يو پېغمبري۔روايت او حقوقي استخراج–قېصر افريدے

دا ليکنه شريکه کړئ

د يو روايت ترمخه پېغمبرِِ اسلام، صحابه کرامو ته په وعظ او نصېحت بوخت وۀ، چې په دې کښې يوه ښځه د جومات د دروازې نه راښکاره شوه ـ دا ښځه چې په ټوله مدينه کښې د لېونۍ په نسبت پېژندی شوه! پېغمبر ص ته يې اشاره وکړه چې بهر راوځه ـ پېغمبر ص بهر ور ووتو او ښځه ورته په خبرو راسر شوه ـ چونکې د ښځې دماغي توازن بې ځايه وۀ نو هر لوستونکي دا قياس کولے شي چې هغې به بې ځايه، ګډې وډې او بې منطقه خبرې کړې وي او دغسې د هغې په خبرو به ډېره شېبه هم اوړېدلې وي ـ صورت حال او د وخت نزاکت له په کتو ځينو صحابه کرامو، حضرتِ عمر رض ته ووئيل چې دا ښځه خو لېونۍ ده او د پېغمبرِ اسلام وخت ډېر اررښتناک دے نو هغوي ص بايد ددې لېونۍ سره خپلې قيمتي لمحې ضايع نۀ کړي ـ په دې روايت کښې د دې خبرې وضاحت هم څه ډېر ضروري نۀ دے چې ښځې به په خپلو سرکوته خبرو د پېغبر  صلي الله عليه وسلم څومره وخت اخستے وي، خو وروستو چې پېغمبرص ته د صحابه کرامو د احساساتو او تحفظاتو پته ولګېده نو صرف دومره جواب ئې ورکړو چې”په ټوله مدينه کښې د دې ښځې خبره څوک نۀ اوري نو ايا زۀ به هم د هغې خبرې نۀ اورم؟ “۔که وګورو نو دا روايت يو قصئيز سټرکچر لري خو دا قصئيز سټرکچر زمونږ بنيادمو د عملي او سماجي ژوند نه رغ شوے او بيا په ژبه کښې يې د اظهار او بيان بڼه موندلې ده ـ زمونږ بنيادمو په عملي ژوند کښې دا د تجربې مترادف وي ـ ګويا قيصه زمونږ د تجربو هنري بيان وي ـ هنري بيان په براهِ راست ډؤل د کومې نتيجې بيان نۀ وي ـ خو څنګه چې مونږ په خپل عملي ژوند تجرباتي طور د يو صورتحال نه راتېرېږو او بيا په اختتام يې په نتيجو غور کوو ـ په همدغه مصداق قيصه هم په خپل ځان کښې يو تجرباتي پراسېس وي چې په نتيجه يا نتيجو يې بيا لوستونکي د لوست نه پس غور کوي ـ خو وبه وايو چې دا د مذکوره روايت هغه شکل دے کوم چې په عامه ټولنه يا رسنيو کښې په خپل دغه شفاهي بڼه ليدل کېږي؛ مګر همدغه روايت مونږ سره په احاديثو کښې په ليکلي ډؤل هم بيان شوے دے او څه لږ په بدل ډؤل بيان شوے دے نو مناسبه ګڼم چې د دې روايت هغه شکل هم د لوستونکو سترګو ته مخامخ کړم څنګه چې د انس رضی الله عنه نه روایت دے چې: ” د یوې ښځې په عقل کښې څۀ کمزوري وه۔ یوه ورځ هغې ووئیل: چې اے د الله رسوله (ص) ! زما تاسو سره یو کار دے ـ نبي کریم ص ډېر په شفقت او احترام ورته وفرمائيل: اے د فلاني مورې! تۀ چې د مدينې په هره کوڅه کښې وغواړې ودرېږه، زۀ به هلته خپله درشمه او ستا کار يعنې ضرورت به پوره کړم ۔رسول الله ص له هغې سره په یوه لاره کښې داسې ودرېدو چې د هغې خبره واوري، هغې خپله مدعا بیان کړه او د الله رسول ورله حاجت/ ضرورت/ مشکل پوره/ حل کړو۔”[صحيح مسلم/ كتاب الفضائل/ حدیث 6044] ۔ باوجود ددې چې احاديث هم د زباني يا شفاهي رواياتو نه د ليک احاطې ته رااړولي شوي دي چې په داسې انتقالي صورتونو کښې په يو متن او بل متن کښې به ارو مرو څه نا څه فرق واقع کېږي او د متن د فرق سره د روايت تاثر او معنا کښې هم يو لازمي توپېر منځ ته راځي ـ فلهاذا د احاديثو په بيان او دغه شفاهي روايت کښې د تاثر په لحاظ ارو مرو دا فرق واقع شوے دے چې د احاديثو  په بيان کښې تر ډېره حده د سټوريکل [ قيصئيز ] تاثر د حذف کولو هڅه شوې ده يا بيا په باالعکس توګه دا وئيلي شو چې په شفاهي روايت کښې په يو ساده واقعيت خامخا د قيصئيز رنګ د خېژولو زيار محسوسېږي ـ که۔غور وکړو نو د يوې قيصې د لوستو په لمحو کښې د لوستونکي اصلي او داخلي کېفيت دا وي چې قيصه په خپل اختتام سره زمونږ په باطن کښې ځينې پوښتنې راپېدا کړي ـ کله چې مونږ دغو پوښتنو ته جوابونه ورکوو نو د نتيجو د بيان برخه له دغه ځايه شروع کېږي ـ د پېغمبرِ اسلام په باره کښې پورتنے بيان شوے روايت په تکنېکي لحاظ افسانه ده که نۀ ده؟ زۀ په دې حواله د څه وئيلو نه صرفِ نظر کوم البته دومره قدرې خبره ارومرو ورزياتوم چې د دې روايت اختتام په يو ښکلي او جاذب افسانويت او وسيع معنويت شوے دے ـ په هر حال قيصه خامخا ده او زمونږ د نورو حقيقي او خيالي قيصو په رنګ دا قيصه هم مونږ په خپل اختتام کښې د بعضو سنجيده پوښتنو سره مخ کوي او د هغې وجه به دا وګڼو چې د قيصې اختتام په کومو کلماتو شوے دے نو اجمال پکښې بيان شوے مګر تفصيل ډېر په باريک ايمائي انداز لوستونکي ته پاتې شوے دے ـ که وګورو نو د دې روايت اولنے تاثر که څۀ  هم مونږ د پېغمبرِ اسلام پېغمبري سيرت او صفت له متوجه کوي او د پېغمبر ص په باره کښې ارومرو د رحمةً للعالمين ادعاو ته سپورټ ورکوي او دا نکته د قيصې د سټرکچر نه په اسانه اخذ کېږي هم ـ خو هم دغلته بعضې داسې ضروري خبرې شاته پاتې کېږي چې که د هغې تفصيلي وضاحت وشي نو د مذکوره روايت پوره غرض او غايت ورسره رابرڅېره کېدی شي ـ مثلًا دا چې په بادي النظر کښې د رحمةً للعالمين د محيط لاندې مونږ ته انسان او حېوان دواړه په نظر راځي خو بيا دا روايت خاص الخاص په انسانانو کښې په مونږ ډېر په دقيق انداز دا امر منکشف کوي چې ترڅو د اظهارِ رائې د ازادۍ [ free speech ] تعلق دے نو زمونږ په ذهن به ارومرو دا دعوه مسلط وي چې دا نعره دا شعار خو زمونږ بنيادمو نسبتًا د روښانه او مترقي دورونو پېداوار دے ـ چې په دې ضمن کښې ابتداً د جان سټوارټ مل [ john stuart mill ]خيالاتو له اشاره کېدے شي ـ خو که غور وکړو نو خبره داسې هم نۀ ده بلکې ددې روايت په تناظر کښې که وګورو نو مونږ ته د اظهارِ رائې د ازادۍ تر هرچا وړاندې زمونږ پېغمبر عملي سفارش کړے دے کوم چې په پورتني روايت کښې بېخي ځلانده محسوسېږي ـ ګويا د پېغمبرِ اسلام دا سفارش دومره افاقي روحيه لري چې زمانې په خپل زماني سفر کښې سوونه کاله پس دغه فکري او اخلاقي معيار وموندو او بيا د اظهار د ازادۍ نظريه مخې ته راغله ـ بيا دا هم چې د پېغمبر اسلام دا سفارش يوازې د خرد مندو بنيادمو ترحده هم محدود نۀ دے، بلکې اطلاق يې بايد په دماغي ناروغانو هم وشي ـ يعني لېوني بنيادمان هم دا حق لري چې هغوي ته د خپلې خبرې کولو حق ورکړے شي يا د هغوي خبره په توجه او همدردۍ سره واورېدی شي  او دلته زمونږ د محوله حديث هغه نتيجه بېخي يو معقول او مناسب ځائې ولري چې د هغې ترمخه که د نبوي منهج په رڼا کښې د لېونۍ یا ساده ښځې کرامت محفوظ دے، نو د دې اصل په بنياد (الناس سواسية في الكرامة الإنسانية) دا موضوع د فقهي تعبیر يو جامع عنوان هم دے چې د جنس، ضعف او ټولنيز موقعيت په بنیاد، د کرامت یا عنصریت په اساس د هیڅ تفريق جواز نۀ  لري ۔ اوس سوچ پکار دے، ترڅو چې د اظهار رائې د ازادۍ په لړ کښې د پېغمبر وېنا حتی په لېونو د اطلاق جواز لري نو بيا په دې تسلسل کښې مونږ د ښځينه و او د هغوي د ګفتار او کردار په باره کښې هم يو ساده او همدردانه غور کولې شو ـ مثلًا دا چې د پورتني روايت کرکټر يوازې يو لېونے کرکټر نۀ دے بلکې هغه په خپل ماهيت کښې ښځه هم ده او د خپل دغه حېثيت د لاندې هغه د انساني نسل او ټولنې برخه هم ده ـ هرکله چې پېغمبر ص په انساني نوغي کښې يوې لېونۍ مېرمنې ته د اظهار او ګفتار رعايت ورکوي نو زمونږ مېرمنې مياندې، خوېندې د خود شعوريت په حال کښې د اظهار او ګفتار ازادي لري او که نه؟ يعنې د مېرمنو په باره کښې زمونږ د جديد لټرېچر دا ادعا چې په نرواکه ټولنه کښې ښځه د تاريخ د اوږدو نه حاشيې ته غورځولې شوې ده او دا چې څنګه کېدے شي چې مونږ ښځه د خپل حېثيت په اعتبار د حاشيې نه بنيادي يا مرکزي متن ته راولو؟ په پورتني روايت کښې د پېغمبر ص رويه [ behavior ]مونږ ته يوه واضحه او  معتدله تګلاره راکوي ـ زۀ وايم چې په دغه ذېل کښې مونږ بنيادمو په خصوصيت سره نارينه و ته د خواجه سراو په باره کښې هم په خپل منفي، تنګ او تاريک برتاو د نوي سره يو منصفانه او مساويانه غور کول پکار دي ـ يعني د سماجي فېلوسفي نه قطعِ نظر که چرته زمونږ په ديني سرشت کښې حتی د حېواناتو د پاره همدردانه حقوقي ګنجايش ځاې لري نو بيا د ښځې او خواجه سرا حقوق دې د نارينه و د انفرادي خواهش نه ولې قربانېږي؟ بلکې په دې باره کښې د دين د بنيادي خواهشاتو او رواياتو سنجيده او بې پرې مطالعه، او له هغې څخه د هر نوع بنيادمو د انساني حقوقو استخراج او استنباط کول پکار دي ـ ګويا څه رنګه چې زمونږ په جديده سماجي فېلوسفي کښې له فرد څخه د حکم يا اتهارټي حېثيت اخستے شوے دے او سماج او اجتماع ته واک او ځواک [ power ]ترلاسه شوے دے نو ظاهره ده په دغه سماجي طاقت کښې اصولي طور ښځه، نر، ماشوم او خواجه سرا په مساوي انساني بنياد ځاې لري ـ همدغه شان په دين کښې هم د فردي حکم د پاره ګنجايش نشته، چې نشته نو بيا ځان له نارينه خو د فرد په زمره کښې راځي ځکه فرد بايد د دين د اجتماعي سماجي خواهش پابند ووسي، نۀ چې د يو خودساخته جواز د لاندې په دين باندې خپل خواهش مسلط کړي يا ځان ته ارومرو د قدرت/ حاکميت [ authority ] په نظر وګوري ـ وبه وايو که په نيزدې معروض زمونږ د پورتنو خيالاتو د اطلاق خبره مطرح وي نو مونږ په افغانستان کښې د طالبي امارت هغه فردي احکاماتو له اشاره کولې شو چې د کوم معقول جواز نه پرته يې په مېرمنو د زده کړو په شمول نورې ډېرې نسواني سرګرمۍ ممنوع ګرخولې دي ـ د طالبي امارت په تذکره کښې چې له پورتني بيان شوي روايت څخه مونږ کومه د توجه وړ نکته برامد کولې شو يا يې برامد کول پکار دي نو هغه دا ده چې د پېغمبرِ اسلام د سيوري لاندې په براهِ راست ډؤل د ژوند تېرولو باوجود د صحابه کرامو او د پېغمبر ص په سوچ او د يوې لېونۍ مېرمنې له پاره په ردعمل کښې فرق ولې دے؟ آيا۔په مذکوره روايت کښې د پېغمبر د نبوي وسيع النظرۍ په مقابله کښې د صحابه و سوچ د کسبي تنګ نظرۍ ښکارندوې نۀ دے؟ که چرته دا فرق په نظر کښې وساتلے شي او بيا د نبوي حېثيت په مقابله کښې د طالبي سوچ د يوې لوئې فاصلې جاج واخستلے شي نو مونږ وئيلے شو چې محض د دين يا شريعت په نوم اخستو يو څوک د نبوت درجه نۀ شي موندلې او نۀ په دې سلسله کښې ځان له اتهارټي حېثيت ګټلی شي ـ البته په زيات نه زيات دقت کولو د نبوي اخلاق او اخلاص يوه قابلِ قدر برخه او نمونه جوړېدلی شي ـ زمونږ امارتونه، حکومتونه او رياستونه له پورتني روايت څخه په اخستل کېدونکي دې محتوا باندې بايد لږ نور هم په پرېمانه تناظر کښې غور وکړي او په ځانونو کښې د ظلم او جبر حتی وړې وړې نخښې ولټوي ـ ښځې او د ښځو غږونه او سوچونه بايد په کورونو کښې زنداني نۀ شي او نارينه د خپلو انساني حقونو د غوښتنو په تور بې درکه يا په جېلونو کښې مړۀ او وراستۀ نۀ شي ـ که چرته داسې کېدل نو مونږ به په خپل قول او عمل کښې د پېغمبر امتيان نۀ، بلکې د ظلم او ناانصافۍ مجرمان يو۔

نورې ليکنې۔۔۔