تنقيد، ژوند او ادب – نورالامين يوسفزے

د انسان کلتوري او تاريخي سفر نه دا خبره را جوتېږي چې د دۀ پۀ ټولنيز ژوند او سماجي ارتقاء کښې د دۀ تنقيدي استعداد او د غور او فکر کولو صلاحيت ډېر اهم او کليدي کردار لوبولے دے او اوس ئې هم لوبوي. نن کۀ انسان دا دومره ترقي کړې ده هغه کۀ د غار نه تر محله را رسېدلے دے، کۀ لوي لوي ښارونه ئې اباد کړي دي، کۀ پۀ هوا او سمندر ئې خېټه ور اچولې ده نو دا ټول سفر او دا ټولې ګټې انسان پۀ يوه لحظه يا د سترګو رپ کښې نۀ دي کړې. د دې اوږد ارتقائي او کلتوري سفر شا ته د دۀ د کلونو کلونو خواري، زيار سره سره د دۀ د غور او فکر کولو صلاحيت او تنقيدي استعداد ډېر مهم کردار لوبولے دے.

د ارتقاء تنقيد او د انسان د کلتوري سفر تاريخ مونږ ته دا خبره پۀ ګوته کوي چې انسان د مادي ترقۍ او کلتوري پړاؤ پۀ کوم بريد ولاړ دے، د دې سفر پۀ پېل کښې دے بېخي داسې نۀ ؤ. د غار او ګټې د دور انسان چې کله پۀ وړومبي ځل د خپلې پښې لاندې کوم نرم او پوس څيز کېښود نو هم د دغه ځاے نه د پېزار ابتدا وشوه. هم دغه شان د بدن ضرورت جامه او د خېټې ضرورت د ښکار نوے اوزار او طريقې ايجاد کړې. ښاغلے قېصر اپريدے پۀ خپل يو ليک “جماليات يو نظر پاتې جاج” کښې دا حقيقت پۀ دې ډول څرګندوي. “کله چې پۀ کائنات کښې موجود فطري او طبعي څيزونه د خپلو فطري او طبعي خصوصياتو له مخې د بشري ضرورياتو لپاره ناکافي وګرځېدل نو د دې ځاے نه د فن يا د هنر ابتدا وشوه” (صفحه 49-5)

مطلب دا چې د دۀ مادي ضرورتونو او د دې سره سره د دۀ روحاني تقاضو دے پۀ خپل چاپېرچل او پۀ دغه چاپېر چل کښې موجودو څيزونو، زمکه، اسمان او پۀ دغه دواړو کښې موجودو حشراتو، جماداتو، نباتاتو، حېواناتو او فلکياتو باندې غور او فکر کولو ته چمتو کړو. کله چې ئې پۀ وړومبي ځل د يوې ونې څانګې ته لاس واچولو نو دۀ ته پته ولګېده چې پۀ لاس کښې ګوتې او پۀ دغه ګوتو کښې د “غټې يا کټې” ګوتې خو ډېر اهم کردار دے او بيا چې کله دۀ پۀ لاس کښې ګټه ونيوله او هغه ئې پۀ يوې هوسۍ يا بل کوم ځناور پسې ور اوويشتله نو دے پۀ دې هم ورسېدو چې دے پۀ دې طريقه ښکار کولے شي. داسې چې کله “ښکار” د دۀ نه لرې لاړو يا د سيند نه پورې وتو نو د دۀ “تنقيدي بصيرت” پۀ دې خبره غور او فکر کول پېل کړل چې لرې تلونکے يا د سيند نه اخوا تلے ښکار به څنګه او پۀ کومه طريقه را نيولے شي او داسې دۀ بېړۍ او ليندۀ جوړ کړل ۔ پۀ دغه عمل کۀ څۀ هم زرګونه کلونه ولګېدل خو د دۀ تنقيدي بصيرت او د دۀ جسماني ساخت پۀ دغه صبر ازما سفر کښې د دۀ کلک ملګرے او همزار ؤ.

کله چې دۀ وکتل چې مرغۍ پۀ هوا کښې الوتې شي ا و کبان پۀ اوبو کښې ګرځي او زۀ نۀ پۀ هوا کښې الوتے شم او نۀ پۀ اوبو کښې دننه سفر کولے شم نو پۀ دې ټولو خبرو ئې غور او فکر شروع کړو او د دۀ دغه تدبر او تفکر د دۀ تخيل او تنقيدي بصيرت د دۀ کلک ملګري وو لکه چې ما مخکښې هم ووې چې دغه عمل کښې د دۀ خپل بدني ساخت او رغاوڼه هم د دۀ ډېره پکار راغله ( لکه د دۀ غټه ګوته، د دۀ پۀ دوه پښو اودرېدل او د دۀ پۀ تالو کښې ځاے) خو د غار نه تر محله پۀ را رسېدو کښې د دۀ د ټولو نه غټه وسيله او وسله د دۀ تنقيدي صلاحيت او بصيرت ؤ کوم چې د دۀ د کلتور، ژبې او مادي ترقۍ بنياد ايښودونکے دے (انسان پۀ خپل لکونه کاله ارتقائي سفر کښې چې د دې خبرو جوګه شوے دے د دغه کلتوري سفر ژوند لس دولس زره کاله دے. د انسان نه تر ادم (ع) دغه سفر دۀ پۀ لکونو کاله کښې سر کړے دے) ځکه چې د خپل عقل او خبرو پۀ مدد د څيزونو جاج او جائزه اخستل او د خپل شعور پۀ مدد د څيزونو تللو او د دغه تول تله د دۀ تنقيدي استعداد او د دۀ د تخيل ؤ او دے.

دۀ چې کله د خپل تنقيدي بصيرت نه کار واخستلو نو دا اندازه ئې ولګولې شوه چې د زمکې پۀ مخ کوم څيز د دۀ لپاره زيانمن او کوم ګټور دے. مطلب دا چې دانسان مادي ضرورتونه او د دۀ امروزه تجربې هم د دۀ تنقيدي بصيرت سره سره روانې وې او روانې دي بلکې د دۀ د تخيل او تنقيدي بصيرت استاذانې هم دي او شاګردانې هم.

کله چې پۀ دۀ (انسان) دا انکشاف وشو چې دے خوګڼ قسمه غږونه ويستے شي او د دۀ تالو خو د غږونو سرچينه ده. او دغه ” تالو” او د هډوکو دغه کوټنۍ او پۀ دغه کوټنۍ کښې ناسته دغه تنتڼۍ (ژبه) خو د قدرت انمول او بې قيمته ډالۍ او تحفه ده نو د دۀ د تنقيدي بصيرت سره سره د دۀ تخيل او “تصور” هم د دغه کلتوري سفر سره کونجۍ ورکړه او بيا دۀ ( انسان) د خپل تخيل پۀ مدد د فطرت پۀ بې رنګه وجود کښې بلها “رنګونه” اچول پېل کړل او هم دغه شان ارټ (زېبا هنرونه) وزېږېدل.

د انسان د دغه تنقيدي توان او تخيلاتي الوت پۀ دغه جانانه سفر اقبال د وياړ مظاهره کوي او خپل خالق ته وائي:

توشب آفريدى، چراغ آفريدم

سفال آفريدى، اياغ آفريدم

من آنم که ازسنگ ائين سازم

من انم که از زهر نوشينه سازم

نن هم پۀ انساني ټولنو کښې چې چرته چرته د انسان “تنقيدي بصيرت” ازاد دے. انسانان ښۀ پۀ ازادۍ سره پۀ خلاص مټ پۀ هره حواله تنقيد کولے شي. د ژوند پۀ هره معامله او هره مسئله پۀ ازادۍ سره غور او فکر کولے او خپله رايه ورکولې شي. هغه ټولنې ډېر پۀ تېزۍ سره مخ پۀ ترقۍ روانې دي او چرته چرته چې د ژوند پۀ ټولو مسئلو او ستونزو کښې د تنقيد پۀ ځاے د تقليد او ړوند تقليد رواج عام دے هغه ټولنې د پرمختګ پۀ ځاے مخ پۀ شا روانې دي او يا د يو خاص قسم جمود ښکار دي او پۀ دغه “جمود” کښې د وخت او زمانې بادونه لکه د “اوزون” سوري کوي.

هم دغه شان د انسان تنقيدي بصيرت او تخيلاتي توان د دۀ پۀ مورنۍ ژبه کښې پۀ زيات غوره او فطري طريقه وده کوي او داسې دے پۀ ښۀ طريقه خپل ژوند او خپله ټولنه مخ پۀ وړاندې بوځي. اوس کۀ مونږه خبره د ادبي تنقيد وکړو نو دا هم د انساني ژوند کلتوري او ادبي وده کښې هم هغه کردار لوبوي کوم چې مخص تنقيد د انسان پۀ عام ټولنيز ژوند کښې ادا کوي.

ارټ چې د انسان د تخيل پېداوار او د دۀ د روح سندره ده نو ځکه کۀ څۀ هم ادبي تنقيد د مودو مودو اوږد تاريخي سفر نه پس خپل څۀ قاعدې او اصول هم لري او دغه ځاے تړون د “سائنس” سره هم را پېدا شي خو بيا هم ادبي تنقيد “ارټس” دے چې دا پۀ خپله هم د تخليقي عمل برخه ده. د يو “فنکار” د فن پارې د څېړلو، تشريح کولو يا تللو پۀ مهال، نقاد د تخليق سره سره د تخليق کار ذات (د دۀ نفسياتي، سماجي او طبعي وجود) هم مخې ته اېږدي داسې لکه چې ادبي تنقيد هم د تخليقي عمل برخه وي او بيا نقاد کۀ د لوړ توان عملبردار وي، پراخه مطالعه لري او د عدل او انصاف پۀ اصولو عمل کوونکے وي نو د دۀ کردار پۀ ادب او انساني ټولنه کښې د يو سماجي پوهان او يو فلسفي غوندې ډېر د اهميت وړ دے. ځکه چې انساني ټولنه د يو”نقاد” نه د يو فلسفي او يو ماهر عمرانيات غوښتنه هم کوي۔ دا چې دے دې د فن پۀ “شاړه” زمکه د ارټ او زېبا هنرونو لپاره زمينه هم همواره کړي او د فن پۀ روحاني توګه د “ديواليه” شوي او پۀ تخيلاتي توګه د شنډ شوي “مادي دور” کښې د “ارټ” او انساني جذبو د اهميت او قدر نه هم اګاه کړي چې پۀ دغه ” مرګوني” ماحول کښې نوې ساه واچوي. کله چې ارنلډ دا ووې چې ادب د ژوند تنقيد هم دے او تفسير هم يا چې کله کولرج دا دعوه وکړه چې ادب خو “تخيل” دے، نقل نۀ دے نو دا دواړه “پوهان” پۀ خپل خپل انداز او خپل خپل ځاے پۀ حقه وو. اوس کۀ چرې ادب د ژوند تنقيد او تفسير دے نو ادبي تنقيد د دغه تفسير او تنقيد پۀ حواله د مروجه قدرونو، انساني رويو، انساني نفسياتو، مروجه سماجي او اقتصادي نظام، موجوده روايت او ساختيات پۀ رڼا کښې خپل کردار لوبوي او داسې دا عمل “د تنقيدحيات” او د تخيل پۀ بالواسطه توګه برخه وګرځي ځکه چې څنګه انساني ژوند ته د پرمختګ لپاره د تنقيد ضرورت دے هم دغه شان ادب ته هم د ودې او “ساهوکردار” لپاره د تنقيد ضرورت وي. ادبي نقاد د عامو وګړو نه زيات پوهه، زيات باذوقه، زيات ليکلے لوستلے او د زيات حسي توان څښتن وي. د دې سره سره د هغه رسا نظر د ارټ پۀ جمالياتي اړخ هم پرېوځي او مروجه سماجي رويې او ټولنيز قدرونه ئې هم د نظر پۀ ولقه کښې وي. چې نن دور کښې هرې ژبې ته د “پروفېشنل نقادانو” او ژبپوهانو ډېر زښت ضرورت دے. لکه د مثال پۀ توګه نن زمونږ ټولنه د سياسي بحران سره سره د کلتوري بحران هم ښکارده، زمونږ پۀ وړاندې د قدرونو د ماتېده او نوو قدرونو د رغېدو يو عجيبه عمل روان دے. زمونږ ژبه خپل فولکلور روانه ده بائيلي او دې سره پۀ دغه فولکور (شفاهي فوکلور) کښې خوندي ډکشن ( لغات) هم روان دے زمونږه د لاسو نه اوځي. حالات او الات يو بل ته مخامخ اودرېدلي دي. “حالات” پۀ ځاے ولاړ دي او “الات” پۀ ډېره تېزۍ سره لګيا دي بدلېږي. پۀ دغه نيم قبائيلي او نيم تمدني او عبوري دورکښې چې د “حالاتو” او “الاتو” “تصادم” او حادثاتي بدلون کښې اکثر ځوانان هم د روحاني بحران سره مخ دي او هم ئې د ارټ اوادب نه زړونه تور شوي دي چې هم پۀ دغه قسمه حالاتو کښې د ادبي نقاد پۀ اوږو د يو فلسفي او ماهر عمرانيات ذمه واري هم راشي دا چې دے به هم د ادبي فنپارو پۀ جمالياتي اړخ خبره کوي هم پۀ فکر اوهم تخيلاتي. دے به پۀ دغه “شاړ پټي” کښې ادبي، جمالياتي او تخيلاتي کر هم کوي او د اديبانو او شاعرانو لارښودنه به هم کوي. ادبي ذوق به هم رابېداروي او پۀ “کلتوري بحران” کمولو کښې به هم خپل رول لوبوي. هم دے به د نن انسان ته دا حقيقت پۀ ګوته کوي چې کۀ دے د ارټ نه منکر کېږي نو د دې مطلب به دا وي چې دے دا اعلان کوي چې زۀ پۀ روحاني او جمالياتي توګه ديواليه شوے يم او اوس هډو د سره انسان هم نۀ يم پاتې . پۀ داسې حال کښې پۀ ټولنه کښې نوے روح پوکل او پۀ ارټ دانسان باور بحال کول هم د ادبي نقاد ذمه واري وي ځکه نو ادبي تنقيد کۀ يو خوا د ادب د ودې او لارښوونې اهمه فريضه ادا کوي نو بلخوا د انساني ټولنې د يو عالم، فاضل، باخبره، مفکر او پوهان پۀ حېث پۀ دغه بحران کښې هم د اولس او هم د ليکوال رهنمائي کوي.

د ادبي تنقيد د مفهوم، کردار او ضرورت پۀ حقله ښاغلے وليم هډسن وايي ” چې تنقيد محاکمې ته وائي او پۀ عامو خبرو اتروکښې او ادبي اصطلاح کښې ادبي نقاد هغه چاته وائي چې هغه يو د مخصوص خصوصيت او مشق له کبله ادبي تخليقات خپروي. د دغو تخليقاتو د حسن او قبح اندازه لګوي او بيا پرې يوه فېصله کوي خو تنقيدي ادب کښې هغه ادب هم شامل دے چې پکښې څۀ فېصله نۀ وي او پۀ دې طريقه د تنقيدي ادب لاندې هغه ټول ادب راځي چې د ادب متعلق ليکلے شوے وي . کۀ د دغه ليک مقصد تجزيه وي، کۀ محاکمه، يا شرح او کۀ دغه ټول څيزونه پکښې مشترک وي”۔

مطلب دا شو چې نقاد هم قاضي دے، هم شارح او د يو جاج اخستونکي سره سره هغه يو باذوقه قاري (لوستونکے) هم دے. هم دا ښاغلے دې لړکښې دا هم وائي چې وړومبے خو دا خبره ياد ساتل پکار دي چې تخليقي ادب او تنقيدي ادب کښې د يو مطالعه کوونکي د نقطه نظر نه څۀ دومره لوے فرق نشته. مونږ د ادب دا تعريف کوو چې ادب د هغو څيزونو بيان وي چې ژوند کښې پکښې مونږه ډېره دلچسپي اخلو اوس پۀ ژوند کښې د ټولونه زيات دلچسپ څيز انفرادي ادبي شخصيت دے او نقاد چې پۀ يو ادبي تخليق تنقيد کوي نو اديب د هغۀ د شخصيت مطالعه او تجزيه هم کوي چې دۀ پرې پۀ خپل تخليق کښې اظهار کړے وي نو پۀ دې دليل تنقيد هم د ژوند سره علاقه لري کومه چې شاعري او د ادب نور اصناف لري او داسې تنقيدي ادب هم د تخليقي ادب يو قسم وګرځي. تنقيد کۀ استخراجي دے او کۀ استقرالي او يا کۀ د دغه دواړو حسين امتزاج، کۀ نفسياتي تنقيدي مکتب دے او کۀ رومانوي، کۀ د عمران او تاريخي تنقيد دبستان دے او کۀ د مارکسي، د دغه ټولو نه ځان خبرول، دغه ټول خپل ذهن او روح ته ورکوزول او بيا د دغه ټولو پۀ رڼا کښې د ادب لپاره لاره هوارول د ادبي نقاد ذمه واري ده ځکه خو ښاغلے هډسن دا هم وائي چې د تنقيد لوے فرض دادے چې زمونږه ذهن روښانه کړي. زمونږ علم زيات کړي او مونږ کښې د علم حاصلولو تلوسه را پېدا کړي.

نقاد يو زيرک قاري هم دے چې د “ليکوال، ليک او لوستونکي پۀ دغه مثلث کښې ئې اهم او بنيادي کردار دے. اوس کۀ لوستونکي ته د ليکوال د ليک ضرورت نۀ وي نو بيا د دغه ليک ضرورت څۀ پاتې شي. دا خبره هم مونږ ته نقاد کوي چې کۀ يو سړے شپږ سوه صفحاتو باندې مشتمل يو غټ کتاب وليکي خو کۀ هغه ته “دا نۀ وي پته چې زۀ دا کتاب څۀ له؟ د څۀ لپاره؟ او د چا لپاره ؟ ليکم نو بيا د دغه کتاب څۀ جواز پاتې شي”

دلته زۀ د ادبي نقاد د اهميت او کردار پۀ حواله يوه لطيفه دخپلو لوستونکيو سره شريکوم نو بيا خبره بس کوم. ښاغلے ډاکټر يونس بټ وائي چې “ما ته يو ځل يو شاعر دا ووې چې تۀ پۀ ما تنقيد کوې نو زما پۀ شان شعر ولې نۀ ليکې نو ما دغه شاعر صاحب ته پۀ جواب کښې ووې ” چې زۀ د چرګې پۀ شان اګۍ نۀ شم اچولے خو پۀ املېټ تبصره د چرګې نه ښۀ کولے شم”

حوالې : کتابيات

١: جماليات يو نظرياتي جاج، جرس ادبي جرګه کراچۍ 2007 صفحه 49-50

٢: تنقيد د هډسن کتاب Introduction to the ruddy of literate ترجمه او تخليص قلندر مومند قامي مکتب خېبر بازار پېښور 1982ز.

د چاپ ځاے کوهاټ روډ . صفحه نمبر5-6 هم دغه کتاب.

دا هم ولولئ

خوب وينم عالمه (افسانه) – نورالامين يوسفزے

دا د سپرلي اخرنۍ ورځې شپې دي. دا يو لوے پراخه باغ دے چې پۀ …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *