د پښتون سټوډنټس فیډرېشن ټاکنې – طارق پښتونیار

جون 2019ز

پښتون سټوډنټس فیډرېشن د عوامي نیشنل ګوند یو ذیلي تنظیم دے؛ دا ځان له یو خپل ائین، منشور او تګلاره لري. پۀ دغه تناظر کښې پېښور پوهنتون خپل ائیني وخت سر ته رسولے ؤ چې د هغې پۀ نتیجه کښې د پېښور پوهنتون تنظیم تحلیل کړے شو او د نوې کابینې د رغوڼې د پاره پۀ یو کم دېرشم مارچ 2019 ارګنائزنګ کمېټي وټاکلې شوه. د ارګنائزنګ کمیېۍ چئیرمېن د پښتو څانګې د PHD سکالر طـارق پښتون يار وټاکلے شو او سترسکتر میا صدیق – دې نه علاوه درې ممبران فهیم وزیر، علي يوسفزے او د اسلامک سنټر نه عدنان یوسفزے هم منتخب شو. پۀ دېرشم مارچ د پېښور پوهنتون د پښتون سټوډنټس فیډرېشن چئیرمېن ته باچا خان مرکز کښې د نو منتخب صوبائي صدر اېمل ولي خان او د پښتون سټوډنټس فيډرېشن صوبائي صدر وسیم خټک پۀ لاسو د ممبرشپ کاپۍ وسپارلې شوې. پۀ بله ورځ یعني د اپرېل پۀ دوېمه نېټه د پېښور پوهنتون کښې پۀ نیو اکېډمک بلاک کښې د پښتون سټوډنټس فيډرېشن جنرل باډۍ میټنګ د چئیرمېن پۀ مشرۍ کښې وشو او هر زدکړیال پکښې د کېمپ پۀ حواله خپلې مشورې وړاندې کړې.

د دې مشورو او تجویزونو نه پس چئیرمېن یوه مشترکه لائحه وټاکله او د زیارت پۀ سحر نهه بجې د جیالوجي څانګې سره د وړومبۍ ورځې د غړیتوب د کېمپ پرانسته وشوه. یاده دې وي چې وړومبۍ ورځ سلو زدکړیالو خپل د غړبتوب کارډونه تر لاسه کړل.
دې نه علاوه د غړیتوب کېمپ سره سره به د کتابونو مېله هم لګېدلې وه چې د پښتنو تاریخي او علمي کتابونه پکښې پۀ ډېره ارزانه بیعه تر لاسه کېدل. کېمپ پۀ دوېمه ورځ هم د جیالوجي څانګې سره دوام لرلو.

د ګل پۀ ورځ، اتم اپرېل د “درېمې ورځې” کېمپ د STC مخې ته د کمپيوټر سائنس د څانګې سره پرانستے شو چې ډېرو طالبعلمانو پکښې د پښتون سټوډنټس فیډرېشن د غړیتوب کارډونه تر لاسه کړل او د تنظیم مشرانو به هم وخت پۀ وخت کېمپ ته تشریف راوړو او ملګرو ته به ئې ډاډ او حوصله ورکول.

پۀ څلورمه ورځ هم پۀ دغه ځاے ماسپښین درې بجې د سائنس بلاک ممبرشپ کېمپ پاې ته ورسېد.

پۀ نهم اپرېل د سیاسیاتو د څانګې مخې ته د غړیتوب کېمپ دوام لرلو چې تر 200 د پاسه انجونو او هلکانو خپل د غړیتوب کارډونه تر لاسه کړل. دوه ورځې پس د سیاسیاتو څانګې خوا ته کېمپ ښۀ پۀ ښکلي او منظمې طریقې سره پاې ته ورسېدو.

بیا پۀ متفقه توګه پرېکړه وشوه چې د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د غړیتوب کېمپ به د سبا یعني یوولسم اپرېل نه د قائداعظم کامرس کالج پېښور پوهنتون پۀ خوا کښې لګي. ټول روښان فکره قام پاله انجونې او هلکان کولے شي چې د PSF د غړیتوب کارډ تر لاسه کړي.

د دې نه پس پۀ بله ورځ یعني څوارلسم اپرېل د پښتون سټوډنټس فیډرېشن کېمپ د لاء کالج مخې ته دوام لرلو چې تر سلو د پاسه زدکړیالو پکښې خپل د غړیتوب کارډونه تر لاسه کړل چې پۀ دغه ورځ کېمپ ته د عوامي نېشنل ګوند صوبائي ترجمان او د پښتون سټوډنټس فيډرېشن اېډوائزر صدرالدین مروت دوره وکړه. هغۀ د ارګنائزنګ کمېټۍ ډېره مننه وکړه او پۀ پوهنتون کښې پۀ راپېښو ستونځو ئې ډېرې تفصیلي خبرې وکړې. ښاغلي مشر د پولیس لۀ خوا پوهنتون کښې پۀ طالبعلمانو د شوي تشدد پۀ سختو ټکو کښې غندنه وکړه.

د دې نه پس پۀ اوولسم اپرېل د غړیتوب د کېمپ تشکیل نیو اکېډمک بلاک ته وشو چې دوه ورځو کښې پکښې ډېرو طالب علمانو د غړیتوب کارډونو سره سره د پښتنو تاریخي کتابونه هم تر لاسه کړل.

ارګنائزنګ کمېتۍ پوهنتون کښې ځاے پۀ ځاے د غړیتوب کېمپ سره خپلې هلې ځلې جاري وساتلې او د بابا د فکر شمع ئې هم هاغه شان بله وساتله چې څنګه باچا خان بابا پرېښودې وه.

دې نه پس اختتامي ممبرشپ کېمپ پۀ “STC” لان کښې د مازیګر څلور بجو نه تر ماښام شپږ بجو پورې اختتامي پورې روان ؤ چې پاتې زدکړیالو پکښې خپل د غړیتوب کارډونه تر لاسه کړل.

پۀ اتۀ ویشتم اپرېل د ارګنائزنګ کمېټۍ د چئیرمېن طارق پښتون يار پۀ مشرۍ کښې د ارګنائزنګ کمېټۍ غونډه تر سره شوه چې مونږ د پېښور پوهنتون د پښتون سټوډنټس فیډرېشن تنظیم سازي زر تر زره مکمل کړو او پۀ پوهنتون کښې د راپېښو مسئلو حل مخې ته راوړو. طالبعلمانو ته خبردارے ورکړے شو چې پۀ دوه ورځو کښې زر تر زره د عهدو د پاره خپل درخواستونه جمع کړئ. د درخواستونو جمع کولو د عمل نه پس چې د تنظیم سازۍ د پاره د دوېمې مۍ ورځ وټاکلې شوه او هم پۀ دغه نیټه سحر لس بجې پۀ “نیو اکېډمک بلاک” کښې د پښتون سټوډنټس فيډرېشن د تنظیم سازۍ عمل تر سره شو چې ډېرو زدکړیالو پکښې خپل شرکت یقیني کړو.

سائله خپله خاوره، خپله مینه، خپله نغمه
دا چې کوم زور لري دا یو انقلاب نۀ پېژني

سائل

د ‘پښتون سټوډنټس فیډرېشن’ پېښور پوهنتون منتخب شوې نوې کابینې:

صدر: جمشېد وزیر
سینئیر نائب صدر: عثمان خان
نائب صدر: نثار خان موسٰي خېل
نائب صدر اول: نعیم الله
نائب صدر دوېم: عاقب شینواري
نائب صدر درېم: اکبر خان میاخېل
ستر سیکتر: حسنېن خان
ډپټي ستر سېکتر: شباب حسېن
ایډيشنل سترسېکتر: نجم الدین
جائنټ سېکتر: حنیف خان
جائنټ سېکتر دوېم: ذیشان خلیل
جائنټ سېکتر درېم: ملک انعام خان
د اطلاعاتو سېکتر: بابر خورشید
د کلتور سېکتر: نائله شمال
فنانس سېکتر: زاهد خان اپریدے

کامرس کالج، پېښور پوهنتون
صدر: محمد رفیق
ستر سېکتر: حسن نعیم
اسلامک سنټر، پېښور پوهنتون
صدر: شبیر مرزا
ستر سېکتر: عباس خان
سینئیر نائب صدر: یاسر احمد
د اطلاعاتو سېکتر: معاذ خان
بلډ سېکتر: عبدالله

IMS، پېښور پوهنتون

صدر: صمد خان کاکړ
سینئیر نائب صدر: عادل خان
ستر سېکتر: موسٰي خان

فارمېسي، پېښور پوهنتو
صدر: سید منیر اختر
سنیئیر نائب صدر: عثمان خان
ستر سېکتر: عباس خان

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …