کابلے (افسانه) – ډاکټر همدرد يوسفزے
د کابل ماښامونه داسې غمژن وو کۀ نا ماته غمژن ښکارېدل، پۀ ښار کښې به سم د ماښامه تکه توره تيارۀ خوره شوه چې وحشت به ئې لا پسې زيات کړو. د ښار نه چار چاپېره غرونه چې د ورځې به پکښې د خاورو او ګټو جوړ قط پۀ قط کورونه ښکارېدل سم د ماښامه […]
مست ملنګ (خاکه) – ګل محمد بېتاب
صحيح راته ياد نۀ دي چې کله او کوم ځاے مې پۀ وړومبي ځل ليدلے ؤ خو د ٨٠ عشره کښې مې پۀ وړومبي ځل يو ادبي تقريب کښې ليدلے ؤ. دومره ښکلے سړے ؤ چې ټول محفل کښې هم هغۀ ته د خلقو سترګې اوړېدلې وې. پۀ پوخ عمر کښې تک سور سپين مخ […]
دغني خان شاعرۍ کښې جمالياتي حظ او تجربه – فېصل فاران
جمالياتي حظ ـــ د جمالياتو د مضمون مهمه مباحثه ده. جمالياتي حظ ته مونږ د ښائېست نه خوند رنګ اخستنه وئيلے شو. د حظ، محظوظ او احتظاظ توري پۀ کلاسيکي شاعرۍکښې هم پکارول شوي دي لکه خوشحال خان خټک دوه غزلې د “محظوظ” پۀ رديف کښې ليکلي دي او د جمالياتي حظ پۀ حواله هغه […]
خدائي خدمتګارتحريک او پښتون قومي افسانه – پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت
دې مقاله کښې زمونږ غرض د خدائي خدمتګار تحريک د اثر لاندې پښتون قومي افسانې سره دے. سره د دې چې د هند نورې ژبې لکه بنګالي،ګجراتي، مرهټي او اردو وغېره پۀ خپلو خپلو علاقو کښې د تعليم ذريعې (Medium) وې نو د هغوي د ترقۍ کولو جواز واضحه دے خو ولې پښتو پۀ هر […]
بايد مذاکراتو ته درناوے ورکړے شي – شميم شاهد
څو ورځې وړاندې وزير اعظم عمران خان د کابل خپله وړومبنۍ يوه ورځنۍ دوره ترسره کړه. پۀ دې دوره کښې پۀ افغانستان کښې د امن قيام او د دوه اړخيزه اړيکو او تجارتي هلو ځلو د پرمختګ لپاره د کوټلي ګامونو اخستلو اراده څرګنده شوه. د خپلې دورې نه يوه ورځ پس عمران خان پۀ […]
د بشري حقونو نړيواله ورځ او پښتانۀ – اياز ايسپزے
کله چې انسان د تهذيب او تمدن پۀ درشل قدم کېښودو، د پرمختګ او رڼا پۀ لور ئې سفر پېل کړو او د فرد ځاے ټولنې ونيولو نو هغه وخت د ټولنې د غړو يو څۀ ذمه وارۍ يا فرائض او د اجتماعي يا ټولنيز ژوند تېرولو لپاره څۀ اخلاقي اقدار او اصول هم وټاکل […]
سیاست، اجتماعیت: د اولس زور د خداے زور دے – اوېس کمال
پاکستان کښې سیاست دومره بدنام کړے شوے چې مونږ اکثر پۀ ټولنه کښې داسې قسمه خبرې اورو “ماسره ډېر سیاست مۀ کوه”، “هغه پلانکے ډېر سیاست باز دے”، “زۀ سیاسي بنده نۀ یم”، “زۀ غېر سیاسي یم”. د دې ټولو جملو کۀ نفس ته مونږ ځېر شو نو دا خبره جوتېږي چې پۀ پاکستان کښې […]
سپينې سپينې ووايه – مولانا خانزېب
پۀ قران کریم کښې د خداے وېنا ده چې مفهوم ئې داسې دے چې “تاسو هر وخت نېغه وېنا کوئ”. پۀ سیاست کښې او د يو وطن پۀ پېښ چاپېريال کښې حق او سمه وېنا کۀ يو اړخ ته لازم ده نو بلخوا دا د ټولو نه ګران کار هم دے. دغه راز يو اولس […]
پۀ دې خاوره د ژوند کولو ضابطه عدم تشدد ده – ساجد ټکر
دا خبره اوس لۀ چا هم پټه پناه نۀ ده چې کۀ د پښتنو پۀ دې خاوره څوک خفه کېږي نو هغه د دې خاورې حلالي بچي دي. هاغه حلالي بچي چې کله هم پۀ دې خاوره سخت وخت راغلے نو دوي خپلې سينې مخکښې کړې دي او خپله خاوره ئې ژغورلې ده؛ دا هاغه […]
پاکستان او مذهبي انتها پسندي – جاوېد ثاقب
د انګرېز د تګ نه پس چې د هندوستان د تقسيم او د پاکستان د جوړېدو لپاره د مسلم ليګ پۀ خلۀ کوم جواز پېش کېدو نو هغه دا ؤ چې چونکې پۀ هندوستان کښې دوه قامونه (مسلمانان او هندوان) اوسېږي چې د يو بل نه جدا مذهب، جدا رسم و رواج او جدا ثقافت […]