـ خو کۀ ډېره ګرمي وي یا ډېره یخني وي نو د ژوند چارې ئې متاثره کېږي ـ بیا په داسې ځاے کښې اوسېدل چې یو اړخ ته ئې غر وي او بل ته اوبۀ ــــــ د سائنسي او موسمي نظر له رویه ځکه سم نۀ دي ـ چې دلته به ګرمۍ کښې د هوا د نمۍ له وجې حبس سېوا وي، له پاسه نه به د دغه غر ګرمي هم په دغه کلي راځي نو ګرمي به په کښې زیاته وي او کۀ د یخنۍ موسم وي نو بیا ئې یخني د حد نه سېوا وي ـ یعنې دغه ځاے کښې اوسېدونکي خلقو ته به د خپل د جغرافیائي چاپېریال له وجې موسمونه سختیږي ـ دې نه علاوه غر له نورو اړخونو نه راتلونکي هواګانې چې د موسمي بدلون سبب جوړیږي، هم نۀ راپرېږدي، ځکه دغلته موسمونه د عامو ځایونو نه بدل وي ـ په جغرافیائي توګه دغلته د غرونه خوئیدل، د سېلابونو راتلل، خاوره کښې بدلون او ځینې نور نقصانونه هم فطري خبرې دي ـزۀ دا نۀ وایم چې خوشحال به دې عملونو نه درې سوه کاله مخکښې هم داسې په سائنسي پېمانو/اصولو برابر خبر ؤ، خو بیا هم د هغه په کړې خبرو د جدید علومو په نظر کښې د غور نه پس ئې پوهې او مشاهدې ته سړے حېرانیږي ـ بیا هم درې سوه کاله مخکښې جغرافیائي تصور ذهن ته راولو خبره به سمیږي ـ
دا رنګ د اوبو او غر فائدې هم په خپل ځاے دي ـ دې نه علاوه شعرونه د موسمي حالاتو سره سره د جنګي حکمت عملۍ په ضمن کښې هم د پام وړ دي ـ ځکه لۀ دغه قسم ځایه وتل یا دښمن ته د هغه د وار جواب او مزاحمت ګران وي ـ په نور تحقیق سره د دې شعر وضاحت له نورو نویو زاویو هم ممکن دے ـ ما د خپل محدود ذهن نه پرې نظر یا دې سره سمون خوړونکي خبرې وړاندې کړې ـ زما خبرې/تاویل حرف آخر نۀ دي، ستاسو اتفاق اختلاف ورسره ممکن دے ۔