د اجمل خټک بابا دوه خطونه – رحمت شاه قرېشي
رحمت شاه قرېشي د ټانک د سیمې یو تکړه او متحرک ملګرے دے. هغه یو کلک باچاخانے او پوخ نېشنلے دے. د خپل ګوند، خپلې نظریې، خپل بېرغ او خپلو مشرانو سره بې کچه سُوچه مینه لري. هغه د باچاخان مرکز او ‘پښتون’ مجلې سره د خپل وس نه زیات کومک او اخلاص کوي. […]
پاکستان د نوو تجربو نه تېرېږي – شمس بونېرے
د دنیا د موجوده ملکونو پۀ تاریخ کښې د پاکستان هغه تاریخي حېثیت نشته چې دا پرې لکه د بعضې تاریخ دانانو لۀ خوا دعويٰ کېږي، د زرګونو کلونو تاریخ لرونکو ملکونو سره یو صف کښې ودروي. دا نۀ چا قبضه کړے او نۀ د دې د ازادۍ د پاره جنګونه شوي دي. دا خاورې […]
پښتون پرلت او پاکستانۍ میډیا – مشتاق درانے
د دهرنې )پرلت( نامه اورېدو سره پۀ ذهن کښې عجيبه شان عکسونه او انځورونه مخې ته راځي. لکه چې ښۀ ډېر خلق راغونډ شوي دي او اولسي لارې او سړکونه ئې بند کړي دي، خلق او د هغوي څۀ پۀ نوم مشران پۀ )اے سي او بلټ پروف( کنټېنرو ولاړ دي، د کنټېنر نه […]
پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب
د نوازشريف پۀ حق کښې د سپريم کورټ د فېصلې اثرات او د عومي نېشنل پارټې موقف سپريم کورټ ميا محمد نوازشريف د خپل ګوند د صدارت کولو نه هم منع کړو. د دې نه مخکښې هم دغه عدالت د پارلېمان غړي توب او د نورو حکومتي څوکیو د پاره نا اهل ګرځولے ؤ. دې […]
رابندرا ناتهـ ټېګور او غني خان: مفروضات او حقائق – سمیع الدین ارمان
ټېګور پۀ کال اتلس سوه او یو شپېتم 1861)ز( کښې پېدا شوے ؤ او پۀ کال نولس سوه او یو څلوېښتم 1941)ز( کښې وفات شوے ؤ. پۀ کال دوه زره او یوولسم 2011)ز( کښې د هائډل برګ د مشهورِ زمانه پوهنتون ساوتهـ اېشیاء انسټیټیوټ د ټېګور د زېږون یو نیم سل کلونه پوره کېدو باندې […]
د پښتنو د بې قرارۍاٰتش فشان – افراسیاب خټک
ژباړه: پښتون The Volcano of Pashtun Unrest د The Nation پهٔ مننه د فرورۍ پۀ سر کښې پۀ اسلام اباد کښې د پښتنو زلمو لس ورځني پرلت پسې پۀ سوات او باجوړ کښې زورور احتجاجونه وشول. د سوات اولس پۀ سیکیورټي چېک پوسټونو د خلقو اوږدو قطارونو کښې د ودرولو، زورلو او سپکاوي خلاف […]
د ANP تهنک ټېنک نه پس د ملي مشر پرېس کنفرانس – پښتون
د پخواني وزیراعظم نواز شریف پۀ حقله د سپریم کورټ د وروستۍ فېصلې راتلو نه پس پېدا شوي صورت حال باندې د ANP د تهنک ټېنک یوه ناسته پۀ ولي باغ کښې وشوه. دې اجلاس نه پس ملي مشر د رسنیو/میډیا وړاندې پرېس کنفرانس کښې د ګوند تګلاره او پۀ روانو چارو موقف اعلان کړو. […]
اداريه – مارچ 2018
‘لیاقت باغ’ او ‘پښتون پرلت’: پښتانۀ احتجاجونه پۀ لسمه فرورۍ د حکومت پۀ نمائندګۍ د وزیراعظم د مشیر لۀ خوا د ‘پښتون پرلت’ جرګې سره یوه معاهده لاسلیک کړې شوه چې تر مخه ئې د ‘پښتون پرلت’ غوښتنې پوره کولو د پاره د یوې میاشتې مهلت غوښتے شوے ؤ. مختلف رایې او رویې لرونکو چې […]
د مولانا صوفي محمد د نوې مرکې پهٔ متن یو تاثر – سجاد ژوندون
پۀ سوات کښې د ترهګرۍ جاکړ پۀ نیمه شپه قدرتي نۀ ؤ راغلے، پښتنو ته به یاد شي چې د اېم اېم اے دور کښې به ‘تور پټکي’ راووتل او شریعت به ئې غوښتو. څۀ وخت پس به ورسره د اېم اېم اے ‘منتخب’ نمائندګانو د ‘صوبه سرحد’ او ‘وفاق’ پۀ نمائندګۍ ‘مذاکرات’ وکړل او […]
پيډوفيليا (Pedophilia) – حسیب جان همراز
انسانيت پۀ چغو چغو لګيا دے ژاړي او دا خبره پۀ بیا بیا کوي چې د سوشل ځناور نه نۀ پۀ دولت انسان جوړېدے شي، نۀ پۀ شهرت، نۀ پۀ نوکرۍ، نۀ پۀ ځان ډېر مذهبي ښودلو، نۀ ځان پۀ ډېر مهذب ښودلو او نۀ پۀ پخڼو پخڼو خبرو ـــ بلکې انسانيت پۀ هاغه چا […]