د ميا راشد حسېن شهيد ورځ—ساجد خان باتُور

لکه د غر پۀ شان د حالاتو سيلۍ او طوفانونو ته ولاړ ميا افتخار چې دا خبره کوي نو زما پۀ خيال پۀ تاريخ کښې به د دې نه بله کومه دردېدلې خبره نۀ وي ۔((زما پۀ ټول خاندان کښې د چا بچي نشته ۔ راشد حسېن د ټول خاندان يو وارث و۔ هغه لکه […]

عوامي نېشنل ګوند ولې پرېږدو ؟—طلحه ايوب

نن د ملي شهيد مولانا خانزیب صېب رور په پاڅون کښې یوه ډيره مهمه خبره ښکاره کړه، هغه وویل، چې خانزیب صېب ته هم دا پیغام ورکړل شوی و،‌ ” چې ګوند پرېږده، نو ژوندی به پاتې شې!”همدغه پیغام پخوا فضل حميد داوړ ته هم ورکړل شوی و، “که ګوند پرېږدې، بچ به پاتی شی!” […]

نۀ پوره کېدونکے زيان—اعجاز خان هوتي ايډوکېټ

مولانا خانزېب صېبه : تۀ د فخر افغان باچا خان او د خان عبدالولي خان د تحريک سر تېره او فعال غړے وې. تا د حجرې او جومات تر مينځه د بغض، حسد، نفرت او د ځاني ګټو د پاره راجوړې کړې فاصلې د ختمولو او بيا د يو کولو دروند او خطرناک پيټے په […]

د خندا ګانو دښمن حکم کړے خپل لښکر ته—سعدعالم افغان

د کېمور د لمنې نه يو غږ پورته شو او يوې لمحې له د خلقو په مېنځ کښې يوه درنه خاموشي خوره شوه. دا يو داسې غږ ؤ چې د ټولې کوزې او بره پښتونخوا غرونه، مېدانونه، لوړې، ژورې، کلي، بانډې او خاوره خاوره ئې و لړزوله. خلق حېران حېران يو بل ته ګوري او […]

د هغۀ وژل ولې اړين و ؟—ډاکټر سميع الدين ارمان

د امريکا د براون پوهنتون د تهامس جے واټسن سکول اف انټرنېشنل اېنډ پبلک افېئرز د يوې پروژې چې د کاسټس اف وار/د جنګ قيمتونه نوم لري مطابق امريکا د کال دوه زره يو نه تر د کال دوه زره يويشتم پورې په افغانستان کښې په جنګ $2.313 ټريلين ډالرې لګولې دي. عجيبه خبره دا […]

په پښتنو کښې د سیاسي مبارزینو د بدیل عمل—امير يوسفزے

د کله نه چې انګریز هند ته راغلے او بیا ئې د پښتنو افغانانو په خاوره تجاوز کړے نو هم د هغې ورځې نه پښتون قوم د هغوي په خلاف د مبارزې څخه کار اخستے، پښتنو په دې دورانیه کې لوي لوي اتلان او پیاوړي تحریکونه وزېږول خو ولې نۀ خو هغې تحریکونو دوام وکړو […]

د مولانا خانزېب لنډه پېژندګلو (د شېخ ګل بادشاه پۀ ژبه)—داود قيام

مولانا خانزېب چې پوره نوم ئې شېخ مولانا خانزېب دے پۀ 4 جنوري 1980ء کښې د شېخ خانه ګل پۀ کور کښې د ناوګۍ پۀ شيخانو کلي کښې پېدا شوے ؤ، پۀ قام پښتون او زيلي تعلق ئې د ترکلاني سالارزي شومه خېل شېخانو سره ؤ- نيکني ټاټوبے ئې چارمنګ بابړه ده- مولانا خانزېب پۀ […]

د استقلال ورځ—مولانا خانزېب (مقتول)

اشنا ! ته هم ګرم وې ډېر تېز تلې ( بغدادي پير ) جديد افغانستان د څۀ تېر دوه سوه کاله نه تراوسه د نړي والو او د افغانانو د خپلو کمزورو د لاسه هر وخت په دوام داره ګډوډوۍ کښې پاتې شوے دے په 1838 کښې پېرنګيانو د امير دوست محمد خان په ضد […]