د عوامي نېشنل ګوند سیاست، مزاحمت او د پښتنو د خاورې خبره–حنيف الرحمان

دا ليکنه شريکه کړئ

زما خبره ډېره ساده ده ۔ کۀ څوک د ”عوامي نېشنل ګوند“ تاریخ وګوري، د دې ګوند سیاست، بیانیه او منشور مطالعه کړي، نو دا به ورته معلومه شي چې دې ګوند تل د استعماري سوچ او د پښتنو د حقونو د غصب په ضد سیاست کړے دے ۔ زمونږ مشرانو تل مزاحمت کړے دے، هغه کۀ د پارليمان دننه و او کۀ د پارلمان نه بهر زمونږ د سیاست اصل د قوم د حقونو خبره ده، نۀ د څوکیو سیاست ۔ کۀ زمونږ استازي په پارليمان کښې ناست وي، هلته هم د پښتنو د حقونو خبره کوي، او که د پارلمان نه بهر وي، هلته هم د خپل قوم د حقونو لپاره ولاړ وي ۔ دا غلام پارليمان زما د مزاحمت لار نۀ شي بندولے، ځکه چې سیاست  صرف د پارليمان په دننه نه کېږي بلکې د پارلمان نه بهر هم ډېرې لارې شته چې د خپل قوم د حقونو لپاره مبارزه پرې کېداے شي ۔ زما نن هم دا باور دے چې ”عوامي نېشنل ګوند“ د دې خاورې او د دې قوم هغه سیاسي ګوند دے چې د پښتنو د حقونو، خپلواکۍ، وسایلو او تحفظ خبره کوي  ۔ زمونږ د خاورې مسئلې، زموږ د خلکو محرومۍ او زمونږ د وسایلو د اختیار خبره موږ تل کړې ده ۔ په دې مبارزه کښې زمونږ خلکو ډېرې قربانۍ ورکړې دي زمونږ مشران شهیدان شوي دي، زمونږ کارکنان په سختو حالاتو کښې پاتې شوي دي، خو بیا هم د پښتنو د حقونو خبره نۀ ده پرېښودل شوې ۔ دا تاریخ باید زمونږ ځوانان ولولي او ځان پرې خبر کړي ۔ خو له بده مرغه نن په ټولنیزو رسنیو کښې داسې خلک هم شته چې د ریاستي ادارو او د ځینو سیاسي ګوندونو بیانیې بې له پوښتنې خپروي ۔ هره هغه خبره چې د پښتنو د حقونو په ضد وي، د هغې دفاع کوي او بیا د قوم په مېنځ کښې ځانونه د دانشورانو په توګه وړاندې کوي  ۔ زما پوښتنه دا ده چې مونږ به تر کومه د نورو خلکو په بیانیو پسې ځو؟ ولې به د خپل قوم د تاریخ، سیاست او قربانیو نه ځان نه خبروو؟ زۀ د ”عوامي نېشنل ګوند“ مشرانو او د ګوند کابینې ته خواست کوم چې دې مسئلې ته پام وکړي ۔ هغه خلک باید وپېژندل شي چې د ریاستي پروپیګنډې او بیانیو په خپرولو کې بوخت دي، او زمونږ ځوانانو ته باید د سیاسي شعور، مطالعې او خپلواک فکر کولو لاره وښودل شي ۔ زما اندېښنه دا ده چې کۀ مونږ خپل سیاسي فکر او بیانیه روښانه او واضحه نۀ کړو، نو سبا به زمونږ ځوانان د نورو خلکو خبرې د حقیقت په توګه مني ۔ د PSF ځوانان او نور نظریاتي ملګري باید د هر چا خبره د دلیل او شواهدو په بنیاد واوري  ۔ یوازې دا چې یو څوک مشهور دے دا معنا نۀ لري چې هره خبره ئې سمه وي ۔ مونږ باید د خپل ګوند منشور ولولو، خپل تاریخ وپېژنو او د خپلو مشرانو د سیاست په اړه مطالعه وکړو۔ کۀ مونږ خپله مطالعه نۀ کوو نو بیا به نور خلک زمونږ تاریخ  به راته بیانوي او زمونږ د سیاست معنا به هم هغوي ټاکي ۔

د ترهګرۍ او ناامنۍ مسئله هم زمونږ د خاورې یوه لویه ستونزه ده ۔ دلته زمونږ خلک له کلونو راهسې د جګړو او ناامنۍ په مېنځ کښې ژوند کوي ۔ زما په نظر، دا مسئله یوازې په پوځي عملیاتو نه  شي حل کېداے کۀ هر ځل عملیات کېږي، خلک له خپلو کورونو بې‌ځایه کېږي، کاروبارونه ئې خرابېږي او د اولس ژوند نور هم ستونزمن کېږي، نو بیا باید د دې پالیسۍ په اړه جدي پوښتنې وشي ۔ ریاست باید د خلکو خبرې واوري، د هغوي شکایتونو ته ځواب ووائي او د امن  لپاره داسې لاره خپله کړي چې د ولس ژوند او عزت پکې خوندي وي ۔ مونږ د امن  مخالف نه یو بلکې مونږ داسې امن غواړو چې زمونږ خلک پکښې په امن کښې ژوند وکړي، خپل کورونه ولري، خپل کاروبار وکړي او د خپل راتلونکي په اړه په خپله پرېکړه وکړاے شي ۔

ریاست کۀ رښتیا امن غواړي، نو باید د خلکو سره د حقیقت او پخلاینې لاره خپله کړي ۔ د خلکو دردونه باید واورېدل شي، د بې‌درکه کسانو مسئله باید حل شي، د بشري حقونو سرغړونو ته باید قانوني رسېدنه وشي او د هغو خلکو پوښتنه باید وشي چې د دې جګړو له وجې ئې ژوند تباه شوے دے ۔ مونږ داسې فلاحي ریاست غواړو چې د خلکو د ژوند، تعلیم، صحت او روزګار ذمه واري واخلي ۔ زمونږ په سیاست او منشور کښې داسې څۀ نشته چې مونږ د ریاست دښمنان یو۔ زمونږ خبره دا ده چې د ریاست پالیسۍ باید د خلکو د حقونو او د هغوي د ژوند په بنیاد جوړې شي ۔ خو له بده مرغه، د تېرو څو لسیزو پالیسۍ ډېر ځله د دې برعکس روانې پاتې شوې دي ۔ مونږ باید د خپلو شهیدانو تاریخ ولولو، د هغوی فکر وپېژنو او د هغوی د مبارزې مقصد معلوم کړو۔ یوازې د شهیدانو نومونه اخیستل کافي نۀ دي د هغوی د فکر او سیاسي دریځ په اړه هم باید بحث وشي ۔ زمونږ ځوانان باید د تاریخ نه خبر وي، ځکه چې بې له تاریخي شعوره یو قوم په اسانۍ د نورو خلکو د بیانیو ښکار کېداے شي ۔ زما په نظر د پښتنو د ستونزو په اړه باید یوازې پر قوم ملامتي وانه ‌چول شي ۔ دا چې یو قوم د ترهګرۍ، افراطیت او ناامنۍ سره مخ شوي وي، نو دا معنا نۀ لري چې ټول قوم دې په دې تورن شي ۔ مونږ باید د دې حالاتو تاریخي او سیاسي عوامل وڅېړو ۔ د ضیاالحق د اسلامائزېشن نه واخله، د افغان جګړې او د هغې د نړیوالو او سیمه ایزو مداخلو تر دورې پورې، دا ټول هغه موضوعات دي چې باید په سنجیده توګه مطالعه شي ۔ د نبراسکا پوهنتون د نصاب په اړه هم باید د اسنادو او شواهدو په بنیاد خبرې وشي ۔ زمونږ هدف باید دا وي چې د تاریخ حقیقت معلوم کړو، نۀ دا چې د احساساتو په بنیاد یو بل ملامت کړو ۔ ”عوامي نېشنل ګوند“ باید خپله تاریخي بیانیه  ژوندۍ وساتي، خو ورسره باید د نن ورځې د حالاتو مطابق خپل سیاسي کار هم پیاوړی کړي ۔ زمونږ ځوانان باید مطالعه وکړي، پوښتنې وکړي، د دلیل په بنیاد خبرې وکړي او د خپل قوم د حقونو لپاره په شعوري توګه مبارزه وکړي ۔ مونږ باید د شخصي اختلافاتو نه پورته  شو او د پښتنو د خاورې، وسایلو، ژبې، کلتور، امنیت او سیاسي اختیار خبره وکړو۔  ځکه چې زمونږ اصل مسئله د څوکیو ترلاسه کول نۀ  دي زمونږ اصل مسئله د خپل قوم عزت، د خپلې خاورې تحفظ او د خپلو خلکو د حقونو ترلاسه کول دي ۔

نورې ليکنې۔۔۔