پۀ مونږ کښې د ډېرو خلقو دا خيال ؤ چې د هندوستان د ټولو نه لويه بدنصيبي دا ده چې هلته مختلفې ډلې او اقليتونه اباد دي چې هندوستان ئې ډېرو مسئلو سره مخامخ کړے دے. خو حقيقت دا دے چې دا مسئلې نورو هېوادونو ته هم رامخې ته شوې دي خو هغوي ئې حل را ويستے دے. روس پۀ دې سلسله کښې پۀ خصوصيت سره د يادولو وړ دے چرته چې مختلفو ژبو او مختلف کلتور لرونکي بې شمېره قومي اقليتونه دي. د دې اقليتونو پۀ باره کښې چې بالشويکو کومه لاره خپله کړې وه. د هغې لوستنه به زمونږ د پاره زړۀ راښکونکې او ګټوره وي.
د زار پۀ زمانه کښې پۀ روس کښې تقريباً يو سل څلوېښت قومونه اباد وو چې ژبه ئې روسۍ نه وه. شل لکهه قومونه داسې وو چې د هر قوم د وګړو شمېر لس لکهه ؤ، تاتاري ترک دوه کروړه، يو کرېنيان(Ukrainian) دوه نيم يا درې کروړه، پولستانيان اتيا لکهه، يهوديان اويا لکهه وو. د تناسب پۀ حساب سره د ټولې ابادۍ 57% خلقو لۀ روسي ژبه نۀ ورتله.
يو قوم د بل قوم سره جنګول د زار د وخت ډېره زړه پاليسي وه. کوم خلق چې به روسيان نۀ وو نو هغوي به ئې روسي کليسا پېروکارکول او د هغوي نه به ئې د روسيانو جوړولو کوشش کولو. کۀ اقليتي فرقو نه به څوک پروفېسرجوړېدل غوښتل نو اول به هغۀ خپل مسلک پرېښودو او روسي کليسا ته به داخل شو. اقليتي فرقو ته به پۀ مورنۍ ژبه کښې د تعليم ورکولو ډاډګېرنه نۀ کېده. ورسره به کله نا کله د هغې ژبو د ورکولو هم کوشش کېدو. پۀ 1831ز کښې د زار پۀ حکم سره د روس ټول پولستاني سکولونه بند کړے شول. صرف يهوديانو او مسلمانانو ته دا اجازت ؤ چې خپلې مذهبي مدرسې دې روانې وساتي او هم دا وجه وه چې د اقليتي فرقې بې کچه پسمانده پاتې شولې.
د اکتوبر 1917ز انقلاب پسې سمدستي پۀ سبا باندې سويت کانګرس اعلان وکړو چې :
1: د روس ټولو غړو ته يو شان مساوي حقونه حاصل دي او هم دا “اقتدار اعلٰي” دي.
د اقلیتونو ستونزه
Soveit Russia: Some Random Sketches and Impressions, Allahabad Jawaharlal Nehru Press, Dec 1928, Pg 121-130
2: ټولو رياستونو ته دا اختيار حاصل دے کۀ هغوي غواړي نو ځان لۀ دې د مرکز نه بېل رياست جوړ کړي.
3: جمله قومي نسلونه او مذهبي مراعتونه منسوخ کولے شي.
4: نسلي و قومي اقليتونو ته پۀ ازادۍ سره د ترقۍ موقعې حاصلې دي.
روس يونين د شپږو جمهوريتونو پۀ وفاق مشتمل دے چې پۀ هغې کښې بعضې جمهوريتونه پۀ خپل ځاے وفاقي دي چې پۀ هغې کښې شاملې ډېرې علاقې خودمختاره دي. دغه شان پۀ يو مخصوص علاقې کښې اوسېدونکي هر قابل لحاظ اقليت ته تر ډېره حده خود مختاري حاصله ده. هغه خپله ژبه او کلتور مخ پۀ وړاندې بوتلے شي. د مرکزي حکومت صرف دا پاليسي نۀ ده چې د دې جمهوريتونو او خودمختاره علاقو پۀ خپله طريقه پۀ ازادۍ سره د کارکولو اجازت ورکړي بلکې ورسره ورسره به هغه د دوي د وسائلو پۀ ترقۍ او د دوي کلتورمخ پۀ وړاندې بوتلوکښې دوي سره لاس کول د رياست فرض جوړېږي. پۀ علاقائي ژبو کښې تعليم ورکوونکي ښوونځي پرانستل شي او پۀ عوامي سرګرميو او کاروبار کښې د علاقائي ژبو د استعمالولو کوششونه کېږي او پۀ دې ژبو کښې ورځپاڼې هم شائع کېږي.
د اقليتي ډلو پۀ سياسي حقونو او کلتوري حقونو کښې فرق هم ساتلے شي. ترڅو چې د سياسي حقونو خبره ده نو هغه اقليتي او اکثريتي ډلو ته يو شان حاصل دي. دوي ته هېڅ قسمه څۀ خاص تحفظ يا څۀ خاص قسمه مراعتونه يا ځانګړې نمائندګي نۀ ملاوېږي او دا کېدے شي چې يو علاقه ټول پۀ ټوله خودمختاره وګرځولې شي خو پۀ ثقافتي معاملاتو کښې اقليتي ډلو ته پوره ازادي حاصل وي او د هغوي د کلتوري حقونو خاص تحفظ کېږي. د مرکزي حکومت دا خيال دے چې ترڅو د يونين پۀ کومو علاقو کښې هم د پسمانده ډلو وجود وي، تر هغه به ټول يونين مخ پۀ وړاندې کوشش نۀ کوي او ترقي به ولاړه وي . پۀ داسې طريقه ټولې ډلې يوې سطحې ته د راوړلو کوشش کولے شي.
پۀ 1926-1927ز کښې د يونين صرف يو جمهوريت “روسي سويت وفاقي سوشلسټ جمهوريت”(RSFSR) کښې د مختلفو ډلو مخصوص ابتدائي مدرسو تعداد ښکته داسې دے:
د ترک قوم 1197 سکولونه
اګروفنز 1810 سکولونه
مغربي کلتور لرونکي 1927 سکولونه
د منګول او منچوريائي نسل خلق 333 سکولونه
د شمالي قفقاز د پاره 788 سکولونه
د شمال د خلقو د پاره 36 سکولونه
درسي کتابونه پۀ مختلفو ژبو کښې جوړېږي او ابتدائي تعليم د يونين 62 مختلفو ژبو کښې ورکولے شي. پۀ دوه شپيتۀ ژبو کښې کتابونه او ورځپاڼې چاپ کېږي. پۀ 1927ز کښې د سويت يونين د قومي اقليتونو د ورځپاڼو شمېر دوه سوه يو ؤ او د دوي مجموعي اشاعت 928580 وو.
د انقلاب نه مخکښې د ډېرو قامونو موردوان (Mordvans)، کال مک (Kalmuck)، اوېرات (Oirats) او جنوبي سائبريا وغېره ژبې نۀ شوې ليکل کېدې . د سويت حکومت داسې شپاړسو ډلو لۀ رسم الخط جوړکړو او د ډېرو نورو د رسم الخط اصلاح ئې وکړه او هغه ئې اسانې کړې.
پۀ مشرقي جمهوريتونو کښې د دې خبرې کوشش وکړے شو چې پۀ مقامي سويتونو او نورو عوامي ادارو کښې دې مقامي ژبې رائج کړې شي او داسې سکولونه دې جوړ کړے شي چرته چې تعليم پۀ مقامي ژبو کښې ورکولے شي. پۀ تاتارستان کښې دا کوشش ډېر ګټور ښکاري .د تاتارستان پۀ کلي سوئيو کښې د تاتارۍ ژبې اختيارولو رفتار دا دے.1922ز 20، 1933ز 50، 1924ز 80، 1925ز 85.
د قصبو به “سويټونو” کښې هم د مقامي ژبو د ترقۍ رفتار داسې دے. پۀ تېرو دوه درې کالوکښې غېر روسي ژبو کښې اعلٰي تعليم ورکوونکو استاذانو ته خصوصي تربيت ورکولو د پاره ګامونه اخستے شي. هم د دې مقصد پېش نظر اعلٰي تعليم ورکوونکو ښوونځو کښې تېرکال پورې د لسا نياتو اتۀ ويشت شعبې قائمې کړې شوې دي. څو کاله پس به هم دا شعبې تربيت کړے شوي فارغ استاذان پۀ پابندۍ سره فراهم کوي.
ځوانانو ته د خپلو قومي ژبو او رسم و رواج وغېره تربيت ورکولو د پاره د تعليم پۀ شعبه کښې څۀ اسامۍ هم مخصوص کولې شي. پۀ تېرو څو کلونوکښې د هغې تعداد دا دے:
1933ز کښې 191
1924ز کښې 1034
1925ز کښې 1777
1926ز کښې 1283
پۀ دې کښې 236 تاتاري ترک وو.
پۀ بعضې مشرقي جمهوريتونو کښې ښځې هم پۀ تېزۍ سره ترقي کوي. پۀ ازبکستان کښې د انقلاب نه مخکښې ډېرې ښځې د پردې شا ته وې، کېدے شي چې څۀ ښځو له به پۀ کښې ليک لوست هم ورتلو او نيمو غلامانه ژوند تېرولو. اوس د وسطي اېشياء پۀ دې جمهوريت کښې د ښځو د پاره دوه سوه شپږ اويا تعليمي ادارې دي چې د طالباتو تعداد پۀ کښې ديارلس زره دوه سوه دے. تېرکال د قومي اقليتونو د ټولو ماشومانو د مجموعي تعداد شل فيصده برخه د ښځو رسېدلې وه چې د هغوي د تعليمي کارونو طرف ته عموماً او طب طرف ته خصوصاً مېلان ؤ.
د روس کومې خبرې باره کښې هم پۀ دې وخت کښې څۀ قطعې رايې قائمول خو ګران دي خو پۀ تېرو پينځۀ کالو کښې چې هلته کومه ترقي شوې ده. د هغې نه خو دا خبره قطعاً ظاهرېږي چې د اقليت مسئله هلته ډېره پۀ مزه حل کړې شوې ده. د دې دا مطلب هرګز نۀ دے چې هلته مکمل مساوات دے او د خرابۍ پۀ کښې نخښې نۀ دي پاتې. د روسي يونين وزيراعظم ريکوف تېرکال پۀ خپله وئيلي وو چې اګر چې ترقي تر ډېره حده شوې ده خو اوس هم ډېر څۀ کول پاتي دي. غلامي، جهالت او توهم پرستي لۀ وېخه ويستوکښې مونږ کامياب شوي نۀ يو. د يونين پۀ ټولو قوميتونو کښې خو هغوي مساوات قانوناً قائم کړي خو عملاً دا کار لا مکمل سر ته نۀ دے رسېدلے. مکمل مساوات خو به اقتصادي او ثقافتي فرق لرې کولو نه پس ملاوېږي. ښځې به هم هغه وخت پوره ازادې شي کله چې ورته معاشي ازادي ملاو شي.
ريکوف ټولو نيمګړو کارونو ته اشاره کړې خو هغه کاميابيانې چې تر دې وخته تر ګوتو شوې دي، دليل دے چې د اقليتونو مسئله معقول انداز سره د حل کولو کوشش وکړے شي نو ډېر پۀ اسانۍ اوسرعت سره حل کېدې شي.
انګرېزانو چې پۀ خپل يو نيم سل کاله عهد حکومت کښې د دې مسئلې د حل کولو کوم کوشش کړے ؤ، کۀ د هغې مقابله وشي د سويت يونين کوششونو سره نو نتيجه به ئې خوشګواره را ونۀ ځي چې انګرېزانو دا مسئله د سره حل کول نۀ غوښتل.