د پښتون سټوډنټس فیډرېشن ډائري ]د پېښور پوهنتون تنظیم سازي[ – سلېمان ایسپزے

@SulaimanUsafzay

د پي اېس اېف پېښور پوهنتون د تنظيم ارګنائزنګ عمل پۀ يو مياشت کښې سر ته ورسېدو. دې دوران کښې پۀ پېښور پوهنتون کښې پۀ مختلفو ځايونو کښې د ممبر سازۍ کېمپونه ولګېدل چې پکښې د يو زر نه زياته ممبر سازي وشوه.

د ممبر سازۍ عمل پوره کېدو نه وروسته د تنظيمي عهدو د پاره درخواستونه وغوښتلے شول او د کابینې جوړښت د پاره نېټه اعلان شوه. د مۍ مياشتې پۀ دوېمه نېټه د پښتون سټوډنټس فيډرېشن پېښور پوهنتون مجلس عاملې انتخابي غونډه د ارګنائزنګ کمېټۍ د چئيرمين طارق پښتونيار پۀ صدارت کښې راوبللې شوه چې پکښې صوبائي صدر وسيم خټک او جنرل سېکرټري عثمان شاه سره سره د مرکزي ارګنائزنګ کمېټۍ ستر سيکتر عمران مومند هم شرکت وکړو. د پېښور پوهنتون پي اېس اېف خپل د اتفاق او ورورولۍ روايات برقرار وساتل او ټول تنظيم متفقه طور خوښ کړے شو. د صدارت پۀ څوکۍ د جمشېد وزير انتخاب وشو او ستر سېکتر د پاره د حسنېن خان نوم غوره کړے شو. د کابیني پۀ نورو ممبرانو کښې سينئیر نائب صدارت د پاره عثمان خان، نائب صدارت د پاره نثار خان موسيٰ خېل، نائب صدر اول باندې نعیم الله، نائب صدر دوېم عاقب شینواري، نائب صدر درېم اکبر خان میاخېل، ډپټي ستر سېکتر شباب حسېن، اېډيشنل سېکتر نجم الدین، جائنټ سېکتر حنیف خان، جائنټ سېکتر دوېم ذیشان خلیل وټاکل شول. د اطلاعاتو پۀ څوکۍ بابر خورشید او فنانس سېکتر د پاره د زاهد خان افريدي انتخاب وشو. پۀ تنظيم کښې د هلکانو سره سم د کلتور پۀ څوکۍ د نائله شمال انتخاب وشو۔ د نائله شمال پۀ دې اهمه عهده انتخاب د دې خبرې عکاسي کوي چې پۀ دې تنظيم کښې نرانو او ښځو ته يو شان اهميت ورکړے کېږي او پۀ نمائندګۍ کښې د ښځې او نر هېڅ قسمه امتياز نۀ شي ساتلے. پۀ دې موقع د پي اېس ايف صوبائي صدر وسيم خټک نوې منتخب شوې کابينې ته ومبارکي ورکړه او وې وئيل چې پي اېس اېف واحد د محصلينو تنظيم دے چې لکه د نورو تنظيمونو پۀ شان فېصلې مسلط کوي نۀ بلکې تر ذيلي تنظيمونو د عهدېدارانو ټاکنه د جمهوري رواياتو او طور طريقو مطابق کېږي. صوبائي ستر سېکتر عثمان شاه او طارق پښتونيار د نوو منتخب شوو ممبرانو نه دا طمع ولرله چې د پښتون سټوډنټس فېډرېشن نور فعاليت د پاره به د زړۀ د خلاصه هڅې کوي او د محصلينو د حقوقو د پاره به پۀ هر ميدان نۀ ستړې کېدونکې مبارزه کوي.

هم د تنظيم سازۍ د ورځې نه پي اېس اېف خپلې سرګرمۍ پېل کړې او هم پۀ دغه ورځ ئې د ګورنر خلاف پۀ پوهنتون کښې دننه دهرنا ورکړه کومه چې دوه شواروزه جاري وساتلې شوه. دې دهرنې خپل حق غوښتونکي محصلينو باندي د پولېسو لۀ خوا د تشدد او پۀ هغې د حکومتي پارټۍ سترګې پټولو خلاف خپل احتجاج رېکارډ کړو او فيسونو کښې د اضافې سره سره ئې پۀ پوهنتون او هاسټلو کښې ګنړ شمېر مسئلې رابرڅېره کړي. د دې دهرنې د وجې ګورنر کانوکېشن کښې ګډون ونۀ کړو خو ولې د محصلينو مسئلو اورېدو او د هغې حل کولو ته ئې هم غاړه کېنښوده.

دې نوې کابینې پۀ لسمه نېټه د محصلينو د پاره د سټډي سرکل او افطار پارټۍ تابیا هم وکړه چې پکښې د تنظيم نه علاه هم ډېرو محصلينو ګډون وکړو. پۀ سټډې سرکل کښې پۀ “سټوډنټس پالېټکس” سېرحاصل بحث وشو او د دې پۀ مختلفو اړخونو رڼا واچولې شوه. پۀ اخره کښې د دې غونډې دروند مېلمه او د باچا خان ټرسټ ايجوکېشن فاؤنډېشن مېنېجنګ ډائرېکټر ډاکټر خادم حسېن د بحث خلاصه بيان کړه او د موضوع مناسبت سره ئې ګټورې خبرې وکړي.

پۀ شپاړسمه مۍ پۀ خېبر ټيچنګ هسپتال کښې د پاکستان تحريک انصاف د صحت صوبائي وزير هشام اپريدي پۀ ډاکټرانو د تشدد خلاف هم پي اېس اېف خپل احتجاج رېکارډ کړو او ډاکټرانو سره ئې د يو والي اظهار وکړو او پۀ يويشتمه نېټه پۀ اسلام اباد کښې د لس کلنې فرشته مهمند سره د جنسي زياتي او وژنې او رياستي مجرمانه غفلت خلاف هم پي اېس اېف خپل اواز اوچت کړو او پۀ شېرپاو چوک ئې کښې سپین جومات سره پۀ روډ دهرنا ورکړه.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …