نسته د چارسدې فاروق اعظم چوک نه پنځۀ شپږ کلو میټره فاصله باندې د موټروے د دریائے کابل په غاړه غاړه باندې شمالاً جنوباً مشرقاً مغرباً پرته ده. د چارسدې انټرچېنج هم په نستې کلي کښې راځي. دا کلے څلور وي سي لري : پلوسه، پټوارمياګان، عزیز خېل او صدران.د نستې خلق ډېر محنت کش، جفا کش او مېلمه دوست دي. مکمل خو يو د الله تعالی ذات دے خو نسته په ډېرو اوصافو کښې د کمال درجه لري. لکه د خدائي خدمتګارۍ تحریک په لحاظ سره هم ډېره زرخېزه سیمه ده. په نسته او د دې په مضافاتو کښې د خدائي خدمتګارۍ اغاز خدائي خدمتګار محی الدين بابا کړے وۀ چې په دې علاقه کښې د پېرنګي خلاف يې ډېرې هلې ځلې کړي دي. کله چې باچاخان بابا په اتمانزو کښې په وړومبي ځل جلسه کړې وه نو د دې علاقې نه د محی الدین (زما قور نيکۀ) په مشرۍ کښې د نستې اولس او خدائي خدمتګارو شرکت کړے وۀ. د کلي مشران وایي چې کله دوي د هغه ځاے نه را واپس شول نو بيا يې د خلافت په دور کښې مفرورتيا هم کړې وه. بيا دوه کاله پس کور ته راغے چې په دې کښې شپږ میاشتې مفرورتيا وه او يو نيم کال يې جېل خوړلے وۀ. دې سره د دوي حوصلې کمزورې نۀ شوې او هغه شان یې په دې علاقه کښې لکه د غر په شان ولاړ وۀ. داسې مو هم د مشرانو نه اورېدلې دي چې کوم ځاے به د انګرېزانو چېک پوسټ یا تاڼه وغېره څۀ وو نو د هغه ځاے نه به يې جنډې را شروع کړې او مرا ډېرۍ پورې به راغلل. ملګري به ورسره وو او مختلف قسمه پېزار به ورسره هم وو. هغه وخت کښې په مرا ډېرۍ کښې ډېر رېګونه وو نو دوي به هغه د ښپو د چاپونو نه ډک کړۀ. پېرنګيان چې به د جنډو په نشانه راتلل او دلته به راورسېدل نو هغوي به دا وګڼل چې دلته خو لويه جلسه شوې ده.د باچاخان بابا کلک ملګرے وۀ او ډېرې هلې ځلې يې ورسره کړې وې. د قیامِ پاکستان نه مخکښې وفات شوے وۀ. اللّهُ تعالی دې يې وبخښي ۔د ارواښاد خدائي خدمتګار محي الدين بابا نه بعد د نستې او مضافاتو مشري صدر اشملي بابا واخسته. دا د نستې د موجوده صدر لیاقت علی حاجی صېب نيکۀ وۀ. دوي هم هغه خپلې هلې ځلې جاري وساتلې او ورسره د محی الدین بابا زوے حاجي باجوړي بابا هم ملګرے وۀ. باجوړے بابا هم لکه د خپل پلار د پرنګيانو خلاف کلک ولاړ وۀ. دوي په لياقت باغ او د بابړې دواړو پېښو کښې زخمي شوے ھم وۀ. تقریباً شل کاله د دې سيمې د عوامي نېشنل ګوند صدر پاتې شوے وۀ. په دې شل کاله کښې هغوي د انفراديت په ځاے اجتماعيت ته زور ورکړے وۀ. اجتماعي کارونه يې ډېر کړي وو چې زيات فوکس يې په تعلیم باندې وۀ. د نستې د هلکانو هائير سيکنډري سکول او د جينکو ګورنمنټ ګرلز هائي سکول دپاره يې ډېرې هلې ځلې کړې چې اوس هم په دې مقام دا سکولونه شتون لري. له دې له علاوه د هلکانو او نجونو دپاره ئې څو نور پرائمري سکولونه هم جوړ کړي وو. د لارو کوڅو خدمت له دې پرته وۀ. د رهبرِ تحریک خان عبدالولي خان او مور بي بي بېګم نسیم ولی خان يو کلک او وفادار ملګرے او مرستیال وۀ. جېل برو غوندې تحریکونو کښې يې برخه اخيستې وه او څو وارې په ډېره اسماعیل خان جېل کښې بندي شوے ھم وۀ. دوي په درويشتم مارچ کال دوه زره درېم کښې، وفات شو چې په جنازه کښې يې دَ ملي مشر اسفندیار ولي خان صېب په شمول د پارټۍ ګڼو مشرانو شرکت کړې وۀ. کله چې کمزورے شۀ نو د هغوي زوي سوات خان عرفِ سواتے کاکا د هغوي کار ته کار اووې او سره د یار محمد حاجي صېب او لياقت علي حاجي صیب ئې په مختلفو عهدو کار کړے دے. د الېکشن په دوران کښې سواتے کاکا د الېکشن په امن کمېټۍ کښې خپل رول ادا کوي او د کوم پولنګ سټېشن ذمه واري چې ور په غاړه شي نو د هغه پولنګ سټېشن خرچه هم په خپل سر اخلي او چرې هم يې په هغه ځائې بېلات نۀ دې کړے.زۀ (امجد علي) هم الحمدلله خپله د اېمل خان سره په څلورم پشت کښې روان يمه او د محي الدین بابا هم تسلسل مو برقرار ساتلے دے
‘خدائي خدمتګاران’ بل عبدالمالک پېدا شو – سجاد ژوندون
خبره کۀ د پښتنو پۀ تاريخ شي نو پۀ دې موضوع خو دومره کار شوے دے چې هغه د عبدالرحيم روغاني شعر چې: شه داخل