باچاخان او عدم تشدد – خان زمان کاکړ

دا مقاله پۀ 2011م کښې د بلوچستان پوهنتون د پښتو څانګې لۀ خوا “د باچاخان د عدمِ تشدد فلسفه” تر سرليک لاندې پۀ ترتيب شوي يو ه ورځني سېمينار کښې اورولې شوې وه. د مقالې د ارزښت تر مخه ئې مونږ د باچاخان د ورځ پۀ مناسبت خپلو لوستونکو ته د پښتون پۀ پاڼو وړاندې کوو.

د بدلېدونکې نړۍ د مزاج سائنسي درک لرونکي ذهنونه پوهېږي چې باچاخان يواځې د تاريخ يو مهم ماخذ نۀ دی بلکې د جبر او استبداد پۀ اوسني دوزخي صورت حال کښې نجات دهنده حواله هم ده، رښتيا خبره دا ده چې باچاخان تر خپل ټاکلي زمانِ حيات پۀ موجوده حالاتو کښې ډېر زيات متعلقه دی. د لر و بر افغان د جنګ ځپلي صورتحال، ذهني انتشار، پلنې مايوسۍ او غوړېدلې بد اعتمادۍ پۀ غرقو شېبو کښې دا وخت دوه ډېر زيات حوصله افزا نکات بايد چې زمونږ پۀ مخ کښې روښانه وي:

  1. د انسان دوستۍ او امن پسندۍ پۀ پراخ تناظر کښې باچاخان يو نړېوال حېثيت خپل کړی دی.
  2. د تاريخ پر دې اوسني پړاؤ د افغانانو او روښان فکرې جهاني ټولنې مفادات يوې مشترکې نکتې ته رارسېدلي دي.

د نن بنيادي سوال دا دی چې مونږ د انسان دوستۍ او امن پسندۍ پۀ جهاني تناظر کښې د باچاخان لۀ مفکورې سره پۀ خپل تړون کومې ګټې ترلاسه کولای شو او د نړۍ او افغانانو يو او بل ته پۀ رانزدې شوي سوچ کښې مونږ څۀ ډول برخورد کولوته اړتيا لرو؟

دا مقاله هم دې بنيادي سوال ته د ځواب وئيلو هڅه کوي او د دې مقالې ليکوال دا يقين او عقيده لري چې د باچاخان پېژندنې پۀ پروسه کښې د نويو زوايو پۀ معرفي کولو يو نوی او نتيجه شيندونکې قامي مباحثه پرانيستل کېدلای شي. پۀ باچاخان پېژندنه کښې بنيادي تېروتنه دا شوې چې د عدم تشدد د مفکورې علمي او تاريخي بنيادونو ته د رسېدلو پر ځای برسېرنو تشريحاتو ته ترجيح ورکول شوې ده. د باچاخان ټول تاريخي اهميت او احترام د عدمِ تشدد د مفکورې پۀ وجه دی، څوک چې د عدمِ تشدد لۀ مفکورې سره يو واضح علمي او عملي کمټمنټ نۀ لري، هغوی ته پکار ده چې لۀ باچاخان سره پر خپل عقيدت نظرِ ثاني وکړي.

انسان د بهترين دماغي صلاحيت، تخيل او تنقيدي سوچ له لارې د ژبې د استعمال پۀ قوت له نورو مخلوقاتو ممتاز دی، د ژبې د درست استعمال قوت د عدمِ تشدد قوت دی، دليل عدمِ تشدد دی، بحث و مکالمه عدمِ تشدد دی، جرګه عدمِ تشدد دی، انتخابات عدمِ تشدد دی او جمهوريت عدمِ تشدد دی ـــ دا ټول هغه دودونه، خويونه او رويې دي چې پۀ سترو انسانانو او پرمختللو ټولنو کښې ليدل کېدای شي او دا هغه څۀ دي چې د انسانانو او ټولنو تهذيبي او علمي دروندوالی پرې تلل کېدای شي.

انسانيت څۀ دی؟ خپله ګټه د يو وسيع اجتماعيت د ګټې برخه ګڼل دي، د خپلې رايې د پاره يو مضبوط دليل او بنياد کتل او د بل د رايې د اورېدلو د پاره برداشت لرل دي، احساسِ شراکت او پر تکثيريت يقين د يوې مهذبې ټولنې بنيادي خصوصيت دی. د مختلفو ثقافتونو، عقائدو او نظرياتو رنګيني ته احترام جمهوريت دی، دا د باچاخان مفکوره ده چې د تشدد او زور زياتي پکښې هيڅ ګنجائش نشته، دا عدمِ تشدد دی.

مذهبي روا داري، پۀ دين كې لۀ جبر څخه اجتناب پۀ بنيادي توګه دا سبق د عدمِ تشدد دی چې د باچاخان خدائي خدمتګار تحريک پۀ عمل سره د پښتنو د ژوند ژواک برخه وګرځاوۀ او پۀ نړېوالو قوانينو او د انساني حقونو پۀ چارټرونو کښې د الفاظو تر حده موجود دی.

سيکولرېزم لادينيت نۀ بلکې بقائې باهمي او صُلحِ کل دی، دا د يو پرُسکون او سولئيز ژوند تر ټولو بهترينه پاليسي ده چې پکښې هر څوک د خپلې عقيدې مطابق د ژوند تېرولو حق لري خو پۀ کښې يو څوک د بل پۀ عقيده کښې د مداخلت يا د خپلې عقيدې د جبري نفاذ حق نۀ لري، د صُلحې دا روايت عدِم تشدد دی.

د ظالم زور د بې حسه او بې علمه مظلوميت پۀ مُټو کښې وي، چې مظلوميت له بې حسۍ او بې علمۍ ازاد کړل شي او خپلې مُټې پۀ خپلواک کښې ورکول شي، ظالم به د ظلم لۀ کار څخه پۀ خپله ولوېږي، لۀ ظلم څخه د نجات دا طريقه عدمِ تشدد دی.

عدمِ تشدد پۀ خپل برداشت او حوصله د ظالم هوس او بربريت رسوا کوي، پۀ ټولنيزه توګه ئې تنها کوي او لۀ اخلاقي جواز (moral authority) څخه ئې بې برخې کوي، د ظالم رسوا کول، تنها کول او لۀ اخلاقي جواز څخه بې برخې کول د هغه ماتېده، دا د عدمِ تشدد قوت دی.

جهالت د تشدد يو انتهائي بد ترين شکل دی، هم دا جهالت دی چې پۀ جنګونو کښې شدت او طوالت پېدا کوي، د جهالت مخنيوی د تشدد مخنيوی دی، د خپلې خاورې او خلقو پر پوهه ولاړ مکتبونه د عدمِ تشدد بنيادي خښته ده، باچاخان د خپلې مبارزې خښته د مکتبونو د خښتې پۀ ايښوولو کښېښووله.

د تشدد او شدت پسندۍ پۀ جنم کښې بنيادي کردار د غربت دی، بلکې حقيقت دا دی چې غربت يو ډېر زړۀ لړزوونکی تشدد دی، غربت يو ساختياتي تشدد (structural violence)دی، غربت چې کله داسې يوې کچې ته راورسي چې بل ته پۀ لاس غزولو څوک مجبورشي، دلته عزتِ نفس قتل شي يعني غربت د انسان پر اصل تشدد کوي، د خپل اصل د قتلېدلو پۀ لمحه کښې څوک تشدد ته هم لاس اچولای شي، د بل پۀ لاس هم استعمالېدلای شي، يعني غربت ځان چاودنه ده او د غربت مخنيوی د ځان چاودنې مخنيوی دی، هم دا عدم تشدد دی.

اجرتي قتلونه پۀ دنيا کښې د يو لوی تجارت پۀ توګه رواج لري، مضبوط معيشت او ورسره لازم اخلاقي او نظرياتي تعليم د کرايې د قاتلانو مخه نيولای شي، دا عدمِ تشدد دی چې پر معاشي خوشحالي او اخلاقي و نظرياتي تعليم زور راوړي.

پۀ ځان کښې د انتقام ماده ساتل خپله انرژي د ځان خلاف استعمالول دي، يو چيني متل دی “څوک چې انتقام اخستل غواړي، هغه دې دوه قبرونه تيار کړي”، د باچاخان د قام انرژي د کلونو انتقامونو او بديو خوړلې وه، هغۀ د عدمِ تشدد پۀ ذريعه د دې انرژۍ د عبث او خطرناک استعمال مخنيوی وکړ او هر کس ته ئې دوې ګېنټې پۀ خپل لاس د کار کولو درس ورکړ، هغۀ ډېر کبرژن لاسونه پۀ کوڅو کښې پر جارو وهلو مجبور کړل، د ټولنې طبقاتي کبر ئې مات کړ. پۀ نورو ټکو، د باچاخان خدائي خدمتګار تحريک د بدلېدونکې نړۍ د واک و اختيار نوې ټيکنالوژۍ ته پۀ کتلو سره د انتقام د لفظ معنيٰ پۀ پروډکټيو توګه بدله کړه. دا يو دلچسپ نيولوجزم دی.

يوه ټولنه پۀ طبقاتو، قبيلو او عقيدو وېشل تشدد غواړي، خو يوه ټولنه د اتفاق پۀ سانچه او ډانچه کښې اچول د تشدد کار نۀ دی بلکې دا د عدمِ تشدد له لارې ممکن ده، باچاخان خپله ټولنه د تاريخ پۀ ارتقائي پروسه کښې لۀ قبيلويت څخه قوميت ته ستنول غوښت، د دې د پاره عدمِ تشدد لازمي پاليسي وه. باچاخان پۀ خپل کار کښې کامياب شو. يو کېفيتي ټولنيز ټرانسفارمېشن وشو.

پۀ نرواکه ټولنه (patriarchal society)کې سخت صنفي او جنسي امتياز د تشدد يو بل خطرناک ډول دی، د دې امتياز خلاف مبارزه کول او ښځې ته خپل اصلي حېثيت او حق ورسپارل او ښځې اولسي ساحې ته راوستل عدمِ تشدد دی، دا کار د باچاخان د مبارزې پۀ بنيادي ټکو کښې شامل ؤ. د تفصيل د پاره دې د باچاخان پۀ نګراني کښې د وتونکي “پښتون” اخبار ګڼې وکتل شي يا دې د ډاکټر وقار علي شاه کتاب “پښتنې ښځې او د قام خدمت” ته مراجعه وشي.

ادبيات او مطبوعات داسې څۀ دي چې اشاعت ئې څرګندوي چې پۀ الفاظو کښې د بدلون راوستلو بې پناه قوت موجود دی، دا د زړونو او ذهنونو د ګټلو ډګر دی، پۀ لويو لويو انقلابونو کښې ئې بنيادي رول مسلم دی، د يو قام د فکري او کلتوري بنياد د جوړولو د پاره تر ټولو لازمي عنصر دی، دا د ادبياتو او مطبوعاتو کار لۀ تشدده خلاص کار دی، د باچاخان تحريک د اديبانو او شاعرانو يوه لويه ډله وروزله، کتاب او مطبوعات ئې دود کړل، دا د باچاخان پۀ نزد تر ټولو مهم قامي مسووليت او رسالت دی، دا عدمِ تشدد دی.

پۀ نړۍ او زموږ پۀ سيمه کښې د کېميائي وسلو د روانو سياليو او پاليسيو مخنيوی کۀ ونۀ شي نو د انسان امن به تش يو خوب او خيال پاته وي، انسانيت ته لۀ دې تباه کُنو وسلو څخه تحفظ ورکول د اوس مهالي عدمِ تشدد زڼی دی.

د خود ساخته او جعلي دښمنيو پۀ نوم زيات شمېر رياستونه د خپلو عوامو پر حق ډاکې اچوي او د دفاعي بوديجې پۀ نوم پۀ بيلینونو روپۍ وړي، د باچاخان د قام پر سر تپل شوی رياست ښائي د داسې ډاکې او شوکې يو بدترين مثال وي، د عدمِ تشدد پاليسي د داسې ډاکو او شوکو مخه نيسي او د خاورې دولت د خلقو پر خوراک، تعليم او علاج لګول غواړي.

عدمِ تشدد د سيکورېټي سټېټ خلاف احتجاج دی، عدمِ تشدد د ملټري اکانومي پۀ ضد بغاوت دی او عدمِ تشدد دفاعي بجټ د مخنيوي اعاده کوونکې پاليسي ده.

د عدمِ تشدد فکر څرګندوي چې بهترين تحفظ پۀ متوازن خوراک، معياري تعليم او علاج کښې دی، دفاع د خپلې خاورې د دولت پۀ استعمال کښې ده، د باچاخان امن د دوو جنګونو تر منځ يوه لنډه فاصله نۀ ده او نۀ د دوو لاشونو د راتللو تر منځ يوه لنډه وقفه ده، بلکې دا امن د يو خاص تاريخي پړاو نوم دی، د معاشي خوشحالۍ، قامي ازادۍ، سماجي انصاف او طبقاتي برابرۍ پۀ موجودګۍ کښې چې کوم صورت حال جوړېږي، دې ته امن وائي. امن پۀ فرياد، قرارداد، منت او زاري نۀ راځي بلکې د دې د پاره د خاصو ټولنيزو او اقتصادي حالاتو رامنځ ته کول ضروري دي، د باچاخان مبارزه د دې خاصو حالاتو د راپېدا کولو د پاره مختص وه. پۀ نورو ټکو، د باچاخان د عدمِ تشدد پۀ مفکوره او مباررزه کښې د امن د پنځېدلو او غوړېدلو د پاره د يو موزون صورتحال د راپېدا کولو مرام ډېر څرګند ؤ او تر اوسه څرګند دی.

هم دا وجه ده چې نن غربت، لوږو او ناروغيو ځپلی انسانيت د خپل نجات د پاره د چيني کلاسيک جنګي ماهر سنزو کتاب “The Art of War” نۀ بلکې د باچاخان کتاب “زماژونداوجدوجهد” پۀ غېږ کښې ګرځوي، د جنګ ځپلو ټولنو د پاره پر باچاخان ليکل شوي کتابونه دا ډول تلوسه لرونکي دي، څۀ ډول چې پۀ کيڼ لاسو مزاحمتي تحريکونو کښې “د چېګويرا ډائري” يا د فرانزفېنن کتابونه تلوسه لرونکي دي.

پۀ تاريخ کښې د باچاخان اهميت پۀ دې دی چې دې سړي پر جوړولو لارو باندې سفر نۀ دی کړی بلکې د پښتنو د تاريخ دهار او لاره ئې بدله کړې ده، پۀ ټولنيزو نفسياتو کښې ئې د فوري بدلون يوه انقلابي هڅه کړې يعني د عدمِ تشدد د نوي رجحان پۀ معرفي کولو د دې سړي قد و قامت يو بې ساري معيار ته اوچت شو، د سيمې د مجموعي صورتحال، استعماري تاړاکونو او د پښتنو د غېر منظم غبرګون پۀ وجه پۀ پېل کښې د باچاخان د عدمِ تشدد د پښتنو پۀ ټولنه کښې بېخي د يو Tendentious ابتکار پۀ توګه داخلېږي.

پۀ يو انګليسي قاموس کښې د Tendentious تعريف داسې شوی:

“Something that is tendentious expresses a particular opinion or point of view very strongly, especially that many people disagree with”.(1)

د باچاخان عدمِ تشدد د هم دې تعريف پۀ تول پوره خېژي، رجحان وړاندې کونه زښت تخليقي او مزاحمتي عمل وي، پۀ لومړي سر کښې ټولنيزه سائيکي له دې سره نااشنا وي، غالب تصورات ئې پر ضد سخت عکس العمل ښکاره هم کړي، خو پياوړی او توانا څوک اخر کار يو لوی اکثريت د خپل رجحان پۀ منلو قائل کړي، د پښتنو د خطې، تاريخ او حالاتو پۀ جوړ شوي خاص يو مزاج کښې عدم تشدد بيخي يو نوی رجحان ؤ، خو د باچاخان غوندې سړي پۀ خپل محنت او مبارزه عدمِ تشدد د خپل تحريک شناخت وګرځاوۀ او يوه عمومي پاليسي ئې ورڅخه جوړه کړه، د باچاخان د عظمت راز هم پۀ دې ځای کښې دی، خو تر اوسه چا ورته صحيح پاملرنه نۀ ده کړې، باچاخان د عدمِ تشدد پر نوې لار د تګ د پاره تر يو لک زيات انسانان پۀ داسې وخت کښې روان کړي وو چې د نو ابادياتي نظام پۀ سبب د پښتنو ټولنه د قبيلوي شکست و ريخت لۀ يو بد ترين دور څخه تېرېده، يو سياسي او سماجي رجحان معرفي کول چې څومره ګران کار دی نو د دې د پاره د يو ټهوس سماجي بدلون پۀ پار انسانان منظم کول تر دې هم ګران کار دی، باچاخان د تنظيم کارۍ انتهائي ستونزمن او کړاوژن کار هم پۀ خپله کړی، پۀ دنيا کښې داسې مثالونه ډېر کم دي، کارل مارکس وائي چې فلسفيانو صرف د ژوند تشريح کړې ده، اصل کار د دې بدلول دي، باچاخان هم دې اصل کار ته متوجه ؤ او دلچسپه خبره دا ده چې ټول تاريخي اسناد ثابتوي چې د باچاخان پر خپل دې کار ايمان ؤ، هغه له فکري ستړو او مغالطو سره مخامخ نۀ ؤ، برداشت پکښې ؤ، د سختيو تېرولو ته ئې ځان اماده کړی ؤ او پۀ خپل تحريک کښې د خلقو پۀ وړاندې د کلکې ارادې او هوډ يو عملي رول ماډل هم ؤ. هغۀ داسې يو کار ته څوک نۀ رابلل کوم چې به ئې پۀ خپله نۀ کاوۀ، د هغۀ پېغام به اکثر د هغۀ د عملي کار پۀ ذريعه تر خلقو رسېدو، د هغۀ عمل د هغۀ ګفتار ؤ، د هغۀ پۀ راپاته ټولو تقريرونو او بائيو ګرافي کښې هيڅ سخت او ثقيل الفاظ او د اصطلاحاتو بهرمار نۀ شته، بلکې د خلقو پۀ ژبه ئې خلقو ته خبرې کړي، هم دا د رښتيني قامي رهبر او انقلابي تر ټولو لوی خصوصيت وي.

د پياری لال مطابق:

“تر اپرېل 1930 پورې د خدائي خدمتګارانو شمېر تر پينځۀ سوه زيات نۀ ؤ خو پۀ 1938 کښې دا تعداد تر يو لک اوښتی ؤ.”(2)

د هغه وخت د ابادۍ پۀ تناسب د سخت رياستي او ټولنيز فشار باوجود د اتۀ کاله پۀ لنډه موده کښې تر يو لک زيات کسان پۀ تحريک کښې راغونډول کومه وړه خبره نۀ ده بلکې دا د تاريخي نوعيت يو ټولنيز ذهني بدلون او تاريخ سازه تنظيم کاري ده.

راج موهن ګاندي ليکي:

“لۀ خپلې شل کلنۍ څخه تر نوييمو کلونو پورې کۀ پۀ زندان کښې ؤ، يا بهر ؤ، ناجوړه ؤ، يا صحت مند ؤ، يا پۀ برطانوي هند، پاکستان او يا افغانستان کښې ؤ، باچاخان همېشه د مرګ پر بالښت ويدۀ کېدی، دۀ چې کوم ځواک ګټلی ؤ، هغه ئې د خپلو شخصي کارونو او کورنۍ د شتمنۍ د پاره نۀ کاروی بلکې هر څۀ ئې د پښتنو د پاره کول او پۀ دې باره کښې خورا روک او سپين ؤ.”(3)

د مرګ پر بالښت پۀ ژوند کښې د ازادۍ، بدلون، اصلاح، جديديت، امن او ترقۍ د ليدلو ارمان ته وفادار دې سړي پۀ خپل تحريک او مبارزه يوه خاص ضابطه مرتب کړه چې پۀ روانو کړکېچنو حالاتو کښې د ستم ځپلو ملتونو د پاره د يوې سترې مدرسې حېثيت لري. کۀ څۀ هم د افغانانو پر خاوره د جنګ، جګړې او جهالت عناصر لۀ بهره پيچکاري شوي دي، خو د اوسني جهان منظمې دستاويزي څېړنې پۀ هيڅ لحاظ دا د افغان د خاورې پېداوار نۀ ګڼي، چیرې چیرې چې پۀ دې اړوند مغالطې خورول شوي دې د هغوی د ختمولو د پاره لۀ مونږ سره دا دليل پروت دی چې داسې قام ته فطرتاً متشدد قام وئيل يوه لويه علمي اشتباه ده، پۀ کوم قام کښې چې نيزدې يوه پېړۍ وړاندې تر يو لک زيات انسانان پۀ خدائي خدمتګار تحريک کښې د عدم تشدد حلفيه غړيتوب تر لاسه کوي او دا هوډ څرګندوي چي:

“کۀ باچاخان عدمِ تشدد پرې هم ږدي، نو بيا به هم مونږ پر عدم تشدد ولاړ يو.”(4)

خدائي خدمتګار تحريک د پښتنو يواځينی منظم تحريک ؤ چې پۀ خپله خاوره کښې ئې مضبوطې رېښې لرلې او هم ئې د غړيتوب بنياد خالص د ذهني اطمينان پۀ واسطه تشکيل شوی ؤ، هيڅ جبر، مفاد، وزارت او قبيلويت پکې کار فرما نۀ ؤ، مونږ نړۍ ته خواست نۀ کوو بلکې د خپلې خاورې لۀ بطن څخه د زېږېدلي غېر متشدد خدائي خدمتګار تحريک پۀ دليل ورته دا موقف پۀ وړاندې ږدو چې نړۍ دې د جبر او جنګ پردي علامتونه زمونږ پۀ خاوره پورې نۀ تړي بلکې چې چیرې ئې توليد شوی دی، هم پۀ هغه چوکاټ او تناظر کښې دې ئې مطالعه کړي، مونږ منو چې د جنګ او تشدد پۀ عمل کښې زمونږ وطن تر ټولو زيات برباد شوی دی خو د جنګ او تشدد د پرورش او افزائش نظرياتي نهالخانه او تربيتي مېدان زمونږ لۀ وطنه بهر واقع دی. ورپورې پۀ پنجاب کښې دی، پۀ ترخ کښې د اسلام آباد.

مونږ پۀ پوره وثوق، ثبوت او پخو حوالو سره نړېوالې ټولنې ته دا معلومات وړاندې کولای شو چې کوم چا پرون پۀ جېلونو، ټارچر سېلونو او اذيت خانو کښې خدائي خدمتګارانو رستول او وژل، هم هغه خلق دي چې نن د لر و بر افغان پۀ خاوره د چاودونو او ځانمرګو بريدونو کلتور توانمن او فعال ساتي.

پۀ تاريخ کښې يواځې خدائي خدمتګار تحريک دی چې د عدم تشدد پر تګلاره تل روان پاتې شو او پۀ هيڅ ډول خونړيو حالاتو کښې ئې تشدد حمايه نۀ کړ، مهاتما ګاندي او نېلسن منډېلا پۀ نړېواله کچه د عدم تشدد پۀ حواله انتهائي مشهور نومونه دي، خو تاريخي حقيقت دا دی چې نۀ هم ګاندي او نۀ هم نېلسن منډېلا عدمِ تشدد ته پۀ هغه اهميت قائل ؤ،کوم اهميت چې باچاخان عدم تشدد ته ورکړی دی، باچاخان چې د عدم تشدد پۀ حقله پۀ ذهني لحاظ څومره واضح ؤ، ګاندي او منډېلا کله هم دومره واضح نۀ دي پاته شوي، خدائي خدمتګار تحريک تر پايه پر عدم تشدد ټينګ پاته شوی خو انډين نېشنل کانګريس او افرېقن نېشنل کانګريس د دې تګلارې څخه اخر پر شا شوي.

جواهر لال نهرو پۀ خپله اٰټوبايوګرافي کښې ليکي:

“زمونږ د پاره يا پۀ مجموعي توګه د کانګريس د پاره عدمِ تشدد کوم مذهبي او مستقل مسلک نۀ ؤ او نۀ کېدلی شو، دا صرف يوه حکمتِ عملي وه او لۀ دې څخه د ځينو نتائجو توقع وه او د دې نتائجو پۀ کاڼي هم دا تلل وو. اشخاص خو لۀ دې څخه يو مذهبي او مستقل مسلک جوړولی شي لېکن کوم سياسي نهضت چې تر څو پورې ځان ته سياسي وائي داسې نۀ شي کولی. د چورا چوري پېښو او د هغې نتائجو مونږ ته دا موقع راکړه چې مونږ د عدم تشدد پر لوړو ژورو غور وکړو او مونږ دا محسوسه کړه چې کۀ چېري د تحريکِ التوا پۀ معامله کښې د ګاندي جي دلائل درست وي نو بيا به زمونږ مخالفينو ته همېشه دا اختيار وي چې کله وغواړي داسې صورت راپېدا کړي چې لۀ کبله ئې جنګ خامخا درول ضروري شي، دا د عدمِ تشدد خامي وه، يا د ګاندهي جي د تشريح؟ پۀ هر حال هغه د دې موسس او موجد ؤ.”(5)

د ګاندي له عدمِ تشدد څخه د کانګريس انحراف اخر نور هم ډېر واضحه شو، تر دې هم يو دلچسپ بدلون نېلسن منډېلا پۀ افريقن نېشنل کانګريس کښې رامينځ ته کړ.

منډېلا پۀ خپله اٰټو بايوګرافي کښې ليکي:

“ما داسې فکر کاوۀ چې پۀ قانوني او غېر قانوني دواړه ډول احتجاج به ډېر زر ناممکن شي، پۀ هندوستان کښې ګاندي لۀ يو بهرني خو حقيقت پسند او دور اندېش دښمن سره لاس او ګرېوان ؤ، پۀ سهيلي افريقا کښې د افريکن رانو دا ډول قیصه نۀ وه، د عدم تشدد غېر متحرک مزاحمت تر هغه وخته پورې مؤثر وي، تر څو چې ستا دښمن د هغو اصولونو پابندي کوي، پر کومو چې تۀ ولاړ ئې لېکن کۀ د سولئيزې مبارزې ځواب پۀ تشدد سره ورکول کېږي نو ددې تاثيري قوت ختمېږي. زما پۀ اند عدمِ تشدد يو اخلاقي اصول نۀ دی بلکې يوه حکمتِ عملي ده، د يو غېر مؤثر هتيار پۀ استعمال کښې هيڅ اخلاقي ښېګړه نۀ وي لېکن پۀ دې حقله زما پۀ خيالاتو کښې لا تر اوسه پختګي نۀ وه او تر وخت لۀ مخه مې يو تود تقرير کړی ؤ.”(6)

عدم تشدد ته غېر متحرک مزاحمت او غېر مؤثر هتيار وئيل يوه ډېره لويه فکري نارسائي ده، يواځې دا نۀ بلکې د عدم تشدد پېروکار منډېلا اخر د ګوريلا سرتېرو مشري کوله او وسله وال تنظيم ( ايمکې) ئې جوړ کړی ؤ، د جنګي لټرېچر پراخه مطالعه ئې کوله او جنګي منصوبې ئې جوړولې، خو د حيرت خبره دا ده چې هم دې افريقائي قامي مشر نېلسن منډېلا پۀ 29 جنوري 2007م کښې پۀ هند کښې د ستيه ګره د سل کلن جشن لمانځنې ته د سټيلائټ لۀ لارې پۀ خپله وېنا كې ووئيل: “دا يو عجيبه اتفاق دی، مهاتما ګاندي پۀ 11م ستمبر 1906 کښې د ستيه ګره پرانستنه د جوهنسبرګ پۀ ايمپائر تهېټر کښې وکړه. نن 11م ستمبر (ناين الېون) يو بیخي بدل او زيات وېروونکی تاثر لري. د دې پېړۍ پر پېلېدلو چې کله لۀ ما څخه ټائم مجلې پوښتنه وکړه چې پۀ شلمه پېړۍ کښې پۀ سلو تر ټولو مؤثرو خلقو کښې د يوۀ سړي نوم راته وليکه، ما د ګاندي د نوم پۀ انتخاب کښې هيڅ باک ونۀ کړ، ما هغۀ ته يو سپېڅلی جنګيالی ووايۀ ځکه چې هغۀ يوه داسې طريقه وضع کړه چې پکښې اخلاقيات ئې لۀ يوې ټينګې تګلارې سره تړلي وو او دې لۀ حاکم سره مصلحت کول رد کړل.”(7)

ښکاره خبره ده چې لۀ ګاندي جي سره د منډېلا دا عقيدت د عدمِ تشدد لۀ کبله دی او د ګاندي ټول مؤثريت هم د عدم تشدد پۀ سبب دی، لېکن تاريخي حقيقت دا دی چې د عدم تشدد د پاليسۍ پۀ حواله د باچاخان کنټريبيوشن لۀ ګاندي څخه ډېر زيات دی، د عدم تشدد د پاره يو ناموزون صورت حال باچاخان پۀ خپل محنت او خوارۍ دومره سازګار کړ چې پکښې د تاريخي نوعيت يو غېر وسله وال سياسي نهضت رامنځ ته شو، باچاخان او د هغۀ تحريک ټول عمر د عدم تشدد پر پاليسي کاربند، د ګاندي او منډېلا تحريکونه لۀ عدم تشدد څخه منحرف، خو پۀ 1993 کښې د نوبل امن انعام نېلسن منډېلا ته ورکول کېږي؟،

“وېش د بل پۀ لاس دی کۀ تۀ ژاړې او کۀ خاندې”

باچاخان دا وخت پۀ جلال اباد کښې تر تورو خاورو لاندې ؤ. څۀ وشو کۀ نوبل انعام يافته لېډر نۀ شو د خپل ملت “فخر افغان” خو شو، دا دومره لوی انعام دی چې زر نوبل انعامونه دې ورباندې قربان شي. د سخت ذهني او جسماني تشدد او بېکاره خوراک پۀ وجه پۀ زندانونو کښې د باچاخان د بدن وزن ورځ پۀ ورځ پۀ کمېدو روان ؤ، خو بهر د خپلو خلقو پۀ ذهنونو کښې ئې وزن د خپلو غرونو هومره دروند ؤ، پۀ جېلونو کښې د اخلاقي بنديانو پۀ سي کلاس کمره کښې ؤ خو د خپلو خلقو پۀ ذهنونو کښې تر ټولو پر لوړه کرسۍ ناست ؤ، پۀ جېلونو کښې ئې تر دېرش کاله زيات وساتلو خو د خپلو خلقو پۀ ذهنونو کښې ئې تر ابده استوګن کړ، ټولنيز ياداشت او تاريخ پۀ پېړيو پېړيو کښې خال خال چا ته د تل د پاره د اوسېدنې او استوګنې چانس ورکړي، باچاخان نن د انساني تاريخ د انتهائي مؤثرې برخې باشنده دی.

باچاخان د عدم تشدد پۀ تګلاره د تاريخ پر يو خوني پړاو پۀ يوه جان لېوا غلامي کښې د خپل قام بقاء يقيني کړه، باچاخان پۀ خپل کار کښې کامياب شو، هغۀ چې څۀ غوښتل، تر ډېره حده ئې تر لاسه کړل.

باچاخان څۀ غوښت؟ د قبيلويت پۀ تبر مات د پښتنو اندام اندام وجود ئې پۀ يوه قامي سانچه کښې اچول غوښت، دا د پښتنو د قامي سوال او نېشنلزم اولنی رښتينی مفسر او شارح ؤ، د قامي مقدمې اولنی مدعي او وکيل ؤ، د پښتنو د منظم او سياسي نېشنليزم باني هم دا سړی دی، پۀ تاريخي لحاظ پۀ نړۍ کښې د نېشنلزم انقلابي ترويج د پرېس د ايجاد پۀ سبب ممکن شو، باچاخان دې حقيقت ته متوجه څوک ؤ، د خپل قامي نهضت د پېل کولو لومړنی قدم د مطبوعاتو او مکتبونو د پرانستلو پۀ توګه اخلي.

د سويډن يو محقق ارنلډ جانس دې حقيقت ته پاملرنه کړې:

“عبدالغفارخان د هند پۀ نيمه وچه کښې يو پېژندل شوی ملتپال مشر ؤ، د دۀ نهضت پۀ مسلمانانو کښې يواځينى نهضت ؤ، چې وګړيز بنسټ ئې درلود او د ډېرې مودې د پاره ئې دوام وکړ، هم دا راز دا پۀ هند کښې د مسلمانانو يواځينی وګړيز نهضت ؤ چې پۀ پرله پسې توګه د برطانوي حکمرانۍ پۀ ضد وجنګېدو، لۀ هر څۀ نه مهمه دا ده چې عبدالغفار خان پۀ دې معنيٰ يو لوی ملتپال دی چې زيار ئې ويوست او تر يوه بريده پورې بريالی هم شو، چې خپل خوارۀ وارۀ خلق پۀ يو ملت کښې سره راټول کړي، چې وکړی شي، پۀ يو ږغ د ګډو سياسي او ټولنيزو موخو د پاره کار وکړي.”(8)

د دې حقيقت ثبوت تر پخوا نن پۀ څو چنده واضح دی چې د پښتنو دښمن تر يو وسله وال پښتون يو سولئيز پښتون د ځان د پاره ډېر خطرناک ګڼي، ټول ويني چې د لوی افغانستان پۀ تسلسل پۀ پښتونخوا او قبائيلي سيمو کښې نن د امن او ورورولۍ لۀ علامتونو سره څۀ ډول دوزخي او شېطاني سلوک روا ګرځول شوی دی او هغوی د دې شېطاني قوتونو خلاف پۀ څۀ ډول پاخۀ عزم او اراده سره ولاړ دي، د حالاتو بد اعتمادي و ځپلو ذهنونو ته ډاډ ورکوم چې د باچاخان تحريک نن هم د قامي تحريک پۀ حېث د پښتنو د سر د بقاء پۀ مبارزه كې لۀ فولادي عزم سره ولاړ دی، د باچاخان فکر او پاليسي تر پرون پۀ څو چنده مهمه شوې، غوړېدلې او تائيد شوې ده، د باچاخان تحريک د ازادۍ تحریک دی، دا يو ضدِ استعماري او جمهوري تحريک دی، دې ته حرفِ اٰخر نۀ راځي، دا يوه دوام داره پروسه ده، د انساني ژوند د بقاء او ارتقاء دوام دی. د مذهبي ناروا داريو او فرقه بازيو پۀ لوېدلي انډوخر کښې د باچاخان انسان دوست عدمِ تشدد د برداشت، زغم، احترامِ باهمي او مساواتو يواځينۍ لار ده، باچاخان نن يو مائنډ سېټ او سکول اٰف تهاټ دی، چې د نړۍ يوه لويه برخه احاطه کوي، خصوصاً پۀ افغانستان او جنوبي اسياء کښې خو دا نن د يو داسې بلاک صورت لري، پۀ کوم کښې چې د ظلم، جبر، تشدد او ترهګرۍ خلاف د انسانانو د اشتراک، اتفاق او اتحاد يو انتهائي منظم صورت رامنځ ته کېدونکی دی، افغان تناظر د باچاخان د وضع کړل شوي حل ملي پخلاينې او لوئې جرګې پر محور راڅرخي، څوک چې لۀ دې محور څخه د باندې دي يا پۀ ضد ئې برخورد کوي، هغوی د سيمې د توازن او امن تخريب کوونکي او د افغانستان دښمنان دي.

راج موهن ګاندي رښتيا وائي:

“د مسکينو او کمزورو خلقو د پاره د باچاخان مبارزه يواځې د هند تر نيمې وچې پورې محدوده نۀ بلکې دۀ د ټول بشر د پاره سوله غوښته او د ټوپک او بمونو د اغېزې پۀ اړه د نوموړي شکمنتوب او د واکمنو او عادي خلقو پۀ وړاندې سپينې خبرې کول هغه يو مثال وګرځاوۀ. دۀ او د دۀ زاړۀ ملګري ګاندي نۀ يوازې خپل معاصر نسل ته، بلکې راتلونکو نسلونو ته دا پېغام پرېښود چې وسله، يعني تشدد د انسان ضمير او جرأت لۀ مينځه وړي.”(9)

باچاخان د خپلې زمانې او منطقې ضمير دی، د هغۀ پۀ حقله هيڅ د روايتي لويو دعوو او مبالغه امېزه تصوراتو تبليغ نۀ کوو بلکې معروضي حالات داسې ښيي چې د دنيا امن پسنده او انسان دوسته حلقې پۀ دې سيمه کښې کوم څۀ ته متوجه دي، هغه پۀ باچاخان پورې مربوط څۀ دي، کوشش دا روان دی چې د خطې د توازن او امن د بحالۍ د پاره پر يوه مضبوطه او کاميابه منصوبه باندې کار وشي، د ډېر زيات سوچ او فکر پس د دې خطې لۀ سياست سره مربوط نړېواله اکېډميا دې نتيجې ته رسېدلې ده چې يواځې د باچاخان د فکري بنيادونو پۀ ترويج او ترقي باندې ممکن ده چې د جنګ بې ځايه شوي او بې هوشه نفسيات د هوش مندۍ فرېم ورک ته واچول شي.

د تشدد او ترهګرۍ پۀ سبب نن انساني تهذيب پر يو خطرناک پړاو ولاړ دی، تهذيب د خپلې بقاء او دفاع پۀ مبارزه کښې مصروف دی، تهذيب د ښکلا او ښائستوالي نوم دی، تهذيبونه کله هم لۀ يو بل سره جنګونه او جګړې نۀ کوي بلکې انساني ښېګړې، ښكلاګانې او نوښتونه عالمګير ګرځوي، انسان د خپلو ارفع او اصلي اهدافو پۀ لور روان او ګړندی ساتي، نن چې د انسانيت دښمن اند دې عمل مخنيوی کوي او د جنګونو پۀ کار کښې ئې لۀ خپلو اصلي کارونو راګرځوي، نو پۀ داسې حال کښې د باچاخان د عدمِ تشدد اهمیت زياتېدل يو فطري امر دی، انساني تهذيب عدمِ تشدد ته پۀ خپله سينه کښې د خپلې معشوقې غوندې ځای ورکوي، نيزدې ده چې داسې وخت وليدل شي چې عدمِ تشدد د يو انساني وقار، عزت او غېرت شکل خپل کړي او پۀ ټوله نړۍ کښې يو قانوني حېثيت ورکول شي، دا حقيقت اوس پر حساسو او دردمندو ذهنونو پۀ ډېره ژوره توګه منکشف شوی دی او چې دا حقيقت څومره څومره انکشاف کوي، هغومره هغومره به د باچاخان پۀ لويۍ او عظمت باندې خلق قائلېږي، لۀ دې عمل سره دا ګټه رسېږي چې د افغان ملت يو درست امېج او نقطه نظر به پر نړېواله کچه قائم شي، پۀ دې عمل کښې پر مونږ ډېر زيات قامي مسؤوليتونه راځي، د دې علمي ادراک لرل او پۀ ايماندارۍ او ديانتدارۍ تر سره کول لازمي دي، يوه خبره پۀ پای کښې بايد ياده کړل شي، چې لۀ باچاخان سره د دانشورانه روايت د قائمولو ضرورت دی، نور بايد د انساني تاريخ تر دې مهم کرېکټرکليشهيي او روايتي طبقې چاپېره پاته نۀ شي، کۀ د باچاخان مفکوره پۀ خپل صحيح شکل کښې وړاندې کړل شي او عملي شي، د مفاد پرستو ډلې به يو پۀ بل پسې ټولې شي، قبيلويت خوروونکي او روزونکي به د خپلې بدنامۍ او رسوايۍ اعتراف پۀ خپله وکړي.

باچاخان د خپل ژوند ليک پر اخري پاڼه پۀ اختتامي کرښو کښې ليکي:

“که پښتون پښتون شي نو دی څوک غلام کولی نۀ شي.”(10)

او پر دې اساس زۀ وايم چې کۀ پښتون د باچاخان د عدمِ تشدد پۀ مفکوره خبر ذهن او زړۀ ولري نو بيا ئې پنجابی څۀ چې د دنيا ډېر لوی قوتونه غلام نۀ شي ساتلای. يواځې د باچاخان د عدمِ تشدد مفکوره پښتون – پښتون کولای شي او يواځې هم دا مفکوره ئې لۀ غلامۍ خلاصولای شي.

حوالې:

  1. Collins Cumbuild Advanced Learner’s English Dictionary, Harper Collins publishers Westerhill road bishop Briggs Glasgow, Great Britain, 2006, P. 1493
  2. لال، پيارے، گاندھى جی بادشاہ خان کے ديس ميں،فکشن ہاؤس، ۱۸ مزنگ روڈلاہور، ۲۰۰۶ء، ص ۵۳
  3. ګاندي،راجموهن،غفارخان د پښتنو د عدم تشدد پاچا، د غلام ولي نوري ژباړه، ميهن خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۹لم،مخ۲۵۹
  4. لال، پيارے، گاندى جی بادشاخان کے ديس ميں،ص۷۳
  5. نہرو، جواہرلال،ميرى کہانى، تخليقات، على پلازه مزنگ روڈ لاہور، ۲۰۱۰ء، ص ۱۱۴
  6. Mandela, Nelson, Long Walk to Freedom, Back Bay Books, little, brown and company New York, Boston, London, 2008, P 217
  7. Message by Nelson Mandela to Satyagraha Centenary Conference, New Delhi – India,

http://www.mandela.gov.za/mandela_speeches/2007/070129_satyagraha.htm

  1. جانسن،ارنلډ، هند،پاکستان کۀ پښتونستان؟ د عبد الکريم رحيم ژباړه، د افغانستان د سيميزو مطالعاتو مرکز او د ختيځ بيارغوانې موسسه، ۱۳۸۹ه.ش،مخ۶۲
  2. ګاندي،راجموهن، مخ۲۷۳
  3. خان، عبدالغفار، زما ژوند او جدوجهد، د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه – جرمني، ۲۰۰۸ز، مخ ۷۸۶

Email: kakarkhanzaman@gmail.com

Twitter: @khanzamankakar

دا هم ولولئ

د افغانستان سل کلن استقلال او ‘پښتون قامي تحریک’

“افغانستان پۀ نړۍ کښې يواځینی خپلواک مسلمان رياست دی )فارس او ترکيه لکه چې پۀ …