غني خان او د نړۍ علمي/ادبي شخصيتونه – نورالامين يوسفزے
غني خان چې د پښتو ژبې بې بدله او د خپل عهد يو ډېر ستر تخليق کار دے. يو داسې تخليق کار کۀ څوک مونږ ته دا کرښه راښکي چې د شلمې پېړۍ نه به يو شاعر را اخلئ او يا دا چې مونږه د فلسفيانه، روماني او حريت پسنده شاعرۍ پۀ حواله د چا […]
تنقيد، ژوند او ادب – نورالامين يوسفزے
د انسان کلتوري او تاريخي سفر نه دا خبره را جوتېږي چې د دۀ پۀ ټولنيز ژوند او سماجي ارتقاء کښې د دۀ تنقيدي استعداد او د غور او فکر کولو صلاحيت ډېر اهم او کليدي کردار لوبولے دے او اوس ئې هم لوبوي. نن کۀ انسان دا دومره ترقي کړې ده هغه کۀ د […]
پښتو ژبې او ادب ته د خدائي خدمتګار تحريک بخښنې – نور الامين يوسفزے
پښتون د نړۍ د تاريخ يو زوړ او لرغونے قام دے او پۀ خپل اوږد ملي تاريخ کښې دې تاريخي قام بلها انقلابونه ليدلي دي. د سکندر نه تر دې دمه د دوي پۀ خاوره د يرغلګرو د يرغلونو قصه ډېره اوږده هم ده، ترخه هم او د عبرت نه ډکه هم. د خپل نسل […]
د الف جان خټکې روح سره مکالمه – نور الامین یوسفزے
تپوس: تۀ څوک یې او ستا مرام څۀ دے؟ ځواب: دا سوال خو ما د خپل ځان نه هم پۀ څو کرته کړے دے چې زۀ څوک يم؟ زما د زېږون مقصد څۀ دے او زۀ د چا څۀ يم؟ خو هر ځل هر وار زما دغه سوال هم پۀ ما راتمبېدلے دے او زما […]
اقبال او افغان – نور الامین یوسفزے
اقبال، چې یقیناً د څۀ تعارف محتاج نۀ دے، پۀ د پان اسلامزم د داعي سيد جمال الدين افغاني نه متاثره کېږي او تر پيرۍ پورې هم دغه سړے د اسلامي نړۍ تر ټولو لوے مجتهد ګڼي او کۀ خپله ډېره ښائسته مثنوۍ )بدله( ‘مسافر’ کښې د کال 1933ز د افغانستان د تاريخي […]
پۀ پاکستان کښې د قومیتونو مسئله )دوېمه/ اخرۍ برخه( – نور الامین یوسفزے
نن چې څوک دا خبره کوي چې څوک “دو قومي نظريه” نۀ مني هغه دې د پاکستان جغرافيې نه وځي نو هم دغه خلق دغه نظريه د ستر شاعر او مفکر علامه محمد اقبال سره تړي او حال دا دے چې هم علامه محمد اقبال دې لړکښې وائي: ايک هون مسلم حرم کى پاسبان […]
پۀ پاکستان کښې د قومیتونو مسئله – نور الامین یوسفزے
پاکستان څنګه جوړ شو؟ د هندوستان پۀ وېش کښې د هغه وخت د نړۍ د لويو قوتونو څۀ دلچسپي وه؟ کۀ لږ ساعت د پاره هغه ټول تاريخي حقيقتونه يو خوا ته کېږدو او د دې ملک د واکدارانو دا خبره ومنو چې پاکستان پۀ پاکستان کښې اوسېدونکو قامونو )بنګال، پنجاب، سندهـ، بلوچستان او پښتونخوا( […]
د حضرت باچاخان پۀ تصور کښې “د يو مثالي پښتون تصور” – نور الامين ايسپزے
کۀ مونږ د نړۍ پۀ فکري، عمراني او فلسفيانه تاريخ يو ځغلنده نظر واچوو نو وبه وينو چې د تاريخ پۀ هر دور کښې د وخت او زمانې سترو مفکرينو او فلسفيانو پۀ کائناتي تکون غور او فکر کړے دے. د کائنات، خالق او انسان پۀ حقله ئې سپېځلو ذهنونو کښې سوالونه را پېدا شوي […]
خدائي خدمتګار تحریک او د نن دور غوښتنې – نورالامین یوسفزے
خدائي خدمتګار تحریک او نهضت یو داسې تحریک او نهضت دے چې پۀ ګړده نړۍ کښې خپل ثاني او ساري نۀ لري. اکثر داسې شوي دي چې کله د یو قام یو قامي اتل د خپل قام د پاڅون لپاره راپاڅېدلے دے نو یا ئې سیاسي مبارزه کړې ده یا ئې د تورې جنګ کړے […]
د زغم د نړیوالې ورځ 16) نومبر( پۀ ویاړ ځانګړې لیکنه – نور الامین ایسپزے
د زغم او برداشت ورځ نن چې پۀ ګړده نړۍ کښې د زغم او برداشت 16) نومبر( لمانځلې شي نو دا هم يو تريخ حقيقت دے چې د نن پۀ دې نړېوال کلي کښې پۀ عمومي توګه پۀ وګړي کښې د زغم او برداشت ماده کمه شوې او د شدت پسندۍ او انتها پسندۍ […]