ډاکټر خورشید عالم زمونږ داسې مشر دے چې پاکستان کښې دننه د پښتون سیاست پۀ یوه ډېره کړمنه کږلېچنه موده یعني اویامه لسیزه کښې ئې فعال او سرګرم سیاسي کردار ادا کړے دے. هغه وائي، “زۀ ضعیف یم – اوس یوه خولۀ لرم او څۀ نیمګړي نیمه خوا یادونه” – د بنو د قرارداد پۀ ویاړ د هغوي دې لیکنه کښې یو پښتون سوخت ځان ښکاره کوي. مونږ د هغوي لۀ خوا د پښتونخوا نامې سره د ‘سیمئیز احساس’ تړون سره اختلاف کولے شو – د ‘بد تر متبادل’ معنې سره هم اختلاف کېدے شي – ‘کۀ پاکستان نۀ وي’ اندېښنې ته ئې هم بې ځایه یا بې وخته وئیلې شو – خو دا اندېښنه ئې پۀ ځاے ده چې کۀ سیاسي فېصلې ‘متشدده قوت’ ته پۀ لاس ورشي نو بیا به څۀ وي؟ او دا اندېښنه ملي مشر اسفندیار ولي خان هم څرګنده کړې وه. ‘د قامي اساس نۀ بدلېدو’ نکتې سره ئې کله هم اختلاف نۀ شي کېدے –
د هغوي د دې لیکنې هیپاتیسز د معروضي حالاتو پۀ رڼا کښې دي. د درېم جون پلان نه زېږېدلي د ‘پښتونستان’ تصور نه تر نن ورځ پورې پاکستان ته دا توفیق نۀ دے حاصل شوے چې د پښتنو مسئلو ته پام وکړي. د باچا خان ‘پاکستان کښې دننه پۀ “بندوبستي”، “قبائلي” او جنوبي پښتنو سیمو د مشتمل پښتونستان” مطالبې ته ځواب کښې منتخب حکومت مات کړے شو او د بابړې خونړۍ پېښه مخې ته راغله. د باچا خان نظریه او د ولي خان سیاست د کافرۍ او غدارۍ پۀ کاڼو وویشتلے شو. ‘فاټا’ د ‘سنتِ فرنګ’ پۀ اقتداء کښې د مرجر پس هم ‘نان کنډکټیو’ ساتلې کېږي. د ولي خان د درې اویایم ائین او د اسفندیار خان د اتلسم ائیني ترمیم راوړو کښې جمهوري کردار هم نظر انداز کړے شو.
دې تناظر کښې د ښاغلي مشر ډاکټر خورشید عالم سوخت د سندهو دېش سوخت هم دے، د سرائیکي وسیب سوخت هم دے، د بلوچستان سوخت هم دے او پۀ جمهوري، سماجي او صنفي مساوات د باور لرونکو او د دې مساوات د مطالبه کوونکو سوخت هم دے.
خو دغه صورت کښې به ‘پښتونستان’ یو پولیټیکل سټنټ نه زیات حېثیت ونۀ لري او تاریخ ګواه دے چې دغه نامه چالاک او سفاک ریاست د پښتون لیډرشپ وهلو او د هغوي بدنامولو د پاره هم د یو ‘سټنټ’ پۀ حېث کارولې ده – اوس چې څۀ هم کول دي، د ‘خېبر پښتونخوا’ تاریخي شناخت سره کول دي. دا شناخت د دوه شپېتۀ کلنې سیاسي پارلېماني مبارزې نه پس ګټل شوے دے. ‘خېبر پښتونخوا’ تشه د یوې مخصوصې جغرافیې نامه نۀ ده بلکې دغه جغرافیه کښې د مېشته یو تاریخي قام، د دغه قام د سیاسي دعوېدارۍ، د هغوي پۀ خپله خاوره د حکمرانۍ د مطالبې او د هغوي پۀ فېصلو کښې د شراکت وسیله ده. پاکستان کښې د “پښتونستان” مطالبې نه د “خېبر پښتونخوا” د فېصلې پورې د سیاسي ارتقاء دوه اویا کلن تاریخ زمونږ مخې ته پروت دے. دې موده کښې پاکستان نۀ خو پۀ پښتنو پور لري او نۀ د هغوي پۀ لمنو تور – پاتې شول جغرافیائي بدلونونه – پاکستان ته پۀ څوارلسم اګست 1947 سپارلې جغرافیه بدله ده، ون یونټ سره بدله شوې وه، د ون یونټ پۀ ماتېدو بدله شوې وه، د فاټا ادغام سره هم بدله شوه – یقیناً چې مخکښې به هم بدلېږي – د دې وخت سره به د وخت مطابق سیاست کوو – یعني نېشنلے سیاست، د سور بېرغ سیاست.
د پښتونستان لفظ د 65 د لسیزې نه یو متنازعه لفظ ګرځولے شوے دے؛ خاص کر د قام پرستو پۀ حلقه کښې – کله چې دوي د پاکستان پۀ فرېم کښې د پښتون د سیاسي وحدت خبره کوي نو د دې لفظ د استعمال نه ځان لرې ساتي چې زۀ ئې پۀ خپل خیال صحیح نۀ ګڼمه.
د ‘پښتونستان’ لفظ زمونږ د مشرانو او د هغه وخت د تقاضو او سیاست پېداوار ؤ. نۀ د بنو قرارداد مونږ د خپل مزاحمتي تاریخ نه ویستے شو او نۀ د امیر محمد خان کاکاجي مدلل او تاریخي تقریر نظر انداز کولے شو – نۀ د دې لفظ د پاره د خدائي خدمتګارو قربانۍ د هېرېدو دي – نۀ پۀ کابل کښې ‘پښتونستان چوک’ مونږ نړولے شو – نۀ د عبدالرحمان پژواک کتاب مونږ د خپلو ذهنونو او لائبرېریو نه ورک کولے شو – نۀ مونږ د باچا خان الفاظ د پاکستان د قانون سازې اسمبلۍ نه حذف کولے شو چې کله ترې لیاقت علي خان تپوس وکړو چې دا پټهانستان پکښې لا څۀ دے نو بغېر د څۀ ندامت باچا خان ځواب ورکړو، “پټهانستان نۀ پښتونستان – دا چې څۀ رنګ پنجاب، سندهـ او بلوچستان دے”.
د ‘بر’ او ‘جنوبي’ پښتون زمکه کښې پښتانۀ اوس هم دا لفظ د معمول پۀ توګه استعمالوي. دا لفظ پۀ ځان کښې د قامي وحدت او Homogeneity )یو والي( خوشبویانې لري. د سړي پۀ زړۀ لکه د پهې لګي. زۀ نۀ پوهېږم چې مونږ ورله ولې پۀ درې کاڼو طلاق ورکړے دے؟
پۀ اوسنو حالاتو کښې هم دا پۀ خپل ځان د قامي احساس پراخه او ټولنیز اضافو اظهار دے. پۀ امریکا کښې د لیکلي او شائع شوي کتاب “The greater Pakhtunistan of Taliban” نه هم دا معلومېږي چې د سیاسي تړونونو نه بالاتر دا د پښتون احساس غمازي پۀ ښه توګه کولې شي. پښتونستان کۀ هغه وخت کښې بامعني او احساساتي ؤ نو اوس هم خپل دغه مقام لري.
د پېرنګ پۀ کالونۍ کښې خو برما، سري لنکا، مالدیپ، بهوټان او نیپال هم شامل وو – خو زمونږ پۀ مخالفت کښې ورسره انډین نېشنل کانګرس هم شامل شو او مونږ لېوګانو ته واچولے شو. د محدودې استصواب رایې د بطن نه د ‘پښتونستان’ لفظ زېږېدلے دے. مونږ سره دا نۀ ښائي چې د خپل تاریخ نه دې فرار وکړو. پۀ تېښته کښې به اول زمونږ تاریخ ژوبل کېږي. د پښتونخوا لفظ لمن دومره پراخه نۀ دے کومه پراختیا چې د پښتونستان لفظ لري – پښتونخوا یو سیمئیز احساس ورکوي.
ګو کۀ زمونږ هر څومره کوشش دے چې پاکستان دې یو فیډرالي جمهوري فلاحي او مترقي ملک پاتې شي؛ دا زمونږ ارزو کېدې شي خو مونږ د دې د عملي کولو توان نۀ لرو. د فیډرالي او وحداني، د ‘نشت’ او د ‘شته’ قوتونه خپلې اېجنډې لري – کۀ هغو ته خپله فائده پۀ خالصتان کښې ښکاره شوه نو د هغو پۀ ایمان بدلېدو کښې څۀ وخت نۀ لګي. نن سبا ټولې اشارې او عملونه د وحدانیت طرف ته دي. دغه مقتدر قوتونه یو ذهني ساخت لري، چې کوم شي کښې ورته فائده نۀ وي نو ځان ترې خلاصوي. خالصتان د پاکستان پۀ مقابله کښې ډېره سود منه او زړۀ راکښونکې نظریه وه – د پاکستان ژوند او مرګ هم د دغه قوتونو لاس کښې دے. 1972 څوک نۀ شي هېرولے – دوي به پۀ ډېر فخر وئیل چې د بنګالیانو مثال د ماشو ؤ، مونږ پرې ‘سپرے’ (spray) کوو. دولتانه غوندې ډېموکرېټ هم وئیل چې د دي پيټي پنډوکي نه ځان خلاصول بهتر دي.
د وړو یونټونو د پنجاب سره ساتل د متبادل نشتوالے دے. کۀ متبادل مضبوط او د جوړېدو شي نو د دې مصیبتونو د پنډوکو نه به ځان هغوي خلاصوي. دلته ‘حبِ علي’ نۀ دے کارفرما – د وخت انتظار دے.
مونږ د هاتي پۀ غوږ کښې اودۀ یو. مونږ ‘بد تر متبادل’ یو – زیات نه زیات به دا ووایو چې زمونږ زمکه ورته پکار ده خو مونږ نۀ.
مونږ کۀ هر څومره فکر مند یو چې پاکستان کښې زمونږ څۀ مستقبل دے؟ زما پۀ خیال د دې نه غټه د تشویش خبره دا ده چې پاکستان نۀ وي نو مونږ به څۀ یو؟
کۀ څومره هم پۀ پاکستان کښې د قامي سوال حل کۀ ناممکنه نۀ دے نو مشکل ترین دے؛ دومره دا خبره سنګینه ده چې کۀ مونږ تروټه شو او ورغوځولے شو نو مونږ به څۀ کوو؟ چې دې مقام ته د راتلو نه مخکښې مونږ ته د پښتونستان اٰپشن غورځول نۀ دي پکار. دا اوس هم خپل ضرورت او اهمیت لري. پۀ دې هم سوچ پکار دے چې کۀ دغه فکر د یو لرګین متشدده قوت پۀ لاس ورشي ، مونږ به څۀ کوو چې احتمال ئې شته او اقرار به ئې کوي.
لارې او د مواقعو کهړکۍ هر سیاست او د روان تاریخ پۀ دوران کښې داسې بندول نۀ دي پکار – مونږ نۀ، خو کۀ څوک مو تروټه کړي او ومو غورځوي نو زمونږ به څۀ ځاے وي؟ زمونږ مرګ او ژوند خپل لاس کښې نۀ دے؟ مونږ داسې قام یو چې د سبا سترګه مو صرف ړنده نۀ ده، د بل چا پۀ لاس کښې ده. مونږ خپل کور کښې پۀ کرایه اوسو، مونږ تړلي چرګان یو خو د دې هر څۀ باوجود پۀ مونږ ئې داسې قسمه د مذهب بنګ څښکولي دي چې د هېڅ نه نۀ یو خبر – د چا خبره ګل خانان یو – پرائے شادي مین عبدالله دیوانه – بس پۀ ګډا سر یو. د یو بل قتل خو معمول دے خو د بل د پاره سر ماتول هم غېرت ګڼو، ځکه خو د پښتو ټپه ده:
مورې پښتون له مې ورنۀ کړې
جنګ به د بل وي سر به دۀ مات کړے وینه
مونږ پۀ دې ذهني کېفیت کښې پنجاب ته قابل قبول یو خو د خپل ذاتي احساس سره مونږ بیا غداران یو – ‘دا ظالم مې هم وهي هم مې ژړا ته نۀ پرېږدي’ – مونږ بیا هم اولنۍ دسته یو – پۀ جر مست یو – پۀ دې هم سوچ نۀ کوو چې مونږ نۀ، “خو” کۀ هغه مو نۀ غواړي نو لار به مو څۀ وي؟
پۀ دې لمحه مونږ ته د “پښتونستان” د افادیت پېژندګلنه پکار ده. هغه دا همه ګیر احساس راکوي او دا احساس پۀ لر او بر دواړو کښې ضرورت دے چې د تېښتې لار خو مومي، پۀ ورکه پسې نۀ ځو. څۀ مزل چې راباندې راشي نو چې منزل ئې خو وي – دا بې منزله مزل به تر څو کوو؟
حالات به بدل شوي وي – تقاضې به بدلې وي خو قامي اساس نۀ بدلېږي – پښتونستان مخکښې مطالبه وه، اوس ضرورت دے. د لر بر، د شمال او جنوب د وحدت – داسې ضرورت چې ابهام نۀ لري – داسې منزل چې وریځ کښې پټ نۀ دے – پۀ مزل کښې د مذهب او ترقي پسندۍ سپیډ برېکرز هم نۀ لري – عام فهم لفظ او روڼ منزل.
کۀ مو لرې کوي او کۀ پۀ خپله ځو – خو لار او منزل نېغه پکار ده.