د ‘ژوندون’ څخه د 1944-45 څو پاڼې او د ساقي صاحب د زړۀ ‘بړاس’ – فضل الرحیم ساقي

:1944

26 اکتوبر: نن سرډهېرو ته لاړم – د میروس د جلوس مېلمانۀ د شېخو تپې تقسیم کړل. دېرش کسان پکښې ما کلي ته راوستل. 27 اکتوبر: نن هغه جلوس دے چې د میروس سره باچا خان سره د ملګرو د پېرنګیانو فوجونو وهلے ؤ، روان شو. جلوس نه پس مردان کښې جلسه وشوه. ما پکښې نظم ووې. 28 اکتوبر: نن مرکز عالیه سردریاب ته لاړم. د صوبې کارکنان جمع وو. د شپې اجلاس وشو. ما پکښې مختصر شان تقریر وکړو. 29 اکتوبر: نن زۀ او سالار اعظم د پېښور د کانګرس دفتر ته لاړو. اېم اېل اے ممبران جمع وو. فېصله ئې وکړه )چې( فارم الف هم ډکوو. نوے انتخاب هم کۀ ضرورت ؤ، کوو به. اختیار د سالار او جنګي کونسل دے. 31 اکتوبر: نن وردګې ته پولیس ما پسې راغلل، پوښتنه ئې وکړه خو زۀ پۀ لاس ورنۀ رغلم. 01 نومبر: پولیس نن د ورځې بیا راغلل خو بیا هم زۀ پۀ لاس ورنۀ رغلم. شپه مې شکر ډهنډ کښې وکړه. 05 نومبر: نن میر اباد ته وادۀ له لاړم. خبر شوم چې فقیر محمد راغلے دے. رځړو ته ورغلم، ومې لیدو. ماسټر کریم مو هم راوغوښتو. د شپې مو خبرې اترې وکړې. 08 نومبر: نن پاوکي ته لاړم. عبدالمجید ته مې ووې چې پۀ نهم نومبر شاهي باغ ته راشه، سالار صاحب به هم راځي چې مصلحت وکړو. 09 نومبر: نن فقیر محمد او عبدالمجید راغلل. شپې له شاهي باغ ته لاړو. سالار صاحب هم راغے. د جرګې نه پس شاد محمد مېږي سره دار الامان چې د باچا خان د مشر زوي عبدالغني خان کلے دے، لاړو. دغلته شپه شوه. 11 نومبر: نن غني خان د ټولو فوټوګان واخستل او خپل خپل کلي ته رخصت شو. 26 نومبر: نن د لوے اختر ورځ وه. ودان شاه بابو صاحب، اینځر ګل او شاد محمد راغلل. 05 دسمبر: نن د تیراه پۀ نیت روان شوم. پاوکي ته لاړم خو عبد المجید د یوې هفتې مهلت وغوښتو. 11 دسمبر: نن عبد المجید وردګې ته راغے. دوه ورځې دلته ؤ. تر دوه ویشتم دسمبر ئې مهلت وغوښتو. 16 دسمبر: نن افضل خان زخه خېل راغلو. عطا محمد هم ورسره ؤ. 21 دسمبر: نن زۀ او افضل خان د عطا محمد کلي ته لاړو. مازیګر راغلو نو معلومه شوه چې پولیس پۀ مونږ پسې پۀ ګڼ تعداد کښې راغلي وو، لارۍ ئې راوستې وې خو ښه دا وه چې مونږه نۀ وو. 22 دسمبر: نن رځړو ته لاړو. عطا محمد او فقیر محمد د سیند پول پورې ورسولو. شپې له ښار ته راغلو. نن عبدالمجید هم ښار ته راغے. بهاء الحق صاحب مو هم ولیدو. شپې له کوچیانو د سالار اعظم کلي ته لاړو، هغۀ سره مو شپه شوه. 25 دسمبر: نن باچا هم راسره ښار ته راغے. ډاکټر صاحب سره مو ولیدل.

27 دسمبر: نن د سید جمال الدین افغاني صاحب لاش د افغانستان حکومت د ترکو نه راوړو. د پېښور پۀ ټېشن کوز شو. د افغان ګورنمنټ لارۍ کښې مو کېښودو. دومره خلق ورله استقبال له راغلي وو چې د ښار نه تر ټېشنه پورې ټول سړک سړي سړي ؤ. د بالاحصار سره خلق بې قابو شو، پۀ لارۍ ورختل؛ لارۍ پکښې تلې نۀ شوه. خلقو خدائي خدمتګارو ته اپیل وکړو چې دا انتظام پۀ خپل لاس کښې واخلئ. خدائي خدمتګار اګرچې خلاف قانون وو خو مېدان ته ئې ور ودانګل، د لارۍ نه چاپېره شول او کنجي ئې واچوله – پس د هغې لارۍ روانه شوه. قصه خوانۍ کښې د افغان بلډنګ سره لارۍ ودرېده. ټول بازار کښې د پښې ایښودو ځاے نۀ ؤ. جنازه وشوه، بیا لارۍ دننه شوه او خلق خوارۀ شول. شپه مو پاوکي کښې وکړه.

28 دسمبر: نن زۀ او افضل خان او عبدالمجید سنګو ته راغلو. عبدالمجید مو واپس کلي ته رخصت کړو او زما او افضل خان د ګل فراز جرنېل سره شپه راغله. 29 دسمبر: نن زۀ او افضل خان روان شو. شپه مو باړوان ته ورسوله. ملګري مو دغلته وو.

:1945

01 جنوري: نن مې سالار اعظم ته او خپل کلي ته خطونه ولیکل.

02 جنوري: نن پۀ باړوان ډېره زوروره واوره وشوه. مونږه به پۀ رشپېلونو د خپلې کوټې نه غورځوله. دېرش کاله کښې پۀ دې ځاے واوره نۀ وه شوې. پخوا باندې پینځۀ فټه واوره شوې وه.

11 جنوري: نن زۀ او شمس الحق صاحب، سالار صاحب عطاء الله جان او مشال بېساکي ته د حکیم خان ځاے ته لاړو. د حکیم خان کلے د پېښور پۀ لویه لار کښې پروت اکثر د دغې لارې مسافر شوکوي. تیراوال هم شوکوي. خبر شو چې د کوهاټ د یو پښتون ښځه د شېخ محبوب علي مالي پټه کړه، هغه سړي شېخ ته ډېر سوالونه وکړل خو هغۀ ونۀ منل. د شپې چاړۀ پۀ لاس بنګلې ته ورغے د شېخ محبوب علي پۀ مرګ پسې خو هغه پۀ لاس ورنۀ رغے او مالي ئې مړ کړو. بیا تیراه ته راوتښتېدو. شېخ د افریدو اورکزو ماجب خوارۀ ورپسې کړل چې تیراه کښې ئې مړ کړي. تیراه کښې وګرځېدل خو د اسلامي سرشتې د وېرې پرې چا توکل ونۀ کړے شو. د حکیم خان کلي ته راغے؛ دۀ وتړۀ، پۀ بورۍ کښې ئې بند کړو او بله بورۍ کښې ئې ورسره تیږې کېښودې؛ پۀ قچر ئې بار کړو او د شپې ئې شېخانو له یوړو. شېخ محبوب علي ته ئې ووې چې ستا دښمن مې تا له تړلے راوستے دے. هغۀ ورته ووې چې زۀ به ئې څۀ کړم، بیا ئې یوسه او چې د رعیت د سرحد نه ئې واړوې، مړ ئې کړه او هلته ئې ښخ کړه. حکیم خان هم دغسې وکړل او د شېخ نه ئې انعام واخستو. دۀ سره مو شپه شوه. حکیم خان سره مو څلور شپې وکړې. د لار د وهلو نه ئې توبه ویسته او وعده ئې راسره وکړه چې د پېرنګیانو ماجب به نۀ اخلم.

16 جنوري: نن روان شو، شپې له خپل ځاے باړوان ته ورسېدو.

02 فروري: نن د مومندو نه زما دوست سېد جان ملک باړوان ته زما ملاقات د پاره راغے. 24 فروري: نن سېد جان ملک رخصت شو. یو خط مې د خپل زوي ریاض پۀ نامه ورکړو چې پینځۀ دړۍ ګوړه سېد جان له ورکړي. درې روپۍ خرچ مې ورکړو. 03 مارچ: نن فقیر محمد راغے او د ماسټر صاحب خط ئې هم ځان سره راوړو. فقیر محمد ځان سره د ریاض او عطا محمد خطونه هم راوړل.

10 مارچ: نن د مسلم لیګ وزارت مات شو.

16 مارچ: نن د عبدالمجید خط راغے چې ډاکټر خان صاحب وزیر اعظم شو. ډاکټر خان صاحب وزارت جوړ کړو. د عبدالمجید او سالار اعظم خطونه راغلل چې فخرِ افغان خان عبدالغفار خان به پۀ اوولسم مارچ د پېښور پۀ سټېشن کوز شي. امیر محمد خان او اسلم خان کوهاټ رها شوي دي. پۀ دې زېري ناڅاپي اختر شو. ټول باړوان کښې مبارکۍ شوې. جرنېل عطاء الله جان د بمونو ډزونه وکړل چې زمکه ئې وخوځوله.

20 مارچ: نن د جناب فخرِ افغان لۀ طرفه حکمنامه راغله چې تاسو ټول ملګري د پینځویشتم مارچ پورې مرکز عالیه سردریاب ته حاضر شئ. زما ستاسو ملاقات ته مینه ده. نن سحر شمس الحق صاحب هم راسره شو، پۀ شنۀ کمر سري ډهنډ باړې ګړهۍ ماښام پېښور ته ورسېدو. فولاد سره زما او د فقیر محمد شپه شوه. سالار صاحب دوي د عبد الحنان سپرډنټ لېډي ریډنګ هسپتال کښې شپه شوه. 25 مارچ: نن مې عبدالحق صاحب هم دلته وموندو. ټول روان شو. دولس بجې مرکز ته ورسېدو. د جناب فخرِ افغان خان عبدالغفار خان صاحب پۀ ملاقات مشرّف شو. مرکز کښې مو شپه شوه. 26 مارچ: نن روان شو. غرمه مو د فقیر محمد ځاے رځړو کښې تېره کړه. فقیر محمد دوي کره صرف یوه روپۍ وه چې زمونږه مېلمستیا ئې پرې وکړه. زمونږ د ټولو ملګرو د کورونو حال د دې نه مختلف نۀ ؤ. مازیګر فخرِ افغان صاحب راغے. رځړو کښې ورته ډېرې دروازې جوړې شوې وې. جهانزېب پکښې نظمونه اورول. اتمانزو کښې هم ډېرې دروازې جوړې شوې وې. ډېر عالمونه استقبال ته ولاړ وو. بمونه به ئې خلاصول. دغسې ترمزو کښې هم. مازیګر د عمرزو کېمپ ته ورسېدو. دغلته شپه وه.

27 مارچ: نن کېمپ کښې وو. عبدالمالک استاذ دوي هم دوه بجې راورسېدل. ناظم صاحب سرفراز خان ورسره کېمپ ته لۀ باجوړ نه راورسېدو. محمد اسرار خان هم ورسره ؤ. دلته شپه شوه. 28 مارچ: نن مشاعره وشوه. بیا فخرِ افغان صاحب تقریر وکړو. ماسپښین ورته ما د قبائلي وروڼو لۀ طرف سپاسنامه پېش کړه. هغې نه پس ئې بیا تقریر وکړو. د عبدالاکبر خان د سپینې وړۍ ډرامه ‘جونګړه’ هم سټېج شوه. دغلته شپه شوه.

29 مارچ: نن کلي ته راورسېدم. ډېر شکر دے الحمد لله چې د تیراه دوره پۀ خېر سره سر ته ورسېده. د تیراه علاقه تقریباً سل سل میله اوږده ساره لري. شمال ته ئې خېبر دے، جنوب ته ئې هنګو دے، مشرق ته ئې پېښور او مغرب ته ئې کرمه دره ده. خلق ټول لکه د نورو قبائلو ډېر مهمان نواز دي. کۀ ټول عمر پکښې سړے ګرځي نو لوږه به ونۀ ویني. خداے پاک د دوي ملک پۀ اوبو ښۀ موړ کړے دے. د باړې او اورکزو توے پکښې بهېږي. مسیزو کښې هم یو توے دے او څوکنو کښې هم. د افریدو اتۀ قومونه دي او اورکزي اتلس قامه دي خو مشران او زورور پرې افریدي دي. افریدو کښې ملک دین خېل مشر او د جرګې قام دے. پۀ سیاست کښې دوي د ټول پښتون نه وړاندې دي. د پېښور یو لوے وکیل به د تیراه یو امي سړے پړ نۀ کړي. کابل سره ئې ‘د مورګې غر’ پوله ده. دا دومره لوے او ځنګلي غر دے چې چا ئې سر نۀ دے موندلے. د باړې توے هم د دې نه راوتے دے. انګرېزان هم څو ځله د پوځونو پۀ زور تر مېدان پورې تلي دي خو د شبخون لۀ وېرې بیا واپس راغلي دي. زمونږ سره ئې ډېر پۀ مینه تړون وکړو. باچا خان چې پۀ مۍ 1945 کښې د پېښور کېمپ ته جرګه راوغوښته نو شپېتۀ کسه مشران د لویو قومونو نمائندګان راغلل. کېمپ کښې دېره وو. باچا خان سره ئې جرګې وکړې. عطاء الله جان صاحبزاده خو پۀ سره وردۍ کښې راغلے ؤ خو افسوس دے چې قومي وزارت جوړ شو نو د دوي هېڅ دلجوئي ونۀ شوه او هغه انګرېزي ملکان به راتلل د وزیرانو خوشامندې به ئې کولې او خپل مطلبونه به ئې پرې کول. یوه ورځ وزیر صاحب پۀ خپل چمن کښې ناست ؤ او دغه ملکانو چې خدائي خدمتګار ئې پۀ تیراه کښې پۀ بمونو ویشتل، خپلو ځایونو ته ئې نۀ پرېښودل، ترې چاپېره وو. چا پرې څادرونه سیورے کړي وو، چا ورته څادرونه غوړولي وو او دۀ یو یو له د سلو سلو منو جوارو پرمټونه ورکول او زمونږه ملګري هلته د لوږې مړۀ کېدل. ما سالار امین جان د لاسه ونیوۀ او ورته مې ووې چې دا به ښه نۀ وه چې دې وزیر صاحب ورته وئیلي وے چې دا درخواستونه پۀ هغه خدائي خدمتګارانو تصدیق کړئ چې مونږه تیراه ته درلېږلي وو او هلته ئې دوه نیم کاله تېر کړي دي؟ ما ته خپلو صاحبزادګانو ووې چې مونږه له بوره )چیني( د وزارت نه منظور کړه، مونږه به ئې پۀ خپلو پېسو اخلو. ما باچا خان ته ووئیل. هغوي د وزیرانو پۀ نوم خط هم راکړو خو وزیرانو دا خبره منظور نۀ کړه. ما له ئې ځواب هم ډېر عجیبه راکړو چې دوي هلته دوکان کړے دے. ما ورته وې، نه! د دوي پۀ لنګر کښې زما او ستا پۀ شان سوونه خلق دوه وخته چاے څښکي. هغۀ ښۀ پېژندل. او کۀ نۀ ئې پېژندل خو د باچا خان خط خو ئې پېژندو کنه!!! خو دا د وزارت نشه وه چې پۀ دۀ ئې سترګې پټې کړې وې.

څۀ مې وې او کوم خوا لاړم – ځه یره! دا هم پۀ زړۀ یو بړاس ؤ چې ووتو.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …