انقلاب زنده باد – ډاکټر همدرد يوسفزے

د کوڅې هغه بل سر ته به چې د غمي ماما پۀ اټۍ کښې شور شو نو زۀ به غلے غوندې لاړم. د ملېشې تورې جامې او توره ټوپۍ چې به غمي ماما وليده نو چغه به ئې کړه سر کوزيه! ته بيا د سکول نه پټ شوے يې؟ دا ځل چې دې پلار د […]

د ادب بابا نانک (خاکه) – ګل محمد بېتاب

هغه چا رشتيا وئيلي دي چې پۀ ليدلو او اورېدلو کښې ډېر فرق وي ځکه کله کله مونږه د يو بل نه پۀ اورېدلو خبرو د يو بنده متعلق اندازه يو شان ولګوو خو چې کله ئې خپله ووينو او ورسره مو څۀ وخت تېر شي نو معلومه شي چې څۀ مو اورېدلي وو، غلط […]

پۀ ګنجي واوړېدو – پښتون

اخبار کښې خبر ؤ چې پۀ هندوستان کښې يوه ناوې عدالت ته رسېدلې او د خپل خاوند خلاف ئې د درغلۍ مقدمه درج کړې ده او خواست ئې کړے چې د انصاف سره سره دې د خاوند نه ازادي هم ورکړے شي. تفصيل د خبر داسې دے چې ناوې ته د وادۀ پۀ دوېمه پته […]

“د صوابۍ تاريخ” (۲۰۰۰م نه ۱۹۴۷ز پورې) او د تاريخ صفائي – م ر شفق

“د صوابۍ تاريخ” د ډاکټر بشريٰ خاتون د پي اېچ ډي مقالې يوه برخه ده. کتابي بڼه کښې، سره د حوالو او لرغوني نخښو نخښانو پۀ دوه سوه اووۀ پنځوس مخونو مشتمل ده. د ډاکټر بشريٰ خاتون دا ځانګړې علمي ادبي او تحقيقي زيار او کار پۀ هر ډول د ستائنې، مننې او مبارکۍ جوګه […]

مظاهرفطرت او دغني خان جمالياتي حِس – نورالامين يوسفزے

د فطرت غېږ د انسان لپاره د مور د غېږې حېثيت لري ځکه چې د خپل وجودي او کلتوري سفر پۀ پېل کښې هم دغه فطرت د دۀ لومړے مسکن ؤ ځکه نن هم چې دے کله دغه غېږې لۀ ورځي نو پۀ روحاني توګه ډېر اطمينان او سکون محسوسوي. د فطرت غېږ او ښکلا […]

د ژوند ابتدائي مفکورات – مولانا خانزېب

د زمانو زمانو نه پوهان پۀ دې لټون کښې دي او خپلې څېړنې ئې کړې دي چې د ژوند شروع څنګه شوې؟ ژوند د نړۍ پۀ سر د زمان پۀ ټاټو کښې څنګه پرمختېا کړې؟ انسان د ژوند د ارتقا پۀ پوړو د څومره ستونزو نه راتېر شوے؟ او تر نن وخت د سائنسي دور […]

د”سلېمان لايق فرهنګي ادبي بنسټ” پرانستونکې غونډه او د کابل ادبي دوره – ډاکټر ظفرالله بخشالے

د اکتوبر پۀ وړومبۍ اوونۍ کښې راته د “سلېمان لايق فرهنګي ادبي بنسټ” لۀ خوا بلنه راکړې شوه او دا هم ووئيلے شول چې پۀ دې دوره کښې به د باچا خان پوهنتون پخوانے رئيس او د باچا خان څېړنيز مرکز مشر پروفېسر ډاکټر فضل الرحيم مروت او د مفکوره ريسرچ اېنډ ډوېلپمنټ مرکز مشر […]

مورنۍ ژبه او د پښتو لوحو کمپېن – اياز ايسپزے

ژبه د يو قام او ټولنې د وجود د جوړښت بنيادي او مهمه برخه ده، دا يوازې د اظهار او اړيکو يوه مهمه وسيله نه بلکې د انساني شعور او پوهې د پرمختګ او پراختيا بنسټ هم دے. د ژبو د تخليق تاريخ هم شا و خوا دومره زوړ دے څومره چې پۀ خپله انسان […]

د عدم تشدد د فلسفې بيان او داستان – شمس بونېرے

دنيا د يوې لويې حادثې پېداوار دے. د دې تفسير او تشريح جدا جدا او خور وور پروت دے. زۀ به د خپلې موضوع پۀ اساس د دې تاريخ او ارتقاء بيان کړم. د دنيا د تخليق پۀ دې حادثه کښې ګېسونو جنګ شروع کړو او لويه چاودنه (Bing Bang) وشوه. دنيا وجود کښې راغله […]

زمونږ بيانيه ۹۹ کاله زړه او بېخي څرګنده ده – عامر عالم

پۀ درويشتم اکتوبر پۀ باچاخان مرکز پېښور کښې د صوبائي کونسل لويه او مهمه غونډه ترسره شوه. دې غونډې ته د خپلې وېنا پۀ مهال د عوامي نېشل ګوند صوبائي صدر اېمل ولي خان ووئيل چې د ګوند بيانيه بېخي واضحه، ښکاره او څرګنده ده. اېمل خان ووئيل چې د دې سوال هډو ضرورت نشته […]