د پښتنو د یو والي نه د ‘ترقي پسندو’ او فرقه پرستو بنسټګرو بېزاري – علي زر خان علي

د ښاغلي اکبر سیال لیکنه ‘پۀ پښتو ادبیاتو کښې د تهذیب او تمدن نه د بېزارۍ بېلګې او شهادتونه’ مونږ د یو لنډي نوټ سره خپره کړې وه. هغه نوټ کښې مونږ پۀ لوستونکو سپارښتنه کړې وه چې ‘دغه پورته لیکنه یو ځل بیا د کلتوري تړون، cultural relativism او شعري پس منظر د شعور سره ولولي. د ښاغلي اکبر سیال دغه لیکنه د تهذیب او تمدن پۀ اړه د ارتقاء تمنا زېږوي او یو خوندور بحث ته لار پرانیزي’ – اوس چې دا لیکنه راغله )هسې راغلې خو هم فرورۍ کښې وه خو لۀ بده مرغه لۀ چاپه ځنډېدلې وه(، مونږ ورسره هم د هاغه نوټ سپارښتنه کوو.

د (1 ترقي پسندو، (2 فرقه پرسته بنسټګرو او (3 قام پرستو د تهذیب پۀ اړه د ‘فکري تثلیث’ د مدللې مباحثې پۀ هیله.

د جنورۍ (2019) ‘پښتون’ کښې مې د نوميالي ليکوال او پوهاند اکبر سيال صاحب ليک پۀ پښتو ادبياتو کښې د تهذيب او تمدن نه بېزاري ولوسته. سيال صاحب د وخت د غوښتنو سره هم يو ډېر مهم سوال را پورته کړے دے. يقيناً چې اوس وخت راغلے دے چې پښتانۀ صاحب الرايې د خپل ماضي او حال پۀ هر اړخ باندې غور او فکر وکړي او ښۀ پۀ اېماندارۍ بې طرفه هغه خلق چې د ژوند د هرې طبقې سره ئې تعلق وي، د پښتون قام پۀ بربادۍ کښې او انتشار کښې ئې برخه اخستې وي، قوم ته پۀ ډاګه کړے شي چې پښتانۀ نۀ خپل دوست دښمن وپېژني او نور د بربادۍ نه ځانونه وژغوري.

زما دا ليک هم پۀ دې تاثر کښې اخستل پکار دي. نۀ خو زۀ پۀ دې ليک کښې د سيال صاحب پۀ شان عالم فاضل شخصيت له جواب ورکول غواړم ځکه چې زما علم او پوهه د سيال صاحب پرتله د نمر پۀ مخکښې ډیوه ایښودل دي او زما رسمي تعليم دومره دے چې پۀ لوستلو خلقو کښې هم شمار نۀ يم. زما د دې ليک نه غرض د پښتون قام پۀ سورۍ ځولۍ کښې خپله حصه اچول دي. د مارکسي کميونسټو او مذهبي بنياد ګرو ډېر خيالات مشترک دي؛ ځکه تر اوسه پورې زمونږ پۀ ملک کښې د دوي تر منځه چرې اوبۀ نۀ دي خړې شوې او نۀ ئې پۀ ښکاره د يو بل مخالفت کړے دے چې د يو بل نظرياتو ته ئې نقصان رسولے وي – بلکې د پښتنو د کلتور او مفاداتو يو شان مخالف دي. د مثال پۀ توګه فرقه پرست بنسټګر هم وائي چې ‘هر ملک ملک ماست که ملک خدائے ماست’ او د دې پۀ وجه ټوله نړۍ تر واک لاندې راوستل او بيا پۀ کښې د خپلې مرضۍ حکومت راوستل غواړي. د ملکونو، پولو، قوميت او کلتور خلاف دي. پۀ قيامت بېخي يقين نۀ لري. حالانکې د قران پاک، قام، قبيله او کلتور خلاف دي. د دوي پۀ څير ترقي پسند هم پۀ قاميت، پولو او ملکونو يقين نۀ لري او ټوله نړۍ خپل جاګیر ګڼي. د دې دواړو نظريو خلق د واک د پاره پۀ تشدد عقيده لري. يوه ډله پۀ اخرت کښې داسې جنت غواړي چې شراب، شباب، مېوې او مزې وي پۀ کښې، او بله ډله پۀ دنيا کښې د دغسې خيالي جنت خوبونه ويني چې محلات وي، باغونه به وي او هر قسم د عېش سامان به وي پۀ کښې. دواړه ډلې د يو بل هم خيال ځکه دي چې د پښتنو پۀ خاوره د طالب ګردۍ پۀ نوم ظلم او بربريت چرې هم ترقي پسندو مذمت قدرې هم نۀ دے کړے – مخالفت خو ډېره لرې خبره ده. ترقي پسندو به وئيل چې د طالبانو تحريک د جاګېردارو او سرمايه دارو خلاف د غريبانو پاڅون دے او طالبان د امريکې خلاف دي. زما پۀ کښې ډېرو ترقي پسند ملګرو سره پۀ دې بحثونه شوي دي. ما به ورته وئيل چې يه وروڼو! کښې دا پاڅون د جاګېردارو خلاف وي نو دا نايان، فنکاران، ښځې او نر د باچا خان د فکر خلق وژني، پښتانۀ د جرګو مشران وژني نو دې کښې خو يو هم خان او نواب نشته!!! خانان او نوابان ښۀ پۀ ارام ناست دي او پرانستې غاړې ګرځي. چې دوي د امريکې خلاف دي او د پښتنو پۀ کلو بانډو کښې د ماشومانو سرکاري سکولونه ورانوي نو پۀ لاهور، پېنډۍ او اسلام اباد کښې هغه پبلک ماډل سکولونه ولې نۀ ورانوي چې د اکسفورډ نصاب پۀ کښې ښودلے شي او مکمل انګرېزي تهذيب ورته ښائي؟

يو ځل مې د يو پښتون ترقي پسند ليکوال سره د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې پۀ مناسبت خبره وکړه چې تاسو څۀ پروګرام جوړ کړے دے نو هغه ډېر غصه شو؛ وې زۀ لېونے خو نۀ يم، ما ته د ژبې او د قوميت خبرې مۀ کوه – زۀ پۀ پښتو څۀ کوم؟ دا خو د ماحول خبره ده چې زۀ پۀ پښتو خبرې کوم – کۀ زۀ انګلينډ کښې پېدا وے نو ما به بيا انګرېزي وئيله. نو ما وې کۀ تۀ انګرېز هم وے نو د انګرېزۍ خصمانه به پۀ تا فرض نۀ وه؟ وې نه! زۀ د يوې ژبې پلوي نۀ يم – نو ما وې کۀ چرې ستا پۀ خيال د نړۍ نه د قامونو ژبې ورکې شي نو دا انسان به بيا د کاڼي او غار دور ته واپس نۀ شي؟ يو ځل حجره کښې بحث ګرم شو. وې دا تۀ څۀ هر وخت وایې چې حجره ختمه شوه؟ ډېر شکر دے چې ختمه شوه! زما او ستا حجره چرته وه؟ پۀ حجره کښې هم فرقه پرست خلق د دوي همخيال دي چې حجره خو د شېطانۍ اډه وه. خوشي تشي به پۀ کښې ناست وو، دوکړۍ باجې به پۀ کښې غږېدې، هلکانو به پۀ کښې ټوله شپه برباد مجلسونه کول.

ما دې مارکسي ملګري ته وئيل ياره! حجره خو به د ټولو خلقو پۀ شريکه وه او دا متل مشهور ؤ چې حجره د هغه چا ده چې پۀ کښې ناسته کوي او مېلمه پالي. ملګري وې، دا ستا ډېر زاړۀ خيالات دي – حجره خو د جاګېردارۍ علامت ؤ چې د غريبانانو د استحصال د پاره استعمالېده، د تهذيب د ودې سره دا شیونه د منځۀ ځي. دې خبره کښې خو د اختلاف هډو ګنجائش نشته، د انساني پرمختګ سره مادي څیزونه پۀ نوي شکل کښې نور هم د افاديت سره د انسان د اسانۍ او سوکالۍ سوب شي. د بجلۍ د راتلو سره خو به ډیوه، لاټېن، جرنده او ارټ خو تلۀ – چې ګاډي راغلل نو د ټانګې ضرورت پاتې نۀ شو. د ګهړۍ راتلو نه پس اوس ستورو ته به څوک شوګېري کوي خو کۀ چرې د حجرې ختمېدو سره مونږ پۀ هر وړوکي لوے کلي کښې د سرکار د طرف نه يو کميونټي هال جوړ شوے وے، يوه لائبرېري موجوده وے، د غم ښادۍ د پاره يو مخصوص هال وے نو د چا دماغ خراب وو چې حجرې پسې ئې ارمان کولو؟ حجره د پښتنو زلمو د تربيت يو مرکز ؤ. هلکانو به پۀ حجره کښې ادب زده کولو. د حجرې د کردار پۀ ختمېدو اوس زمونږ زلمو کښې د مشر کشر تمیز پاتې نۀ شو. مېلمه دوستي چې د پښتون قام پۀ ټوله نړۍ کښې يو ځانګړے صفت ؤ، ختم شو.

مشر ته اوس پۀ کور کښې څوک کټ نه نۀ پاڅي. د حجرې پۀ دور کښې مشران او هلکان به پۀ لارو کوڅو کښې نۀ ښکارېدل. بې ځايه ولاړ سړے به د هر چا پۀ سترګو بد لګېدو. سپين ږيري مشران اوس پۀ لارو کوڅو کښې دوکانونو يا چنو ته ډډې وهلې ناست وي ځکه ئې قدر ختم شو. ترقي خپل کلتور ته پۀ ودې ورکولو کېږي. د قوميت نه بغېر يو قوم هم د ترقۍ پۀ بام نۀ شي ختلے لکه قران پاک وائي:

و من اٰيته خلق السمٰوٰت والارض واختلاف السنتکم والونکم ان في ذٰلک لاٰیٰت للعٰلمين.

د زمکې او اسمانونو تخليق د الله د لوے قدرت نخښانې دي او ستاسو د رنګونو او ژبو اختلاف کښې خلقو د پاره نخښې نخښانې موجودې دي. صفا مطلب دے چې د رنګ او ژبې د اختلاف پۀ وجه نسلونه او قامونه پۀ جدا جدا جغرافيائي حدودو کښې الله جوړ کړي دي چې دا قامونه پۀ سيالۍ، پۀ خپلو ژبو کښې د کائنات مطالعه وکړي او انساني معراج ته ورسي خو پۀ پښتنو کښې فرقه پرست، مذهبي عناصر او ترقي پسند يو شان د ژبې او قوميت نه بېزاره دي. يو وائي د انسان خبره کوه او بل وائي د مسلمان خبره کوه!!! حالانکې پښتون انسان دے او هم مسلمان دے. کۀ زۀ د پښتون خبره کوم نو دا هم د انسان خبره ده او هم د مسلمان خبره ده. د ټولې نړۍ انسانان به هله د سوکالۍ ژوند مومي چې د هر قام وګړو کښې داسې خلق پېدا شي چې د عدم تشدد د لوري اول د خپل قام د اتحاد او پرمختګ د پاره کار وکړي او چې څنګه حقوق خپل قام له غواړي داسې د بل قام حقوق هم ومني نو هله به پۀ نړۍ کښې انسان د انسانيت او ترقۍ پۀ لار روانېږي. چې يو سړے پۀ خپل کور کلي کښې د چا پۀ ښه نۀ راځي نو هغه به ټولې نړۍ لۀ څۀ ورکړي او کوم خلق چې خپل خلق بربادوي نو کۀ وس ئې وشي نو دا ټوله نړۍ به نۀ ورانوي؟ دا حربې کۀ څوک د انسان پۀ نوم او کۀ د مسلمان پۀ نوم کوي، د پښتون قام د بربادۍ ذمه وار دي او پکار دي اوس نور د اګر مګر نه کار وانۀ خلي او داسې خلق کۀ پۀ ادب کښې دي، کۀ سياست کښې دي او کۀ مذهب کښې دي؛ دا خپل قام ته وښودلے شي.

اکبر سيال صاحب پۀ خپله مقاله کښې د پښتو ادبياتو کښې د تهذيب او تمدن نه بېزارۍ کښې د رحمان بابا، خوشحال بابا، غني بابا او اندېش بابا د کلام نه مثالونه وړاندې کړي دي. حالانکې دا زمونږه هغه مشران دي چې دوي خپل ټول عمرونه د خپل خوار و زار اولس د يو والي او پرمختګ د پاره وقف کړي وو. نو کۀ د دوي پۀ شعرونو کښې يو نيم شعر د خپل ماحول او غريبۍ پۀ مينه کښې داسې راغلي وي نو هغې ته مونږ د تهذيب نه بېزاري نۀ شو وئيلے. تهذيب داسې يو دم نۀ بدلېږي چې يو سړے د لندن نه راشي او داسې منتر ووائي چې يک دم د خپلې سيمې ټوله کچه ابادي، لارې کوڅې او نورې ودانۍ د لندن پۀ شان جوړې کړي.

غني خان بابا چې کوم وخت کښې دا نظم ليکلے دے، هغه وخت کښې د پښتونخوا ټوله ابادي د خټو وه نو غني خان بابا پۀ شان خوداره سړي ته به ارومرو خپل خړ د خټو کورونه د لندن د محلونو نه ښائسته ځکه ښکارېدل چې دا د حجرو محفلونه، دا شريک غم ښادي او خالصه مينه هغه محلونو کښې چرته وه. سيال صاحب د غني خان پوره نظم ورکړے او دا وائي چې چونکې غني خان جاګېردار ؤ نو جاګېردار ذهن د عامو خلقو ترقي نۀ خوښوي. باچا خان وړومبے د اتمانزو پۀ ازاد سکول کښې د غريبانانو د بچو سره داخل کړے ؤ نو وړوکوالے چې د چا کومو خلقو سره تېر شوے وي نو د هغۀ پۀ سر کښې د نورو خانانو پۀ شان نشه نۀ وي. د غني خان بابا دا نظم خالص د خپل قام او خاورې سره د ډېرې مينې هېنداره ده او د يو خود داره پښتون د ازاد ذهن عکاسي کوي. د دغه نظم اخري شعر ‘پۀ والله چې لۀ جنته به شم ستون : کۀ کنځل پکښې وانۀ ورم د پښتون’ د خپل اولس او خاورې سره د مینې اظهار کښې یوه شاعرانه بیانیه ده.

داسې د خوشحال بابا شعر هم د ازادۍ او غلامۍ تصور واضحه کوي. لکه د خوشحال بابا د دې شعرونو پۀ شان.

د وښو جونګړه داسې راته ښکاري

لکه ناست پۀ محلونو د اهک يم

چې وګوره د پټو شته پۀ شوملو سپينه

د مغلو پولاو ورک شه ډېر پرې ډک يم

هغه وائي:

هر چا ته خپل وطن کشمير دے

او د پردي باټ خپله برجو ښۀ ده

هر ګجر وائي زما د چاټۍ شوملې خوږې دي. دا به سيال صاحب پۀ اسلام اباد کښې ډېر ځله محسوس کړي وي چې مازيګر درې څلور پښتانۀ ګېنټي بېلچې پۀ اوږه خاورو کښې لړلي د سړک پۀ غاړه پياده روان ليدلي وي نو د هغه پنجابيانو نه به ورته ښائسته ښکار شوي وي چې د دفترونو نه سوټ بوټ، صفا ستهرا پۀ خپلو موټروکښې کورونو ته روان وي. دغسې به ئې ډېر ځله د جوارو اوړۀ او دانې، ګوړه او شړشمو غندلې هم د کلي نه را غوښتې وي. اګرچې پۀ اسلام اباد کښې د دنيا هر نعمت موجود دے.

د اندېش صاحب پۀ شعر کښې هم روماني خيال دے. د پښتنو د بربادۍ وجوهات اوس هر چا ته معلوم دي چې د پير روښان نه تر اسفنديار خان پورې کومه وسله ده چې پۀ پښتون قام استعمال شوه. بدلون هم راغلے دے خو عام د پښتنو اکثريت اوس هم خړ پړ دے چې د بې اتفاقۍ، بې علمۍ او بې هنرۍ د زوړ تهذيب نخښه ده. د خپل قام او خاورې سره مينه فطري ده. چې د هر انسان پۀ خټه کښې اغږلې شوې ده. خو مسئله به هله حل کېږي چې هغه قوتونه پۀ ډاګه کړے شي چې د پښتنو د نفاق، جهالت او بربادۍ ذمه وار دي نو د ترقۍ هېڅ څوک هم خلاف نۀ دي خو د خاورې خپله خوشبو وي چې سړے ځان ته را کاږي. چې اوبۀ کور کور ته ورسېدې نو د عاشقانو او شاعرانو ګودر هم تېره کړه.

د ګودر سېل زما عادت شو

اوس را نه پاتې د لندن لوي بازارونه

داسې د ګودر بلها مصرعې هم بې قدره شوې يا ګنې دا مصرعه به هم چا غندلې وي چې دې نادانۍ ته وګوره! چرته د لندن بازارونه او چرته پۀ شاړو دشتو کښې ګودر؟ خو چې کومه مزه او ښکلا پۀ ازاده، ګل ورينه فضا کښې غرڅنو پېغلو سره پۀ ګودر کښې وه هغه خوند د لندن د بازارونو او پارکونو پۀ ماحول کښې چرته ؤ؟ کۀ چرې پښتانۀ اتفاق او ورورولۍ ته چا پرېښودل نو تعليم به هم وکړي، باشعوره به هم شي، خپل ښۀ او بد به وپېژني نو کۀ دوي اسلام اباد، کراچۍ، سعودي عرب او امارات ابادولے شي نو خپل کلے کور به هم اباد کړي. پۀ اخر کښې د اکبر سيال د کتاب “زمونږ پۀ کلي کښې شر مۀ جوړوئ” د هغې نه د کلام څو نمونې ورکوم چې د غني خان بابا پۀ شان ئې پۀ کښې د خپل اولس او خاورې سره د مينې اظهار کړے دے.

زۀ د سرو زرو د مرمرو پۀ محل څۀ کوم؟

خدايه! زما د زړۀ د نور کعبه اباده لرې

ما د سينګار پۀ خوږو موړ کړه، تږے شوے يمه

ځان پۀ زړو جاموکښې جوړ کړه، تږے شوے يمه

د اوښ مهار، پېغله کوچۍ او کاڼي کاڼي زمکه

د خپل غريب زړۀ د ارمانه سره ځي پۀ خندا

دلته د ویښې مور نه هم خلق بچي پټوي

د ښار پۀ شور کښې رانه ورک نۀ شې د غرۀ ښکليه!

د خپل خړ پړ جانان د مخ پۀ ليدو

سياله! پۀ خولۀ کښې خوند د ګوړې راشي

غم او کۀ غربت وي خو چې مينه وي

ژوند جنت جنت وي خو چې مينه وي

ساګ، اوچه ډوډۍ کۀ د پياز غوټه وي

خوند د هر نعمت وي خو چې مينه وي

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …