باچا خان او د قېد و بند دردونه – ژباړن: اتل افغان

احمد سلیم، ‘انگریز راج اور پشتون سیاست’، ۱۹۹۷، د څلورم څپرکي څخه ژباړه

د قصه خوانۍ بازار 1930-40ز نه وروستو او “هندوستان پرېږدئ تحريک” 1942ز نه مخکښې لسيزې جائزه مونږ د سر جاج کننګهم او سکندر مرزا د بيانونو پۀ رڼا کښې اخستې ده. پۀ دې باره کښې پۀ خپله د باچاخان څۀ نظر ؤ او هغوي پۀ دې دوران کښې د صوبې سياسي ژوند ته پۀ څۀ نظر کتل، پۀ دې باب کښې به مونږ پۀ دې رڼا غورځوو.

د 1930ز د قتل عام نه څو ګېنټې مخکښې باچا خان او د هغۀ څو ملګري ګرفتار شوي وو. د چارسدې د حوالات نه هغوي د مردان جېل ته ورسولے شو. پۀ سبا له رسالپور ته راوستے شو چرته چې خان بهادر خان )د اسلم خټک، يوسف خان، جنرل حبیب الله او کلثوم سېف الله دوي پلار د چا ذکر چې سکندر مرزا د خفيه مشن پۀ ضمن کښې کړے دے( د علاقې مجسټرېټ ؤ. هغۀ باچا خان او د هغۀ ملګرو ته درې درې کاله بامشقته سزا واوروله او د ګجرات جېل ته ئې ولېږل. باچا خان ته دلته د ډاکټرسېف الدين کچلو، ډاکټر انصاري او نورو کانګرسيانو ملګرتيا نصيب شوه. باچا خان پۀ بند کښې بندي ؤ او د پښتنو سيمه د حکومت د ظلم او تشدد پۀ نخښه وه. ولي خان د ډېر ناکاره تشدد سره مخ ؤ. د دې نه وروستو د خدائي خدمتګارانو دفتر او نورو ځايونو ته اور ورته کړے شو. پۀ خپل ژوند ليک “زما ژوند او جدوجهد” کښې باچاخان ليکي،

‘پۀ اتمانزو کښې د تاريخي جلسې پۀ ورځ به صوبه کښې د سرخ پوشو يعني خدائي خدمتګارانو تعداد پينځۀ سوه پورې ؤ. بيا چې کله مونږ د بند نه ازاد شو او خپلو علاقو ته لاړو نو د خدائي خدمتګاران تعداد پنځوسو زرو ته رسېدلے ؤ. زمونږ د دې تحريک پروپېګنډه پۀ حقيقت کښې انګرېزانو پۀ خپله کړې وه. انګرېزان به سره د خپل پوځ کلو ته تلل، د کلي نه به ئې ګېره وغورځوله، خلق به ئې لۀ کورونو راوويستل، غرمو ته به ئې کښېنول او ورته به ئې وې “شاباش! ګوتې ولګوئ چې تاسو خدائي خدمتګار نۀ يئ؟”‘

د ګاندهي ارون معاهدې لاندې عبدالغفارخان ازاد نۀ کړے شو او د دوي نه علاوه نور ټول قېديان ازاد کړے شو او هغه يواځې پۀ ګجرات جېل کښې پاتې کړے شوے ؤ. کله چې د دې خبرې علم ګاندهي جي ته وشو نو هغۀ پۀ وائسراے د دۀ د ازادۍ د پاره زور راوړو او هغه د جېل نه راووت – هغه ليکي:

‘اوس زۀ خپلې صوبې ته راغلم. د دې ځاے حالات او د خلقو جذبات مې وليدل. دا ډېر سازګار ماحول ؤ. ما بسم الله وکړه او کار مې شروع کړو. يو منټ مې هم نۀ ضائع کولو. پۀ خلقو کښې د همت او خود اعتمادۍ پېدا کولو لپاره کله چې به ما تقرير کولو نو دا خبره به مې ډېره کوله چې “د پېرنګي يو ښکر مات شوے دے، پښتنو! پاڅئ ملا وتړئ او د دۀ بل ښکر هم مات کړئ! دا ملک ستاسو دے او خداے پاک ستاسو بچو له ورکړے دے. خو نن ستاسو د بې اتفاقۍ او خود غرضۍ پۀ وجه انګرېزان ستاسو ملک خوري. حالانکې دوي له خداے خپل وطن هم ورکړے دے خو زمونږ وطن خوري – ستاسو بچي وږي تږي دي او ستاسو د ملک پۀ دولت د دوي بچي مزې کوي او ترقي کوي.”‘

زما د تقرير دې جملې “د پېرنګي دوېم ښکر هم مات کړئ” انګرېزان سره لمبه کړل. هغوي زما پۀ ضد زما پۀ ملګرو کښې پروپېګنډه وکړه چې “عبدالغفار روغه جوړه او قراري نۀ غواړي، اړے ګړے جوړوي او د هغۀ د دې خبرو پۀ وجه به پۀ تاسو ټولو مصيبت راځي” – انګرېزانو زمونږ د ځينې ملګرو پۀ ذهن کښې د دې خبرې غورځولو هڅه کوله چې “تاسو ډېر قابل لائق او تکړه يئ او دا عبدالغفار ستاسو پۀ شان عالم نۀ دے. کار تاسو کوئ او نوم پرې د دۀ کېږي او د دې قسم پروپېګنډې اثر زمونږ پۀ ځينې ملګرو وشو. هم د دوي څو ليډران را غونډ شو او پۀ مېدان د قاضي عبدالله جان پۀ ځاے کښې ئې يوه غونډه وکړه او پۀ دې غونډه کښې ئې ما ته ووې چې يو خو تۀ خپلې دا دورې بل وخت لپاره پرېږده او د دوېم ښکر ماتولو خبره هم مۀ کوه! ما ورته ووې، ښه! نو اخر خلقو ته به څۀ وايم؟ هغوي ووې چې مونږ يو بل له د دوستۍ لاس ورکړے دے، اوس دا خبرې نۀ دي پکار. ما ورته ووې، پۀ دې خو بيا پۀ پښتنو کښې هغه د جدوجهد جذبه نۀ شي پېدا کېدې کومه چې زۀ پېدا کول غواړم. هغوي ډېر پۀ کلکه ووې چې زۀ )دې( دورې پرېږدم. ما ورته رايې ورکړه چې دا “د روغې معاهده” دومره پائيداره نۀ ده، دا زر ماتېدونکې ده. خداے پاک مونږ له د کار لپاره ښۀ وخت راکړے دے، دا ضائع کول نۀ دي پکار خو پۀ ځينې ملګرو وېره راغلې وه . هغوي پۀ خپله خو کار نۀ کوۀ او زۀ ئې هم کار تۀ نۀ پرېښودم ځکه چې د هغوي دا خيال ؤ چې زۀ به ګرفتار يم نو هغوي به را سره هم ونيسي او بندي کېدو جېل ته تلو ته د هغوي تاب نۀ ؤ.

د دې نه وروستو بيا ګرفتاري هزاري باغ جېل 1934ز کښې – ازاد شو. پټنه او واردها نه وروستو کلکتې ته تګ او قيام، پنجاب او سرحد )پښتونخوا( ته پۀ تلو بندېزونه وو. بمبۍ کانګرس پۀ اجلاس کښې ګډون بيا واردها ته ستنېدل، هلته هغوي ګرفتار شو. دوه کاله قېد سزا – اول بمبۍ جېل بيا سابرمتي جېل. دې قېد کښې سخت قسم قېد تنهائي ؤ. بيا ازاد شو خپلې صوبې ته راتګ او بيا د 1937ز ټولټاکنې – باچا خان ليکي، 1937ز کښې د سرحد اسمبلۍ الېکشن وشو. دې کښې اکثريتي پارټي د خدائي خدمتګارانو وه خو ګورنر د وزارت جوړولو دعوت سر نواب صاحبزاده عبدالقيوم خان ته ورکړو چا چې پۀ خپله حلقه کښې د خدائي خدمتګارانو نه ماتې خوړلې وه او د ضلع هزارې د غېر پښتون حلقې نه کامياب شوے ؤ. د حکومت پۀ امداد باندې د هندوانو، سکهانو او ازاد غړو ملګرتيا ورته حاصله شوه او خپل وزارت ئې جوړ کړو خو د ډېرو ورځو نۀ ؤ او پينځۀ شپږ مياشتې پس ئې ماتې وخوړه. پۀ درېم دسمبر 1937ز چې د صاحبزاده صاحب پۀ خلاف تحريک عدم اعتماد منظور شو نو ډاکټر خان صاحب د خدائي خدمتګارانو پۀ مرسته وزارت جوړ کړو. پۀ دې وزارت کښې قاضي عطاء الله وزير تعليم ؤ. قاضي صاحب پۀ پرائمري سکولونو کښې پښتو ذريعه تعليم جاري کولو نه علاوه پښتو لازمي کړه او دې وزارت نور هم د اولسي خېر ښېګړې لپاره لږ ډېر څۀ وکړل. انګرېزانو د دې ژبې سره ډېره بې انصافي کوله. پۀ ټول هندوستان کښې هندوستاني ماشومانو ته ابتدائي تعليم پۀ خپله مورنۍ ژبه کښې ورکړے کېدو؛ يواځې پښتانۀ بچي د دې خپلې مورنۍ ژبې نه محروم کړے شوي وو. دې وزارت زمونږ تحريک ته د ګټې پۀ ځاے تاوان ډېر رسولے ؤ، ولې چې طاقت او اختيار د ګورنر پۀ لاس کښې ؤ او ماتحت افسرانو به نۀ د وزيرانو منل او نۀ به ئې څۀ مرسته کوله. هغوي به د ګورنر د سترګو اشارې ته کتل. د ګورنر پۀ اشاره به ئې کار کولو. بله خبره دا وه چې مونږ صرف اتۀ انې لاس ته راوړې وې او قوم پوره روپۍ غوښته. زمونږ سره پوره روپۍ کوم ځاے وه؟ پۀ 1939ز کښې دوېم نړېوال جنګ ونښتو او د هندوستان د ټولو صوبو د کانګرس وزارتونو سره زمونږ وزارت هم مستعفي شو. کوم وخت چې پۀ جنګ کښې جاپان شامل شو، د کانګرس د ورکنګ کمېټۍ اجلاس ؤ چې دا قرارداد پۀ کښې منظور شو چې مونږ پۀ جنګ کښې د انګرېزانو مرستې ته تيار يو خو پۀ دې شرط چې انګرېزان به د جنګ نه وروستو مونږ له د ازادۍ راکولو اعلان کوي. پۀ دې موقع ما او ګاندهي د کانګرس د ورکنګ کمېټۍ نه استعفٰي ورکړه ځکه چې مونږ د تشدد قائله نۀ وو او پۀ جنګ کښې د انګرېزانو د مرستې مطلب “تشدد” قوي کول وو.

پۀ 1940ز کښې د قرارداد لاهور پۀ سبب د برصغير سياست بل بل شان شو. پۀ 1942ز کښې “ستيه ګره” اغاز وشو چې اثر ئې پۀ صوبه سرحد )خېبر پښتونخوا( هم وشو. باچا خان يوځل بيا ګرفتار شو او جېل ته لاړو او دا تحريک “د هندوستان پرېږدئ” پۀ نامه مشهور شو.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …