جرنېل سبحان الدین بابا (د باچاخان کلک ملګرے)—اسلام منظر

دا ليکنه شريکه کړئ

ګوجرګړۍ د مردان هغه یاد او تاربخي کلے دے چې نن پکښې هم باچاخاني قدم په قدم ساه اخلي۔ د دې ګوجرګړۍ په کوڅو کښې نن هم د باچاخان او خدائي خدمتګارو وږمې محسوسېږي۔ او ولې به داسې نه وي چې دا کلے د ملنګ باچاخان په ننګ د وخت جابر طاقت، استبدادي قوت یعنې فرنګي استعمار ته ښه په پښتون هوډ ودرېدلے ؤ او تر ننه پرې نازېږي۔ دا هغه تاریخي کلے دے چې د ټکر په جنګ کښې ئې هر کور تالا شوے ؤ۔ دا هغه تاریخي کلے دے چې د انګرېز افسر کرنل مرفي د وژنې په تور ټول کلے دېرش زره روپۍ جرمانه شوے ؤ او د ګوجر ګړۍ د درنو پښتنو کډې او د کور سامانونه د مردان په بازار لیلام شوي وو۔ دا هغه کلے دے چې فرنګي سرکار په ورځو ورځو محاصره ساتلے ؤ۔ دا هغه کلے دے چې د بغاوت داغ ئې په خندا خندا وزغملو، کډې ئې تالا ترغه شوې، کورونه ئې لوټ کړے شول خو دا کلے په خپل کړي بغاوت پښېمانه نه شو۔ د باچاخان په سر په کړي ننګ ستومانه نه شو۔ ځکه نو نن هم دغه کلے په خپله باچاخانۍ نه صرف ویاړ کوي بلکې دغه سختې او مصیبتونه د ځان د پاره د تاریخ یوه ډالۍ ګڼي۔دا کلے به ولې ویاړ نه کوي چې داسې اتلان او خدائي خدمتګار ئې زېږولي چې د خدائي خدمتګار تحریک سره سره پرې قامي تاریخ هم نازېږي۔ خدائي خدمتګار میا شاکرالله باچا څوک هېرولے شي۔ کرېک کچکول بابا څوک هېرولے شي۔ او هم دغه شان د باچاخان بابا د سترګو تور او کلک ملګرے جرنېل سبحان الدین بابا به څوک هېر کړي۔ د تاریخي پښتون مجلې چیف ایډیټر ډاکټر سجاد ژوندون صېب چې کله اعلان وکړو چې په خدائي خدمتګارو یوه خصوصي ګڼه چاپ کوي نو زما مخې ته د سترګو رپ کښې د خپل کلي یو شمېر خدائي خدمتګار لکه د چمن د ګلونو په قطار کښې خندان خندان تېر شول۔ که څه هم زما عمر دومره نه دے چې ما ټول لیدلي وي خو د پښتون مجلې په پاڼو او د خپل کلي د درنو مشرانو نه مې د خپل کلي د خدائي خدمتګارو باره کښې ډېر څه اورېدلي دي۔ د ژوندون صېب د اعلان سره مې زړه په ټوپونو شو چې زه هم په دې خصوصي ګڼه کښې د خپل کلي نمائندګي وکړم۔ خو مسئله دا وه چې په کوم مشر ولیکم، په کوم خدائي خدمتګار ولیکم۔ شکر د خداے چې د ګوجر ګړۍ هر کور کښې داسې مشران او خدائي خدمتګار شته چې لیکل پرې کېدے شي۔ سوچ مې کولو او د زړه د فکر ستن مې په جرنېل سبحان الدین بابا ودرېده۔ جرنېل سبحان الدین بابا د پښتون قامي تحریک هغه مشر دے چې ډېر کار پرې کېدے شي خو له بده مرغه چا پرې پاڼه نه ده اړولې۔ زما کوشش دے چې دې مختصر لیکنه کښې پرې صرف دومره طبع ازمائي وکړم چې لوستونکي ئې وپېژني چې قامي تحریک کښې داسې سوچه، بې لوثه او اصولي مشران هم وو۔جرنېل سبحان الدین بابا د پښتون ننګ او وفا دوېمه نامه ده۔ په باچاخان ورک مئین دا ځیګ پښتون د بابړې د خونړۍ پېښې چشم دید ګواه ؤ۔ دغې پرهرونو په باچاخان او ځپلي پښتنو مئین کړو۔ د ون یونټ خلاف جېل ته لاړو۔ په کلونو جېل ئې وزغملو خو له خپلې مبارزې وروستو نه شو۔ د قیوم خانۍ جبر هم په نخښه کړو۔ کور ئې ضبط شو خو له باچاخانۍ په شا نه شو۔ خپل ژوند ئې باچاخان ته وقف کړے ؤ۔ د باچاخان بابا سره د تعلق جوړېدو ئې هم عجیبه قیصه ده۔ د جرنېل بابا چې په کومه ورځ واده ؤ نو په هغه ورځ باچاخان بابا ګوجر ګړۍ ته په دوره راغلے ؤ۔ د جرنېل بابا پالنګ تیار ؤ۔ حجره کښې د جنج بلها خلق راټول وو۔ خو چې جرنېل بابا ته څنګه پته ولګېده چې باچاخان بابا ګوجر ګړۍ ته راغلے دے نو خپل پالنګ ئې په ځاے په ځاے پرېښودو او باچاخان بابا له ئې ځان ورسولو۔ باچاخان بابا ته چې د واده د زلمي قیصه معلومه شوه نو د کوربه نه ئې اجازت واخستو او د جرنېل سبحان الدین سره پالنګ له راغے او له هغې ورځ وروستو باچاخان او سبحان الدین داسې یو بل سره وتړل شو چې تر مرګه جرنېل بابا د فخر افغان په خدمت کښې ښکېل پاتې شو۔ جرنېل سبحان الدین بابا هغه سړے دے چې کله باچاخان بابا افغانستان کښې ؤ او د اوسېدو موده ئې وغځېده نو جرنېل بابا پسې ئې خصوصي سوال جواب وکړو چې ځان راورساوه۔ جرنېل بابا ټول کارونه پرېښودل او هم په هغه ورځ جلال اباد ته روان شو۔ جلال اباد کښې د باچاخان خصمانه او عن دا چې د ملاقاتونو او پروګرامونو انتظام او ترتیب به هم د جرنېل بابا ذمه واري وه۔ اول شاهي باغ او بیا ولي باغ ته به د ګوجر ګړۍ نه په ټانګه کښې تللو او د دې مقصد د پاره ئې خصوصي ټانګه ساتلې وه۔جرنېل بابا زورور سړے ؤ۔ کله چې باچاخان بابا ناروغه ؤ او د لېډي ریډنګ هسپتال په بولټن بلاک کښې داخل ؤ نو دغلته هم د باچاخان په کوټه د جرنېل بابا ډيوټي وه او د جرنېل بابا د اجازت نه بغېر به څوک هم باچاخان ته نه شو ورتلے۔ هم دغه ورځو کښې د هغه وخت وزیراعظم جونېجو صېب د باچاخان پوښتنې له هسپتال ته راورسېدو۔ د باچاخان د کوټې په ور د جرنېل بابا ډيوټي وه۔ وزیراعظم سره سیکیورټي هم وه۔ خو د باچاخان په سیکیورټي ولاړ جرنېل بابا ؤ۔ وزیراعظم ئې ودرولو۔ خلقو پرې غږ کړو چې دا وزیراعظم دے۔ خو جرنېل بابا په بلند اواز ووئیل چې د ملاقات د پاره د باچاخان اجازت ضروري دے۔ وزیراعظم ئې ودرولو او خپله لاړو او باچاخان ته ئې ووئیل چې جونېجو صېب راغلے دے۔ چې بابا اجازت ورکړو نو جرنېل بابا بهر راغے او ښه په درناوي ئې جونېجو صېب دننه بوتلو۔ جرنېل بابا هم د مور پلار یو زوے ؤ او جرنېل بابا هم زوے دے چې نامه ئې حاجي مرزا علي خان ده او شکر دے بقېد حیات دے۔ مرزا علي خان صېب د ناروغو ښکار دے او زیات ګرځي نه خو کلي کښې ورسره اکثر زمونږ ګپ لګي۔ د جرنېل بابا داسې قیصې کوي چې سړے حېران شي۔ مرزا علي حاجي صېب راته یوه ورځ وویل چې زه د مور پلار یو بچے وم، نیازبین وم او دوللسم مې پاس کړے ؤ او نوکرۍ پسې ګرځېدم۔ وائي دغه ورځو کښې د نېپ او جمعیت ګډ حکومت ؤ او زمونږ د مردان امیرزاده خان وزیر ؤ۔ مرزا علي خان حاجي صېب وائي چې ما مور ته ووئیل چې داجي ته ووایه چې زما سفارش وکړي خو کله چې مې مور داجي ته خبره وکړه نو داجي غصه شو او سکوټ انکار ئې وکړو چې تا له سفارش کوم نو دا نور هلکان هم د قام بچي دي او بیا که باچاخان بابا خبر شو نو زما په مخ به څه پاتې شي۔ داسې خو د جرنېل بابا اصول وو چې خپل ایک یو نیازبین زوے ئې دے او په نوکرۍ پسې سر وهلے ګرځي خو جرنېل بابا ورله وزیر ته وېنا قدرې نه کوي۔ داسې د جرنېل بابا بلها قیصې دي خو بیا به رانه قیصه اوږده شي۔ رښتیا دلته مې دا خبره هم رایاده شوه چې مشهورې هندي څېړنکارې موکلیکا بېنرجي چې په خدائي خدمتګار تحریک خپل کوم د ډاکټرېټ ریسرچ کړے “دي پټهان ان ارمډ” د سر خط لاندې او په کتاب چې ئې د کوم خدائي خدمتګار عکس دے نو د هغه نامه قدرت شاه کاکا دے او د منګاه مردان اوسېدونکے ؤ۔ دا کتاب تېر کال هغه وخت زیات مشهور شو کله چې وتلي هندي فلمي ستوري دغه کتاب په خپلو لاسونو کښې نیولے تصویر په ټولنیزو رسنیو خپور کړو۔ قدرت شاه کاکا چې دغه عکس کښې د خدائي خدمتګارو کومه وردي اچولې ده نو دا دراصل د جرنېل بابا وه چې د هغوي له مرګ وروستو قدرت شاه کاکا ته سپارل شوې وه۔ خدائي خدمتګار قدرت شاه کاکا د جرنېل بابا نزدې ملګرے ؤ۔ جرنېل بابا په کال ١٩٩٠ کښې له نړۍ وکوچېدو۔رښتیا دا خبره هم د لیک جوګه ده چې د جرنېل بابا د زوي مرزا علي خان صېب د واده نېټه هم باچاخان ايښودې وه۔رښتیا یوه کوم او بله راته یادېږي۔ کله چې باچاخان بابا د کشر زوي عبدالعلي خان کور “ګلرنګ” کښې ؤ نو جرنېل بابا هم ورسره هلته اوسېدو او علي خان د جرنېل بابا سره دومره مینه لرله چې د دوي د پاره ئې خصوصي کمره جوړه کړې وه چې نن هم دغه کمره ګلرنګ کښې د جرنېل بابا په نامه یادېږي او هم هغه حالت کښې ده۔جرنېل بابا لکه څنګه چې مونږ سر کښې ووئیل چې د قامي تحریک یو ځلنده ستورے دے خو له بده مرغه کار پرې نه دے شوے او د ژوند او شخصیت ډېرې ګوشې ئې پټې پرتې دي۔ باید سندي کار پرې وشي تر څو د جرنېل بابا سیاسي، قامي او اولسي د ژوند اړخونه د قامي تاریخ پنګه کښې خوندي پاتې شي  ۔۔

 

 

نورې ليکنې۔۔۔