په تاریخي شرایطو کښې د صوبو د نوي ویش پلان—نويد عائل

دا ليکنه شريکه کړئ

نن ورځ د “پرمختګ ، سوکالۍ او د سرچینو ښۀ وېش” په ښکلي نعرو سره ، د ولایتونو د ماتولو او د نویو اداري وحدتونو(ایڈمنسٹرېٹیو یونٹس)د جوړولو خبرې په بشپړ ډول روانې دي ۔ ستونزه دا ده چې ډېر خلک د دې بحث په تاریخي شالید نه پوهېږي ـ راځئ چې هڅه وکړو چې دا د نوم چومسکي ، پاولو فرییر او پارتا چترجي په رڼا کښې په ساده ډول وځيرو چې ایا دا یوازې د ادارو بدلون دے  یا د واک په لوبه کښې یو زوړ تاکتیک ؟

نوم چومسکي :

د استعمار تر ټولو لویه وسله تل دا وه ۔  د لویو او ځواکمنو وحدتونو ماتولو سره خلک کمزوري شي او ځواک په څو لاسونو کښې متمرکز شي ـ نوم چومسکي لیکي چې د اروپا د پېړیو خونړیو جګړو یو بې ساري “د تاو تریخوالي کلتور” رامینځته کړې وه ۔ کله چې د ځواکمن اروپايي دولتونه د نړۍ مختلفو سیمو ته لاړل ، دوي یوازې د سوداګرۍ لپاره نۀ تلل ، بلکې له ځان سره ئې وحشت او وسله وال ځواک هم راوړو ۔

چومسکي وائي چې برتانوي او هالنډي سوداګر چې برصغیر ته ننوتل په اصل کښې “جنګي سوداګر” وو ـ هر چرته چې دوي لاړل نو د پېړیو سوله ایز سوداګریز او ټولنیز سېسټمونه ئی مات کړل او کلتوري یووالے ئې ټوټې ټوټې کړو ـ

هندوان ، مسلمانان ، سیکان او په برصغیر کې نورې ټولنې د پېړیو راهسې د یوې ګډې ژبې او اولسي کلتور له اٰملې سره متحد وو ، خو د برتانویانو ستراتیژي دا وه چې د “وېشئ او حکومت وکړئ” پالیسي په غوٙره کولو سره دا هم غږي مات کړي ـ هندوان او مسلمانان د یو بل په وړاندې ودرول شول ، سیکانو ته جلا هویت ورکړل شو او په هره کچه فرقه پالنه وۀ هڅولې شو ـ هغه سیمه چې د زرګونو کلونو راهسې د ګډ کلتور او ژبې وارثه وه هغه په کوچني ولايتونو او اداري برخو ووېشلې شوه ـ موخه روښانه وه : کله چې خلک د یو بل دښمنان وو ، دوي به د اصلي ځواک په اړه پوښتنه وۀ نۀ کړې شي ـ

هغه وائي چې هر ځاے ته چې اروپائي استعماري قدرتونه لاړل ، ټولنیز جوړښت ئې مات شو ، د هغۀ په وېنا ، اروپائي قدرتونو هم په ورته پالیسۍ سره افریقا ، منځني ختیځ او عربي نړۍ ماته کړه ـ افریقا په مصنوعي سرحدونو وېشل شوې وه تر څو قبیلې یو بل سره وجنګېږي او خام مواد او زمکې په اسانۍ سره د اروپا لپاره کنټرول شي ـ په عربي نړۍ کښې استعماري قدرتونو نوي دولتي جوړښتونه او فرقه ایزې کرښې رامینځته کړې تر څو ډلې جوړې کړي تر څو خلق هیڅکله په ګډه قوي نشي ـ دا ټولې وېشنې ناڅاپي نۀ وې بلکې قصدي ستراتیژۍ وې چې خلق وویشي او اشراف ئې ځواکمن کړي ـ

هند کمزورے شو ځکه چې برتانوي واکمنانو نۀ یواځې د هغې سرچینې لُوټ کړې بلکې د هغې خلک ئې په قومي ، ژبني او مذهبي کرښو ووېشل ، د دوي ګډ ځواک ئې له مينځه یوړۀ ـ دا پالیسي دومره بریالۍ وه چې اغیزې ئې د خپلواکۍ وروسته هم دوام درلود ـ

پاولو فرییر

د فیرار په وېنا د استعمارګرو وېش یواځې یو پوځي یا سیاسي چل نۀ وۀ بلکې یوه تعلیمي او رواني ستراتیژي هم وه ـ هغه په خپل کتاب “د مظلومانو تدریس” کښې لیکي چې د ظالمې طبقې لومړے هدف د خلقو شعور کنټرولول دي ـ د دې کولو د پاره دوي خلق قانع کوي چې “مونږ له یو بل څخه توپیر لرو” یا “زموږ ګاونډے زموږ دښمن دے”. “مونږ یو ځاے ژوند نشو کولے” ـ

دوي د بې باورۍ ، کرکې او تعصب فضا رامینځته کوي تر څو خلق په خپلو کوچنیو واحدونو پورې محدود وي او نۀ شي کولې پېښې په لويو شرایطو کښې وګوري او واقعیت ټوټه ټوټه پاتې شي ـ د دوي د ټولیزوالي په له مینځه وړلو سره د لوي مقاومت امکان له مینځه ځي او د دوي سترګې له اصلي سسټم څخه اړول کېږي ـ

 

د پنجاب ، بنګال او نورو ولایتونو او سیمو وېش د دې فکر یوه غوره بېلګه ده ـ د پېړیو پخوانیو صوفي دودونو ، فولکلورونو ، ګډ تمدن او کلتور او اولسي جشنونو تل خلق سره نښلولي دي مګر استعماري واکمنانو دا خاطرې کمزورې کړې او فرقه ايزې شخړې ته ئې وده ورکړې ده ـ کله چې خلق خپل ګډ تاریخ او ژبه هېره کړي ، دوي په اسانۍ سره کمزوري کېږي او د اصلي ځواک سره د جګړې پر ځاے دوي د یو بل په چارو کښې ښکېل کېږي ـ

پارته چترجي

چترجي دا موضوع له بلې زاویې ګوري ـ هغه وائي چې برتانوي راج د برصغیر لویې او متنوع سیمې په کوچنیو اداري واحدونو ووېشلې تر څو دوي په اسانۍ سره کنټرول شي ـد هغۀ په وېنا دا یواځې یو وېش نۀ وۀ بلکې د مرکزي سسټم (یو واحد) د جوړولو هڅه وه چې په کښې به هر څۀ د ډیلي یا کلکتې په څېر مرکزونو څخه کنټرول شي ـ ټولې سرچینې به د مرکز په لاس کښې وي ، د ځایي خلقو او سیمو واک به له مینځه یوسي ـ پنجاب، بنګال، بمبۍ او نورې سیمې چې خپل کلتور ، ژبه او دودونه ئې درلودل په “ولسوالۍ”، “تحصیل” او “فرعي تحصیل” په څېر واحدونو وېشلي شوي وو ـ

د چترجي په وېنا دا یواځې جغرافیائي وېش نۀ وۀ بلکې یوه ذهني او ټولنیزه سلسله هم وه چیرې چې خلق د مذهب ، ذات ، ژبې او مسلک پر بنسټ په جلا بکسونو کښې اچول شوي وو ـ د چترجي په وېنا دا “د مدیریت وړ واحدونه” وو – هغه واحدونه چې په اسانۍ سره کنټرول کېدې شي نو په هغې کښې د خلقو ځواک هیڅکله متمرکز نشي کېدې ـ

په پايې کښې خبره دا ده چې د زرګونو کلونو ګډ کلتور او هویت ماتول تل عام خلق کمزوري کوي او اشراف پیاوړي کوي او دا ټول بحث ورته  اشاره کوي : ځواکمن تل ورته تګ لاره  تعقیبوي ـ … د حکومتدارۍ اسانه کولو له پاره لوے واحدونه په کوچنیو ډلو وېشل ـ

چومسکي مونږ ته ښئي چې دا د تاو تریخوالي او لوټمارۍ ستراتیژي وه فرییر تشریح کوي چې دا د وېش او فتح کولو پالیسي ذهني او تعلیمي غلامي وه او پارتا چترجي تشریح کوي چې دا انتظامي مشینري د خلقو د کنټرول یوه لاره وه ـ پایله تل یو شان وه : خلقو خپل زرکلن ځواک او پېوستون له لاسه ورکړ او اشراف یا استعماري ځواکونه ډېر ځواکمن شول ـ آزادي او پرمختګ یواځې هغه وخت ممکن دے کله چې مونږ دا وېشونه وپېژنو ، خپل ګډ تاریخ او هویت بیا راژوندے کړو او د فرقه پالنې ، ژبپوهنې ، یا مصنوعي سرحدونو څخه پورته شو تر څو یو متحد مشهور ځواک جوړ کړو ـ پاکستاني امپریالیزم هم غواړي چې استعماري نظام ته دوام ورکړي او په ځانګړي ډول غواړي چې پشتانۀ نور هم سره ووېشي چې د دوی ملیت دوام ونۀ کړي ـ

نورې ليکنې۔۔۔