د فاټا د کوهي نه د پښتنو راوتل – افراسیاب خټک

پۀ نولسمه او شلمه پېړۍ کښې چې انګرېزي استعمار پۀ درې لویو جنګونو کښې د پښتون/ افغان پۀ ټول وجود باندې قبضه کولو کښې ناکامه شو نو هغۀ د استعماري کرښو پۀ راکښلو سره د پښتون وجود ټوټې کولو ناوړه حکمت عملي پۀ مخ بوتله. انګرېز د افغانستان یوه برخه ونیوله او پاتې افغانستان ئې د روس او برطانیې سلطنت تر منځه ‘بفر سټېټ’ یعني ‘حائل ریاست’ کښې بدل کړو. د قبائیلي سیمې د پښتنو د علاقې نه ئې د ‘فاټا’ پۀ نوم د لر او بر افغان تر منځه یو اضافي بفر یا حائل ساز کړو. دغه سیمه انګرېز قبائیلي او پسمانده وساتله چې دا یوۀ اوچ لرګي پۀ شان پاتې شي او د لر او بر افغان تر منځه د سیاسي کرنټ )څپو( د تېرولو جوګه نۀ وي. نو ځکه مونږ وکتل چې د شلمې پېړۍ پۀ سر کښې د افغانستان پۀ وطن مئین باچا امان الله خان د جدیدو اصلاحاتو تحریک کوزې پښتونخوا ته رانغلو او د باچاخان د خدائي خدمتګارۍ تحریک بر افغان ته ونۀ رسېدو.

د باچاخان پۀ مشرۍ کښې د شلمې پېړۍ پۀ ابتداء کښې شروع کېدونکي د قامي ازادۍ د تحریک مقصد نۀ یواځې د انګرېزي استعمار د جغ نه ځان خلاصول و بلکې د پښتون قام د ټوټې شوي وجود راغونډول او یو ځاے کول هم وو. باچاخان پۀ نولس سوه اتۀ څلوېښتم کښې ووې چې دغه تقسیم ناجائز دے. د هم دغې هدف پۀ نظر کښې نیولو سره باچاخان او د هغوي ملګرو خدائي خدمتګارانو د نوي جوړېدونکي مملکت پاکستان د واکدارانو نه غوښتنه وکړه چې پاکستان کښې مېشته پښتانۀ دې پۀ یوه صوبه کښې راغونډ کړے شي او هغوي ته د خپل شناخت مطابق نوم ورکړے شي. خو لۀ بده مرغه د پاکستان حاکمانو نۀ یواځې دا غوښتنه نۀ ومنله بلکې د پښتنو پۀ قام تحریک ئې داسې ظلمونه وکړل چې کافر پېرنګي هم نۀ وو کړي.

د نولس سوه اتیایم نه وروستو چې فاټا څنګه پۀ افغانستان کښې د پردو د ګټو د پاره جنګونو کښې استعمال شوه، د هغې نه دا خبره څرګنده شوه چې انګرېز کوم مقصد د پاره فاټا جوړه کړې وه او د پاکستان حاکمانو ولې دغه استعماري نظام قائم ساتلے ؤ. خو پښتانۀ وائي چې ‘سوزي هغه ځاے چې پۀ کوم باندې اور بل وي’، د پردو دغو جنګونو افغانستان کښې د څلوېښتو کلونو راهسې پۀ لویه کچه مرګ، ژوبله او تباهي جاري ساتلې وه او ورسره ئې د فاټا د سیمې پښتنو باندې قیامتونه تېر کړي دي.

باچاخان، ولي خان او عوامي نېشنل پارټۍ د جهاد پۀ نوم د دغه فساد تل غندنه کړې ده او د فاټا د خېبر پښتونخوا سره د ادغام غوښتنه ئې کړې ده. پۀ نزدې وختونو کښې د قبائیلي سیمې نه راپورته کېدونکي د پښتنو ځوانانو نهضت پي ټي اېم پاڅون هم د بدلون غوښتنې ته زور وربخښلے دے. پاکستان کښې ټول اهم سیاسي ګوندونه پۀ فاټا کښې د اصلاحاتو او د دې د پښتونخوا سره د یو ځاے کېدو مرسته کوي. پۀ پاکستان باندې د اصلاحاتو د پاره بېن المللي دباو هم شته ځکه چې دغه سیمې نه نړیوال ترهګر د خپلو فعالیتونو د پاره استفاده کوي او د افغانستان خلاف خو ټوله ترهګري او جنګونه هم د دغه ځایه شوي او کېږي.

اوس چې د پاکستان حکومت اصلاحاتو او ادغام غوښتنه پۀ ظاهره ومنله، خو داسې ښکاري چې سول او پوځي بیوروکراسي د پردې تر شا د زړو لوبو جاري ساتلو د پاره چل ول کوي. اول مثال ئې دا دے چې د پاکستان د عدلیه اختیار قبائیلي سیمې ته وغزولے شو خو پۀ دغه قانون کښې یوه فقره داسې واچولې شوه د کومې لۀ مخې به چې دا فېصله وفاقي حکومت د یو نوټیفیکېشن د جاري کولو پۀ ذریعه کوي چې د عدلیه اختیار به کله او پۀ کومه کومه علاقه کښې شروع کېږي. مونږ ټول ښۀ پوهېږو چې پۀ موجوده حالاتو کښې د وفاقي حکومت ټول اختیار د بیوروکراسۍ پۀ لاس کښې دے، ځکه تر ننه ورځ پورې د عدلیې اختیار قبائیلي سیمو ته نۀ دے غزېدلے. بله اهمه خبره دا ده چې د انګرېز د زمانې تور او کرغېړن قانون اېف سي اٰر خو پاي ته رسي، خو د اېف سي اٰر پۀ ځاے د عبوري مرحلې پۀ بهانه بیوروکراسي د ‘ګورننس ریګولېشن 2018’ تر عنوان لاندې بیوروکراسي یو بل تور قانون راولي چې د اېف سي اٰر سکه ورور ښکاري. د دې خبرې هم وضاحت نشته چې دغه عبوري مرحله به څومره اوږده وي؟ کۀ د ملاکنډ تجربه رایاده کړو نو د بیوروکراسۍ د سازشونو پۀ خطره به پوهه شو.

اصل سوال دا دے چې د پاکستان د سیکیورټي یعني مصونیتي ادارې د پخوانۍ فاټا پرانستلو ته ځکه بیړندي نۀ دي چې دوي لا تر اوسه دغه سیمې پۀ افغانستان کښې د جنګ د پاره استعمالوي، نو ځکه د اصلاحاتو او د ادغام مسئله ګونګه او د مېږي پۀ رفتار ساتي. بل لوے خنډ د تور او جنګي معیشت ګټې دي چې د ادغام او اصلاحاتو سلسله ځنډوي. دا ډېرې غټې ګټې دي. پۀ دې کښې د نشه ایزو موادو کاروبار، د وسلو تجارت، د تجارتي سامان سمګلنګ، د لرګیو او ځنګلونو خرڅول شامل دي، خو د نزدې وختونو پېښو دا خبره څرګنده کړې ده چې پښتانۀ نور د دغه کرغیړنو سیاستونو منلو ته تیار نۀ دي. د پاکستاني ریاست به یا د دغو پښتون دښمنه کړنلارو نه لاس اخلي او یا به بیا د پښتنو د ستر قومي مخالفت سره مخامخ کېږي.

 

دا هم ولولئ

ناسور نه ځان خلاصول – افراسياب خټک

ناسور نه ځان خلاصول – افراسياب خټک، ژباړه: پښتون د پاکستان وزير خارجه خواجه اصف "د کور …