خط مې راغلے د جانان دے – ‘پښتون’

 

د ‘ډمه ډوله باجوړ’ نه د عنایت الله بهار خط

د ګران فخرِ افغان بابا د مرکز ټولو منتظمینو او د ‘پښتون’ مجلې کارکوونکو ته پۀ هغه پښتنه ژبه سلام وړاندې کوم د کومې ژبې لیک لوست چې زما پښتنې مور ما ته د ‘پښتون’ مجلې پۀ ذریعه ښودلے دے او د خوښۍ خبره ده چې هغه سلسله نن هم روانه ده.

زما مور بې بې د څلوېښتو کالو نه ‘پښتون’ مجله لولي او زما ‘پښتون’ مجلې سره د ملګرتیا اووۀ کلونه پوره شول. پۀ دې موده کښې ما د ‘پښتون’ د لوستلو پۀ ذریعه ډېر هغه څۀ زده کړل کوم چې ما ته پۀ سکول کښې هم نۀ دي ښودلے شوي. زۀ ئې د دې جوګه کړم چې نن پۀ خپله مورنۍ ژبه کښې لیک کولے شم. زۀ د ‘پښتون’ مطالعې د خپل قامي تاریخ، جغرافیې، کلتور او ادبي هلوځلو سره اشنا کړم. زۀ پۀ پوره دعويٰ سره وئیلے شم چې پۀ دې تېرو اووۀ کلونو کښې ما د یادې مجلې لۀ سوبه کوم څۀ زده کړل، دا زما د خپل دولس کلن تعلیمي سفر د زدکړو نه یو پۀ لس سېوا دي او زۀ ژمنه کوم چې تر څو زما پۀ وجود کښې ساه غړېږي، دا سلسله به هم دغسې دوام داره ساتم.

‘پښتون’ پۀ وړومبي ځل ما ته زما مور پۀ لاس کښې راکړے ؤ. دا زما سره زما د مور یو سپېځلے امانت دے. زۀ اوس پۀ دولسم ټولګي کښې سبق وایم. کۀ ژوند راسره وفا وکړه، سږکال به پوهنتون ته د پښتو د لوړو زدکړو د پاره ځم.

خبره رانه اوږده شوه خو دا خط لیکل ستاسو د هغه اعلان ځواب دے کوم چې د تېرې میاشتې پۀ ګڼه کښې تاسو کړے ؤ چې تاسو د یوې بلې مجلې تابیا هم کړې ده د ‘رڼابڼ’ پۀ نوم، د ماشومانو د پاره ــــ زۀ ډېر خوشحاله شوم او هغه ځکه چې لکه زما به ترې ډېرو ماشومانو ته بې شمېره فائده ورسېږي. زۀ هیله لرم چې پښتانۀ به ستاسو د دې ښۀ قدم تود هرکلے وکړي او پۀ سر سترګو به ئې قبول کړي.

زۀ هم درسره د هر قسم لاس امداد پوره پوره ژمنه کوم. زۀ هر قسمه قربانۍ ته تیار یم کۀ هغه زما د سر پۀ بیعه ولې نۀ وي. انشاء الله دا سُور کاروان به پۀ شریکه مخ پۀ وړاندې بوځو.

ستاسو د لا بریالیتوب پۀ هیله ـــ خپل خط پۀ دې خپل مات ګوډ شعر پاې ته رسوم:

د سرو سرو بـېرغونو سُـور سـېلاب پۀ خوب کښې وینم

دې ټول پښتون وطن کښې انقلاب پۀ خوب کښې وینم

والسلام

عنایت الله بهار

ډمه ډوله، باجوړ

نیازبین عنایت الله بهاره!

زمونږ د ننګیالي باجوړ ننګیالي بچیه!

د ښېرازه سُور سپرلي هغه سره غوټۍ شې چې مونږ د څانګې د ګل کېدو پۀ فال نیولې دي. ستا پتمنې پښتنې مور ته او د هغې پښتون شعور ته سلام چې خپل بچي باندې ئې د ‘پښتون’ د ډالۍ سود کړے.

زمونږ د ویاړمن باجوړ ویاړمن بچیه!

‘پښتون’ ته زیاتره د مشرانو او ملګرو راتلونکي خطونه د چاپ کېدو پۀ شرط نۀ راځي. ستا دا معصوم ټکي به هم تا د چاپ پۀ نیت نۀ وي رالېږلي. خو درې خبرې د دې خط د چاپ سوب ګرځي ــــ یوې لوستې مور سره به ټوله کورنۍ خوانده کېږي خو پښتون شعور لرونکې لوستې مور سره ټول قام د پښتون شعور پۀ لور روان شي. د خپلې مور پۀ حقله ستا د ‘پښتون’ ډالۍ کېدو خبره د ویاړ خبره ده. باچاخان د پښتنو لوڼو مخونو کښې د هم داسې میاندو تصویر لیدلو د پاره پښتنو ته د لوڼو خوېندو د تعلیم ترغیب ورکولو.

ستا خط کښې دوېمه خبره د ‘رڼابڼ’ ده ـــــ مۍ دوه زره اتلس (2018) راتلو سره د ‘پښتون’ مجلې لس اتیا (90) کلونه پوره شول. هو! مونږ به دغه جشن هم نمانځو، خو مونږ وګڼل چې د کوم جشن پۀ ځاے د دې لس اتیا کلن سفر یوه ډالۍ د باچاخان روح ته وړاندې کړو ــــ د ‘رڼابڼ’ پۀ نوم مونږ خپلو پښتنو لوڼو او زامنو د پاره د دې مجلې د اغاز اهتمام وکړو. ستا او ستا د ملګرو لیکونو ته هرکلي سره سره به دا هیله هم کوو چې ‘رڼابڼ’ د پاره به لوستونکي ترغیبوئ.

زمونږ د پښتون باجوړ پښتون بچیه!

د خپل لیک اخرۍ کرښو کښې ستا درېمه خبره ډېره لویه ده ـــــ تا لیکلي، ‘زۀ هم درسره د هر قسم لاس امداد پوره پوره ژمنه کوم. زۀ هر قسمه قربانۍ ته تیار یم کۀ هغه زما د سر پۀ بیعه ولې نۀ وي….’

خداے دې ستا او ستا د همځولو او همځولیو سرونه سلامت لري ـــ دا سُور کاروان چې روان دے، ستاسو د ژوند، ستاسو د حق او ستاسو د مستقبل د تحفظ د پاره روان دے. د تېرو سلو کلونو نه د باچاخان او د هغۀ د خدائي خدمتګارانو دا سُور کاروان د خپل قام او خپلې خاورې د روح او مادې د تحفظ د پاره هر ازمېښت ته سینه ډال کړے ولاړ دے.

تۀ د ‘ډمه ډوله’ ئې ـــ هغه ډمه ډوله چې ستا د همځولو، ستا نه د تنکو بچو او ستا نه د مشرانو، عن تر د سپین ږیرو، د قام د مشرانو، د لوڼو د زامنو د مرګ د پاره ترې یو جواز جوړ کړے شو. چې تا اوس دولسم پاس کړو نو تۀ به اوولس کلن ئې!!! کله چې ستا کلي ډمه ډوله کښې پۀ دوېم اکتوبر 2006ز یوه مدرسه وویشتلې شوه او د هغه وخت وزیرِ داخله مېجر رېټائرډ افتاب احمد خان شېرپاو چې لا هغه وخت ئې جدید نېشنلزم پېژندل څۀ چې قدیم نېشنلزم زغملو هم نۀ، د دغه فضائي حملې ذمه واري قبوله کړه نو تۀ به د پینځۀ کلونو وې ـــ بدقسمتۍ نه زمونږ پوهان د پښتنو د اوسنۍ بدې ورځ وړومبۍ رده د نائن الېون د واقعې سره ږدي ـــ کله چې پۀ افغانستان کښ د روس پۀ ضد د امریکې جنګ د اسلام پۀ نامه شروع کېدو نو زمونږ د سُور کاروان مشرانو وئیلي وو، دا د جهاد پۀ نوم فساد دے، دا پردے جنګ دے او پردے جنګ کله هم څوک خپل کور ته نۀ راوړي. د پاکستان د وړومبي واکمن محمد علي جناح نه د پاکستان وړومبي کمانډر اِن چیف ‘سر فرېنک والټر میسیروي’ (Sir Frank Walter Messervy) نه شاهد خاقان عباسي او جنرل باجوه پورې ټول د اسلام د پېغمبر ښاغلي محمد صلي الله علېه وسلم د ټول ژوند نه دا نۀ شي ثابتولے چې جنګ ئې خپل وطن، خپل ښار یا خپل کور ته راوړے وي. د ‘خندق’ کنستو اقدام او د ‘اُحد’ جنګ د پاره مشاورت خو پاکستاني نصاب، معاشرتي علوم او فضائلِ اعمال کښې هم شته.ستا د سُور کاروان مشرانو چې څۀ ته فساد وئیل، نن پرې د پاکستان ډېموکراټیک او ملټري اسټېبلشمنټ هم لاسونه مروړي خو مطلوبه اخلاص ئې رویو کښې نۀ وینو. ولي نۀ وینو؟ دا درته وروستو وایم.

زمونږ د سُور باجوړ سُور پښتون بچیه!

ستا کلي ډمه ډومه کښې دغه شوې حملې نه پس ملي مشر اسفندیار ولي خان ووئیل، ‘مونږ ټول عمر چغې ووهلې دا پردے جنګ دے خو مونږ پۀ دې چغه دغه جنګ نه خلاص نۀ شو. پۀ پردي جنګ کښې تاسو زمونږ کورونه وران کړل، زمونږ حجرې او استانې مو ړنګې کړې، زمونږ جوماتونه او سکولونه مو ونړول، زمونږ مدرسې مو وویشتې، زمونږ بازارونه مو تالا کړل او زمونږ د لوبو مېدانونه مو شاړ کړل ـــ اوس چې ټس ئې زمونږ سر له دے نو مونږ ورته خپل جنګ وایو.’ باجوړ نۀ مومند هم، خېبر هم، اورکزي هم، کُرمه هم، انګور اډه، چینه ګۍ او ټانک هم ـــ دیر، سوات او بونېر هم ـــ کوئټه او پېښور هم ـــ اشنغر هم او کابل هم.

زمونږ نیازبین بچیه! ستا سُور کاروان پۀ کوم سماجي، سیاسي، صحافتي، ملکي او بېن الاقوامي فورم د پښتنو پۀ خاوره د امن مقدمه کښې ونۀ جنګېدۀ، کوم کاڼے ئې بې د ډډې اړولو پرېښودو؟ ستا سُور کاروان د خپل اولس سره یو شان هم د دې وطن جنت کښې ژوند کوي او هم دې جنت وطن نه جوړ شوي دوزخ کښې د خپل اولس سره یو ځاے ولاړ دے.

زمونږ نیابین بچیه! خپل قام، خپله خاوره، خپل سیاست، خپل تاریخ او خپله مبارزه باندې ویاړ د پاره ژوندے اوسه!!! مونږ د خپلو سرونو پۀ بیعه دې سُور کاروان کښې ستاسو د روح او مادې تحفظ د پاره ټول باچاخاني فکر او جرأت سره د ملي مشر اسفندیار ولي خان قیادت کښې ولاړ یو. رویو کښې چې اخلاص وي نو بدلون هله راځي؛ تاسو زمونږ سباوون یئ!!! ژوندي او ځلاند اوسئ!!!.

 

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …