د چترال شندور په لور(رپورتاژ)–ډاکټرجواد شفق

دا ليکنه شريکه کړئ

د ډېرو ورځو نه د جون جولائې ګرمۍ ښه زور کړے ؤ چې زما دې زړۀ هم‌ سم شور کړے ؤ چې دا ځل که هر رنګه وي نو د ګرمۍ په موسم کښی به خپل کلي بر دير ته ځم ځکه چې ډېر وخت شوې ؤ زۀ کلي ته بيخي نه اوم تللے په دغه سوچ او فکر کښې اوم چې ملګرو ته مې هسې ګپ کښې اووې هلکه ځو نه دير ته په دې کښې څه ګورم چې د‌ زيارت په ورځ ملګري ډاکټر اجلال کال راغے چې هلکه ځان تياروه سبا د جمعې په ورځ به ځو چترال شندور ميلې له ما وې خوښه مې ده د دې نه به لا بله ښه موقعه بيا چرته راځي چې څنګه په سبا د جمعې په ورځ  ماذيګر شو نو ملګري د پېښور نه راوتې وو او ما هم خپل بيګ اوږې ته کړو او ځان مې رشکۍ انټر چينج ته ورورسوو او په لږ ساعت کښې ملګري ډاکټر اجلال ډاکټر جاويد او انجېنئر احتزاز د پېښور نه راورسېدل او ځان سره ئې اوچت کړم او د مردان نه ۷:۰۰ اووه بجې د اسلام اباد په موټروے ورروان شو او څه لږه فاصله کښې مخکښې د قيام او طعام کښې اودرېدو او ما ځان سره د کور نه څه لږه شان راغستې د غوښې قيمي ته ټول ورلاندې وتل او ښه په بر پيټ ئې اوخوړه۔او ځانونه ئې پرې ښه اوتمبول ۔او بيا د سوات موټروے ته اوختو او د دير په لوري روان شو او لږ ساعت نه پس چکدرې ته ۴۵:۸ بجې اورسېدو او هلته لږې دمې ته د افغاني بابا ولي هوټل کښې‌اودرېدو او ښه کړک چائے مو ورته اوڅښلې۔ بيا مو خپل سفر جارې اوساتو او څۀ کم ۱۰:۰۰لس بجې تيمرګرې ته اورسېدو دلته ملګرو په ميګامارټ کښې د لږو څېزونو اخستلو سره پېنځه زره روپو ته تيلي ورته کړو او غټې خرچې اوشوې او بيا  د دير بالا په لوري روان شو هلته مې خپل رشته دار ډاکټر شېدا صېب سره د مخکښې نه رابطه شوې وه هغه وئيل چې د ماسخوتن ډوډۍ به مو ما سره وي او زۀ به مو په انتظار يم چې اخر د دير د داروړې موړونو کښې د مزل وهلو نه پس دغه دے د چکياتن په پل دير بالا ته ورپورې وتو او د شپې څه کم ۱۲:۳۰دولس نېمې بجې د دير ډي اېچ کيو هسپتال کالوني ډاکټر شېدا صېب دې کور ته پخېر اورسېدو هلته مو هغه او زما د ترور زوې عادل ښه تود هر کلے اوکړو دلته مو ډوډۍ اوخوړه او لږ ساعت ګپ شپ لګېدو نه پس مو څادرې راښکلي او اودۀ شو چې څنګ سحر نمر څېره اووهله نو څه کم ۷:۰۰ اووه بجې پاڅېدو سره ملګرو ځانونه تازه کړل او ناشتې نه پس مو خپل ګاډے هلته پرېښودو ځکه چې زمونږ ګاډے نور بره چترال ته د تللو توان نه لرلو او د دير نه راله زما په وېنا خپل ماما زوي عدنان لوکل سپيشل فور ويل ګاډے اوکړو او څه کم ۹:۰۰ نهه بجې د دير نه د چترال په لور روان شو۔

دير بالا:

دير د خېبر پښتونخوا یوه تاريخي ضلع ده۔ دیر بالا پخوا د نواب شاه جهان خان یوه خپلواکه ریاست وۀ۔ په کال۶1969 کښې د پاکستان سره یو ځاے شو او د مالاکنډ ډویژن له جوړېدو وروسته په کال ۶1970 کښې دې ته د ضلعې حیثیت ورکړې شو۔ په 1996 کال کښې د دیر ضلع په دوو برخو کښې وویشلې شوه: لوئر دیر او اپر دیر۔دا سیمه په جغرافيايي لحاظ سره خپلو ښکلاګانو او فطرتي منظرونو او د محنت کشو خلقو په وجه مشهوره ده۔ چې د خلقو د معاش سرچینې ځنګلونه، معدني شتمنۍ، کر کرونده، تجارت او بهرنیو هېوادونو کښې مزدوري ده۔

د ديرخلق ډېر غيرت مند او مينه ناک ميلمه دوسته پښتانۀ دي دير يو ښکلے لوې بازار لري چې پکښې ديروجي چاقوان او ديروجۍ سپينې ټوپۍ ددې ځاے د هنرمندانو ډېر مشهور دي بيا لږ مخکښی پناه کوټ راځئ چې څنګه ددې په چړائي باندې ورسر شو او مخ په وړاندې د موړونو سره په بره روان شو چې نن سبا ئې سړک ښه پوخ او تارکولي دے ۔

لږ مخکښې ښائسته د قولنډۍ سيمې د فطرت ښکلاګانې او يخې تازه هواګانې دنګو شنو غرونو چړايانې او د يخو رڼو اوبو چينې خوړونو ابشارونو شړار او د نخترونو خوشبو محسولو سره لږه فاصله کښې د يو موړ نه پس د لوارۍ ټنل راښکاره شو چې د نهر ګاه خوړ سره دا لوارۍ غر په سينه کښې هغه  ټنل سرنګ دے چې د دير او چترال تر مينځه ئې اوس د اوړي او ژمې فاصلې قائم او دائم ساتلي دي ځکه چې پخوا به په ژمي کښې واوره اوشوه نو د لوارۍ ټاپ چې د سطح ئې سمندر نه څه کم ۱۱:۰۰ يوولس زره فټه اوچت د لوارۍ سر به د واورې په وجه شپږ مياشتې لاره بنده شوه او د چترال خلقو به د دير سره رابطه قطع شوه چې اوس لخېره د لوارۍ په ټنل سرنګ چې ۱۰ لس کلو ميټره په فاصله دے د دير چترال تر مينځه پرې اوړي ژمې ګاډي چليږي د لوارۍ ټنل دننه ډېر يخ او هوادار چې پکښې په ۸ اتو منټو کښې سفر کيږي او بيا ورپسې لاندې يو څو چړايانو کښې يو بل ټنل راځي چې هغې نه اوځي نو د ضلع چترال سيمه شروع شي د دنګو غرونو په شا په تنګه دره په مېنځ کښې چې زيارت کلے راځي چې لاندې مسلسل تاو راتاو په چړيانو کوزيدل شروع شي څه لاره څه سمه او څه کچه ده او لاندې د واورين يخې رڼې اوبه بهېږي د خوړ په غاړه د اوبو ولي راتړلې شوې او په اوبو باندې د اوړو ژرندې ګرځي چې وړاندې اشريت کلې بيا ميرکنډے راځي چې يوه لاره د قبلې په اړخ په ارندو باندې کابل ته تاؤ شوې ده او بله نيغه چترال ته تلې چې دې ځائے نه بيا ښه پوخ تارکولي سړک شروع شي او د ګاډي مزل هم ښه شي لاندې د کونړ سيند هم راښکاره شي۔د ضلع چترال د دير غرونو په نسبت ډېر خړ او سپېره دي خو دا ځانله يوه ښکلا لري چې د غرونو په لمن کښې ډېر ښکلي ښکلي کلي په نظر راځي چې کلا ټاک د غرونو تر مينځه لوې ښائسته شنه سېمه د کونړ سيند په غاړه ئې نظاره کيږي۔چې دلته راته يوه ټپه راياده شوه۔

ما د کونړ له سینده زارکړې
زما لالي به پکښې مخ وینځلی وینه
چې څنګه د دروش بازار ته اورسېدو او لږ مخکښې لاړو نو د سړک سره يو شان روان د کونړ سيند ټول په لوې دشته شږلنه او پلنه هواره کانټېزه زمکه بهېږي او غورځنګونه وهي چې استاذ پکښې دا سندره اولګوله چې ورتلې په اباسين اوس کوه پهلواني نو ما ورته وې چې نه استاذ دلته اوس دا داسې پکار ده چې ورتلې د کونړ په سيند اوس کوه پهلواني د چترال په دنګو غرونو کښې د جمال سره خپل يو جلال پروت دے چې په لږه لږه فاصله کښې د غرونو په لمن کښې شنه شنه ښکلي ويلۍ ښکاري چې د آئيون ښائسته ويلي په ښائست کښې ثانې نشته وړاندې خاص چترال ته رسېدو سره د بازار نه شمال اړخ ته د کوه هندو کش اوچت تريچمير غر راښکاره شي ته به وائي کۀ د واورو سپين څادر ئې په سر کړي چې دې سره خاص چترال ته څه کم ۱۲:۰۰ دولس بجې پخېر راورسېدو۔او ملګري اسسټنټ کمشنر شهروز مفتي سره مو لږه دمه اوکړه او د غرمې ډوډۍ په ځائے مو د خوبانو جوس او ښۀ درنې چائے اوڅښلې د خوراک څښاک نه پس راله ملګري اے سي شهروز صېب د لوکل فور ويل جيپ بندوبست اوکړو او د شندور په لور ۲:۳۰ دوه نېمې بجې روان شو چې وړاندې سړک د‌جوړېدو له کبله ټول خراب دے تنګې تنګي دري او څه دنګو دنګو غرونو تر مينځه وړې او څه ارت بېرت شاړې دشتې او ښکلي ښکلي وادۍ په نظر راځي چې دا د شمالې خېبر پښتونخوا چترال او افغانستان يو اهمه د کوه هندوکش د غرونو اوږده سلسله ده د هندوکش د ټولو نه اوچت غر تريچ مير دے چې دا په چترال کښې راځي او ددې اوچتوالے «اووه زره اووه سوه اته ميټره دے» او د پاکستان په شمال کښې د پامیر غرونه په شمال ختیځ کښې د هندوکش له غره سره نزدې د چین، پاکستان او افغانستان پولې سره نښلوي، وروسته له هغې د پاکستان له لارې سویل لویدیځ ته تیریږي او د افغانستان پولې ته نزدې کیږي۔ په شمال کښې، د هندوکش ختیځ اړخ د قراقرم سلسلې سره یو ځائے کیږي۔ د خپل سویلي پائې په لور، دا د کابل سیند ته نزدې د سپین غر سرحد سره مل کیږي۔ چې څنګه مازيګر ۵:۳۰۔کوراغ ته اورسېدو او په هندوکش هوټل کښې مو ورته چائے وڅښلي بيا مخکښې روان شو نو بوني راغے خو  لاره ئې ټوله کچه او خرابه ده  او ګاډے پکښې ايله په سيکنډ ګېر کښې سفر کوي د بوني علاقه دنګو دنګو سرو او تورو واورينو غرونو څوکې چې د اسمان د‌ وريځو سره لګي بونې د دې په لمن کښې ښکلي شنه سيمه ده لاندې سيند په غاړه ټوله يوه لويه شږلنه کاڼېزه ميدانې علاقه ده چې د سړک غاړه پکښې د ګورنمنټ ګرلز کالج هم موجود دے ورپسې د مستوج وادي راځي چې د غرونو تر مېنځه ښائسته علاقه ده چې لاندې سيند په غاړه ښکلي شنه شنه ولاړ واښه د اوبو ډنډونو کښې د ايلۍ مرغو سيل او د قسما قسم ښکلي مېوي د دې ځاے ښائست دے مستوج نه بره سړک تر شندوره پورې ډېر تنګ او خراب دے ايله پکښې دوه ګاډي په ګرانې سره پاس کېږي مخکښې راته ګاډي هم ايکدم خراب شو او په سلپ وهلو سره ګاډي قسم کړے وو چې نور په مخکښې به اونه خوزم څه شپه ده او د سړک په غاړه ولاړ چې د انسان درک نه لګېدو او لاندې د کونړ سيند شور ؤ او بل طرف ته د مستوج د هواګانو زور کښې  ولاړ ډرائيور استاذ د ګاډي بټرۍ تارونو کښې ګوتې اووهلې ښه وه ګاډے سټارټ شو او د‌ خدائے شکر مو ادا کړو ملګرو وئيل چې نن مو  په دې شاړو کښې شپه وه۔خو ښه وه خېر شو   بيا څه په چل ول مو ګاډي روان کړو او مسلسل مزل مو پرې کولو چې کله به ګاډي په دريم ګېر کښې سره بند او کله به روان شو چې بيا راته د لاسپور نه مخکښې د ګاډي ټائر هم پنچر شو خو ښه وه زر مو ورته سټپنې بدله کړه او دغه شان په مو څه په ديکو ديکو مزل سره ۱۱:۰۰بجې لاسپور پولېس چيک پوسټ ته اورسېدو  نو ملګرو تپوس اوکړو چې شندور ته څومره لاره پاتې شوه نو خلقو راته اووې چې دوه ګنټهي او دغه بيا څه لږ مزل نه چرته لرې په لار کښې څوک صحې کړه نو تپوس سره به مخکښې کس درې ګنټهې يادې کړې هههه چې د ملګرو به سمه په زړۀ ورته تياره شوه چې دا لا څنګه دوه ګنټهې دي د خو د مخکښې تللو سره نورې سېوا کيږي او دې شندور خو سمه مونږ له جبۍ کړه او رارسې نه نو ما به په دې ډاډه کړل چې ګوره هر ښکلې څېز يا ځائے پسې تلل ډېر په ګرانۍ کيږي او دا بغېر د همته نه کيږي بيا مسلسل په غرونو دشتو کښې روان د هرېچېن ويلې نه په بره غره کښې تاو راتاو لار په ختلو ورسر شو او اخر د غره په څوکه ورواوړېدو او په يوه دشته ورسر شو او د لرې نه مو لکه د ستورو ځلیدونکی رڼاګاني په نظر راغلي چې اخر د زړۀ ستړي مزل نه پس شندور  ته ۱:۰۰ يوه بجه پخېر اورسېدو۔چې څنکه د ګاډي نه کوز شو بهر د شندور واورينو هواکانو ټول ملګريو له ښه جامې وګړبولې څه ستړي ستومانه او څه اوږي شوي وو د ځان نه مو ګرمې څادرې راتاؤ کړې او  ځان له مو د خوراک د پاره ګرم کبان او کباب راوخستل او په ښه په خوند مو  اوخوړل او ورپسې مو يو کپ کپ ګرم چائے هم نوش کړې او بيا زمونږ د پاره ملګري اسسټنټ کمشنر عدنان حيدر ملوکي ‌چې د مخکښې نه د ټينټ انتظام کړے ؤ او خپل يو ګنر ئې راته هم پرېښې وۀ چې هغوي راته انتظار کوو۔او مونږ ته څه د موبائل د سنګنل د مسلې د وجی د هغه سره رابطه نه کېدله او څه د بلها په سوونو ټينټونو کښې خپل ټينټ نه معلومېدو  شپه ده څه د شندور لارې ښه زپلې وو او څه ښه يخه واورينه هوا وګړبولو نو په تپوسونو کله اخوا تلو او کله ديخوا چې ښه مو دوه ګنټهې ټول شندور کچ کړو او د‌ زړۀ زور مو ځانله ښه اوبه کړو خو پېدا مو نه کړو۔چې ځينې ملګري پکښې سم ژړا له راغلي وو خو ښه وه زمونږ قسمت دا ښه شو چې د چترال سکاؤټ يو سپاهي په چيک پوسټ ولاړ هغه نه مو پوښتنه اوکړه نو چار دې ښه وي چې هغه ته زمونږ ټينټ معلوم ؤ او اخر څه کم درې بجې ئې خپل ټينټ ته اورسولو۔۔۔چې څنګه په خپل ټينټ ورغلو نو عباد ګنر زمونږ په انتظار کښې اودۀ شوې وو زر راپاڅېدو او مونږ ته ئې هر کلے اوکړو۔ملګري ټول زر زر ځان له ځايونه اومېرل په دې کښې يو ملګري چې يخنې سم زپلې وو هغه ولاړ پاتې شو نو بل ملګرے ډاکټر اجلال ورته ايکدم اووي احتزازه ته به چرته سملې هغه ورته د ډېره سوخه داسې کړل په دې کرسۍ کښې چې په دې مو ډېر زيات اوخاندل او ټول ملګرو ځانونه ځائے کړل او کمبولو کښې ورننوتو اودۀ شو چې څنګه سحر د نمر څېره ووهله او د سبا رڼا زيرے راکړو نو سترګې مې وغړېدلې او پاڅېدم چې بهر ووتم ډېره يخنې وه د شندور موسم ډېر يخ او هوا ئې ډېره خشکه ده چې د دې په وجه ئې اوبه هم سمې کنګل يخي وي چې بنده پرې مخ لاس نه شي وينځلے د ډېر يخ د وجې ګوتې شنې کوي او د يخې هوا او د ډېر تېز نمر لګېدو سره د بنده د مخ څرمن پکښې د مخې سره سوزي او چوي چې د دې بچاؤ د پاره به په مخ سن بلاک پورې کولو نه کار اخلي چې څنګه د شندور سحر کښې د ګېر چاپېره واورينو شنه پشم دار غرونو په ننداره شوم نو يو عجيبه شان جمالياتي حيرت سره مخ شوم د غرونو واورينې څوکې څه په سپينو سپينو وريځو کښې پټ او څه په نمر کښې ډېر ښکلې پړقيدل‌ او ښکاريدل شندور د سطح سمندر نه ۱۲۰۰۰دولس زره فټه اوچت د غرونو تر مينځ يوه لويه ميدانې ښکلي سيمه ده چې دا د چترال او د ګلګت تر مينځه يو باډر هم دے چې د‌ګلګت او چترال لارې پرې يو بل سره راګنډلے شي د شندور څه زمکه هواره او څه کانټېزه ده او يو اړخ او بل اړخ د غرونو په لمن کښې د اوبو لوې لوې ښائسته ډنډونه هم موجود دي او دې سره خوا کښې د پولو لوبې د پاره يو ښکلے پراخه شين ګراونډ موجود دے چې د ناشتې نه پس زۀ او احتزاز ملګري لږ بهر نمر ته کښېناستو او خپل وجودونه مو ورته ټکور کړل بيا پولو ګراونډ ته لاړو هلته مو ايکدم د بره غرۀ د سر نه اوچت په پېره شوټ رادنګلو والا لوبې ته په تماشه شو چې ډېره ښکلي ننداره ئې کېدله بيا د چترال سکاؤټ پريډ شروع شو او د دې نه پس په ګراونډ کښې اسونه اوپرشېدل د چترال او ګلګت فائنل پولو مېچ شروع شو پولو د چترال قامي لوبه ده چې دا ټول ټال ګيم لوبه تر يوې ګنهټې پورې کيږي دې ته د بادشاهانو کهيل يا لوبه وائي دا په اسونو باندې سوارۀ لوبغاړي په لاس کښې لوې لوې سټکونه نيولي او د هغې په ذريعه بال وهي او په يو بل ګولونه کوي چې په يو ټيم کښې شپږ لوبغاړي وي او د مخالف ټيم سره لوبيږي پولو ډېر خوندور ګيم او لوبه ده چې هر کال دا په جولائۍ کښې درې ورځې په شندور کښې کيږي۔ د چترال ټيم د ګلګت ټيم په لوبغاړو ډېر تکړه وو او دا ځل هم د ګلګت نه چترال اوګټلو چې بيا يو جشن شروع شو او چتراليان د خوشحالۍ نه چترالې موسيقۍ سره مدهوش مست مست ګډېدل د پولو مېچ کتو نه پس زۀ او ملګرے احتزاز خپل ټينټ ته راغلو چې څه ګورم ملګرے ډاکټر اجلال بې غمه اودۀ پروت دے چې ملګري احتزاز ورته وې راشه دې ځوان ته ګوره د لس ګنټهې سفر کولو نه پس دے شندور ته صرف خوب له راغلے دے او بيا ډاکټر مو د خوب نه څه په زور راوېښ کړو او د غرمې مو واپسې اوشوه د شندور نه د راکوزيدلو سره لاندې د دنګو غرونو په مينځ کښې يوه ښکلي هرېچين ويلي راښکاره شي چې يو خپل جمالياتي ښکلي منظر‌‌ لري او د تنګو درو او لارو نه پس مستوج بازار کښې اودرېدو او لږه شان ډوډۍ مو اوخوړه او ګاډي مو هم په مسترې باندې صحيح کړو او بيا پرې ښۀ ډاډه روان شو او ډرائيور استاذ ګاډي له پښه ورکړه او اخر خاص چترال ته ماښام ۷:۳۰بجې راورسولو  او چترال اے سي هاؤس کښې مو ملګري اسسټنټ کمشنر عدنان حيدر ملوکي ښۀ په روڼ تندي هر کلے اوکړو او لږ ساعت پس مو د ځانه د شندور د لارې خاورې دوړې اوڅنډلې او اوېنځلې ځانونه مو ښه تازه کړۀ لږ ډه ډه مو اووهله او جوس او چائے مو اوڅښل او بيا د ماسخوتن ډوډۍ د خوړو نه پس لږ بهر د چترال بازار ته پېدل په چکر ووتو چترال سيمه ټوله د غرونو تر مينځه ښکلي علاقه ده چې لاندې پکښې د کونړ سيند بهېږي او د سيند يو اړخ او بل اړخ ته په غرونو کښې ښکلي ښکلي ابادياني دي چې د شپې پکښې د رڼاګانې داسې ښکاري له چې په اسمان کښې ستوري ځليږي چترال بازار ډېر لوې ارت بېرت دے چې پکښې يو اړخ ته د پولو لوبې لوې ګراؤنډ دے چې په دروازه ورننوتو سره بنده ته ولاړ دنګ دنګ چنارونه ئې سم لکه چې ويلکم يا هرکلے کوي او د بازار کښې يو ډېر ښکلې تاريخي شاهي جمات هم شته چې دا د هغه وخت د چترال مهتر جوړ کړے ؤ د چترال په روايتي او کلتور کښې چترالې پکول او چوغې ډېرې مشهورې دې او په  ډرائې فروټ يعنې اوچه مېوه کښې د چترال توتان کښته او بمبتې يا ګېرۍ ډېر خوندور وي د پېدل ګرځېدو نه پس واپس کور ته راغلو او بهر په چمن کښې کښېناستو ملګرو ګپې شپې او خنداګانو يو ښکلي محفل راجوړ ؤ قهوې نه مو ورته ګوټ هم کولو اخر د شپې ناوخته خپلو خپلو فومونو باندې اوغزېدو او څادرې مو راښکلي او اودۀ شو سحر ۸:۰۰بجې چې د مارغانو په چغار کښې څنګه را پاڅېدو نو ځانونه مو پريش کړل او ناشته مو اوکړه او بيا د کېلاش ويلې بومبوريت په لوري  ۱۱:۰۰ يوولس بجې روان شو کېلاش په چترال کښې مغرب اړخ ته راځي چې د آئيون ويلې په لار به ورته ځي چې د سړک نه لاندې د کونړ سيند په پل پورې اوځې آئيون د چترال د دنګو غرونو تر مينځه د کونړ سيند په غاړه ښائسته پراخه ويلې ده چې ښکلي شنې ورشوګاني او شولګري ئې تر کونړ سند تر غاړې راغزېدلي دي چې د آئيون په وړوکي بازار کښې په بره تنګه او کچه لار په چړايانو باندې سر شو چې وړاندې د کېلاش  تنګه دره شروع شوه چې ټوله لاره ئې د غره په سينه کښې تراشلي اوښکلې شوې سخته لار ده  او لاندې د رڼو اوبو سيند هم بهېږي لږ مخکښې د تختو پل راځي چې يوه لار برير او رنمبور ته او بله بومبوريت ته تلې ده چې دې وادۍ ته به پخوا کافرستان ووئيلې شو او اوس د کېلاش ويلۍ په نوم ياديږي چې ټول پکښی کېلاش کافر اباد‌ دي د‌ کېلاش د غرونو ښکلا ننداره او د‌ ښائست تماشه او د چترالي ستار موسيقۍ نه خوند اخستلو سره د بومبوريت د فطرت ښائست په غېږه کښې مو د ښکلا نظاره کوله او په تازه فضا کښې څه کم ۱:۰۰ بجه بومبوريت ته ورسېدو او د سيند په غاړه د ماونټ بريسر ريسټ هاؤس کښې دمې ته اودرېدو  بهر په چمن کښې په هټونو کښې کښېناستو چې ګېر چاپېره په شنو غرونو د ورېځو څادرې راخورې شوې او نرې نرې باران پشم شروع شو چې د فطرت د ښکلا ډېره خوندوره ننداره کېدله او ورسره تېزه تازه هوا هم لګېده او د غرمې ډوډۍ د پاره مو ورته چکن کړاهي او لوبيا اوئيله چې ډېره خوندوره وه۔او د بومبوريت د ښکلې يخ او خوشګوار موسم نه مو خوندونه اخستلل کېلاش بومبوريت د شنو غرونو په مينځ کښې يوه ښائسته علاقه ده چې څه ابادې په سمه او څه په غره کښې ده چې ټول ټال په څلوېښ زره پورې ابادي‌ لري چې د يو بل د پاسه د لرګو نه جوړه شوې درې سوه کاله پخوانے او څه نوي د کېلاشو تنګ تنګ کورونو ودانۍ دي۔ چې تنګې تنګې کوڅې څه لاندې او څه په بره ختلې دي چې د دې ځاے د کورونو ابادۍ زيات تره د غر د ډبرو د ګټو  قط په قط يو بل د پاسه جوړ شوې پخوانۍ د وړو وړو کوډنو کوټې دي چې دغه خلق پکښې خپل ژوند تېروي

د دې ځاے خلق کېلاش قبيله چې سرۀ کافر ورته هم وائي  او ژبه چترالې او يا اردو وائي چې وئيلې شي چې دا د سنکدر اعظم نه پاتې شوې هغه قبيله ده چې کله هغه دلته راغلې وو او دا د هغې نسل در نسل راروان دے کېلاش خلق ډېر ښکلي سره سپين او نرم مزاجه او ښائسته دي او کلتوري لباس ئې د زنانو تور اوږده پوشاکونه ګګرې شان وي او دا پاسه پرې د مختلفو رنګونو د زيړو او سرو شنو ګلونو بوټي مکېش کړي وي او ورسره په زنه او تندي شنه خالونه وهلي او زلفو نرو نرو کمڅو سره د سر د پاسه يو ګول تاؤ کړې زيړ يا سور شان پټېدار د رنګا رنګ مشکڼو او کونجکو نه پيئيلي شوې ټوپۍ شان وي چې شاته ترې برچکے ځانګې چې کېلاش ورته کيف ششت وائې چې دې سره د کېلاشو په نسواني حسن په ډول سينګار ښکلا يو په دوه سېوا کړي وي۔۔د بومبوريت زيات تره د معاش دارومدار کر کروندې لوبيا غنم جوار او په مېوه دانه کښې توتان خوبانۍ انګور غوزان ناشپاتې الوچۍ سېوان شلتان دي

(د کېلاش کلتوري ميلې)

کلاش کلتوري ميله په کال کښې درې ځله کيږي چې د دې د پاره دوي خپل مخصوص ځائے چې هغې ته (برېبوجا) dancing place۔د نڅا يا ګډا ځائے وائي

په دې کښې کالاشي جينکۍ د يو بل په اوږو لاسونه اچولي وي او د اور نه ګېر چاپېره تاويږي او رقص ګډاکاني کوي

1:وړومبۍ ميله د «چيلم جوشي» وي چې په مئي کښې د ۳۱ نه تر ۱۶ تاريخ پورې د سپرلي په خوشحالۍ کښې کيږي

2: دوېمه ميله د « اوچال» د ۲ نه تر ۲۲ اګست کښې د مېوو د پخېدو په خوشحالۍ کښې وي

3:او دريمه ميله د «چاؤ مست» وي چې د دسمبر په مياشت کښې د نوي کال په خوشحالۍ کښې کيږي۔

( کېلاش مذهبي رسومات)

( د بشالیني دوره)

پاک (اوبخته) او ناپاک (پرګاتا) تصورات د کالاشه مذهبي رواياتو دودونو یوه مهمه برخه ده او په ورځني ژوند کښې ژور اثر لري، د وادۍ دننه په مختلفو علاقو کښې  مختلف درجات پاکې يا ناپاکې وي (بشالي) Maternity home,يعنې د زيږون کور په هر کلي کښې دا یو ځانګړی کور بلل کیږي چرته چې میرمنې د حیض یا ماشوم زیږون په وخت (د بچې زیږون سره لس ورځې وروسته) له کلي سره لرې پاتې کیږي۔ او د‌ ښځو د سړيو نه د يو څو ورځو ځانله والے په وجه دا په ناپاک زمرې کښې راځي او د دا ښځو د پاره د ارام کولو او د خپل کورنۍ ذمه وارو نه يو وقفه اخستلو يوه موقع هم وي د بشالې دننه اوسیدونکو ښځو او شیانو ترمينځ مستقیم جسمانې رابطې ته اجازت نه وي۔

(د کېلاش د مړي رسم)

په مذهبې لحاظ سره کېلاش بلها خدايان مني او د خپل روح او زړۀ د تسکين د پاره (ديوا دور) يعنې Altar قربانګاه کښې قربانې هم کوي چې کله په کېلاشو کښی مړے اوشي د دې پاره ئې د لرګي د تيرونو نه يو لوې تاخانه شان هال جوړ کړې چې هغې ته (جيسټک خان) مطلب temple۔ مندر وائې چې کلاش پکښې د خپلو مړو اخري يوه ورځ مذهبي رسومات نمانځي او بيا د تمبل او شپيلۍ وهلو سره ښه په خوشحالۍ خپل مړے رخصتوي او یيا ئې خپلې (منداجا) يعنې graveyard قبرستان ته وړې پخوا به کلاشو خپل مړيو سره ‌د هغه ساز وسامان هم ايږدل او د لرګو په تابوتونو کښې به ئې بندول او بهر په زمکه به ئې دغسې کښېودل خو اوس د وخت تېرېدو سره ئې زمکه کښې دفن کوي۔چې د کلاشو په قبرستان کښې د درې سوه کاله زاړه پخوانې تابونه اوس هم موجود پراتۀ دي۔

د کېلاش‌بومبوريت مازيګرے ډېر ښکلې د مينې او ښائست مستانه مستانه ماحول وي هر طرف ته ټول کېلاش جونه راوتي وي او ځائے په ځائے ناستې وي او په خپل مينځ کښې مستۍ خنداګانې او خوشحالۍ کوي۔چې بنده ته يو جمالياتي کيف او سرور بخښی۔چې زۀ ئې په دې شعر ليکلو مجبور کړم

کېلاش دے  که  برير  دے  که رنمبور

ثانې نشته  بومبوريت  کښې د  انګور

ماذيګر   ئې   ټول   مستانه    مستانه

هم جمال دے هم  کمال  ئې د  سرور

د‌ بومبوريت د دغې ښکلي فضا نه خپل جمالياتي حظ و مسرت اخستلو نه پس  واپس ماښام خاص چترال اے سي هاؤس ته راغلو او هلته مو د ماسخوتن ډوډۍ نه پس ملګرو د سبا د پاره د ګرم چشمې پروګرام راجوړولو خو د څه ملګريو سره مزيد د‌ نورو ورځو چټيانو ګنجائش نه وو او دغه شان مو خپل خپل بيګونه د بيګا نه تيار کړل او په سبا د ناشتې نه پس ملوکې صېب مونږ ټولو ملګرو ته د خپل اړخه چترالي پکولونه په تحفه کښې راکړه او ډېر په درناوي ئې رارخصت کړو او څه کم ۱۲:۳۰ بجې راوتو لاندې لږ ساعت د چترال په بازار کښې اودرېدو ملګرو ځان سره د چترال څه لږ ډېر سوغات هم راواخستل او بيا د دير په لوري راروان شو او د مسلسل مزل نه پس مازيګر ۴:۳۰ بجې دير ته ورسېدو هلته مو ډاکټر شېدا صېب دې کره لږه دمه او چائے اوکړه او بيا مو د هغې نه اجازت واخستو او خپل ګاډے مو راراوان کړو د دير سټيډيم سره بره د خپل ماما زوي عدنان دوکان سره لږ ايسار شو هغه سره مو ګړه بړه او څه جوس اوکړل او بيا د خپل منزل په لوري روان شو چې د دير چترال اوږد سفر نه پس اخر د‌ شپې څه کم ۱۰بجې مردان رشکۍ انټر چېنج نه راکوز شو۔ډاکټر اجلال او احتزاز د پېښور کاډي ته اوختل لاړل او ډاکټر جاويد د نوښار په لوري روان شو او زۀ خپل کور مردان ته پخېر راورسېدم ۔

نورې ليکنې۔۔۔