د ‘پښتون’پۀ نوم خط – سعیداحمدشاهي

 

اتلسمه جولائي، 2018

محترم چیف ایډیټر صاحب! السلام علېکم

د سلام نه پس عرض دا لرم چې زۀ د بابړې اوسېدونکے یم او چې څنګه تاسو ته پته ده چې بابړه یو تاریخي حېثیت لري او پۀ پښتون قامي تحریک کښې یو نوموړے ځاے لري او وخت ثابته کړې ده چې د دې ځاے خلقو د خپل حېثیت مطابق تحریک له مکمل خپل وخت او قربانۍ ورکړې دي.

زۀ د ‘پښتون’ مجلې یو باقاعده لوستونکے یم او زما یو څو ملګري هم د مجلې سره مینه لري او باقاعدګۍ سره ئې لولي چې پۀ هغو کښې سېد افضل، امین باچا او داود کشمیرے چې د مرحوم خدائي خدمتګار احمد کاکا رشته دے او نور ګڼ شمېر ملګري شامل دي.

د هغوي او زما ذاتي طرف نه تاسو ته یو تجویز درکول غواړم چې څنګه به مخکښې یعني د ولي خان بابا پۀ وخت کښې هغوي خپل قیمتي وخت ورکولو او پۀ مجله کښې به ئې د عام وګړو د سوالونو ځوابونه ورکول نو هغه سلسله دې یو ځل بیا شروع کړې شي او پۀ باقاعدګۍ سره دې پۀ مجله کښې چاپ کېږي او د ګوند مرکزي مشر اسفندیار ولي خان صاحب او د تهنک ټېنک غړي دې د عامو وګړو د سوالونو ځوابونه ورکوي چې پۀ هغې سره به دا مجله نور هم ښائسته شي.

امید لرم چې تاسو به زما دې تجویز سره ملګرتیا وکړئ او مشرانو ته به زما دا عرض وړاندې کړئ.

ښاد، اباد او خوشحاله اوسئ.

سعید احمد شاهي، بابړه

ښاغلي سعید احمد شاهي صاحب!

تاسو ته هم او د بابړې سپېځلې خاورې ته هم د ‘پښتون’ سلام!

ډېر زړۀ پورې وړاندیز )تجویز( مو مخې ته راوړے دے. د اووۀ څلوېښتم نه وړاندې به هم پۀ ‘پښتون’ کښې د داسې پوښتنو ځوابونه خپرېدل. نن دور د میډیا او سوشل میډیا دور بللے کېږي خو د کاغذ د پاڼې خوشبو او اثر خپل اهمیت نۀ دے بائیللے. نن هم باید د داسې تپوسونو ځوابونه پۀ تفصیل سره وکړے شي.

پۀ ‘پښتون’ کښې زمونږ دا هڅه وي چې څومره خبرې هم د قام او خاورې د سیاسي، سماجي، ادبي او نورو حوالو سره وي، هغوي ته ځاے ورکړے شي. بیا هم کۀ تاسو ګڼئ چې څۀ خبرو باندې د عامو پښتنو یا د ګوند د غړو او کارکنانو د معلوماتو د پاره بحث یا سپیناوے پکار دے؛ تاسو کولے شئ چې خپل تپوسونه مونږ ته راولېږئ. مونږ د خپلې قامي ذمه وارۍ احساس لرو او وضاحت سره به ئې جواب کوو.

‘پښتون’ د هر پښتون دے او هر پښتون کولے شي چې د سیاسي، سماجي، ادبي، اقتصادي، کلتوري او د ژوند د بل کوم اړخ سره متعلقه فکري پوښتنه د ‘پښتون’ تر لارې وکړي، پۀ ‘پښتون’ ئې دیانت او وضاحت سره جواب واجب دے.

ستاسو د روڼ فکر او زړۀ پورې وړاندیز مننه.

‘پښتون’

یادګیرنه:

‘پښتون’ د هر پښتون دے ــــ کۀ څوک سنجیده کارکن هغه کۀ د هر سیاسي ګوند سره تړون لري او د ‘پښتون’ د ‘سیاسي مسلک’ سره اختلاف هم لري؛ کولے شي چې د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ نظریه، منشور او موقف خپله رایې، خپل اختلاف یا خپل سوال ‘پښتون’ ته راولېږي. دا زمونږ ذمه واري ده چې د خپلې مفکورې او منشور رڼا کښې پۀ دغه رایې خپل خیال څرګند کړو، پۀ دغه اختلاف خپل موقف وړاندې کړو او د دغه سوال ځواب وکړو.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …