تېرشوي،هېرشوي،سرتېري سيدميران او د هغه ځوے زيد ګل قيصه—خورشيد انور

دا ليکنه شريکه کړئ

جنرل جېفرے ډېره موده د افغانستان نه تر مومندو د پښتنو سره جنګيدلے وو۔ وئيلے شي چې ډېر زيرک افسر و ۔ د پښتون قوم د جنګي رموزو ځنې خبر و، جنګ ئې ډېر په طريقه او تدبر سره کولو، خو د مومندو په جنګ کښې ترې هر څۀ خطا وو۔ د کنړا کلي د مېدان جنګ نه په تېښته و چې د شا د اړخه ئې سر په ګولۍ ولګيدۀ او هم هلته کښې مړ شو ۔ د مرګ نه مخکښې هغه خپل يو ملګري ته يوه چيټۍ لېږلے وه، دا چيټۍ د جېفرے د مرګ نه پس ملاؤ شوې وه ۔ دا د هغه وخت يوه مشهوره چيټۍ وه چې ذکر ئې اخبارونو،ريډيوګانو کښې   خپور شوے ؤ۔ د دې ځاے د پښتنو متعلق ئې پکښې يو پيراګراف ليکلے و، هغه خپل ملګري ته ليکلي وو؛

” پښتانۀ هيڅ کله د مرګه نۀ يريږي، مرګ د هغو دپاره څۀ نوے څيز نۀ دے کۀ څومره هم د دې سيمې پښتانۀ د غريبۍ ژوند تيروي خو د دين طرف ته دومره جذباتي دي چې د هر ډول ظلم او زور په وړاندې لکه د غر ودرېږي ۔ چې ټوپک ترلاسه کړي نو بيا صرف جنګيالي نه غازيان هم ګرځي  او چې غازي شي نو بيا د مرګ او ژوند فرق ئې د ذهن نه اووځي ۔ پښتانۀ د دين مخاليفينو په وړاندې ئې د داسې اور سرۀ راپورته کېږي چې  دښمن تر خاورو رسوي ، د دوي  په زړونو کښې د ايمان اور بل وي دا اور د تورو ټوپکو او توپونو پرواه نۀ لري ۔ دا مينه دا جذبه د اسلام دپاره دومره ژوره ده چې هر ډول قرباني ورته ارزانه ښکاري ۔  دوي مسکينان دي خو دې غريبۍ دوي نور هم بې پرواه کري دي ۔ د زړۀ په ژورو کښې دا امېد لري چې کۀ مړ شوم نو شهيد يم ،کۀ ژوندے پاتې شوم نو غازي يم هم  دا يقين هم دا ولوله او هم دا جذبه ده چې د الله اکبر د نعرې سره مېدان ته راکوزېږي ۔  مرګ ته خاندې  او د دښمن په وړاندې کۀ طوفان راولاړيږي ۔  ماخوذ“ Brigadier Jaffere’s   to the friend in-law”

د تاريخ په پاڼو کښې داسې قيصۍ ډيرې کمې ملاويږي چې پکښې د پلار او زوي مړانه جرات وفاداري او د خپلې خاورې سره بې کچه مينه په يو وخت کښې په وينو وليکلے شي ۔ دا د” سيد ميران“ او د هغه د زوي ”زيد ګل“ قيصه ده چې د ټکر د خونړي جنګ په ډګر د قربانۍ،مړانې او غېرت يوه نۀ هېريدونکي نمونه وړاندې کوي ۔ غرمه نزدې وه سيد ميران په پټي کښې يوه کوله جامې ئې په خولو لمدې وي زړۀ ئې د سحر نه ناقلاره و ، دا ساعت ورته خپل زوي زيدګل راغلو غږ ئې ورته وکړو پلاره! په ټکر فرنګي يلغار کړے دے ټول کلے غزا ته روان دے ، د دې غږ سره سيد ميران  قولبه ودروله هم هلته ئې غويان پريښودل او په منډه کور ته روان شو ۔ ټوپک او ګردنے ته ئې لاس کړو او په شنه منډه د کوره اووتو، کور کښې د زنانه ؤ انګولا شوه چې خداے خبر د چا سره ئې جنګ جوړ کړے دے او چا پسې وژلو له لاړو ۔ غوغا او ماتم شروع کښې زيدګل کور ته راورسيدو د کور زنانه ئې د غزا ځنې خبر کړې ۔ او بيا چغې، سورې او انګولا په دعاګانو او نفلونو کښې بدلے شوے ۔ سيد ميران سره د ټوپکه او ځوے زيدګل کداله په لاس ورپسې په شنډه منډه د جنګ په لور روان وو ، د کلي او علاقې خلقو سره ملګري شول ۔ يو سړے په دې هڅه کښې ؤ چې د جنګ مېدان ته  مخکښې ورسي ۔ فرنګي چې دا ګڼه وليده نو په مشين ئې ګوته ټينګه کړه  تش لاسي د مشين د ګولو باران ته لکه د غر کلک ولاړ وو،او کوشش ئې دا وو چې مخکښې لاړ شي ۔ تش لاسي لکه د ونې د پاڼو په مزکه رغورزيدل  خو دا سو تيري په دې نۀ وو ۔ چا سره چې ټوپکې وي هغوي په دښمن ډزې کولې او د کدالې رمبې خاوندان په دې کوشش وو چې په څۀ نه څۀ طريقه ځان مورچې ته ورسوي او د دښمن سره لاس په لاس مقابله وکړي ۔ سيد ميران د يوې ونې ډډ ته ولاړ ؤ او ډزې ئې کولې ۔ کله د يوې ونې شاته کله د بلې ونې ډډ ته په دښمن پسې  مخ په وړاندې ور روان وو ۔ هر طرف ته د الله اکبر انګازې وې، د الله اکبر په اواز به د غازيانو وينه نوره هم ګرمېده ۔ د الله په مينه مست دا مجنونان د ګولو نه بې پرواه د مخکښې تلو په تکل وو، غرمه وه ماسپښين په زيړي مازيګرې کښې بدل شو خو غازيان کم نۀ شو۔ د وخت سره به دا طوفان نور هم سېوا کيدو، دښمن حېران و چې دا خلق ولې ځان وژني ۔ ۔ ۔؟ مقصد ئې څۀ دے ۔ ۔؟ خو دوي ته دا پته نۀ وه چې دوي د خپلې مور حفاظت په خپلو وينو کوي ۔  دوي د خپلې خاورې محافظان دي ۔ هغوي ته نن خپلې خاورې غږ کړے دے چې راپاسئ او زما په سينه دا ناولې قدمونه مۀ پريږدۍ ۔ دوي د هغه وعدې پاسداران دي کومه چې خالق د دوي سره کړې  چې په خپله خاوره او خپل دين څوک هم سر بائيلي هغه به شهيد وي او د شهيد ځاے جنت دے ۔  فرنګي چې سيدميران اوليدو چې رانزدے کېږي نو مشين ئې ورته سم کړو او چې کله سيدميران د يوې ونې د شا نه بلې ونې پلو منډه کړه دا وخت د مشين کړسا شروع شوه او د ګولو په باران سيدميران ولګيدو راغوزار شو۔ د فرنګي د هرې ګولۍ سره يو چغه يو فرياد او يو جنون وو، سيدميران د خپلې خاورې سره د خپلې مينې داستان په خپلو وينو وليکو ۔ سيدميران جوبل شو د وينو دارې ئې تر فيرنګي رسېدلے،روانه روانه کښې پلار زوي ته اوکتل سترګې ئې د افتخار ځنې ډکې وې ۔ زوي پلار ته وې بابا جانه! ټوپک دې خوا راګزار کړه زۀ هم  درپسې يم ۔ د سيدميران وينو دارې وهلې په مېدان کښې لکه د زمري پروت ؤ ۔ څۀ لږ وړاندې تر زوي د ونې ډډ ته ناست و، د پلار ټوپک ورته ملاؤ شو ناترسه ډزې ئې کولي ۔ پلار به ورله شاباسي ورکولو چې ډزې کوه زويه ۔ فرنګي په ډزو ستړے شو خو زيدګل ئې په نخښه نۀ کړؤ، فرنګي يو عجيبه لوبه وکړه د کومې ونې ډډ ته چې زيدګل باست ؤ په مشين ئې هم د هغه ونې خاښونه اوويشتل،د ونې خاښونه راغورزيدل ۔ زيد ګل ډزې کولې د الله کارونه ګوره د ونې يو غټ خاښ د زيدګل په سر راګزار شو او رسا د دۀ په کوپړۍ کښې ښخ شو، د دۀ د سره هم د وينو دارې شروع شوې ۔ سيد ميران په خپلو وينو کښې سور پروت ؤ هغه چې د زوي وينې وليدې ځان ترې هېر شو چغه ئې کړه زويه اولګيدے ؟ او بابا جانه ! زوي ئې  جواب ورکړو، دغه وخت  ئې د پلار سترګې د اوښکو ډکې شوې  زوے ئې هم راپريوتو ۔ پلار او زوي دواڼه د نورو زخميانو او شهيدانو په خوا کښې په خپلو وينو لمبېدلې پراتۀ وو ۔ پلار به ئې ساعت په ساعت اواز کولو زيد ګله بچيه! پلار نۀ زوي ته کيناستے شو نۀ پاسيدے شو ۔ نمر په غړغړه و، جنګ نور هم تود شو فرنګي ماتې اوخوړۀ او د مېدان اوتښتيدو ۔

نورې ليکنې۔۔۔