پۀ پښتونخوا کښې د سندرې، هنر، اتڼ، نڅا، ګډا، ټنګ ټکور او رباب پۀ ضد/خلاف چې کمه کرکه، نفرت، پروپاګنډه، Misinformation او Disinformation خورېږي يا هوا ورکړې کېږي، نو دا يواځې صرف د هنر مخالفت نۀ کېږي، بلکې دا يو خاص/ مخصوص اجتماعي ذهنيت پۀ ټولنه کښې د هغه پرسټریشن او فکري زوال عکاسي کوي ۔ د يو خبرې/کار مخالفت کول بيا پۀ هغې تنقيد کول يا ورسره په سه نقته اختلاف لرل پۀ ټولنه کښې يو فطري عمل وو/دې/وي به ۔ خو سوال دا دے، چې زمونږ د اختلاف، تنقيد او فکري چوکاټ معيار څومره ژور، سنجيده او شعوري دے نن؟ ۔ دا هم بايد وکتې شي؟ ګنې نو بد رد، کنځل وېنا به هم تنقيد ګڼړلې کېږي، نن پۀ دې خاوره داسې يو ماحول جوړ کړې شوے دے چې (زياتره) خلک د رباب نه خو کرکه/نفرت کوي، او دغه قيصه بيا د «ګناه ثواب چوکاټ» ته اوړي، خو بلخوا جنګ، ټوپک، تشدد پۀ ټولنيز سطحه Normalize کول او هغه بيا پروموټ کول يا Romanticise کول ښۀ عمل ښکاري؟؟؟ داسې ولې؟؟
سياسي لحاظ سره هنر او موسيقي صرف “Entertainment/تفريحي” نۀ وي، بلکې دا د يو قوم او د هغه ځائي اولس Soft Image، اجتماعي نفسيات، ثقافتي شناخت او سياسي بقا سره تړلے يو پېوستون عمل وي، نړۍ کښې هر هغه قوم چې خپل تخليقي هنر، فنون لطيفه، ادبي بهير او کلتور ئې وژلې يا ېی هېر کړے، هغه ورو ورو د فکري زوال، تشدد او سماجي جمود طرف ته تللي دي، ځکه چې تخليقي هنر، ارټ، موسیقي د ټولنيز انسانانو/ وګړو هغه اجتماعي ژوند برخه وي (زما پۀ خيال)!!!! په ټولنيز لېول فنون لطيفه تا ژوندے ساتي، او ذهنيت د نفرت انګیز هغه وحدت، ډومېن نه راوباسي!!!
بل طرف ته دا هم د پام خبره ده، يوه داسې ټولنه چې هلته خلک خپل تخليقي هنر، موسيقي او داخلي هنرونه خو پټوي او پۀ بل هم بې ځايه نيوکې کوي، نو هلته منافقت، دوه مخي هم زياته وي، هم دا وجه ده چې زمونږ پۀ ټولنه کښې زياتره خلک دوه قسمه ژوند تېروي، يو چې د کمرې دننه يې کوي او بل هغه چې د کمرې نه بهر د خلقو منځ کښې ئي کوي، دغه د کمرې دننه ژوند دې بهر نه شي کولې، زکه چې د تهمت، پېغور او الزام ويره وي، ځکه دلته د تخليق اظهار ته “پېغور”، د هنر سره مينې ته “تهمت” وئيلې کېږي, تر هغه به مونږ ټولنه کښې د هنر سره، موسيقۍ سره، خپل د فکر پراختيا او تنقيدي شعور او احساسي ژوند سره خپل تعلق جوړ نه کړے شو، تر هغې به دا ذهني تضاد، تشدد او اجتماعي بحران زمونږ منځ کښې روان وي ۔
رباب، موسيقي، اتڼ او فطري او تخليقي هنر د هر انسان د خپل جمالياتي ذوق اظهار وي، چې کمه ټولنه کښې دغه اظهار ختم شي، هغه ټولنه غلې(مړه) شي, رباب منګے، ټنګ ټکور، فولکلور او داسې نور ډېر د پښتون قام د زرګونو کلونو د تمدن، تاريخ، ثقافت، نفسياتو او ژوند برخه پاتې شوې دي!!! رباب غږول، اتڼ کول او د ژوند خوشحالۍ به يې پۀ خوند لمانځلې، ځکه هنر د ژوند، امن، احساس/يو والي او اجتماعي ارتقاء علامت وي!!! خو بدقسمتي دا ده، چې نن پۀ ګرده/ ټوله پښتونخوا کښې د هنري تخليق او جمالياتي اظهار په ضد/ خلاف داسې Narrative جوړه کړې شوې ده، چې ګورې کلتوري هنر د ټولنې د تباهۍ سبب دے، حال دا دے، چې اصل تباهي خو هغه فکر،سوچ او ذهنيت راوستې وي، چې انسان/ وګړي د داسې پرمختګ نه ويروي او د ګناه او ثواب پۀ ډومېن کښې ئي دننه تقسيم کړي، نو هم د دغه isolated ذهنيت، فکر بيا د ټوپک، تشدد طرف ته مایله شي، مينه يې پېدا شي ۔
د انګازي پروډکشن پۀ ضد/ خلاف چې د ړومبۍ ورځې نه تراوسه کمه Pre-planted پروپاګنډې، غلط معلومات، Media Trolling ، کنځلې او «تنقيص»، بد رد روان دي، هغه د دې ټولنې اجتماعي فکري بحران مونږ ته را په ګوته کوي، چې د ټولنې د وګړو ذهني او فکري ژورتیا او سطح چرته او په کم لېول ده، عوامي نېشنل ګوند او اېمل ولي خان چې د انګازې پروډکشن بنياد کېښودلو، مقصد ئې يواځې صرف Entertain کول نه وو، لکه څنګه چې مخکې ووئيل شول، چې په دغه کښې د پښتونخوا کلتور، ژبې، شناخت يو ښه Image بحالول هم وو ۔، پۀ داسې وخت کښې چې پۀ ټوله نړۍ کښې پښتون يواځې د جنګ، ترهګر او تشدد پۀ نوم پېژندلو، هلته د اولس د پاره د خپل تخليقي هنر کمال ښودل، موسيقۍ او کلتوري Platform جوړول يو سياسي، فکري او ثقافتي مزاحمت ښکاره کول د وخت ضرورت و، چې عوامي نېشنل ګوند دغه پوره کړو او موجوده نړۍ تۀ دا پيغام ورکړے شو، چې پښتون يواځې جنګي او تشدد پسنده انسان نۀ دے، بلکې ژوند پسند، امن پسند او ژوند سره د مېنې کونکي خلک دي ۔ خو افسوس دا دے چې زمونږ پۀ ټولنه کښې د State Narratives ,Extremism سوچ/ فکر او اجتماعي منافقت دومره ژور اثر کړے دې، چې څوک د تخليق خبره، فنون لطيفه خبره کوي، څوک د خپل شناخت او تاریخ راژوندي کولو د پاره څه هڅې/ کوششونه کوي، نو د الزامونو، کنځلو او پروپاګنډو مخه شي ورته ۔
کۀ مونږ پۀ عملي او علمي توګه ده پښتون د کلتور او اجتماعي شناخت خبره ژوندۍ ساتو، نو بيا بايد پۀ ټولنه کښې د تخليقي هنر، موسيقۍ، رباب او اتڼ ملاتړ هم بغېر څۀ د تفريق پۀ بنياد وکړو نه چې هغه کار هم د مرکې/ نفرت او پروپاګنډې ښکار کړ، چې کومه ټولنه د رباب نه ويره لري او د ټوپک، جنګي ذهنيت سره مينه، پروموشن ئې پۀ جار/ ښکاره کوي، هغه ټولنه يواځې پۀ سياسي توګه او شعوري توګه صرف نه بلکې نفسياتي توګه هم د بحران او تباهۍ سره مخ وي ۔ نو مونږ له پکار دي، چې مونږ پۀ شريکه ده انګازې پروډکشن، هنرمندان، موسيقاران، رباب غږوونکي، شاعران او د خپل کلتور د ژوندي ساتونکي خلکو ملاتړ وکړو، ځکه چې کوم قوم چې خپل هنر، تخليقي کمال وژني، هغه ورو ورو خپل شناخت، ژبه او تاريخ هم د لاسه ورکوي ۔