د قصور د زېنب، د جمو د اٰمنه بانو او ديپيکاسنګهـ مذهبونه – حیات روغانے

    وحشت یو مذهب نۀ مني، جرم هر قانون د پښو لاندې ګڼي، ګناه د ثواب او عذاب د تصور نه باغي وي ـــ مونږ د زمکې خلقو ځانونه پۀ تعویذونو کښې غوټه کړي دي، کرښې مو د ځانه تاو کړې دي او د فتنې لۀ وېرې د فتوې پۀ تخته سره د خپل […]

د باچاخان بابا نثرنګاري د پوهانو پۀ نظر کښې – ایاز الله ترکزے

‘د باچاخان نثر نګاري’ د ډاکټر شېر زمان سيماب د نثر يو ډېر اهم کتاب دے. دا کتاب پۀ اتيا مخونو باندې خور دے، پۀ 2015ز کښې چاپ شوے دے. تړون ئې د خپل پلار پۀ نوم کړے دے. پۀ دې کتاب کښې سيماب صاحب د باچاخان د نثر متعلق د ليکوالانو رایې راجمع کړې […]

اداريه (مۍ 2018)

فاټا کښې د اعليٰ عدالتونو د عملدارۍ بِل د قبائیلي سیمې د اولسونو د مستقل اذیت سلسله د یوې اوږدې مبارزې نه پس یو نوي پړاو کښې داخلېږي. سېنټ کښې قبائیلي سیمې د پېښور هائيکورټ پۀ دائره کښې راوستلو د پاره بِل پۀ اتفاق رایې سره منظور کړے شو. د هندوستان د وېش د ورځ […]

د غر هومره سړے (خاکه) – ګل محمد بېتاب

زما د ډېرې مودې نه خيال ؤ چې پۀ سعدالله جان برق به څۀ ليکم خو چې هرځل مې خپل دې خيال ته دعملي جامې اغوستو فکر کړے نو ناکامه شوے يم. ولې چې زما پۀ خيال پۀ داسې سړي ليک کۀ ناممکن نۀ دے نو ګران ضرور دے. دا کار نۀ پۀ اٰمد کېدو […]

لیکوال د پنځویشت کلني کېدو نمانځغونډه – پښتون

باچاخان مرکز، 11 مارچ 2018ز لۀ هغې زمانې چې چاپخانه او نشراتي فعالیتونه پښتون افغان وطن ته رارسېدلي او پېل شوي دي، بېلابېلو مجلو، ورځپاڼو او داسې نورو مطبوعاتو اولسي خبرتیا، ویښتیا او د شعور پراختیا کښې ډېر ارزښتمن او اغېزمن رول لوبولے دے. د امیر شېرعلي خان د واکمنۍ دوېمه دوره کښې پښتو د […]

د مولوي فضل محمود مخفي یادونه او زیارونه – شمس بونېرے

وختونه تحريکونه پېدا کوي، دغه تحريکونه تاريخونه جوړوي او هم دغه تاريخ شخصيتونه رامخې ته کوي او د تاريخ کتونکي دغه شخصيتونه خپل مشران او اتلان ګڼي. د پښتنو پۀ خاوره د روښانيانو تحريک، د خوشحال خان جنګونه او د واړو مغلو پۀ ضد عملونه او د پېرنګي پۀ ضد د باچا خان تحريک او […]

قصرِشاببوجان کابل – حیات روغانے

د جلال اباد خاورې ښکولول، د کابل سیلۍ سره ځانګل او د لغمان کلو رغو کښې لوغړېدل مې د زړو مودو نه پۀ زړۀ وو. د چا به پۀ زړۀ نۀ وي؟ ـــــ خو ځینو ارمانونو رېژېدلو د پاره جوړې شوې بهانې ښې نۀ وي ــــــ دلته مونږ د ارباب مجیب جنازې ته ولاړ وو […]

“رولټ اېکټ”

باچاخان “رولټ اېکټ” ‘زما ژوند او جدوجهد’، باچاخان ټرسټ رېسرچ سنټر/ډسټ اٰن بکس، 2018، مخونه 96-84 ‘رولټ اېکټ’ پۀ اتلسم مارچ 1919ز د هندوستان د پاره ‘شاهي قانون سازه اسمبلۍ’ یو اېکټ منظور کړے ؤ. دې اېکټ د پاره کمېټۍ کښې سډني رولټ (Sidney Rowlatt) صدر، هوج (JDV Hodge) سکتر او کماراسوامي ساستري، لوټ (Verney […]

اداريه (اپرېل 2018)

سېنټ انتخابات، باجوه ډاکټرین او ‘اتلسم ائیني ترمیم’ اخر د سېنټ انتخابات وشول، هیله چې عام انتخابات هم وشي. دا انتخابات څنګه وشول؟ دې انتخاباتو نه اګاهو سیاسي حالات څنګه وساتلے شول او پۀ ضمیرونو څنګه د پلاټ براے فروخت تختۍ ولګولې شوې؛ دې ټول بحث نه قطع نظر، د سېنټ انتخابات سر ته ورسېدل. […]

[نظم توکنه] د حسېن احمد صادق د نظم “پوډري” – فېصل فاران

  حسېن احمد د پښتو يو پېژندلے شاعر دے. د شاعرۍ درې ټولګې ‘سوراړا’، ‘روښانه سحر’ او ‘غندلې’ چاپ کتابونه دي. پۀ وړومبنۍ مجموعه ئې د متنازعه کېدو يوه هڅه هم شوې ده او امريکه کښې مېشته يو ګمنامه شاعر دا دعويٰ کوي چې دا ئې زما نه تروړلې ده. دغه دعويٰ پۀ خپل ځاے، […]