د عوامي نېشنل پارټۍ حالیه انټرا پارټي الېکشن – شمس بونېرے

عوامي نېشنل پارټۍ د راتلونکو څلورو کلونو د پاره پۀ پارټۍ کښې د صوبو او مرکز د پاره انتخابات سر ته ورسول. د اپرېل 2019 پۀ میاشت کښې پۀ پینځۀ اکایانو/ صوبو کښې د الېکشن د تکمیل نه پس پۀ دوېمه مۍ 2019 مرکزي انتخابات سر ته ورسېدل. عوامي نېشنل پارټي خپل تاریخ او مرحلې لري. د دې پارټۍ پۀ شا د باچا خان تاریخ او مبارزه پرته ده.

باچا خان اصلاحي او علمي هلې ځلې پۀ 1910 کښې د غېر سیاسي تحریک پۀ شکل کښې شروع کړې. پۀ 1911 کښې مدرسه او بله 1915 کښې جوړه او علمي بحثونه خوارۀ شو. پېېرنګي د دې مدرسو خلاف ؤ. 1921 کښې باچا خان د خدائي خدمتګار تحریک پۀ نوم سیاسي عمل او ناستې پاستې جلسې او تقریرونه شروع شول. 1928 کښې باچا خان د ‘پښتون’ پۀ نوم رساله شائع کړه چې تر اوسه چلېږي.

د هندوستان نه د پېرنګي پۀ ویستلو کښې د باچا خان او د هغۀ د خدائي خدمتګار تحریک مبارزه او قربانۍ د تاریخ برخه ده. پېرنګے د هندوستان د مختلفو قامونو او ګوندونو لۀ خوا د شوې سیاسي مبارزې نه پس د هندوستان نه لاړو او د مذهب پۀ نوم پاکستان جوړ او پۀ 1947 کښې اعلان شو. پۀ باچا خان او قام پرستو مشرانو د جېلونو سزاګانې او د صوبې حکومت برطرف او سیاسي قتلونه وشو. د پاکستان بیوروکرېسي سازشونه او ظلمونه روان وو نو د دغې حالاتو پۀ رڼا کښې مترقي قوتونو او قام پرستو پۀ 1957 کښې د نېشنل عوامي پارټۍ د جوړولو اعلان وکړو. د ګوند مشر عبدالحمید بهاشاني صاحب وټاکلے شو او سېکتر ئې محمود الحق عثماني صاحب شو.

پۀ 1958 کښې ایوب خان مارشل لاء ولګوله. دې وخت کښې سکندر مرزا صدر ؤ چې پۀ 1947 کښې د هزارې ډپټي کمشنر او رېفرنډم کښې ئې ښه ښکاره دهاندلي کړې وه. ایوب خان لندن ته ولېږلو. پۀ پارټیو ئې د ‘اېبډو’ پۀ نامه پابندۍ ولګولې او دلته ئې د خپلې خوښې حکومت او وزارتونه ورکړل. خو د بېروني دباو او اندروني مزاحمت پۀ سبب پۀ 1962 کښې د بلدیاتي انتخاباتو پۀ نوم د الېکشن اعلان وکړو او پۀ خپله د صدارتي امیدوار پۀ نوم مېدان ته راغے خو د دۀ پۀ مقابله کښې فاطمه جناح هم امیدواره شوه او د دۀ پۀ مقابله کښې سیاسي مېدان تود شو.

د پاکستان بیوروکرېسۍ د بنګال نه ډهاکه کراچۍ ته د دار الخلافې پۀ شکل اعلان کړه. باچا خان، ولي خان او قام پرستو ملګرو سره ناروا سلوکونه شوي وو. فاطمه جناح د خپل استازي پۀ شکل کښې ولي خان ته خواست کړے ؤ چې زما ملګرتیا وکړه. ولي خان جمهوري سړے ؤ، هغۀ د فاطمه جناح دغه پېغام د پارټۍ مشرانو ته کېښودو. بهاشاني صاحب د پارټۍ صدر ؤ او د فاطمه جناح د حمایت متفقه فېصله وشوه. دا د ولي خان لوے سیاسي ذهانت او جمهوري فکر او فېصله وه چې د تائید او قدر وړ وه. د انتخاباتو نه پس پۀ بهاشاني صاحب ځینې الزامات ولګېدل. پارټۍ د تحقیق د پاره کمېټي جوړه کړه. تحقیقاتي کمېټۍ د بهاشاني صاحب پۀ ضد رپورټ پارټۍ ته کېښودو او پارټۍ بهاشاني صاحب د ګوند نه وویستو. پارټي دوه شوه او بهاشاني صاحب ځان له خپل ګوند جوړ کړو، ولې د دۀ د مرګ نه پس د دۀ ملګري خوارۀ وارۀ شو او د دۀ د پارټۍ وجود پاتې نۀ شو – خو ولي خان چې پارټۍ صدر کړے ؤ، دغه ګوند تر اوسه فعال او متحرک سیاسي مېدان کښې وجود لري.

عوامي نېشنل پارټي د تاریخي جمهوري عمل نه علاوه پۀ ګوند کښې دننه هم سیاسي تاریخ لري. د بهاشاني سره د بېلتون پس د پارټۍ پۀ صدارت د دوو مشرانو د ‘لابي’ جنګ شروع شو. محمود الحق او محمود علي قصوري صاحب دواړه امیدواران وو. پۀ 1968 د پېښور پۀ رائل هوټل کښې د مرکزي کونسل پۀ متفقه طور ولي خان صدر او عثماني صاحب جنرل سېکرټري شو او قصوري صاحب د جمهوریت پسند فکر پۀ سبب د پارټۍ فېصله تسلیم کړه او پارټۍ کښې پاتې شو. دا عمل پۀ تېرو انتخاباتو کښې د افراسیاب خټک او لطیف لالا د جنرل سېکرټري د پاره پېښ شو. پارټۍ کمېټي جوړه کړه، دواړه کښېناستل او میا افتخار حسېن د پارټۍ مرکزي جنرل سېکرټري شو. افراسیاب خټک او لطیف لالا دواړه پۀ پارټۍ کښې پاتې شو. پۀ دغه تېر انتخاباتو کښې د جائنټ سېکرټري د پاره د سردار حسېن بابک او صدر الدین مروت نومونه راغلل؛ انتخابات وشو، سردار بابک وګټله او فېصله صدر الدین مروت ومنله.

د پارټۍ د ائین مطابق خان عبدالولي خان نور صدر نۀ شو پاتې کېدے نو پۀ نشترهال کښې د مرکزي کونسل پۀ اجلاس 1994 کښې عبدالولي خان د اجمل خټک نوم د صدارت د پاره تجویز او ټولو ممبرانو تائید کړو. دا د جمهوري عمل یو ښۀ مثال دے چې ویاړ پرې کېدے شي.

عوامي نېشنل پارټۍ د باچا خان نه واخله تر اسفندیار ولي خان پورې د خپلې خانۍ پۀ ځاے د خپلې پارټۍ پټکے اوچت ساتلے دے. ولي خان جمهوریت پسند او قام پرست لیډر ؤ. پۀ قامي حقونو ئې نۀ سودا بازي کړې او کۀ چا ورته پۀ غېر جمهوري حکومت کښې د شرکت پېشکش کړے نو منلے ئې نۀ دے. جېل ته تلے خو حکومت ته نۀ دے تلے. د یونټ پۀ ضد ئې مبارزه کړې، د بنګال د حقونو د پاره ئې سیاسي جنګونه کړي، ورته ئې د حکومت د حواله کولو د پاره یحيٰ خان سره خبرې کړي، د شملې د معاهدې تائید ئې کړے، د جمهوریت د پاره ئې د 1973 پۀ ائین دستخط کړے – ولې بیا هم نن د پاکستان پۀ خاوره او پنجاب پۀ خولۀ ورته غدار، د هندوانو ملګرے او د پاکستان دښمن وئیلے شي.

پېرنګي پښتانۀ دوه ځایه کړي وو، پاکستان درې ځایه کړل. فاټا پنجاب قبضه کړه، ژبه ئې نصابي دفتري نۀ کړه. کۀ ارواښاد عبدالولي خان پۀ ائین د دستخط نه انکار کولو نو اسمبلۍ به ماتې او مارشل لاء به کلکه مضبوطه د پاکستان جامه وه، ولې ولي خان د عقل او دور اندېشۍ نه کار واخستو.

پارټۍ کښې د جمهوریت پسندۍ یو بل مثال درکوم. چې بهټو صاحب مشران جېل کړل، حېدراباد سازش کېس مقدمه ئې جوړه کړه نو ولي خان د پارټۍ د ملګرو پۀ صلاح او منظورۍ اېن ډي پي د شېرباز خان مزاري پۀ صدارت کښې جوړه شوه ا ملګرو نسیم بي بي د خېبر پښتونخوا صدره کړه. ولي خان فېصله ومنله او بي بي ته ئې ووې، د کور نه سیاسي مېدان ته راشه او دا د پښتنو پۀ تاریخ کښې لویه اهمه جمهوري واقعه وه. بي بي دومره جرأت سره دغه سیاسي ذمه وارۍ تر سره کړې چې ځان د پاره ئې د ‘مور بي بي’ خطاب وګټلو او پارټي او مشران ئې ژوندي وساتل.

د حېدراباد د سازش کېس د ټریبونل د ماتولو او مشرانو د جېلونو او افغانستان د واپس راتلو نه پس څۀ حالات داسې پېدا شو چې د بلوچستان قام پرست مشران د بزنجو صاحب پۀ مشرۍ کښې د پارټۍ نه لاړل او د خېبر پښتونخوا ځینې ملګرو ورسره د ملګرتیا اعلان وکړو. ولې نوره پارټي پۀ خپل ځاے پاتې شوه. چې پۀ 1977 کښې افغانستان کښې د ‘ثور انقلاب’ پۀ نوم بدلون راغلو. د دې بدلن پۀ شا د شوروي اتحاد حکومت ولاړ ؤ او دلته پۀ پارټۍ کښې مترقي او خفیه کمیونسټ ملګري وو نو دوي دا خبره پۀ پارټۍ کښې دننه او بهر کوله چې پارټۍ له پکار دي چې د دې انقلاب تائید وکړي – ولې د پارټۍ مشر ارواښاد ولي خان دوي ته ووې چې تادي مۀ کوئ، د افغانستان خاوره او د دې اوسنے موسم د انقلاب د پاره موزون او مناسب نۀ دے. افغانستان کښې سرداران، د قبیلو مشران، پیران، ګیلانیان، مذهبي استاذان او د امریکې جاسوسان ښۀ مؤثر قوت لري او د افغانستان د دولت سره د شوروي فوځ او پېسې نه علاوه بل څۀ نشته – دلته به امریکه راځي، دلته به مذهب د دې انقلاب پۀ ضد استعمالوي، شوروي اتحاد به شکست خوري، سیاست او منصوبې به ناکامه کېږي – ولې بیا هم اجمل خټک صاحب، افراسیاب خټک صاحب، لطیف افریدي صاحب، مختار باچا او افضل لالا د ګوند نه جدا او د افغانستان د حکومت د مرستې اعلان ئې وکړو. خو چې څو کلونه تېر شو؛ د افغانستان خپله پارټي ‘خلق ډېموکراتیک ګوند’ مات شو، شوروي اتحاد معاهده وکړه، واپس لاړ، ډاکټر نجیب زنداني شو، څۀ ملګري ئې جېلونو ته لاړل او څۀ خارج ته – د پارټۍ نه تلي دغه ټول ملګري خپل ګوند ته واپس راغلل. پارټۍ ورته احترام او مقام ورکړو. دا د خان عبدالولي خان د سیاسي سوچ او فکر لوے دلیل او ثبوت دے.

اوس به د پارټۍ پۀ حالیه انټرا پارټي الېکشن نظر واچوو. پۀ عوامي نېشنل پارټۍ او د دې پۀ قیادت خو دا تور د پخوا نه دے چې د پاکستان د وجود دښمنان او دا پارټي روایت پرسته، وراثت پالونکې او شخصیت پرسته پارټي ده. نو د پارټۍ پۀ تاریخ مبارزه خو رڼا اچولې شوې ده، اوس به د پارټۍ پۀ وجود او پارټۍ کښې دننه جمهوري اقدار پۀ ډاګه کړو.

پۀ جاګیردارانه ټولنه کښې د سیاسي پارټۍ د مشرۍ د پاره شخصیتونه پېدا کېږي او هم دا شخصیتونه ټولنه کښې لکه څنګه چې جائیداد وارث ته پاتې کېږي، دغه شان سیاسي وراثت هم خپل وارث ته پاتې کېږي. خو کۀ وارث نظریې، د حجرې جماعت غم ښادۍ پۀ ناسته پاسته نۀ پوهېږي نو نۀ سیاسي وارث پاتې کېدے شي او نۀ خپل مورث ژوندے پۀ سیاسي توګه ساتلے شي. د مثال پۀ توګه د سوات باچا، د دیر نواب، د چترال نواب، د هوتي نوابان پۀ سیاست کښې پاتې وو خو وارثان ئې پۀ سیاست کښې پاتې نۀ شو بلکې ‘اٰوټ’ شو، نو مورثان بې نومه شو او هغه سیاسي مشران چې پۀ خپل وخت کښې ئې سیاسي لوبه کړې خو چې سیاسي وارث ئې مېدان کښې نۀ دے پرېښودلے نو دغه مشران پۀ زړو کتابونو کښې د خادمانو پۀ نومونو یادېږي خو د سیاست کتاب کښې ئې نوم پاتې نۀ شو. ارواښاد پیر پګاړا سیاسي ګرو ؤ، اولاد ئې د اقتدار د کرسیو د خاوندانو پۀ خوا کښې شته خو پۀ سیاسي مېدان کښې نشته. ضیاء الحق سیاست زخمي کړے او جمهوریت ئې وژلے دے، پۀ خپله سیاست کښې مړ شو. د خپل سیاسي قبر د منجورۍ د پاره ئې زوے شته خو د سیاست پۀ ټکي هم نۀ پوهېږي.

کۀ پۀ ګاونډي ملکونو او پۀ خپل ملک لږ نظر واچوو نو هندوستان کښې جاګیرداري نۀ وه خو جمهوریت نۀ ؤ – جواهر لال نعرو د سیاست مېدان کښې د دۀ وارثه اندرا ګاندهي او د دې وارثان سنجے ګاندهي او راجیو ګاندهي وو. نۀ یواځې سیاست ئې کړے ولې جمهوریت او خپل مورثان ئې هم ژوندي ساتلي. دلته پۀ ملک کې ذو الفقار علي بهټو سیاست کړے، اقتدار کښې پاتې ولې سیاسي وارثان ئې پاتې او سیاست کوي. بهټو صاحب ضیاء الحق مړ کړو ولې د خلقو پۀ زړونو او د پارټۍ د کارکنانو پۀ عمل کښې ژوندے دے. بلوچستان کښې سردار بخش مري، عطاء الله مېنګل او غوث بخش بزنجو خپل لوي سیاسي تاریخونه او مقامونه لري، ولې دوي هم خپل وارثان پۀ خپل ژوند کښې سیاسي لوبغاړي کړي او نن هم پۀ سیاسي مېدان کښې ولاړ دي. د عبد الصمد خان اڅکزي دوه وارثان سیاست کوي.

دلته پۀ خېبر پښتونخوا یو نظر اچوو.

ارواښاد مولانا مفتي محمود خپله سیاسي مذهبي ګدۍ مولانا فضل الرحمان او مولانا عبدالحق خپله ګدۍ او وراثت سمیع الحق ته پاتې کړي وو. افتاب خان فوج کښې مېجر ؤ خو د حیات احمد خان د مرګ نه پس سیاست ته راغے، نن هم سیاست کښې ئې ځان له خپله سیاسي ډله جوړه کړې او خپل سیاسي وارث ئې پۀ ژوند سکندر شېرپاو وټاکلو.

اوس به د عوامي نېشنل پارټۍ تجزیه وکړو. باچا خان پۀ خپل ژوندانۀ د ولي خان سیاسي تربیت کړے. پۀ ډېرو جلسو کښې به ولي خان د جلسې د شروع کېدو نه مخکښې تلاوت کلام پاک کولو او پۀ وړو وړو جلسو کښېې به ئې پۀ ولي خان تقریرونه کول. پۀ یوه ډرامه کښې ولي خان او غني خان د یتیمانو کردار پۀ سټېج کړے. باچا خان ولي خان ته د پارټۍ ذمه وارۍ هم ورکړې او د ولي خان د کارونو نګراني او نظر ئې پرې هم ساتلے. د باچا خان وفات زیات نقصان رسولے خو ځان او مقام ئې تش او خالي نۀ دے پاتې کړے. د باچا خان سیاست او وراثت ژوندے پاتې شوے دے. د وخت او د پارټۍ د فېصلو پابند پۀ ملک او نړۍ کښې د اصولو منلے شوے شخصیت ګڼل کېږي. د مولانا حسن جان سره د الېکشن د مبینه شکست نه پس د سټېج او عهدو نه دستبرداره شوے او اعلان ئې کړے ؤ چې پارټي دې بل مشر پېدا کړي، زۀ اوس نور د دې جوګه نۀ یم – نو ګوند د دۀ پۀ ژوند اسفندیار خان د پارټۍ د صدر او د وارث پۀ توګه اعلان کړو.

اسفندیار خان د بابا او پلار سیاست او قامي مبارزه پۀ خلقو اسمبلۍ کښې سېنټ کښې ښه پۀ نره جاري وساتله. د بابا کور د ولي خان د سیاست ګدۍ خالي پاتې نۀ شوه. پۀ دې حالیه انتخاباتو کښې د سندهـ پۀ صوبه کښې ټولې عهدې بلامقابله او د نائب صدارت د پاره انتخابات وشو او بلوچستان کښې د ټولو عهدو د پاره مقابله وشوه – خو چا چې عهده وګټله او چا وبائیلله، شریک غاړه تر غاړه شو او بائیللي او ګټلي شریک او پۀ مینه شریک عملونه کوي.

دلته خېبر پښتونخوا کښې د جنرل سیکرټريتوب د پاره دوه نومونه وو – سردار حسېن بابک او عمران خان اپریدے او جائنټ سېکرټري د پاره ثاقب چمکني او قېصر ولي خان – نورې عهدې بلا مقابله او پۀ دې عهدو الېکشن وشو. سردار بابک او ثاقب چمکني عهدې وګټلې، عمران اپریدي او قېصر ولي خان وبائیللې – یو بل ته ورغاړه وتل، مبارکۍ ئې ورکړې او پارټۍ کښې د جمهوریت بالادستي ده د شخصیت نۀ.

مونږ دوستان کم او دښمنان زیات لرو. دا څۀ چې پۀ دې رپورټ او جائزه کښې ذکر وشو، دوي نه زیات جمهوري عمل پۀ بل کوم ګوند کښې کېدے شي؟

د اېمل ولي خان د پاره دا لویه نېک بختي ده چې یو خوا د کونسل ملګرو پۀ هغۀ اتفاق وکړو او بلا مقابله ئې صدر وټاکلو، بل دا چې د هغۀ پلار او زمونږ او د هغۀ شریک مشر اسفندیار ولي خان به عملي سیاست کښې د هغۀ د تربیت پۀ حواله کردار ادا کړي. مونږ دغه زلمي نه هم دا توقع لرو چې د پښتنو سیاست به مخ پۀ وړاندې بوځي. زمونږ دعاګانې او مرستې ورسره دي.

 

دا هم ولولئ

د باچا خان سل کلن تحريک جائزه – شمس بونېرے

د دې کال د ټولو لويه او خوږه ورځ د باچاخاني تحريک انجمن اصلاح الافاغنه …