خط: د دسمبر 2019 اداريه: يو څو تحفظات – “پښتون”

ساړو شاه، مردان

څوارلسم دسمبر، 2019

محترم چيف ايډيټر صاحب! السلام علېکم.

د دسمبر “پښتون” رساله مې مردان کښې واخسته. زۀ د “پښتون” مستقل لوستونکے يم او د اداريې نه تر اخرۍ پاڼې ئې ټوله لولم خو دا ځل مې پۀ سټال د پاسه اداريې ته پام شو!!! د اداريې اوږد عنوان ؤ “کککککک” او بيا ټولې پاڼې تکې تورې وې. دا ولې؟

زۀ “پښتون” د پښتنو اواز او د عوامي نېشنل پارټۍ نمائنده اواز ګڼم. اداريه يوه لويه قامي ذمه واري وي او د دې لوستلو سره مونږ ته ډېرې خبرې واضحه شي. زما اعتراض دا دے چې د اداريې دننه پۀ ورکړے شوي عنوان د ليکلو پۀ ځاے پاڼې تورې ولې پرېښودې شوې دي؟ د ادب او سياست د يو ادنٰي طالب علم پۀ حېث زما دا خيال دے چې تاسو به زړۀ کښې وئيلي وي چې دغه ورکړے شوي عنوان باندې نوره څۀ خبره نۀ ده پکار!!! کۀ داسې وي نو دا خو بيا ډېره لويه بدقسمتي ده. کۀ “پښتون” هم د مکالمې نه څنډه وکړي نو بيا د مکالمې دا دومره وکالت ولې کوي؟

اميد لرم چې تاسو به زما د دې کرښو جواب راکړئ.

پۀ درناوي

خليل مومند، ساړوشاه

نيازبين خليل مومنده! جار دې شم.

هو! داسې ده – مونږ ګڼل چې پۀ دغه موضوعاتو خبره کول لا حاصل دي. د کال دولس مياشتې مونږ ليکل کوو، بيا به هم کوو، دغه پۀ مونږ د باچا خان د قام حق دے – باچا خان پۀ ډېرو سختو حالاتو کښې هم مکالمه نۀ ده پرېښې، د مکالمې ځاے ئې نۀ دےختم کړے، د خبرې ګنجائش ئې همېشه ساتلے دے. زۀ ناست وم او د يو کرب نه تېرېدلم. تېره مياشت د نقيب مسيد پلار هم ارماني ګور ته لاړو، رياست هغۀ ته انصاف ور نۀ کړے شو. نخښې نخښانې داسې وې چې لکه “پاکستان” به د ارډيننسونو، بِلونو او ترميمونو تر لارې د جمهوري فېصلو جرړې وهلو او د حريم شاه د ټيکټاکونو پۀ سنسني خېزۍ کښې ارمي پبلک سکول باندې د افسوس د renewal تکلف ته هم سم نۀ شي. مونږ داسې محسوس کړل لکه چې د کېنټ پۀ چمن کښې د احسان الله احسان مخې ته د چايو پياله کښې اٰصف غفور پۀ قاشوغه چيني لړي!!!!

عجيبه کرب ؤ. ما وئيل چې څۀ ووايم؟ ما وئيل داسې څۀ وئيل غواړي چې – – – زۀ تا ته څۀ ووايم چې څۀ؟ خو بس اخره کښې مې زړۀ پۀ دې وکړو چې هېڅ هم و نۀ وايم او ووايم هم.

دغه تورې پاڼې د تورو مخونو د تورو پاليسيو پۀ خلاف سپين غږ ؤ – زۀ ستا او ستا شان د زلمو پېغلو جذبو او ځوانانو فکرونو ته ځولۍ نيسم چې دا د مکالمې نه څنډه نۀ ده، د مکالمې غوڅول نۀ دي، د مکالمې ختمول نۀ دي. “پښتون” د باچا خان د مفکورې غږ دے، دا کله هم د مکالمې او سياست نه مستثنٰي کېدې نۀ شي – دا غږ پښتنو ته رسول دي او دې لړ کښې ستاسو زلمو ډېره ذمه واري ده چې د باچا خان دا مفکوره پۀ ليکلې، وئيلې او هره ممکنه ذريعه اولس ته ورسوئ.

زۀ باور يم چې تاسو به مکالمه باندې خپل باور نۀ بائيلئ.

پۀ باچا خانۍ مينه

 

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …