د پروفېسر سيال کاکړ فولکلوري خدمات ډاکټر زرمحمد سنګر

کاکړۍ : د ښاغلي سيال کاکړ دا کتاب ” کاکړۍ ‘ هم د تېر کتاب “غاړې ” يوه کړۍ ده ۔ ځکه چې ” غاړو” ته “کاکړۍ ” هم وئېلے شي ۔ ۔ دا کتاب په لومړي ځل  په جنوري ۱۹۷۳ء کښې دپښتو ادبي دنيا کوټه له خوا په اسلاميه پرېس کوټه کښي په وړه […]

اولسي لوبې–طارق ناياب اتمانخېل

ګنجے: ګنجے زمونږ د ماشومتوب هغه ښکلې او رنګينه لوبه وه چې ټوله غرمه به مو ورته لۀ کوره باهر تېروله ۔ تورې شنډۍ  چې به کله ګل شوې مونږ به خوشحاله شو چې بيا  د ګنجي ورځې را راونې دي ۔ چې شنډۍ به کله غوټۍ شوې نو بيا به مو د ټولو  غټې شنډۍ کتلې […]

انګازې پروډکشن, عوامي نېشنل ګوند سره تړلي هر يو کار/عمل/ګام ولې متنازغه کيږي؟–طلحه ايوب

پۀ پښتونخوا کښې د سندرې، هنر، اتڼ، نڅا، ګډا، ټنګ ټکور او رباب پۀ ضد/خلاف چې کمه کرکه، نفرت، پروپاګنډه، Misinformation او Disinformation خورېږي يا هوا ورکړې کېږي، نو دا يواځې صرف د هنر مخالفت نۀ کېږي، بلکې دا يو خاص/ مخصوص اجتماعي ذهنيت پۀ ټولنه کښې د هغه پرسټریشن او فکري زوال عکاسي کوي […]

د پښتو موسیقۍ ژغورنه، څۀ خطر کښې دي او څه نۀ دي؟–ډاکټرنديم ټکر

د څۀ وخت راهیسې زۀ  وینم چې څۀ خلک د پښتنو د وطن د رېکارډ شوې موسیقۍ د ورکېدلو په اړه اندېښنې ښکاره کوي او د ژغورلو خبرې او هڅې ئې کول غواړي ۔  دا رښتیا ده چې زموږ د موسیقۍ ډېره لویه پانګه د ورکېدو له خطر سره مخ ده ۔  پرون هم په […]

مورنۍ ژبه او نصابي اهميت—اياز الله ترکزے

اوس چې د نړيوالتوب زمانه ده، د قامي هېوادونو سرحدونه ورځ په ورځ کمزورې کېږي، ګټه د يو بازار نه بل نوي بازار ته روانه ده، نو په داسې حال کښې په ټوله دنيا کښې په ثقافتي او تهذيبي توګه هم غيرمعمولي بدلونونه راڅرګندېږي۔ علاقائي کلتورونه د خپل بقا دپاره هڅې کوي۔، کوم کلتور چې […]

د پښتو ژبې لفظي جوړښت–ډاکټر سمندر يوسفزے

د يوې اندازې مطابق په دنيا کښې اووه زره ژبې وئيلې کېدلې چې په دغه تعداد کښې وخت په وخت کمے راروان دے ـ  مختلفې وجې ئې دي خو غټه وجه ئې هم دغه ده چې کومې ژبې د نړۍ نه ورکېږي په هغه ژبو کښې نوي نوي لفظونه نۀ جوړېږي ځکه نو ختمې شي […]

د مصنوعي ځيرکتيا (اے ائي) په دوره کښې پښتو: د ژبې، ژبپوهنې، ادبياتو د څېړنې لپاره فرصتونه او ننګونې–ډاکټر محمد علي دينا‌خېل

Pashto in the Age of Artificial Intelligence: Opportunities and Challenges for Language, Linguistics, Literature, and Research د ژوند په هره شعبه کښې د اے ائي د استعمال د وجې د اے ائي په سسټمونو کښې د خپلو ژبو د نۀ ورګډولو په وجه به په راتلونکي کښې د يو شمېر ژبو خلق په کلتوري، علمي […]