Category: م ر شفق

  • باغي شاعره الف جان خټکه – م ر شفق

    باچا خان چې پۀ کال 1928 کښې ”پښتون“ رساله جاري کړه نو د ازادۍ او قامولۍ تحریک پۀ قلمي او ادبي محاذ زړۀ پورې پرمختګ وکړو او پښتو شعر او ادب نوې غزونې وکړې.

    خدائي خدمت ګار تحریک ښۀ پۀ زور شور کښې روان ؤ؛ دقومي ازادۍ تحریک دپاره ادیبان شاعران را وړاندي شول. د باچا خان ”پښتون“ مجلې لیکونکو کښې یو څو مېرمنې هم وې. دغو کښې س ب ب )سیده بشريٰ بېګم( او د احمدي بانډې کوها ټ الف جان خټکه زیات شهرت لري. محترمې س ب ب د پینځۀ اتیا )85( کالو پۀ عمر کښې د وفات کېدو تر وخته ادبي رشته نۀ وه پرېکړې. کال 1956 کښې د سیده بشريٰ بېګم وړومبۍ شعري مجموعه ”زېرے“ چاپ شوې وه چې د هغې خپل ورور سید محمد یوسف کاکاخېل پرې سریزه لیکلې ده. دوېمه شعري مجموعه ئې چاپ کول غوښتل خو د هغې د با ذوقه خوریي جمال عبدالناصر د بې غورۍ او ناراستۍ لۀ کبله س ب ب دغه ارمان ګور ته یوړو.

    بل خوا د پاکستان جوړېدو نه پس الف جان خټکه د ادبي منظر نامې نه غائبه شوه. د اجمل خټک صاحب پۀ شمول ځینو یارانو سره شک پېدا شو چې پۀ دې نوم څوک واقعي شاعره وه؟ محترم اجمل خټک ”قیصه زما د ادبي ژوند“ کښې لیکي؛

    ”دا خبره مشهوره وه چې د “پښتون” اول دور کښې یوې جینۍ د کلي پۀ مدرسه کښې سبق وئیلو. د مدرسې هېډ ماسټر د سرخپوشو ملګرے او روشن خیال استاذ شاعر ؤ. هغۀ پۀ خپل نوم د خپل فکر او نظریې خدمت نۀ شو کولے، ځکه چې سرکاري نوکر ؤ نو هغۀ به اشعار لیکل او د الف جان خټکې پۀ نوم به ئې “پښتون” اخبار کښې شائع کول“.

    اجمل خټک صاحب هغه استاذ لیدلے ؤ، تپوس ئې ترې کړے ؤ خو هغه مسکے شو او قاطع جواب ئې نۀ ؤ ورکړے. اجمل خټک صاحب مطمئن نۀ ؤ او لیکي:

    ”خبر نۀ یم چې دې نوي بېدار دور کښې پۀ دي حقله نوو زلمو لیکوالو څۀ تحقیق کړے دے“؟

    ”قیصه زما د ادبي ژوند“ دسمبر 2005 کښې چاپ شوے کتاب دے. هم دغه موده کښې الف جان خټکه سره د ښاغلي مشتاق مجروح یوه مرکه ”پښتون“ کښې چاپ شوې وه او تصویرونه ئې هم چاپ شوي وو کوم چې اوس د الف جان د وفات نه پس پۀ فېسبک خوارۀ شوي دي. مشتاق مجروح یوسفزے او ملګري )د باچا خان مرکز لۀ خوا( احمدي بانډي ته تلي وو او د هغې پۀ اجازت ئې ورسره ملاقات او خبرې اترې شوې وې. دغه وخت الف جان خټکه د ”ټیری“ ګورنمنټ ګرلز هائي سکول د هېډ مسټرس )سر معلمې( پۀ توګه رېټائرډ شوې وه. دا چې کله لاچۍ کښې د جینکو هائي سکول کښې سر معلمه وه نو استاد شاعر ښاغلي سعادت سحر ورسره ملاقات کړے ؤ. الف جان خټکې سعادت علي سحر ته وئیلي وو،

    “دا زما خپله شاعري ده – ما پۀ سکول کښې سبق وئیلو، جینۍ وم. د استاذ نه مې اصلاح ضرور اخستې وه.”

    محترم ایوب صابر چې 1974 کښې ”جدید پشتو ادب“ کتاب شائع کړو نو اجمل خټک صاحب پۀ افغانستان کښې ؤ. ایوب صابر لیکلي دي، ]ترجمه[ کوم دور کښې چې محترمې س ب ب د قوم پرستۍ رعب خور کړے ؤ نو هغه دور کښې محترمې الف جان خټکې هم د خپلو باغیانه نظمونو زوږ خور کړے ؤ. د نوابزاده صبح صادق پۀ شان د دې تعلق هم د خټکو ټیري شاخ سره دے. دا د وېش نه اګاهو د خدائي خدمتګار تحریک د عروج زمانه کښې د یوې شاعرې پۀ حېث راپورته شوه او د باغیانه کلام پۀ ذریعه ئې د انقلاب راوستو هڅې کولې. د نظمونو موضوعات به ئې د ازادۍ نه ګېر چاپېره چورلېدل خو ځینې نظمونو کښې ئې دښځو پۀ بې وزلۍ او د سړو پۀ مظالمو هم بحث کړے دے. پۀ دې اساس د پښتو وړومبۍ باغي شاعره منلې شي. اګرچې د دې شاعري د پښتو تعلیمي نصاب کښې شامله نۀ ده خو د پښتو امتحانونو کښې یو نیم سوال راشي.

    د تصویر دلچسپ اړخ دا دے چې څو کاله مخکښې دې پۀ خپله د پښتو اېم اے امتحان ورکولو نو د خپلې شاعرۍ باره کښې ئې د یو سوال جواب پۀ خپله لیکلے ؤ“.

    لیکونکے )شفق( پۀ دې حېران شي چې اجمل خټک صاحب خپله تسلي داسې هم کولې شوه چې د محترم همېش خلیل کتاب ”پښتانۀ لیکوال“ اول ټوک ته ئې رجوع فرمائیلې وه. کېدے شي لۀ نظره به ئې نۀ وي تېر شوي؟ دا د 1960 لسیزه کښې چاپ شوے کتاب دے او دې کښې همېش خلیل صاحب د باغي شاعرې الف جان خټکې د ژوند حال احوال لیکلي دي.

    همیش خلیل لیکلي دي چې الف جان خټکه د ټیري یوې درنه کورنۍ کښې وادۀ شوې وه خو د دي د ناروغتیا لۀ کبله دغه وادۀ ناکام شو او بیا ئې ټول ژوند احمدي بانډه کښې د پلار کور کښې خپلو وروڼو سره تېر کړو او څۀ مودې نه چې د فالج پۀ رنځ اخته وه نو وروڼو د علاج د پاره پېنډۍ اسلام اباد ته راوستې وه. یوه عجیبه خبره دا ده چې محترم محمد مدني عباسي صاحب یو کتاب ”پشتو زبان اور ادب کی تاریخ“ لیکلے دے نو د الف جان خټکې مشهور نظم ئې عبدالله جان اسیر صاحب سره منسوب کړے دے. لیکونکي )شفق( پۀ دغه کتاب د تبصرې کولو پۀ وخت د دې وضاحت کړے ؤ. ورځپاڼه ”شهباز“ کښې ولي محمد طوفان صاحب اردو او پښتو دواړو ژبو کښې شائع کړے ؤ. وروستو ما لږ تفصیل سره خپل اردو کتاب ”شفق رنګ“ کښې شامل کړو (1997).

    د محترمې الف جان خټکې احمدي بانډه دا نظم ”پښتون“ مجله جولائي 1946 کښې چاپ شوے دے. چلوونکي عبد الغفار خان ورسره یو خاص ادارتي نوټ لیکلے دے. قیصه داسې وشوه چې یو خدائي خدمتګار قیمت شاه خان پۀ ”غېر اسلامي رواجي پرده“ پۀ موضوع بهترین مضمون یا نظم لیکلو د انعام ورکولو اعلان کړے ؤ. منصفانو چې د تر لاسه شوو مضامینو او نظمونو جاج واخست نو د محترمې الف جان خټکې لیکلي نظم ته د پینځویشت (25) روپیو انعام ورکولو فیصله وکړې شوه. انعام یافته شاهکار پۀ شپږو شپږو مصرعو مشتمل شپاړسو 16 بندونو اوږد نظم دے. نظم کښې د مېرمنو د محرومۍ او مظلومیت حالت مؤثره پېرایه کښې بیان شوے دے. د قران او احادیثو پۀ رڼا کښې د مېرمنو حېثیت او معاشره کښې د دوي مقام او حقونه پۀ ګوته شوی دي. پۀ تېره تېره پۀ ښځو چې کوم ظلمونه او ناروا سلوک ورسره کولے شي، دا نظم د دغه سماجي رویي خلاف یو احتجاج دے.

    دا مې مطلب نۀ دے چې ظلم د خپل پلار وښایم
    زړونه وریتۀ د خپلو خوېندو پۀ انګار وښایم
    زړۀ مې دا غواړي چې ړاندۀ سماج ته لار وښایم
    د رواجي پردې نقصونه تار پۀ تار وښایم
    خدایه د ژبې طلاقت د زړۀ طاقت راکړې!
    کۀ پۀ غلطه لاره ځم تۀ هدایت راکړې!
    خداے دي وئیلي نا محرم ته خپل سینګار مۀ ښایه!
    پۀ لاره ځه خو د کالیو شرنګهار مۀ ښایه!
    وایه مطلب خو نزاکت د خپل ګفتار مۀ ښایه!
    غضِ بصر کوه، نظر کښې انتشار مۀ ښایه!
    دا سترګې ښکته غړول دي هر بشر د پاره
    ښکلي قران پۀ شریعت د ښځې نر د پاره
    ښځې هم زړونه لري زړو کښې خواهشات لري
    سر کښې مازغۀ لري مازغو کښې احساسات لري
    کاڼي خو نۀ دي هم دا ستا پۀ شان جذبات لري
    ښۀ خیالات لري بلکې لۀ تا نه زیات لري
    دا بې ګناه مرغۍ دې بند کړې پۀ پنجرو کښې ولې؟
    وایه کړې ښځې دې ژوندۍ پۀ ادیرو کښې ولې؟
    پۀ دي خبرو دې غازي امان الله کړو کافر
    بیا دې ترکي کښې مصطفي کمال پاشا کړو کافر
    هر یو فرزند دې د اسلام جدا جدا کړو کافر
    ځان له جنت خالي کوې حورې غلمان غواړې
    طمع مې نۀ شي چې تۀ خېر د مسلمان غواړې

    د الف جان خټکې پۀ دې نظم چې د ”پښتون“ چلوونکي عبد الغفار خان باچا خان ادارتي نوټ لیکلے دے، د پاملرنې جوګه دے:

    ”د اسلام شریعت چې د مسلمانانو دپاره کومه پرده مقرر کړې ده، د هغې پابندي د ټولو مسلمانانو دپاره بې حد ضروري ده. رواجي پرده د قومي ترقۍ پۀ لار کښې لوے رکاوټ دے.”

    بیا لیکي:

    ”زۀ هغه بې پردګي نۀ خوښوم چې نن سبا یورپ کښې رائجه ده. داسې بې پردګي زما پۀ خیال کښې مکمل بې حیائي ده خو نا جائز پرده ختمول ضروري ګڼم چې د قومي تباهۍ باعث جوړېږي.

     

  • عوامي نېشنل پارټي د قیادت بحران سره مخ ده؟ – د م ر شفق خط

    د انټرا پارټي انتخاباتو پۀ حواله د ښاغلي مشر م ر شفق خط

    اسلام اباد

    8م رمضان المبارک 1440هـ

    ډېر خوږ او ګران حیات روغانی صاحب!

    السلام علېکم ورحمة الله وبرکاته.

    د مۍ 2019 ‘پښتون’ ګڼه پۀ تاریخي، ادبي، علمي او سیاسي لحاظ ډېره اهمه ده او پۀ رېکارډ د ساتلو ده. ما چې پۀ خپل نظر د شروع نه تر اخره ښه پۀ غور او ټکي پۀ ټکي ولوسته نو خوښه مې شوه. هره لیکنه پۀ خپله موضوع زړۀ پورې او معلوماتي ده – نوي زلمي ترې استفاده کولې شي. ټول لیکونکي د ستائیلو جوګه دي. د ښاغلي حبیب الله کاکړ لیکلې نثرپاره بې شکه چې پۀ فکري اعتبار یوه معلوماتي او ښه لیکنه ده خو دې کښې د زلمي او مظلوم شهید مشال خان د وژنې دړدناکه پېښه او د دې ذکر هسې اضافي خبره ده – د بحث دغه اړخ ترې بیخي تږے پاتې شوے دے – ‘دا اور نۀ پۀ فتوو مړېدے شي، نۀ پۀ فلسفو سړېدے شي’.

    خبر شو چې عوامي نېشنل پارټۍ یو ځل بیا ښاغلے اسفندیار ولي خان پۀ متفقه ډول خپل مشر وټاکلو. دغسې ښاغلے اېمل ولي خان چې د اسفندیار ولي خان زوے دے، د اے اېن پي صوبائي صدر غوره کړے شوے دے – مبارک دې وي او هیله ده چې دا دواړه به د پاکستان او پښتونخوا پۀ قومي سیاست کښې او د جمهوري حقونو پۀ جنګرېز کښې د باچا خان د کورنۍ ژوندي روایتونه او د رهبرِ تحریک ښاغلي عبدالولي خان د سیاسي بصیرت او د مېرمن نسیم ولي خان د زړۀ ور قیادت ټول مقصدونه مخکښې بوځي او د صوبائي خپلواکۍ شته کولو ائیني ذمه وارۍ به پۀ غوره ډول تر سره کړې شي.

    د اے اېن پي دا فېصلې پۀ خپل ځاے اهمې او خوش ائندې دي خو کوم خلق چې د اے اېن پي نه بهر دي، څوک به ورسره فکري او ذهني تړون لري او څوک به ورته د تنقید پۀ سترګه ګوري؛ د رایې د اختلاف امکان هم موجود وي – پۀ خصوصي توګه پښتني سماج کښې دا قسمه سوالونه اوس هم پورته کولے شي او پورته کېدلے شي نو تاسو به څۀ فرمایۍ پۀ منځ د دې مسئله کښې:

    1. د عوامي نېشنل پارټۍ سر مشر اسفندیار ولي خان او صوبائي صدر ښاغلے اېمل خان وټاکلے شو – دواړه پلار او زوے دي – دومره خو زما پۀ شان خوش ګمانه هم وئیلے شي چې “د ښو غوښو ښوروا د ساګ پېتۍ نه ښه وي”، ولې بل طرف ته دا تاثر ورکړے شو چې عوامي نېشنل پارټي پۀ “موروثي سیاست” یقین لري؛ یا دا چې د اے اېن پي مجلس عامله د سیاسي قیادت ‘فقدان’ ته مخامخ ده. یو اصولي ګوند دومره ‘روایتي’ څنګه شو؟ دې مترقي پارټۍ ‘رجعت’ ولې اختیار کړو؟
    2. تېر دور کښې چې پارټۍ د وزیر اعليٰ پۀ توګه امیر حېدر خان هوتي خوښ کړلو نو عام تاثر دا ؤ چې د دې عهدې زیات حقدار خو بشیر بلور ؤ – ګو چې ‘هوتي’ او ‘بلور’ دواړو مثالي کردار ادا کړے شو او څۀ منفي اثر ئې ونۀ غورځولو، ولې د غېر جانبدار تجزیه کارانو دا رایې تقویت مومي چې نېشنل پارټۍ ته کله هم د اقتدار واګې پۀ لاس ورغلې دي نو ګټه ئې د خاندان خلقو ته رسولې ده او د پارټۍ مخلص کارکنان همېشه بې غوره پاتې کړے شوي دي. خپلو کارکنانو ته مالي فائده نۀ ورکوي.
    3. اے اېن پي له پۀ دې حقیقت سترګې نۀ دي پټول پکار چې دا اوس د ‘خدائي خدمتګارانو’ دور نۀ دے. مسلم لیګ کښې کۀ یو ورور ‘وزیر اعظم’ او بل ‘وزیر اعليٰ’ وي، دغسې کۀ د پیپلز پارټۍ شریک چئیرمېن د ملک صدر او د هغۀ زوے د پارټۍ چئیرمېن وي، یا هډو اوس چې د تحریک انصاف د دفاع مرکزي وزیر خپله ټوله کورنۍ د پښتونخوا پۀ حکومت سوره کړې ده – نو هغوي خو ټول عمر هم دغه سیاست کړے دے – د باچا خان او د ښاغلي عبدالولي خان د فکر پۀ لارښودانو څۀ بلا وشوه چې خانداني او موروثي سیاست ته کښېناستل؟
    4. دا سوال هم د څۀ مودې راهسې د عام اولس پۀ ذهنونو کښې ګرځي چې کۀ اسفندیار ولي خان هر څو د یو ښۀ پارلېماني لیډر رول ادا کولے شي او یو منلے شوے تکړه پارلېمنټېرین دے خو کله چې څۀ لویه حادثه پېښه شوې ده یا حالات سنګین شي نو دے د اولسي سیاسي منظر نه غائب شي – دغلته بیا میا افتخار حسېن یا حسېن بابک راښکاره شي – خو د خلقو سترګې بیا هم مشر اسفندیار ولي خان ته وي. کۀ د دې وجه څۀ ذاتي یا جسماني مجبوري وي نو د عوامي نېشنل پارټۍ مجلس عمل د مشرتابه ذمه واري بیا ولې ورسپاري؟
    5. عوامي نېشنل پارټي چې یو تاریخي حېثیت لري، اوس ورځ تر ورځه کمزورې کېږي ولې؟ پکار دي چې مرکزي او صوبائي عهدېداران کلي پۀ کلي دورې وکړي، خلقو کښې خپل اعتماد بحال کړي او د خدمت خلق وپېژني او پۀ خصوصي توګه د پخوانو خدائي خدمتګارانو د کورنیو او د هغوي د کشرانو تپوس او ډاډګیرنه وکړي.
    6. پښتونخوا کښې غلبه شمېر د مسلمانانو دے او عوامي نېشنل پارټي چې د ‘سیکولر ازم’ نعره وهي نو عام اولس ته دا هم د سحر پۀ بانګ کښې نوې ټپه ښکاره شي – پارټۍ اوسه پورې خپل اولس پۀ دې ټپه پوهه نۀ کړے شو چې ‘الصلوٰة خېرٌ من النّوم’ – نمونځ د خوب نه بهتر دے، د خپل مؤقف صحیح پېژندګلو ضروري ده.

    والسلام

    م ر شفق

    ښاغلي استاد مشر م ر شفق صاحبه!

    وعلېکم السلام –

    باقاعدګۍ سره ستاسو رالېږلې لیکنې د ‘پښتون’ ښکلا وي، مننه – خطونه هم ستاسو لیکنو سره راځي، ستاسو قصد ئې د اشاعت نۀ وي او مونږ ترې پۀ رڼا اخستو اکتفاء کوو. دې خط کښې به د حبیب الله کاکړ پام ستاسو خبرې ته راواړوو. پۀ انټرا پارټي الېکشن ستاسو اوچت کړي تپوسونه هر څو کۀ د خلقو پۀ خولۀ وي، ښۀ به وي چې هډو خبره پرې کېږي نۀ – بیا هم، دغه خبره نۀ کول به هغه چا د پاره وي چې خدائي خدمتګارۍ یعني عوامي نېشنل پارټۍ سره ئې څۀ تعلق نۀ وي. ستاسو خپل نامه کافي ده – م.ر.شفق ځان له یوه علمي ادبي حواله ده – خو ستاسو یوه بله ډېره معتبره حواله د خدائي خدمتګار عالم ارواښاد مولانا عنایت الله طورو سره نسبت دے. مونږ ویاړو چې د مولانا عنایت الله طورو علمي، فکري او قلمي نسبت نن هم د هغۀ د ښاغلو منورینو زامنو استاد اسرار د طورو او استاد م ر شفق صورت کښې د خدائي خدمتګارۍ یعني عوامي نېشنل پارټۍ سره علماً، قلماً، فکراً او عملاً استوار دے.

    اسفندیار ولي خان او اېمل ولي خان ته ستاسو مبارکي د ‘پښتون’ پۀ پاڼه ورسېدله – البته هر څو کۀ ضروري نۀ ده خو تاسو چې ‘د صوبائي خپلواکۍ شته کولو ائیني ذمه وارۍ به پۀ غوره ډول تر سره کولو’ د پاره کومه هیله دوي څخه لرلې ده، باید ووایم چې دغه ‘د صوبائي خپلواکۍ شته کولو ائیني ذمه واري’ د اتلسم ائیني ترمیم صورت کښې پۀ غوره ډول تر سره کړې شوې ده – اوس د دې د نفاذ د پاره ګامونه پورته کېږي او مونږ د زلمي اېمل ولي خان پۀ اهلیت د مبالغې تر حده ډاډه یو چې هغه به د خپلې کابینې پۀ مشاورت او د خپل ګوند د غړو او مینه والو پۀ شراکت سره دغه نفاذ یقیني کولو کښې کردار ادا کړي. یو خو میاشت لۀ ورایه پېژندې شي او بل لکه تاسو ووئیل د ښو غوښو ښوروا ښه وي.

    تاسو چې خپل خط کښې کوم سوالونه پورته کړي او مونږ مو پوښتلي یو، باید د شوو تپوسونو د ورکړے شوو نمبرو سره پرې د خپلې رایې ځوابي څرګندونه وکړم:

    1. ستاسو لیک نه څو ورځې وړاندې د ښاغلي مشر شمس بونېري یوه لیکنه رارسېدلې وه – ما ستاسو د خط د ځواب اکتفاء پۀ هاغه لیکنه هم کولې شوه )دې ګڼه کښې دغه لیکنه ‘د عوامي نېشنل پارټۍ حالیه انټرا پارټي الېکشن’ چاپ ده(. شمس بونېرے صاحب پارټۍ کښې یو سرګرم غړے او تېره مرکزي کابینه کښې د کلتور سېکتر ؤ. ګوند کښې دننه بیا د هغۀ پېژندګلو د مترقي سیاستمدار پۀ توګه کېږي. ‘مترقي سیاستمدار’ یعني رجعت ضد، یعني روایت شکن، یعني فقدان ته ردعمل کوونکي – مونږ دا خبره ډېره پۀ جار کوو چې د خان بهادرانو، میرانو، لیګیانو سیاسي نسلونو ته کۀ د ‘موروثي سیاست’ پېغور ورکړے شي نو هغه پۀ بنیادي اصولو کښې پۀ ځاے ځکه پرېوځي چې وراثتونو کښې ورته وزارتونه، مراعات، تحفظ او اقتدار ورکړے کېږي؛ د باچا خان بچو ته، هغه کۀ اسفندیار ولي خان وي، غلام احمد بلور وي، بشیر احمد مټه وي، میا افتخار حسېن وي، ارم فاطمه وي، خان نواب وي، هدایت الله حاجي وي، حېدر خان هوتي وي، اصغر خان اڅکزئ وي، زېبا اپریدۍ وي، تاسو یئ، سردار حسېن بابک وي، شګفته ملک وي او کۀ مونږ یو – وزارتونه او مراعات نۀ وي، د ژوند د تحفظ ضمانت نۀ وي، اقتدار نۀ وي – د غدارۍ الزامونه وي، د کرپشن تورونه وي، خودکش بمباران وي، میډیا ټرائل وي، کنځل او سپکاوي وي. زمونږ د ټولو نمائندګي به پۀ اېمل وکړو – د باچا خان، د ولي خان او د اسفندیار خان هم؛ د وراثت غر د اېمل پۀ معصومو اوږو پرېوت. دا پۀ وړومبي ځل نۀ دي چې اسفندیار خان او اېمل خان دغه ‘موروثي سیاست’ ژوندے ساتي – یو وخت کښې باچا خان، ډاکټر خان صاحب، غني خان او ولي خان شریک جېلونه، د جائیدادونو لېلامونه، الزامونه او کنځل زغمل. یو وخت کښې باچا خان، ولي خان، بېګم نسیم ولي خان، اسفندیار ولي خان او سنګین ولي خان دغه ‘موروثي سیاست’ پاللو.

    د اصولي ګوند ‘روایتي’ کېدل بده خبره نۀ ده. د روایتونو ژوندي ساتل بده خبره نۀ ده. د لیډرشپ انتخاب کښې مترقي پارټۍ باندې د ‘رجعت’ د اختیار تور بې معنٰي وي؟ دې ته ‘د سیاسي قیادت فقدان’ پۀ کومو تنقیدي اصولو وئیل کېدے شي؟ فقدان به هغه وخت وي کۀ د انټرا پارټي الېکشن کېږي نۀ – یا کېږي خو اېډورټائز کېږي نۀ. د اے اېن پي انټرا پارټي انتخابات خو د اول ورځ د سرګرمۍ نه د مرکزي انتخاباتو پورې د پارټۍ د ټاکل شوي الېکشن کمېشن لۀ خوا پۀ میډیا خورږي.

    1. ستاسو د وېنا مطابق ‘غېر جانبدارانه تجزیه کاران’ به خداے زده څوک وي؟ د پارټۍ دننه خپله جرګه خپله کابینه فېصلې کوي. کۀ امیر حېدر خان هوتي وزیر اعليٰ کېږي کۀ بشیر احمد بلور سینئیر وزیر کېږي او کۀ څوک پکښې د خدمت موقع نۀ مومي – دا فېصلې ټولې متفقه وي. ‘خپلو کارکنانو ته د مالي فائدې ورکول’ عجیبه خبره ده مشره! – کۀ چا هم ‘مالي فائدې’ کړې وې نو نن به د احتساب عدالت کښې جنګېدل، نېب سره به ئې پېشۍ کولې، پۀ پرېس کنفرانسونو کښې به ئې خپل سرونه وینځل – د نېشنل پارټۍ نمائندګان قامي جنګ کوي – پۀ یو لاس د ترهګرۍ خلاف جنګ کښې د پاکستان د فوج نه زیاتې مېړانې سره ولاړ وو او پۀ بل لاس ئې د خپلې خاورې خپل اختیار جنګ کولو؛ اېن اېف سي اېوارډونه ئې منظورول، پښتونخوا نه ئې ‘پېریان’ پاڅولو د پاره خپلې سینې ډبولې او چغې به ئې وهلې چې د دوي خودکش جېکټونه به ختم شي خو زمونږ سینې به ختمې نۀ شي، اتلسم ائیني ترمیمي بل ئې منظوروۀ، محکمې ئې صوبې ته راوړې، ترقیاتي منصوبې ئې پرانستې؛ یونیورسټۍ، کالجونه او هسپتالونه ئې جوړول – د ‘هوتیانو’ او ‘بلوریانو’ سینې یو شان خودکش بمبارانو ته سپړدې پرتې وې د ولي باغ پورې.
    2. مشره! زۀ د ډېر واجب احترام سره ستاسو دې خبرې سره د تاریخي واقعیت پۀ ډاډ اختلاف لرم او وایم، ‘اے اېن پي نن هم د خدائي خدمتګارانو تسلسل دے’ – اوس هم د خدائي خدمتګارانو دور دے. ستاسو موجودګۍ کښې به زۀ کله هم د امامت د پاره وړاندې رانۀ شم، د اسرار د طورو موجودګۍ کښې به تاسو کله هم د امامت دعوېداري ونۀ کړې شئ. ایا دا به مناسب وي چې تاسو ولاړ یئ او زۀ امامت کوم؟ یا اسرار د طورو ولاړ وي او تاسو امامت کوئ؟ ‘شرعاً’ او اخلاقاً کله هم نۀ. زۀ تاسو ته حلفاً روژه پۀ خولۀ یوه خبره کوم – زما ژوند کښې پۀ وړومبي ځل ما د انټرا پارټي انتخاباتو ټول عمل ډېر د نزدې نه ولیدو. د انتخاباتو د اعلان نه د بنیادي یونټونو تپو، تحصیلونو او بیا ضلعو د انتخاباتو پورې – د صوبائي انتخاباتو او بیا پۀ دوېمه مۍ د مرکزي انتخاباتو پورې – زۀ سیاسي نفسیات لرم او د هر ګوند نه ځان خبروم؛ تاسو باور وکړئ دومره شفافیت او دومره جمهوري رویې چې ما وليدلې، زړۀ مې غټ شو، غاوره شوم.
    3. میا افتخار حسېن څوک دے؟ حسېن بابک څوک دے؟ تاسو څوک یئ؟ زۀ څوک یم؟

    داسې کومه واقعه ده، پېښه ده، سنګین حالات دي چې اسفندیار ولي خان پکښې د سیاسي منظر نه غائب وي؟ لرې نۀ نزدې خبرې کوو. باجوړ کښې د دفعه 144 د نفاذ اعلان وشو او هر څو د فاټا ادغام ضد ریاستي خبره وه، اېمل ولي خان دغه دفعه ماته کړه او باجوړ ئې وجړقوۀ. پۀ مومندو کښې ئې هغه کور ته هم حاضري وکړه چې یوې تور سرې پکښې سیکورټۍ واله ویشتلي وو. دغه تېرو ورځو کښې اسلام اباد کښې زمونږ یوه فرښته ووژلې شوه او هلته نثار مومند، ندیم سرور، منظور خان، ارم فاطمه، ستاره ایاز او میا افتخار حسېن حاضر وو؛ خان زمان کاکړ او فهیم یوسفزے حاضر وو، ناصر باز حاضر ؤ – تېرو ورځو کښې وزیرستان کښې پۀ مظاهرینو ډزې وشوې، د صوبائي صدر اېمل خان پۀ وېنا د صوبائي کابینې نمائندګان د نائب صدر شاهي خان شیراني مشرۍ کښې هلته ولېږلے شو. پۀ اخبارونو او ټي وي کښې پرې د اسفندیار ولي خان، میا افتخار حسېن، سردار حسېن بابک، اېمل ولي خان او پارټۍ د نورو مشرانو لۀ خوا بیانونه راغلل او دغه پېښه ئې نۀ یواځې وغندله بلکې متوقع ده چې دې لړ کښې یوه جرګه هم راوبللې شي – د مرکزي قیادت د پاره کله هم دا ضروري نۀ ده چې هغه خپله هغه ځاے کښې ودرېږي. دا میا صاحب، بابک صاحب، نثار مومند، اېمل، خان زمان، ندیم سرور، شاهي خان، تاسو او زۀ ټول اسفندیار ولي خان یو. دا مغالطه د هغو خلقو ده چې یو ‘سر’ وي، پۀ پردي ګاډي کښې پردۍ ډوډۍ له پۀ پردۍ خرچه ځي او هلته غواړي چې اسفندیار ولي خان ولې نۀ دے راغلے؟ د هغې واقعې یا مسئلې نه زیات فوکس پۀ دې وي!!! دا غلط فهمي مهذبه سیاسي رویه نۀ ده.

    1. زۀ ستاسو دې خبرې سره اختلاف لرم چې تاریخي حېثیت لرونکې عوامي نېشنل پارټي ورځ تر ورځه کمزورې کېږي – یوه سیاسي پارټي هله کمزورې کېږي چې د خپل فکري، نظریاتي او سیاسي مرکز نه پۀ شا شي، خپله دعويٰ پرېږدي او دا کله هم نۀ دي شوي – البته، د مرکزي او صوبائي عهدېدارانو کلي پۀ کلي دورې باید وشي، د خدائي خدمتګارانو د کورنیو او د هغوي د کشرانو سره غوڅ شوے مزے بیا انډول کړے شي. دې لړ کښې هم زۀ پۀ پارټۍ پړه نۀ اچوم. ولې؟ ځکه چې ما د یو ‘خدائي خدمتګار’ دوه نمسي لیدلي دي – یو نمسے ئې پۀ اېن وائي او کښې صوبائي عهدېدار دے او هر اجلاس، هره جلسه او هره مظاهره کښې حاضر وي. دوېم نمسے ئې یوه سرکاري محکمه کښې افسر دے. د سرکاري محکمې افسر وائي، مشران د خدائي خدمتګارانو د کورنیو تپوس نۀ کوي!!! د ووټ معامله د هغۀ خداے سره ده چې ووټ پارټۍ له ورکوي کۀ بل چا له – زۀ خوش ګمانه یم چې ووټ به پارټي له ورکوي. تاسو خپله د خدائي خدمتګار مولانا عنایت الله د طورو فرزند یئ؛ تاسو خپله څو ځله دا غېر ضروري وضاحت کړے چې زما سیاست سره څۀ کار نشته – خو مونږ وینو چې تاسو خپل غېر سیاسي کېدو کښې څومره سیاسي یئ. دا خط چې ځواب کښې ئې زۀ تاسو د بېباکۍ سره مخاطب کوم، زما باور دے چې دا تپوسونه دا اعتراضونه ستاسو نۀ دي او زۀ چې ځواب کښې څۀ لیکم، تاسو ئې ما نه زیات مهذب او مدلل ځواب کولے شئ او کوئ به ئې هم، زۀ دا باور هم لرم چې تاسو د دې ‘مشرانو تپوس’ د فینامینا نه څومره بې نیازه یئ – بیا هم، تاسو دا تپوسونه او دا اعتراضونه د نورو خلقو رالېږلي دي؛ مونږ ئې هم ځکه لیکل ضروري وګڼل چې څوک دا ګمان ونۀ پالي چې مونږ جواز او جواب نۀ لرو.
    2. ښاغلي مشره! سیاست کښې سیکولر ازم د بانګ ‘برخه’ ده، نوې ټپه پکښې نۀ ده. سیکولر ازم نوې ټپه ګڼل هم زړه ټپه ده. اصطلاح کښې سیکولر ازم دې ته وائي چې ‘سیاست کښې دې د مذهبیت عنصر د اقتدار لاس ته راوړلو د پاره ونۀ کارول شي’ – دغه ‘زړه ټپه’ دغه تعریف باندې جرح کښې وائي چې مذهب اول دے )باور ولرئ د ‘دین’ او ‘مذهب’ پۀ فرق هم دغه جرح کوونکي ‘جارحان’ پوهېږي( – سپېځلے قران سورة الکٰفرون کښې وائي ‘لَکُمْ دِیْنُکُمْ وَ لِیَ دِیْنِ’. اوس اقتدار د پاره د دین مذهبونو کښې وېش، د مذهبونو مسلکونو او فرقو کښې وېش بې د اختلاف، بې د تفرقه بازۍ او بې د خونرېزۍ لاس ته څۀ راوړي دي؟ او حال دا چې د دغې اختلاف، تفرقه بازۍ او خونرېزۍ موخه بې د ‘اقتدار’ بل څۀ نۀ وي – حالانکې د دین نه دغه ټول مذهبونه، مسلکونه او فرقې د ‘وَاعْتَصِمُوْا بِحَبْلِ اللهِ جمیعاً وَّ لَا تَفَرَّقُوْا’ د صریح حکم باوجود راویستلې شوې دي!!! زۀ دغه خبره د خپلې کم علمۍ اعتراف او د خپل تفهیم پۀ ډاډ کوم. د عوامي نېشنل پارټۍ نه پښتونخوا کښې د مسلمانانو د غلبه شمېر تناظر کښې پۀ ‘سیکولر ازم’ د اعتراض ‘زړه ټپه’ ویونکي دا تپوس ولې نۀ کوي چې ‘جمعیت علماء هند’ پۀ هندوستان کښې ولې سیکولر ازم د مسئلو حل ګڼي او ‘جمعیت علماء پاکستان’ پۀ پاکستان کښې ولې سیکولر ازم مسئله ګڼي؟ – یعني د مذهب ‘سیاسي تشریح’ د مسلمان غلبه شمېر او د هندوانو غلبه شمېر کښې د ابهام او ‘ذو معنتېن’ حېثیت سره مخ کېږي نۀ؟

    د عوامي نېشنل پارټۍ منشور کښې ‘سیکولر ازم’ د بشر دوستۍ اصطلاحي مفهوم دے. د دې مفهوم تر مخه، یو څوک کۀ هره مذهبي عقیده لري، هر رنګ یا نسل سره تعلق ساتي، د کوم جنس یا کوم عمر یا کومې پېشې وي؛ د ریاست ذمه واري به وي چې هغوي ته مساوي حقونه ورکړي. یعني سیکولر ازم کښې د یو چا مذهبي عقیده د هغۀ د کوم بنیادي حق تروړلو د پاره جواز نۀ جوړېږي. ایا څوک ښودلے شي چې د جمعیت علماء اسلام ‘اسلام’، د جماعت اسلامي ‘اسلام’ یا د بل کوم سیاسي مذهبي ګوند ‘اسلامي ورژن’ کښې داسې څۀ شته چې هغه پۀ کومه حواله د عوامي نېشنل پارټۍ د منشور تشریح نه مختلف وي؟ څۀ داسې اقدام د ټول ‘متحده مجلس عمل’ منشور کښې شته چې د دغې ‘نوې ټپې’ لۀ رویه ورته ‘اسلامي’ ووئیل شو؟ سیکولر ازم ته ‘لادینیت’ او لبرل ازم ته ‘مادر پدر ازاد مشاعره’ وئیل هم سیاسي تشریحات نۀ دي؟

    هیله چې مونږ به ستاسو د راوړے شوو تپوسونو ځوابونو کښې د یو بل خط د پاره مواد کرلي وي. پۀ راڼۀ تندي پراخه ذهن هرکلے.

    حیات روغانے.

     

  • “قوم” “ولي” او “د فکر ملغلرې” – م.ر.شفق

    مونږ د ګران محمد رشتين ولي خټک، محمد علي بخت ناک خټک، دمساز خټک، انجينئير محمد يحيٰي خان خټک او دينار خټک مننه او ستائينه کوو چې دوي د خپل خوږ محترم پلار او د پښتو محقق، اديب او شاعر ډاکټر راج ولي شاه خټک “د فکر ملغلرې” را ټولې کړې دي. ورسره د ‘پاک امارات پښتو ادبي ټولنه’ دوبۍ ملګري پۀ تېره تېره سلطان باش خېل او شېر ولي خان اورکزے هم د ستائینې جوګه دي چې “د فکر ملغلرې” ئې د پښتو پۀ مئينانو کتابي شکل کښې پېرزو کړلې.

    د ولي د فکر ټولې ملغلرې

    ما امېل نۀ کړې ما وشېندلې قام ته

    د سريزو پۀ توګه محترم پروفېسر زېدګل خټک صاحب، محمد رشتين ولي خټک، انجينئير محمد يحيٰي خټک، ښاغلي رحم زمان خټک، ډاکتر ضياء الرحمان ضياء، شېرولي خان اورکزي او ښاغلي حېدر بنګش خپل خپل انداز کښې د ډاکټر راج ولي شاه خټک صاحب د علمي، ادبي خدماتو، فکر او فن او دروند خوږ شخصيت کوټلے عالمانه جاج اخستے دے. تشکر ورته وايو چې لوستونکو ته ئې ادبي پېژندګلو کښې اساني پېدا کړې ده او پۀ “کتاب” يا “صاحب کتاب” د نورې تبصرې او جائزې ضرورت نۀ محسوسېږي.

    ما نه کوم يو کېفيت د ماضي غواړې

    هره پاڼه هر ساعت د کتاب ګرځي

    ولي

    کتاب “د فکر ملغلرې” کښې ټولې مقالې چې پۀ غور ولوستې شي نو دا پۀ علمي انداز کښې د پښتو د کلاسيک او جديد ادب يوه ژوره مطالعه ده او د هم عصرو هغو څو اديبانو يوه تذکره ده چې د اوسني او راتلونکي نسلونو د پاره هم د پښتو ادب لار ښودان دي چې د پښتو ژبې او ادب د پرمختګ د پاره ئې قدم پۀ قدم د فکر او شعور ډېوې بلې ساتلې دي او کۀ د هغو د رڼا څخه استفاده ونۀ کړې شي نو مونږ به نيمګړي نيمه خوا پاتې شو. پۀ دې راز “ولي” پوهېدے شي.

    بې د ستا له تصوره ائينه زما ړنده ده

    پۀ هر اړخ ئې ستا تصوير دے کۀ د فکر کۀ جذبه ده

    لۀ دې کبله پۀ ستمبر2017ز کښې د طباعت پۀ کالو ښائسته شوے کتاب “د فکر ملغلرې” کښې د خپلې موضوع د پاره ما هغه ټکي خوښ کړي دي چې د پښتونولۍ، قامولۍ عملي او ژوندي تحريک سره اړه لري.

    د معنې د تل ابدارې ملغلرې

    چا موندلې دي بهر پۀ غاړو غاړو؟

    ولي

    پوهاند راج ولي شاه خټک پۀ (مخ 78) ليکي:

    “د پښتانۀ پۀ تاريخ کښې سړو ته پګړۍ اکثر زنانو ور پۀ سر کړې دي (کوزې کړې ئې هم څۀ د دوي له کبله) خو پۀ يوه ټولنه کښې هېڅ فرد ځان ته جدا نۀ وي، هره اکائي او جز د کل برخه وي. کۀ د عمر پۀ هر حد کښې وي، مثال ئې موندے شي.

    کۀ د زلمو نه پوره نۀ شوه

    فخر افغانه جينکۍ به دې ګټينه

    د “فخرافغان” پۀ علامت کښې دا د هر دور د قامي پښتو د ګټلو احساس ورکوي، د پښتو د ګټلو دا شديد احساس هر چرته او هر کله را ولاړېږي. دغه پښتو هم پۀ اصل کښې د خپلو قدرونو ساتل دي.

    ستا د سترګو د ډيوو رڼا دې نۀ مري

    کۀ ولي کړه لاره ورکه هم خوشحال دے

    پوهاند راج ولي شاه خټک صاحب “د فکر ملغلرې” (مخ:53) کښې ليکي:

    “د امن سره د مينې او د جنګ او تشدد نه د نفرت احساس پۀ پښتنو کښې چې د کوم منظم تحريک پۀ نتيجه کښې بېدار شوے دے، هغه د پښتنو پۀ تاريخ کښې د يو تاريخي انقلاب حېثيت لري. د شلمې صدۍ پۀ وړومبيو لسيزو کښې دا تحريک شروع کړے شوے ؤ. کله چې ټول پښتون اولس د پېرنګي د استبداد سره پۀ مسلح جدوجهد کښې سرګرم ؤ، پۀ دغو ورځو کښې يو انقلاب افرين شخصيت، دور اندېش، ملي رهبر، جادو بيان، مصلح خان عبدالغفار خان “باچاخان” را پاڅېدو او د زمانو زمانو دې جنګ وهلي جنګجو اولس ته ئې د امن يو نوے پېغام ورکړو.”

    پوهاند راج ولي شاه خټک صاحب وړاندې ليکي:

    “باچا خان پۀ خپله يو خان ؤ خو د قام اولس درد ئې پۀ زړۀ کښې ؤ. د خپلو ملګرو سره ئې د يو داسې تحريک اغاز وکړو چې پۀ خپل نوعيت کښې نوے نۀ ؤ. خو د پښتون پۀ زمکه بيخي يو نوے نا اشنا تحريک ؤ. خدائي خدمتګار تحريک چې پۀ پښتنو کښې د امن، صلحې او ورورولۍ تحريک ؤ. د عدم تشدد يوه فلسفه ئې منشور ؤ. دا يو کامياب تحريک ثابت شو او جنګيالي پښتانۀ ئې د عدم تشدد سره پۀ کاميابۍ بلد کړل. دې باچاخان او خدائي خدمتګار تحريک د خانانو او جاګېردارو نه د خانۍ نشه وويسته. د زور اورو او طاقتورو د طاقت غرور ئې مات کړو او کمزورو، بې وسو او لا چارو ته ئې د اميد نوې رڼا ورکړه. ” (مخ:54)

    د پوهاند راج ولي شاه خټک پۀ نظر کښې:

    “د باچاخان حوصله لکه د غر محکمه وه، جېلونو، زندانونو د هغۀ اراده کمزورې نۀ کړې شوه. د اولس د پاره ئې هره سختي وزغمله نو پۀ تحريک کښې ئې د هر مکتب فکر خلق شامل شول.

    خدائي خدمتګار تحريک د پښتو پۀ ادب هم ژور اثرات مرتب کړل. ظاهره ده چې د عدم تشدد د فلسفې اثر پۀ ادب کښې هم ځاے وکړو ځکه نو د دغه دور پۀ ادب کښې د ازادۍ د حصول سره سره د امن، صلحې، ورورولۍ فکر هم جوت ښکاري. خدائي خدمتګار تحريک کۀ هر څو د ازادۍ تحريک ؤ خو پښتانۀ ئې د امن او مساواتو او د قامونو د انسانانو پۀ احترام هم اماده کړل ځکه نو دا تحريک د پښتون د تاريخ يو ځلند باب دے.” (مخ:54)

    معلومه دې وي چې پېرنګي د پښتو، پښتونولۍ او پښتون قوم تشخص ختمولو د پاره داسې چل هنر کړے دے چې پۀ خپله ځينې پښتانۀ پوهاند هم پۀ ځان شکمن شوي دي. پۀ دې حقيقت غور نۀ کوي چې “پښتونولي خو پښتو کښې ده” او پښتو چې لۀ مينځه وځي نو پاتې به څۀ شي؟ ژبه د يو قوم پېژندګلو ده او ژبه د قوم د رواياتو، مذهب، عقېدې، تاريخ او ثقافت ساتندويه وي. د باچاخان خدائي خدمتګار تحريک د قامولۍ داسې پياوړے تحريک ؤ چې پښتون قوم له د تشخص ورکولو د پاره را پورته کړے شوے ؤ. ملي اتلانو کښې باچاخان ته دا اعزاز حاصل دے چې د “ناپوهۍ” او “جاهليت” د پېغور ورکولو د پاره ئې خپل قوم ته د تعليم او هنر د زده کولو او د تجارت او معاشي غوښتنو پوره کولو د پاره عملي ګامونه پورته کړل. د امن او عدم تشدد پۀ لار ئې د ژوند عملي مبارزې پېل کولو ته چمتو کړل.

    د هندوستان د ازادۍ پۀ تحريک کښې نور قومونه هم شريک وو خو د پېرنګي د سترګو ازغے تر اخره پورې صرف “باچاخان” او “خدائي خدمتګار تحريک” ځکه وو چې دوي د خپلو قومي حقونو د پاره د ټوپک پۀ ځاے د پوهې او قلم توره پۀ لاس کښې نيولې وه. “پېرنګے” کۀ هر څو ځان ته “يو مهذب” او د “قانون ائين” پامته دار قوم وائي خو د خدائي خدمتګار تحريک يا د پښتون قوم اتحاد پاره پاره کولو د پاره ئې “غېر مهذبه” او “غېر قانوني” لارې چارې اختيار کړې وې او د پېرنګي پۀ پاليسۍ عمل کوونکو طاقتونو هم د پښتنو پۀ لوري هم دغه طريقه او هم دغه رويه پۀ ځاے ساتلې ده چې ښې نتيجې به هېڅ کله راونۀ ړلې شي. د دغه استعماري سوچ پۀ ضد “د فکر ملغلرې” کښې پوهاند راج ولي شاه خټک صاحب ځاے پۀ ځاے خپله قومي دفاع کړې ده.

    پۀ مخ 55 ليکي:

    “نورو د تاريخي جنګونو پېښو پۀ عالم کښې پښتون يو جنګيالے قام تصور کړے دے. حالانکې حقيقت ټول داسې نۀ دے کۀ چرې قديمي تاريخ ته وکتل شي نو د پښتنو پۀ زمکه د ګندهارا تهذېب تر عروجه رسېدل د پښتون فطرت د امن سره د مينې غمازي کوي او پۀ اجتماعي ډول د جرګې د فېصلې پۀ نتيجه کښې د اسلام دين قبلول هم د دوي د امن او سلامتۍ سره د محبت څرګندونه کوي. ”

    دغه خبره ئې وړاندې هم کړې ده:

    “کۀ هر څو پښتانۀ جنګ يواځې پۀ ننګ کوي خو چا هم د پښتانۀ د ننګ پۀ قدر د پوهېدلو کوشش ونۀ کړو.” (مخ:55)

    ستا د بڼ پۀ شر و شور کښې بې نوا ولي ته

    څۀ خو ګوره! رحمکاره زۀ يواځې يمه

    د ډاکټر راج ولي شاه خټک صاحب د پي اېچ ډي مقاله “د پښتو ادبي تحريکونه” کال 1989ز کښې کتابي شکل کښې چاپ شوې ده. زما پۀ خيال دغو کښې غالباً د “حاجيانو پوهانو” پۀ مشوره “خدائي خدمتګار” نۀ دے شامل شوے، د نۀ شامليدو دا جواز به صحيح وګڼو چې “اصلاح الافاغنه” يا “خدائي خدمتګار تحريک” پۀ بنيادي توګه اصلاحي او قومي تحريکونه وو چې د حالاتو پۀ اثر ئې بيا سياسي شکل اختيار کړو او د ازادۍ تحريک شو خو د سپړدي ذهن يو محقق هم پۀ دې حقيقت سترګې نۀ شي پټولې چې خدائي خدمتګار تحريک ځان سره څنګ پۀ څنګ د پښتو ژبې او ادب يو نوے تحريک هم شروع کړے ؤ. “زمونږ د قوم دے”، ولي پۀ دغه مقاله کښې د پښتنو د قامولۍ او ازادۍ تحريک ته جوختې اشارې کړې دي او “د کرښو پۀ مينځ” کښې ئې د مطلب داسې خبرې کړې دي چې د عام سطحې فکر خلقو توجه را ګرځولې شي.

    مونږ يو کۀ د نفاق د ښامار زهرو خوبولي

    خو بيا هم د پښتو د بقاء جنګ زمونږ پۀ سر دے

    راج ولي شاه صاحب ليکلي دي:

    “د هند غلام قوميتونو چې کله د ازادۍ د پاره تحريک شروع کړو نو پښتانۀ به ورسره خود ملګري کېدل چې پۀ دغو ورځو کښې مقصد صرف يو ؤ او هغه مقصد د انګرېز د غلامۍ نه هندوستان ازادول وو.” (مخ:476)

    “د پښتو ادبي تحريکونه” (مخ 477) کښې ډاکټر راج ولي شاه خټک د قومي ازادۍ د تاريخ سياسي حکمت عملي واضحه کړې ده:

    “دلته انګرېزانو پۀ مکرونو، فرېبونو حکومت کولو. د فارورډ پالیسۍ (Forward Policy) لۀ مخه ئې پۀ پښتنو کښې بې اتفاقي پېدا کړې وه. د غلامۍ زهر د پښتنو پۀ رګونو کښې خورېدل. پۀ داسې ورځو کښې بيا اصلاحي تحريکونه شروع شوي دي چې پښتانۀ د دې رنځ نه پۀ امن کړے شي. “انجمن اصلاح الافاغنه” هم د دې غرض د پاره شروع کړے شوے ؤ. پۀ دې کښې اديبان شاعران هم شامل وو. د دې نه پس “سرخپوش” او خدائي خدمتګار تحريکونه شروع کړے شول چې پۀ پښتنو کښې د ځان پېژندنې جوهر برڅېره کړے شي. پۀ اول کښې دا تحريکونه خاص اصلاحي وو ولې هر کله چې انګرېزانو دا اصلاح نۀ شوه زغملې نو د دې تحريکونو مخه د سياست پۀ لور شوه.

    زۀ چې افغان يم، زۀ چې پښتون يم

    نو هم مجنون يم، هم افلاطون يم

    پښتو نولي مې د ژوند ائين دے

    پۀ دې مجرم زۀ، ستا د قانون يم

    ولي

    “پښتون” رساله باچاخان پۀ 1928ز کښې د اتمانزو نه جاري کړې وه. پۀ دې حواله د ډاکټر راج ولي شاه خټک معلوماتو کښې د تحقيق لۀ رويه څۀ لږ غوندې کمے ضرور محسوسېږي خو لکه څنګه چې د يو محقق، اديب شان وي. د ګران ډاکټر صاحب رايې زړۀ پورې علمي ده. “پښتون” د “خدائي خدمتګار تحريک” ترجمان رساله وه او دا اوس هم د پښتنو رساله ده. ډاکټر راج ولي شاه خټک صاحب (مخ:483-482، ادبي تحريکونه) ليکلي دي:

    “پۀ دغه دوران کښې د ټولو نه کاميابه او زياته لوستلې رساله د سرخ پوش خدائي خدمتګار تحريک “پښتون” وه. د دې ايډيټر عبدالخالق خليق صاحب ؤ. دې رسالې د پښتو ادب لوے خدمت کړے دے او زيات تر انقلابي او قامي شاعران اديبان دې “پښتون” رسالې متعارف کړي او پاللي دي.”

    “د فکر ملغلرې” کښې هم د باچاخان خدائي خدمتګار تحريک ته ډاکټر راج ولي شاه خټک د پښتو، پښتونولۍ او قامولۍ پۀ نظر کتلي دي او د تحريک عدم تشدد، تاريخي کردار او کړۀ وړۀ ئې پۀ علمي انداز کښې روښانه کړي دي. پۀ دې جذبه او زيار دې ورله الله پاک د جنت پۀ ګلشنونو او د خپل رحمت پۀ پلوونو کښې اعلٰي مقام ورکړي.

    د روزګار لۀ سپينو سترګو پناه را کړه!

    تورې زلفې دې خورې کړه چې ماښام شي

    د ولي سدا بهار خود سره فکر

    سپرلے نۀ دے چې د شپو ورځو غلام شي

     

  • خدائي خدمتګار او ‘ګمنام سپاهي’ – م ر شفق

    د ارواښاد ايوب صابر د مشهور نظم “ګمنام سپاهي” نه يو څو مصرعې راخلم:

    هر مؤرخ دے غافل

    هر محقق دے اودۀ

    هر مصور ملامت

    هر صحافي قصور وار

    هر يو اديب ګناه ګار

    زۀ يو سپاهي يم

    يو تورزن د دنيا

    پۀ هر مېدان کښې جنګېدلے يم

    ولې څوک داسې مؤرخ هم شته دے

    چې ئې پۀ ما هم څۀ تحقيق کړے دے؟

    د باچاخان د خدائي خدمتګار تحريک هر يو خدائي خدمتګار د قومي اتل درجه لري خو د زرګونو او لکهونو پۀ شمېر خدائي خدمتګاران داسې تېر شوي دي چې خاص د الله د رضا د پاره ئې د قومي ازادۍ او خپلواکۍ مبارزه کښې د سر و مال قربانۍ ورکړي او د خپل ژوند يوه يوه لحظه کښې د عدم تشدد، مينې او ورورولۍ پۀ جذبه ئې بې غرضه خدمتونه کړي دي. د شهرت نه بې نيازه دغه “ګمنام سپاهيان” څوک پېژني هم نۀ. يو څو ليکونکي د ګوتو پۀ سر شمېرلے شي چې د خدائي خدمتګارانو څۀ نا څۀ ذکر ئې کړے دے او د تذکرې ليکلو هڅې ئې کړې دي. داسې ليکونکو کښې ولي محمد طوفان شامل دے چې ورځپاڼه “شهباز” کښې ئې يوه سلسله روانه کړې وه. (1965ز خواوشا) – د زروبۍ (صوابۍ) فهيم سرحدي هم د خدائي خدمتګارانو پۀ حواله کتاب چاپ کړے ؤ چې يو نيمګړے کوشش ؤ. سيد وقار علي شاه کاکاخېل د تاريخ ژوندے پوهاند دے. دوي پۀ علمي انداز کښې د خدائي خدمتګار تحريک پۀ حواله انګرېزۍ او پښتو کښې د ستائینې وړ تحقيقي کار کړے دے. د باچاخان (خان عبدالغفارخان) ژوند ليک “زما ژوند او جدوجهد” مونږ لوستلے شو. د خان عبدالولي خان ليکلي “رښتيا رښتيا دي” او څلور درانۀ کتابونه “باچاخان او خدائي خدمتګاري” زمونږ سترګې پرانستلې شي؛ ولې بيا هم د پښتونخوا د هرې سيمې خدائي خدمتګار د قوم د بې غرضه “ګمنام سپاهي” پۀ توګه د مرحوم ايوب صابر پۀ ژبه خاموش احتجاج کوي:

    پۀ هر محاذ د شرافت

    د سړیتوب

    او د نيکۍ پۀ قاتلانو باندې

    تل غورځنګونه خو بس ما کړي دي

    کمانډران او جرنېلان خو ما نه وروستو ګرځي

    نو بيا څۀ وجه ده چې زۀ ګمنام يم؟

    څۀ وجه ده چې زۀ ګمنام يم؟ د دې وجې ډېرې دي؛ يوه لويه وجه دا ده چې پښتنو او خدائي خدمتګارانو خپل تاريخ پۀ خپله نۀ دے ليکلے. باچا خان چې د خدائي خدمتګارۍ پۀ نوم د قامولۍ تحريک را پورته کړو نو پۀ 1928ز کښې ئې د هر څۀ نه اول “پښتون” رساله جاري کړه چې پۀ دې پاڼو کښې به د قومي تحريک د ورځې ورځې حالات او واقعات محفوظ کړے شي. باچا خان به تعليم يافته زلمو او د قلم خاوندانو خدمتګارو ته بيا بيا دا خبره کوله چې د تحريک پۀ دوران کښې هره ورځ څومره څۀ راپېښېږي، دغه ټول هر څۀ هره ورځ پۀ باقاعده ډول ليکئ. د دې ليکنو څخه به وروستو تاريخ جوړ شي خو ډېر لږ شمېر خدائي خدمتګارانو لکه فضل رحيم ساقي، عبدالخالق خليق صاحب، عبدالاکبر خان اکبر، محمد اسلم خان شرر انبار ډهېري او ناظم سرفراز خان غوندې سربازانو پۀ دې وېنا عمل کړے ؤ. ممکن ده نورو خدائي خدمتګارانو به هم ليکل کړي وي؛ ولې ډېر څۀ د هغۀ وخت د “ظالم حکومت” د لاسه خاورې ايرې شوې وي او ځينې اهم ليکونه به د خدائي خدمتګارانو د وارثانو د بې غورۍ او ناپوهۍ پۀ سبب لاس ته نۀ راځي. زۀ دلته د خپل “داجي” (مولونا عنايت الله) مثال ورکولے شم. وئيل به ئې، “کله چې زۀ پۀ درېم اګست 1948ز پېشمني مال هري پور جېل ته ورسولے شوم او بيا څو کاله پس راغلم نو زما ليکلې ډائري او ياداشتونه، کاغذونه د کور بنديانو د پوليسو لۀ وېرې او د خپلې ستانې د عزت او ناموس ساتلو پۀ خاطر تنور کښې سوزولي وو.”

    داسې به ډېرو ځايونوکښې شوي وي. لکه مونږ ته دا هم نۀ ده معلومه چې پۀ دولسم اګست 1948ز د بابړې (چارسدې) پۀ “کربلا” کښې څومره او کوم کوم خدائي خدمتګاران شهيدان شوي او ټکو سترې شوي وو. هر څوک وائي چې د سوونو پۀ شمېر دي خو د پاکستان لوے قومي اخبار “ډان” صرف پينځلس ښائي؟ ډاکټر سهيل ورپسې لټون کولو خو کامياب نۀ شو.[1]

    مونږ دې “لوے غم” (ټريجيډي) ته ځکه مخ يو چې زمونږ نه د پېرنګي استبداد پاليسۍ ترمخه خپله ژبه شوکولې شوې ده. د قومي تاريخ مشاده ئې راله ورانه کړې ده ځکه چې تعليمي نصاب کتابونه د افسر شاهۍ “پرورده ليکونکو” مرتب کول؛ نوي نسل ته ګناه نشته، دوي بې خبره ساتلے شوي دي او د ملک تاريخ يا “مطالعه پاکستان” تر اوسه پورې د قومي ازادۍ مبارزانو او ګمنام خدائي خدمتګار سپاهيانو ته ملامته مختورن دے ځکه نو د خپلې خاورې “مؤرخ” ته دا پته هم نشته چې خدائي خدمتګار څوک وو؟

    د باچاخان خدائي خدمتګار تحريک د قافلې سالاران، جرنېلان او کرنېلان خو غريب کسب ګر خلق وو؛ جولا ګان، چمياران او نايان چې تش پۀ نوم پښتنو ورته سپک کتل – دا زمونږ د معاشرې متحرک غړي دي. دې کسب ګرو هنرمندو پۀ خپل هنر پښتانۀ درانۀ کړي دي. د پښتنو، قومي ” شاه ملنګ” ورله عزت او احترام ورکړے ؤ او پۀ دې طريقه ئې د پېرنګيانو “مراعات يافته” نوابانو، جاګېردارانو د غرور ښکر مات کړے ؤ. د عمل او کردار ائينه ئې ورته مخامخ کړې وه چې:

    نامرد فخر پۀ نسب کړي

    مرد نۀ مور لري نۀ پلار

    خوشحال خان خټک

    غرض دا چې باچاخا ن او خدائي خدمتګاران پۀ نسل نسب نۀ، پۀ خپل کردار پېژندلي او منلي شي. مينه او عقيدت، زړۀ او ذهن سره تعلق لري او د يو تن لا يو شخصيت سره د هغۀ د سپېځلي او تاريخي کردار پۀ وجه پېدا کېدلې شي خو دا تجزيه د لوے غني خان غوندې سترګور دانشور کولې شي.

    د خدائي خدمتګارانو د عقيدې او نظريې د جاج اخستو د پاره دې لوستونکي “د غني کليات” او “لټون” کښې کۀ نور نۀ وي، صرف دوه نظمونه “جنګ له دے منصور روان” او “سوداګر” بيا بيا ولولي نو د “عدم تشدد” فلسفه به ورته معلومه شي او پوهه به شي چې “کردار” څۀ ته وائي او “خدائي خدمتګار” پۀ کوم مقام ولاړ دے؟ د “ګمنام خدائي خدمتګار” پۀ حواله ما د ښاغلي غني خان وېنا پۀ خپلو غوږو اورېدلې وه؛ د اردو کتاب “شفق رنگ” (1997ز) کښې مې محفوظ کړې وه؛ اوس ئې بيا پښتو کښې بيانول غواړم.

    “د صدر فيلډ مارشل محمد ايوب خان د حکومت خلاف عوامي جمهوري جدوجهد فېصله کن مرحلې ته رسېدونکے ؤ. ښاغلے عبدالولي خان، اجمل خټک او د نېشنل عوامي پارټۍ د سر سر مشران پۀ جېلونو کښې بنديوان وو. د مردان پورې هوتي کښې “د ميروېس ډهېرۍ” (سانحه 1942ز) ورځ نمانځلې شوه او د يوې لويې جلسې اهتمام شوے ؤ. پرجوش تقريرونه وشول. نابينا شاعر زيارت خان پۀ دروند خوږ اواز کښې نظم واورولو “د اکتوبر پۀ اووۀ ويشتمه”؛ نظم کښې د ميروېس ډهېرۍ واقعه خلقو ته وريادولې شوه او خدائي خدمتګارانو ته د عقيدت او محبت پېرزوئني وړاندې کړې شوې. د جلسې اخر کښې ښاغلي غني خان يو مختصر او دلچسپ تقرير وکړو؛ وئيل ئې:

    “زۀ د باچا خان” “رېزور زوے” يم، “بابا” افغانستان کښې خوشحاله دے، “ولي” پۀ جېل کښې “ډډه” ولګوله؛ دا سرتېره زلمي ما پسې شو او دلته ئې راوستم. زۀ د تقرير شوقين نۀ يم، بس يو څو خبرې به درته وکړم، تاسو پرې لږ غور وکړئ!”

    بيا ئې ووې،

    “د “ميروېس ډهېرۍ” دردناکې پېښې پۀ حواله چې تقرير کولے شي يا نظم وئيلے شي نو زيات زرو دې له ورکولے شي چې پۀ دې کښې د باچا خان پښتۍ ماتې شوې وې خو دا څۀ دومره اهمه خبره نۀ ده، د ازادۍ پۀ جنګرېز کښې د خدائي خدمتګارانو کورونه لوټ شوي دي، د ازادۍ ننګيالو د خپلو وينو نذرانې ورکړې دي، خدائي خدمتګارانو چې کوم عذابونه او اذيتونه زغملي دي، د هغو درد ناکو پېښو پۀ اورېدو خو پۀ خپله پۀ تاريخ هم غوني ځیږ ځيږ شي؛ نو کۀ د باچاخان “پښتۍ” ماته شوه څۀ قيامت راغے؟ د دغه تاريخي سانحې د ټولو نه اهمه او د پاملرنې جوګه خبره دا ده چې د باچا خان پۀ مشرۍ کښې د خدائي خدمتګارانو يو پُر امن جلوس روان ؤ – د هند برټش حکومت داسې نۀ غوښتل. پۀ ټوپکو سنګينونو وسله بند پوليس فورس ئې د تش لاسو خدائي خدمتګارانو مخه ووهله او حکم ئې ورکړو،

    “مخکښې به نۀ ځئ! خبردار چې بل قدم وانۀ خلئ!”

    باچاخان ورته ووې،

    “مونږ به ضرور ځو!”

    بس دغه هومره خبره وه، يعني د جبر او تشدد باوجود د باچا خان او د هغۀ د خدائي خدمتګارانو د جرأت، صبر استقامت پښې ونۀ رپېدلې.”

    ما ته د “عظيم باچا خان” هاغه د خلقو نه هېر شوي “خدائي خدمتګاران” د محترم ايوب صابر “ګمنام سپاهي” ښکاري چې خپل وخت او زمانې ته غږ ورکوي.

    ولې څوک داسې اديب هم موندے شي؟

    چې ئې دوه ګوتې کاغذ

    زما پۀ مړانې وي تور کړے چرې؟

    ولې څلور کنجه دنيا کښې داسې

    يو فنکار هم موندے شي؟

    چې زما نوم قدرې معلوم وي ورته؟

    خدائي خدمتګاران – ملي اتلان

    د پښتونخوا د نورو سيمو پۀ شان “تورو” هم د خدائي خدمتګار تحريک يو مرکز پاتې شوے دے. “تورو” چې پۀ عمومي ډول “طورو” ليکلے شي، د یوسفزو کمالزو د ګدۍ او مشرۍ کلے دے. د پېرنګيانو برطانوي هند حکومت پۀ دور کښې “تورو” کښې نوابي وه. اوس هم دا کلے پۀ خانانو نوابانو مشهور دے خو تېرو وختونو کښې دلته د ډېرو لويو ديني عالمانو درز خور ؤ نو “تورو” ته به ‘بخارائے ثاني’ وئيلې شوه.

    د باچا خان (عبد الغفار خان) خدائي خدمتګار تحريک چې را پورته شو نو د “تورو” عالمانو ورسره پوره پوره اخلاقي او عملي مرسته کړې وه. ليکونکي (شفق) هغه وختونه نۀ دي ليدلي خو د خپلې مور، پلار، خوېندو او ځينو مشرانو نه مې قصې اورېدلي دي؛ بيا چې زۀ (شفق) هلکوانۍ او ځوانۍ ته ورسېدم نو ځينې پخواني لوستي نالوستي خدائي خدمتګاران مې پۀ خپلو سترګو ليدلي هم دي چې پۀ اولسي او سياسي ژوند کښې مثالي کردارونه وو. د خدائي خدمتګارۍ پۀ فکري اساس جوړ سياسي ګوند نېشنل عوامي پارټۍ سره به ئې پت پاللو او د پښتنو تر منځه د ورورولۍ او خپلولۍ قائم ساتلو د پاره به ئې پۀ ځاے او اجتماعي توګه د خدائي خدمتګار مثالي عملي کردار ادا کولو.

    • مولانا محمد عنایت الله:

    مولانا محمد عنايت الله (د ليکونکي والد محترم) ديني عالم، اديب (فروري 1910 – 24 جون 1995ز) او خطيب ؤ. ديني سبقونه (فقه احاديث) ئې د خپل پلار مولانا محمد عبدالجميل سره وئيلي وو او د دارالعلوم دېوبند اعزازي سند ئې د شېخ الاسلام مولانا حسېن احمد مدني نه تر لاسه کړے ؤ. ټول ژوند ئې درس و تدريس او خدائي خدمتګارۍ کښې تېر کړے ؤ. لويه کارنامه ئې دا وه چې د خپلو څو رفيقانو پۀ مدد ئې زيات شمېر خطرناکې او ناکاره دښمنۍ پۀ دوستۍ او ورورولۍ کښې بدلې کړې وې. د وفات (24 مۍ 1995ز) نه مياشت نيمه وړاندې ورسره ښاغلي نورالبشر نويد او خالد اقبال د مياشتينۍ “ليکوال” د پاره يوه اوږده مرکه کړې وه. (دوېم جلد، پينځمه ګڼه، مۍ 1995ز) مولانا صاحب د يوې پوښتنې پۀ جواب کښې وائي:

    “يو ذهين طالب علم قاضي اثار الحق د هشنغر رځړو اوسېدونکے ؤ. د هغۀ ډولۍ د اتمانزو نه راوړلې شوه. د نکاح دستوره کښې د شاملېدو د پاره والد صاحب (مولانا حافظ عبدالجميل) سره زۀ هم اتمانزو ته لاړم (1925-24)، دغه محله کښې د باچا خان کور او ځاے ؤ. دنګ لوړ، سور سپين د خامتا جامې ئې اغوستې وې، پټکے ئې پۀ سر ؤ. وړه قينچي کړې توره ږیره ئې وه. هغۀ زما پلار ته د چايو دعوت ورکړو او خپلې حجرې ته ئې بوتلو او د خپل اصلاحي تحريک باره کښې ئې ورسره خبرې اترې وکړې. زما والد صاحب ووئيل: ‘ستا دا تحريک ډېر ښۀ او مناسب دے خو ضعف او جسماني کمزوري اجازت نۀ را کوي چې تا سره عملي مرسته وکړم، دعا به درته کوم – ما ته وروستو خپل والد صاحب محترم د باچا خان د ازادۍ پۀ تحريک کښې د شاملېدو وېنا وکړه. يو زما د پلار وصيت ؤ او بل د باچا خان د تحريک جذبه وه چې ما پۀ ايماندارۍ د دې تحريک سره ټول ژوند وتړلو.”

    مولانا محمد عنايت الله صاحب د يو عالم او خدائي خدمتګار پۀ توګه محسوس کړي او د زړۀ نه منلې ده چې:

    “حضرت باچاخان يو مجاهد مسلمان ؤ. د هغۀ د اسلام پۀ تعليماتو او د رسول اکرم صلي الله علېه وسلم پۀ ارشاداتو کلکه عقيده وه. ګاندهي جي هم د عدم تشدد فلسفه خوښه کړې وه خو عدم تشدد د ګاندهي جي پاليسي وه او د باچاخان عقيده وه.”

    “ليکوال” سره مرکه کښې مولانا صاحب دا خبره هم سپينه کړې ده چې:

    “عموماً دا خبره کولې شي چې د پښتون فطرت دا نۀ دے، عدم تشدد نۀ خوښوي او د ژوند هره معامله کښې تشدد کوي ولې د باچا خان خدائي خدمتګار تحريک دنيا ته د خپل عمل پۀ ذريعه ثابته کړه چې د عدم تشدد پۀ فلسفه کۀ څوک پوره پوره عمل کولے شي نو هغه صرف پښتانۀ دي. خدائي خدمتګارانو پۀ اجتماعي توګه هم او پۀ ځاني طور هم، روښانه مثالونه قائم کړي دي. دې لړکښې زۀ د خپل ذات پۀ حواله ډېر ثبوتونه پېش کولے شم – لکه يوه ورځ يو سړے راغے، ما ته ئې مخ پۀ مخ کنځلې شروع کړې. زما عزيزانو خپلوانو ته ئې سپکې سپورې او بدې ردې ووې. ما ورته پۀ جواب کښې صرف دا خبره وکړه، “ما او زما پلار او نور عزيزان د کلي ټول خلق پېژني.” بيا ښه ډېره موده پس هغه سړے راغے، معافي ئې وغوښته چې زۀ پۀ خپله رويه پښېمانه يم. اوس تاسو خيال وکړئ، کۀ چرې ما هم سپکه خولۀ خوځولې وه او تشدد مې کړے ؤ نو ښکاره ده چې د هغۀ زړۀ کښې به کرکه او نفرت نور زيات شوے ؤ. زۀ وايم چې د عدم تشدد فلسفه به اوس هم کاميابه وي ځکه چې پۀ تشدد مسئلې نۀ هوارېږي.”

    • ملک يار محمد کرنېل صاحب:

    د “تورو” محله موسٰي خېل د ملک يار محمد صاحب د خدائي خدمتګارو کرنېل ؤ. د محمد نظيف خان زوے، د پېدايښت کال ئې 1911ز او د وفات نېټه ئې 23 فروري 1980ز ده. ليک لوست ئې کولے شو. زيرک، هوښيار او ژوندے بنيادم ؤ. دے د شپږو مياشتو ؤ چې پلار ئې وفات شوے ؤ. د خدائي خدمتګارۍ دور چې تېر شو نو د “تورو” د خانانو، نوابانو د زمکو، دوترو، ناظري ئې کړې وه او د هغوي د “کرنېل صاحب” پۀ ذات او کردار پوره پوره اعتماد ؤ. د طورو نواب زاده نصرالله خان (چهوټے خان) چې پۀ عوامي سياست کښې قدم کېښودو نو ملاتړ ئې ملک يار محمد کرنېل کړے ؤ. زمونږ د والد صاحب خوږ يار او همځولے ؤ. د هغۀ پۀ وفات د غمرازۍ غونډه کښې مولانا صاحب (محمد عنايت الله) خپل تقرير کښې يوه واقعه بيان کړې وه چې زمونږ ځوانۍ وې، د خدائي خدمتګار تحريک پۀ سلسله کښې مو کلي پۀ کلي دورې کولې. د يو کلي “خوشاټارو” را ته مخامخ سپکې سپورې ووئيلې. يو زلمي پۀ کښې دا هم وئيلي وو چې “ښځې به درنه راولو” – مولانا صاحب چې پۀ خپله د صبر استقامت ژوندے پېکر ؤ؛ فرمائيل، “د زلمي پۀ دې خبره زما وينې جوش وکړو خو يار محمد کرنېل چې زما اکر بکر ته وکتل نو پۀ خندا شو. زما پۀ اوږه ئې لاس کېښود او هغو زلمو ته ئې پۀ ډېره خوږه لهجه کښې ووې، “تاسو هسې لګيا يئ، زمونږ دکور دېوالونه ښۀ دنګ او اوچت دي، تاسو هلته نۀ شئ ورتلے.”

    مولانا صاحب وئيل، زۀ د “کرنېل صاحب” حوصلې ته حېران شوم. پۀ 1977-78ز کښې چې د “پاکستان قومي اتحاد” غورځنګ پۀ جوبن کښې ؤ نو يار محمد کرنېل صاحب پۀ صحت ښۀ ؤ خو سپين ږېرے مشر ؤ. مردان کښې يو جلوس کښې روان ؤ، پوليس کوتک ماري شروع کړه. کرنېل صاحب يار محمد پۀ سر د کوتک ګزار وخوړو، پۀ فټ پاتهـ سر پۀ دواړو لاسو کښې نيولے کښېناست. د پوليس کپتان (دوست) چې ورته خيال شو نو پۀ منډه ورله راغے، خوا خوږي ئې ورسره کوله؛ “ګوره ملک صاحب! تۀ خو مشر سړے یې، د پوليس مخې ته مۀ راځه! د جلوس شا شا ته ځه کنه.” ملک صاحب ورته وخاندل، کپتان صاحب! مونږ ته هغه “هندو” (باچا خان) پۀ شا د تلو او تېښتې کولو چل نۀ دے ښودلے.

    د “يارو کرنېل صاحب” مونږ دواړه وروڼه (اسرار د طورو او زۀ) پۀ دې هم خوښ وو چې د هغۀ کشر زوے ډاکټر جهانزېب سره مو ميډيکل کالج ته رسولو کښې منډه ترړه وهلې وه او زمونږ لۀ مخه ورسره “سټوډنټ کلرک” امان الله شاهين صاحب (مرحوم د اجمل خټک صاحب د ترۀ زوے او شاعر ؤ) داخله کښې پوره مرسته کړې وه. زۀ چې دسمبر 1975ز کښې د رېډيو پاکستان پښتو خبرونو څانګې سره انډول شوم نو يوه ورځ را ته ملک صاحب ووئيل، مشتاقه! پوليس رانه ستا باره کښې څۀ ضروري انکوائري (اښتنې پوښتنې) کولې. ما ورته ووې، دا خو د مولانا صاحب کشر زوے او زما ورارۀ دے، څوارلسم پاس دے؛ کله يو دفتر کښې کله بل دفتر کښې ځان لۀ څۀ کار ګوري، اوس ئې رېډيو پاکستان کښې نوکري وموندله او چې پۀ ښۀ بد پوهه شوے دے نو هم دغه د سرکار پارټۍ سره ئې يارانه ده نو.

    • امازے ماما:

    د سمدې خېلو محلې “امازے ماما” د ټول کلي څۀ چې د خواوشا مېرو بانډو او علاقو هم “ماما” ؤ. ټول عمر عملاً خدائي خدمتګار ؤ. د کلي د پاره تعميري منصوبو کښې به ئې اهم کردار ادا کولو. خلق به ئې د جومات، حجرې، پل او سکول د ودانۍ کارونو ته چمتو کول او تکړه کول. بغېر تپوسه به ئې د هر چا غم ښادۍ کښې خدمت کولو او د مېلمنو د پاره انتظاماتو سمولو ته به حاضر ؤ. ځينې ځان خوښو زلمو به د امازي ماما بې غرضه خدمت “مداخلتِ بېجا” ګڼلو خو هغه به د خپل خدمت نه چا نۀ شو منع کولے. وچ کلک خوش پوش انسان ؤ او د خبرو سليقه هم ورتله. مور ئې د امازو ګړهۍ وه نو ځکه پۀ امازو ماما مشهور ؤ ګنې خپل نوم ئې عبد الواحد ؤ. وئيل ئې د “خدائي خدمتګارۍ” پۀ جرم کښې هري پور جېل کښې به بربنډ پۀ بېتونو وهلے شوم نو لۀ ډېره درده به مې کريکې وهلې. ما سره سم د لوند خوړ غلام محمد خان سور سپين غټ کټ زلمے هم پۀ کوړو وهلے شو. لۀ بدنه ئې پوټکي الوتل خو د خولې نه ئې “اوش” قدر له نۀ ؤ ختلے. خپل درد رانه هېر شو. د شپې مې دوه خښتې پۀ انغري کښې سرې کړلې، پۀ دې مې ځان له او د لوند خوړ دغه بهادر، نډر خان لۀ زخمونه ټکورول.

    غلام محمد خان لوند خوړ هغه خدائي خدمتګار “خان” دے چې پېرنګيانو ورله حجره سوزولې وه. مردان پورې هوتي کښې د “مارشل لاء” خلاف د متحده جمهوري محاذ جلسه وه. لوند خوړ د کونسل مسلم ليګ د رهنما پۀ حېث تقرير کولو،

    “اے خلقو! تاسو نن د جمهوريت د بحالۍ چغې وهئ، دا ازادي خو زمونږ د مال و سر پۀ قربانیو راغلې ده. ازادي د خټو ګوګوشتو نۀ دے؛ کۀ دا خپله “شا” مې درته ښکاره کړه نو د جابر حکومت د لاس تغمې پرې اوس هم ولاړې دي.”

    1972-73ز کښې غلام محمد خان لوند خوړ د نېشنل عوامي پارټۍ مخالف ګوند “قيوم مسلم ليګ” کښې ؤ. پۀ ملاکنډ روډ “بلوه ګرو” پۀ ښاغلي عبدالولي خان قاتلانه حمله وکړه. پۀ ګاډي ګولۍ وورولې شوې او ډرائيور پۀ کښې مړ شو نو دغه تاوژنو حالاتو کښې غلام محمد خان لوند خوړ د څۀ قسمه سياسي مصلحت پروا ونۀ کړه او غمرازۍ لۀ پۀ درنه څټه نېغ “شهي باغ” ته لاړو. ولي خان ته ئې ووې، زۀ د چا نه وېرېږم نۀ، پښتون يم؛ بهټو او دغه “بل” کۀ څۀ وي نو ځان لۀ به وي. زۀ تا له راغلے يم. ولي خان ورته احتراماً پاڅېدو او پۀ روڼ تندي ئې ورته هرکلے ووې.

    قيصه مې د عملي خدائي خدمتګار “امازي ماما” کوله.

    1967-68ز کښې به د “سدي خېلو” سريخ جومات کښې والد محترم (مولانا عنايت الله) د مازيګر نمانځه نه پس د قران پاک درس ورکولو. امازے ماما به هم درس کښې شريکېدو او د خلقو را لړزولو د پاره به ئې عجيبه عجيبه تپوسونه کول. مولانا صاحب له به غصه نۀ ورتله. ښۀ پۀ ارام به ئې ورله زړۀ پورې جوابونه ورکول او د امازي ماما پټ حريفان به کچي ګوله پاتې شو.

    يوه ورځ درس جاري ؤ او امازي ماما د جومات نه بهر بېلچه پۀ لاس کښې نيولې وه، سخا لختے ئې صفا کولو. يو حريف پرې ټک وکړو چې خلق د قران پاک درس ته ناست دي او تا ځان له کار کتلے دے د لختي سخا خټو ته دې بېلچه اړمه کړې ده؟ امازي ماما ورته ووې، دا تپوس به د مولانا صاحب نۀ وکړې. د درس پۀ ختمېدو يو وزګارخېل دغه تپوس وکړلو. مولانا صاحب ورته ووې، مونږ خبرې کوو او امازے ماما پۀ يواځې ځان د چم ګاونډ خدمت ته ملا تړلې ده او پۀ درس د عمل کولو ثوابونه ګټي.

    • مستقيم کاکا چميار:

    ما چې ليدو نو وچ کړس او ملا ئې کوڼتي وه. د موسٰي خېل محلې مستقيم کاکابه قصابانو تاجرانو لۀ څرمنې صفا کولې او رنګولې، معاوضه به ئې نۀ اخسته. بې نيازه خدائي خدمتګار ؤ خو د پېرنګي اېجنټانو پرې رپورټ وکړو چې مستقيم چميار د ګټې وټې خاوند دے نو حکومت پرې ټېکس لګولو. د 1935ز اېکټ لاندې به هغه تن ووټ ورکولے شو چې ټېکس ګزار به ؤ. د خپل محترم ورور محمد ظهورالحق صاحب نه مې اورېدلي وو؛ سر نواب محمد اکبر خان هوتي چې يو دبنګ شخصيت ؤ، انتخابونو ته ولاړ ؤ او مقابله ئې خدائي خدمتګار امير محمد خان هوتي (د امير حېدر خان هوتي نيکۀ) کوله. د هوتي نواب صاحب ووټ غوښتو له د مستقيم کاکا کوڅې لۀ ورغے. د طورو نواب او خانان هم ورسره وو. مستقيم کاکا چې خبر شو نو د کور نه ئې کټونه را بهر کړل، تولايۍ ئې پکښې وغوړولې او بالښتونه تکيه ګانې ورته کېښودې شوې. د هوتي نواب صاحب او نور خانان ئې پۀ عزت او احترام کښېنول. نواب صاحب ورته ووې، مونږ د ووټ د پاره تا له پۀ جرګه راغلي يو. مستقيم کاکا ورته جواب ورکړو،

    “تاسو درانۀ مېلمانۀ يئ، خپله در غريبي پېش کولې شم خو ووټ د هغه چا دے چا چې مونږ لۀ د ووټ حق ګټلے دے.

    نواب صاحب پاڅېدو او چې د موسٰي خېلو حجرې ته را ورسېدو نو پۀ دروند اواز کښې ئې “باچا خان” ته يو څو غټ غټ کنځل وکړل. وئيل ئې،

    “تۀ وګوره ورته! زۀ ئې دې وچې ټانټې (مستقيم کاکا) ته محتاجه کړم؟’

    “تورو” کښې د خدائي خدمتګارانو فهرست ښۀ اوږد دے. د تاج ملوک خان دلسوز صاحب (خان جي)، فضل معبود خان او عبدالجميد اېډوکيټ نه واخلې د رېدي ګل کاکا (د نورالبشر نويد پلار)، مشال کاکا، شريف الله دوکاندار، زېر شاه کاکا، عمر شاه کاکا، مناف کاکا؛ عن تر شاهي زمان ټانګې واله، سپولا کاکا (صفي الله، د محب الله شوق پلار) او د طورو نوي کلي زلمي کاکا او شريف ګل بابو پورې د خدائي خدمتګارۍ اعلٰي مثالونه او سپېځلي کردارونه وو. د شېخ دوست محمد پۀ حقله زما ليکنه د “پښتون” يوه ګڼه کښې چاپ شوې ده. شېخ کاکا د سکبر(صدبرګ) “صوبېدار” او شامتے حوالدار (ملک شهامت خان) څنګيان وو. پۀ تور ټکي ککړ نۀ وو خو د خدائي خدمتګارۍ تربيت ئې حاصل کړے ؤ. د ټوقو دشتو خبرو نه به ئې د سياسي شعور او پوخ فکر اندازه لګېدې شوه. شامتے حوالدار سور سپين ښکلے چپ چاپ سړے ؤ. ملګرو به وچېړلو نو داسې خبره به ئې وکړه چې د کاڼي کرښه به وه.

    د 1960ز عام انتخاباتو “کمپائن” (مهم) پۀ نوم “اسلام پسند” او پشکال کښې د ټوکېدونکو خرېړو پۀ شان اسلامي ګوندونو شور غوغا جوړه کړې وه چې اسلام خطره کښې دے – د نېشنل عوامي پارټۍ ترجمان انقلابي شاعر حبيب جالب ورله غاښ ماتوونکے جواب ورکوو چې “خطره هے زردارون کو، خطرے مين اسلام نهين” – دغه ورځې وې، “دوست محمد شېخ”، سکبر صوبېدار او نور ملګري د شامتي حوالدار کوڅه کښې ودرېدل، د بهر نه ئې اواز ورکړو،

    “هلکه شامتيه! اسلام راوړه! ”

    هغه د کور نه اواز ورکړو،

    “نۀ ئې راوړم”

    دوي ورته بيا نعره ووهله، “اسلام راوړه ګنې خراب به شې”. شامتے حوالدار نور پۀ زور کښې شو، “درته وايم نۀ ئې راوړم، ستاسو پۀ ما زور دے څۀ؟” دې مهال کښې ورته خپله “بي بي” ګويا شوه، يه سړيه! نو بد خو درته نۀ وائي؛ ولې ځان ګناهګاروې؟ شامتي کاکا ورته پۀ غصه کښې ووې، “د دغۀ لور! ښه ده نو کېږده پتيله پۀ نغري؛ چاې پخې کړه! دوي خو “چايو” ته اسلام وائي.

    زۀ (شفق) اوس د يادونو پۀ اس سور د تورو (طورو) نه د صوبې مانېرۍ ته ځم. د فرورۍ 2019ز “پښتون” ګڼه کښې د خدائي خدمتګار فردوس خان کاکا مرحوم کورودانې “بي بي زهريٰ” سره د مېرمن کلثوم زېب يوه مرکه شائع شوې ده. فردوس خان کاکا د مانېرۍ چې هسپتال کښې د زړۀ د دورې لۀ کبله وفات شو نو د هغۀ “بي بي” وائي،

    “جنازه ئې مازيګر وشوه. باچا خان پۀ خپلو لاسو خاورو ته وسپارلو. باچا خان دغه وخت خلقو ته وې، دعا مۀ کوئ! دا خداے بخښلے دے. خپل ټول عمر ئې د اولس د پاره پۀ خدمت کښې تېرکړو… باچاخان پۀ خپله ژړل.”

    دې خبرې سره زما د ياد ډېوه روښانه شوه. زۀ (شفق) هغه وخت د اطلاعاتو صوبائي محکمه (نظامت) کښې ټرانسلېټر(مترجم) وم. ځينو ناپوهو مخالفينو دا مشمشه (پروپېګنډه) خوروله چې (الله مۀ کړه) “باچا خان” دعا نۀ مني. پۀ دغه موقع چې د صوبائي اطلاعاتو ذمه وار افسران حاضر وو، د هغوي پۀ حواله مصدقه بيان داسې ؤ چې کله باچا خان پۀ نمژنو سترګو د فردوس خان کاکا مړے لحد ته کوز کړو او خاورو ته سپارلے شو نو چا اواز وکړو، “دعا وکړئ!” – باچا خان ورته ووې، يه هلکه! ځان ته دعا وکړه! خدمت وکړه! دۀ خو ټول عمر د قوم خدمت کړے دے، دۀ ته د دعا ضرورت نشته؛ دعاګانو له مړني يئ. د دۀ پۀ شان د قوم خدمت وکړئ!

    د قوم د ذهني اصلاح خبره همېشه پۀ خلقو بده لګي. باچا خان به چې کله هم تقرير کوۀ نو د هرې وېنا پۀ پاې کښې به ئې د خلقو پۀ اتفاق رايې دعا د خېر کوله. د هغۀ د دعا خاص الفاظ وو او پۀ اخر کښې به ئې دا ايت شريف رَبَّنَا ظَلَمْنَا اَنْفُسَنَا…الخ لوستو.

    دلته د فروس خان کاکا خاورو ته د سپارلو منظر ته هم کتل پکار دي چې دغه وخت به د باچا خان پۀ زړۀ څۀ تېرېدل او د هغۀ ذ هني کېفيت به څۀ ؤ.

    اشنا مې کوز کړو تور لحد ته زۀ ښېرازه ګرځم

    د مينې لافې مې دروغ شولې، رښتيا به نۀ شي

    حافظ الپوري

    او يو دردمند زړۀ ئې بل مفهوم داسې هم کولے شي:

    پۀ مزار کۀ شمعې نۀ لرم اسراره!

    لحدونه مې روښانه پۀ ډیوو کړه

    اسرار دطورو

    فردوس خان کاکا د ديارلسو کالو زلمے ؤ چې خدائي خدمتګارۍ کښې جېل ته تلے ؤ.

    • نجوکاکا:

    محترم اسرار د طورو د جنورۍ فرورۍ 2019 “پاڅون” کښې د مشهور مانېروال خدائي خدمتګار “نجوکاکا” واقعه بيان کړې ده. ما ته پۀ کښې لږ څۀ کمے محسوس شو. د دۀ پوره نوم “نجيب الله” ؤ. مانېرۍ صوابۍ کښې به ئې قصابي کوله. يو نر بهادر سړے ؤ. باچا خان ورته د اولسي ژوند نقشه پۀ خدائي خدمتګارۍ کښې بدله کړه. دغه سيمه کښې د خدائي خدمتګارو تربيتي کېمپ لګولے شوے ؤ. “نجو” نوے نوے تربيت اخستے ؤ. د صوابۍ د يو “خان” دېرې ته خپلې جرګې سره لاړ. باچا خان پۀ خپله او خدائي خدمتګاران به چې د چا حجرې ته لاړل نو اول به ئې جارو لاس کښې واخسته، ځاے به ئې صفا کوو؛ بيا به ئې ورته د خدائي خدمتګارۍ پېغام رسولو. “باچا خان” به خلقو ته د پاکوالي قراني تعليم پۀ ساده ژبه کښې ورکوۀ. شډلو او ځيږو پښتنو ته به ئې پۀ خوږه پسته لهجه کښې وئيل، “يو سپے چې هم چرته کښېني نو اول پۀ لکۍ ځان ته ځاے صفا کړي، مونږ خو انسانان يو – الله او د هغۀ رسول صلي الله علېه وسلم مونږ ته بيا بيا د پاک اوسېدو تلقين کړے دے.”

    نجو کاکا او د هغۀ ملګرو اول د “خان” دېره صفا کوله. دوي جارو وهله چې “خان” ورته سپورې ستغې شروع کړلې. وئيل ئې “تاسو کښې غېرت نشته، بې شرمو! ښځې ئې درنه جوړې کړېې دي. جارو ګانې ئې پۀ لاس کښې درکړې دي، پردۍ حجرې درباندې صفا کوي – وغېره وغېره – د نجو کاکا صبر تمام شو. وئيل ئې، “خان! تۀ ما ښۀ پېژنې، ستا پۀ شان خلقو نه به ما پۀ ولاړه جامې ویستې خو دې “سړي” (باچا خان) سره مې لوظ کړے دے چې “تشدد” به نۀ کوم. پۀ ايمان مې سوګند پورته کړے دے چې زۀ خدائي خدمتګار يم، جنګ جګړې نۀ کوم. د خان رنګ تګ زيړ شو. پۀ دغه ماسخوتن چې “نجو کاکا” حسب عادت “باچا خان” سره کښېناست، پښې ئې ورله چاپي کولې نو هغۀ ترې پښه راښکه – “نجو” لۀ غصې تک سور شو؛ وئيل ئې، کور ته چې لاړ شم نو ښځه را له پۀ سترګو کښې ګوتې رامنډي چې نۀ دې پۀ کور کار شته او نۀ درسره د خپلو بچو څۀ غم شته؛ چې د خان حجرې ته دې ولېږلو نو هغۀ باد د بڼې سپک کړلو او چې تا له راغلم نو تا هم پښه راښکله – زما کومه لار شوه؟

    “باچا خان” ورته پۀ قلاره لهجه کښې ووې،

    “نجو! زۀ خبر شوے يم، “خان” ډېره سپکه خوله خوځولې ده خو دا تا چې ورله څنګه جواب ورکړے دے نو تا او هغۀ کښې فرق څۀ شو؟ تۀ خو خدائي خدمتګار یې!”

    د صوابۍ وچ خوړ کښې د اوبو سېلاب راغلے ؤ. د ژمي يخني وه، خدائي خدمتګاران د خوړ نه پورې وتل. “باچاخان” ورته ووې،

    جرابې مۀ وباسئ او يو تن دې د بل پۀ اوږو سور پورې وځي.

    بيا ئې نجو کاکا ته ووې،

    راځه! تۀ زما پۀ اوږو سور شه!

    نجو بې ادبي ګڼله خو باچا خان ورته مسکے شو،

    تۀ خپل قد ته وګوره او زما قد ته وګوره! تۀ ما نۀ شې وړلے او زۀ دې ښۀ پۀ اسانه پورې بوتلے شم.

    هغه زړۀ به لۀ طوفانه پۀ امان وي

    چې کشتۍ غوندې دخلقو بار بردار شي

    رحمان بابا

    1. د محتاطې اندازې تر مخه دا شمېر د 604 او 6011 تر منځه دے. باچا خان ټرسټ ریسرچ سنټر به د روان اګست پورې د دغه نومونو دستیاب فهرست چاپ کوي او نورو پسې لټون جاري دے. د ډاکټر سهېل خان او سېد شاهي مرستې دې لړ کښې د ستائینې دي.

     

  • شخصيانه محمد ظهور الحق: یو علمي ادبي شخصیت – م ر شفق

    يو تأثر:

    “محمد ظهور الحق يو علمي ادبي شخصيت” ډېر ښکلے مضمون دے. د طورو “شخصيات” پۀ اما کما د علم و دانش خواږۀ وېشي. د کلپاڼۍ اوبۀ پۀ طورو کښې ډنډ شوې نۀ دي. پۀ “دوبندو” کښې “بلړ” له کونجي ورکړي او پۀ ” لنډي” درياب ورګډې شي نو د روهستان نه پۀ پنجاب وروخېژي او وړاندې ځي. د طورو د عالمانو افکار لکه د درياب پۀ ښکته هم ځي او لکه د باد پۀ غرونو بره هم الوځي.

    افغانستان کښې د پنج شېر پۀ غرونو کښې ما د طورو د عالمانو شاګردان پۀ امتياز پېژندلي وو. د علم رڼا ته فاصلې راغونډېږي ـــ

    اسرار د طورو

    د ډي جي ټنډولکر د کتاب “Faith is a battle” پښتو ژباړونکي ( عقيده مجاهده ده) سيد محمود احمد چې د پښتو ادبي سوسائټۍ اسلام اباد چېرمين دے، اکثر خپلو ملګرو سره زما پۀ حقله د ټوقې دشتې پۀ انداز کښې يوه خبره کوي چې ” شعر او ادب سره د شفق مينه او تړون پۀ خپل ځاے. خو د “کلپاڼۍ” (طورو) نه پورې نۀ وتو.” دا خبره ئې صحيح ده خو صحيح نۀ هم ده. صحيح پۀ دې نۀ ده چې د پښتو پۀ مختلفو مجلو کښې وخت پۀ وخت چاپ شوي زما ادبي ليکنې به ئې نۀ وي لوستلې او ليکونکي دا نۀ شي کولے چې خپل چاپ شوي ليکونه دې پۀ خلقو کښې د دې د پاره ګرځوي چې دا ولوستے شي. خو د محمود احمد صاحب خبره صحيح ځکه ده کۀ زۀ هر څو د څلوېښتو کالو راهسې د طورو “کلپاڼۍ” نه پۀ علمي توګه پورې وتے يم او پېنډۍ اسلام اباد کښې اوسېږم خو کله چې د “شعر او ادب” خبره راشي نو زما خيال او فکر بيا د “کلپاڼۍ” (طورو) نه چرته وتلے شي؟

    زۀ اسلام اباد، پېښور، کوئټه څۀ چې کابل جلال اباد کښې ادبي سېمينارونو کښې شريک شوے يم. ښکلي ښکلي، درانۀ خواږۀ پوهان مې اورېدلي دي او خوښ شوي مې دي خو د خپلې ” کلپاڼۍ” نشه مې لۀ سره کوزه نۀ شي.

    ډېر کۀ تور بخته شي زما زړۀ ترې نه نۀ تورېږي

    زما “طورو” زما د ژوند د ارمانونو کلے (شفق)

    د کومو عالمانو، پۀ تېره تېره د نورالعلماء شېخ نور محمد المعروف اخوند يونس ګېلاني (خاوۀ بابا، وفات 1059-1649 هـ) د خاندان شلمې پېړۍ د عالمانو فاضلانو پۀ برکت چې طورو کلے “دوېم بخارا” يادېدلو، هغو کښې يو يو ځان له د ديني تعليماتو مکتبونه او ادارې وې. اوس هم ګړده پښتونخوا او کابل افغانستان کښې د طورو د عالمانو د ياد انګازې خورې دي. خو دغه تاريخ څوک عالم او مستند څېړنکار راڅپړدلے شي.

    زۀ د خپل دور د يو “ګمنام” علمي ادبي شخصيت “محمد ظهور الحق” صاحب ياد تازه کول غواړم چې د مينې او وينې پۀ دواړو رشتو مې خپل ؤ. د پښتو ادب پۀ منظر نامه کښې به هغه چا ته نۀ ښکاري ولې ځينو معتبر اديبانو اميرحمزه خان شينواري، اجمل خټک صاحب، پوهاند قلندر مومند، بهادر شاه ظفر کاکا خېل، امير بادشاه بخاري، طاهر بخاري، مراد شينواري او رومان ساغر هغه پېژندلو او د “ظهور الحق” د علميت او ادبي شخصيت منونکي وو.

    محترم محمد ظهور الحق صاحب د ” اولسي ادبي جرګې” پۀ اجلاسونو کښې ناسته کړې وه. د خوشحال خان خټک بابا پۀ مزار يادګار ادبي دستورو، د رحمان بابا کلېز عرسونو او د سيد عبدالستار شاه باچا (باچاجان علېه الرحمة) پۀ مجلسونو کښې به ئې پۀ مينه ګډون کولو او زمونږ د پاره د طورو د بزرګانو، عالمانو، خاک نشينانو يادګار ؤ.

    د باچا خان “پښتون” مجله کښې د ظهورالحق صاحب يو مضمون “د پښتنو د قامولۍ تحريک” پۀ حواله چرته پخوا چاپ شوے ؤ. اجمل خټک صاحب به وئيل چې دغه مضمون کښې پۀ وړومبي ځل پۀ علمي انداز “پښتونستان” تصور پېش کړے شوے ؤ. کله چې د اجمل خټک صاحب “ژوند ليکنه” (اول ټوک) “قيصه زما د د ادبي ژوند” (دسمبر 2005) چاپ شوه او هغه پۀ کښې د پېښور “سول کوارټر” (مخ 224) ذکر کوي نو ليکي: ” دلته زمونږ مجلس د فضل رحمان عرف “لاله جلبي وال” او ظهور الحق د طورو سره جوړ شو. ظهور اديب ؤ. ليکل ئې کول خو مطالعه او معلومات ئې ډېر لرل. علمي او ادبي مجلس به پرې ښائسته ؤ. دے پۀ يو اے جي افس کښې “بابو” ؤ خو د کلي کور نه ئې د “خدائي خدمتګارۍ” سره تعلق لرلو. پۀ دغه وجه ئې ما سره ښۀ ګپ شپ ؤ. د “پښتونستان” لفظ چې هر چا استعمال کړے دے يا ممکنه ده د بل چا ذهن ته هم راغلي وي، د اول ځل د پاره “پښتون” مجله کښې دۀ پۀ يو مضمون کښې وليکلو. د دۀ نه وړاندې دا “لفظ” چا نۀ ؤ استعمال کړے.

    دا ادبي هستي د طورو حضرت مولانا حافظ لطف الرحمان صاحب (وفات 14 مۍ 1956، جمعه، 13 محرم 1385هـ) مشر زوے او د حضرت مولانا عنايت الله صاحب د طورو (وفات 24 جون 1995، اتوار، 25 محرم 1416هـ) (د ليکونکي والد محترم) سکه خورئے او زوم ؤ. پۀ 1953 کښې د ظهور الحق صاحب عمر دېرش کاله ؤ چې د خپل نيکۀ “صوفي بزرګ عالم مولانا محمد اسماعيل” صاحب (وفات 13 ربيع الاول 1367هـ، 25 جنوري 1948ز) پۀ لاس ليکلي فارسي ملفوظاتو ته ئې اردو کښې د “صاحب سوات” (حضرت اخوند عبدالغفور وفات (8 محرم 1295هـ، 12 جنوري 1877‌ز) پۀ نوم کتابي شکل او ترتيب ورکړے ؤ چې د اعلٰي معياري نثر يوه نمونه وه. دې کښې د روحاني پېشوا اخوند عبدالغفور د ژوند او شخصيت د هغوي د مجاهدو، رياضتونو، کراماتو او د امبېلي د غزا (1280هـ 1863ز) پۀ دلنشين انداز کښې ذکر شوے دے.

    “صاحب سوات” يو اهم تاريخي، علمي، ادبي دستاوېز دے. ثبوت ئې دا دے چې کله د پښتو اکادمۍ پېښور “پښتو” مجلې “سوات نمبر” شائع کړے ؤ نو دې کښې يو شمېر مضامين د ظهورالحق صاحب د کتاب “صاحب سوات” عکسونه وو. دا جدا خبره چې چا حواله ورکړې وه او چا نۀ وه ورکړې. هغه وخت د خپلې کورنۍ مشرانو پۀ دې کتاب څۀ تبصره کړې وه؟ ما ته نۀ ده معلومه. خو د مؤلف د خولې مې اورېدلي وو چې پۀ دې کتاب د دارالعلوم حقانيه اکوړه خټک باني شېخ الحديث مولانا عبدالحق صاحب (د طورو د مولانا حافظ محمد عبدالجميل شاګرد) او د زيارت کاکا صاحب مولانا سياح الدين کاکا خېل تعزيتي خطونه رالېږلي وو او ظهور الحق صاحب ئې پۀ درنو القابونو خطابونو نمانځلے ؤ.

    کال 1964ز کښې چې زۀ مردان کالج کښې د اول کال طالب علم وم او محمد ظهورالحق صاحب (د کورنۍ ټولو کشرانو به ورته ” لالا ” وئيل) به پۀ هفته وارۍ چهټي د اے جي افس پېښور نه کلي ته راغے. نو د اتوار پۀ ورځ به زمونږ خپله حجره کښې (اوس نشته) يو علمي ادبي محفل وغوړېدو. مولانا عبدالعزيز مظاهري، عبدالرازق باچا صاحب او نور د کورنۍ او ځينې نور “باذوق حضرات” به را جمع وو. بحث به تود شو. د علم او ادب دردانې به شيندلې شوې خو د قلار او سنجيده شخصيت څښتن “ظهور لاله” به د محفل شمع وه او هره موضوع چې به وه، د ” ظهور لاله” رايې به پخه او تللې وه.

    زۀ به چپ ناست وم. د اردو کتاب “سفينه اردو” به مې ځان سره پټ نيولے ؤ. د خبرو اترو پۀ مهال کښې به چې موقع پۀ لاس راغله نو د مير تقي، مرزا غالب، حکيم مومن خان او نورو شاعرانو د کلام پۀ مفهوم او تشريح به ئې راله داسې تنده ماته کړه چې بيا به د مولانا حسېن ازاد د “آب حيات” ضرورت نۀ ؤ او رښتيا خبره ده چې بيا به راله د کالج د پروفېسرانو ليکچر خوند نۀ راکولو.

    زمونږ د مډل سکول يو قابل استاذ او عزيز نثار باچا صاحب چې د اردو ايم اے امتحان تياري کوله نو ظهور الحق صاحب ورته پۀ ناسته ناسته پۀ “اقبالياتو” يو ليکچر ورکړے ؤ. بيا ئې ورله د هلکوانې د ورځو يوه خصوصي قلمي مسوده “اقبال نمبر” ورکړو. دا عبدالرازق باچا صاحب پۀ لاس ليکلي د “مجلس اقبال” طورو يو اخبار ؤ. دې کښې د محمد ظهورالحق صاحب، عبدالعليم باچا او عبدالرازق باچا صاحب ليکلي مضامين وو. هغه وخت دغه درې واړه ليکونکي د نهم لسم جماعت طالب علمان وو خو د علامه محمد اقبال پۀ ژوند او شخصيت، فکر او فلسفه دغه ليکنې د علمي سطحې مقالې وې. د “مجلس اقبال” نګران مولانا حافظ محمد ادريس ؤ.

    زمونږ کشر ورور پروفېسر محمد طيب الله (زما د سکه ترۀ او سکه ترور زوے) چې لږه موده وشوه د نارووال ګورنمنټ کالج اردو پروفېسر پۀ توګه رېټائرډ شوے دے، پۀ سکول کالج کښې ئې فارسي نۀ ده وئيلې خو پۀ اقبالياتو کښې ئې د اېم فل سند د علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ نه د علامه اقبال فارسي شاعرۍ (ارمغان حجاز) د تحقيق او تشريح پۀ حواله ترلاسه کړے دے. ښاغلي طيب د فارسي کلام زدکړه د خپل مشر محمد ظهورالحق صاحب پۀ مجلس کښې کړې وه.

    زما خوشخطي ئې خوښه وه نو چا ته چې به ئې خط لېږلو يا څۀ مضمون به ئې ليکلو، زما پۀ لاس به ئې ليکلو، ما به ترې املاء اخسته. د دې يوه ښېګړه دا وشوه چې پۀ ځينو ادبي شخصياتو ئې مقالې وليکلې. حافظه ورله الله پاک داسې ورکړې وه چې کرښې ورانولو او جملې بيا سمولو ته به حاجت نۀ ؤ.

    د “قند” مردان دوېم دور وړومبۍ ګڼه (دسمبر1971ز) کښې د دوي مقاله پۀ “حافظ محمد ادريس” چاپ شوې وه. (وروستو دغه مقاله د محمد همايون هما صاحب ترتيب کړې د مردان کالج مجله ” شفق” خصوصي ګڼه کښې د “حافظ محمد ادريس يو اديب او خطيب” سر خط لاندې چاپ شوله) ښاغلي مراد شينواري رېډيو سټېشن پېښور کښې د دې مقالې د لوستې پۀ مهال کښې ما ته وئيلي وو د سپېڅلي معياري نثر دا علمي مقاله بهرني ادب ته پۀ مثال کښې د پېش کېدو جوګه ده.

    پروفېسر ډاکټر محمد همايون هما د خپلې پي اېچ ډي مقالې “د قند هنداره” کښې ليکلي دي، “د حافظ محمد ادريس پۀ عنوان د محمد ظهورالحق يو مفصل او جامع ليک دے چې پۀ کښې هغه د دې ديني عالم او منلي شوي اديب، د خطيبانه صلاحيتونو ډېر خوندور انداز کښې ذکر کړے دے. او وئيلي ئې دي چې ژور علم د بې پايانه سمندر پۀ شان د ايسپزو ټيکسالي ژبه، رواني، خوږې پستې، ښکلې محاورې، وړې وړې خوندناکې لطيفې، د قران و حديث با موقع استدلال او کله کله د برمحل اردو، فارسۍ، عربۍ او پښتو د شعرونو استعمال د حافظ صاحب د تقرير هغه امتيازي خصوصيات دي چې هغه به ئې همېشه پۀ مجمعو حاوي کړے ؤ. د اميانو نه واخله تر عالمانو پورې اورېدنکي به ترې متاثره وو او د دې نه علاوه د حافظ صاحب بيان به د اخلاص، متانت، علم و عرفان او خالصو اسلامي جذباتو ائينه دار ؤ.”

    ښاغلے هما ورپسې ليکي:

    “د حافظ ادريس د زبان و بيان د خوږو پۀ حقله د محمد ظهورالحق دا مضمون خپله هم د سپېڅلي نثر يوه ښائسته نمونه ده.”

    د “قند” دوېمه ګڼه (جنوري فروري 1972ز) کښې د محمد ظهورالحق صاحب يوه مقاله د طورو کلاسک شاعر صاحبزاده علي حېدر “خاکسار” پۀ حقله چاپ شوې ده. مقاله مختصره ده خو بيا هم دا پۀ “خاکسار” وړومبۍ ليکنه ده. عالم فاضل شخصيت علي حېدر خاکسار څۀ موده د مردان ګورنمنټ هائي سکول نمبر1 کښې معلمي هم کړې وه. غالباً چې د فارسۍ استاد ؤ. د مردان قمر راهي صاحب او اصغر خان لالا اېډوکېټ ئې پۀ شاګردانو کښې شامل وو.

    ښاغلي هما د خپلې پي اېچ ډي مقالې ” د قند هنداره” (313-314) کښې ليکلي دي:

    “د شخصيت پۀ عنوان محمد ظهور الحق د طورو د يو لوړ عالم، استاد او شاعر صاحبزاده علي حېدر خاکسار د ژوند او کار پېژندګلو کړې ده.”

    زۀ د دغه مقالې نه هسې د خوند د پاره دوه ټوټې رانقل کوم، محمد ظهورالحق صاحب ليکي:

    “د صاحبزاده صاحب د پېدائش تاريخ پۀ کاغذونو کښې 10 جنوري 1894ز ليکلے دے او مونږ به في الحال هم دا تاريخ صحيح ګڼو. کۀ پۀ دې باره کښې د هغوي دوست او د پښتو مؤرخ عبدالحليم اثر افغاني د تحقيق مالګه مرچ دوړول غواړي نو مونږ به ورسره خامخا کج بحثي نۀ کوو.”

    يو بل ځاے ليکي:

    “پۀ 1918ز (1337هـ) کښې ئې منشي فاضل وکړو. د هغه زمانې د منشي فاضل وغېر معيار ډېر اوچت ؤ. د عبدالمجيد سالک غوندې لوي اديبانو پۀ کښې تيندکونه خوړلي وو.”

    اوس د “تحقيق مالګه مرچ” او “خامخا کج بحثي” او د قاضي عبدالحليم اثر افغاني سره نسبت ځان له يو خوند ور بحث دے. اسرار د طورو وائي، “کۀ د صاحبزاده صاحب خاکسار تاريخ پېدائش 10 جنوري 1894ز وي نو دا 3 رجب 1311هـ شو. بيا د لسو کالو پۀ عمر کښې هغه يتيم شو نو دا کال 1904ز (1321-22هـ) جوړېږي او پۀ 1325 هـ مطابق 1907ء کښې چې د “ميرټهـ” مدرسه عاليه نه د فراغت سند حاصل کړي نو د څوارلسو کالو زلموټے به ؤ؟”

    ظهور الحق صاحب بيا پۀ “صاحبزاده صاحب” يو بل مضمون هم ليکلے ؤ. دا پۀ “اباسين” مجله کښې چاپ شوے ؤ. دوي سره به چې هر چا شېبه ګړۍ مجلس وکړو نو محسوس به ئې کړه چې دا ساده سپېځلے، دروند خوږ انسان بې نيازه فقير د علم، دانش، طريقت او معرفت يوه درنه پنګه ده.

    يوځل ورله د اخون دروېزه (عبدالرشيد) کتاب “مخزن الاسلام” قلمي نسخه پۀ لاس ورغله خو وړومبۍ او اخري پاڼې ترې شلېدلې وې. دا ورله ما (شفق) پۀ خپل لاس د چاپ شوي کتاب نه وليکلې او دغسې مسوده مکمل شوه. پروفېسر ميا تقويم الحق کاکا خېل د “مخزن الاسلام” پۀ حواله ليکلي دي چې دا يو کتاب نۀ دے، د کتابونو او رسالو يوه مجموعه ده او بنيادي مقصد ئې دا ؤ چې پښتانۀ اسلامي علومو سره اشنا شي. ډاکټر عبدالرشيد “صوفياے سرحد” کښې ليکلي دي چې “اخوند دروېزه” د يو سل اتو کالو پۀ عمر کښې 1048هـ/ 1638ز کښې وفات شوے ؤ. محمد ظهورالحق صاحب د خپل نيکۀ مولانا محمد اسماعيل او پلار پۀ کتابونو کښې موندلې دغه قلمي نسخې سره د ياداشت پۀ توګه څو کرښې داسې ليکلي دي:

    “مخزن الاسلام – اخون دروېزه

    د “مخزن” دا قلمي نسخه زمونږ د مشرانو پۀ کتابونو کښې لاس ته راغله خو وړومبنۍ او ورستۍ پاڼې ترې شلېدلې وې. ما ته پۀ دې موقع د يو فلسفي خبره را ياده شوه چې “د انساني ژوند مثال د هغې کتاب دے چې اولنۍ او اخرۍ پاڼې ئې نۀ وي. اقبال هم د ژوند د دغې اړخ متعلق وئيلي دي.

    خرد مندون سے کيا پوچهون که ميرى ابتدا کيا هے

    که مين اس فکر مين رهتا هون ميري انتها کيا هے

    پۀ دې کتاب مې د ” خوشحال خان خټک” يوه قطعه لۀ نظره تېره شوې ده. د هغې مطلب دا دے کۀ د زمانې افلاطون د علامه تفتازاني د صنائع بدائع ترجمه پۀ پښتو کښې وکړي نو ايسپزي به بيا هم وائي چې د اخون دروېزه “مخزن” ترې ښۀ دے.”

    کېدے شي چې خوشحال خان بابا د اېسپزو د ذهني او د علمي ځولۍ پۀ تنګ والي پچموزې کړې وي خو د دې نه انکار نۀ شي کېدے چې “مخزن” د شريعت او طريقت د ګلونو يوه ښائسته ګلدسته ده چې ايسپزو ورته د قدر پۀ سترګه کتلي دي. پۀ سر سري نظر د کتلو سره مې دوه درې خبرې زړۀ ته پرېوتلې.

    1. اخون صاحب (دروېزه) پۀ ايسپزو کښې د اسلامي شرعي حکومت د ضرورت احساس کوي.
    2. ايراني النسل پير بابا د پښتنو خېر خواه مصلح او مرشد ګڼي او د هغۀ د مذهبي خدماتو اعتراف کوي
    3. د سمې او غر د علاقې د پاره “پښتونخوا[1]” لفظ بيا بيا استعمالوي نو څوک وائي چې د پښتنو د وطن نوم نشته؟
    4. د اختلافاتو سره سره د “پير روښان” د ذهانت، علميت او خانداني وجاهت اقرار کوي.

    دا کتاب (قلمي نسخه) د سلو کالو نه زيات زوړ دے خو خط ئې داسې ښکلے دے چې پۀ نېمګړتيا مې پېرزو نۀ دے. مشتاق الرحمان (م. ر شفق) ته مې حواله کړو چې وړاندې وروستو پاڼې ورله پوره کړي.

    ظهور الحق

    ظهور الحق صاحب چې د لسم جماعت امتحان پۀ ښو نمبرو پاس کړو (دا به د 1940ء خوا و شا زمانه وي) نو اول ئې سکول کښې معلمي کړې وه، “ټکر” يا امازو ګړهۍ کښې استاذ ؤ. ” ګل داد” نومې يو هلک له ئې تقرير ليکلے ؤ. يوې جملې به پۀ کښې خوند پېدا کولو_ ” ګل داده!” خبره دا ده” وروستو بيا اے جي افس کښې “بابو” شو. کۀ “محکمانه” امتحان ورکولو کښې مې څۀ دلچسپي لرله نو د ترقۍ امکانات ئې روښانه وو. د پښتو ادب شاګردانو کښې ورله چا پۀ اوچ زور داخله کړې وه. د پښتو انرر امتحان ئې پاس کړے ؤ. د پښتو، اردو او فارسۍ ادبياتو قران او احاديثو مطالعه ئې دومره ژوره وه چې د يو”ديني عالم” درجه ئې لرله. د اے جي افس د ملازمت دوران کښې بلها شمېر بابوګانو د ظهور صاحب پۀ مدد او ښوونه (ټيوشن) د پښتو، اردو، فارسۍ انرز امتحانونه پاس کړي او د اېم اے سندونه ئې ترلاسه کړي وو او بيا لويو عهدو ته رسېدلي وو.

    د ملازمت اخري موده ئې د مردان اکاونټس افس کښې تېره کړې وه. د پنشن برانچ سپرنټنډنټ پۀ حېث ئې عام خلقو سره يوه د خېر ښېګړې رابطه ساتله. پۀ دغه سرکاري چوکۍ ئې زيات شمېر رېټائرډ ملازمانو، د حق رسېدلو کونډو يتيمانو، معلمانو او نادارو ته فائدې رسولې وې. دغو کښې ژوندي خلق ورته اوس هم دعا ګانې کوي.

    ماشومانو سره ئې مينه او شفقت مثالي وه. خپل خو خپل، د چم ګاونډ “خېرن خيچن” او پمن ماشومان به ئې داسې نازول لکه چې د دۀ سکه اولاد وي او پۀ ډک مجلس کښې به چې دوي کټ کښې بالښت ته ډډه وهلې وه يا به ملاست ؤ نو ځينې ماشومان به ورله پۀ پښو کښېناستل، کله به ورله پۀ ګېډه هم. پوزې به ئې بهېدلې خو ظهور الحق صاحب به پوټے نۀ تنګېدو. هر وړوکي سره به ئې لکه د ماشومانو پۀ شان تنکۍ تنکۍ خبرې کولې. چا له ټافي ورکړې، چا له “انيز” چا له “دوانيز”، حېران به شو چې د دغه عاجز خويه فقير پۀ “جېب” کښې اخري کومه داسې خزانه پرته وه چې چرې هم نۀ تشېده.

    نوم ورله مشرانو ښۀ پۀ سوچ اېښے ؤ. د “محمد ظهورالحق” نه د هغۀ د پېدائش د کال تاريخ (1342هـ) را وځي. د تقويم تاريخي مطابق عېسوي کال 1923ز دے. پۀ 24 جنوري 1995ز/ 25 محرم 1416هـ چې د طورو “بخارا ثاني” اخري ډېوه ( مولانا محمد عنايت الله) مړ شو نو پۀ څلورمه ورځ ورپسې د دې نازولي خورئي د زړۀ کمر ونړېدو او سکته کښې شو. مردان هسپتال کښې د يوې مياشتې ناروغتيا نه پس پۀ 30 جولائي 1995 وفات شو. پۀ سبا له 31 جولائي 1995ز سحر نهه بجې درنه جنازه وشوه او بيا د “طورو” لويه هدېره “ډېرۍ” کښې خاورو ته وسپارلے شو. پۀ ګور ئې نور شه. امين! څو کاله پس (2009) کښې ئې بي بي (بنت محمد عنايت الله) هم وفات شوه. انا لله و انا الېه راجعون.

    پۀ اولاد کښې ئې درې زامن سيد اثارالحق باچا (مرحوم) سيد نذيرالحق کريم (N.H. Karim) او سيد اعزاز علي شاه (معلم او خدائي خدمتګار) او درې لوڼه د سکول استاذانې دي. دوو وروڼو کښې کشر سيد عزيزالحق (معلم) وفات شوے دے. منځنے ورور سيد نورالحق باچا (پرنسپل) له دې الله پاک ژوند او صحت ورکړي. هلکوانه کښې به سيد ن م باچا او اسرار د طورو سره دوي هم د نسيم پۀ نوم شاعري او “مظهر افغاني” پۀ نوم نثر نګاري کوله. اسلام پۀ چين کښې” د سيد نورالحق باچا مشهوره مقاله “جمهوراسلام” کښې چاپ شوې وه. وما توفيقي الا بالله.

    1. اخون دروېزه، خوشحال بابا او د پښتو نورو کلاسک شاعرانو چې د خپلو شعرونو کښې “پښتونخوا” يادوله نو ځکه چې د بابر بادشاه پۀ زمانه کښې ملک احمد مندڼ ايسپزي (وفات 550 ز) پښتونخوا رياست قائم کړے ؤ. شفق

     

  • تاثرات ژوندے ولي – م ر شفق

    “باچاخان ” پۀ بنيادي توګه د خدائي خدمتګار او پۀ انسانيت مئين ؤ. عدم تشدد، مينه او امن د هغۀ مذهبي عقيده وه. د دې د پاره به ئې د حضور پاک صلي الله عليه وسلم د مکې ژوند حواله ورکوله. پۀ صبر استقامت ئې د قوم د اصلاح او قامولۍ تحريک شروع کړے ؤ. سياست ئې د قوم او ملک خدمت ګڼلو. او د قوم خدمت له ئې د عبادت درجه ورکړې وه. او پۀ دې اصولو ئې خدائي خدمتګارو له تعليم او تربيت ورکړے ؤ. پۀ دې وجه د هندوستان د ازادۍ پۀ جدوجهد کښې د باچاخان او خدائي خدمتګارانو د عملي کردار او قربانۍ مثال نشته. خو دا د حالاتو جبر دے. چې د پاکستان قائمېدو نه پس “باچاخان” او “خدائي خدمتګارانو” ته د خدمت موقع ورنۀ کړے شوه. “صوبه سرحد” (پښتونخوا) کښې د خدائي خدمتګارو حکومت پۀ غېرائيني او غېر جمهوري طريقه مات کړے شو.

    د دروغو پۀ الزامونو “باچاخان” او د “خدائي خدمتګار تحريک” د سر سر مشران او بلها شمېر د ازادۍ مجاهدين ګرفتارکړے شو . او بيا ورپسې پۀ 12 اګست 1948 د “بابړې” خونړۍ پېښه کښې پۀ سوونو خدائي خدمتګاران شهيدان او ژوبل کړے شو. د دوي خاندانونو له ناروا ازيتونه ورکړے شو. او د تحريک نور چقولو د پاره ” پۀ خدائي خدمتګار تحريک” پابندي ولګولې شوه. او “پښتون” مجله هم بند کړے شوه. د ظلم او جبر دغه داستان ډېر اوږد دے . بيا هم دغه داستان کۀ د تاريخ پاڼو ته تر يو حده سپارلے شوے دے نو دا اعزاز پۀ علمي توګه خان عبدالولي خان ته حاصل دے. څوک چې پۀ سوچه معنو کښې يو مدبرسياستدان، قومي رهنما او د سياسي بصيرت خاوند ؤ. د قېدو بند پۀ دغو سختو دورونو او سنګينو ساعتونوکښې زلمے عبدالولي خان پۀ “مچهـ” جېل کښې ؤ. (1949-50) چې د “باچاخان” او ځينو نورو مشرانو لکه اميرمحمدخان هوتي، قاضي عطاءالله پۀ اجازت او صلاح مشوره ئې پۀ يواځې ځان د پاکستان واکدارانو سره رابطې قائمې کړلې. د هغۀ وخت ګورنرانو ، وفاقى وزيرانو او بااثره مشرانو کښې مشتاق احمدګورماني، محمدعلي بوګره غوندې شخصيات شامل وو. د صوبه سرحد (پښتونخوا) وزيراعلٰي عبدالرشيد ؤ. چې پخوانے پوليس افسر ؤ. او پخواني وزيراعلٰي عبدالقيوم خان چې وفاقي کابينه کښې شاملېدو له مرکز ته لاړ نو دا ئې ګڼله چې ګنې ښاغلے عبدالرشيد به د دۀ جانشين وي. خو داسې نۀ وه . هغه عبدالولي خان له تسلي ورکړه چې ستا موقف سل پۀ سل درست دے. کۀ مرکزي حکومت ستا خبره ومنله نو زما صوبائي حکومت به پۀ کښې هېڅ خنډ نۀ پېدا کوي. باچاخان او خدائي خدمتګارانو سره بې ښې بې موجبه ډېر ظلم شوے دے . محمد علي بوګره ( چې وزيرخارجه او وزيراعظم پاتې شوے ؤ) د امريکې نه را غوښتے شوے ؤ چې کله د ولي خان د خولې بيان واورېدو او پۀ خدائي خدمتګارو د شوي ظلمونو داستان نه خبر شو. نو سترګو کښې ئې اوښکې راغلې او وئيل ئې کۀ ستاسو پۀ ځاے زۀ وې نو دا سړے خو به ما شلولے ؤ. ولي خان ورته مسکے شو. وئيل ئې دغه سړے اوس هم ستاسو پۀ کابينه کښې شامل دے. زما مخکښې ترې تپوس وکړه. دومره ښه به مونږ نۀ وو ولې د باچاخان پېروکار يو. د خپلې سياسي عقيدې او نظريې لپاره هرقسمه قربانۍ ورکولو ته تيار يو. غرض دا چې “ژوندے ولي” پۀ خپل سياسي کرامت او بصيرت د زورورو زور اوبۀ کړو. “باچاخان” او خدائي خدمتګاران ئې راخلاص کړل. کۀ د اقتدار خاوندانو او د “ولي خان” موقف نۀ وے تسليم کړے نو سره د باچاخان به خدائي خدمتګاران بندي خانو کښې بې تپوسه، بې پرسانه وراسته شوي وو. او لکه د اميرمحمدخان هوتي او قاضي عطاء الله به ئې دردناکو حالاتو کښې جنازې راغلې وې.

    د خان عبدالولي خان د دې کامياب جمهوري او قانوني جدوجهد پته صرف د شمار څو عالمانو، دانشورانو ته خو نۀ وه. عام اولس ترې اوس هم نۀ دے خبر ځکه چې نۀ څوک لوستنه کوي، نۀ تحقيق، عبدالولي خان قوم سره لويه ښيګړه دا وکړه چې دغه ټول نولجن تاريخ ئې د “باچاخان او خدائي خدمتګارۍ” پۀ نوم څلورو ضخيم جلدونو کښې محفوظ کړو. د دې نه اګاهو د ښاغلي عبدالولي خان “رښتيا رښتيا دي ” د دغو څلورو درنوکتابونو “سريزه يا مقدمه” ګڼل پکار دي. د دې ټولو کتابونو لوستنه ډېره ضروري ده. لوستونکو ته به پخپله معلومه شي چې خان عبدالولي خان پۀ رښتيا ژوندے ولي” ؤ او کرامت د اولياؤ حق دے . ( ښاغلے عبدالولي خان د قران پاک يو ښۀ قاري هم ؤ)

    پاکستان کښې پۀ سياسي منظرنامه “عبدالولي خان” هغه وخت راښکاره شوه چې کال 1964ء کښې فيلډ مارشل محمدايوب خان د ” بنيادي جمهوريتونو نظام” ترمخه د صدر د عهدې د پاره انتخابونه کول د هغۀ وخت سياسي جماعتونو کونسل مسلم ليګ،جماعت اسلامي او څو نورو ډلو د نېشنل عوامي پارټۍ پۀ مرسته ملګرتيا د قائداعظم محمدعلي جناح صاحب باني پاکستان خور محترمه فاطمه جناح مقابلې ته ودرولې وه. هغې پخواني ګورنرجنرل خواجه ناظم ا لدين او ممتاز مسلم ليګي رهنما ممتازخان دولتانه ته پۀ کلکه وېنا وکړه چې زۀ به پېښورکښې جلسه هله کوم چې خان عبدالولي خان پۀ کښې پۀ خپله موجود وي ځکه چې دا هم د پاکستانيت د مفکورې پۀ رڼا کښې پۀ “نيپ” شکمنه وه. د هغې چې طبع تسلي وکړے شوه او پېښور کښې ئې د سروټوپو، سرونشانونو عظيم الشانې جلسې ته خطاب کولو نو صدارت ئې “ژوندي ولي” کولو. پۀ دغه موقع محترمه فاطمه جناح يوه تاريخي جمله وئيلې وه.

    TO LOVE THE COUNTRY IS NOT MONOPOLY OF CERTAIN PEOPLE

    ” وطن سره مينه د څو تنو اجاره دارى نۀ ده”

    بيا چې پۀ دغو ټولټاکنوکښې د نېشنل عوامي پارټۍ (NAP) صدر مولانا بهاشاني د يو سازش يا مصلحت پۀ وجه وظيفه کښې ولوېدو او څۀ موده پس پته ولګېده نو د پارټۍ صدر عبدالولي خان وټاکلے شو.

    “ژوندي ولي” پۀ عمرخوړلو، د زړو هډوکو خدائي خدمتګارانو کښې د ځوانۍ روح وپوکلو. د قوم ځوانانو ته ئې غږ وکړو چې “د سياست پاڼه” اوړېدلې ده. “نن دے کۀ سبا دے دا ملک د زرغون شاه دے” د ټول پاکستان ګوټ ګوټ ته ئې د انساني، قومي او د جمهوري ازادۍ پېغام ورسولو. “نيپ” کښې ډېر قابل، ذهين او محترم سياسدانان شامل وو. دا سوال ځان له يوه تحقيق طلب مسئله ده چې داسې پياوړي بالغ نظر سياستدانان او نظرياتي سياسي ګوندونه عام انتخابونو کښې ناکامولے شي؟ خو دا حقيقت پۀ خپل ځاے دے چې د “ژوندي ولي” د همت پۀ جبين چرې هم د مايوسۍ ګونجي نۀ دي پېدا شوي. تندے به ئې هرڅنګه حالت کښې شګفته ؤ. د پښتو ادبي سوسائټۍ اسلام اباد يو څو غړو ورسره لږه شېبه ناسته کړې وه. د دې پوښتنې پۀ جواب کښې ستاسو د خدائي خدمتګار تحريک عظيمو قربانو او د نېشنل عوامي پارتۍ تاريخي کردار باوجود جنرل الېکشن کښې د قامي اسمبلۍ د پاره دوه يا درې غړي منتخب شي؟ عبدالولي خان وئيلي وو ځينو پوهانو، دانشورانو هم دا تپوس کړے ؤ. ما وې ستاسو پروفيسران، تعليمي ماهران او پوهه خلق يئ. تپوس ستاسو نه پکار دے چې زمونږ قربانۍ او تاريخي کردار درته مخې ته پروت دے. نو ووټ ولې نۀ ورکوئ؟ دا خو د تعليم يافته طبقې ذمه واري ده چې عام اولس ته دغه سياسي شعور او پوهه ورکړي. خو دوي عاجزانو سره د خپلې نوکرۍ غم وي. پۀ دې ئې کار نۀ وي چې قومي ښيګړې څۀ ته وائي؟ بيا به ئې وخندل. او زلمو ته به ئې ډاډګېرنه ورکړه. تاسو دوه او درې يا دوي زۀ وايم زمونږ يو غړے هم پۀ سلو حساب دے چې پارلېمان کښې اواز پورته کولے شي. او خبره کولے شي. د هيندوانو ډک ټرک د پاره يو وړوکے چاقو بس دے. کۀ پۀ شمېر لږ هم، يو خو زمونږ نه بغېر ئې شل کولے نۀ شي. دې کښې شک نشته چې عبدالولي خان او د هغۀ د فکر سياسي ګوند د خپل اعتماد، ديانت، صداقت او جرات سره سره پۀ سياسي بصيرت غلبه موندلې او زور طاقت حاصل کړے دے. چې پۀ هر دور کښې منلے شوے اوستائيلے شوے دے. او هر حکومت ورته محتاجه ؤ. د دوي د مرستې نه بغېر يو حکومت هم ښاده نۀ شي موندلے.

    د پاکستان پېپلزپارټۍ باني چيرمين ښاغلے ذوالفقارعلي بهټو چې کله د پاکستان صدر، سول مارشل لاء ايډمنسټريټر او بيا وزيراعظم شو نو د 1970 ټولټاکنو پۀ نتيجه کښې د مخالف سياسي ډلو د نامې جامې سياسي مشران . ممتازخان دولتانه، سردار شوکت حيات خان، مولانا شاه احمد نوراني، مولانا مفتي محمود، پروفېسرغفوراحمد موجود وو. خو د حزب اختلاف قائد” عبدالولي خان” غوره کړے شو ځکه چې د ذوالفقارعلي بهټو غوندې زېرک، تېز قائدايوان ته هرچا سترګې نۀ شوې برندولے. دا کردار “ژوندي ولي” ادا کولے شو. او داسې تاريخي کردار ئې ادا کړو چې د اکسفورډ سنديافته او پۀ عالمي سطح منلے شوے سياستدان ذوالفقارعلي بهټو هم د دليل پۀ ځاے کوتک ته لاس کړو. نېشنل عوامي پارټي ئې کالعدم کړه. پۀ ښاغلي عبدالولي خان او د هغۀ پۀ ملګرو ئې “حيدراباد ټريبونل” کښې يوه داسې مقدمه جوړه کړه چې کۀ د دواړو (ولي خان او ذوالفقار علي بهټوصاحب) زر زرکاله هم وې دغه مقده نۀ شوه ختمېدلے. پښتانۀ وائي، د دروغو مزے لنډ وي. دغه مزے وشلېدو عبدالولي خان او د هغۀ ملګري ژوندي سلامت راخلاص شو. کۀ د دغه مقدمې روداد ولوستے شي نو دا هم د “ژوندي ولي”يو کرامت ؤ ځکه خو عالمي شهرت يافته وکيل ميامحمودعلي قصوري اعتراف کړے ؤ چې دا مقدمه ملي رهنما عبدالولي خان پۀ يواځې سر وګټله. بلخوا دا هم وئيلي شي چې هوښياره مرغۍ د ښکاري پۀ دام کښې نښلي نۀ خو کله چې ئې شامت راشي نو د دواړو پښو نه ونښلي “ژوندي ولي” لکه د سپين باز وګرځېد او د اکثريت پۀ غرور تېروتلے بهټوصاحب دردناک انجام ته ورسېدو. الله پاک دې دواړه وبخښي او تقصيرات دې ورته معاف کړي. امين

    کتاب “باچاخان او خدائي خدمتګاري” ( دريم ټوک ص 192) کښې ښاغلي عبدالولي خان ليکلي دي چې د حيدر اباد جېل کښې يوه ورځ د مرمت سړي راغلل تپوس ئې وکړو چې دې چکۍ له څنګه رنګ ورکړو؟ ولي خان ورته ووې دا تپوس د “بهټوصاحب” نه وکړئ. مونږ خو هسې عارضي راغلي يو. سبا به ځو او بهټو صاحب به راځي. سندهيانو چې دا واورېدل نو پۀ منډه لاړل. بيا چې بهټو صاحب ګرفتار شو او پۀ دې جېلونو ګرځولے شو نو دغه مستري ولي خان پسې ورغے چې تا ته څنګه پته وه چې بهټو به جېل ته راځي.!؟

    ولي خان ليکلي دي . ” ما وې تاسو سندهيان خو ډېر د عقيدې خلق يئ. د مړو بزرګانو مزارونو باندې هم ګرځئ لکه لعل شهباز قلندر. نو هغوي خو مړۀ وليان دي. او زۀ ” ژوندے ولي” يم سندهے عاجز بيا پۀ يوه منډه وتښتېدو”

    يوځل د “خان عبدالولي خان” ناکامه کولو او عوامي نېشنل پارټۍ بدنامولو د پاره ډېره افسوسناکه او شرمناکه پېښه شوې وه. “زما کم عقل” عقل ئې تراوسه نۀ مني. خو دغه پېښه شوې ضرور وه. کوم سړي چې دا ناوړے کار کړے ؤ. د دې ورته يو لاکهـ روپۍ معاوضه ورکړې شوې وه. اوس ئې د خپل جرم اعتراف هم کړے دے . ځکه چې ” ژوندے ولي” به ورله بيا بيا پۀ خوب کښې راتلو چې دا تا څۀ کړي دي؟ خپل ضمير به پرې سکونډارې لګولې. دغه سړي د ” ژوندي ولي” کرامت څنګه ومنلو؟ دا تفصل کۀ مناسب ګڼي نو تعليمي ماهر او محقق، اديب ډاکټر سهيل او د “پښتون” مجلې چيف ايډيټر”حيات روغاني” ئې بيانولے شي. ما سره وېره ده غلط نۀ شم ،

     

  • د باچاخان اخباري بیانونه – م ر شفق

    جنوري کال 1983ء کښې باچاخان د ليډي ريډنګ هسپتال پېښور( بولټن بلاک) کښې داخل ؤ. د راولپنډۍ ورځپاڼه “جنګ” کښې به د باچاخان د خولې څۀ نا څۀ بيان شائع کېدلو. يو څو بيانونه ترې ما پښتو کښې رانقل کړي وو. د “پښتون” لوستونکو ته ئې د ياد تازه کولو پۀ خاطر وړاندې کوم. بل مقصد ئې دا هم دے چې د باچاخان غوندې پاک سپېځلي شخصيت باره کښې اوس هم ” بې بنياده هشمشې” خپرولي شي. غواړم چې د دغو تېروتنو مخ نيوے وکړے شي. د باچاخان هره وېنا او هر بيان صفا، ساده او رښتيا وي. او هېڅ قسمه کږ لېچ پۀ کښې نۀ محسوسېږي( م. ر شفق)

    اتوار. 2 جنوري 1983ء د خدائي خدمتګار تحريک باني عبدالغفار خان وئيلي دي:

    ” د پنجاب يو اخبار چې د خپل فطرت نه مجبوره دے زما خلاف د تومتونو يوه سلسله سروع کړې ده دغه اخبار ليکلي دي چې زۀ، د افغان مهاجرينو د خدمت کولو پۀ ځاے . پنجاب ته ولې تلل غواړم. زۀ خو بنيادي طور خدائي خدمتګار يم . د انسانيت خدمت کول زما اخلاقي او ديني فرض دے. خو دا بدقسمتي ده چې نۀ خو زۀ خلقو سره ملاقات کولو ته پرې ښودے شم او نۀ د افغان مهاجرينو خدمت ته. د مهاجرينو د خدمت پۀ جذبه ما دا تجويز پېش کړے ؤ. چې افغان مهاجرينو ته کوم امداد ورکولے شي، دا دې د هغوي د کمېټو پۀ ذريعه تقسيمولے شي چې حقدارو مهاجرو ته خپل حق ورسي. خو دغه اخبار اپوټه دا الزام لګوي چې مونږ د مهاجرينو خدمت ولې نۀ کوو؟ ما سره چې کله هم د افغان مهاجرينو چا مشر ملاقات کړے دے. نو حکومت او “جماعت اسلامي” د هغۀ وظيفه بنده کړې ده. او اوس دا “اخبار” د دې “اخبار” خواهش دا دے چې زما خلاف داسې فضا جوړه شي چې د خلقو پۀ ذهن کښې دا خبره کښېني او زۀ د مهاجرينو مخالف يم. زۀ د دغه اخبار نه تپوس کوم. دے چې زما باره کښې دا ليکي چې زۀ د مهاجرينو خدمت کول نۀ غواړم نو دا دې پۀ خپل ايمان ليکي؟ تر کومې چې د پښتنو د خدمت کولو خبره ده. دا زما قام دے او د دوي خدمت شرعي طور د حق درجه لري. د خدائي خدمتګار پۀ طور د ټولو خدمت کول زما بنيادي ذمه واري ده. د پنجاب دانشورانو پۀ حالا تو جوخت نظر ساتونکي به د دې اخبار دا کوششونه ناکامه کړي کوم چې زما او د پنجاب ترمنځه د کرکې د ديوال وهلو دپاره کوي. ”

    (الف) 5 جنوري 1983ء خان عبدالغفارخان صحافيانو سره د خبرو اترو پۀ مهال کښې وئيلي دي:

    ” ما د صوبې ګورنر پۀ ذريعه د افغان مسئلې هوارولو پۀ لړکښې، تجويزونه پېش کړي دي خو تراوسه پورې څۀ جواب رانغے. د دې نه اندازه لګېدلے شي چې حکومت پۀ خپله د دې مسئلې هوارول نۀ غواړي او د داسې حکومت نه به څوک څۀ طمع وساتي چې صرف د درېو مياشتو د پاره راغلي وي او د پنځوکالو نه هم زياته موده تېروي ” ( د جرنيل محمد ضياء الحق صاحب مارشل لا ئي حکومت پۀ 16 اګست 1988 هغۀ وخت ختم شو چې د بهاولپور هوائي حادثه کښې پخپله ختم شو)

    (ب) 5 جنوري 1983ء ” دپنجاب اخبار دا نۀ غواړي چې زۀ د پنجاب خلقو سره تړون پېدا کړم. دا “اخبار” ځکه زما خلاف دے چې زۀ خدائي خدمتګاريم دا اخبار کوشش کوي چې د پنجاب خلقو سره زما رابطه پېدا نۀ شي او د پنجاب خلق دې زمانه کرکه کوي. ”

    خان عبدالغفارخان وړاندې ووې:

    ” د انګرېزانو پۀ وخت کښې هم ما ته د پنجاب خلقو سره د رابطې پېدا کولو اجازه نۀ وه او د انګرېزانو پۀ زمانه کښې به چې قامي حکومت جوړ شو نو هم به ئې پنجاب ته نۀ پرېښودم”

    (ج) 5 جنوري 1983 خان عبدالغفارخان ووې:

    “پاکستان کښې د پېسې او کرسۍ رنځ پۀ خورېدو دے. پۀ کوم ملک کښې چې د پېسې او کرسۍ حرض وي هغه ملک هېچرې ترقي نۀ شي کولے. پۀ داسې ملک کښې به اتحاد، مينه، محبت او همدردي نۀ وي. داسې قوم د ملک خوا خوږے نۀ شي کېدلے.دا ډېر خطرناک مرض دے. او د دې مرض نه د خلاصي د پاره د خدائي خدمتګار تحريک ضرورت دے. ځکه چې پۀ کوم ملک کښې بې غرضه خدمتګار نۀ وي، هغه ملک ترقي نۀ شي کولے.

    ليډي ريډنګ هسپتال بولټن بلاک 6 جنوري 1983ء

    د) باچاخان (عبدالغفارخان) خلقو ته غږ کړے دے:-

    (ا) “يواځې پۀ دعا ګانو نۀ کېږي دا د عمل وخت دے. د راتلونکو خطرو د مخ نيوي د پاره ملا وتړئ او مېدان ته اوځئ. زۀ به دې دنيا کښې نۀ يم. خلقو ته به زما خبرې پۀ شدت سره يادېږي. هغۀ وخت به دا خلق ضرور پښېمانه شي.”

    (ب) ” صوبه سرحد ( خېبرپښتونخوا) د دې ملک د ټولو نه مالداره صوبه ده. خو د دې ځاے خلق پۀ دې نۀ پوهېږي. د دې ځاے يو يو کاڼے ډېر قيمتي دے. د دې نه د کار اخستو ضرورت دے. د نبي کريم صلي الله عليه وسلم پۀ زمانه کښې خلق څومره ظالمان، وحشيان او ځناور وو. خو د حضورصلي الله عليه وسلم عظيم کردار او د صبرو تحمل پاليسي هغوي پۀ نېغه لاره روان کړل. پۀ دې خاطر د پېغمبرصلي الله عليه وسلم امت له پکاردي چې پۀ صبر او تحمل هغه عظيم کردار خپل کړي نو دغسې به د دنيا د ټولو نه لوے قوم وبللے شي. پۀ اخر کښې “خان عبدالغفارخان” لاسونه اوچت کړل او د قوم د پاره ئې دعا وکړه او د نيکو هيلو پېرزونو اظهار ئې وکړو. ”

    د خدائي خدمتګار تحريک باني سل کلنه مشر عبدالغفارخان چې نن سبا (6 جنوري 1983) د پېښور ليډي ريډنګ هسپتال بولټن بلاک کښې داخل کړے شوے دے. تپوس پوښتنې له ئې هره ورځ بلها خلق رامات وي. نن باچاخان ښۀ پۀ چرت کښې ؤ. او خلقو سره ئې پۀ خوند خوند خبرې کولې. دۀ ووې چې . “نن مې د زړۀ بوج سپک شوے دے. د شپې مې يو بزرګ انسان پۀ خوب کښې وليدو. ما ورته شکايت وکړو چې زما دا قوم دومره ناپوهه او غافله ولې دے؟ زۀ ورته خبردارے ورکوم چې د راتلونکې تباهۍ نه ځان وساتئ. وېښ او هوښيار شئ او زۀ چې درته کومه لار ښائم پۀ هغې روان شئ. خو پۀ دې قوم زما د خبرو اثر نۀ کېږي. څۀ ساعت پس هغۀ جواب راکړو. ” دا قوم دغسې دے .تۀ مايوسه کېږه مۀ. او خپل “مشن” جاري ساته. ځکه چې تۀ خدائي خدمتګار ئې . ستا کار دا دے چې د قام خدمت به کوې” زما د دغه بزرګ پۀ جواب تسلي وشوه اوس به پۀ نوې جذبه او نوې ولوله د قام خدمت کوم.”

    باچاخان به چې کومه خبره کوله نو پۀ هغې به ئې پوره پوره عمل کوو. کۀ هرڅو عمر ئې سلوکالو ته ورنزدې شوے ؤ. بلکې اوسني خلق خو وائي چې د سلو کالو نه اوړېدلے ؤ. د پېدائښت نېټه ئې پۀ کتاب کښې پۀ اټکل ښودلې شوې ده. دلته وئيل دا غواړم چې پۀ بدن کمزورے شو. د ګرځېدو توان ئې نۀ ؤ نو پۀ “وهيل چيئر” ( د پايو کرسۍ) به ئې دورې کولې او پۀ ناروغه کمزوري بدن ئې د کالاباغ ډېم د ناوړه منصوبې اخري سرته هم رسيدلې وې. او د خپل قوم له غمه بې غمه شوے نۀ ؤ. خو مرګ حق دے. فخر افغان باچاخان هم تېره کړه او پۀ 20 جنوري 1988ء ئې د دنيا نه سترګې پټې کړلې. پۀ سبا له (21 جنوري 1988ء) جناح پارک پېښور کښې شړق شېبو باران کښې د “رځړو صاحب حق مولانا” پۀ امامت کښې يوه ډېره درنه او تاريخي جنازه وشوه. زمکې او اسمان چې پۀ ژړا زړۀ تش کړو نو پۀ بله ورځ (جمعه 22 جنوري 1988ء) يو عظيم الشان تاريخي جلوس کښې د بابا فخر افغان جنازه د وصيت مطابق د افغانستان “جلال اباد” خپل کور شيشم باغ ته ورسولې شوه او هلته خاورو ته پۀ دروند سرکاري اعزاز خاورو ته وسپارلے شوه. پۀ ګور ئې نور شه. امين.

     

  • اکرام الله ګران: فکر او فن مينه لرو خو د الفاظو ژبې ګونګې مو دي “ګران” له ورځو چې لږ اظهار د محبت وښائي – م. ر. شفق

     

    دا ستمبر کال 1966ز ؤ. زما د شعر شونډه ايله قدرې شنه شوې وه. “اندېش اقبال” سره يو ځاے زۀ هم د پښتو ادبي جرګې مردان پۀ کاروان کښې “بخشالي” ته روان شوم. هلته د شپې ناوخته پورې يوه درنه تاريخي مشاعره [1] وشوه چې صدارت ئې د پښتو د جمال او جلال شاعر اجمل خټک کوۀ. د سټېج سکتر فرائض ښاغلي فضل اکبر سېف ګجراتي ترسره کول. د پښتونخوا د ګڼو سيمو نامتو شاعرانو پۀ خپل راتګ د مشاعرې خوند رنګ سېوا کړے ؤ او د خواو شا علاقو خلق ورله لکه د ماشو مېږو راچلېدلي وو. د “ميرو کاکا” د وېنا مطابق زيات شمېر پۀ کښې د ” مخرورانو” هم ؤ. د دې مشاعرې يو خاص اهميت دا ؤ چې دا پۀ ملک کښې د مارشل لائي حکومت خلاف د فکر او دانش د خاوندانو لۀ طرفه د مزاحمت يوه عملي مظاهره وه. ما ته ياد شي، د اجمل صاحب او پۀ سټېج ناستو مشرانو پۀ خوښه درېو زلمو شاعرانو ته پۀ دوېم ځل د کلام پېرزو کولو بلنه ورکړې شوې وه. دغو کښې يو ډاکټر اسرار ؤ، دوېم اسرار د طورو او درېم اکرام الله ګران ؤ. د “ګران” د غزل درې شعرونه زما پۀ حافظه کښې اوس هم محفوظ دي.

    ايله ئې سترګې دي ورغلې خلقه!

    پام کوئ وېښ زما خوبونه نۀ شي

    خدايه! پۀ ما خوشحالي مۀ راولې

    چرته غمژن د يار غمونه نۀ شي

    د ګران زړګيه! ټق چاودلے ښۀ يې

    خو چې خفه د خلقو زړونه نۀ شي

    د مشاعرې نه پس يوې حجرې ته بوتلے شو. ښاغلي مهتاب ضمير د هغۀ ورور قرېش ګل او نورو رفيقانو مېلمنو ته کټونه سم کړي وو. ما چې ځان له کوم کټ ومېرلو نو يو اړخ ته رانه د محمد اقبال اقبال او بل اړخ ته رانه د اکرام الله ګران کټ ؤ. د حجرې يو دېوال سره ساړۀ شوي دېګونه هم وو. د شېرعلي باچا وکالت د شاعرانو د زړۀ ترجماني وکړه نو کوربنو د وريژو يو سوړ شوے دېګ بيا تود کړو. مړه خېټه فارسي وائي او د شاعرانو خېټو ته چې تپ ورسېدو نو د اجمل خټک صاحب پۀ وېنا د شاعرانو غزل بيا غزونې وکړې او د ملاستې مشاعره پېل شوله.

    اکرام الله ګران چې پۀ دغه موقع غزل اورولے ؤ، قافيه، رديف ئې داسې وو.

    ” بدنام زما غزل دے”

    “ناکام زما غزل دے”

    کۀ خطا کېږم نۀ نو د “جيندي” غاړه پۀ کښې هم ستائيلې شوې وه. د ګران دا غزل هم ښۀ وستائيلے شو. قمر راهي صاحب رو غوندې ووې، کۀ چرې ” غزل زما دے” رديف شي. نو مصرع کښې به رواني او ترنم زيات شي خو “ګران” يو بې نيازه، فقير، ملنګ او د خپل اسلوب شاعر ؤ. د غزل رديف ئې پۀ ځاے وساتلو. لکه چې الهام ورته شوے ؤ. هغۀ د خپلې شعري مجموعې له “غزل” نوم خوښ کړے ؤ خو د چاپ کېدو مرحله چې څو راتله نو دې مهال کښې د يو بل ياد غزل ګو شاعر “رحمت الله درد” شعري مجموعه پۀ دغه نوم خپره شوله ځکه بيا “ګران” خپلې شعري ټولګې له ” زما غزل” نوم کېښود. کۀ چرې ” غزل زما” دے نو خوند به ئې کم ؤ.

    د بې وسۍ پۀ کرامت مې برخه وموندله

    پۀ ډېرو زړونو کښې شوم ځاے جادو منتر نۀ راځي

    البته څۀ موده پس د مردان کالج يوه درنه مشاعره کښې چې محترم قمر راهي صاحب د خپلې منفرد لهجې غزل اورولو نو ما ته پۀ کښې د “ګران” د غزل لږ څه تاثراتي اهنګ محسوس شوے ؤ. د راهي صاحب مرصع غزل مطلع وه.

    ستا د زلفو پۀ سيالۍ کښې پرېشان غزل زما دے

    ستا خبرې چې پۀ کښې دي ګل فشان غزل زما دے

    او دې شعر خو ډېر شهرت موندلے دے،

    سنګ باري ده خو مجبور يم، زۀ راهي چې پۀ کښې اوسم

    کۀ مردان دے د بادارو، د مردان غزل زما دے

    د بخشالي مشاعرې پۀ حقله محترم اسرار د طورو يو ادبي رپورتاژ ليکلے ؤ، “شيرعلي وې چې بخشالي ته به ځو”. دا ورځپاڼه “بانګ حرم” کښې پۀ دوو قسطونو کښې شائع شوے ؤ. د اکرام الله ګران باره کښې ئې څو کرښې ليکلي وې خو يوه جمله پۀ کښې زما پۀ خوښه شامله کړې شوه. هغه څۀ داسې چې “ګران” د کړۀ وړۀ نه شاعر فلسفي معلومېږي.

    سور سپين، صفا سپېځلې څهره، خړې شنې بخنې ښکلې غټې غټې سترګې چې د سرخۍ عکس پۀ کښې هم خور ؤ، پياوړے جسامت، پۀ قد قامت لږ چيت او مندرے خو د شعر زمرے. عاصي هشنغري به ټوقه کوله چې ” ګران” له به پۀ هر شعر داد ورکوئ ګنې بيا به د اعصابي تناو لۀ کبله ګوتې پۀ غاښونو کښې چيچي.

    زما چې ورسره پېژندګلو زياته شوه نو دوستانه مجلسونو کښې به ليده کاتۀ کېدل. خوش ماجي، حاضر جوابي، پۀ چپه خولۀ شوخي او ظرافت د اکرام الله ګران د شخصيت يو زړۀ راښکونکے اړخ ؤ. پۀ قلاره لهجه کښې ئې يو معصوميت ؤ. چې خبرې به ئې کولې نو د بنده به ورسره مينه پېدا شوه. سيد محمود ظفر صاحب د ښاغلي اشرف غمګين پۀ حواله وئيلي دي،

    د ښۀ شعر او ښۀ خوي لۀ برکته

    “ګران” يواځې پۀ ما نۀ پۀ هرچا ګران دے

    د اسلام اباد “ستارو بازار” سره نزدې )د سيد نذيرالحق کريم کوارټر( 255.A کښې ئې ما سره يوه شپه کړې وه او د ناستې مشاعره هم. زۀ، افکار صاحب او کريم کوربانۀ وو. ګران، سعيدګوهر صاحب، اسرار د طورو او دروېش دراني صاحب خاص مېلمانۀ وو. سعيد ګوهرصاحب او د هغۀ ملګري چې کله رخصتېدل نو د ګران باچا نه ئې نزدې کلک لوظ واخستو چې سبا له به “کخېري” ما سره د غرمې پۀ ډوډۍ مېلمه يې، پس لۀ هغې به هشنغر ته کوچ کوې،. ګنې يارانه در پاتې. پۀ سبا له چې روانېدل نو “ګران” لکه د ماشومانو پۀ شان ما ته منت زاري شروع کړه. شفقه! زۀ نور نۀ شم ايسارېدے، زما لۀ طرفه به سعيد ګوهر صاحب ته څۀ عذر پېش کړې چې خفه نۀ شي. ما ورته ووئيل، ګران صاحب ! د ټولو پۀ مخکښې دې ورسره لوظ کړے دے، اوس چې تۀ وعده خلافي کوې نو پۀ ما هم دروغ وائې؟ ګران راته غورډبه ووئيل ” وه مسلمانه! هندو يار د پاره غوښه هم خوړلې ده.”

    د پښتو جديد غزل ويونکو يو څو شاعرانو کښې اکرام الله ګران هم شامل دے. ځينې “ښکلي” ورته د خپلې ناپوهۍ پۀ سبب او ځينو “يارانو” به ورته د بې تکلفۍ پۀ وجه ” ګران بابا” وئيلو. زما پۀ خيال ګران د شروع نه تر اخره يو ځوان فکره شاعر ؤ. اخر کښې پۀ ږېره سکړ ؤ خو د هغۀ د تخليق او فن اونه ګوره او سمسوره وه. د نورو څو خاص جديد شاعرانو پۀ رنګ د اکرام الله ګران غزل د ژوندو، صحت مند روايتونو، د ژوند د ښائستونو، جدتونو، د خيال او نددت او د فن او مقصديت هنداره ده. د غزل توري پۀ ښکاره لکه ځلېدونکي ستوري خو باطن کښې دغه الفاظ د اور بڅري دي. د ګران د شعر پۀ مصرعو کښې د خاموشۍ او تنهايۍ شور هم محسوسېږي.

    دا د احساس بل کړے اور ښکارېدو

    ځکه سکون مې سوے سکور ښکارېدو

    ستا تصور ؤ، تنهائي وه اشنا!

    پۀ خاموشۍ کښې څومره شور ښکارېدو

    د 1960 لسيزه کښې پښتونخوا کښې د مزاحمتي ادب او ترقي پسند ادب زور او شور زيات ؤ. خاموش طبع ګران يو حساس شاعر ؤ. دۀ پۀ خپل بصيرت عصري تقاضې پېژندلې او فني غوښتنې ئې پوره کولې. د شعر لمن ئې د نعرو سُورو او د چغو پروپېګنډو نه بچ ساتله او ادبي مزل ئې ښۀ پۀ استقامت جاري ساتلے ؤ.

    ترقي پسندي او جدت پسندي د تېرو وختونو صحت مندو رواياتو ته دوام ورکولو او تاريخي شعور بېدارولو سره اړه لري. معياري شعر او ادب هغه وي چې ژوند ته د راپېښو حالاتو، سياسي، سماجي او جمهوري محروميتونو او د معاشي ناهموارۍ ستونزو پۀ بابله د قومي احساس او اجتماعي شعور خپرونه وکړي او د خپل عصر ترجماني وکړے شي.

    د ژوندون پۀ کټورو کښې چا له قند شي چا له زهر

    عجيبه غوندې وېش کېږي د دوران پۀ دروازه کښې

    اے تذ بذبه! راته وايه د ژوند لاره څۀ ده؟

    چې هر يقين مې پۀ صليب دے هر ګمان پۀ صليب

    دغه تود دور کښې اجمل خټک صاحب د ترقي پسند ادب د قافلې سالار ؤ. هغوي د “ژوند او فن” پۀ موضوع يوې مقالې ته کتابي بڼه ورکړه نو کتاب کښې ئې ورسره د ځينو هم عصرو او متحرک شاعرانو کلامونه شامل کړي وو. دغو کښې د اکرام الله ګران د يو مثالي غزل نمائنده شعر دا ؤ.

    د مساواتو اسرافيل شپېلۍ د حشر پوکي

    پۀ هره لوږه د مرګ وېره پۀ هر غم وېره ده

    د اکرام الله ګران د محبت رنځوران ډېر دي. ما هم د زړۀ درمان ګڼلو. زۀ پېښور کښې د اطلاعاتو محکمه کښې پۀ خپله خوښه بانډه شوے وم. د ” ګران غزل” پۀ مينه کښې ما يوه شپه پړانګو ته ورسوله. ښاغلي اشرف غمګين راته د ګران د کور لاره اسانه کړه. يو وړوکي غوندې بېټک کښې د ګران صاحب مشر ورور عنايت الله جان باچا سره ملاقات وشو. هغه زمونږ پۀ ليدو خوشحاله شو. بيا د هغوي پۀ خوښه درې تني مشاعره وشوه. عجيبه دا وه چې زيات پۀ کښې زۀ وغږېدم. زۀ د اشرف غمګين صاحب او ګران د سيالۍ نۀ وم او زما شاعري دغه وخت پۀ يو درځن غزلو مشتمله وه خو د ګران باذوقه سخن فهم ورور به بيا بيا غوښتنه کوله. ما به ورته وئيل چې زۀ خو د ” ګران غزل” اورېدو له راغلے يم. عنايت الله جان باچا به وخاندل چې “ګران” زما د کور سړے دے او تاسو ئې مشاعرو ادبي دستورو کښې هرکله اورېدے شئ. زما د پاره مشاعرو له تلل ګران دي او ستاسو غوندې پښتو مئينانو سره د ليدو کتو اورېدو موقع چرته خال خال پۀ لاس راشي.

    ځار لۀ داسې عشقه! د معاش پۀ زولنوکښې هم

    شړنګ چې ورته کېږي نو نغمه د ژوندانۀ غواړي

    داسې سخن فهمه ورور دې الله پاک د هر شاعر نصيب کړي لکه څنګه چې عنايت الله جان ؤ. اکرام الله ګران دوېمه شعري ټولګه “ژوند د خيال پۀ ائينه کښې” د خپل دغه ورور پۀ نوم پۀ دې الفاظو نمانځلې ده،

    “د خپل مشر ورور عنايت الله جان )مرحوم( پۀ نوم، یو ادبي شخصیت چې د هغۀ مینې او خلوص او تنقیدي نظر زما ادبي فکرونو له وده ورکړه.”

    ګران صاحب نور وضاحت کړے دے چې د شعري مجموعې “د خيال پۀ ائينه کښې” تړون ئې پۀ څۀ خيال د خپل قدرمن ورور عنايت الله جان باچا پۀ نامه کړے دے. ليکي،

    “واقعي خبره ده، کۀ د هغوي مرسته او مينه نۀ وے نو شايد چې زۀ د شاعرۍ نه پاتې شوے وم. هغۀ چې زما ادبي دوستانو سره کومه بې کچه مينه لرله، زما ادبي دوستانو ته پته ده.”

    اکرام الله ګران د خپل پلار فضل الرحيم باچا (مرحوم) د ادبي لارښودنې ذکر هم کړے دے.

    د نفسياتو ماهران او د جمالياتو پوهان پۀ دې حقيقت رسېدلي دي چې د يو شاعر تخليقي فنکار او اديب پۀ روزلو کښې او فني ادبي تخليقاتو کښې د هغۀ کورنے پس منظر او سماجي چاپېرچل هم پوره کردار ادا کوي. د ښاغلي “ګران” پۀ شعر کښې دغه احساس برڅېره دے.

    “ګران” چې د اوسني دور غزل ګو شاعرانو کښې يو ښکاره نوم ؤ، پېژندلے او ستائيلے شي، د خپلې ټولنې او عصر ترجمان شاعر دے. د قام پرور شاعرانو پۀ صف کښې ولاړ ښکاري. قدرتي خبره ده چې د پښتونخوا پۀ خاوره ئې خړپوسې کړې دي. هغه شاعر، اديب او فنکار کۀ څوک هر سياسي او مذهبي مکتب فکر سره تړي او هغه کۀ هرې ستانې سره هم تعلق لري، ارومرو به د پښتو، پښتونولۍ او قامولۍ سندره وائي. “د غزل بابا” اميرحمزه خان شينواري پۀ دې حواله سکوټه فېصله اعلان کړې ده.

    ژوند چې ئې ليلا نۀ وي مجنون نۀ شي کېدے

    روح چې ئې پښتو نۀ وي پښتون نۀ شي کېدے

    د اکرام الله ګران غزل فکر او فن د پښتو د روح پۀ خوشبويو او رنګونو شوخ ليدے شي. ګران د خپلې خاورې، خپل اولس، قومي رواياتو. ملي ارمانونو او هدفونو منونکے او ساتونکے شاعر فنکار ؤ. د هغۀ زيات شمېر شعرونه د مثال پۀ توګه پېش کېدلے شي خو د ګران پۀ شعرونو کښې انتخاب کول هم ګران دي. زۀ ژوند د خيال پۀ ائينه کښې” د کتلو هڅه کوم او دا څو شعرونه ترې تاسو ته ډالۍ کوم.

    يه د کلي پېغلو! پۀ ساده سنګار مو څۀ وشو؟

    شونډې دنداسې او ملالۍ سترګې رانجۀ غواړي

    تاسو پۀ غفلت زۀ پۀ خوږو زهرو وژلے شم

    ژبه پښتنه رانه پښتو او پښتانۀ غواړي

    پۀ ظاهره وجودونه کۀ بېل بېل دي

    يو دے بيا هم د باګرام او د کابل روح

    اقدار بدل شو ګرانه ! دومره هم بدلون نۀ منم

    زۀ پۀ خپل فن کښې روايات د هشنغر ساتمه

    د غزل سمند دې ګرانه قابو نۀ شه

    څرېدلے پۀ ورشو د هشنغر دے

    1. د مشاعرې بندوبست شېردل ادبي ټولنې کړے ؤ. شېردل کاکا د بخشالي يو مشهور خدائي خدمتګار ؤ. )شفق(

     

  • ‘د ګلو اونه’ مولانا محمد عنایت الله ّٰ – م. ر. شفق

     

    ‘د ګلو اونه’

    مولانا محمد عنایت الله ّٰ

    یو مجاهد عالم او خدائي خدمتګار

    د هوتي مردان، مندڼ يوسفزيو پۀ سيمه کښې ‘تورو’ (طورو) ياد کلے دے – دا کۀ يو خوا د نوابانو خانانو کلے دے نو بل خوا د ډېرو لويو ديني عالمانو،خطيبانو او مدرسانو مرکز پاتې شوے دے چې شهرت ئې پۀ اما کما خور ؤ او لۀ دې کبله به ورته ‘د يونان ټکړه’ او دوېم بخارا وئيلي شو-

    پۀ ‘تورو’ کښې د عبدالعزيزي حسني ساداتو يوه کورنۍ اباده ده چې مورث اعليٰ ئې نور العلماء شېخ نور محمد المعروف اخوند يونس ګېلاني او ‘خاودبابا’ دے – 979هـ – 1059هـ چې د نسب سلسله ئې پۀ يوولسم پشت کښې غوث اعظم سيد عبدالقادر جېلاني (وفات562) ته رسي- دے د يوسفزو مندړو روحاني پېشوا او مجاهد دروېش ؤ-

    پۀ نولسمه او شلمه صدۍ عيسوي کښې د خادو بابا پۀ خاندان کښې د مولانا سيد حفيظ الله صاحب د پينځو زامنو مولانا سيد محمداسحاق، علامه سيد محمد اسرائيل شهيد، مولانا محمد اسماعيل، علامه حافظ محمد عبدالجميل او مولانا سيد حافظ عبدالجليل د علم او عرفان ستوري پۀ ځلا وو- بيا د دغو بزرګانو پۀ زامنو کښې مولانا سيدامين الحق، مولانا محمدامين خوږيانے، مولانا حافظ لطف الرحمان، مولانا محمد لطف الله، مولانا محمد عنايت الله او مولانا حافظ عبدالنبي صاحب مشهور عالمان وو-

    نوموړے عالم اديب او خطيب حافظ محمد ادريس شهيد )جنوري 1910- 20 مئي 1965) د مور لۀ طرفه د علامه محمد اسرائيل شهيد نمسے ؤ- پۀ دغه نسبت دې علمي کهکشان کښې شامل يو ځليدونکے ستورے ؤ- مولانا محمد عنايت الله د علامه حافظ محمد عبدالجميل صاحب درېو زامنو کښې منځنے ؤ- مشر ورور ئې مولانا حافظ محمد لطف الله او کشر حافظ سيد امانت الله ؤ- علامه محمد عبدالجميل خپل وخت کښې د هندوستان لويو عالمانو کښې سر فهرست ؤ- د هغۀ د علمي پېژندګلو د پاره دومره بس ده چې علامه انور شاه کشميرى او د پښتونخوا دارالعلوم حقانيه (اکوړه خټک) باني شېخ الحديث مولانا عبدالحق د دوي پۀ شاګردانو کښې شامل وو- مولانا انظر شاه کشميرى د خپل تاليف ‘حيات کشميرى: نقش دوام’ پۀ 32 – 33 مخونو د خپل پلار علامه انور شاه کشميري د استاذانو پۀ حواله ليکي،

    ‘ديوبند کے ان اساتذه کے علاوه استاذ العلماء مولانا مفتى لطف الله عليگڑهى کے فخر روزگار شاگرد مولانا عبدالجميل افغانى سے علم ہئيت کى تکيمل کى.’

    مولانا عبدالجميل صاحب هندوستان کښې د مدرسه فتح پوري (دهلي) او نورو ديني اسلامي مدرسو صدر مدرس پاتې شوے ؤ –

    مولانا محمد عنايت الله چې د’تورو’ پرائمري سکول نه څلورم جماعت پاس کړو نو پلار ئې هغه وخت هندوستان کښې ؤ- د خپلې مور پۀ وېنا ئې دينى زدکړې ته مخه وکړه- ابتدائي ديني کتابونه ئې خپل ترۀ مولانا سيد محمداسماعيل سره وئيلي وو- حافظ محمد ادريس او اثرافغاني ئې د سبق ملګري وو- نورو استاذانو کښ ئې متقي عالم حافظ احمدشاه (دحافظ ادريس والد صاحب) او د ترۀ زوے مولانا حافظ لطف الرحمان فاضل دېوبند هم شامل ؤ چا ته چې خپل استاد محترم علامه انور شاه کشميري پۀ يوه موقع د (هد هد سلېماني) خطاب ورکړے ؤ او دغسې هلکوانه کښې ئې د غور غوشتو مولانا قطب الدين نهه مياشتې شاګردي کړې وه. بيا چې د دوي والد صاحب د هندوستان نه راغے او سوات کښې د وليعهد عبدالحق جهانزيب اتاليق مقرر شو نو مولانا عنايت الله خپل پلار مولانا عبدالجميل سره درس نظامي او د احاديثو دوره مکمل کړه خو د دوي خواهش ؤ چې د دارالعلوم دېوبند باقاعده سند تر لاسه کړي- هلته ئې مولانا حسېن احمد مدني سره ملاقات وکړو او هغوي سره ئې يو څو ورځې تېرې کړې، خپله اراده ئې ورته ښکاره کړه. د دېوبند عالمانو مولانا عبدالجميل صاحب پېژندۀ نو مولانا حسېن احمد مدني ورته وفرمائيل، ‘هر کله چې تا حضرت مولانا عبدالجميل سره دوره مکمل کړې ده نو بيا د لوستو څۀ ضرورت دے؟’

    بيا هغوي (مولانا مدني) د دېوبند د عالمانو او شاګردانو پۀ وړاندې پۀ ډاګه ځينو کتابونوکښې د مولانا عنايت الله نه امتحان واخستو- پۀ دې خصوصي امتحان کښې مولانا صاحب بريالے شو- حضرت مولانا مدني صاحب (شېخ العرب والعجم) ډېر خوشحاله شو، دعاګانې ئې ورته وکړې او د حضرت علامه عبدالجميل صاحب د علمي مقام ستائینه ئې وکړه او د دې نه پس ئې ورته د دارالعلوم دېوبند اعزازي سند ورکړو- مولانا محمد عنايت الله صاحب دارالعلوم دېوبند ته د تلو نه وړاندې د ازادۍ تحريکونو سره پۀ عملي توګه ځان تړلے ؤ- ښۀ پۀ ځوانۍ کښې ئې د جمعيت العلماء هند د پاره کار کولو- وئيل به ئې چې د طورو سواړيانو مولانا سيد ګلباد شاه، د رېګي (پېښور) مولانا شمس الحق صاحب او زۀ (مولانا عنايت الله) د پښتونخوا وړومبني درې مجاهدين وو چې د جمعيت العلماء هند پېغام به ئې کلې پۀ کلي خپرولو – وروستو بيا يکه توت پېښور کښې د جمعيت دفتر کښې د مردان او صوابۍ هزارې د عالمانو تر منځه پۀ انتظامي چارو يوه داسې شخړه راپورته شوه چې يو تر بله مشت و ګرېوان شول- پۀ دې پېښه د مولانا صاحب طبعيت دومره خفه شو چې د مجلس عمل نه پاڅېد او بيا ئې خپله استعفيٰ ورولېږله- هسې هم هغه دور کښې جمعيت العلماء هند او خدائي خدمتګارو کښې څۀ فرق نۀ ؤ- د جمعيت د جلسو اهتمام به د خدائي خدمتګارو پۀ ذمه ؤ-

    مولانا صاحب د يو مجاهد عالم او قومي سماجي خدمتګار پۀ توګه خدائي خدمتګار تحريک ته ځان وقف کړے ؤ، بلکې د خپل پلار (علامه محمد عبد الجميل) د وصيت مطابق ئې د ژوند تر اخري شېبو پورې د باچاخان د خدائي خدمتګارۍ سره پت پاللے ؤ- باچاخان به وئيل، ‘زۀ يو خدائي خدمتګار يم، الله تعاليٰ ته زما يا ستا د خدمت ضرورت نشته؛ د خداے د مخلوق خدمت کول د الله تعاليٰ خدمت او اصل عبادت دے’ – مولانا صاحب خپل ټول ژوند هم پۀ دغه لار او مقصد تېرکړے ؤ- د عالم دين او اولسي خدمتګار دواړو حېثيتونو کښې ئې ټول عمر د خلقو بې پېسو خدمتونه کړي وو- عام ژوند کښې ئې د پښتنو تر منځه د مرګ ژوبلې داسې ناکاره دښمنۍ پۀ دوستۍ او ورورولۍ بدلې کړې دي چې خلقو به ئې تصور هم نۀ شو کولے او د خدائي خدمتګارۍ تحريک کښې به ئې د يو زړۀ ور عالم کردار ادا کولو. د 1935 ايکټ لاندې چې پۀ وړومبي ځل زمونږ صوبه کښې الېکشن کېدلو او هوتي مردان کښې امير محمد خان هوتي (خان لالا) يو خدائي خدمتګار د نواب سر محمد اکبر خان هوتي مقابلې ته ولاړ ؤ او نواب صاحب له ئې ماتې ورکړې وه نو اوويشت کلني مولانا به پۀ عوامي سټېجونو داسې پُر جوش تقريرونه کول چې بس تورې سره به ئې مرۍ مږله. هغۀ سره وسلې وسيلې نۀ وې، د خپل علم او صبر طاقت ورسره ؤ- د داسې پياوړي کردار فقيرانو مجاهدانو الله پاک مل وي نو څوک ئې وېښتۀ قدرې هم نۀ شي ازارولے-

    چې الله درسره مل نۀ وي رحمانه!

    کۀ لښکرې درسره وي يک تنها ئې

    ليکونکي (م – ر شفق) بيا بيا اعتراف کړے دے چې د والد محترم (مولانا عنايت الله صاحب) د ژوند او ګڼ اړخيز شخصيت احاطه کول زما د وس خبره نۀ ده، خو د مئينانو پۀ غوښتنه به يو څو واقعې ښاغلو لوستونکو سره شريکې کړم چې د مولانا صاحب د شخصيت، ذهني رويو او فکري تړون څۀ نا څۀ څرګندونه کولې شي –

    مولانا محمد عنايت الله صاحب د قومي عملي سياست پېل د خدائي خدمتګار تحريک د سټېج نه کړے ؤ- د يوې اندازې مطابق به ئې عمر څۀ شل کاله يا کم ؤ، طورو کښې يوه جلسه پۀ دې مقصد کېدله چې دفعه 144 ماته کړې شي ځکه چې د نامې جامې سياسي مشران جېلونو کښې وو او د مرکز نه د کلي تنظيم ته د جلسې د اهتمام کولو وېنا شوې وه- صاحبزاده فضل الرحمان استاد د قران پاک د تلاوت نه پس پۀ خوږ اواز يو نعت شريف ووې، بيا ئې اخوا دې خوا وکتل، نظر ئې (دپرائمري سکول) پۀ خپل شاګرد پرېوتو، د لاس پۀ اشاره ئې راوبللو- ورته ئې وئيل، ‘برخوداره! اوس به تۀ تقرير کوې’. مولانا حېران دريان شو چې ما خو تقرير چرته کړے نۀ دے- صاحبزاد صاحب تسلي ورکړه، ‘زۀ به در باندې دم چف کړم، انشاء الله لکه د بلبل به وچغېږي.’

    ژوند کښې ئې پۀ وړومبي ځل د ازادۍ پۀ موضوع تقرير وکړو او دغسې سياسي او قومي ضرورت هم پوره شو. همځولي دوستان ډېر خوشحاله شو- اوس چې مور (مستوره بي بي) ته ئې د خوشحالۍ دا زېرے ورسولے شو نو پۀ چم ګاونډ کښې ئې خواږۀ ووېشل –

    پۀ طورو کښې چې پۀ 1354هـ /1935ء د ‘جمعيت الابرار’ پۀ نوم يو انجمن جوړکړے شو او د اموخېلو جومات کښې ئې د درس قران او نورو اسلامي علومو خپرونه شروع کړه- د صاحبزاده علي حېدر خاکسار ترتيب کړي چاپ روداد مطابق دې مدرسې پۀ ډېره لږه موده کښې دومره ترقي وکړه چې د ملکونو بخارا، ترکستان،کابل، قندهار، کوهستان، سوات، بونېر او د باجوړ طالبان هم پۀ مدرسه ‘جمعيت الابرار’ کښې داخل شو- وطني طالبانو پۀ کښې هم سبقونه وئيل- کوموعالمانو چې درسونه ورکول، هغوي کښې مولانا محمد اسماعيل صاحب صدر جمعية الابرار، مولانا عبدالحنان، مولانا سمندر خان، مولانا لطف الرحمان صاحب،مولانا عبدالخالق، مولانا مير سعدالله، مولانا فضل الرحمان، مولانا عبدالرحيم صاحب شامل وو- مولانا محمد عنايت الله صاحب ټولوکښې کشر ؤ- صاحبزاده علي حېدر خاکسار ليکلي دي –

    ‘مولانا عنايت الله صاحب (طورو) د علامه مولوي عبدالجميل صاحب فرزند دے- نوجوان عالم دے- درسي کتابونه ئې د خپل نامور پلار څخه وئيلي دي – د تبليغ او انتظام ماده پۀ کښې وافره ده- دا وجه ده چې د جمعيت الابرار فعال کارکن يعني نائب ناظم دے “

    دوي به د قران درس هم ورکوو او بيا د جمعيت الابرار ناظم وټاکلے شو- د دغه دور يوه اهمه واقعه دا ده چې د ‘احيائے سنت’ پۀ نوم يو (جماعت) پۀ دې غرض جوړشو چې دکورنو شخړو او مقدمو فېصله به داسلامي شريعت پۀ رڼا کښې کولې شي- خان شېردل خان (کپتان خان) او نواب زاده محمداکبر خان (طورو) عوامي نمائندګان وو او د عالمانو لۀ طرفه قاضي سلطان احمد صاحب او مولانا عنايت الله نمائنده ګان وټاکل شو- دې عدالت کښې وړومبۍ مقدمه د يو مزدور طالب لۀ طرفه د نوابزاده محمداکبر خان خلاف د سماعت د پاره منظور شوه- د قاضي سلطان احمد صاحب پۀ مشرۍ سماعت شروع شو- حال دا ؤ چې مدعا عليه نواب زاده صاحب پۀ خوشنما قالين تکيه ته ډډه لګولې وه او مدعي زيار کش د قاضي صاحب پۀ وړاندې زړې جامې اغوستې څيرې ګرېوان ناست دے، قاضي صاحب سرسري سماعت شروع کړے ؤ چې زلمي مولانا عنايت الله جرح وکړه او د عدالت پام ئې راوګرځولو.

    مولانا عنايت الله: قاضي صاحب! د شريعت پۀ رو سره مدعي او مدعا علېه دواړه يو شان او يوځاے کښېنول پکار دي ځکه چې ‘پيش قرآن بنده و مولا يکے است’.

    قاضى صاحب:! واقعي! پۀ عملي توګه دا زمونږ وړومبۍ تجربه ده چې د مقدمي سماعت کوو- نوابزاده صاحب له پۀ کار دي چې د څۀ ساعت د پاره مدعي سره څنګ پۀ څنګ کښېني-

    د مقدمې پۀ دوران کښې به مولانا صاحب د مدعي ډاډګېرنه کوله او وکالت به ئې کوو-ياده دې وي چې دغه زمانه کښې د خان نواب نوم هم چا نۀ شو اخستے، ولې د کلي خلقو او معتبرو خانانو پۀ زړونو کښې د مولانا عنايت الله قدر درناوے زيات شو-

    د هر قومي تحريک او سياسي فلاحي تنظيم پۀ ژوند کښې داسې پړاوونه هم راځي چې ډېر ښۀ ښۀ ملګري کله پۀ يوه بهانه او کله پۀ بله بهانه د تنظيم نه جدا شي او پۀ نورو لارو سر شي – د مجاهدې شاعرې سيده بشري بېګم (س ب ب) وئيلې شوې دا ټپه د څۀ دغه شان کېفيت مظاهره کوي –

    کۀ د زلمو نه پوره نۀ شوه

    فخر افغانه! جينکۍ به دې ګټينه

    ‘باچاخان’ پۀ جېل کښې بنديوان ؤ- وائي چې سر صاحبزاده عبد القيوم خان بالواسطه طور، خدائي خدمتګار تنظيم له مشوره ورکړه چې تاسو يو لوے سياسي جماعت سره تړاو وکړئ چې ستاسو د تحفظ ضمانت وکړے شي، ګنې برطانوي حکومت به خدائي خدمتګار تحريک وچقوي – باچاخان لۀ د خدائي خدمتګار مشرانو يوه جرګه ورغله، هغۀ دا مشوره ومنله. دوي اول مسلم ليګ سره رابطه وکړه خو د مسلم ليګ مشرتابه ورته غاړه کښېنښوده نو اٰل انډيا کانګرس سره ئې الحاق وکړو، ځکه چې مکمله ازادي د دواړو ډلو اولين مقصد ؤ- ځينو دوستانو د دې فېصلې پۀ ډاګه مخالفت وکړو او د تنظيم نه جدا شول- دغو کښې مشهور نوم د محمداکبر خادم صاحب ؤ چې قومي شاعر او د ازادۍ مجاهد ؤ – خو د دۀ د مخالفت فائده مخالفه قوتونو ته ورسېده. خادم صاحب يوه ټپه وئيلې وه چې پۀ کښې يو جذباتي کشش ؤ:

    باچا امام زۀ مقتدي وم

    ګاندهي امام شو ځکه ځان له نيت تړمه

    دې لړکښې خادم محمد اکبرصاحب طورو ته هم راغلے ؤ. خانانو سره ئې ليدۀ کاتۀ وکړل – زمونږ حجره کښې ئې بزرګانو عالمانوسره خبرې اترې وکړې – والد محترم (مولانا عنايت الله) د خادم صاحب مېلمستيا وکړه او پۀ صبر استقامت ئې د خادم صاحب خبرې واورېدلې – زمونږ د کورنۍ د مشرانو د خولې وېنا ده چې د خادم صاحب د بيان انداز به زړۀ راکښونکے ؤ، وئيل ئې –

    يوه ورځ باچاخان مخې له راغے – د خدائي خدمتګارو لښکر ورپسې ؤ- مونږ يو بل ته سلام وکړو- بيا مې ورته پۀ اوچت اواز کښې ووې، باچاخانه! دا زمري دې چرته روان کړي دي؟ باچاخان موسکے شو او پۀ قلاره لهجه کښې ئې راته ووې، مونږ پۀ خپله لار ځو، تۀ پۀ خپله لار ځه- پۀ دې بحث نۀ کوو ‘هٰذا فراق بيني وبينک.’ خادم محمد اکبر چې دا خبره کوله نو جذباتو کښې راغے، وئيل ئې، د اختلاف رایې باوجود کۀ چرې دا سړے (باچاخان) ما د سحر پۀ دعا کښې نۀ وي ياد کړے نو الله دې ما هېر کړي او پۀ سترګو کښې ئې اوښکې وګرځېدې.

    دې ناسته کښې خادم صاحب والد محترم عنايت الله صاحب ته يو غږ کړے ؤ چې تا څۀ شور جوړکړے دے؟ وايه تۀ به کوم خوا ځې؟ مولانا صاحب ورته جواب ورکړے ؤ، زۀ خو د خپل پلار پۀ وصيت عمل کوم او د دين د جذبې تر مخه خدائي خدمتګاري يو عبادت ګڼم. پۀ پښو کښې مې د عقيدې زنځير پروت دے- تاسو سياسي مشران يئ، د هوا رخ بدلول درته اسان دي – خو ما ته ډېر ګران دي- کۀ باچاخان ته زما ضرورت نۀ هم وي، قومي تحريک سره به ملګرے يم، ځکه چې زۀ تنظيم جاهلانو ته نۀ شم سپارلے.

    د مولانا صاحب پۀ وفات د ورځپاڼې ‘غازي’ پېښور د پښتو برخې مدير، نوموړي اديب او شاعر ښاغلي لطيف وهمي د غمرازۍ اداريه ليکلې وه- دا ګواهي ئې ورکړې ده چې د مولانا صاحب د دغه جواب پۀ حقله به خادم صاحب وئيل، مولانا عنايت الله يو نېک سيرت، زلمے عالم او کره پښتون دے- د دۀ خبرې زۀ د ډېرو ورځو پورې تزنولم او لکه د ازغي به زما ذهن کښې چوکه کېدله.

    د مولانا صاحب د ژوند څۀ يوه واقعه نۀ ده- لکه د هر خدائي خدمتګار د ازادۍ د مبارزې، صبر او استقلال او زړۀ لړزوونکو واقعاتو يو ژوندے داستان او تاريخ ؤ. پاکستان چې جوړ کړے شو او د 1935 ايکټ تر مخه پښتونخوا کښې د خدائي خدمتګارو اکثريتي حکومت پۀ غېر جمهوري او غېر ائيني طريقه د قلم پۀ يو کش لرې کړے شو او د (لااله الا الله) نعره وهونکو پۀ قومي سياست کښې صرف خپل ځان منلو، پۀ ناروا او بې موجبه الزامونو باچاخان او د سر سر ټول خدائي خدمتګاران ګرفتار کړے شول، مولانا صاحب هم هري پور سنټرل جېل کښې دوه دوه نيم کاله سخت قېد تېر کړے ؤ- د جېل د قاعدو ضابطو پابندي ئې کوله او د قران پاک او احاديث نبوي باقاعده درس به ئې ورکوو- د دوي پۀ زنداني شاګردانو کښې اسلم خان شرر انبار ډهيري، فضل رحيم ساقي، ناظم سرفرازخان، اسرار خان (چارسده)، حافظ جسيم الدين، فدا عبدالمالک، شاد محمد خان (ميږے) او د منګا درګۍ محمد عمر خان، د زېدې عبدالعزيز خان او احمد کاکا او نور شامل وو- غني خان به هم کله کله د مولانا عنايت الله پۀ درس کښې شاملېدو. دغو ټولو پۀ فقهي مسائلو د مولانا صاحب بيان او طرز استدلال خوښولو. دغه وخت د دوي عمر څلوېښتو کالوته رسېدلے ؤ-

    د جېل نه چې رها کړے شو نو د ځيګر درد ئې ځان سره تحفه کښې راوړے ؤ. دا د 1950 عشره وه- د اکوړي د حضرت بادشاه ګل صاحب مدرسه جامعه اسلاميه پاکستان کښې ئې څۀ موده د مدرس او مهتمم پۀ حېث خدمات تر سره کړي وو. مدرسه اسلاميه هوتي مردان او بيا ئې د حاجى عبد الحکيم خاکسار منزل مردان دارالعلوم اسلاميه کښې د درس و تدريس مشغله جاري ساتلې وه – کال 1967ز کښې ئې د طورو خپلې محلې صديق خېل (سريخ جومات) کښې هم د قران پاک درس ورکوو- خپل يو مضمون کښې ليکي:

    ‘د خپل جد اعليٰ حضرت اخوند يونس نور محمد صاحب (خادو بابا) پۀ نقش قدم ګامزن يم او د يوسفزو مندڼو علاقه کښې اصلاحي او تبليغي جدوجهد زما د ژوند مقصد او نصب العين دے.’

    مولانا محمد عنايت الله صاحب يو منلے شوے خطیب ؤ. پۀ قومي مذهبي او سياسي سټېجونو به ئې پۀ هره موضوع د لويو لويو خطيبانو، عالمانو او سياسي رهبرانو پۀ موجودګۍ کښې بحث او تقرير کولے شو- ساده سپېځلې او با محاوره پښتو کښې به ئې وېنا کوله – سياسي هلوځلو کښې مونږ ليدلے دے چې مولانا صاحب به پۀ يوه ورځ او يوه موضوع مختلفو اجتماعاتو ته خطاب کولو نو پۀ زړۀ به ئې شخوند نۀ وهلو – نوے نوزے بيان – نوې نوې جملې او د اظهار نوې نوې پېرايه. پخوانۍ مجله ‘پښتون’ کښې او د سيد مير مهدي شاه باچا ادارت کښې هم مختصر مختصر ليکونه د ‘پښتون’ پاڼوکښې محفوظ دي.

    محترم همېش خليل صاحب ‘د قلم خاوندان’ کښې د مولانا محمد عنايت الله صاحب د غېر مطبوعه شعري مجموعې ذکر کړے دے – مجموعه خو پۀ لاس نۀ راځي، کېدے شي (قيوم خانۍ) کښې د کور بنديانو د پوليس لۀ وېرې نورو کاغذونو سره تنور کښې سوزولې وي؛ ولې دومره ضرور ده چې زلميتوب کښې ئې شاعري کړې وه. صرف يو نعت ئې يادګار پاتې دے – ادبي ذوق ئې لرلو، شاعران ئې خوښ وو او پۀ طبعيت کښې ئې شاعرانه شوخي هم وه- د درس قران پۀ دوران کښې به ئې کله کله ادبي ملغلرې وشيندلې – ما ته ياد شي د سورة یٰسين د اهميت او افاديت پۀ حقله ئې يو شمېر احاديث پېش کول. د يو حديث شريف مفهوم دا ؤ چې د ځنکدن پۀ وخت سورة یٰسين ولوستے شي نو د ساه ورکوونکي بنده سخته پرې اسانه شي- مولانا صاحب ووې، د پښتو دا ټپه د دغه حديث مکمل تفسير دے:

    سورة یٰسين راته شروع کړه

    پۀ ما خولې د ځنکدن راغلې دينه

    زما (شفق) خور (بي جان) وائي، زۀ وړه وم، يو مشر راسره څۀ ټوقه شان وکړه چې تاسو غريبان يئ، کور مو کچه دے او زمونږ پۀ شان بخملي تولائي بړستنې درکره نشته- زۀ خفه زهيره کور ته راغلم. داجي ته مې حال ووې. هغه موسکے شو، وئيل ئې، ‘بچې! دا به دې ورته وئيلي وو،

    چيټهـ به پۀ تا غريبې ګران وي

    زما دادا ترې خرې له کتې جوړوينه

    پروين شاکر ريښتيا وئيلي دي ‘بچے همارے دورکے چالاک هوگئے’ ـــ زما درېمې لور له ‘شيما نورين’ نوم داجي ايښے ؤ- دا چې لږه لويه شوه نو د مينې نه به ئې ورته (غونډۍ) وئيل – څلورمه د ټولوکشره منيبه کوئل به ورسره شوه، د ‘داجي’ نه به ئې پېسې غوښتې نو د تولايو بړستنو د صندوق د پاسه به وختلې او پۀ برغو اوازونو کښې به ئې ورته يوه سندره وئيله – دې کښې به چې د مرشد علي باچا يوه ماشومه ورانه لور راغله نو هغه به ورته پۀ ګډېدو شوه- دا به يو ښکلے منظر ؤ- مولانا صاحب به ورته پۀ ناروغه بدن د کونټۍ پۀ مدد ولاړ تماشه کوله او موسکے موسکے به ؤ- د کور نور بنديان به هم تازه تازه شو. اخر کښې به مولانا صاحب ماشومانو جينکو له خصوصي انعامونه ورکړل. هغوي به د خوشحالۍ نه پۀ جامو کښې نۀ ځائېدې- د سندرې د سر مصرعې به څۀ داسې وې –

    زۀ به جارو کړم زيارتونه

    پۀ تورو څڼو – شينکي بابا!

    کۀ دې قبوله کړۀ

    زما سوالونه – شينکي بابا

    زمونږ دا جي ‘د ګلو اونه’

    زامن ئې څانګې!

    دا نمسي ئې سرۀ ګلونه – شينکي بابا

    د ‘بهره مند بحر’ پۀ نوم

    د مولانا عنایت الله صاحب یو خط

    [پۀ مننه د ښاغلي مشفق مشر، مشتاق الرحمان شفق]

    786

    طورو، 15 اپريل 1992ز

    باسمه سبحانهٌ

    د قدر او منزلت خاوند، بحرصاحب!

    السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

    ستاسو پۀ يادګيرنه چې د عيدالفطر د مبارکۍ پۀ لړکښې ده، زما غوندې کمزورے او معذوره پرې د فخر او خوشحالۍ اسمان ته ورسېدلو. ډېره ډېره شکريه ادا کومه.

    عزتمنده بحرصاحب!

    د مبارکۍ د شکريې دا خط د ډېر تاخير نه پس تاسوته درلېږم. وجه صرف دا ده چې د پښو دردونو زما پۀ حافظه کښې کمزوي پېدا کړې ده. بد اثر د کمزورۍ مې هېر زيات کړي دي.

    پۀ کائنات يو کتاب بحث کړے دے- دغه کتاب کښې ليکلي دي چې د بحرِ محيط (سمندر) پۀ ګېډه کښې الله تعاليٰ پينځۀ سوه نوع حېوانات پېدا کړي دي او دغه ټول حېوانات د يو بل نه جدا جدا شکل او قد قامت لري او خوراکونه ئې هم بېل بېل قسم دي او د استوګنې ځايونه ئې هم جدا جدا دي. بحرِ محيط دغې ټولو ته ځاے ورکړے دے او برداشت کړي ئې دي.

    پۀ دې بناء زۀ يقيني توقع لرم چې زما غوندې معذوره عذر به پۀ تاسو د بوسو د يو تينکي پۀ وزن بوجهـ نۀ وي. د محبانو دعا ډېر مثبت اثر لري، زۀ اميد لرم چې پۀ دعا کښې مې ياد لرئ.

    والله المستعان.

    فقط والسلام. خېر ختام — دعاګو

    مولوي عنايت الله عفي عنه

     

  • زاهد د ژوند د حسن شاعر – م. ر. شفق

    حېران یم خلق دښمنۍ څنګه پۀ مینه پالي 

    مونږه خو خپلو الفتونو ته وزګار نۀ یو 

    زاهد

    ج

    هغۀ چې کرۍ ورځ محنت مزدوري وکړه، د زرعي تخمونو د اونو بوټو زهرژنو دارګانو لۀ دوکانه پۀ تیارۀ ماښام کور ته ستړے ستړے راغے؛ د ماسخوتن نمونځ او بیا ډوډۍ نه لږ وزګار شو، نو پۀ موبائیل فېسبوک ته مخامخ کښېناست ـــ مور ئې غوښتل چې ریچې ریچې وجود له به لږه دمه ورکړي خو د خوږمنې مور خاموش احتجاج له، ښه وه، د ماشومانو مور د اظهار ژبه ورکړه ــ وې وئیل:

    ‘یه سړیه! تۀ ټوله ورځ ستړے نۀ شوې؟ کۀ د ماشومانو غم درسره نشته نو پۀ ځان رحم وکړه!!! دا دې لا څۀ پۀ “شر” ځان اخته کړے دے.’

    هغه ځان سره موسکے شو، د لاس پۀ اشاره ئې کور ودانه غلې کړه، لکه چې د خاموشۍ پۀ ژبه ورته وائي، ‘مټ کښې به خبرې نۀ کوې، دا اوس د ‘اٰمد’ او ‘نزول’ شېبې دي’ ـــ خو څو لحظې پس د هغۀ د ژوند ملګرې صبر نۀ شوه او بیا ورته پۀ وېنا سر شوه، ‘دا څۀ چل درباندې وشو؟ اے نو دا سر ولې خوځوې؟’

    دے بیا موسکے شي، پۀ قلاره لهجه کښې ورته وائي، ‘چپ شه مړې! پۀ ارام کښېنه! تماشه کوه! ستا پۀ سر کښې څۀ دي چې د سر خوځولو پۀ سُر تال به پوهه شې!!! کۀ پۀ دې راز دې سر خلاص شو نو تۀ به هم شاعره شې.’

    تاسو ته به دا مکالمه څۀ فرضي غوندې ښکاري خو دومره فرضي هم نۀ ده. د راز خبرې دي نو د هر چا نه زیات پرې ښاغلے سلیم راز پوهېږي ـــ د هغۀ نظر تېز دے نو دغه منظر ته د تنقید پۀ سترګه کتلے شي، ځکه پۀ ‘یقین’ سره وائي:

    ‘…. د زادهد شاعري د داخلیت پۀ ګرداب کښې د سر ړقولو شاعري نۀ ده بلکې د معروضي حقائقو پۀ رڼا کښې، د خارجي عناصرو نه، د حرارت او حرکت موندلو، د ژوند او قوت نه ډکه، د بېدار ضمیر د غږ پۀ غېږه کښې تخلیق شو، د انساني شرف او عظمت شاعري ده چې د خواري کښو چخڼي شوې ارزوګانې، د هغوي د عزم او زغم د ترانو پۀ ترنګ پئیلې پۀ کښې لکه د زخم پۀ خندا ښکاري ـــ ځکه زړونه او زهنونه متحرک کوي ـــ پۀ کښې د څۀ کولو جذبه او تحریک پېدا کوي.’ ‘روښانه سباوون’، مخ 12

    او زاهد پۀ خپله وائي:

    ډېر کۀ د کار یو خو ملګرو! هېڅ د کار نۀ یو 

    چې پۀ دې خپل لېوني زړۀ هم د اختیار نۀ یو 

    ځواني مو بائیله، زړۀ مو بائیلو، پۀ لاس هېڅ رانغلل 

    بیا هم د درد د کاروباره پۀ قلار نۀ یو 

    د ښاغلي عبدالحمید زاهد )تخت بائ، مردان( د کلام مجموعه ‘روښانه سباوون’ پۀ وړومبي ځل جنوري 2008ز او پۀ دوېم ځل ستمبر 2015ز کښې د ښاغلي سلیم ناشاد د مینې پۀ زور د طباعت پۀ کالیو ښائسته شوې ده. کۀ چرې پۀ دوېم ځل د اشاعت وجه دا وي چې د شاعر کلام د کتاب پۀ شکل کښې پښتو لوستوننکو ته لاس پۀ لاس رسېدلے دے او زیات خوښولے شي نو یقیناً چې د خوشحالۍ خبره ده؛ نور ګنې حالت څۀ دومره زړۀ پورې نۀ ښکاري، ځکه نو دغه تېره راته محقق ادیب او شاعر عبدالکریم بریالي صاحب پۀ غوږ کښې وئیلي وو چې:

    ‘مونږ لېوني یو چې پښتو کښې کتابونه چاپوو، دلته خو ئې څوک لولي نۀ، اعتراف او تحسین به ئې شاید پۀ بل جهان کښې وي.’

    پۀ شعوري یا غېر شعوري توګه، د زاهد د زړۀ نه هم د دړد دغسې یوه څړیکه پورته شوې ده،

    د الفت د قبیلې ترجمان نۀ شوم 

    خو بس هسې سپینې پاڼې تورول دي 

    پۀ ‘روښانه سباوون’ د جلال او جمال شاعر اجمل خټک، پیاوړي نقاد سلیم راز او د ‘پلوشو شاعر’ محمد اقبال اقبال کوټلې، سپېځلې او تنقیدي تبصرې کړې دي. بل خوا ښاغلي زاهد د خپلو تخلیقي فنپارو پۀ بابله یو شعر وئیلے دے:

    ما پرې تمام کړو د خپل ذهن او د ګوتو هنر 

    د تبرک د پاره لاس پرې د ‘اٰزر’ پاتې دے 

    د ‘زاهد’ پۀ فن د برکت لاسونه پراتۀ دي. همعصر شاعر اسردار د طورو یو نظم ‘څهرې’ کښې محمد اقبال اقبال مرحوم ته ‘د غزل د بُت اٰزر’ خطاب ورکړے دے ـــ نو د دغه ‘اٰزر’ لاس هم پرې پروت دے. د دې یادګیرنه مونږ د زاهد پۀ دې شعر کښې ورکولې شو:

    چې ستا پۀ شان ښۀ غمګسار وي او خلوص پېژني 

    زاهده! چرته دې د داسې کس موندنه کړې 

    محمد اقبال اقبال د ‘روښانه سباوون’ شاعر ته د خپل عصر یو ښۀ شاعر وئیلے دے او پۀ دې الفاظو کښې ئې ستائینه کړې ده:

    ‘هغه شاعري کوي خو د خپل ذات پۀ حواله د ذاتي حصار نه بهر، اولس خپله معاشره، خپل قام او خپل تاریخ او ثقافت د خپلې شاعرۍ عنوانونه ګڼي.’

    اجمل خټک د ‘لېوني زاهد’ سرخط لاندې سریزه کښې فرمائي:

    ‘…. زمونږ د پښتنو پۀ وینه کښې د خپلې خاورې د عشق تاو دے. پۀ زړۀ او ذهن مو د وطن د غم اور بل دے او پۀ شعور او احساس مو د خپل اولس د محرومیت کړاوونو د درد او د ارمان څړیکې دي. وخت زمونږ خاوره، اولسونه او عوام د ژوند د حالاتو پۀ تنور کښې غورځولي د ـــ نو پښتون شاعر باندې دغه لمبې بلېږي ـــ ولې انساني مینه او وینه ئې د لطیف احساس او جانان د عشق خوشبو هم محسوسوي؛ نو د هغې تاثرات ئې هم پۀ شعر و ادب کښې فن او ښکلا شي. روښانه سباوون، مخ 9

    اجمل خټک صاحب د ‘روښانه سباوون’ شاعر، د دغه وخت خاورې او اولس پۀ هغو شاعرانو کښې شمارلے دے چې د غېرت وینې، د ژوند احساساتو او د حالاتو تودو ترخو رالړزولے دے.

    دغسې محترم سلیم راز هم ‘زاهد’ د خپل عصر او خپل سماج یو ریښتونے شاعر او نمائنده فنکار ګڼي چې ‘پۀ شاعرۍ کښې ئې د خپلې خاورې د رنګ او بوي امتزاج او د اولس د خوبونو ارمانونو احتجاج یو شان پۀ غورځنګ دے او د زاهد د شاعرۍ مزاج او اٰهنګ ګرځېدلے دے.’ روښانه سباوون، مخ 11

    د دغو پوهانو د وېناګانو ترمخه بې شکه چې ‘روښانه سباوون’ یوه داسې هېنداره ده چې مونږ پۀ کښې د خوږ وطن دړدناکې سیاسي منظرنامې د خپلو سماجي رویو، پښتو پښتونولۍ، د خپلې خاورې خوشبوئي، د اولسي محرومیو ناکامیو او د ژوند د قدرونو عکسونه لیدلے شو.

    د بېدار احساس او ژوندي فکر شاعر پۀ هره جذبه او فني تجربه کښې د ژوند حسن غزونې کوي. د راپېښو حالاتو پۀ زړۀ ورتوب ترجماني کولې شي ـــ نۀ یواځې مسئلې پۀ ګوته کوي بلکې د مسئلو هوارولو د پاره لار هم ښئیلې شي:

    د دړدېدو د پاره دړد له زړګے هم پکار دے 

    خو د حالاتو د ستم مخ نیوے هم پکار دے 

    زمونږ اوږې د جنازو کټونو ستړې کړلې 

    اوس غاصبانو له زاهده! مرګے هم پکار دے 

    یو بل شعر دے چې:

    یا به سم ورک شو یا به خپله پښتونخوا وګټو 

    د دې نظام او زمونږ منځ کښې بس یو شر پاتې دے 

    ښاغلي عبدالحمید زاهد د ژوند پۀ سخته ازغنه لار سفر جاري ساتلو د پاره کور کلے پرېښے دے. مردان او پېښور ترې پاتې دي. مزدور کار سړے دے، د خپلو بچو د ‘روښانه سباوون’ پۀ ارمان اسلام اباد کښې سنګینې شپې ورځې تېروي او د خپل چاپېرچل تماشه پۀ غړېدلو سترګو کوي:

    چې د بې وسه قام پۀ حق لکه د مار چجه شي 

    پوهانو هغه ښار له نوم اسلام اباد ایښے دے 

    او بیا زاهد صاحب یوه سکوټه فېصله د اولس مخې ته ايښې ده:

    بس دے زاهده! د نصیب لاسو ته نۀ شو کتے 

    ځان له پۀ خپله راولو چرته د کار موسم 

    وشوه، زۀ به ښۀ لوستونکے نۀ یم، خو د ‘روښانه سباوون’ د لوستنې پۀ مهال کښې پۀ ځینو مصرعو او شعرونو زما نظر کیري بیري شي. ځینې ‘تېروتنې’ خو مونږ د ‘کمپوزر’ روح ته د ثواب رسولو د پاره بخښلې هم شو، البته ځینې شعرونو کښې معنوي ‘کږلېچ’ یا څۀ ‘ابهام’ غوندې محسوس شي. لکه یو شعر پۀ مخ 59 پۀ دې ډول دے:

    یو یئ غزل غزل کاته او صحرائي حُسن ئې 

    بل چې قطمیر له مخه لر کړي مازیګر او دروي 

    خیال مې ‘قطمیر’ ټکي سره ونښتو ـــ د ‘اصحاب کهف’ د سپي نوم قطمیر دے ـــ کۀ دا ‘قطمیر’ هغه وي نو د صنعتِ تلمیح یو مثال به ؤ، ولې داسې نۀ ده ـــ ‘قطمیر’ د کجورې نرۍ جلۍ ته هم وائي؛ نو د شعر معنٰي به داسې وکړم ـــ صحرائي حسن چې د مخ نه نرۍ پرده یا جالیدار نقاب اخوا کړي نو د حسن او جمال دې منظر ته به مازیګر هم پۀ تماشه شي )د حوالې د پاره وګورئ یو پخوانے فلم ‘عشقِ لېلا’ یا هندوستانے فلم ‘شیرین فرهاد'(.

    خو دا شعر ما د عوامي شاعر استاد عبدالوهاب ‘دستي’ د تعریف پۀ رڼا کښې ‘سري دست’ پاس کړلو. دستي صاحب د ‘اوازِ ملاکنډ’ رسالې یوه مرکه کښې فرمائیلي دي:

    ‘ښۀ غزل هغه وي چې درانۀ درانۀ ټکي پۀ کښې استعمال شي او پۀ وزن برابر وي.’

    یو بل شعر هم راته سترګه وهي ــ پۀ ظاهره اسان او ساده سوده دے، ولې ما ته خپلې ناپوهۍ ګران کړے دے ـــ

    ‘خېبر’ ئې کړم خو ‘تاتره’ ئې نۀ کړم 

    د پښتني تاریخ حصه ئې نۀ کړم 

    ما به وې ګنې ‘تاتره’ د ‘خېبر’ د غرونو د لړۍ یوه دنګه څوکه ده او پۀ دې به کاروانونه او لښکرې اوړېدلې، خو ما ته چې د خپل پلرني کلي د تاریخ جغرافیې او رقبې پته نشته نو د خېبر وادۍ، ابادۍ او د غرونو د سلسلې به څۀ ووایم؟ خېبر او تاتره کۀ لۀ یو بله جدا غرونه وي هم، د پښتون قام د لرغوني تاریخ او عظمت یو شان علامتونه دي ــ څۀ فرق پۀ کښې نۀ وینم ـــ او کۀ څۀ فرق وي نو هغه د پښتو یوه ټپه کښې بیان شوے دے:

    پۀ ‘تاتره’ راشه جانانه!

    د خېبر لارې اپریدو نیولې دینه

    عبدالحمید زاهد چې د فکر او فن پۀ لحاظ د حسن شاعر دے، خپل کور کلي، چاپېرچل، ټولنه او وطن څۀ چې ټول ژوند کښې د حسن پۀ لټون دے؛ ځکه د هغۀ پۀ لهجه کښې حسن دے، د هغۀ پۀ فکر او خیال کښې حسن دے، او د هغۀ پۀ لفظیاتو کښې هم حسن دے. لوے فلسفي شاعر غني خان وائي:

    “…Beauty is the essence of Civilization and Culture that includes almost all human creative activities like paintings, sculptures, songs and music etc. Without the search for beauty in thought, word and deed we cannot have any kind of civilization.”

    Abdul Ghani Khan: A Renaissance Man, Pg. 7-8

    یعني حسن او ښکلا د تهذیب او ثقافت روح دے. دې کښې د انسان ټولې تخلیقي سرګرمۍ، مصوري، مجسمه سازي، شاعري او موسیقي وغېره شامل دي. فکر، قول او عمل کښې د حسن نه بغېر د هېڅ قسمه تهذیب تصور نۀ شي کېدلے.

    ښاغلے عبدالحمید زاهد د انساني ژوند او ټولنې د پاره د دغسې ښائسته سپېځلو قدرونو پامته دار دے. کۀ یو ملي تهذیب او ثقافت کښې انساني مینه، خواخوږي او رواداري نۀ وي، نو هر څۀ به اړنګ دوړنګ شي. هلته به ارومرو د دهشت، وحشت او بربریت زور غلبه شي ـــ نو داسې ماحول کښې به د ژوند د فکر او حسن شاعر خامخا د احتجاج نعره پورته کوي ـــ

    مونږ پۀ دې خاوره باندې تل د ګلو کر کړے دے 

    تاسو پرې ولې ورورئ بیا د بمونو باران؟ 

    مونږ خو چې کله هم دعا غواړو نو داسې وایو 

    خدایه راکښې کړې پۀ نړۍ د رحمتونو باران 

    د ‘روښانه سباوون’ بسم الله د یوې ‘دعا’ او دوو نعتونو ځنې شوې ده. حمد او نعت چې څومره محترم دي، دومره د معنې او مضمون، فن او افسون پۀ لحاظ ډېر نازک اصناف ګڼلے شي. دا پۀ سپېځلو روایاتو او حسینو معتقداتو اړه لري. زمونږ د حسن شاعر یواځې دا نۀ چې ښۀ روایت پۀ ځاے ساتلے او رسم پوره کړے دے، بلکې د حسن پۀ دربارونو کښې ئې بیخي پۀ نوي انداز کښې د مینې او عقیدت ځانګړي سوغاتونه وړاندې کړي دي. بیان او لهجه کښې حسن داسې چې د جدت او ندرت انګازې او زمزمې ترې خپرېږي:

    یو بهار راولې خدایه! 

    چې هر څۀ ښائسته ښائسته شي 

    بلبلان پۀ خپلو چغو 

    دا ویران چمن تازه کړي 

    پۀ رنګینو فضاګانو 

    لږ دا خړ غرونه ماړۀ کړي 

    دا سپېرۀ سپېرۀ تندي لږ 

    د راحت پۀ خوب اودۀ کړي 

    شاعر چې د رب ذوالجلال پۀ درانۀ حضور کښې دعا کوي نو د حسن د جلال کېفیت هم پۀ کښې څیره وهي:

    یا اواز د داود راکړه 

    چې هر شے نغمه نغمه کړم 

    یا طاقت د ابراهیم را 

    چې بُتان رېزه رېزه کړم 

    د حرمېنو پۀ سفر کښې حسنِ اتفاق دا دے چې زاهد سره خپله مور هم تلې وه. مدینه منوره او هلته چې د الله پاک محبوب او نازولي پېغمبر محمد مصطفٰي صلي الله علېه وسلم د روضې سلام ته ځي نو د انساني عاجزۍ او احترام پۀ جذبو کښې د حسن او جمال رنګونه او کېفیتونه راڅرګند شي ـــ

    سترګې مې ټیټې دي لۀ شرمه درتلے هم نۀ شمه 

    پښتنه مور مې پۀ جرګه کښې درولمه، درځم 

    زاهده! خلق پۀ احرام کښې هم ښکلا لټوي 

    زۀ مې د مور څادر لۀ ځانه تاوهمه، درځم 

    د دوېم نعت بڼه هم روایتي نۀ ده خو د مینې، عقیدت او احترام پۀ لهجه کښې یو حسن دے چې غزونې کوي:

    یو خوا جمال بل خوا جلال او منځ کښې زۀ ګنهګار 

    ځان ته حېران ؤ لۀ کعبې چې تاوېدۀ ګنهګار 

    د ملائیکو قطارونه تماشې له راغلل 

    پۀ خپلو اوښکو چې حرم کله وینځۀ ګنهګار 

    مننه.