پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

  پۀ عامو انتخاباتو یو نظر پاکستان کښې د قومي اسمبلۍ او څلورو واړو صوبائي اسمبلیو د پاره انتخابي سرګرمۍ پۀ ټول ملک کښې پۀ درز کښې روانې دي. د انتخابي عمل ټولې مرحلې سر ته رسېدلې دي او پۀ 25 جولائي به عام خلق د بالغ رایې دهۍ پۀ اساس خپلې رایې استعمالوي. هر […]

د محمد سعید سعید د نظم ببوزي واله توکنه – فېصل فاران

  پښتو نوې شاعرۍ کښې واقعاتي نظمونه رومانى شاعرانو لۀ وخته ليکل پېل کړي وو. لکه د محمد نواز خټک “فقيره”، د سيد رسول رسا “ښکلې فقيره”، د پرېشان خټک “کوچۍ”، د فضل حق شيدا “رقاصه”، د اجمل خټک “پېغله”، د غني خان “د بت وينزه” څو د يادونې نظمونه دي خو دې ټولو کښې […]

د سر علامه اقبال د مردِ مومن تجزیه – فېصل فاران

  حسېن حلاج منصور پۀ خپل شعري دیوان کښې صفا ليکلي دي چې هغه ذات يعني د خداے پاک دے چې پۀ خپل ناسوت ئې د لاهوت ثاقب راز څرګند کړے. بيا خپل مخلوق کښې د خوړونکي څښکوونکي پۀ صورت (يعني بنيادم) ښکاره شي، تر دومره پورې چې د هغۀ مخلوق هغۀ هم داسې ليدو […]

د پاکستان دستور سازې اسمبلۍ ته د باچاخان وېنا 25 مارچ 1954ز – خان عبدالغفارخان

  جناب صدر! زۀ ډېرې خبرې کوونکے سياسي مقرر نۀ يم خو اوس اوس يو معزز غړي د پښتونستان پۀ حواله څۀ داسې خبرې وکړې چې هغې زۀ پۀ څۀ وئیلو مجبور کړم. جنابِ! ما ته محسوسېږي چې معزز غړے یا خو د دې معاملې متعلق څۀ علم نۀ لري او يا بيا عمداً پۀ […]

تیت پرک (خاکه) – ګل محمد بېتاب

  د اتمان خېلو متعلق چې کومې ټوقې نزدې قبيلو جوړې کړې دي، هغه صحيح دي او کۀ نۀ، خو زمونږ د دې اشنا متعلق چې ما ته هډو دا معلومه نۀ وه چې دے د کومې قبيلې سره تعلق لري؛ ولې چې دے پۀ اشنغر تنګي ګل اباد کښې اوسېدو، د مشهورو شاعرانو فضل […]

انتخابات پۀ جمهوریت د اولس باور او د دې نتیجې د ریاست رویه ښائي – اداريه

د دې میاشت پۀ پینځویشتمه نېټه عام انتخابات کېدونکي دي. جمهوري نظام کښې انتخابات بنیادي مرحله وي. یو فلاحي ریاست کښې جمهوریت د بالغې رایې پۀ ملاتړ ووټ اخستو د پاره هر سیاسي ګوند ته د هغۀ منشور مخې ته راوړلو، د کاندیدانو )امیدوارانو( ټاکلو او هغه څوک چې کوم سیاسي ګوند سره تړون نۀ […]

ګګن جیت سنګهـ او چرن جیت سنګهـ – پښتون

  د لَا اِلٰه پۀ نوم جوړ شوي پاکستان کښې وړومبۍ کابینه پۀ مذهبي حواله څومره متنوع وه ــــ د مشرقي بنګال ګورنر ‘Sir فریډرک بورن’، د پنجاب ګورنر ‘Sir فرانسز مودي’، د شمال مغربي سرحدي صوبې ګورنر ‘Sir جارج کننګهم’ او یواځینے ځائي ګورنر ‘Sir غلام حسېن هدایت الله’ د سندهـ صوبې ؤ. بلوچستان […]

د جاسوس قیصې: ‘را’، اٰئي اېس اٰئي’ او د امن فرېب – “پښتون”

SPY CHRONICLES: RAW, ISI & THE ILLUSION OF PEACE HarperCollins Publishers, India, 2018 هند او پاکستان تل یو بل سره د تُورې پۀ ژبه خبرې کړې دي خو اوس حالات ډېر بدل دي. اوس یوې مودې نه ډېر پۀ هنر سره د دنیا د ټولو نه ‘تود بارډر’ واهګې نه د دښمنۍ لمبې مغربي ډېورنډ […]

د زردشت (زرتشت/سپینتمان) ګاتونه – سمیع الدین ارمان

    اثارِقدیمه، علم الانسان، جغرافیه او نورو بلها علومو دا یو متفقه شان تاثر جوړ کړے دے چې د لرغوني انساني تاریخ د پېل نه راواخله تر ننه د اجتماعي، قامي یا تهذیبي ژوند یوه د تاریخیت حامله معاشره هم د رسمي یا غېرِ رسمي مذهب د شتون نه یکسر خالي نۀ ده پاتې […]

د ډاکټر خان صاحب د وزارت د ختمولو پۀ باب د خفیه خطونو ترجمه – شمس بونېرے

    ډاکټر وقار علي شاه پۀ خپل کتاب ‘اسلام، نسليات او قام پرستۍ’ پۀ نوم ډېر ژور تحقيقات کړي او ښکاره کړي دي. دا مضمون د هغې د يو باب ژباړنه ده چې د وائسراے د خپل داخلي سېکرټري ماونټ بېټن پۀ واسطه کړي او د هغۀ د چاپ شوي کتاب ذکر او مصدقه […]