سندهي قام پرستو سره د باچا خان تعلقات – اجمل خټک کشر، کراچۍ

A Man to match his Mountains )د خپل غرونو پۀ شان دروند او لوړ انسان( – دا د کتاب نوم دے. د دې نوم نه اندازه لګېدلې شي چې دا کتاب به پۀ څومره دروند انسان باندې ليکلے شوي وي او د هغه شخصيت، خوي بوي،اخلاق و کردار به څومره درانۀ وي!!! دا د اېکنات سوارن کتاب دے چه ښاغلي غني خټک ئې پۀ پښتو کښې ترجمه کړې ده. زما موضوع پۀ دې کتاب رڼا غورځول يا دې کښې پټ لعل و ګوهر برڅېره کول نۀ دي، محض ستاسو توجه راګرځول دي چه پۀ چا دا کتاب ليکلے شوے دے؛ د هغۀ کمالات، احساسات، خيال و فلسفه، نظر و نظريه، ګفتار و کردار، وېنا و عمل به څومره قد و کاټ او پۀ تاريخ کښي به څومره قدر و منزلت لري!!!

حقيقت دا دے چې د خپلو غرونو پۀ شان د دې لوے او عظيم انسان کارنامې، جرأت، جدوجهد، صبر و استقلال دومره اړخونه لري چې هر اړخ ئې پۀ خپل ځاے پۀ خپله يو تاريخ دے. دغه شان د باچا خان بابا د سندهي قام پرستانو سره د تعلقاتو هم يو تاريخ دے – مونږ به نن پۀ دې موضوع څۀ خبرې عرض کوو. کوشش به وي چې ډېرې خبرې پۀ مختصر توګه مخ ته راوړو. رښتيا دا دي چې تاسو ما نه زيات پۀ دې حقيقت اګاه ياست چې د باچا خان بابا جدوجهد د ټول انسانيت سره متعلق دے. ابتداء ئې پښتنو نه ځکه وکړله چې د هر پېغمبر او د هر لارښود سنت او وسيله هم دغه ده چې اغاز ئې خپل قام نه کړے دے. دا ضروري ځکه هم ده چې اولنے حق د نزدې خلقو وي او داسې بيا دا سلسله دراز او دراز شي. دا د فطرت برعکس عمل وي چې يو انسان چاپېرچل پرېږدي او لاړ شي د بل ګور ګودر پۀ خوند او بود کښي موخته شي – نو باچا خان بابا شروعات د قام نه وکړل او بيا د ټول انسانيت د ازادۍ او د فلاح عَلم ئې سر بلند کړلو. دا مبارزه د دين دهرم، ژبې او علاقې او زمکې نه مبرا عېن پۀ انسانيت محيط وه .پۀ دې لړ کښې باچا خان عېن د خپل فکر مطابق قام پرستو سره وخت پۀ وخت پۀ رابطو کښې ؤ او داسې ئې دا دريابونه ورو ورو د لوے سمندر سره مطابق کول چې مقصد ئې د دې سمندر پۀ قوت د غلامۍ طلاطم پۀ مخه وړل وو.

د باچا خان بابا هسې خو د مولانا عبېدالله سندهي پۀ شان د عظمت خاوندانو سره اګاهو نه تعلق ؤ، لېکن قام پرستو سره د مضبوط تعلقاتو اغاز هله وشولو چې کله باچا خان بابا پۀ نهه ويشتمه جنورۍ 1931 کښي د اٰل انډيا کانګرس اجلاس کښې شرکت دپاره کراچۍ ته لاړو. دا تعلقات بيا څومره مضبوط شول، د تفصيلاتو نه وړاندې بايد پۀ دې حواله د سائين جي اېم سيد د نمسي ښاغلي سيد جلال محمود شاه هغه وېنا وګورو چې جلال محمود شاه صاحب د ډاکټر حېدر لاشاري د کتاب “سفيرِ انسانيت: خان عبدالغفار خان” پۀ ديباچه کښې بيان کړې ده. دا ښاغلے وائي،

باچا خان سره زمونږ د کورنۍ سياسي، نظرياتي او روحاني رشته وابسته ده. باچا خان سره زمونږ زاړۀ ذاتي تعلقات هم وو. ارواښاد چې به کله کراچۍ ته راتلو نو مونږ سره به حېدر منزل کښې مېلمه ؤ. نن هم دلته د هغوي يادونه فضا کښې مونږ محسوسوو. کله چې به سائين جي اېم سيد پېښور ته لاړو نو باچا خان سره به ؤ. دا د دې دوو عظيمو مشرانو باهمي تعلق ؤ چې پښتانۀ او سندهيان ئې د برصغير تقسيم نه مخکښي هم متحد وساتل او نن هم دي.”

نو سائين جي اېم سيد چې نن هم سندهـ کښي د قام پرستو سرخېل منلے کېږي، پۀ دې اجلاس کښې پۀ اول ځل باچا خان سره معارفي شو او دومره متاثره شولو چې باچا خان ئې اجلاس نه پس خپل کور ته بوتللو او دعوت ئې ورته وکړلو. دلته دا خبره بې ځايه نۀ ده چې دا هغه موقع وه چې باچاخان او خدائي خدمتګارو سره د ملک خلق متعارف شول. د جرنېل عظمت خان پۀ مشرۍ کښې د خدائي خدمتګارو څلوېښت (40) رکني وفد باچا خان سره کراچۍ ته لاړ ؤ. دوي چې کله پېښور نه کراچۍ ته روان شول نو چې پۀ کوم سټېشن به رېل ګاډے ودرېدو نو دا خدائي خدمتګار به راکوز شول او پۀ پلېټ فارم به ئې بېنډ باجو سره پرېډ شروع کړلو. پۀ سټېشن موجود خلقو ته به د سرو جامو د پښتنو دا انداز ډېر خوندناک ولګېدو. داسې د خدائي خدمتګار تحريک پېغام او تنظيم د هر چا د نظر لاندې راغلو. پۀ کراچۍ کښې د خدائي خدمتګارو ډېر پر تپاک استقبال وشولو چې پۀ تهرډ کلاس ډبې کښې د باچا خان سره راغلي وو.د اجلاس پۀ دوران هر مقرر، بالخصوص جواهر لعل نهرو د خدائي خدمتګارو او د باچا خان پۀ خصوصي توګه ستائينه او مننه وکړله.

1938 کښې باچا خان يو ځل بيا سندهـ ته لاړو. دا دوره ډېره تفصيلي وه. باچا خان ته به د سندهـ مشرانو همېشه سندهـ ته د راتګ خواست کولو، خو کله جېل او کله د جدوجهد پۀ سلسلې کښې د هلو ځلو پۀ سبب باچا خان به د خواهش باوجود لاړ نۀ شو. دې کال باچا خان چې حېدراباد سندهـ ته ورسېدلو نو هلته ئې د يو عالي شان استقبال اهتمام شوے ؤ. پۀ دې موقع د سندهـ ملګرو يو پروګرام طے کړے ؤ. پۀ دې لړ کښې بابا د دورې اغاز د حېدر اباد د جلسې نه وکړلو. مسلم ليګ دا هر څۀ نۀ شو برداشت کولے، نو پۀ جلسه کښې ئې د خنډونو اچولو کوشش وکړو. الٰهي بخش سومرو، چې هغه وخت د سندهـ وزيراعليٰ ؤ، ډېر قام پرست انسان ؤ؛ هغۀ بيان جاري کړلو چې باچا خان د سندهيانو د خدمت د پاره دلته راغلے دے، پکار ده چې مونږ ئې ملاتړ وکړو، خو کۀ څوک کومک نۀ شي کولے او څۀ قسم شرارت ئې وکړلو نو د خپل عمل به خپله ذمه وار وي، ما نه دې څوک د نرمۍ توقع و نۀ ساتي. دې خبرې د باچا خان د پاره د ابلاغ کار هم وکړلواو پۀ هر ځاے کښې به دومره خلق راغلل چې د ناستې ځاے موندل به ګران شول. جلسو کښې به سرونه وو او بس سرونه!!!

دې نه پس باچا خان کراچۍ کښې جلسه وکړله، بيا سکهر ته لاړو؛ واپس حېدر اباد ته راغلو. لارې کښې چې څومره ښارونه او کلي راتلل، هلته ورته قام پرستو او د نورو مکتبه فکر خلقو د جلسو انتظامات کړي وو، بابا به ورته خطاب کولو. داسې باچا خان بابا د سندهـ ګوټ ګوټ ته خپل پېغام ورسولو. د سائين جي اېم سيد خپله وېنا ده چې باچا خان پۀ 1940 کښې زما کلي سن ته راغلے ؤ او بيا مونږ دواړو د ټول سندهـ دوره کړې وه.

د پاکستان جوړېدو سره پۀ قام پرستو باندې يرغل شروع شولو. د سندهـ او بلوچستان قام پرست هم دې تاوان نه محفوظ پاتي نۀ شول. سائين جي اېم سيد چې د مسلم ليګ سندهـ صدر ؤ، د سندهـ پۀ مسئلو ئې د 1945 او 1946 نه جناح صاحب سره اختلافات شروع شوي وو او 1946 کښې جي اېم سيد پۀ حزب اختلاف کښې ناست ؤ؛ د پاکستان جوړېدو سره سم د دوي کردار د حزب مخالف شولو. بل طرف ته غوث بخش بزنجو صاحب او نور نوميال بلوچستان کښې ګرفتار شول. د خان اٰف قلات پۀ محل فائرنګ وشولو او بلوڅو باندې بمباري هم وشوله. پۀ پښتونخوا کښې د خدائي خدمتګارو حکومت باندې چور ئې ګډ کړو او ټولو نه لوے ظلم دا ؤ چې دوه قومي نظريې د مظلوم قومونو وجود ته خطره لاحق کړله.

د باچا خان پۀ دې ټولو منصوبو سر خلاص ؤ او هغوي سائين جي اېم سيد سره مشوره وکړله. داسې پۀ اتمه مۍ 1948 کښې د پاکستان ټول قام پرسته پۀ کراچۍ کښې را غونډ شول چې د سندهـ نمائندګي سائين جي اېم سيد، شېخ عبدالمجيد سندهي او داسې نورو مشرانو کوله. پۀ دې موقع پۀ پاکستان کښې اولنے قام پرست جماعت د “پيپلز پارټي” پۀ نوم وجود کښې راغلو چې باچا خان ئې صدر وټاکلے شو. پۀ ديارلسمه مي 1948 باچا خان خدائي خدمتګار تنظيم پۀ ټول پاکستان کښې د خورولو فېصله وکړله او دا اعلان ئې وکړلو چې خدائي خدمتګار به اوس د پيپلز پارټۍ رضاکار وي. د مسلم ليګ واکدارانو دا خبره چرته برداشت کولې شوه، نو باچا خان او نور مشران ئې ګرفتار کړل او جي اېم سيد نظربند کړے شو. پۀ دې سبب د بده مرغه دا جماعت پر مخ لا نۀ لاړو او ختم شولو.

باچا خان لا پۀ جېل کښې ؤ چې 1956 کښې سندهـ سره د ملک نورو صوبو قام پرستان راغونډ شول او پۀ نېشنل پارټۍ پۀ نوم ئې يو نوے تنظيم وجود کښې راوستلو. باچا خان چې کله رها شولو نو د نېشنل پارټۍ مؤقف ئې اختيار کړلو. څۀ موده پس باچا خان د “ون يونټ” خلاف ټول ملک کښې دورې شروع کړلې.

مونږ چونکې د باچا خان د سندهي قام پرستانو پۀ حواله تاسو سره خبرې کوو، نو ځکه د داسې واقعاتو تفصيل بيانولو نه اجتناب کوو چې هغه بيا د ټول ملک د مشرانو سره متعلق شي.

باچا خان بابا به کله پۀ جېل کښې ؤ، کله ناروغه او کله جلاوطن؛ داسې ډېر وخت نه پس باچا خان پۀ اوولسمه جنورۍ 1986 کښې بيا سندهـ ته راغللو، جي اېم سيد پۀ خپلې سالګره کښي بابا ته د ګډون بلنه ورکړې وه. باچا خان د پېښور نه د رېل تهرډ کلاس ډبې کښې کښېناست، کراچۍ ته را ورسېدلو. پۀ کراچي کېنټ سټېشن باندې د دوي دروند او تود هرکلے ووئيلے شو. پۀ دې موقع د نېشنل ډېموکرېټک ګوند او پښتون سټوډنټس فيډرېشن کارکنانو سره پۀ زرګاو خلق موجود وو. يو جذباتي او روح پرور منظر ؤ. زۀ هم د پښتون سټوډنټس فيډرېشن د يو غړي پۀ طور پۀ دې مبارکه موقع موجود وم او د بابا زيارت مې کولو. د باچا خان بابا دا قافله سټېشن نه د مېرمن حميده کهوړو کور ‘کهوړو هاؤس’ ته د جلوس پۀ شکل روانه شوله چې عبدالخالق خان جج صاحب او فريد طوفان لالا هم د بابا سره پېښور نه راغلي وو. چونکې پۀ سټېشن باندې د جئے سندهـ کارکنانو د “نه کهپے نه کهپے! پاکستان نه کهپے!” نعرې لګولې وې، نو مقدمات درج شول – خو عجيبه لوبه دا وشوله چې د چا نعرو سره هډو تعلق نۀ ؤ، پۀ هغوي هم مقدمې جوړې کړې شوې. داسې دا مقدمے د 123 اے او 124 اے تحت پۀ باچا خان، سيد امداد محمد شاه، ډاکټر حميده کهوړو، عبدالخالق خان، عابد زبېري، شفيع کرنائي، شبير جمالي، امين خټک، حاجي شېر خان، عبدالمالک اېډوکېټ، قاسم جان او نورو ملګرو باندې قائم شولې چې بيا وروستو پۀ دې مقدمې کښې پۀ ستمبر 1986 کښې د پښتون سټوډنټس فيډرېشن سندهـ څانګې مشر ښاغلے قاسم جان ګرفتار شولو او بيا ئې پۀ څلورم نومبر 1986 د هائي کورټ نه ضمانت وشوو.

نو مونږ خبره د دورې کوله – کراچۍ ته رسېدو نه پس ډاکټر حميده کهوړو د بابا پۀ اعزاز کښي عشائيه ورکړله چې پکښې د کراچۍ لوي لوي سياسي شخصيات او معززين موجود وو. سحر باچا خان د سائين جي اېم سيد دوه اتيايمه (82) سالګره کښې ګډون د پاره د هغوي کلي سن ته سره د قافلې روان شولو چې قافلې کښې ئې د جئے سندهـ، اېن ډي پي او پښتون سټوډنټس فيډرېشن کارکنان شامل وو. باچا خان چې کله سپر هائي وے جامشورو سره نزدې ټول پلازې ته ورسېدو نو هلته د جئے سندهـ، پښتون سټوډنټس فيډرېشن او اېن ډي پي ګوند د هغوي ډېر والهانه استقبال وکړلو. پۀ دې موقع د حېدراباد نه د داود خان پټهان لالا پۀ مشرۍ کښې ډېر زيات پښتانۀ هم راغلي وو؛ د جئے سندهـ کارکنان د ټول سندهـ نه راغلي وو. د هغه وخت د اخباراتو مطابق د سندهـ تاريخ کښې دا د ټولو نه لوے استقبال ؤ. کله چې باچا خان د سائين جي اېم سيد کلي سن ته ورسېدلو نو جي اېم سيد سره ئې ملاقات وکړلو او دې ملاقات نه پس فريد طوفان لالا ته ئې ووې چې شا به او ممتاز بهټو هم را وغواړه چې دغه وخت بهر انتظارګاه کښې ناست ؤ. دې نه دا خبره مخ ته راځي چې باچا خان اګرچې يو تقريب ته راغلے ؤ لېکن پۀ دې موقع هغوي يو غټ مقصد تر لاسه کول غوښتل. ممتاز بهټو سره د جي اېم سيد پۀ موجودګۍ کښې خبرې مکمل شولې. بيا باچا خان جي اېم سيد صاحب ته ووې، زۀ راغلم، اوس زما د پاره څۀ حکم دے؟ هغوي ورته ووې چې “خان بادشاه! تاسو زمونږ ليډر ياست، زۀ به څنګه تاسو ته حکم درکوم؟” پۀ دوي کښې تکرار شروع شولو؛ يو به وې چې تاسو ما ته حکم وکړئ، بل به وې نه! تاسو حکم وکړئ، اخر باچا خان ورته ووې چې کۀ ستاسو پۀ ما اعتماد وي نو زۀ دې نه پس بلوچستان ته ځم او غواړم چې د مظلوم قوميتونو يو اتحاد پۀ وجود کښې راشي.

بيا باچا خان د سندهـ نورو محترمو مشرانو مير علي احمد تالپور، مېرمن حميده کهوړو، مير نبي بخش تالپور، رئيس غلام مصطفٰي بهرګړي او مهرالله مېنګل سره ليدل وکړل او يو ځاے ئې ډوډۍ وخوړله. د سائين جي اېم سيد سالګره تقريب يوه عظيم انساني اجتماع کښې تبديل شوې وه چې باچا خان ورته تاريخي وېنا کړې وه. دا يو فکر انګېز خطاب ؤ خو مونږ د مضمون د طوالت پۀ سبب دغه خطاب دلته نۀ شو منقول کولے.

پۀ اتلسم مارچ 1986 کښې باچا خان سن نه حېدراباد ته لاړ او هلته ورته داود خان پهټان لالا او د اېن ډي پي ګوند مشرانو کارکنانو دروند هرکلے ووې او د داود خان لالا تقريب کښې ئې ګډون وکړو. پۀ دې موقع عبدالخالق خان صاحب او فريد لالا هم بابا سره وو. پۀ شلم مارچ 1986 باچا خان د ممتاز بهټو دعوت کښې شرکت د پاره ميرپور بهټو لاړکانې ته لاړو او هلته ئې يوې درنې استقباليې ته وېنا وکړله. دې غونډه کښې د سندهـ نوميال قام پرست موجود وو. پۀ دغه ورځ باچا خان پۀ لاړکانې کښې د جئے سندهـ تحريک يوه چاے پارټۍ کښې شرکت او وېنا وکړله. باچا خان بيا کراچۍ ته واپس را ورسېدلو. پۀ يويشتم مارچ 1986 کښې د پښتون سټوډنټس فيډرېشن سندهـ مشر ښاغلي قاسم جان، عمومي سېکرتر عثمان خټک او نورو ملګرو د جلسې اهتمام کړے ؤ چې باچا خان ورته وېنا وکړله. پۀ دوه ويشتم مارچ 1986 باچاخان د سندهـ يونټي بورډ لۀ طرفه د بورډ د مشر محترم محمودالحق عثماني استقباليه کښې شرکت وکړو. پۀ دې موقع د معراج محمد خان، سيد اقبال حېدر، سيد امداد محمد شاه، عابد زبېري او د پروفېسر غلام مصطفٰي شاه پۀ شان مشران هم موجود وو. پۀ درې ويشتم مارچ 1986 باچا خان پۀ باچا خان چوک بنارس کراچۍ کښې د اېن ډي پي يوې لويې تاريخي جلسې تا خطاب وکړو. اګرچې زۀ )اجمل کشر( هغه وخت پۀ پښتون سټوډنټس فيډرېشن کښې وم، لېکن د مشرانو لۀ برکته د دې يادګاري جلسې د نظامت اعزاز ما حقير فقير ته ملاو شولو. پۀ دې جلسه کښې حاجي شېر خان، امداد محمد شاه، ډاکټرحميده کهوړو، انعام دراني، حاجي غلام حسېن، شېر علي باچا او نورو مشرانو ګډون کړے ؤ. بله ورځ پۀ څليريشتم مارچ باچا خان د جئے سندهـ سټوډنټس فيډرېش يوې استقباليې ته هم وېنا وکړله او بيا پۀ بولان مېل کښې د بلوچستان پۀ لور روان شولو.

بابا ضعيف شوے ؤ او ډېر سفر به ورته تکليف ورکولو، لېکن کله چې د کالا باغ خبره وچېړلې شوه نو باچا خان بيا را پورته شولو او د بېدارۍ تحريک د پاره کراچۍ ته رېل کښې روان شولو. سياست کښې يوه اصطلاح استعمالېږي “رېل او جېل”– حقيقت دا دے چې د دې اصطلاح ناموس لکه څومره باچا خان بابا ساتلے دے، داسې تاريخ کښې بل منظر نۀ ښکاري.

بابا د “کالاباغ ډېم کے خلاف بېداري مهم” پۀ سلسله کښې کراچۍ ته روان ؤ چې کله پۀ پنځويشتمه جولائي 1986 رېل د حېدراباد پۀ سټېشن ودرېدو نو هلته ورته د اېن ډي پي او جئے سندهـ ملګرو هرکلے ووې. بابا د عوام اېکسپرس تهرډ کلاس ډبې کښې چې کله کراچۍ ته را ورسېدلو نو د سټېشن نه جناح هسپتال ته لاړو چرته چې جي اېم سيد د ناروغتيا پۀ سبب داخل ؤ – دا هغه موقع وه چې پۀ شپږ ويشتمه جولايۍ 1986 د څلورو مترقي ګوندونو پۀ اشتراک عوامي نېشنل پارټي )اے اېن پي( تاسيس شوې وه او خان عبدالولي خان بابا، مور بي بي او حاجي غلام احمد بلور هم کراچۍ کښې موجود وو. د دې جماعت د تاسيس اجتماع د محترم حاکم زرداري پۀ کور کښې بللې شوې وه. دلته عرض دا دے چې مونږ د سائين جي اېم سيد پۀ حواله تفصيلي خبره ځکه وکړله چې د سندهـ قام پرست سياست کۀ مکمل نۀ وي نو زياته برخه ئې د جي اېم سيد سره تړون لري. بيا څومره ګوندونه تنظيمونه چې نور ښکاري، هغه هم د جئے سندهـ نه را وتلي دي. دې وړو وړو تنظميونو سره د باچا خان څۀ خاص براه راست ژوند او ژوندون هم نۀ ؤ استوار –

پۀ مۍ 1987 کښې باچا خان بابا ته د زړۀ بيماري لاحقه شوله. د هندوستان وزيراعظم راجيو ګاندهي چې کله دې نه خبر شولو نو پۀ پنځلسمه مۍ 1987 ئې يو خصوصي جهاز پاکستان ته را واستولو. داسې بابا د علاج د پاره هندوستان ته لاړو. پۀ دې موقع جي اېم سيد چې خپل کور کښې نظر بند ؤ، وزيراعظم محمد خان جونېجو هغوي ته پے رول باندې هندوستان ته د تلو اجازت ورکړو او جي اېم سيد د بابا پښتنې د پاره هندوستان ته لاړو. پۀ څلورمه جولايۍ 1987 هغوي د بابا پۀ هسپتال کښي عيادت وکړلو او څۀ وخت ورسره پاتې شولو.

پۀ شلمه جنورۍ 1988 د باچا خان بابا د وفات وخت کښې جي اېم سيد پۀ جېل کښي ؤ. هغوي ته پۀ دې موقع پۀ پے رول پېښور ته د تلو اجازت ملاو نۀ شو او داسې سائين د بابا اخري ديدار نه محروم پاتې شو. د جئے سندهـ يو وفد پۀ جنازې کښې شرکت وکړلو. قام پرست مشر رسول بخش پليجو، جام ساقي، خادم حسېن سومرو او نور سندهيان قام پرست هم جنازه کښې موجود وو.

وئيلے شي چې کله جېل کښې جي اېم سيد د باچا خان رحلت نه خبر شولو نو لکه د ماشومانو پۀ چغو چغو پۀ ژړا شو، ډېره صدمه ورته ملاو شوې وه. د هغوي دا بيان پۀ اخباراتو کښې شائع شوے ؤ چې نۀ صرف پښتانۀ د خپل عظيم مشر نه محروم شول بلکې سندهيان هم د خپل يو ايماندار او بهادر دوست نه محروم پاتې شول.

پۀ شپږ ويشتمه جنورۍ 1988 پۀ سندهـ اسمبلۍ کښې د جي اېم سيد زوي سيد امداد محمد شاه باچا خان د پاره تعزيتي قرارداد وړاندې کړلو چې منظور شولو او بابا د پاره پۀ سندهـ اسمبلۍ کښې فاتحه خواني وشوله.

پۀ پاې کښې به مونږ هغه تاثرات دلته کښې د قلم پۀ وساطت تاسو ته وړاندې کړو چې کوم د جي اېم سيد او باچا خان بابا پۀ ضعيف العمرۍ کښې د ملاقات پۀ حواله د سائين نمسي سيد جلال حېدر شاه بيان کړي دي. دا ښاغلے وائي چې پۀ باچا خان کله پۀ اوولسم مارچ 1986 د سائين جي اېم سيد سالګرې د پاره زمونږ کور سن ته را ورسېدو نو ما د دوو غرونو پۀ مابېن ډېر غمناک ماحول وليدو. وهيل چئيرز باندې دوه عظيم مشران چې کله يو بل ته مخامخ شول نو زما سترګو يو عحيبه او تاريخي ماحول وليد. دواړه يو بل ته رو برو وو خو خولې خاموشه او د سترګو نه د اوښکو سېلابونه روان وو. ټول ماحول افسرده شولو. پۀ دې موقع موجود د هر چا د سترګو نه اوښکې روانې شولې. يو عجيبه او حسرتناکه موقع وه. بيا دا دواړه چې کله کمرې ته ورسېدل نو بيا هغه منظر ؤ. د دواړه بزرګانو د سترګو بهير دلته هم روان ؤ. د دې ژړا هزار ها معنې وې، هزار ها شکوې وې. داسې دوي هېڅ هم و نۀ وئيل خو هم هر څۀ ئې ووئيل.

د ښاغلي جلال محمود شاه وېنا نه پس زۀ هم د نور څۀ وئيلو توان نۀ لرم؛ بس هغه ټپه ليکم چه بابا د خپل کتاب پۀ اخره کښې ليکلې ده:

د زړۀ پۀ باغ مې ږلۍ وشوه

بويه چې بيا سپرلے راځي سپړي ګلونه

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …