Category: جاوېد ثاقب

  • زۀ يو مزدور خانه بدوش د وطن – جاوېد ثاقب

    زۀ يو مزدور خانه بدوش د وطن – جاوېد ثاقب

    د مۍ د مياشتې وړومبۍ نېټه چې پۀ ګرده نړۍ کښې د مزدورانو د نړيوالې ورځ پۀ توګه لمانځل کېږي . دا هغه خونړۍ ورځ ده چې پۀ 1886ز کښې هم پۀ دې ورځ د امريکې شکاګو د صنعت پرست او زر پرست رياست پوليسو د سلګونو هغه مزدورانو وينې تويې کړې چې د خپلو حقونو لپاره ئې احتجاج کولو او د کار د وخت کمولو او اجرت زياتولو مطالبه ئې لۀ صنعت کارو او کارخانه دارو څخه کوله . د دغه مزدورانو پۀ ياد کښې پۀ کال 1889ز کښې پۀ وړومبي ځل د مۍ وړومبۍ نېټه د مزدورانو د ورځ پۀ توګه ولمانځل شوه چې لا تر دې دمه دوام لري . د مزدورانو دغه ورځ پۀ مختلفو ملکونو کښې پۀ مختلفو ورځو لمانځل شي خو پۀ زياتره ملکونو کښې د مزدورانو د ورځې نېټه هم دغه وړومبۍ مۍ ده . د مزدورانو د نړيوالې ورځ د دغه شاه ليد پۀ اړه د انګرېزۍ ژبې يو ويب پاڼه Topper.com څۀ دا ډول ليکي:

    “The story of Labour Day began with the rise in industrialization. The industrialists exploited the labor class these days. They took a lot of work from them but paid them very less. Laborers were forced to work for 10-15 hours a day in very tough conditions. Those who worked in chemical factories, mines, and other similar places suffered very much. Lastly, they took the bravery to stand united and raise their voice against this oppression. Nearby that time, founding trade unions and going on strike. It was also considered illegal in several countries. So, they formed trade union and laborers went on strike. They also held rallies and protests. Lastly, the government heard their request and reduced the working hour to 8 hours”

    ژباړه: د مزدورانو د ورځې قيصه د صنعتونو پۀ زياتېدو سره مخې ته راغله . صنعت کارانو به پۀ دغه ورځو کښې د مزدورانو استحصال کولو . هغوي به د مزدورانو نه کار ډېر اخستو خو پېسې يا معاوضه به ئې ورته کمه ورکوله . مزدوران به پۀ دې مجبور کولے شول چې د لسو نه تر پنځلس ګهنټو پورې کار ترې پۀ يو سخت ماحول کښې واخستل شي . هغه مزدوران چې پۀ کېمائي کارخانو، کوئلې درنګونو او دغسې نورو ځايونو کښې به ئې کار کولو، د هغوي به ډېر زيات استحصال کېدلو . هغوي اخر د دغه استحصال خلاف ودرېدل او اواز ئې وچت کړو . هم پۀ دغه ورځو کښې د تاجرانو تنظيم هم جوړ شو او احتجاج ئې پېل کړو . دغه تنظيمونه پۀ ډېرو ملکونو کښې غېرقانوني هم وګرځول شول . خو د دغه تنظيمونو د احتجاجونو او لاريونو پۀ وجه حکومت پۀ دې مجبور شو چې د دوي د کار وخت اتۀ ګهنټو ته راکم کړي .

    د اردو ژبې يو بله ويب پاڼه پۀ دغه اړه ليکي:

    “یکم مئی 1886ء کو امریکا کے شہر شکاگو کے مزدور، سرمایہ داروں اور صنعتکاروں کی جانب سے کئے جانے والے استحصال کے خلاف سڑکوں پر نکلے تو پولیس نے اپنے حقوق کی آواز بلند کرنے والے پرامن جلوس پر فائرنگ کر کے سینکڑوں مزدوروں کو ہلاک اور زخمی کردیا جبکہ درجنوں کو حق کی آواز بلند کرنے کی پاداش میں تختہ دار پر لٹکا دیا گیا لیکن یہ تحریک ختم ہونے کے بجائے دنیا بھر میں پھیلتی چلی گئی جو آج بھی جاری ہے۔شکاگو کے مزدوروں کی یاد میں ہر سال یکم مئی کو یہ دن اس عہد کے ساتھ منایا جاتا ہے کہ مزدوروں کے معاشی حالات تبدیل کرنے کیلئے کوششیں تیز کی جائیں اور ان کا استحصال بند کیا جائے۔پاکستان میں قومی سطح پر یوم مئی منانے کا آغاز 1973ء میں پاکستان کے وزیر اعظم ذوالفقار علی بھٹو کے دور حکومت میں ہوا۔ اس دن کی مناسبت سے ملک بھر کے تمام چھوٹے بڑے شہروں میں تقریبات، سیمینار، کانفرنسز اور ریلیوں کا انعقاد کیا جاتا ہے جن میں شکاگو کے محنت کشوں کے ساتھ اظہار یکجہتی سمیت مزدوروں اور محنت کشوں کے مسائل کو اجاگر کرنے کے ساتھ ساتھ ان کے حل کے لئے اقدامات کا مطالبہ کیا جاتا ہے”

    ژباړه: پۀ ورومبۍ مۍ 1986ز کښې د امريکې شکاګو مزدوران د سرمايه دارو او صنعت کارو لۀ اړخه د روان استحصال پۀ ضد پۀ سړکونو راوتل چې د پوليس لۀ خوا پۀ دغه حق غوښتونکو او پرامنه مزدورانو ډزې وشولې، چې پکښې سلګونه کسان مړۀ، سلګونه ژوبل او پۀ درځنو پهانسي کړے شو . خو دغه تحريک د ختمېدو پۀ ځاے پۀ دنيا کښې خور شو او اوس هم روان دے . د شکاګو د دغه مزدورانو پۀ ياد کښې هر کال وړومبۍ مۍ د دې هيلې سره لمانځلے شي چې د مزدورانو د معاشي حالاتو د بدلون لپاره دې هڅې ګړندۍ شي او د دوي استحصال دې بند کړے شي . پۀ پاکستان کښې د دې ورځ د لمانځلې شروع پۀ 1973ز کښې د پاکستان د پخواني وزير اعظم ذولفقار علي بهټو پۀ حکومت کښې وشوه . د دې ورځې پۀ مناسبت سره د ملک پۀ ټولو وړو او لويو ښارونو کښې غونډې، سيمنارونه او کانفرنسونه تابيا کېږي او د شکاګو د مزدورانو سره د عقيدت د پېرزونو سره سره پکښې د هغوي د مسئلو د حل لپاره د ګامونو وچتولو غوښتنه کولے شي.

    د نړۍ څومره ابادي چې مونږ ته پۀ نظر راځي، د مزدور د پوڼاقو لاسونو برکت دے . دا پاخۀ سړکونه، دا لويې لويې ماڼۍ، دا فائيو سټار هوټلونه، دا لويې لويې کاروبارې پلازې، دا کارخانې، دا د سبزيانو، فروټو منډايانې او سټورونه، دا صنعتي زغل، دا د دغه مزدور د پۀ اسره روان دي . کۀ مزدور لۀ نړۍ څخه جدا کړې نو د نړۍ ټول نظام به منجمد او پۀ ځاے ودرېږي . دا نړۍ به د يوې شاړې دشتې انځور پېش کړي . بايد دغه خړ سرو مزدورانو، دغه پوڼاقو لاسونو، دغه خېرنو جامو، دغه د خولو بوي او دغه چاودلو پوندو ته پۀ درنه سترګه وکتلے شي، ځکه چې د دې نړۍ دا نظام هم پۀ دغه خلقو اډانه دے.

    د بده مرغه دلته د مزدورانو لپاره خو بلها تحريکونه چلېږي . بلها اېن جي اوز د مزدورانو پۀ نوم کار کوي، بلها سيمينارونه، کانفرنسونه او غونډې د دغه مزدورانو پۀ نوم خو کېږي خو مزدور غريب ترې خبرېږي هم نه . د مزدورانو د نمائندګۍ دعوه لرونکي ټول هغه خلق وي چې پۀ خپلو کپړو دوړه قدرې هم نۀ پرېږدي . نۀ ئې چرته پۀ سور نمر ناسته کړې وي . نۀ ئې چرته لوږه او تنده ليدلي وي . پۀ لويو لويو ګاډو کښې د يخ اے سي سېوري ته ناست وي او د مزدورانو د حقونو دعوې کوي . بايد دغه خلق پۀ حقيقت کښې د مزدورانو د حقونو لپاره کار وکړي او مزدور له د هغۀ د مشقت پۀ نسبت لۀ صنعت کارو، سرمايه دارو او کارخانه دارو څخه اجرت مقرر کړي .

    د يوې اندازې مطابق د پاکستان د ابادۍ 57.2 ميلين حصه د مزدور طبقې ده . دغه مزدوران مختلف با مشقته کارونه کوي چې د سي ائي اے ورلډ فېکټ بک مطابق ئې تقسيم ئې څۀ پۀ دا ډول دے .

    “According to data produced by the CIA World Factbook, the total number of Pakistan’s labour force is 57.2 million, making it the ninth largest country by available human workforce. About 43% of this labour is involved in agriculture, 20.3% in industry and the remaining 36.6% in other services”

    ژباړه: د سي اٰئي اے ورلډ فېکټ بک مطابق پۀ پاکستان کښې د مزدورانو تعداد 57.2 ميلينه ده چې د مزدورانو د قوت پۀ لحاظ سره پاکستان د نړۍ نهم غټ هېواد دے . د دغه مزدورانو 43 فيصده حصه د زراعت، 20.3فيصده د صنعت او باقي 36.6 فيصده حصه د نورو مختلفو کارونو سره تړلي دي .

    پاکستان د مزدورانو دغه هومره لويه ابادي لري او دغه مزدوران ډېر سخت سخت کارونه کوي خو د بده مرغه دغه مزدورانو ته اجرت د نشت برابر ملاوېږي چې ډېر پۀ مشکله پرې د دغه مزدورانو د کورنيو ګزاره کېږي . بايد د پاکستان واکمن لۀ سره سروے وکړي . د ملک دننه د مزدورانو صحيح تعداد معلوم کړي . د هغوي د کورنو د غړو حساب ولګوي . د هغوي د کارونو کېټيګريانې جوړې کړي او پۀ هغه حساب سره ورله اجرت مقرر کړے شي . چې دغه مزدوران هم د ملک د شريف او سپين پوش کلاس پۀ شان ژوند تېر کړي، اسانتياوې تر لاسه کړي او بچو ته ئې معياري تعليم، صحت او د ژوند تېرولو اسانتياوې تر لاسه شي .

    لۀ مزدورانو څخه هم غوښتنه لرو چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره بايد يو شي او د کارل مارکس هغه نعره چې “د نړۍ مزدورانو يو شئ” پۀ ځاے راوړي او خپل حقونه پۀ زور حاصل کړي . ځکه چې حقونه غوښتلے کېږي نه، بلکې اخستل کېږي .

    سرچينې:

    1:

    https://www.toppr.com/guides/essays/essay-on-labour-day/

    2: https://www.minhajsisters.com/urdu/tid/37419/اداریہ-مزدوروں-کا-عالمی-دن-اداریہ-دختران-اسلام-مئی

    3 :

    https://en.wikipedia.org/wiki/Labour_in_Pakistan

  • پاکستان او مذهبي انتها پسندي – جاوېد ثاقب

    پاکستان او مذهبي انتها پسندي – جاوېد ثاقب

    د انګرېز د تګ نه پس چې د هندوستان د تقسيم او د پاکستان د جوړېدو لپاره د مسلم ليګ پۀ خلۀ کوم جواز پېش کېدو نو هغه دا ؤ چې چونکې پۀ هندوستان کښې دوه قامونه (مسلمانان او هندوان) اوسېږي چې د يو بل نه جدا مذهب، جدا رسم و رواج او جدا ثقافت لري . پۀ دغه اساس مسلم ليګ غواړي چې د هندوستان پۀ شمال مشرق کښې د پاکستان پۀ نوم يو داسې رياست جوړ کړي چې هلته مسلمانانو ته د مذهب ازادي وي، هلته اسلامي قانون وي او دغه ملک د اسلام يوه تجربه ګاه وي. حالانکې د دې نه مخکښې هم پۀ هندوستان کښې مسلمانانو ته ازادې وه او مسلمانان پۀ هندوستان کښې د يو اقليت پۀ توګه نۀ بلکې د يو شراکت دار او حقدار پۀ توګه اوسېدل. هم پۀ دغه اساس د جمعيت العلماء هند مشرانو، باچاخان، عبېدالله سندهي او نورو ډېرو مسلمانانو مشرانو د دغه تقسيم مخالفت وکړو او کوشش ئې دا ؤ چې هندوستان د مذهب پۀ بنياد تقسيم نۀ شي، ځکه چې دغه ملک به بيا يو انتهاپسند ملک وي. دلته به اقليتونو ته حقوق نۀ ملاوېږي. د اقليتونو ژوند به پۀ خطره کښې وي او دغه ملک به د فرقه ورانه فسادونو يوه اډه وي. بهرحال د هغه وخت د زورور استعمار پاليسې وه چې د روس مخه ونيسي او د ډيورنډ د کرښې دېخوا ورته د مذهبي انتهاپسندۍ يوه اډه کولاو کړي او د دغه مقصد لپاره دلالان مسلم ليګيان استعمال شول او پاکستان د “پاکستان کا مطلب کيا، لااله الاالله” پۀ مقدسه نعره جوړ شو او هندوستان تقسيم شو. خو د بده مرغه د پاکستان د جوړېدو سره چې جناح صېب قوم ته وړومبے تقرير کوي نو پۀ هغې کښې د يو سيکولر سټېټ بيانيه وړاندې کوي.

    “You are free; you are free to go to your temples. You are free to go to your mosques or to any other places of worship in this State of Pakistan. You may belong to any religion, caste or creed—that has nothing to do with the business of the state.”

    ― Muhammad Ali Jinnah

    ژباړه: تاسو ازاد يئ د پاکستان پۀ دې رياست کښې چې تاسو خپلو مندرونو ته لاړ شئ. تاسو ازاد يئ چې تاسو خپلو جوماتونو يا د عبادت نورو ځايونو ته لاړ شئ. ستاسو تعلق د هر يو مذهب، ذات او مسلک سره کېدے شي دا پۀ دې رياست هېڅ اثر نۀ لري.

    دغه بيانيه چې پۀ حقيقت کښې د يو سيکولر رياست بيانيه وه خو رياست پۀ سرکاري توګه سيکولر اعلان نۀ شو بلکې رياست پۀ سرکاري توګه پۀ اسلامي جمهوريه پاکستان ياد شو.

    هم د دغه کنفيوژن او بيانيو د توپير وجه ده چې دلته پۀ هر وخت او هر ځاے کښې د شروع نه د سيکولر مذهبي، هندو مسلمان، وهابي حنفي، شيعه سني او برېلوي دېوبندي شخړې دوامدارې دي او پۀ هر ځاے کښې دغه اور بل دے او د هر ناوړه مقصد د حاصلولو لپاره مذهب استعمالول شي.

    پېښه به د دنيا چرته بل ګوټ کښې کېږي خو تاوان او زيان به دلته د خپل اولس املاک ته رسي. مونږ پۀ تېرو وختونو کښې ليدلي دي چې چرته پۀ يو لرې ملک کښې د يو بدبخته لۀ خوا د مذهب سپکاوے يا داسې څۀ اقدام کېږي چې د مسلمانانو زړونه پرې ازارېږي. څوک هم چې داسې څۀ ناوړه عمل کوي نو هغه کۀ هر څوک دے خو ملعون او لعنتي دے. خو ايا د داسې عمل خلاف خپل ملک کښې خپلو املاکو او د غريبو خلکو روزګار ته زيان رسول د عقل کار دے . بهر حال چې کله او چرته هم داسې څۀ ناوړه عمل کېږي نو دلته پرې داسې يو ردعمل مخې ته راځي چې نقصان ئې ټول پۀ ټول عام اولس ته رسي.

    داسې بريښي چې د دغه مذهبي توند روو خلقو او ګوندونو پر شا پۀ دې رياست کښې ډېر مضبوط قوتونه ولاړ دي او پۀ رياستي توګه د دغه خلقو او ګوندونو ملګرتيا کېږي. پۀ کال دوه زره اوولسم کښې چې کله د مسلم ليګ (ن) د حکومت لۀ خوا د ختم نبوت پۀ مسئله بل پېش شو نو پۀ دغه بل هم دغه مذهبي ګوندونو نيوکې شروع کړې او د مسلم ليګ (ن) د حکومت پر ضد ئې سخت غبرګون ښکاره کړو. پۀ اسلام اباد فېض اباد کښې د تحريک لبېک (چې دغه تحريک پۀ وړومبي ځل د خلقو مخې ته راغلو) لۀ خوا پرلت شروع شو او د دغه تحريک مشر خادم رضوي پۀ ښکاره توګه پارليمنټ، عدالت او جمهوريت ته ښکنځل او رد بد وئيل او چا ورته هېڅ نۀ شو وئيلے او څو ورځې پس چې کله پرلت ختمېدلو نو يو ويډيو د خلقو مخې ته راغله چې پکښې پۀ وردۍ کښې ملبوس افسرانو د پرلت ګډون والو ته روپۍ ورکولې او د پرلت شريکوالو ته ئې وئيل چې مونږ ستاسو سره وو.

    هم دغه شان اوس اوس چې فرانس کښې د يو بدبخته لۀ خوا د عالم اسلام زړونه ودردولے شول نو پۀ ټول عالم اسلام کښې د دغه سپک او قبيح عمل خلاف احتجاجونه وشول .

    هم دغه شان د دغه بيان پر ضد پۀ پاکستان کښې هم د مختلفو مذهبي ګوندونو بلکې د هر کلمه ګو لۀ خوا سخت غبرګون وښودل شو. خو يو وارې بيا ټي اېل پي راغے او پۀ فېض اباد کښې ئې پرلت ووهلو او د پاکستان د حکومت نه ئې غوښتنه وکړه چې د فرانس سره دې سفارتي اړيکې ختمې کړي او د فرانس د مصنوعاتو نه دې عوام بائيکاټ وکړي. پۀ اسلام اباد کښې ئې پړاو واچولو او د څو ورځو پرلت نه پس ورسره حکومتي کمېټۍ لوظنامه لاس ليک کړه چې څۀ پۀ دې ډول ده.

    بسم الله الرحمان الرحيم

    معاہدہ درمیان حکومتی اسلامی جمہوریہ پاکستان و قیادت تحریک لبیک پاکستان

    بابت اختتام دھرنا/مارچ لیاقت باغ راولپنڈی ، مورخہ 16 نومبر 2020

    دونوں فریقین نے باہمی مشاورت او ر اتفاق رائے سے مندرجہ ذیل نکات پر معاہدہ کیا.

    1: حکومت فرانس کے سفیر کو دو سے تین ماہ کے عرصہ کے اندر پارلیمنٹ سے فیصلہ سازی کے ذریعے ملک بدر کرے گی.

    2:حکومت اپنا سفیر فرانس میں تعینات نہیں کرے گی.

    3: فرانس کے مصنوعات کا سرکاری سطح پر مکمل بائیکاٹ کیا جائیگا.

    4:گرفتار شدہ اسیران ناموس رسالتؐ کو فی الفور رہا کیا جائے اور بعد میں موجودہ مارچ کے حوالہ سے کوئی مقدمہ قائم نہیں کیا جائیگا.

    اسلامی جمہوریہ پاکستان

    1: بریگیڈئیر ریٹائرڈ سید اعجاز شاہ، وفاقی وزیر داخلہ

    2: پیر نورالحق قادری ، وزیر مذہبی امور

    3: عامر احمد ، کمشنر اسلام آباد

    تحریک لبیک پاکستان

    1:ڈاکٹر محمد شفیق امینی، امیر کے پی کے

    2: سید عنایت الحق شاہ صاحب، امیر شمالی

    3: علامہ غلام عباس فیضی صاحب، ناظم اعلیٰ

    سوال دا پېدا کېږي چې دا خلق څوک دي؟ څومره زورور دي؟ او پر شا ئې د چا لاس دے ؟چې دواړه ځل ئې مطالبې ټول پۀ ټوله ومنل شوې.

    دلته د دې معاهدې پۀ اړه څو پوښتنې اړينې دي چې مونږ ئې پورته کړو.

    ايا کۀ پاکستان د فرانس غونده پرمختللي هېواد سره سفارتي اړيکې ختمې کړي نو پۀ پاکستان باندې به څومره اثر وي او پۀ فرانس کښې ميشتۀ مزدوران او کاروباريانو ته به پاکستان متبادل کومه لار وګوري؟

    کۀ فرانس د پاکستان سره د سفارتي تعلقاتو ختمېدو نه پس چرته د پاکستان د بل ګاونډي هېواد سره سفارتي تعلقات مضبوط کړي نو پۀ پاکستان به ئې څۀ اثرات وي؟

    کۀ د فرانس د مصنوعاتو نه بائيکاټ وکړے شي نو د پاکستان سره د دغه متبادل د دغه معيار مصنوعات شته؟

    بايد د دغسې معاهدو نه وړاندې دا ټولې پښتنې پۀ نظر کښې ساتلے شوې وې او د دغسې بې وقوفه فېصلو پر ځاے دا مسئله د ملګرو ملتونو پۀ فورم وچته شوې وې او فرانس او نور ملکونه پۀ دې خبره قانع شوې وې چې اوس نړۍ چې د ګلوبل وېلج يا نړيوال کلي شکل اختيار کړے دے، بايد چې پۀ دې کښې پۀ داسې طريقه ژوند تېر کړو چې د يو بل مذهب، مسلک، ژبې، رنګ او کلتور ته احترام ورکړو او د دغه لارې پۀ نړۍ کښې امن قائم کړو چې د ټولې نړۍ د ژوند يو مهم ضرورت دے.

    حوالې:

    1. https://www.goodreads.com/quotes/457259

    2. https://en.wikipedia.org/wiki/Jyllands-Posten_Muhammad_cartoons_controversy

    3. https://www.aljazeera.com/news/2020/9/4/macron-decries-islamic-separatism-defends-right-to-blaspheme

  • د کپتان شتۍ او د نوو ضلعو بد حالي – جاوېد ثاقب

    د کپتان شتۍ او د نوو ضلعو بد حالي – جاوېد ثاقب

    وائي چې د يو کلي پۀ جمات کښې د يو مسافر شپه راغله. د ماښام مونځ چې وشو نو مسافر پاڅېدو او اعلان ئې وکړو چې مسافر يم او شپه راباندې راغلې ده، نو مهرباني وکړئ څوک راله ډوډۍ راوباسئ. د کلي يو کس ورته ووئيل! “کښېنه زما نظر کښې يې”. مېلمه کښېناستو، د ماسخوتن د مانځۀ وخت شو خو مېلمه له چا ډوډۍ را نۀ وړله. د ماسخوتن مونځ چې وشو، بيا مسافر پاڅېدو او وې وئيل، دوستانو مسافر يم څوک راله بستره راوباسئ. بيا ورته هم هغه کس ووئيل! “کښېنه زما نظر کښې يې” مسافر کښېناستو، شپه تېره شوه خو تر سحره ورله نۀ سړي ډوډۍ راوړه او نۀ بستره. سحر بيا مسافر پاڅېدو، اعلان ئې وکړو چې مسافر يم، چاے راله راوباسئ. هم هغه کس ورته بيا ووئيل! “کښېنه زما نظر کښې يې”. مسافر ورته ووئيل، خداے ته وګوره هېڅ هم مۀ راوباسه خو دا نظر دې زما نه واړوه.

    نو خبره مې دا کوله چې د کپتان صېب هم هغه مثال دے چې د کوم څيز نوټس اخلي، هغه ګرانېږي او يا ورکېږي. کپتان صېب چې پۀ حکومت کښې نۀ ؤ راغلے نو د نوو ضلعو د اولس سره ئې لوې لوې وعدې کولې چې کۀ زۀ وزيراعظم شوم نو زۀ به دا کوم او زۀ به دا کوم. پۀ اقتدار کښې د راتلو نه پس ئې هم څو ځله د نوو ضلعو دورې وکړې او لوے لوے اعلانونه ئې وکړل خو هغه متل دے کنه چې “خداے هم پاک او دربار ئې هم پاک.”

    پۀ حکومت کښې د راتلو نه مخکښې ئې د حامد مير سره د جيو نيوز پۀ يوه مرکه کښې وئيلي وو چې “کۀ زۀ وزيراعظم شوم او جاسوسي ادارو څوک بې درکه کړو نو يا به زۀ يم او يا به هغه اداره وي” خو د وزيراعظم کېدو نه پس ئې هره ورځ يو نا يو کس بې درکه کېږي، پۀ هدفي وژنو کښې هره ورځ خلق وژل کېږي خو کپتان صېب د خولې نه غږ نۀ وباسي. دهشتګرد بيا پۀ نوو ضلعو کښې منظم کېږي خو دے خاموش دے او هېڅ غږ نۀ کوي. د شمالي وزيرستان تاجرانو او متاثرينو د ړنګ شوو کورونو او مارکيټونو لپاره بې شماره احتجاجونه وکړل، پۀ هفتو هفتو پرلت ئې ووهلو. هم دغسې د تيراه متاثرينو د وران شوو کورونو د معاوضو او بيا ابادکارۍ لپاره تقريباً دوه مياشتې پرلت ووهلو خو نۀ کپتان صېب او نۀ ئې د حکومت بل کوم چارواکي څۀ خبر واخستو.

    د وزير اعظم کېدو نه پس ئې دوه ځل د ضلع مومند او باجوړ دوره وکړه خو هېڅ کومه لويه پروژه ئې اعلان نۀ کړه او د شرم خبره دا ده چې پۀ 28م ستمبر 2020 ئې د ضلع مومند او باجوړ پۀ دوره کښې د هغه روډ او سورنګ پرانسته هم وکړه چې د عرب اماراتو د يو شېخ “شېخ بن زياد” پۀ مالي مرسته جوړ شوے دے او درې کاله مخکښې مکمل شوے دے او هم درې کاله مخکښې ئې پۀ 27م ستمبر 2017ز د فوج مشر جنرل باجوه افتتاح کړې وه . د ثبوت لپاره دغه دواړه راپورونه دلته د حوالې پۀ توګه پېش کوم .

    د رېډيو پاکستان وېب پاڼه د وزيراعظم د دغه دورې او پرانستې راپور داسې پېش کوي .

    “PM inaugurates Nahakki Tunnel, Sheikh Zaid Road in Mohmand

    September 28, 2020

    Prime Minister Imran Khan has inaugurated Nahakki Tunnel and Sheikh Zaid Road in Mohmand.

    He was briefed by the officials on the development projects in Mohmand district as well.

    Later, the Prime Minister will visit Bajaur District and perform the groundbreaking of Timargarh-Khar-Mamad Gat road and will also address the notables.

    These projects will provide better means of transportation, trade and job opportunities to the people of Mohmand and Bajaur. These will improve the connectivity of tribal districts with rest of the districts of Khyber Pakhtunkhwa including provincial capital Peshawar”.

    ژباړه: “وزير اعظم د نحقي سورنګ او شېخ زېد سړک پرانسته پۀ مومندو کښې وکړه. وزيراعظم ته افسرانو د مومندو پۀ ترقياتي پروژو خبرتيا ورکړه . وروستو به وزيراعظم د باجوړ دوره کوي او هلته به د مامد ګټ او خار – تيمرګره سړک د جوړونې پرانسته کوي او هلته به ځايي مشرانو ته خطاب کوي. يادې پروژې به د مومندو او باجوړ اولس ته د ټرانسپورټ، تجارت او روزګار موقعې ورکړي . دغه پروژې به قبائلي ضلعې د صوبائي دارالحکومت پېښور تر څنګ د خېبرپښتونخوا د نورو ضلعو سره پۀ تړون کښې ښۀ والے راولي”.

    لاندې اوس هغه راپور وړاندې کوو کوم چې د ټي اېن اېن وېب پاڼې خپور کړے دے او د فوج مشر جنرل باجوه پکښې هم د دغه سورنګ پرانسته کړې وه.

    “COAS inaugurates Nahqi Tunnel in Mohmand Agency

    September 27, 2017

    GHALLANAI, 27 September: Chief of Army Staff General Qamar Javed Bajwa on Wednesday inaugurated Nahqi Tunnel at Halimzai tehsil of Mohmand Agency. The tunnel would improve accessibility to Bajaur agency, Chitral, Malakand and Peshawar.

    The tunnel was constructed by Frontier Works Organisation. During the inauguration ceremony, Governor Iqbal Zafar Jhagra, Corps Commander Peshawar political agent Mohamand Agency and elected representative of the agency Bilal Rahman were also present.

    Tribal elders who were also present at the ceremony informed the COAS about their problems including disconnection of mobile service, closure of Gorsal gate on Pak-Afghan border, blockage of identity cards and water shortage”.

    ژباړه: “غلنۍ 27م ستمبر 2017ز، د فوځ مشر د منګل پۀ ورځ پۀ تحصيل حليمزۍ مومند ايجنسۍ کښې د نحقي سورنګ پرانسته وکړه. دغه سورنګ به باجوړ، چترال، ملاکنډ او پېښور ته پۀ تګ راتګ کښې اسانتيا راولي. دغه سورنګ اېف ډبليو او(Frontier Works Organization) جوړ کړے ؤ. د پرانستې پۀ دستوره کښې ګورنر ظفر جګړا، کور کمانډر پېښور، پوليټکل اېجنټ او د مومندو ايجنسۍ منتخب نمائنده بلال رحمٰن هم موجود ؤ. قبائلي مشرانو د فوځ مشر ته د موبائل سروس د بندېز، افغانستان د پولې ګورسل دروازې د بندېز، بندو شناختي کارډونو او د اوبو د نشتوالي ستونزې بيان کړې”.

    د وزيراعظم پۀ دغه شرمناک عمل د باجوړ او مومندو سياسي او سماجي کارکنانو سخت غبرګون ښکاره کړو او پۀ کپتان باندې ئې سختې نيوکې وکړې چې پۀ نتيجه کښې ئې د تحريک انصاف ګوند منتخب د صوبائي او مرکزي اسمبلۍ ممبران هم پۀ ټولنيزو رسنيو د سخت تنقيد سره مخ شو. هم د دغه غبرګون د سړولو لپاره د تحريک انصاف ګوند د باجوړ نه منتخب شوو د صوبائي اسمبلۍ غړو پۀ سفارش پۀ 23م اکتوبر 2020ز د خېبرپښتونخوا وزير اعليٰ محمود خان هم د باجوړ دوره وکړه خو لۀ بده مرغه هغه هم د “وۀ به شي او انشاء الله”د پروژې نه مخکښې تېر نۀ شو.

    پۀ خېبرپښتونخوا کښې د ورګډېدو پۀ محال د نوو ضلعو د اولس سره وعده شوې وه چې تر لسو کالو پورې به دغه ضلعو ته زر اربه روپۍ ورکول شي يعنې پۀ کال کښې سل اربه روپۍ او د دغه تر څنګ پۀ اېن اېف سي ايوارډ کښې درې فيصده حصه ورکول شي، چې د دغه ضلعو سړکونه، هسپتالونه، سکولونه، د اوبو ستونزې، تجارت او د دغه ضلعو د وګړو نورې ستونزې ختمې شي او ژوند ئې د نور پاکستان د وګړو برابر شي خو لۀ بده مرغه پۀ جون 2019ز کښې چې د دغه ضلعو د پاره کوم اووۀ دېرش اربه بجټ منظور شوے ؤ نو وروستو د سېکورټي د زيات بجټ د پاره هم د هغه فنډ نه اتۀ څلوېښت فيصده کټوتي وشوه او هغه فنډ صرف شل اربه روپۍ پاتې شو چې د هغې نه هم صرف پينځه اربه روپۍ ولګولې شوې خو پۀ هغه کښې هم زياتره د تحريک انصاف ګوند د منتخب ممبرانو او سرکاري افسرانو جېبونو ته لاړې او نورې روپۍ واپس شوې او پۀ اېن اېف سي اېوارډ کښې درې فېصده حصه لا تر اوسه نۀ ده ورکړل شوې. د ډان اخبار وېب پاڼه پۀ خپل راپور کښې ليکي:

    “THAT the much-touted 10-year development plan for the seven merged districts of Khyber Pakhtunkhwa has failed to take off in its very first year doesn’t show the PTI government in a good light. A report in this newspaper says the federal government had released only Rs37bn in the last fiscal out of the Rs72bn it had pledged under the Tribal Decade Strategy 2030 to fast-track development in the underdeveloped areas. The performance of the provincial government is even worse as it released just Rs1bn out of the Rs11bn it had promised for the uplift of the ex-Fata districts. The actual utilization of the funds on the ground is believed to be very little compared to the amount released to the departments. Other factors may also have contributed to the extremely slow start of the 10-year development strategy, but non-availability of funds is the major reason for the project’s failure to take off”

    ژباړه: د خېبر پښتونخوا د نوو ضم شوو ضلعو د پاره لس کلن ترقياتي پلان پۀ وړومبي کال ناکام شو او د تحريک انصاف حکومت پۀ دغه کښې پاتې راغلے. د دې اخبار رپورټ ليکي چې وفاقي حکومت د لس کلن پلان پۀ دوه اويا اربه روپو کښې د ضم شوو ضلعو د پاره صرف اووۀ دېرش اربه روپۍ جاري کړې دي خو صوبائي حکومت د دغه نه هم زياتې کمې روپۍ جاري کړې دي. صوبائي حکومت د وعدې مطابق پۀ يوولس اربه روپو کښې صرف يو ارب روپۍ د دغه سيمو د راپورته کولو لپاره جاري کړي دي. خو زمکني حقيقتونه د دغه نه هم بدل دي. د جاري کړے شوو روپو پۀ نسبت ډېرې کمې روپۍ د دغه سيمو پۀ ترقۍ لګېدلي دي . د دغه پلان پۀ شروع کولو نور عوامل هم شامل دي خو د فنډ پۀ سستۍ سره جاري کول هم اهم رکن دے”.

    د بره ذکر شوو حوالو نه ښۀ پۀ ډاګه کېږي چې کپتان صېب او د هغۀ حکومت د نوو ضلعو د ستونزو پۀ هوارولو کښې څومره سنجېده دي. حال دا دے چې د نوو ضلعو نه د ټولو نه زيات د صوبائي او قامي اسمبلۍ سيټونه هم تحريک انصاف ګټلي دي.

    بايد چې د کپتان صېب حکومت نوو ضلعو ته پۀ خصوصي توګه پاملرنه وکړي او د دغه سيمو د خرابو سړکونو، هسپتالونو، سکولونو، تجارت او ابادکارۍ د پاره چټک ګامونه واخلي . پۀ دغه ضلعو کښې د پوليس انتظام زر تر زره بهتر کړي . د افغانستان سره لګېدلې پولې د تجارت لپاره خلاصې کړي. د دهشتګردو پۀ بيا منظم کېدو خصوصي نظر وساتي او دغه سيمه د بيا تباه کېدو نه بچ وساتي. ګينې دا به ډېرې خطرناکې نتيجې ولري او دا ځل به دغه اور صرف د دغه سيمو دننه پاتې نۀ شي، بلکې ټول ملک به پۀ خپله خونړۍ غېږه کښې واخلي. د دغه تر څنګ د دغه سيمو انتظامات او چېک پوسټونه دې سول ادارو او پوليس ته حواله کړے شي. بې کوره شوو خلقو ته دې خپلو سيمو ته د واپس کېدو اجازت ورکړے شي او د ړنګ شوو کورونو، تجارتي مرکزونو او نورو زيانونو معاوضې زر تر زره ورکړل شي. پۀ اېن اېف سي اېوارډ کښې چې د کوم درې فيصده حصې وعده د نوو ضلعو سره شوې ده، بايد چې هغه هم زر تر زره ورکړل شي ځکه چې د پاکستان پۀ درې صوبو کښې د تحريک انصاف حکومت دے چې پۀ دغه فنډ د دغه ضلعو انفراسټرکچر ښۀ کړے شي.

    حوالې:

    1: https://www.radio.gov.pk/28-09-2020/pm-inaugurates-nahakki-tunnel-sheikh-zaid-road-in-mohmand

    2: https://www.tnn.com.pk/coas-inaugurates-nahqi-tunnel-in-mohmand-agency/

    3: https://www.dawn.com/news/1583506

  • The Pregnant Mother of Terrorism – جاوېد ثاقب

    The Pregnant Mother of Terrorism – جاوېد ثاقب

    دا د دوه زره پينځم يا شپږم خبره ده، زۀ د څلورم ټولګي زدکړيال وم چې د “ابو مروان” پۀ نوم د القاعده يو غړے پۀ افغانستان کښې د جنګ پۀ مهال ټپي شوے ؤ او باجوړ ته کوم ډاکټر لۀ د علاج لپاره راغلے ؤ. د باجوړ لېويز سپاهيانو ته چا د دغه عربي اطلاع ورکړې وه. لېويز والا ورپسې د ګرفتارۍ لپاره ورغلي وو. عربي ته چې پته لګېدلې وه نو منډه کړې ئې وه. لېويز والا ور پسې شا ته وو چې عربي پرې پۀ تماچه ډز وکړو او د لېويز يو سپاهي ئې وويشتو چې پۀ جواب کښې پرې د لېويز سپاهيانو ډزې وکړې او هغه عربي ئې ووژلو. د عربي د مرګ نه څو ورځې پس پۀ ټول باجوړ کښې د شپې د القاعدې لۀ اړخه خطونه وغورځولے شول چې ليکلي ئې پرې وو چې مونږ به د “ابو مروان” پۀ بدله کښې سل کسان وژنو. بيا څۀ وو چې سحر به را پاڅېدو نو چرته به سکول پۀ بم الوتے ؤ، چرته به د لېويز چېک پوسټ د شپې پۀ بمونو الوځولے شوے ؤ، چرته به د موسيقۍ د کېسټونو دوکان پۀ بمونو الوځولے شوے ؤ او چرته به د نايانو دوکانونو ته خطونه غورځولے شوي وو چې کۀ چا ږيره وخروله نو انجام به ئې ډېر بد وي. چرته به انسان حلال شوے ؤ او پۀ سينه به ورته خط پروت ؤ چې څوک د امريکې جاسوسي کوي نو دغه به ئې انجام وي. دغه پېښې د ژوند معمول جوړېدې او چې سحر به خلق د کور نه راوتل نو تپوس به ئې د يو بل نه کولو چې کومه بده پېښه خو به نۀ وي را مېنځ ته شوې؟

    ما ته هغه ورځ هم ياد شي چې د باجوړ د ماموندو پۀ سيمه کښې پۀ “عمري چوک” کښې د طالبانو لۀ اړخه چېک پوسټ لګولے شوے ؤ. د ګاډو د ډرائيورانو سره به ئې د موسيقۍ کېسټونه کتل، ماتول به ئې او دړکه به ئې ورکوله چې کۀ ائنده درسره کېسټونه ګېر شول نو ښۀ به نۀ وي. سحر پۀ اخبار کښې د هغه وخت د پوليټيکل اېجنټ لۀ اړخه (دا وخت ئې زما نه نوم هېر دے) بيان راغلو او د طالبانو د دغه اقدام ستائينه ئې وکړه چې “دا طالبانو ډېر ښۀ کار کړے دے ځکه چې د موسيقۍ لۀ وجې پۀ معاشره کښې فحاشي خورېږي او مونږ د طالبانو د دې اقدام ستائينه کوو” .دغسې ورو ورو د دهشتګردۍ دغه بدرنګه او مېرنۍ مور بلاربه شوه او کال نيم پس چې لنګه شوه نو دومره بچي ئې راوړۀ چې د شمېرلو نۀ وو. د د هشتګردو بلا ګروپونه د تحريک طالبان، امارت اسلامي، القاعده، لشکر جنګوي او دغسې پۀ نورو مختلفو نومونو جوړ شول . ځاے پۀ ځاے دغه ترهګرو مرکزونه جوړ کړل او پۀ جماتونو به ګرځېدل، تقريرونه به ئې کول او د سيمې ناپوهه ځوانان به ئې د ځان سره ملګري کول. د مالدارو خلقو نه بهتې اخستل، خلق تښتول او بيا ئې د کورنۍ نه د روپو مطالبه کول، انسانان وژل او حلالول يو معمول شو. پۀ پوخ سړک او بازارونو کښې دهشتګردو ګشتونه شروع کړل او رياست د خېر پۀ غونډۍ ناست ؤ، د دې هر څۀ تماشه ئې کوله. دهشتګردو عدالتونه جوړ کړل او د اولس د زمکو، کورنۍ او نورې مسئلې به ئې پۀ خپلو عدالتونو کښې فېصله کولې. دغسې ټوله قبائلي سيمه د دهشتګردو پۀ ولقه کښې راغله او پۀ هره علاقه د يو يو طالب کمانډر حکمراني قائمه شوه او چې 2007-8 ته خبره رارسېدله نو د رياست رټ پۀ مکمله توګه ختم شوے ؤ. سېکورټي او نورې ادارې صرف تر خپلو دفترونو او خپلو کمپاونډونو محدود شوې وې. پۀ بازارونو کښې د ليويز مقررو سپاهيانو به د وېرې لۀ لاسه خپله وردي نۀ شوه اغوستې، پۀ سول کپړو کښې به ئې ډيوټي کوله. يو وحشت ناک او دهشت ناک چاپېريال جوړ شو. د سيمې مالدارو او با اثره خلقو خپلې خپلې علاقې پرېښودې او محفوظو ښارونو ته منتقل شول. د اولسي او سياسي مشرانو خولو ته د چپ تالې وغورځېدې او دغه متل تخليق شو چې “کور ته وړه تاله او خولې ته غټه تاله” يعنې د دغه ظلم پۀ خلاف څوک هم اواز مۀ وچتوئ.

    د دغه لويې ډرامې نه پس پۀ کال 2008 کښې د پاکستان فوج د خپل رټ بېرته تر لاسه کولو لپاره پۀ لويه کچه اپرېشن شروع کړو. اولس در پۀ در شو. بازارونه وران شو. کورونه ړنګ شو. لوښي پټ شو، د کورونو دروازې، ټي ائرنې، ګاډرې، فرنيچرې او نور قيمتي څيزونو پۀ کباړيانو خرڅ شو او څۀ د لاهور، فېصل اباد، پنډۍ او اسلام اباد د رنګينو بنګلو زينت جوړ شو. بلها موده اولس د خپلو علاقو نه بهر نورو ښارونو او محفوظو علاقو کښې د کډوالۍ ژوند تېر کړو او لا تر دې دمه هم بلها خلق خپلو علاقو ته نۀ دي واپس شوي. د امن بحالۍ لپاره د اولسي لښکرو سره سره د ليويز، اېف سي او ارمي د سپاهيانو وينې وبهېدې او د اوږدې خونړۍ جګړې نه پس امن د سر پۀ بدله قائم شو. ځاے پۀ ځاے چېک پوسټونه، چهاوڼۍ او فوجي کېمپونه جوړ شول. د ډيورنډ پۀ کرښه ازغن تار ولګېدو او افغانستان اړخ ته ټولې لارې بندې شوې.

    خو ولې اوس يو ځل بيا تقريباً د تېر يو کال نه پۀ ټوله سابقه قبائلي سيمه کښې د طالبانو هغه زړو ګروپونو سر ښکاره کول شروع کړي دي. وېب پاڼه “انډپېنډېنټ اردو” د وزيرستان د يو خبريال “دلاور خان وزير” پۀ راپور کښې د طالبانو د دوباره راتګ پۀ حواله ليکي چې “کالعدم تنظیم تحریک طالبان پاکستان کے جنگجوؤں کی آمد پر ایک سرکاری افسر نے تبصرہ کرتے ہوئے بتایا کہ تقریباً دو ہزار جنگجو جنوبی وزیرستان میں واپس آئے ہوں گے، جن پر حکومت کی پوری نظر ہے لیکن انہیں کسی خفیہ معاہدے کا علم نہیں۔ سرکاری افسر کے مطابق وہ اس مرتبہ وزیرستان میں عام شہریوں کی طرح پرامن رہیں گے.”

    ژباړه: د کالعدم تنظيم تحريک طالبان وزيرستان د بيا راتګ پۀ حواله سره يو سرکاري افسر پۀ خپله تبصره کښې وائي چې تقريباً دوه زره جنګيالي جنوبي وزيرستان ته راواپس شوي دي چې د حکومت د سترګو د لاندې دي. خو هغۀ ته د کومې خفيه معاهدې پۀ اړۀ کوم معلومات نشته. سرکاري افسر وائي چې دا ځل به دغه جنګيالي پۀ وزيرستان کښې د عام وګړو پۀ شان پرامن ژوند تېروي”

    دغه راپور وړاندې ليکي “گڈ طالبان کے ایک کمانڈر نے نام نہ ظاہر کرنے کی شرط پر انڈپینڈنٹ اردو کو بتایا کہ کمانڈر حکیم اللہ کے بھائی کمانڈر اعجاز خان محسود خود بھی وزیرستان پہنچ گئے ہیں اور علاقہ محسود میں موجود ہیں۔ انہوں نے کہا کہ اعجاز محسود کی سربراہی میں علاقہ محسود میں امن وامان قائم ہوگا اور کوئی بھی کسی کے حق کو نہیں چھین سکتا اور نہ ہی کوئی طاقت ور کسی غریب کا حق مار سکے گا۔ انہوں نے کہا کہ اب دونوں گروپوں کے درمیان تعلقات اچھے ہیں.”

    ژباړه: “د ګډ طالبان يو کمانډر انډپېنډېنټ اردو ته ووئيل چې د کماندړ حکيم الله محسود ورور اعجاز محسود وزيرستان ته رارسېدلے دے او د محسودو پۀ علاقه کښې موجود دے . هغۀ زياته کړه چې د اعجاز محسود پۀ مشرۍ کښې به د محسودو پۀ علاقه کښې امن و امان قائم شي او څوک به هم پردے حق نۀ شي خوړلے او نۀ به کوم زورور پۀ کوم کمزوري ظلم او زياتے شي کولے”

    دغه راپور وړاندې د يو دفاعي تجزيه نګار رېټائرډ برېګېډئير محمود شاه نظر څۀ دا ډول وړاندې کوي “دفاعی تجزیہ نگار بریگیڈئیر (ر) محمود شاہ نے بتایا کہ چند سال پہلے تحریک طالبان پاکستان کے لوگوں نے، جو وزیرستان میں فوجی آپریشن کے باعث افغانستان چلے گئے تھے، سکیورٹی اداروں کو درخواست دی تھی کہ وہ پاکستان کے ساتھ امن مذاکرات کے خواہش مند ہیں اور وہ اپنے علاقوں میں پرامن رہنا چاہتے ہیں۔اس پر فوج نے مجھے مشورے کے لیے طلب کیا تھا لیکن اس پر ان کا اتفاق نہ ہوسکا اور طالبان کے ساتھ مذاکرات نہیں ہوسکے”

    ژباړه:دفاعي تجزيه نګار محمود شاه ووئيل چې څو کاله وړاندې د تحريک طالبان غړو کوم چې د اپرېشن پۀ مهال افغانستان ته تښتېدلي وو، سېکورټي ادارو ته درخواست وکړو چې هغوي پۀ پاکستان کښې پۀ خپلو علاقو کښې د پرامن اوسېدو خواهش لري. هغه وائي چې پۀ دغه خبره زۀ فوج د مشورې لپاره راوغوښتلم خو پۀ دغه مذاکراتو اتفاق و نۀ شو”.

    وائس اف امريکه د نوموړي صحافي شميم شاهد پۀ راپور کښې ليکي چې “تحریک طالبان پاکستان (ٹی ٹی پی) سے علیحدہ ہونے والے دو مؤثر دھڑے دوبارہ تحریک میں ضم ہو گئے ہیں۔ اطلاعات کے مطابق دونوں دھڑوں کے اہم کمانڈروں نے تحریک کے سربراہ مفتی نور ولی محسود کی قیادت پر اعتماد کا اظہار کیا ہے”۔

    ژباړه: “د تحريک طالبان نه جدا شوې دوه مضبوطې ډلې بېرته پۀ تحريک طالبان کښې ضم شوي دي . د رسنيو تر مخه د دواړو ډلو کمانډرانو د تحريک د مشر مفتي نور ولي محسود پۀ مشرۍ د خوښۍ اظهار کړے دے”.

    دغه راپور وړاندې ليکي :

    “خیال رہے کہ کالعدم شدت پسند تنظیم کے سابق سربراہ بیت اللہ محسود کے 2009 میں امریکی ڈرون حملے میں مارے جانے کے بعد ضلع مہمند سے تعلق رکھنے والے جنگجو کمانڈر عبدالولی مہمند کی قیادت میں ایک گروہ نے علیحدہ کارروائیاں شروع کی تھیں۔بعد ازاں اس گروہ نے ‘جماعت الاحرار’ کا نام اختیار کر لیا تھا۔ جب کہ نومبر 2013 میں حکیم اللہ محسود کے امریکی ڈرون حملے میں مارے جانے کے بعد جب ملا فضل اللہ تنظیم کے سربراہ بنے، تو محسود جنگجوؤں نے شہر یار محسود کی قیادت میں ٹی ٹی پی حکیم اللہ محسود کے نام سے ایک علیحدہ دھڑا بنایا تھا”.

    ژباړه: ياده دې وي چې د شدت پسند تنظيم د مشر بيت الله محسود پۀ 2009 کښې د امريکې د بې پائلټه الوتکې پۀ حمله کښې د وژل کېدو وروستو د ضلع مومند سره د تعلق لرونکي کمانډر عبدالولي مهمند پۀ مشرۍ کښې يو ګروپ ځانله کاروائيانې شروع کړې وې چې وروستو د جماعت الاحرار پۀ نوم ونومېدو او پۀ 2013 کښې د حکيم الله محسود د بې پائلټه الوتکې پۀ حمله کښې د وژل کېدو وروستو چې کله مولا فضل الله د تنظيم مشر جوړ شو نو د محسود علاقې جنګيالو د شهريار محسود پۀ مشرۍ کښې د تحريک طالبان حکيم الله محسود پۀ نوم يوه جدا ډله جوړه کړه”.

    دغه راپور وړاندي ليکي چې:

    “جماعت الاحرار کے سابق ترجمان ڈاکٹر عبدالعزیز یوسف زئی نے وائس آف امریکہ کے سوالات کے جوابات دیتے ہوئے کہا کہ اتحاد کے بعد مزاحمت میں شدت آئے گی۔ان کے مطابق ٹی ٹی پی حکومت کے خلاف مزاحمت پر یقین رکھتی ہے مصالحت پر نہیں۔ ماضی میں مذاکرات کے نام پر پاکستان کی فوج نے ان کے ساتھ دھوکے کیے ہیں۔ان کا کہنا تھا کہ سرحد پار افغانستان میں طالبان اور امریکہ کے درمیان مصالحت کا تحریک طالبان پاکستان پر کسی قسم کا اثر نہیں ہو گا۔ “

    ژباړه: د جماعت الاحرار پخوانے وياند ډاکټر عبدالعزيز يوسفزے وائس اف امريکه ته د سوالونو د جوابونو پۀ مهال ووئيل چې د اتحاد وروستو به پۀ مزاحمت کښې سختي راشي . د هغۀ د وېنا مطابق تحريک طالبان پاکستان پۀ مزاحمت يقين لري پۀ مصالحت نۀ . پۀ تېر وختونو کښې د مذاکراتو پۀ نوم د پاکستان فوج د دوي سره دهوکې کړي دي . د هغۀ وېنا وه چې د پولې هغه اړخ ته پۀ افغانستان کښې د طالبانو او امريکې تر مېنځ د سوله پۀ تحريک طالبان پاکستان هېڅ اغېز نۀ لري”.

    د پورتنو راپورونو نه برېښي چې يو ځل بيا ټوله قبائلي سيمه د دهشتګردو ولقې ته تلونکې ده. سياسي، اولسي او ټولنيز غړي پۀ دغه ټول مخ ليد او شاليد خبر دي او چغې وهي چې يو ځل بيا يوې لويې تباهۍ ته لار جوړېږي. د عوامي نېشنل ګوند صوبائي صدر اېمل ولي خان څو ځل پۀ خپلو تقريرونه او پرېس کانفرنسونو کښې د رياست نه د دغه د هشتګردۍ د مور د بيا Pregnant کېدلو پر ضد د کاروائۍ مطالبه وکړه. د عوامي نېشنل ګوند صوبائي عمومي سېکتر سردار حسېن بابک بيا بيا پۀ صوبائي اسمبلۍ کښې دننه او د اسمبلۍ نه بهر پۀ دغه ذکر شوې مسئله خبره وکړه . د پي ټي اېم مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ پۀ اسمبلۍ کښې تحريک التواء جمع کړه او هره ورځ پۀ اسمبلۍ کښې د دهشتګردۍ د مور د دغه بيا Pregnant کېدو پر ضد تقريرونه کوي. د پي ټي اېم مشر منظور پشتين بيا بيا د دهشتګردو د دغه ري ګروپنګ او د دهشتګردۍ مور د دغه بيا پرېګنېنسي پۀ حواله خبردارے ورکړو. پۀ ټولنيزو رسنيو ټوېټر او فېس بک د دهشتګردۍ د مور د دغه بيا Pregnant کېدو پر ضد د #StopTargetKilling,، StopRegroupingOfTerrorists هېش ټېګ سره پۀ سوونو ځل ټرېنډونه وچلېدل خو هغه د چا خبره چې خلکو غوږونه کاڼۀ کړي دي او هېڅ هم نۀ اوري.

    بايد چې رياستي ادارې نور دغه د شطرنج لوبې ته د پاے ټکے کېږدي، ګنه دا ځل اولس د دغه لوبې د مخ ليد او شاليد نه بېخي خبر دے . نور د اولس پۀ سترګو څوک پټۍ نۀ شي لګولې . دا ځل به دغه لوبه د دې رياست د استحکام لپاره ډېره خطرناکه ثابته شي.

    د دې ليکنې پۀ مرسته پۀ سياسي او ټولنيزو کارکنانو هم غږ کوو چې بايد د دهشتګردۍ د دغه بيا بلاربې شوې مور د لنګون نه مخکښې abortion وشي، ګنه دا ځل به بيا دومره ناجائزه او شر پسند بچي راوړي چې اولس به د ژوند پۀ نوم پسې ړوند کړي. مخکښې د دې نه چې د دغه لوبې بيا ختمولو لپاره لوے قيمت ته غاړه کېږدو، سخت مزاحمت وکړو او نړيوال قوتونه د دغه لوبې نه خبر کړو.

    کۀ رياست پاکستان دغه پړه د خپلې غاړې نه اخوا کول غواړي نو هغه دې پۀ دغه سيمو کښې ائين او انتظامي سويلين ادارو ته لار ورکړي او د خلکو اعتماد صرف او صرف د ازاد او پراخه سياسي عمل د اغاز سره ممکن کېدے شي. کۀ داسې نۀ کېږي نو د دهشتګردۍ بلاربه مور به د ملک دننه د پېدا کېدونکي صورت حال او دې سره د بېن الاقوام لۀ خوا د راتلونکي فشار زور ته ځان ټينګ و نۀ ساتلے شي.

    حوالې:

    1. www.independent.com

    https://datadrive.icu/a/merger-of-pakistan-taliban-groups-19aug2020/5549427.html?__cpo=aHR0cHM6Ly93d3cudXJkdXZvYS5jb20

    1. وائس اف امريکه

    https://datadrive.icu/a/merger-of-pakistan-taliban-groups-19aug2020/5549427.html?__cpo=aHR0cHM6Ly93d3cudXJkdXZvYS5jb20

  • د مېوند ملاله، د پښتني تاريخ وياړ – جاوېد ثاقب

    د مېوند ملاله، د پښتني تاريخ وياړ – جاوېد ثاقب

    د برطانيې بې مهاره ير غلګر فوج چې لۀ برطانيې څخه راوتلو نو پۀ مخه را روان ؤ او نړۍ ئې قبضه کوله- عن تر دې چې د دغه وخت د لوے اسلامي طاقت “د ترکي د خلافت عثمانيه” بنيادونه ئې هم ولړزول ـ د هندوستان تر څنګ ئې خليج او نور براعظمونه هم د ملکې پۀ تاج کښې را ونغښتل او دومره ئې ځان پراخه کړو چې د نمر ختل او پرېوتل دواړه پۀ برطانيه دننه شول ـ د نړۍ پۀ مخ داسې قوت نۀ ؤ چې د دغه بې مهاره يرغلګرو مخې ته ولاړ وے ـ چې کله د دېوبند مشرانو فېصله وکړه چې د مرستې لپاره خلافت عثمانيه او افغانستان ته وفدونه ولېږي نو خلافت عثمانيه ته چې د شېخ الهند مولانا محمود الحسن مشرۍ کښې کوم وفد لاړو، هغۀ ته د خلافت عثمانيه “غالب پاشا” خپله عاجزي ښکاره کړه او د مرستې نه ئې انکار وکړو خو افغانستان يواځينے هېواد ؤ چې امير حبيب الله خان د مرستې ژمنه ورسره وکړه. پۀ افغانستان کښې ئې ورله دفترې ورکړې او د هند يو مؤقتي حکومت ئې د راجه مهندر پرتاپ پۀ مشرۍ کښې پۀ انګرېز د پرېشر غورځولو لپاره جوړ کړو ـ دې مؤقتي حکومت کښې مولانا عبېدالله سندهي د داخله امورو وزير ؤ. مولانا برکت الله د دغه حکومت وزير اعظم، مولوي بشير د دفاع وزير او چمپکارن پيلالي د خارجه امورو وزير ؤ. دغه فېصلې د انګرېز سترګې افغانستان ته خړې کړې او پۀ افغانستان ئې د حملې کولو لپاره پلانونه جوړ کړل ـ برطانوي حکومت غوښتل چې يو خو د افغانستان خاتمه د مخې نه وشي چې کوم داسې قوت پۀ خطه کښې پاتې نۀ شي چې د برطانوي حکومت غرور مات کړي او دوېم مقصد ئې د افغانستان پۀ نيولو کښې دا هم ؤ چې افغانستان قبضه کړي او پۀ افغانستان خپل يو داسې ګوډاګے حکومت جوړ کړي چې د دوي د حکم منلو سره سره پرې د دغه وخت د دوېم لوے طاقت “روس مخه هم ونيسي ـ روس هم د برطانيې خلاف مختلفې دسيسې جوړولې ـ د روس او برطانيې د حکومت ترمېنځه دغه د شطرنج لوبه پۀ تاريخ کښې د “ګرېټ ګېم” پۀ نامه ياده شوې ده ـ خان عبدالولي خان دغه جنګ ته د “نظرياتي سرحد” جنګ وئيلےدے چې اوس هم روان دے ـ

    دغه موضوع ځان ته يو اوږد بحث دے خو مونږ راځو او دلته يواځې پۀ “دوېم افغان-اېنګلو” جګړې باندې سر سري رڼا اچوو چې د دغه تاريخ پۀ رڼا کښې د مېوند ملالې کردار پۀ ډاګه کړو ـ

    پۀ 1878ز کښې روس يو سفارتي مشن افغانستان ته د رالېږلو اراده څرګنده کړه ـ د افغانستان د هغه وخت بادشاه امير شېر علي خان څوک چې د امير دوست محمد خان زوے ؤ، د وفد قبلولو نه انکار وکړو خو ولې د روس سفير پۀ 22جولائي کابل ته راورسېدلو ـ د دغه پۀ ردعمل کښې برطانوي حکومت هم پۀ 14اګست د امير شېرعلي خان نه غوښته وکړه چې برطانوي سفارتي مشن دې قبول کړي خو ولې امير شېر علي خان نۀ يواځې د “نيول باؤلس چېمبر لېن” د مشرۍ تر لاندې د دغه مشن قبلولو نه انکار وکړو بلکې دا دهمکي ئې هم ورکړه چې دغه مشن به پۀ زور واپس کولے شي ـ لارډ لېټن چې د دغه وخت د برطانوي هند وائسرائے ؤ، پۀ ستمبر 1878ز کښې سفارتي مشن ته کابل ته د تلو حکم ورکړو ـ سفارتي مشن چې کله د خېبر دروازې ته ورسېدو نو د امير شېر علي خان پۀ حکم دغه مشن واپس کړے شو ـ

    دغه کار برطانوي حکومت پۀ غصه کښې راوستلو او د افغانستان او برطانوي حکومت تر مېنځ ئې “دوېم- اېنګلو افغان” جنګ ته لار هواره کړه ـ پۀ نومبر 1978ز کښې د برطانوي حکومت 50000فوج پۀ درې مختلفو ډلو کښې افغانستان ته داخل شو ـ د علي مسجد او پير کوتل پۀ مقاماتو باندې ئې د افغانستان فوج ته ماتې ورکړه او مخ پۀ وړاندې د کابل پۀ لور روان ؤ ـ دغه پرمختګ امير شېر علي خان پۀ ويره کښې راوستلو او د روس نه ئې د برطانوي حکومت خلاف مرسته وغوښتله خو روس ورته انکار وکړو او د برطانوي سامراج د فوج پۀ وړاندې ئې ورته د تسليمېدو ووئيل ـ امير شېر علي خان د روس نه زړۀ چاودے راوپس شو او پۀ 21فروري 1879 پۀ مزار شريف کښې مړ شو ـ

    د امير شېر علي خان د مرګ نه پس د هغۀ زوے امير يعقوب خان د کابل پۀ تخت کښېناستو ـ امير يعقوب خان چې وليدل چې د ملک زياتره حصې د برطانوي حکومت پۀ قبضه کښې دي نو د ويرې نه ئې برطانوي حکومت ته د خبرو اترو درخواست وکړو او د برطانوي حکومت سره ئې پۀ مۍ 1879ز کښې يوه معاهده لاس ليک کړه چې د “ګندمک تړون” پۀ نامه يادېږي ـ د دغه تړون تر مخه امير يعقوب خان ،د ژوب، پشين، لورالائي، خېبر او کرم نه لاس ووينځلو او دغه علاقې ئې د افغانستان نه وشوکولې او برطانوي حکومت ته ئې حواله کړې ـ د دغه تر څنګ ئې ورسره د خارجه امورو د برطانيې د حکومت پۀ خوښه ترسره کولو خبره هم ومنله ـ پۀ کابل او نورو مقاماتو باندې د برطانوي حکومت نمائندګان کښېنول شول او د دغه پۀ بدل کښې ورته برطانوي حکومت د معاوضې باور ورکړو ـ

    دغه پرېکړې د افغانستان اولس پۀ غصه کښې راوستلو او ځاے پۀ ځاے بغاوتونه شروع شو ـ پۀ درېم ستمبر 1879ز پۀ کابل کښې د برطانوي حکومت نمائنده سر لوئس کیواګنري سره د خپلو محافظانواو عملې ووژل شول ـ د دغه پېښې نه پس پۀ مختلفو ځايونو کښې د افغانستان د فوج او برطانوي فوج ترمېنځ جګړې شروع شوې ـ پۀ جولائي 1880ز کښې غازي ايوب خان (چې پۀ تاريخ کښې د فاتح مېوند پۀ نامه بالۀ شي، د امير يعقوب خان کشر ورور ؤ او يو ازاد سړے ؤ، د برطانوي حکومت سخت خلاف ؤ) د قندهار نه د هرات د نيولو پۀ اراده راروان شو ـ پۀ لاره ورسره مختلفې قبيلې هم ملګرې شوې ـ چې کله د مېوند مقام ته راورسېدو نو پۀ دغه ځاے ئې د برطانوي فوج سره پۀ 27 جولائي جګړه ونښته چې د مېوند پۀ جګړه يادېږي ـ

    ټکڼه غرمه وه،د برطانوي سامراج لوے فوج پۀ هر قسم وسلو باندې سمبال ؤ ـ د دې پۀ مقابله کښې د غازي ايوب خان لښکر ډېر کمزورے ؤ ـ اوبۀ هم د دښمن پۀ قبضه کښې وې او سخته ګرمي هم وه ـ د غازي ايوب خان فوځ ډېر زيات کمزورے شو ـ د غازي ايوب خان د لښکر بېرغچي هم پۀ دغه وخت کښې ټپي شو او بېرغ ئې د لاسو نه پرېوتلو ـ دغه واقعې د انګرېز فوج زړور کړو او ډېر زور ئې اومندلو ـ لۀ بلې خوا د غازي ايوب خان لښکر ډېر بد حاله شو او پۀ شا روان شو ـ پۀ دغه وخت کښې يوه دنګه پښتنه پېغله چې “ملاله” نومېده، مېدان ته راغله، بېرغ ئې پۀ لاس کښې واخستو او دغه ټپې ئې ووئيلې ـ

    کۀ پۀ مېوند کښې شهيد نۀ شوې

    ګرانه لاليه بې ننګۍ له دې ساتينه

    خال به د يار د وينو کېږدم

    چې شينکي باغ کښې ګل ګلاب وشرموينه

    دغه ټپو د پښتنو پۀ لښکر کښې يو جوش او جذبه راپېدا کړه او پۀ برطانوي فوج ئې زوروره حمله وکړه ـ د برطانوي سامراج دولس زره فوځ د پښتنو لښکر ووژلو او نور پۀ تېښته بريالي شول او دغسې دغه جګړه پښتنو وګټله ـ د چا پۀ مرسته؟ د ملالې ـ د ملالې ذکر مختلفو ليکوالانو هم دغسې پۀ لږ ډېر توپير سره مختلف کړے دے ـ

    ويکيپيډيا پۀ دې اړه ليکي چې ـ

    ” يو خوا د پېرنګي فوځونه د مېوند پر دښته پراتۀ، پۀ هر ډول وسلو او وسيلو سمبال وو، بله خوا افغانان پۀ تش لاس، خو د ايمان او عقيدې پۀ وسله سمبال د هغوي مقابلې ته راوتلي وو او په دې نيت او تکل وو چې دغه کفري لښکر له خپلې خاورې څخه وباسي او هېواد د دوي له منګولو څخه ازاد کړي ـ لۀ افغانانو سره پۀ دغه جګړه کښي افغانې پېغلې او مېرمنې هم شاملې وې چې ځينو ئې غازيانو ته خواړۀ، اوبۀ او بارود ور رسول او ځينې له خپلو پلرونو، وروڼو او مېړونو سره اوګه پۀ اوګه د دښمن مقابلې ته ولاړې وې ـ يوه لۀ دغو نوميالو څخه ملالۍ نورزۍ وه ـ ټکڼه غرمه وه ـ ملالۍ وليدل چې لۀ يوې خوا د دښمن د فوځونو شمېر زيات او پۀ ډول ډول وسلو او وسيلو سمبال دي او لۀ بلې خوا د هغوي پۀ وړاندې د افغاني غازيانو شمېر ډېر لږ ؤ او نزدې وه چې لۀ ډېرې ګرمۍ، تندې او ستړيا څخه لۀ ماتې سره مخامخ شوي وې ـ نو يو هسک ځاے ته وختله او د زړۀ له ځوښه ئې افغانانو غازيانو ته دا لنډۍ ووئيله ـ

    کۀ پۀ مېوند کښې شهيد نۀ شوې

    ګرانه لاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه

    د ملالې نورزۍ د لنډۍ هر تورے لکه غشے د غازيانو پۀ زړونو کښې ولګېدو، وينې ئې پۀ ځوښ راغلې، مات زړونه ئې راژوندي شول او د الله اکبر پۀ کفر څپونکي غږ پر دښمن ورغلل ـ سره ورځ ئې پرې جوړه کړه ـ څۀ شېبه وروسته ملاله يو ځل بيا پر لوړ ځاے ودرېدله او دا لۀ جذبې ډکه نعره ئې وکړه ـ

    خال به د يار لۀ وينو کېږدم

    چې شينکي باغ کښې ګل ګلاب وشرموينه

    د دښمن پر فوځونو ماته ګډه شوه او ډېره زياته مرګ ژوبله پۀ کښې وشوه ـ د “د افغانستان درمسيز تاريخ” ليکوال د هغه وخت د يو نوميالي مورخ ميرزا يعقوب علي خوافي د کتاب پۀ حواله ليکي چې پۀ دغه جګړه کښې لۀ دولس زره انګرېز فوځ، عسکرو او صاحب منصبانو څخه يواځې 25 تنه ژوندي د جګړې لۀ ډګر څخه پۀ تېښته بريالي شول ـ مېوند فتح شو ـ چا فتح کړو؟ ننګيالۍ او توريالۍ ملالې “ـ

    محمد ولي زلمے پۀ خپل کتاب “زمونږ غازيان” کښې د “نفتولا خالفين” د کتاب “شېپور های پيروزی ميوند” د 453 مخ پۀ حواله ليکي۔

    “کله چې د زياتې مرګ ژوبلې پۀ نتيجه کښي مېوند فتح شو او افغاني غازيان د خپلو شهيدانو د ښخولو پۀ تکل کښې وو، غازي سردار ايوب خان پوښتنه وکړه چې دغه نجلۍ څوک ده چې پۀ داسې نازک حالت کښې ئې پۀ خپلو ملي لنډيو افغاني لښکر پۀ ننګ او غورځنګ راوست ـ ځواب ورکړل شو چې دا “ملاله” د يو چوپان لور او د مېوند “کشک نخود” اوسېدونکې ده ـ بل ورته ووئيل چې دا ډېره زړۀ وره وه، د غازيانو تر څنګ ئې بايد ښخه کړو ـ ايوب خان ووئيل “ښۀ واياست ـ ملايانو او ملي مجاهدينو د بخښنې دعا ورته وکړه او هم هلته ئې خاورو ته وسپارله” ـ

    د دغه پورته څرګندونو نه معلومېږي چې ملاله هم پۀ دغه جګړه کښې پۀ 27 جولائي 1880ز شهيده شوې ده ـ د ملالې قبر د مېوند د شهيدانو پۀ هديره کښې معلوم دے او ډېر خلک زيارت له ورځي ـ

    پۀ ويب پاڼه (www.benawa.com/web_stuff/malalay.php#ixzz6PzPIVmfw) خپره شوې يوه ليکنه کښې پۀ دغه اړه د “پۀ ۱۸۸۰م د مېوند پۀ جګړه کښې د انګليسي لښکر ماتې” تر عنوان لاندې ليکل شوي دي ـ

    ” د ځواني پېغلې ملالۍ دغه ملي لنډۍ پۀ وئيلو سره چې دښمن ئې د ماتې سره مخ کړو او افغان غازيانو ته ئې د مقاومت زېرے ورکوو او ملي بېرغ ئې پۀ لاس کښې ؤ ـ افغاني جنګيالي ئې پۀ غېرت کښې راوستل، د هغوي پۀ رګونو کښې د غېرت وينه داسې پۀ خوټېدو راغله چې بې لۀ مرګ د ډاره د خپلو مورچلونو څخه راووتل او د دښمن پر لښکرو ئې هجوم وروړو ـ پۀ داسې حال کښې چې افغاني غازيان چي د دښمن د توپو پۀ شليک سره د جګړې پۀ ډګر کښې لکه د ونې پاڼې داسې رژېدل، بيا هم د دښمن تېري کونکي قواوي لۀ خپلو مورچلو څخه تېښتې ته اړيستلې او برے د افغانانو پۀ نصيب شو ـ

    د مېوند پۀ دغه بريالۍ جګړه کښې د دښمن (۱۲۰۰۰) عسکر د افغانانو لۀ تېغ څخه تېر شول ـ پۀ دې ترتيب پېغله ملاله مېوندۍ، د جګړې د مېدان محرکه، د هېواد د شمال غرب لور ته پۀ ۵۰ کلومېټره کښې خپل نوم د افغانستان د مباريزينو پۀ تاريخ کښې پۀ زرين ليک وليکلو ـ روح دې ښاد وي”

    مرحوم استاد رشاد صاحب پۀ “مېوند مجله” کښې پۀ يوه مرکه کښې وئيلي دي چې “د مېوند ملالۍ کورنۍ تر اوسه پۀ مېوند کښې موجود ده” ـ

    د مېوند دغه جګړې د برطانوي حکومت بنيادونه ولړزول او برطانوي سامراج ته ئې دا ثابته کړه چې پۀ نړۍ کښې داسې څوک هم شته چې د برطانوي سامراج، هغه سلطنت چې نمر پۀ کښې نۀ ډوبېږي، د هغۀ غرور د خاورو سره خاورې کولے شي ـ

    د دغه جګړې نه پس ډېر زر يو ځل بيا د غازي ايوب خان سره پۀ قندهار کښې د برطانوي فوځ لۀ خوا بله جګړه وشوه چې غازي ايوب خان پۀ کښې ماته وخوړله او ايران ته لاړو ـ

    غازي ايوب خان د دغه نه پس ګمنامۍ ته لاړو ـ پۀ کال 1914ز کښې پۀ لاهور کښې مړ شو چې مړے ئې بيا پېښور ته راوړل شو او پۀ وزير باغ کښې پۀ دراني قبرستان کښې د شېخ حبيب د مزار پۀ خوا کښې ښخ کړے شو ـ

    استفاده

    www.benawa.com/web_stuff/malalay.php#ixzz6PzPIVmfw

    https://wasiweb.com/%d9%85%d9%84%d8%a7%d9%84%db%8d-%da%85%d9%88%da%a9-%d9%88%d9%87%d8%9f/

    https://ps.wikipedia.org/w/index.php?title=%D9%85%D9%84%D8%A7%D9%84%D9%87_%D9%85%D9%8A%D9%88%D9%86%D8%AF%D9%88%D8%A7%D9%84%D9%87&oldid=250917

    https://en.wikipedia.org/wiki/Battle_of_Maiwand?fbclid=IwAR3cwnITpaVPRcivQhTcMZCIKCfusLWm94p3F_LHXHZtLUmJvKmlnnY_mHU

    https://en.wikipedia.org/wiki/Second_Anglo-Afghan_War

  • د باجوړ او مومند د حد بندۍ شخړه:د Divide and Rule د سامراجي پاليسۍ تسلسل – جاوېد ثاقب

    پېرنګي سامراج چې پۀ واکمنۍ کښې به ئې نمر نۀ ډوبېدو، د رياستونو د قبضه کولو او واکمنۍ پراخه کولو لپاره ئې يوه پاليسي د “Divide and Rule” )خلک پۀ مختلفو حوالو تقسيم کړه، حکومت پرې کوه او وسائل ئې تالا کوه( پۀ نوم وضع کړې وه. د هندوستان د قبضه کولو لپاره ئې هم دغه پاليسي پۀ عمل کښې راوسته او هندوستان ئې قبضه کړو. پېرنګي پۀ هندوستان کښې خپله قبضه هم د دغه پاليسۍ پۀ زور د هندو مسلمان، تاجر مزدور، چوت اچوت، سرکاري او غېر سرکاري، علامه او ‘سر’ وغېره پۀ نامو تقسيم سره دوامداره وساتله.

    د هندوستان د تقسيم نه پس خو پېرنګے لاړ خو چې دلته ئې کومه د مذهبي انتها پسندۍ د تجربو لېبارټري د پاکستان پۀ نوم قائمه کړه، نو د هغې لېبارټرۍ دننه د پېرنګي “ځاے ناستو” چې ټول عمر ئې د پېرنګي سامراج د حفاظت د پاره خدمات تر سره کړي وو، ته ئې هم هغه خپله پاليسي ورکړه او د دې لېبارټرۍ واکمن لا تر دې دمه هم پۀ دغه پاليسۍ روان دي.

    يو بل ته اړم يو بل ته قهرېدلے قام خبر دے؟

    د وړو صوبو او محکومو قامونو خلک ئې پۀ خپل منځ کښې پۀ مذهبي، کلتوري، نسلي، لساني او جغرافيائي شخړو اخته کړي دي او دوي ورله پۀ وسائلو تالان راخستې دے. چرته چې د مذهب اثر وي، هلته رياست ږيره پرېښې، قبا اغوستې، شونډه خرئيلې او تور پټکے پۀ سر مذهبي کشته خرڅوي او چرته چې ضرورت شي نو هلته ئې کلين شېو کړے، ټائي پۀ غاړه، تهري پيس سوټ کښې د لبرل ازم معجون لاس کښې نيولي وي – د رياست پاکستان دغه پاليسي د خېبر پښتونخوا تر څنګ پۀ نوو ضم شوو ضلعو او بلوچستان کښې ډېره دوامداره ده، ولې چې دا سيمې د قدرتي وسائلو او معدنياتو نه بېخي مالا مال دي.

    د “Divide and Rule” پاليسۍ تر څنګ پۀ ذکر شوو سيمو کښې وخت پۀ وخت د دهشتګردۍ او بيا د هغې نه پس د دهشتګردۍ د ختمولو پۀ بهانه د اپرېشنونو تجربې هم يو پۀ بل پسې لکه د پي ټي وي د ډرامو چلېږي او د اولس پام د بمونو، خودکشو، اپرېشنو او د احسان الله احسان د نيولو او تښتېدلو خبرو ته وي او د دې سيمو وسائل او معدنيات تالا شي؛ لوښي لرګي، ټي ائرنې او ګاډرې غلا شي، کاروبارونه ړنګ شي، سکولونه او کالجونه وران شي، بازارونه او مارکيټونه مسمار شي او د ټولنيز ژوند تر څنګ ئې معاشي او کلتوري مشاده ګډه وډه شي. دا ټول عمل ډېر پۀ سائنسي طريقه کېږي.

    پۀ ذکر شوو سيمو کښې نوې ضلعې چې د 1901ز نه پۀ کښې د پېرنګي تور قانون )ايف سي اٰر( نافذ ؤ؛ پۀ سياسي عمل پابندي وه او اولس ته د وکيل، دليل او اپيل حق نۀ ؤ حاصل. د پولټيکل اېجنټ بادشاهي وه. د رياست مراعات يافته ملکان پۀ اولس مسلط وو. د جماعت د منبر نه به هر لس پينځلس کاله وروستو د جهاد پۀ نوم، د شريعت پۀ نوم، د طالب پۀ نوم، د القاعده او مجاهد پۀ نوم نوې نوې فتنه راپورته کېده. د اولس وينې به توې شوې، کورونه به ئې وران شول، کډه پۀ سر او در پۀ در به شول. د دغه تور قانون پر ضد چې سياسي، سماجي او ټولنيز تنظيمونه کامياب شول او پۀ 2018ز کښې د دغه تور قانون خاتمه وشوه، سياسي عمل پۀ سيمه کښې دوامدار شو نو د اولس سترګې هله وغړېدې. يو وخت ؤ چې د باچا خان او ولي خان خبرې د “ازاد قبائل” پۀ نوم دهوکه شوو قبائلو ته هېڅ ارزښت نۀ لرلو. د پاکستان پۀ اسمبلۍ او سېنټ کښې نن هم د اسفنديار ولي خان کړي تقريرونه او وړاندې کړي قراردادونه پۀ ارکائيوز کښې خوندي دي چې د اېف سي اٰر ختمولو، د قبائلي سيمو خېبر پښتونخوا سره يو کولو او د جهاد پۀ نوم د پښتنو د وينو تويولو د عمل مخنيوي د پاره پۀ کښې مطالبې شوې وې. کله چې د دغه سيمو پښتونخوا سره ادغام وشو نو د جهادونو، شريعت، طالب او مجاهد پۀ نوم د شوو دهوکو احساس د دغه سيمو اولس ته وشو. خپل دوست دښمن ئې وپېژندو. نو د سيمې اولس بېخي پۀ صفا ژبه چې زيات شمېر پۀ کښې د ځوانانو ؤ، رياست ته دا کرښه راکښله چې دا لوبې ستا او ستا د مسلط کړے شوو بادارانو دي، مونږ نور دغه لوبو ته پۀ خپله سيمه کښې ځاے ورکولو ته تيار نۀ يو او جنګ ته ئې بېخي د پاې ټکے کېښودو.

    نو اوس يو ځل بيا دغه رياست چې معاشي ډهانچه ئې پۀ جنګي اقتصاد ولاړ ده، پۀ دغه سيمو کښې د نوو جنګونو لپاره لارې چارې لټوي. خو دا ځل پۀ دغه سيمو کښې د دهشتګردۍ پاليسي ناکامه ښکاري چې يو لامل ئې د اولسي شعور بېداري ده او بل دا چې نړۍ کښې هم د جنګ پۀ ضد اوازونه توانا کېږي؛ نو يو ځل بيا رياست هم هغه د خپل اقا د “Divide and Rule” پاليسي خپلوي او پۀ ټولو نوو ضلعو کښې ئې ځاے پۀ ځاے د اولس تر منځه د وسائلو، معدنياتو، غرونو او زمکو شخړې راپورته کړې دي او د اولس تر منځه د يو بل خطرناک جنګ خطره پېښه ده.

    د سيمې باشعوره ځوانان، سياسي کارکنان او ټولنيز فعالان اندېښمن دي چې بيا به څومره وينې توئېږي؟ څومره کورونه، بازارونه، سکولونه او کالجونو به ړنګېږي؟ څومره مېندې به بورېږي، خوېندې به ميراتېږي او تور سرې به کونډېږي؟ څومره وسائل او معدنيات به قبضه کېږي او غلا کېږي؟ د لاهور او فېصل اباد مِلونه او صنعتونه به څومره پراخه کېږي.

    پۀ دغه شخړو کښې تر ټولو توده شخړه د مومند د ساپو قبيلې او باجوړ د ترکاڼي قبيلې تر منځه ده کومه چې د “مامد ګټ” پۀ يوه لويه هواره زمکه جوړه شوې ده. هسې خو دغه شخړه پۀ 1969ز کښې هغه وخت جوړه شوه چې کله د باجوړ علاقې نواګۍ ته د پاکستان فوج راتلو. پۀ دغه زمانه کښې د نواګۍ پۀ خواوشا د نواګۍ خان رياست قائم ؤ چې پولې ئې تر د ساپو د سيمې چې پۀ هغه زمانه کښې به ورته “سور کمر” وئيلے کېدو، ته رسېدلې وې. د دغه رياست مرکز نواګۍ وه. د نواګۍ خان د فوج مرستيال ؤ او غوښتل ئې چې فوج نواګۍ ته راشي او خپل اثر رسوخ د نواګۍ پۀ رياست کښې پېدا کړي، خو ولې ساپيان چې تر دغه وخته د نواګۍ د خان فرمان بردار وو او د نواګۍ د دغه خانۍ د رياست سپاهيان به د ساپو پۀ علاقه دروازګۍ کښې ناست وو، د فوج د راتګ مخالف وو. فوج چې نواګۍ ته راغلو نو د نواګۍ د خان د رياست خاتمه ئې هم وکړه خو د دغه نه پس د ساپو قبيلې او نواګۍ د خان تر منځه اختلافات او دښمني پېدا شوه. پۀ دغه دښمنۍ کښې د ساپو قبيلې د “ښکار ځاے” پۀ مقام چې کومه زمکه وه، هغه ئې شړه کړه او لا تر دې دمه شړه پرته ده. د ځائي خلکو وېنا ده چې دغه زمکه د نواګۍ خان نۀ بلکې د نواګۍ د ترکاڼي قبيلې ده خو د نواګۍ خان پۀ جبر د اولس نه قبضه کړې وه او د زمکې د بندولو نه وروسته به تر ډېره وخته د نواګۍ دغه ترکاڼي قبيلې زمکه پۀ غلا کرله او رېبله هم او دغه لانجه تر دې دمه روانه ده. خو ولې دغه لانجې زور دوه درې کاله وړاندې هغه وخت ونيولو چې کله پۀ دغه ځاے باندې د پاکستان فوج د “کېډټ کالج” بنياد کېښودو. پۀ دغه کالج کښې د پاکستان فوج تر دوه زره کناله زمکه ګېره کړه او د زمکې د مالکانو د وېنا تر مخه تر اوسه چا ته يوه روپۍ هم نۀ ده ملاو. د کالج نه علاوه د اېف سي يو کېمپ هم پۀ دغه ځاے جوړ شوے دے چې د دغه متنازعه زمکې د فريقېنو د وېنا تر مخه پينځۀ سوه کناله زمکه ئې ګېره کړې ده او د هغې هم اولس ته قيمت نۀ دے ورکړے شوے.

    خو پۀ اوس نزدې ورځو کښې چې د کورونا نړوبا ټوله نړۍ پۀ خپله غېږه کښې اخستې ده، د نړۍ ټول نظام مفلوج او پۀ ځاے ولاړ دے، د پاکستان حکومت هم پۀ ټول ملک دفعه 144 نافذه کړې ده. سکولونه، بازارونه او نور کاروباري مرکزونه بند دي او پۀ انساني غونډو پابندي ده. نو د يو سازش لاندې د دغو دواړو قبيلو تر منځه دغه شخړې له هوا ورکړې شوې ده.

    رياست نوو ضلعو کښې د ائين نافذولو لار کښې خنډ دے

    د اپرېل د مياشتې پۀ شپږمه نېټه دواړه قبيلې راووتلې او يو بل ته مخامخ د سوونو پۀ تعداد کښې کښېناستل او يو بل ته ئې ګواښونه کول او دغه غونډه تر ديارلس ورځو پورې راونه وه چې پۀ کښې د مومندو ساپي قبيلې د باجوړ لوے سړک هم د تګ راتګ لپاره تړلے ؤ او نزدې وه چې دغه شخړه د وينو بهېدو ته تلې وه او ډېر قيمتي انسانان پۀ کښې د منځه تلي وے خو دواړه اړخ ته پۀ کښې د مولانا خانزيب، شېخ جهانزاده، جنګرېز مومند او لعل باچا پۀ رنګ د باچا خان د عدم تشدد فلسفې پېروکار تر منځه شول او دواړو قبيلو ته ئې بار بار د عدم تشدد درس ورکولو او خبره تشدد ته لا نۀ ړله. د اولسې جرګې پۀ مرسته دغه دواړه قبيلې پاڅولې شوې او جرګه تر منځه مقرر شوه.

    سوال دا پېدا کېږي چې يو اړخ ته دفعه 144 لګېدلې ده او پۀ انساني غونډو پابندي ده، خو بل اړخ ته پۀ سوونو اولس راوتلے دے او رياست هېڅ قسمه اېکشن نۀ اخلي؟ معلومېږي چې د دې پۀ شا هم دغه د رياست د تقسيمولو او حکومت کولو پاليسي روانه ده او اولس پۀ تشدد کولو مجبورولے کېږي. اندېښنه ښکاره کېږي چې کۀ چرته دواړه قبيلې پۀ تشدد مجبوره شي نو شايد چې بيا رياست لکه د خپل زوړ عادت زمکه پۀ خپله قبضه کښې واخلي او اولس ته د وينو بهېدو نه سېوا هېڅ هم پۀ لاس ور نۀ شي.

    دلته د يادونې وړ ده چې د متنازعه زمکې دواړه اړخونو ته غرونو دي چې قيمتي ماربل، منګنيز، کرومائټ، ګرېنائټ، سلفر، نفرائيډ او نور معدنيات پۀ کښې پۀ لوے مقدار موندلے شي. د معدنياتو نه علاوه هم پۀ دغه زمکه کښې د افغانستان اړخ ته د ‘نوا پاس’ پۀ نوم يوه لويه تجارتي لار هم ده چې تر 2008 د باجوړ او مومندو اولس د تجارت لپاره کاروله او د دغه سيمو د اولس د معاش لويه ذريعه وه. خو د 2008 د اپرېشن سره دغه لار د پاکستان د فوج لۀ خوا تړلې شوې ده او لا تر دې دمه بنده ده.

    د دغه معدنياتو او تجارتي لارې پۀ موجودګۍ کښې خبره ښکاره کېږي چې هم د دې لپاره دغه دواړه قبيلې پۀ تشدد مجبورولې شي چې فوج ته د قبضې لار هواره شي او د کالج او کېمپ د زمکې تر څنګ دغه تقريباً څلور پينځۀ زره کناله زمکه، دغه معدنيات او تجارتي لاره پۀ خپله قبضه کښې واخلي، اولس خوار و زار کړي او دوي خپله واکمني مضبوطه کړي.

    Rs. 32.5bn

    د باجوړ او مومند د اولس پۀ شمول د نورو نوو ضلعو اولس بايد پۀ دې خبره پوهه شي چې د عوامي نېشنل پارټۍ اوږده مبارزه چې پۀ دې کښې ئې قيادت جېلونه تېر کړل، د کفر او غدارۍ الزامونه پرې ولګېدل او د خودکش بمبارانو ښکار شول؛ او بيا وروستي دور کښې د نورو سياسي پارټيو لۀ خوا د همکارۍ پۀ نتيجه کښې اېف سي اٰر د منځه لاړو او دا سيمې د خېبر پښتونخوا برخه شوې. دې سره د اتلسم ائيني ترميم پۀ صورت کښې چې نور ملک ته کوم ائيني او قانوني حېثيت حاصل دے، اوس دا سيمې هم دغه ائيني او قانوني حېثيت لري.

    Rs. 72bn

    خپلو کښې يو بل ته اړم قام دې خبر وي چې:

    د نوو ضلعو هغه خلک چې د ترهګرۍ پۀ ضد جنګ کښې بې کوره شوي وو او رياست ورته TDPs وائي، د دغه TDPs د ښېګړې د پاره پۀ جون 2019 کښې د دوه دېرش نيم اربه (32.50 bn) روپيو بجټ منظور کړے شوے ؤ. اوس د سيکېورټۍ د پاره د زيات بجټ د ضرورت پۀ وجه دغه 32.50 اربه نه 48% کټوتي وشوه او دا اوولس اربه (17bn) کړې شوې دي. يو بل ته اړم قام خبر دے؟

    پۀ 32.50 کښې پۀ تېرو نهه مياشتو کښې صرف پينځۀ اربه (5bn) روپۍ يعني 15.4% د بې کوره شوو خلکو د ښېګړې د پاره لګولې شوې دي. دا خو به کېمپونو کښې پرتو خلکو ته پته وي چې پۀ څۀ لګولې شوې دي، خو يو بل ته اړم قام خبر دے؟

    د تحريک انصاف خلکو او د دوي حکومتي اتحاديانو خپلو علاقو د پاره پۀ ترقياتي فنډ نۀ ورکولو ګروپونه جوړ کړي وو، دوي د پاره چې کومې څليريشت اربه (24bn) منظورې شوې وې، هغې کښې ورته دوه ويشت اربه (22bn) يعني 92% ورکړې شوې دي!!! خو دوي نه کټوتۍ کېږي!!! يو بل ته اړم قام خبر دے؟

    د نوو ضلعو د ترقۍ د پاره د منظور شوي بجټ پۀ څليريشت اربه (24bn) کښې تر دې دمه صرف نهه نيم اربه (9.6bn) او د نوو ضلعو د ترقۍ د پاره د لس کلني ترقياتي پروګرام د منظور شوي بجټ پۀ اتۀ څلوېښت اربه (48bn) کښې تر دې درې ويشت اربه (23bn) خرچ کړې شوې دي. څنګه او پۀ څۀ خرچ کړې شوې دي؟ نهه مياشتو کښې د ټول منظور شوي بجټ دوه اويا اربه (72bn) نه صرف دوه دېرش نيم اربه (32.6bn) يعني صرف او صرف 45% لګولې شوې دي!!! چرته او څنګه لګولې شوې دي؟ ایا يو بل ته اړم قام خبر دے؟ دا باقي 55% يعني څلوېښت اربه (39.4bn) چرته دي؟ چرته به لګي؟ چرته به ځي؟ یو بل ته اړم قام خبر دے؟

    ياده دې وي چې د يو اېکټ لاندې شپه پۀ شپه معدنيات حکومت پۀ خپل تحويل کښې اخستي دي. ياده دې وي چې حکومت دغه سيمو کښې د ائين او قانون نفاذ د پاره د سويلين ادارو قائمولو کښې لنګولېټ کوي. ياده دې وي چې دغه علاقې اوس هم عملاً د اېف سي اٰر لاندې دي او د غېر رياستي عناصرو او سېکيورټي ادارو قبضه کښې دي. يو بل ته اړم قام خبر دے؟

    9.6% of Rs. 24bn

    48% of Rs. 48bn

    دې حالاتو کښې پۀ ځاے د دې چې دا لښکرونه چې د “مامد ګټ” پۀ سر يو بل ته ګواښونه کوي، يو بل ته برېتونه تاوهي، يو بل ته مټې رانغاړي، يو بل ته شپېلۍ نېغې نېغې کوي – د خپل حق او د خپلو بچو د مستقبل د پاره دغه اربونو روپيو د پاره څۀ کوي؟

    يو بل ته د اړم قام څۀ خيال دے!!!