په مومندو کښې باچاخان امن مېله په تيارو کښې د رڼا يو څرک–مزران مومند
د يوې اوږدې مودې راهسې په پښتونخوا وطن او په خصوصي توګه په قبائلي سيمو باندې د مصنوعي دهشتګردۍ لۀ وجې يوه خاموشه ويره راخوره ده چې لۀ وجې ئې د پښتانۀ د ذهني او نفسياتي ناروغيو سره مخ دي۔ د بد امنۍ دې فضا نۀ صرف سړي او ښځې د ذهني کشمکش سره مخ […]
قامي شناخت او پښتونخوا د نوم مسئله—حنيف الرحمان
په خپل سکول کښې پردو ژبو او پردې تاریخ ته ناست یم دا زهعۀ کوم کوم سبق وایم له خپل ځانه ئې پردے کړم په معاصرو سیاسي او ژبپوهنیزو بحثونو کې د قام، ژبې او جغرافیې تر منځ اړیکه د یو اولس د هویت د جوړښت اساسي ستنه بلل کېږي۔ ډېری سیاسي دانشوران او ټولنپوهان […]
د ژبپوهنې اجمالي تاريخ–حسېن بخش کوثر غورياخېل
ژبپوهنه د ژبو د حقيقت او د رش ريښې د معلومولو يوه داسې ذريعه ده چې د قبل الميلاد د پېړيو نه راوخله تر ننه پورې د انسان د فطري خوئي تسلي پرې کېږي ۔ د ارسطو افلاطون او د سقراط د ليکنو څخه د دې ثبوت حاصل شوے دے چې دوي د کائنات او […]
تړلے تورخم(افسانه)–فرحت عباس
ګل مرجانې چې خپل زوي ته وکاتۀ نو زړۀ ئې پۀ ډوبېدو شو۔ د ماشوم سر يو طرف ته زوړند و۔ مخ ئې تک سور و او د وجود نه ئې سم تپ پورته کېدوـ نرے زبېرګے ئې کووو او ساه ئې ډېره بده بده اغسته۔ داسې لګېده چې بس د لږ ساعت مېلمه وي۔ […]
د نوروز ملي تاریخ— وقاص ايسپزے
د نړۍ هر ملت د ژوند د مختلفو مناسبتونو لپاره خپلې خپلې ورځې لري چې د هغوی د تمدن، کلتور او تاریخ ئې ژوندے ساتلے وي ۔ دغه ډول مناسبتونه کلتوري، تاریخي، موسمي او مذهبي بڼې لري چې د ملت وګړي ئې لمانځي او په خپلو تاریخي او کلتوري ارزښتونو ویاړي ۔ هم داسې پښتانۀ […]
ایران، اسرائیل،خلیجِ فارس او امریکا: د شخړو د حل یو نظر! (سائمن تانیوس، د فلسطین د امورو ماهر) –جبران خان عمرخېل (مترجم)
لنډيز: په داسې حال کښې چې منځني ختیځ اکثره د “غوره شوي قامونو”(Chosen people) ترمنځه د جګړې ډګر بلل کېږي، جوهان ګالټونګ، چې د سولې او شخړو د مطالعې د علم بنسټګر ګڼل کېږي، دې مسلې ته د “ځورېدلو خلکو” ترمنځ شخړې په نظر ګوري۔ ایران، اسرائیل، د خلیجِ فارس هېوادونه، او متحده ایالاتونه (امریکا) دلته […]
په افغانستان کښې به اسلامي نظام قائم شي؟–مولانا عبدالجليل
د افغانستان څوارلس کلن جنګ د اسلام په نامه وشو۔ د يوې اندازې مطابق پنځلس لکه زلمي، ښځې او ماشومان پکښې قتل شو، کورونه ټول ړنګ شو ولې او کويان وچ شو ۔ د افغانستان په هره ډېره د وينو څاڅکي پراتۀ دي ۔ داسې کور نيشته چې يو دوه کسان به په کښې نۀ […]
د ايران جنګ، ټرمپ او پاکستان (سليم ساپي)–مرام ايسپزے (مترجم)
د حېرانتيا خبره ده ۔ چې د امريکې غوندې د نړيوال معيار دماغ لرونکي ملک کښې ډونلډ ټرمپ غوندې سړے صدر جوړ شوے دے ۔ سحر او ماښام د ګډوډ بيانونو پۀ وجه باندې پۀ ټوله دنيا کښې د خندني سبب ګرځېدلے دے ۔ د دۀ بيانونه او وعدې هيڅوک هم سنجيده نۀ اخلي ۔ […]
اداريه—اپريل2026
يو جنګ د بل جنګ تسلسل راروان وي ۔ تاريخ ګواه دے چې جنګ کله هم نۀ دے ختم شوے ۔ البته څۀ مودې له ودرېدې شي ۔ جنګ د انسانانو پۀ جينز کښې لکه چې د زرګونو کلونو نه نسلونو ته متنقل کېږي ۔ دا زما او دا ستا قيصه به د ادم نه […]
د باجوړ سيد عبدالمنان کاکا–داود قيام
باجوړ خاورې وخت پۀ وخت ډېر مېړني او زيرک خلق زېږولي دي چې هغوي خپل ټول ژوند خپل قام ته وقف کړے ؤ- پۀ هغه نوموړو کښې يو سيد عبدالمنان کاکا جي هم دے- سيد عبدالمنان کاکا جي پۀ کال ۱۹۷۰ء کښې د باجوړ پۀ امان کوټ سيمه کښې د سيد محمد يار جان پۀ […]