Category: م ر شفق

  • “خوش طبعي” د باچاخان پهٔ ژوند لیکنه کښې – م . ر. شفق

    باچا خان (عبدالغفار خان) پۀ بنيادي توګه د قوم مصلح خدائي خدمتګار او رهنما ؤ نو قدرتي طور د هغۀ پۀ کردار او ګفتار، تحرير او تقرير او ناسته ولاړه کښې د اصلاح، خدمت او لارښودنې جذبه زياته وه. د يو قومي رهنما د پاره چې د کومو اوصافو ضرورت وي الله تعالٰي باچا خان پۀ هغو ټولو وصفونو او صفتونو نمانځلے ؤ. د هغۀ پۀ زړۀ کښې د انسانيت دړد ؤ. د خواخوږۍ جذبه وه. د خداے مخلوق سره مينه وه، پۀ خبرو او عمل کښې اخلاص ؤ، د صبر، زغم، استقلال يو ژوندے مثال ؤ او د خدائي خدمتګارۍ تحريک ئې د قراني او اسلامي تعليماتو پۀ رڼا کښې راپورته کړے ؤ. د الله تعالٰي د الوالعزم پېغمبرانو د ژوند مثالونه به ئې مخې ته پراتۀ وو نو پۀ هر قسمه سختو حالاتو کښې ئې د همت او حوصلې پرجبين غوټه نۀ وه راغلې. باچا خان به د قېدوبند پۀ سنګينو ساعتونو کښې د خپل ځان احتساب کوۀ، د خپلو ذاتي کمزورو او خصلتونو جاج به ئې اخستو او د ځان اصلاح به ئې کوله. پۀ فطرت کښې ئې د مينې سوز او د رحم جذبه وه نو ځکه د خپل قوم د پاره باچا خان يو زړۀ راښکونکے شخصيت ؤ او د علامه اقبال د خيال “ميرِکاروان” يوه عملي نمونه وه.

    نگہ بلند، سخن دلنواز وجاں پر سوز

    یہی ہیں رخت سفر میرِکارواں کے لئے

    د يو رهنما د پاره لويو صفتونو کښې “خوش طبعي” او “خوش مزاجي” هم داسې صفت دے چې نور انسانان ځان ته مائل کولے او متوجه کولے شي. ہجوم کیوں ہے زیادہ شراب خانے میں

    فقط یہ بات کہ پیرِ مغاں ہے مردِخلیق

    هسې هم د چا ذهن چې شاړ او سوراړا وي هغه انسان يو کامياب لارښود، خوش طبع او خوش مزاجه نۀ شي کېدلے. زۀ دلته د ستر باچا خان د ژوند ليکنې “زما ژوند او جدوجهد” نه يو څو داسې مثالونه وړاندې کوم چې لږ تر لږه پکښې د طنز ازغي هم شته او د مزاح سپړدي ګلونه هم. پۀ دې عبارتونو کښې پۀ څۀ نا څۀ ډول د باچا خان د خوش طبعۍ او خوش مزاجۍ عکسونه محسوسېدلې شي.

    (1 باچا خان ته يوه ورځ د خپل جومات د امام زوي فرياد وکړو چې زۀ وادۀ کول غواړم، امداد راسره وکړه. باچا خان مشوره ورکړه چې “زما د يو ترۀ شمروز خان لور وفات شوې ده، د هغې پۀ سخات هم ستا وادۀ کېدے شي خو کله چې پۀ دائره کښې کښېنې او پۀ خپل وار سخات قبول کړې نو بل ته ئې مۀ بخښه، وېرېږه مۀ، زۀ به دې شا ته ولاړ يم.” هغۀ هم دغسې وکړل. باچاخان د مليانو خولې پۀ دې ټکي بندې کړې چې شريعت دۀ ته حق ورکوي؟ نو دغې مولانا د باچا خان پۀ وېنا او ډاډګيرنه د ګوړې بوجۍ او د پاسه پرې پرتې نغدې روپۍ اوچتې کړې. ملايان صاحبان هک پک پاتې شول خو وروستو ئې د مړي کور ته ووې چې “مړي سره احسان ونۀ شو”، نو شمروز خان ورپسې ورغے او ګوړه ئې ترې پۀ زور بېرته واخسته.

    (2باچاخان او مخفي صاحب د دارالعلوم دېوبند د عالمانو پۀ وېنا قبائیلي علاقو کښې د جهاد د پاره يو مرکز خوښولو. د دې مقصد د پاره مخفي صاحب د مولانا عبېدالله سندهي راوستو د پاره هندوستان ته لاړۀ او د هغۀ د ترۀ زوے باچا خان سره ملګرے شو. د چمرکنډ پۀ لوري روان شو. د جار کلي نه ئې شپه د بابړي مولانا صاحب ځاے ته رسوله. دا يو دروېش طبع مجاهد غازي ؤ. د انګرېزانو خلاف جنګ کښې به ئې د قبائیلو مرسته کوله او پۀ غزا کښې به شامل ؤ. مولانا څنګه سړے دے؟ هغوي به وئېل “غوله ډېر لوے زبرګ دے” باچا خان به ترې پوښتنه وکړه. “څنګه لوے زبرګ دے؟” نو وئېل به ئې “غوله لاړ به شې او خپله به ئې ووينې چې هرې پېنډې ته پۀ خپل لاس يوه کړېچۍ غوړي اړوي.”

    دغلته باچا خان ليکي “د هغه قوم دې خداے مل شي چې د هغوي د زبرګۍ دا معيار وي.”

    (3د پېريانو، زبرګانو مقام او احترام پۀ خپل ځاے خو باچاخان داسې خبرې څنګه منلے شي چې “نۀ د خداے د قوله سره سمون خوري او نۀ د رسول الله د قوله سره.”

    د هغۀ پۀ خيال دا قسمه خبرې د ساده او ناپوهه پښتون قوم د تېر ويستلو او لوټلو د پاره خپرولې شي. پۀ خپله د باچا خان پۀ حقله هم خلقو کښې داسې خبرې مشهورې شوې وې. کۀ هغۀ غوښتل نو د سوچه عقيدې دا مسلمان عبادت ګزار او تهجد ګزار بنيادم به د خپلې زمانې لوے پير او روحاني بزرګ منلے شو خو باچا خان پس لۀ مرګه پۀ مزار د بازار او مېلې جوړولو نه وېزار ؤ ځکه خو ئې د کلي اولس نه بېرته خپل مړے پۀ خپل ځاے شيشم باغ )جلال آباد ـــ افغانستان( کښې خاورو ته د سپارلو وصيت کړے ؤ. باچا خان خپل سپيناوے کړے دے او ليکي:

    “زما باره کښې خلقو دغه رنګ خبرې کولې؛ چا به وئېل لاسونه ئې اوږدۀ دي، بزرګ دے. چا به وئېل د يو کوهي اوبۀ ترخې وې چې دۀ پکښې يو منګے اوبۀ واړولې هغۀ خوږې شوې ـــ د لرې لرې ځايه به خلق راتلل، وئېل به ئې د دې کوهي اوبو کښې شفاء ده، چې څوک ئې وڅښکي مرضونه پرې لرې کېږي. چا به وئېل د دۀ پۀ ځاے کښې د لسو کسانو د پاره ډوډۍ پخه شوې وه، سل مېلمانۀ پرې راغلل ماړۀ شول” )مخ(96

    (4 د باچا خان سخرګنۍ د اجمير شريف چمني[1] وه. سخر به ئې کال پۀ کال اجمير شريف ته تلو او دا عقيده ئې جوړه شوې وه چې دا اولاد ورله اجمير شريف ورکړي دي او دا د هغۀ چمني دي. د اجمير فقيران به کال پۀ کال رځړو ته راتلل او ډېرې روپۍ به ئې ترې وړلې. کله چې د باچا خان وړومبے زوے غني خان وزېږېدلو نو د اجمير فقيران رځړو ته راغلي وو. دوي چې خبر شول د خان نمسے شوے دے نو پۀ دې خيال باچاخان له هم ورغلل چې غوړه سامۍ ده خو پۀ باچاخان د هغوي دم نۀ چلېدو. دوي ورته زرها ووې چې غني د اجمير شريف چمنے دے خو باچاخان د دې خبرې پۀ اورېدو هغوي ډېر حېران شول چې دا لا کوم قسم سړے دے. مايوسه بېرته لاړل. )مخ (90

    (5 د بِهار خلق ډېر ښۀ خلق دي خو چهوت چهات پکښې ډېر زيات دي. مونږ سره د يو ځاے اوسېدو پۀ وجه دې خلقو کښې ډېر بدلون راغے او اصلاح ئې وشوه. دوي سياسي قېدي له مېلمستيا ورکوله چې ګرمې پکوړې او تلېدلي باتېنګڼ ورته پېش کړے شول. ډاکټر خان صاحب به ورله پۀ خپل لاس د چايو پياله ورکوله، ورسره ګرمې ګرمې پکوړې او تلېدلي باتينګڼ هم. هغۀ به چايو سره خوړل. بيا دې قېدي مېلمه ډېر وخاندل. وائي مونږ چې چهوت چهات دومره زيات وو چې مسلمان ډاکي راله خط راوړلو د خپل خط اخستو پۀ وخت يوه څنډه هغۀ نيولې وه بله څنډه ما ونيوله، ورور راسره خوا کښې ولاړ ؤ، پۀ ما ئې اوبۀ واړولې چې تۀ خو پليت (بهرشټ) شوې. )مخ (572

    (6 باچا خان “زما ژوند او جدوجهد” کښې د مسلمانانو او هندوانو ذهنيت او نفسياتو ځاے پۀ ځاے مشاهده او تجزيه کړې ده. ليکي چې:

    “زۀ چې څومره د هندوستان پۀ کلو کښې ګرځېدلے يم نو ماليدلي دي چې د مسلمانانو جذبه د هندوانو نه کمه نۀ ده، بله دا چې مسلمانان د چهوت چهات نه اوچت دي او هندوانو کښې دغه مرض ډېر دے. هندوانو پۀ نسبت د مسلمانانو سوشلي بېکوارډ (Backward) دي. اجتماعي طور وروستو پاتې دي. څومره چې مسلمانان زر ترقي کولې شي، هندوان هومره زر ترقي نۀ شي کولې. چې پۀ کومو قومونو کښې نېکان، پاکان او بې غرضه او د خداے د پاره د خدمت خلق پېدا شي نو هغوي ترقي وکړي. خداے وائي چې مسلمانانو کښې داسې خلق پېدا کړئ.”

    د باچا خان پۀ بيان کښې يوه دا جمله هم د پاملرنې جوګه ده. ولې قومونه خو پۀ دعوو او تشو خبرو ترقي نۀ شي کولې. )مخ (610

    (7 هزارې باغ جېل کښې د تنهايۍ د قېد سزا د باچا خان د پاره د ژوند تر ټولو اذيت ناک دور ؤ. هغه د خبرو اترو سړے ؤ خو دۀ سره به هېچا خبرې نۀ کولې. سپاهيانو، څوکيدارانو عن چې مهترانو به هم ورسره خبره نۀ کوله. نۀ اخبار، نۀ رساله، يو ذهني عذاب ؤ. د باچاخان حالت مرګوني شو او پښتونخوا کښې ئې مرګ خوره شوله. د جېل داروغه پۀ رپورټ بيا قاضي عطاء الله او ډاکټر خان صاحب ورله هزارې باغ جېل ته راوستے شول او چې څۀ لږ ډېر د ګرځېدو راګرځېدو اجازت هم ورکړے شو نو حالت ئې رو رو ښۀ شو او دا پته ورته هم ولګېده چې د کانګرس نور ستر ليډران هم هزارې باغ جېل کښې بنديوان وو خو د يو بل نه ناخبره وو. باچا خان دغلته پۀ خپل حالت غور وکړو نو پۀ خپل ذهني او نفسياتي کېفيت پوهه شو. ليکي “زما د ډېرو خبرو عادت ؤ او ډېر قهرېدم به.”

    د دې کمزورۍ علاج ئې داسې وکړو چې د اتوار پۀ ورځ به ئې روژه نيوله او ورسره به ئې د خبرو هم روژه وه نو د تنهايۍ د قېد او ذهني اذيت رفع کولو د پاره ئې د روژې نيولو رياضت شروع کړو. ګاندهي جي به چې د احتجاج پۀ توګه بهوک هړتال شروع کړو نو باچاخان ورسره د خپلې عقيدې تر مخه نفلي روژې نيولې او پۀ اوبو يا مالګه به ئې روژه ماتے کولو. (باچا خان د ځاني سختيو تفصيل نۀ بيانوي بس مختصر څو جملې وليکي) )مخ (586

    (8 د بريلي جېل خانه کښې د ډاکټر خان صاحب زوے سعدالله خان او د هغۀ ښځه صوفيه د باچا خان ملاقات له ورغلي وو. سعد الله خان ورته وې “ګورنر صاحب خو ستاسو د پاره باورچي رالېږلے دے چې تاسو ته ارام وي. باچا خان وخاندل او سعد الله خان ته ئې ووې:

    “ګورنر صاحب ته ووايه چې کاکاجي ستا ډېر شکرګزار دے چې تا ورله زورور باورچي رالېږلے دے. د دق (ټي بي) مريض دے. ورته ووايه تا خو دا سړے ځکه رالېږلے دے چې دا مرض پۀ ما هم ولګي. دوېمه دا چې دې باورچي له د ډوډۍ پخولو چل هم نۀ ورځي.”

    (9 د انګرېزانو ماتحت افسرانو او سرکاري ملازمانو به پۀ منظمه طريقه د خدائي خدمتګارانو او باچا خان برخلاف ناوړې پروپېګنډې کولې چې دا د هندوانو ملګري دي. “اٰل انډيا کانګرس” د هندوستان لوے نمائنده سياسي ګوند ؤ، دې کښې د “جمعية العلماء هند” او نورو اسلامي ګوندونو لوے ديني عالمان هم شامل وو. دغسې نورو مسلمانانو ليډرانو د کانګرس مرسته کړې وه. د هغوي مسلماني پۀ ځاے پاتې شوه خو د پېرنګي د سترګو ازغے صرف او صرف باچاخان ؤ، نو د دوي لۀ برکته عبادت ګزار، تهجد ګزار او خدائي خدمتګار باچاخان د پېرنګيانو پۀ ا شاره د انګرېز تالي څټو پۀ نظر کښې هندو وبللے شو. اوس هم د ځينو تعليم يافته حضراتو مسلماني پۀ دغه هندو ټکي ولاړه ده. وزارت کۀ د ډاکټر خان صاحب ؤ بيا به هم دغه قسمه پروپېګنډه کولې شوه. لکه يو ځل باچاخان د مومندو کوهِ دامان پۀ دوره ؤ، عاشق شاه باچا ورسره ؤ. د دغه علاقې تاڼېدار به خلقو ته وئېل چې باچاخان غوا نۀ حلالوي. د دۀ پۀ لمسون ځينو کسانو لويه جلسه کښې شور جوړ کړو، تر دې چې د تقرير پۀ دوران کښې ترې پوښتنه وشوه چې تۀ غوا نۀ حلالوې؟ باچا خان ورته ووې: “زۀ خو قصاب نۀ يم او مسلماني خو څۀ پۀ غوا حلالو باندې نۀ ده.”

    )مخ (664

    1. چمنے : بهادر، تکړه

  • ښاغلي خان عبدالولي خان سره درې ملاقاتونه – م . ر . شفق

    ښاغلے عبدالولي خان ــــ د عالمي شهرت يو دروند خوږ شخصيت ؤ. هغۀ سره زما د ملاقات سوال نۀ پېدا کېدۀ خو کله کله داسې کار وشي چې د بنده پۀ خوا خاطر کښې هم نۀ راځي. ژوند کښې مې ورسره درې ځله اتفاقاً ليدۀ کاتۀ شوي دي.

    ما ته ياد شي. د اطلاعاتو صوبائي محکمه (پېښور) کښې نوے نوے ملازم شوے وم. د 1971ز جنګ پۀ نتيجه کښې ملک دوه ټوټې شوے ؤ او باقي پاتې پاکستان (مغربي پاکستان) کښې د پاکستان پيپلز پارټۍ د چئيرمېن ذوالفقار علي بهټو عبوري حکومت ؤ. د اطلاعاتو وفاقي وزير مولانا کوثر نيازي ؤ. دا هم راته ياد شي چې مولانا کوثر نيازي د پېښور رېډيو سټېشن پۀ دوره راغلے ؤ او د رېډيو افسرانو ته ئې دړکه ورکوله چې د پيپلز پارټۍ پۀ منشور به عمل درامد يقيني کوئ. پروډيوسر ميا افسر شاه کاکاخېل ورته نېغ پۀ نېغه جواب ورکړے ؤ چې رېډيو د حکومت محکمه ده او مونږ د حکومت پۀ پالېسۍ د عمل کولو ذمه وار يو. د چا سياسي ګوند پابند نۀ يو. مولانا کوثر نيازي پرې سترګې سرې کړې نو ميا افسر شاه ورته هم سترګې برندې کړلې او بيا ئې د احتجاج پۀ توګه استعفيٰ ورکړه. ميا صاحب سره اسسټنټ سټېشن ډائرېکټر ښاغلے اشرف مفتون او پروډيوسر نثار مغموم هم د پښتو پۀ ننګ غېرت استعفاګانې ورکړلې. دغه ورځې وې چې زما والد صاحب (مولانا عنايت الله) پېښور ته پېښه وکړه. خواهش ئې ښکاره کړو چې اجمل خټک سره ملاقات وشي. خټک صاحب د نېشنل عوامي پارټۍ جنرل سېکتر ؤ. جناح پارک ته مخامخ د ورځپاڼه “شهباز” دفتر ته ورغلو. اجمل خټک صاحب سره يو دروند خوږ مېلمه ناست ؤ. د رنګه تور ؤ خو پۀ کړۀ وړۀ ښکلے ؤ. خټک صاحب ددۀ پېژندګلو وکړه. مېلمه قسور ګردېزي ؤ. د نېپ لوے عهدېدار او د عبدالولي خان د راتګ پۀ انتظار ؤ. خټک صاحب ورته ووې چې دا مولانا د باچا خان د قافلې اول دسته کښې دے. ګردېزي صاحب خوشحاله شو، وئېل ئې “د داسې بزرګ خدائي خدمتګار پۀ ليدو د سړي ايمان تازه شي. دا زمونږ قومي اثاثه ده” او اجمل خټک بيا بيا داجي ته دا شعر وئېلو.

    من و مجنوں ہم سبق بو دیم درِ دیوان عِشق

    اُو بہ صحرا رفت ومن در کوچۂ رسوا شدم

    دې مهال کښې ښاغلے عبدالولي خان (د نېشنل عوامي پارټۍ صدر) هم راورسېدو. دنګ لوړ، سور سپين، پۀ سترګو ئې تورې چشمې لګولې وې او قراقلي ټوپۍ ئې پۀ سر وه. يو ډېر ښائسته مثالي ځوان ؤ. دا زما پۀ ژوند کښې وړومبے ځل ؤ چې ولي خان مې د نزدې نه وليدو. دوي يو تربله د خېر خېريت اښتنې پوښتنې کولې چې د ورځپاڼې “شهباز” د چلوونکي يو غړے ولي محمد طوفان راغے او پۀ ولاړه ولاړه ئې د ولي خان نه اجازت وغوښتو چې دې هلکانو د رېډيوملازمت نه احتجاجاً استفعفٰي ورکړې ده. پکار دي چې يوه ذېلي اداريه پرې وليکو. ولي خان ورته ووې چې ستاسو خوښه ده نو وليکئ. طوفان صاحب چې لاړ نو ولي خان صاحب زما والد صاحب ته مخ راوګرځولو، وئېل ئې،

    “مولانا صاحب! زۀ شخصي طور د دغو زلمو استعفٰي ورکولو سره اتفاق نۀ لرم. سياست خو مونږ کوو کنه او پۀ ډاګه مېدان ئې کوو. زمونږ د سياست مقصد دا دے چې د قام زلمي پۀ روزګار شي او پۀ مختلفو ادارو کښې د خپلو تعليمي او تخليقي صلاحيتونو اظهار وکړي او د قام او ملک پۀ ښېګړه راشي. حکومتونه به بدلېږي، کېدے شي سبا له زمونږ حکومت راشي نو دا زلمي به زمونږ پۀ ښه راځي.”

    وئېل ئې، “عبدالمجيد خانه! تاسو بهر ولې کښېناستئ، دننه راځئ کنه…” مجيد خان ورته ووې “زمونږ مقصد خو ستاسو يو نظر ليدۀ وو، ستاسو ګاډے بهر ولاړ دے لکه چې چرته روان يئ نو ځکه بهر کښېناستو چې تلو تلو کښې به ملاقات وشي.” ولي خان وخاندل، وې “دا خو زۀ د سحره داسې روان يم، دې منځ کښې مېلمانۀ راشي نو ايسار شم. يوه لاسنيوه ده، خېر وروستو به لاړ شم، نن ئې درېمه ورځ ده.”

    بيا چې دننه ورغلو نو چوپال کښې ناست احمد کاکا او نور مشران هم راسره وو. برنډه کښې کښېناستو سره ولي خان د چايو ست وکړ خو مجيد خان ورته معذرت وکړو، “بس جي! ستا خېريت مو معلومولو، شکر دے چې ستاسو سر ته خېر شو.”

    عبدالحميد اېډوکېټ ورته ووې “دې حالاتو کښې زيات احتياط ضروري دے، ځان سره خپل محافظ هم ساتئ نو ښۀ به وي. ولي خان موسکے شو، وئېل ئې کومه ګولۍ چې زما د پاره مقرر وي، هغه کۀ زۀ کور ناست يم هم به ما له راځي. د ورځپاڼې چيف بيورو راته هم ستا غوندې وئېل ډېر اختياط کوئ، خداے مۀ کړه کۀ تاسو مړۀ يا ژوبل شوي وئ نو دا به يوه عام حادثه ګڼلې شوه. د سرکار واردات خو تاسو ته معلوم دي کنه؟” ولي خان ووئېل، ما ورته ووې چې سياست کوو نو دې هر څۀ ته مو سينه لويه نيولې ده، بنګړي نۀ شو پۀ لاس کولے.” دغه وخت زۀ ولي خان ته بالکل مخامخ پۀ کرسۍ ناست وم. د موقعې نه مې فائده پورته کړه، پوښتنه مې وکړه.”جي! ستاسو کتاب (ريښتيا ريښتيا دي) لا چاپ شوے نۀ دے او خلق مو اوترول؟”

    د ولي خان نه مخکښې مجيد خان ووې “جې! زمونږ دا ملګرے ليک لوست سره تعلق ساتي، ځکه ئې تپوس وکړو”. بيا ولي خان ډېر پۀ تفصيل سره او شګفته انداز کښې زما د پوښتنو جوابونه راکول.

    زۀ اوس خيال کوم چې د ولي خان ليکلے کتاب “ريښتا ريښتيا دي” پۀ اصل کښې د “باچا خان او خدائي خدمتګاري” مقدمه يا سريزه ده. دا کتاب د قومونو او قبائېلو وزارت (افغانستان) کابل 1987 کښې چاپ کړے دے. ترتيب او د املاء او انشاء اهتمام ورله ښاغلي جمعه خان صوفي پۀ 11 جنوري 1987 کړے دے او سريزه (يو څو خبرې) پرې اجمل خټک ليکلي دي.

    د دې کتاب د پاره چې ښاغلي خان عبدالولي خان پۀ خپل زيار او کړاو د “انډيا اٰفس لائبرېري” لندن نه کوم تاريخي دستاويزات راوړي وو، وئېل ئې “دا ماسره پراتۀ دي، څوک چې شوق لري، ما سره تلے شي او دا کتلے شي يا دې پۀ خپله لندن ته لاړ شي، “انډيا اٰفس لائبرېري” کښې پرانستي پراتۀ دي. ولي خان صاحب ووې چې ما پۀ خپل کتاب کښې “د پېرنګي وظيفه خورو” ټول نومونه نۀ دي ليکلي ځکه چې اوس به د هغوي زامن، نمسي او کړوسي هم را لوے شوي وي. هغوي ته به پرې ځان ملامته ښکاري” دا بحث چې پايې ته ورسېد نو احمد کاک ورله پام راوګرځولو. “ولي! دا زلمے دې وپېژندو؟ دا د طورو د مولانا صاحب کشر زوے دے” پۀ دې خبره عبدالولي خان د خندا نه پۀ شا لاړ او ما ته ئې ووې،

    ولي خان “بچے! تا خو ماسره ګوته وکړه.”

    زۀ: “هغۀ څنګه؟”

    ولي خان: “تۀ چې د مولانا صاحب زوے ئې نو دا دومره تپوسونه دې زما نه ولې وکړل؟ دا ټول معلومات خو هغوي ته د مخکښې نه معلوم دي.”

    زۀ: “تاسو صحيح وايئ، خو تاسو چې کوم معلومات راوړي دي، تصديق ئې پېرنګيانو پۀ خپله کړے دے.”

    ښاغلي عبدالولي خان سره درېم ملاقات اېم اېن اے هاسټل اسلام اباد کښې شوے ؤ. ماسخوتن مې 255 ــ اے (ستاره مارکيټ) کښې پۀ رېډيو خبرونه اورېدل چې وزيراعظمه محترمه بېنظير بهټو د چين د دورې نه واپس راورسېده نو دلته ئې درېو سياسي مشرانو خان عبدالولي خان، نواب زاده نصرالله خان او ملک قاسم سره خاص ملاقات وکړو. دې کښې د کوڅې ور وډبېدو. د ادبي سوسائټۍ چئيرمېن عبدالغني خان خټک، مظارف شاه اپريدے او رسول خان خټک راننوتل. دوي اېم اېن اے هاسټل نه عبدالولي خان سره ملاقات له روان وو. زۀ ئې هم ځان سره ملګرے کړم. پۀ لاره لاره مې فکر کوۀ چې د بحث ايجنډا به څۀ وي؟ صرف د خپلو موشادو ورښکاره کولو نه خو څۀ نۀ جوړېږي. هاسټل ته چې ورسېدو، ګنټي مو وغږوله نو يو ساده باده کلي وال څادر ئې لۀ ځانه تاؤ کړے رابهر شو. غني خټک صاحب وپېژندو. دا د سېنټ غړے بشير خان مټه ؤ. ووې “اوس چې دومره راغلي يئ نو يو پینځه شپږ منټه ورسره کښېنئ او بيا ترې پۀ خپله اجازت وغواړئ.” مونږ چې ورننوتو نو ښاغلے ولي خان صاحب مېز ته ناست ؤ. پۀ خندا کښې ئې راته ووې، “مېلمنو! هر کله راشئ! مونږ خو دلته پۀ سوراړا کښې دېره يو، د دوه تنانو خوړې بندوبست پۀ کښې وي، نور خېر صلاح.” مونږ ورته ووې، تسلي لرئ مونږ ډوډۍ خوړلې ده. ولي خان زر ووې “دا پۀ مېز مېوې دانې پرتې دي، مالټې کېنوان، د دې نه واخلئ، دا ورسره اوچه مېوه ده او دا چارسدواله ګوړه لکه زما به ستاسو هم خوښه شي، خوړې پسې چې يوه چکۍ ګوړه نۀ وي، خوند نۀ کوي.”

    پۀ دې طريقه خوندور مجلس تود شۀ. اووۀ منټه پس چې مونږ د پاڅېدو اجازت وغوښتو نو ولي خان پۀ خندا کښې ووې “خبرو خو ايله اوس چک واچوۀ…. زۀ ورسره تازه شوم. اوس چې راغلي يئ نو څۀ ساعت نور هم کښېنئ او څوک چې تلي دي هغۀ واپس نۀ دي راغلي.”

    پۀ دې موقع مونږ ولي خان سره ښۀ زياتې خبرې کړې وې. پۀ دې حقله ما يو مضمون “دوه ملاقاتونه” ليکلے هم دے. زه ئې بيا د خپلې حافظې پۀ مدد ليکل غواړم. مونږ د خپل پرېس پۀ حواله خبره کړې وه. وئېل ئې “باچا خان خپل اخبار “پښتون” او يو مرکز جوړولو ارمان ګور ته يوړو کوم چې د کار او زياتې تجربې ملګري وو، هغوي اوس ستړي او مات ګوډ دي او کوم چې نوي زلمي دي، دوي سره جذبه شته خو تجربه نۀ لري.”

    د پښتو ادبي سوسائټي اسلام اباد پۀ حقله ورته ما لنډ غوندې بيان تېر کړو چې د دې ټول غړي څوک پۀ يوه محکمه کښې او څوک پۀ بله سرکاري اداره کښې ملازمت کوي، نو ولي خان د ډېرې خوشحالۍ اظهار وکړو چې زۀ پۀ اخبار کښې د “ادبي سوسائټۍ” د ادبي سرګرمیو خبرونه لولم. غني خټک صاحب ورته ووې مونږ خپلو ادبي غونډو او کنفرانسونو له اجمل خټک صاحب، افضل خان لالا دوي راغوښتي وي، غواړو چې تاسو هم راشئ؛ نو ولي خان پۀ خندا خندا کښې خبره واړوله، وئېل ئې تاسو چې د پښتو ژبې، ادب او ثقافت پۀ نوم هلې ځلې کوئ نو دا ستاسو ائيني جمهوري حق دے، پۀ دغه دائره کښې بند پۀ اخلاص خپله وظيفه ترسره کولې شئ. څوک درته پاس هم نۀ شي کتلے، پاتې شوه زما د درتګ خبره، نو کۀ ستاسو ګپ ته زړۀ کېږي زاهد خان ته به ووايو د چايو بندوبست به هم هغه وکړي. د هغۀ ځاے کښې به ځان له راغونډ شو نو ښۀ پۀ پرانستو تڼو به خبرې وکړو. ستاسو ادبي دستورې له کۀ درځم نو مونږ خو د ازغو ډک يو، هر وخت د حکومت پۀ مخالفه ډله کښې يو، زۀ به تقرير وکړم بيا به لاړ شم او تاسو به برناحقه بيا کړېږئ، نو غوره دا ده چې خپل صلاحيتونه او وختونه خپلې ژبې او ادب ته وقف کړئ، د تحريک د پاره ژبه بنيادي توکے دے.”

    دې ملاقات کښې ترې مونږ د خبرونو پۀ حواله، بېنظير بهټو سره د ملاقات پوښتنه وکړه. محترمه پۀ وړومبي ځل وزيراعظمه شوې وه. وئېل ئې بېنظير مونږ ته ووې تاسو له مې تکليف پۀ دې وجه درکړو چې زما لارښودنه وکړئ، ټيليفون وشي، هدايت نامه راته بيان کړې شي، داسې به وکړې هغسې به وکړې، خو زۀ چې تپوس وکړم تاسو څوک خبرې کوئ نو سلسله کټ شي. عبدالولي خان ورته ووې “ستا نه مخکښې دلته يو وزيراعظم ؤ (جونېجو ما به تقريرونو کښې وئېل دا د شګو بوجۍ ده، ضياء صاحب د خپل حفاظت د پاره مخې ته اېښې ده، خو دلته اسلام اباد کښې راته معلومه شوه چې جونېجو د شګو بوجۍ نۀ وه لکه د اوسپنې کلک سړے ؤ، هغۀ ته به چې دغسې هدايت نامه ورکولې شوه نو پۀ جواب کښې به ئې ورته د وزيراعظم بهټو صاحب د وخت نقشه ورمخ کړه چې د وزيراعظم پروټوکول او دا اختيارات وي، اوس تۀ فکر وکړه، تۀ يوه منتخب وزيراعظمه ئې، ستا يوه لويه سياسي پارټي ده، پۀ تېره تېره د ذوالفقار علي بهټو لور هم ئې، نو وېرېږې څۀ له؟ يواځې شونډې مۀ سرې کوه، لږې دا سترګې دې هم راسرې کړه” او بيا ترې مونږ تازه او خوشحاله خوشګوار ماحول کښې رخصت شو.

  • چل کۀ تڪل – م ر شفق

    د ا تکل د ډاکټر اسرار د کتاب “د تکل پهٔ تکل” د مخکتنې دستوره کښې

    [درګۍ ملاکنډ 14 اکتوبر 1994ز] اورولے شوے ؤ

    د پښتو يوه ټپه ده

    دا زړۀ مې داسې نن خفه دے

    لکه د سمې سوداګر چې سوات له ځينه

    د ليکونکو شاعرانو، د دنيا پۀ سُود سودا دومره کار نۀ وي، دوي خو د زړۀ سودا لېوني کړي وي. خو دا به ښاغلي اندېش سره د ناستې پاستې اثر وي چې کله سوات ته د تلو پروګرام جوړ شي نو د زړۀ نه مو يو الله خبر وي. څه موده وشوه د صاحب شاه صابر د شعري مجموعې د مخکتنې دستوره مينګوره سوات کښې کېدله. اندېش صاحب، محمد اقبال اقبال، د هغۀ کشر ورور محمد سعيد عارف، ډاکټر اسرار او ورسره زۀ (شفق) لۀ مردانه روان شو. د “ساهو دارو” نه ټانګه کښې کښېناستو. اقبال ته مې غوږ کښې ووې “ګټه د اړولو ده، نن مونږ سره سوداګر هم سوات ته د تلو اراده کړې ده.” اقبال رو غوندې موسکے شو، وئېل ئې “لږ وار وکړه، فلائنګ کوچ اډې ته خو نۀ یو رسېدلي.” اډې ته چې ورسېدو او فلائنګ کوچ ډبه کښې کښېناستو نو لحظه تېره نۀ وه چې اندېش صاحب لۀ ټکه اوټ شو. وې “دا خو کېپسول دے، ساه مې ډوبه شوه، ستاسو د کرايۍ پېسې به زۀ ورکړم خو زۀ نه ځم…..”

    بيا چې مونږ مينګورې ته ورسېدو، د ګاډي نه کوز شو نو سرونه راباندې ګرځېدل. هېڅ بې هېڅه رانه رو ګودر خطا ؤ. اقبال زما نه او ما د اقبال نه دا تپوسونه کول چې د هغه هوټل خو هم څۀ عجيبه نوم دے چرته چې دستوره کولې شي. “اوديانه” (د سوات پخوانے نوم) لکه چې د ګوتم بدهـ د لاس نخښه وي. پياده به ځو کۀ سوارۀ، پۀ پلۀ به ځو کۀ پۀ جاله؟

    ډاکټر اسرار چې زمونږ بدحواسۍ ته وکتل نو قلاره لهجه کښې ئې پۀ موسکو شونډو ووې “د چا نه پوښتنه وکړئ، دا خلق جوړ پۀ پښتو پوهېږي.” پۀ دې خبره مو ځان پورې ښۀ وخاندل. تازه دم شو او ذهن مو کار شروع کړو.

    ډاکټر صاحب کۀ خبره کوي کۀ شعر وائي او کۀ نظم ليکي، د عقل، فکر، حکمت او دانش روح پۀ کښې برڅېرن وي. د طنز او مزاح اړخ ته ئې دومره وده ورکړې ده چې دا ترې اخوا کړے شي نو د ډاکټر صاحب شخصيت به نيمګړے ښکاره شي، خو دومره توله او شائسته مزاح څومره چې پۀ ښکاره د ډاکټر صاحب خوي بوي او کړۀ اوړۀ ساده سپېځلي دي. پۀ طنز او مزاح کښې توله او توازن هغه څوک ساتلے شي چې مطالعه ئې ژوره وي، مشاهده ئې تېزه وي، د اخلاقياتو او ملي رواياتو نه خبر وي. ډاکټر صاحب پۀ دې کاليو زيورو هم ښائسته او اراسته دے. پۀ تېره تېره خپلو ليکنو کښې د تخيل رنګ او اثر داسې خور کړي چې سپور بېخي نۀ لګي بلکې هر چا له خوند او مزه ورکوي.

    د طنز او مزاح دې ادا او ورسره د داکټر صاحب حياناکې موسکا ته لوے لوے پوهان او شاعران ګوته پۀ خولۀ شي.

    د چا نه دې زده کړي دي اسراره! نۀ پوهېږم

    دا ستا خبرې ډېرې دي خوږې، راسره کښېنه!

    دې سوال زما پۀ ذهن کښې هم چورلکونه خوړل چې زمونږ دې محترم دا زدکړه د چا نه کړې ده. خو پته درک مې نۀ شو لګولے، زۀ داسې ګڼو مشاعرو له تلے يم چې هره بلا پکښې وي. دومره شور او غوغا وي چې بنده پۀ شعر وئېلو ستومانه کړي او د ډاکټر صاحب د “ډائمنډ جوبلي مشاعرې” پۀ حواله ډېر تکړه تکړه لوبغاړي پۀ صفر اٰوټ شي خو پۀ خپلو ګنهګارو مې ليدلي دي چې پۀ داسې شور ماشور کښې ډاکټر اسرار سټېج ته راشي. بې نيازه بې پرواه ـــ ښۀ پۀ مزه او دمه مائيک ته مخامخ ودرېږي او پۀ قلاره لهجه کښې يوه مصرعه ووائي. نۀ څۀ ترنم، نۀ د لاسو غورزول، نۀ د سترګو وروځو اداکاري او نۀ سرغونډکے. بس شونډې ئې ايله شان وخوزي، نور د بدن هر يو اندام پۀ خپل ځاے ښۀ پۀ ارام وي لکه د “وېون رچرډ” د اعتماد پۀ نشه، سرشار ډاکټر اسرار پوره پۀ استقامت ولاړ وي. لږ ساعت کښې دومره چوکې او چکې ووهي او دومره دادونه راټول کړي چې ټول “حريفان” لۀ منځه يوسي.

    پۀ نثر کښې ئې هم لويه شروع کړې ده. کۀ د نازولي شاعر رحمت شاه سائل د شعر او شخصيت پۀ حواله ادبي دستوره وي، د دغه شاعر پۀ شخصيت او فن نور ملګري ليکونکي هم مقالې، مضمونونه واوروي، اهميت او حېثيت ئې پۀ خپل ځاے، خو څومره چې “شے” اوږدېږي دومره اورېدونکي تنګېږي. پۀ داسې موقعو چې ډاکټر اسرار پۀ “تکل” ګوتې پورې کړي نو بيا د هر چا زړۀ غواړي چې دۀ وئېلے، ما اورېدلے. سړے حېران شي چې پۀ اسرار کښې اخر دا څۀ اسرار دے؟ او هغه کوم “چل” ئې رالاندې کړے او کوم “وندر” ئې زده کړے دے چې د “غزل بابا” امير حمزه خان شينواري هم ورته يو دوه کښې حېران دے.

    پۀ هر چل کښې دې يو چل وي چې څۀ چل دے

    پۀ هېڅ چل دې خبر نۀ شومه څۀ چل دے

    ما چې پۀ دې سوال ښۀ غور فکر وکړو نو پۀ دې نتيجه ورسېدم چې ډاکټر اسرار د خپلو اورېدونکو او لوستونکو پۀ نفسياتو رسېدلے دے، د خپل سماج پۀ مزاج پوهېږي نو د هغوي د ذوق او خوښې لحاظ ساتلے شي.

    پۀ دې چل د اورېدونکو او لوستونکو پام ځان ته راوګرځوي. بل پۀ رښتيانو ډاکټر دے نو دا ورته معلومه ده چې رنځوران ترخو دارو ته غاړه نۀ ږدي نو دے ورله ترخه ګولۍ پۀ خوږو کښې نغاړلې ورکړي. رنځور دغه ګولۍ تر ستوني تېره کړي، هغه دننه خپل اثر وکړي او مريض ته د ترخو احساس قدرې هم ونۀ شي. نورو الفاظو کښې ليکونکے خپل لوستونکي لکه د مړز لوبوي، چې ټونګې وهلو سره ئې اموخته کړي نو بيا پرې د خپل مطلب مېدان هم ګټلے شي. داکټر صاحب ته پته ده چې د پښتو د لوستونکو مثال د ماشومانو دے، سبق وئېلو ته ئې ډډې نۀ لګي او لوبو لوړغو ته زيات خوشحالېږي، نو ډاکټر صاحب ورسره استاذي شروع کړي. يو سړي خپل ماشوم زوي او ماشومې لور له د لوبو د پاره دوه پنډوسونه راوړل. ورته ئې وئېل دا يو پنډوس “الف” دے دا بل پنډوس “ب”. دواړه چې يو ځاے شي نو د دې نه به جوړ شي “الف” “ب” = “اب”. هلک زر پنډوس ته لاس کړو، خور ته ئې وئېل راځه چې بهر لوبې کوو، داجي راته پۀ چل چل کښې سبق ښائي. ډاکټر اسرار خپلو لوستونکو اورېدونکو سره بې مطلبه نۀ غږېږي. د “تکل” پنډوس کله يو خوا کله بل خوا اولي راولي خو پۀ چل چل کښې ورته د ژوند سبق هم ښائي. د شعر او ادب، تاريخ او ثقافت پۀ رموزو ئې پوهوي. د پښتو د ناوې وربل خورولو ته ئې چمتو کوي، د ژبې او لفظونو د حسن او معانيو جهان ته ئې رسوي. اولسي، نفسياتي، معاشي او سياسي مسئلې ورته پۀ ګوته کوي. د قامي مشرانو، لاښودانو او د حکومت د واکدارانو رويې پۀ ډاګه کوي، پۀ خُوږ رګ ورله ګوته هم ږدي او پۀ خوږه پسته ژبه ورله علاج هم کوي، خو دے چې د طنز و مزاح پۀ نشتر د رنځور ننکۍ وڅيري نو هغۀ کريکه نه وهي. د ازغي سوے محسوس کړي خو پۀ شونډو ئې لکه د ګل موسکا هم خوره شي. د ډاکټر اسرار د چل هڅه لکه د هغو ماشومانو د پلار شنډه هم ځي. دے خپل ماشومان (لوستونکي اورېدونکي) قابو ساتي، تېښته ترې نۀ شي کولې او سبق ته ئې غوږ ايښے وي. دۀ خپل “تکلونه” د پښتو ادب “ګلونو” پسې لکه د “پرپرکو” خوارۀ کړي دي. دغه ګلونه پرپرکو له د مينې بوسې ورکړي او د خوشبو ډکې وږمې پرې پېرزو کړي خو پوټے بار محسوس نۀ کړي. هم دغه د ډاکټر اسرار چل دے چې پوهېدل پرې اسان دي خو دغه چل رالاندې کول ګران دي.

    تکل د مقالې او مضمون يو زړۀ راکښونکے شکل دے چې د هر چا خوښېږي. د ډاکټر اسرار “د تکل پۀ تکل” کښې چې څومره تکلونه دي، دغو کښې کۀ يو نيم تکل د “تکل” پۀ معيار پوره نۀ خېژي لکه “دا مجذوب” دے يوه ادبي خاکه ده. “ورکه مينه ” يوه تنقيدي تبصره ده، ولې پۀ دې خاکه او تبصره کښې د تکل رنګونه برېښي او پۀ دې هم د “تکل” مينه ماتېږي؛ خو زۀ دلته دا وئdل غواړم چې ډاکټر اسرار د خپل فن پۀ وسيله اورېدونکو او لوستونکو سره يو چل کوي او پۀ دغه “چل” لوستونکي څو پوهېږي نو ډاکټر صاحب ورسره خپل چل کړے وي. د مثال پۀ توګه به “دائرې” واخلو؛ ډاکټر صاحب اول د ډائرۍ ليکلو فائدې او ښېګړې بيانول شروع کړي. بيان زړۀ راکښونکے وي. لوستونکي پۀ کښې دلچسپي واخلي او اورېدونکي ورته غوږ تکۍ کړي. ډاکټر صاحب اراده وکړي چې د ټولې ورځې حالات واقعات به اول خپله مشاهده کښې راولم بيا به ئې وروستو يو پۀ يو ليکم نو سحر مردان چې پاڅي بيا د خپل کور نه رابهر شي. “ساهو دارو” پورې پياده مزل وکړي، ټانګه کښې پاکستان چوک ته ورسي، هلته يو سوزکي وېن کښې سور شي، د فلائنګ کوچونو اډې ته او عن چې پېښور کښي د کوچونو او بسونو اډه کښې کوز شي. دې دوران کښې ډاکټر صاحب يوه يوه لحظه د هنر موټي کښې لا ايسار کړي. د خپل کور نه تر پېښوره پۀ لاره لاره چې څۀ ويني، څه اوري يوه يوه خبره او يوه يوه واقعه د ذهن کڅوړه کښې سنبالوي. خيال ئې دا وي چې دفتر ته لاړ شم هلته به ئې وليکم يا چې ماښام بېرته راشم نو د ټولې ورځې کاروائي به ډائرۍ ته وخېژوم. پۀ دې “چل” لوستونکي، اورېدونکي ځان ته متوجه کړي. پۀ ښکاره خو ډاکټر صاحب د ډائرۍ ليکلو د پاره د موادو جمع کولو پۀ تکل کښې دے خو چل چل کښې د معاشرې پۀ يو اړخ او کله پۀ بل اړخ تنقيدي ګزارونه کوي او لوستونکي اورېدونکي ورسره پۀ غېر محسوس ډول ملګري کېږي. لکه مردان کښې چې “پاکستان چوک” ته ورسي نو وائي،

    “دلته قانوناً سوزکي ودرول بند دي خو دوي پوليس واله خوشحاله ساتي نو څۀ ورته نۀ وائي، شايد چې دې چوک له ئې د پاکستان چوک نوم هم پۀ دې وجه ايښے دے چې ازاده ازادي ده پکښې، وس د بري کار دے.”

    د پېښور فلائنګ کوچ کښې چې کښېني نو د اخباري هاکرانو او يو څو سوالګرو څهرې او عکسونه رامخ کړي او يوه جمله کښې خبره خلاصه کړي چې

    “د پاکستان جوړېدو نيمه پېړۍ وشوه خو د ګداګرو مسئله پۀ ځاے پرته ده.”

    بيا د سورلیو د امروزه ژوند عام “خبرو اترو” يو لنډيز بيان کړي د هغې نه يو تاثر دا هم را ولاړ شي چې پښتون وګړے احسان فراموشه نۀ دے، ټول ښۀ زړي ساده زړي خلق دي. کۀ د يو پوځي جرنېل يا سياسي مشر د لاسه چرته د خېر کار شوے وي، سړک ئې پوخ کړے وي، پل يا سکول ئې جوړ کړے وي يا د خپل نوم د تختۍ لګولو دپاره ئې بله څۀ تعميري کارنامه سر ته رسولې وي او د حکومت بجټ کښې د اولسي خېر ښېګړې او ترقۍ د پاره ټاکلې پنګې ئې چرته پۀ يو نيم ځاے کښې پۀ ځاے لګولې وي نو د هغوي پۀ عېبونو پرده واچوي او د اولسي ښېګړې پۀ يو کار ئې ټول عمر مننه کوي چې دغه سړي چرګ د بڼو سره نۀ دے خوړلے. زمونږ د اولس دا ذهني رجحانات ډاکټر صاحب پۀ ساده سوده او خوږه ژبه کښې د ګپ شپ پۀ انداز کښې زمونږ مخې ته راولي خو کله چې د پېښور بسونو د اډې ماحول او ګېر چاپېره د بد نظمۍ او خيچنتوب منظرونو ته ګوري نو يوه جمله داسې راخوشې کړي،

    “د پېښور غوندې ګنده ښار به پۀ دې ټوله پښتونخوا کښې نۀ وي”،

    هغه پېښور چې قامي شاعرانو ته د “لندن” او “پېرس” نه هم ښائسته ښکاري او همېشه ورته “د ګلونو ښار” وئیلے شوے دے، هغه “پېښور” چې د پښتونخوا زړۀ دے. زمونږ پخوانے او اوسنے تهذيبي او ثقافتي مرکز دے خو ډاکټر اسرار پۀ دغه جذباتي تړون او “روماني اندازِ فکر” د احتجاج سْره کرښه راکاږي او د وېزارۍ څرګندونه کوي او “د ګندهارا تهذيب ځانګو” ته “ګنده ښار” وائي. دا شديد ردعمل اصل کښې د بې ترتيبه اولس او پۀ خاص توګه د پښتونخوا صوبائي حکومت د واکمنو بې غورۍ او بې حسۍ ته يوه څرګنده اشاره ده. د حاکمانو د قول او فعل تضاد ته ئې ګوته نيولې ده او وائي،

    “پۀ رېډيو او ټيلي وژن د ملک کوم حال اورو او وينو او چې بهر ژوند ته ګورو نو بنده حېران شي چې دا څۀ دي؟”

    څنګه چې د اډې نه د ښار سړک ته راوځي نو دې مهال کښې ئې ناڅاپه يو خر ته خيال شي چې د خر مالک هم موسکے وي او پۀ لاره تلونکي خلق هم ځان سره موسکي موسکي کېږي. دغلته ډاکټر صاحب د ډائرۍ ليکونه توبه ګار شي او صفا اعلان وکړي چې “پوو! دا دومره ریښتيا به څوک وليکي او څنګه به ئې وليکي؟”

    ملګرو حال د زړۀ درته صفا وئیلے نۀ شم

    دروغ وئیل ګناه ده او رښتيا وئيلے نۀ شم

    ډاکټر صاحب د ډائرۍ ليکلو نه ولې توبه ګار شي؟ پۀ دې راز خو به تاسو پۀ خپله هم څۀ رسېدلي يئ خو ما ته يوه بله خبره راياده شوه، وائي چې ښاغلي رحمت شاه سائل يوه مشاعره کښې غزل وئېلو، پۀ سټېج لوے شاعر غني خان هم ناست ؤ، د غزل د قافيو او رديف خپلو کښې تړون داسې ؤ چې د اورېدونکو شوق او تجسس به دېمار زياتېدو؛ مصرعې راته نۀ دي يادې خو رديف به يو تپوس وۀ لکه؛

    پۀ زړۀ کښې مې خواږۀ خواږۀ دړدونه دي، دا څۀ دي؟

    وړلي ئې د سترګو نه خوبونه دي، دا څۀ دي؟

    څۀ وخت چې غزل تمام شو او سائل صاحب د سټېج نه کوزېدو نو غني خان ورته ووې،

    “ګوره ښۀ پرې پوهه ئې خو هسې مونږ “دغه” کوې”.

    زۀ وېم ډاکټر صاحب هم ډائري مائري نۀ ليکله، هسې خلق ئې “دغه” کول. “دغه” کول پکار هم دي چې لږې سترګې ئې وغړېږي او ددې وخت لۀ زوره خبر شي.

    ما وې چې دا ويدۀ قام به زما پۀ چغو ويښ شي

    معلومه شوه ما غږ کړو خوبولو ته پۀ خوب کښې

    حمزه بابا

    ــــــــــــــــــ

    مریم ابوذهاب هم مړه شوه

    هغه د فرورۍ میاشت 1952ز کښې پۀ فرانس کښې زېږېدلې وه. مور پلار پرې ماري پیر والکمن (Marie-Peirre Walquemanne) نامه ايښې وه. هغې یوې مذهبي کېتهولک کورنۍ سره تړون لرلو، خو د اتلس کالو پۀ عمر کښې ئې اسلام قبول کړو او ځان د پاره ئې “مریم” نامه خوښه کړه. وروستو ئې دمشق کښې د څېړنې پر مهال د ناظم ابو ذهاب سره وادۀ وکړو.

    پوهنتون نه فارغېدو نه پس ئې پۀ حېث د لېکچرار عملي ژوند کښې برخه اخستل پېل کړل. مشرقي مذهبونو، تهذیبونو او د ټولنو تاریخ کښې د دلچسپۍ لۀ امله پۀ دې مېدان کښې لوست او څېړنه کوونکې وه. “د نړیوالې مطالعې څېړنیز مرکز” فرانس کښې د تدریس ذمه واریو پوره کولو سره سره څېړنکاره هم وه.

    د افغانستان او پاکستان سره د جنوبي اېشیاء پۀ سیاسي او سماجي روانو چارو ئې ژور نظر لرلو. د هغې کتاب

    Islamic Networks: The Afghan-Pakistan Connection

    د شرقي سیاست او حالاتو د پاره یو مستند کتاب ګڼلے کېږي.

    اردو، فارسي او انګرېزي ژبې ئې هم زده وي. پۀ مذهبي فرقو د څېړنې د پاره چې کله د افغانستان او پاکستان پۀ دوره وه نو کرم ایجنسۍ او جهنګ کښې ئې د خپلې څېړنې د پاره وختونه تېر کړي وو.

    پۀ وړومبي نومبر 2017ز پۀ حق ورسېده او د خپل وصیت سره سم پۀ “نجف” )عراق( کښې خاورو ته وسپارلې شوه.

  • عبداللّٰه جان اسیر یو پیاوړے ادبي شخصیت – م ر شفق

    شخصیانه

    د مندڼ یوسفزو علاقه کښې، د مردان صوابۍ څلور کلي “ټوپۍ”، “زېده”، “هوتي” او “طورو” د یوسفزو د مشرۍ مرکزي ځایونه وو.

    زېده کښې اتۀ ملکۍ وې. عبدالله جان اسیر د زېدې دغو ملکانو یوه معتبره کورنۍ کښې پۀ 14 جولائي 1910ز زېږېدلے ؤ. د پلار نوم ئې خان مقرب خان 1960-1890)ز( ؤ چې یو لوستے او د علاقې سپین روبے شخصیت ؤ.

    اسیر صاحب د کلي مدرسه کښې 1916ز نه تر 1921ز څلورم ټولګے پۀ امتیازي شان پاس کړو. بیا د نوښار اسلامیه هائي سکول کښې داخل کړے شو. دوه میاشتې ئې تېرې کړې وې چې پۀ میعادي تبه )ټائیفائید( ناروغه شو. تبه ئې اوږده شوه نو بېرته کلي ته راغے. دې مهال کښې د کلي د مدرسې درجه فارسي لوئر مډل ته اوچته کړې شوه. یوه ورځ د تعلیم د محکمې افسر میر کریم بخش د امتحان اخستو د پاره زېدې ته راغے. د خپل پلار پۀ سفارش اسیر صاحب هم امتحان کښې شامل شو او ډېر ښۀ پاس شو. دغلته ئې د شپږم ټولګي پورې سبق ووې. پۀ 1923ز کښې اسلامیه کالجېټ سکول پېښور ته بوتلے شو. “خان بهادر شاه عالم خان” )هېډماسټر صاحب( ترې د امتحان پۀ توګه لږ څۀ تپوسونه وکړل نو دا هلک ورته ډېر ذهین ښکاره شو. پۀ جونئیر کلاس کښې د داخلېدو پۀ ځاے ورته اووم ټولګي کښې داخله ورکړې شوه.  پۀ دې خیال چې د پنځم او شپږم ټولګي د انګرېزۍ کمے به پوره کړے شي، خو د اسیر صاحب د خپلې وېنا مطابق، د دې فېصلې پۀ وجه د اعليٰ تعلیم نه محروم پاتې شو. لویه وجه ئې دا ده چې پنځم شپږم کښې ئې “رومن” زده کړې وه او د رومن پۀ قاعده به ئې انګرېزي لفظونه لوستلي شو. د انګرېزۍ لفظونو صحیح تلفظ ورته نۀ ؤ ښئیلے شوے. نو Night )نائټ( ته به ئې “نېغت” او Knife )نائف( ته به ئې “کنیف” وئیل. پۀ داسې تلفظ به ورپورې د کلاس هلکانو خاندل. د دې لۀ کبله دۀ کښې احساسِ کمتري پېدا شوه او د انګرېزۍ نه ئې زړۀ تور شو.

    انګرېزۍ کښې د ناکامه کېدو پۀ وجه ئې لسم پاس نۀ کړے شو، خو نورو مضامینو اردو، تاریخ، جغرافیه او پۀ خصوصي توګه “حساب” (Maths) کښې ښۀ قابل ؤ او انعامونه به ئې اخستل. د استاذۍ امتحانونو کښې انګرېزي نۀ وه نو د JV او SV امتحانونو کښې پۀ امتیازي نمبرو پاس شوے ؤ او بیا سکولونو کښې یو بهترین استاذ منلے شوے ؤ.

    عبدالله جان اسیر پۀ نهم ټولګي کښې سبق وئیلو چې فارسۍ کښې ئې یو غزل ولیکلو. دغه غزل د دۀ ملګرو خپل یو شاعر او سخن فهم استاذ سید قمر علي شاه صاحب ته وښئیلو. هغۀ ورله پۀ ټولو شعرونو چرخۍ راکښلې خو یو شعر ئې زیات خوښ کړو. “اسیر صاحب” ئې راوغوښتو. پۀ ملا ئې وټپولو او پنځۀ روپۍ انعام ئې ورکړو. شعر دا ؤ:

    دلے پُر حسرتم  در یادِ تو ہر دم ہمی گوید

    ترا راضی کنم لاکن مرا  ایں فن نمی آید

     

    استاذ دا مشوره هم ورکړه چې تۀ پۀ اردو کښې غالب او پۀ فارسۍ کښې سعدي یا حافظ شیرازي خو نۀ شې جوړېدے، البته کۀ پۀ خپله مورنۍ ژبه پښتو کښې خواري وکړې نو د خوشحال خان خټک او رحمان بابا ځاے به ونیسې. دغسې مشوره امیر حمزه خان شینواري ته خپل پیر مرشد عبدالستار باچا صاحب ورکړې وه چې د اردو پۀ ځاے خپلې پښتو کښې شعر وایه. هغوي چې د خپل مرشد پۀ وېنا عمل وکړو نو “د غزل بابا” ومنلے شو.

    “عبدالله جان اسیر” هم د خپل استاذ خبره د ذهن پیڅکي پورې وتړله او لږه موده پس د نامې جامې څو یاد هغو شاعرانو پۀ صف کښې شامل شو.

    لا نوے زلمے ؤ چې د ازادۍ تحریک سره ملګرے شو. د خدائي خدمتګار تنظیم “پښتون” رساله کښې به د “اسیر صاحب” نثري لیکونه او نظمونه شائع کېدل.

    ازاد به کله الٰهي قوم د افغان ووینم

    اختیار به کله پۀ خپل کور کښې د خپل ځان ووینم

    فخرِ افغانه! کۀ د جنګ حکم دے وکړو چرې

    وړومبے شهید به پۀ مېدان عبدالله جان ووینم

    عبدالله جان “اسیر” صاحب مارچ 1937ز کښې د SV امتحان پاس کړے ؤ. دغه وختونو کښې د استاذۍ د زدکړې پۀ مهال کښې ئې اردو کښې د ریاضۍ یو کتاب د “دلچسپ حساب” پۀ نوم چاپ کړے ؤ. “پښتون” رساله کښې به د اسیر صاحب مشهوره ډرامه “درسِ عبرت” قسطونو کښې چاپ کېدله. دغه ډرامه مارچ 1937ز کښې د سر صاحبزاده عبدالقیوم خان پۀ مالي مرسته کتابي شکل کښې چاپ شوه. پۀ دې ورله حکومت انعام ورکړے ؤ او د ټیچر ټرېننګ سکول پېښور طالب علمانو پۀ تهکال کښې د ارباب شېر علي خان پۀ حجره کښې دا ډرامه سټېج کړې هم وه.

     پۀ کال 1937ز چې د پېښور اسلامیه هائي سکول کښې استاذ ؤ، نو د اسیر صاحب وړومبۍ شعري مجموعه “د سپرلي ګل” د لاهور پیکو اٰرټ پرېس نه چاپ کړه. وروستو پنجاب پوهنتون دواړه کتابونه “درسِ عبرت” د اېف اے د پاره او “د سپرلي ګل” د لسم ټولګي نصابي کورس کښې شامل کړل.

    هم دغه وخت کښې چارسده هائي سکول کښې استاذ ؤ چې پۀ “سیاسي جرم” کښې کانګرس حکومت د ملازمت نه برطرف کړو نو دے مسلم لیګ کښې شامل شو او تحریکِ پاکستان سره کلک ملګرے شو.

    محمد علي جناح صاحب پۀ ډیلي کښې د مسلم لیګ یو کنونشن بللے ؤ. “اسیر صاحب” د شرکت د پاره ډیلي ته لاړ. د نواب زاده لیاقت علي خان پۀ وېنا ډیلي کښې پاتې شو چې د مسلم لیګ د پاره پښتنو کښې کار وکړي. هم دې دوران کښې اٰل انډیا رېډیو نوي ډیلي د خبرونو څانګه کښې یو ځاے خالي شو او اسیر صاحب پۀ دغه ځاے بهرتي کړے شو.

    تعلیم خو نیمګړے نیمه خوا ؤ. زیاته مطالعه به ئې کوله او کومه انګرېزي چې ئې سکول کښې نۀ شوه زده کولې، هغه ئې پۀ زیات محنت او ذهانت پۀ خپل ذاتي کوشش زده کړله او بیا د انګرېزۍ نه پښتو کښې د ترجمې ماهر منلے او ستائیلے شو.

    پاکستان چې جوړ شو نو لاهور ته راغے او بیا پۀ کال 1949ز کښې ئې کراچۍ رېډیو سټېشن کښې د پښتو خبرونو څانګه کښې وظیفه ترسره کوله. دغه زمانه کښې د پښتو خبرونو څانګې سره وابسته شخصیاتو کښې د مولانا عبدالقادر، ودود جان صاحب، ایاز داودزے، محبوب علي خان، پیر انور بادشاه )کوهاټ(، میا منتظم شاه کاکاخېل، شمس الدین خان، جعفر خان، کامران خان )مردان( چې یو فلمي اداکار ؤ، ګوهر رحمان ګوهر، ښاغلے سلطان بهادر د هنډ، او بیا نورو کښې بهره مند بحر، شبیر احمد خان، نواب علي خان یوسفزے، عبدالکریم عابد، ظفر زهیر، عنایت ګل هم وو. د “اباسین” مجلې مدیر ښاغلے غلام قادر صاحب، د هغۀ ورور پروفېسر عبدالغفور صاحب به هم د خبرونو ترجمه کوله. زمونږ د پخواني سپروائزر ښاغلي شمس الدین خان د خولې ما څو څو ځله اورېدلي دي چې اسیر صاحب به ډیوټۍ له راغے نو د انګرېزۍ خبرونو پاڼه به ئې پۀ غور وکتله او بیا به ئې پښتو کښې داسې روانه بامحاوره ژبه کښې خبرونه تیار کړل چې د اعتراض ګنجائش به پکښې نۀ ؤ. سلطان بهادر صاحب ئې د علاقې ؤ نو چېړچاړ به ئې ورسره کولو خو “اسیر صاحب” چا هم نۀ شو ګېرولے او خپله برتري به ئې قائمه ساتله.

    یو ځل داسې ناروغه شو چې خبرې ئې نۀ شوې کولې. “لقوه” ورته شوې وه. یاران تپوس له ورغلل. میا منتظم شاه کاکاخېل خوا له ورنزدې شو، وئیل ئې “توبه توبه! زۀ دا څنګه ومنم چې “بادشاه سلامت” هم )نعوذُ بالله( ناجوړه کېدے شي.

    زما ورسره دوه ځله 1978/77ز کښې لږه شېبه ملاقاتونه شوي وو. اخبار کښې خبر راغلے ؤ چې معروف شاعر او ادیب عبدالله ان اسیر صاحب د پنډۍ جنرل هسپتال کښې داخل دے. وزیر اعظم او د اطلاعاتو وزیر د هغوي د صحت د  پاره دعا غوښتې ده او د هسپتال چارواکو ته وېنا شوېده چې د اسیر صاحب د علاج معالې پوره پوره خیال وساتي.

    د رېډیو پاکستان د پښتو خبرونو مشهور ویاند انور علي صاحب سره زۀ هم تپوس له ورغلے وم. پۀ رنګ جوثه کړۀ وړۀ سور سپین ښکلے او خوږ دروند شخصیت ؤ. وئیل ئې د طبي معائنې د پاره راغلے وم. د پرېس انفارمېشن ډېپارټمنټ یونس سیټهي صاحب ته مې اطلاع ورکړې وه. د هغوي د خبر خورولو دا فائده وشوه چې د هسپتال عمله چمتو شوه او زما باقاعده خیال لحاظ ساتي.

    پۀ دوېم ځل د انور علي صاحب د مور پۀ وفات دعا غمرازۍ له زېدې ته تلي وو نو د اسیر صاحب سلام ته حاضر شوي وو. دروند خوږ لۀ کوره بهر ته راغے، بیا ئې خپله ډېوډۍ کښې کښېنولو. د شمس الدین خان نه ئې د پښتو خبرونو څانګې پوښتنې کولې. د هغۀ پخواني ملګري هغه وخت ژوندي وو. د میا صاحب منتظم شاه پوښتنه ئې پۀ خصوصي توګه وکړه. وئیل ئې ما اورېدلي دي چې د پښتو یونټ سپروائزر مقرر شوے دے؟ ما ورته ووئیل، “جي زمونږ سپروائزر خو اوس شمس الدین خان دے، میا صاحب نیوز ایډیټر دے.” اسیر صاحب راته پۀ غور غور وکتل. وئیل ئې، “تۀ به ئې څۀ پېژنې؟ زۀ منتظم شاه یادوم ــــ هغه او نیوز ایډیټري؟ خو چا رښتیا وئیلي دي “ڪَبَّرني مَوتُ الْڪُبراء” )زۀ د لویو خلقو تلین لوے کړم(.”

    بهره مند بحر صاحب به کراچۍ کښې یو فلمي اخبار له کالم لیکلو او د فلمي ستورو پۀ حقله به ئې ادبي خاکې لیکلې. “دکهي پرېم نګري” سره ئې اشنائي وه. وائي چې پۀ اسیر صاحب مې خاکه لیکلې وه، هغۀ چې ولوسته نو خوښه ئې نۀ کړله. وئیل ئې دې کښې “اسیر” چرته دے؟ دا خو ټول “بحر بحر” دے. زما پۀ نوم دې خپل ځان ستائیلے دے او زما صفت دې پۀ کښې کم کړے دے.”

    پۀ دې حواله د عبدالله جان اسیر صاحب د رویې پۀ حقله د ملګرو عام تاثر دا ؤ چې ګنې اسیر صاحب ځان ته خوښ دے او د بل چا معتبري نۀ مني ـــ تر دې چې کله ئې د علامه اقبال “بالِ جبریل” ترجمه د “پلوشې” پۀ نوم د پښتو اکېډمۍ پۀ وېنا وکړه او هغوي کتاب چاپ نۀ کړو نو مولانا عبدالقادر صاحب سره ئې هم ښکر اړم کړے ؤ او اخباري جنګ ته ئې بډې راکښلې وې، خو “مولانا” پرې خاموشي اختیار کړې وه. دغه کتاب اسیر صاحب بیا پۀ خپله چاپ کړو. لیکي:

    “لږو ورځو کښې د دې دوه ایډیشنونه چاپ شو او لاس پۀ لاس خرڅ شو.”

    اسیر صاحب د خپل دې عادت “سپیناوے” پۀ خپله کړے دے او دا د هغوي د ژوند اخري ایام وو. اعتراف کوي )”پښتو” مجله، اعتراف نمبر، 1978ز(:

    “د څپېړې د ګزار جواب به مې پۀ سوک ورکولو،دې ته به خلقو زما خودسري وئیله…..”

    “زما دوستانو پۀ ما قسم قسم الزامونه لګول. چا به وې متکبر دے، چا به وې مغرور دے، چا به وې کم عقل دے ـــ غرض دا چې ګڼې خولې او زۀ یواځې ـــ خو زۀ نن پۀ جار وایم چې والله کۀ پۀ ما کښې یو بڅرے تکبر یا غرور وي ـــ صرف دا بد لا ښۀ عادت راکښې اوس هم شته چې کۀ ما سره چا د احساس برترۍ اظهار کړے دے او زۀ ئې کمتر ګڼلے یم نو بیا زما نشه تر اسمانه رسېدلې ده او دې عادت ما ته پۀ ژوند کښې عظیم نقصانات رارسولي دي.

    اسیر صاحب دا هم لیکلي دي:

    “زما د خپل کلي زلمي زما نه خفه دي چې زۀ د هغوي د شاعرۍ ډاډګیرنه نۀ کوم….. زما دوي ته نصیحت دے چې اول خپل تعلیم ته توجه وکړئ، تعلیم چې مکمل کړئ نو کۀ تاسو کښې خداے د شاعرۍ ماده ایښودې وي، خود به خود به څرګنده شي.”

    د اسیر صاحب پۀ خیال زیات شمېر طالب علمان پۀ تُک بندۍ ځان د کار نه وباسي.

    د رېډیو پاکستان د ملازمت نه پس اسیر صاحب د اولسي خېر ښېګړې “وېلج اېډ پروګرام” کښې PRO (افسر تعلقات عامه) مقرر کړے شو ـــ خو دا عهده ئې خوښه نۀ شوه. کال 1961ز کښې سنټرل پبلک سروس کمېشن ایډیټر وټاکلو او کوئټه کښې ټرائبل پبلسټي ارګنائزېشن محکمې سره شو. دغلته ئې د پخواني سفارت کار او د پښتو ژبې لیکونکي مینه وال، د زروبۍ کلي “امیر عثمان خان” پۀ مرسته ئې د پښتو میاشتنۍ مجله “اولس” جاري کړه. “اولس” نوم ورله اسیر صاحب پۀ خپله خوښ کړے ؤ. دسمبر 1962ز کښې چې پېښور ته رابدل شو نو د محمد یونس سیټهي صاحب پۀ سرپرستۍ کښې ئې کار شروع کړو او د میاشتنۍ “جمهور اسلام” مدیر وټاکلے شو.

    پۀ 1965ز کښې د ملازمت نه رېټائر شو. د عبدالله جان اسیر صاحب پۀ تصنیفاتو کښې “درسِ عبرت” ډارمه، “د سپرلي ګل” او “د زړۀ قطرې” شعري مجموعې، “محمد عربي” صلي الله علېه وسلم (د اردو نه پښتو ترجمه)،  “پلوشې” (د “بالِ جبریل” نه منظوم ترجمه)، “درسِ عمل” (نثر) [پۀ دې کتاب ورته صدر جنرل محمد ایوب خان انعام ورکړے ؤ]، “میر علي ټهګ” (ناول) او “زمین سے نیچوں تک” (اردو ناول) زیات مشهور دي.

    دا کتابونه اوس عام بازار کښې لاس ته نۀ راځي، خو د عبدالله جان اسیر صاحب قجیرې لوڼه محترمه فهمیده اسیر او محترمه فریده اسیر د مننې او ستائینې جوګه دي چې د خپل ننګیالي پلار او نومیالي ادیب شاعر کتابونه یو ځل بیا د طباعت پۀ کالیو ښائسته کوي. دغو کښې زما د معلوماتو مطابق “درسِ عبرت”، “د سپرلي ګل” او اردو ناول “زمین سے نیچوں تک” بیا چاپ شوي دي. “د سپرلي ګل” سریزه د جهانګیري یو لوے عالم مولانا محمد لطف الله دېوبندي لیکلې ده. مولانا د اسیر صاحب د شاعرۍ تنقیدي جائزه اخستې ده. دوي د قومي رجحاناتو پۀ حواله ئې اسیر صاحب “یو پښتون قام پرور” او د اسلامي فکر او دیني عقائدو پۀ لحاظ د فارسۍ شاعر “ابنِ یمین” سره همڅنګ ګڼلے دے. د مولانا لطف الله صاحب دېوبندي خیال دے چې اسیر صاحب پۀ خپله شاعرۍ کښې ځاے پۀ ځاے د علامه محمد اقبال خوشه چیني هم کړې ده، خو دومره پۀ هنرمندۍ چې ترجمه نۀ ښکاري او د اصل ګمان پرې کولے شي. د “مولانا” پۀ فکر، د اسیر صاحب شاعري، قامي او مقصدي ده او د دۀ د یوسفزو ټېکسالي ژبې ستائینه ئې کړې ده.

    “درسِ عبرت” (1937ز) د عبدالله جان اسیر صاحب یوه د اعليٰ پایې ډرامه او نۀ هېرېدونکې ادبي کارنامه ده چې د خپل وخت مشهورې ډرامې “د وینو جام” (1935ز) سره سیالي کولې شي. دې ډرامه کښې چې اسیر صاحب د ټولنیز ماحول او مختلفو کردارونو پۀ مناسبت کومې رباعۍ، لوبې، سندرې او بدلې شاملې کړې دي، پکار دي چې زمونږ د اوسني دور سندرغاړي سردار علي ټکر، ګلزار عالم، هارون بادشاه، وهاب درد، سردار یوسفزے (اله ډنډ ډېرۍ)، نازیه اقبال او شبنم او نغمه پۀ خپلو اوازونو او نوو سازونو کښې اولس ته وړاندې کړي. خپل وخت کښې به دا سندرې اولسي مجلسونو کښې وئیلې شوې. پۀ کور دننه سندرغاړو جینکو به ودونو او ښادیو خوشحالیو کښې خوښولې او وئیلې ـــ ولې اوس د نوي دور فنکاران کۀ ورته پاملرنه وکړي نو د اسیر صاحب لیکلې سندرې به ورته نن هم نوې نوزې وښکاري. د مثال پۀ توګه:

    (1            پۀ دیدن موړ شوې کۀ مخ بیا درواړومه

                    ودرېږم کۀ ځمه؟

                    یه د جومات توره طالبه!

                    ما له تعویذ د نیم سیري وکړه مئینه

                    ودرېږم کۀ ځمه؟

    (2         تور زلفان د یار دي

                    سپین ئې اننګي ـــ مۀ راوړه منګي

                    ما ته به دې ملا شي

    (3            [پۀ تېره تېره دا سندره خو پۀ حجرو مېلسونو کښې زیاته مشهوره وه او کۀ پۀ ښکلي ساز او اواز کښې ووئیلې شي نو نن به هم د خلقو خوښه شي]:

                    غاښ مې وتلي، ږیره سپینه چې راویښ شمه له خوبه

                    توبه د بوډاتوبه

    ډرامه کښې د خوند رنګ زیات شمېر مزاحیه ټپې هم د هېرېدو نۀ دي.

    هسې خو عبدالله جان صاحب “اسیر” پۀ کال 1968ز کښې پۀ زیابیطس )شوګر( ناروغه شوے ؤ او د “وینې فشار” )بلډ پرېشر( ئې ښۀ زیات شوے ؤ ـــ پۀ دیارلسم نومبر 1978ز د زړۀ دوره ئې د مرګ بهانه شوه او پۀ حق ورسېدو.

    الله پاک دې ورله جنتونه ورکړي )امین( ـــ عمر ئې دغه وخت اتۀ شپېتۀ (68) کاله ؤ. خپل کلي زېده )صوابۍ( کښې خاورو ته وسپارلے شو. پۀ ګور ئې نُور شه.    )اسیر(

    پۀ نغمو مې عالم خاندي، زۀ پرې ژاړم

    هور لۀ خپله تنه اخلم، موسیقار یم

    یادګیرنه:

    د ښاغلي شخصیت نګار م.ر.شفق پۀ دې لیکنه کښې باید دا یو سپیناوے وشي چې د ارواښاد عبدالله جان اسیر صاحب “سیاسي جرم” څۀ ؤ؟

    د ارواښاد عبدالله جان اسیر صاحب د انګرېز دوسته سیاستوالو سره ډېر نزدیکت ؤ. دغه نزدیکت د شخصیانه لیکونکي دې لیکنه کښې هم ښکاري. د سرکاري ملازمت دوران کښې سیاسي هلې ځلې د ګورنمنټ اٰف انډیا اېکټ تر لاندې غېر قانوني وې )اوس هم دغه بندېز شته(. هر څو کۀ یو وخت ارواښاد عبدالله جان اسیر هر څو د خدائي خدمتګار غورځنګ سره اړیکې لرلې، دا خبره د باور وړ نۀ ښکاري چې د کانګرس حکومت به د نور څۀ “سیاسي جرم” تر مخه د هغۀ نوکري ختمه کړې وه ـــ مونږ د صاحبزاده صاحب تر لارې د لیګي مشرتابې سره د ارواښاد اسیر صاحب د اړیکو جوړېدلو پۀ امکان سترګې نۀ شو پټولې. یقیناً چې د اسیر صاحب هلې ځلې به د صوبائي حکومت د پاره د ستونزو سبب ؤ او حکومت به د متعلقه قانون سره سم د هغۀ ملازمت ختم کړے وي. مونږ د خپلې خبرې دلیل د لوستونکو لټون د پاره د فاضل شخصیت نګار دې لیکنه کښې پرېږدو چې څنګه ارواښاد اسیر صاحب مسلم لیګ کښې اعلان وکړو، څنګه د مسلم لیګ کنونشن کښې لیاقت علي خان هغه ډیلي کښې پاتې کړو او بیا د ارواښاد اسیر صاحب د ملازمتي خدماتو تسلسل هم د لیګي مشرتابې سره د هغۀ د ملګرتیا او باوري کېدو نخښې ښائي.

    ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ